د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولولئ او قضاوت وكړئ

larghonay1
28.05.2006

[color=red:46fef21ea9]د شمالي ټلوالې لنډغر موليانا مارشال قسيم فهيم د امنيت سلاکار وټاکل شو[/color:46fef21ea9]
لرغونى لاروى
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دافغانستان پخوانى ددفاع وزير مارشال محمد قسيم فهيم د امنيت په برخه کې خپل لوى سلاکار ټاکلى دى.
كه له يوې خوا د افغانستان تېرو څو لسيزو د جګړو كلونو ته وګورو نو د ښاغلي كرزي دوره راته د ډيموكراسۍ، ارامۍ او بيا رغاونې پيل ښكاري خو كه لږ ژور سوچ وكړو د افغانستان په تاريخ كې لومړى ځل دى چې د دې هيواد سره دومره دېر هيوادونه په دومره پراخه پيمانه مرستې كوي او فوځي ملاتړ يې كوي.
خو له بده مرغه كرزي د دغې ټولو څخه هيڅ ګټه وانخيسته، د نړيوال پوځي ملاتړ سره سره د سيمې هغه ټوپكسالارانو او داړه ماران چې هيواد يې د درې لسيزې د اور او وير سره مخ كړى او د طالب واكمنۍ په دوره كې يې ټغر يو څه ورټول شوى و خو كرزي د نړيوالو هغه مرستې چې بايد د هيواد په بيا رغاونه، ملي اردو، ملي پوليسو، د بريښنابندونو، لويو لارو او ....... كې ترې كار اخيستى واى د همدغو لنډغرو ټوپكسالارانو د چرسو لوګى كړې.
كرزى صيب ټولې مرستې د دوى په واك كې وركړې چې په كابل كې يې په عام المنفعه ځايونو كې لكه شنې سيمې، د ښارپاركونه، لرغوني او تاريخي ځايونو كې خپلو ځانونو ته لوړپوړې ودانۍ جوړې كړي او يا په بهرنيو هيوادونو كې پانګې واچوي.
د دې ټولو ناخوالو سره سره افغان سپېڅلي او پاك زړي ملت بيا هم كرزي ته د دې له پاره رايه وركړه چې ګوندې كرزى نيت لري جګړه ماران او لنډغر په كرار كرار له دندو ګوښه كړي او دغه ګنجي ماران تر اودې راولي ، خو له بده مرغه چې كرزى صيب ورته داسې بيم غږوي چې دوى يې تر پخوا لا زيات مست كړل، دوى يې په نړۍ وپېژندل، ملي ګټې يې د دوى له ګټو قربان كړې او د خلكو رايې ته يې د يو توت قدرې اهميت هم ورنه كړو .
كرزي صيب همدغه يو څو لنډغرو ته د وفا لاس وركړى كله د يو وزارت چارې وركړي او كله د بل.
كله يې د ملي جرګې غړي كړي او كله يې د ځينو ولايتونو ولاليان كړي او كه دا هيڅ هم نه وي نو هغه د چا خبره (با صلاحيته باغوان يې مقرر كړي(.
په داسې حال كې چې په هيواد كې دننه او له هيواده بهر پاخه، كره ، ملي او وړ كادرونه بې كاره ګرځي خو كرزى صيب د لارې د سر صرافانو غوندې همدغه څو كسان دي چې اړوي او راړوي يې.
باور وكړئ ډېر هغه بې وزلي هيوادوال چې د موليانا مارشال كړنې او اخلاق يې له نږدې څارلي هك پك شول چې د كرزي له خوا يې د هغه د بيا سلاكار وزير ټاكلو واوريدل.
حتى د اكثرو په شونډو همدا زمزمه كېږي چې دا وړۍ نه شړۍ كېږي او خداى خبر چې امريكا له افغانستان څخه څه شى جوړوي.


lawangin
28.05.2006

وروره له غله ، اجڼټ او ګوډاګي څخه څه انتظار لرې..
http://www.tolafghan.com/index.php?news_id=4624

د انو پا ياد او مېړانه
lawangin


مختار
28.05.2006

ښاغلو!

لار نيوونکی، غل، ترهګر او قاتل فهيم چې د غلو لخوا مارشال شو په دې خاطرد کرزي سلاکار شو چې د غلا چور او چپاول لاري چاري و کرزي او د هغه وبانډ ته وښيې .
مړه دې ته په افغانستان کې دائتلافي ځواکونو ملي سياست وايې .
دا دپردو ديموکراسي خووي همداسي !
ترپان يې ﻻ په پاې کې دي!!


م ن غروال
28.05.2006

ښاغلی لرغونی ورور د سلامونو وروسته!
د بن جرګکۍ وروسته او بيا په تېره د کرزي ټاکل کېدل او دهغه د رايو وړل او د لږو يا ډيرو د کابينې د غړو بدلول او د نورو پښتنو مشرانو هېواد ته ستنېدل او په حکومتې چارو کي د دندو نېول او د ابر قدرتو د مرستو اعلان او د هغه تبليغ (دا چې څومره يې وکړه چيرته يې وکړه او له چا سره يې وکړه او څه شوه مرسته، دا نورې پرپړې دي في الحال دې پر ځاي وي) ، داسي اميد هېوادوالو ته ورکاوه چې که خداي ج کول نور به هېواد د امن ترقۍ سوکالۍ اوملي يووالي په لور ګام واخلي او بدبختئ به نور په ژورو څاګانو کي د ابد لپاره خاوروته وسپارل شي٠
[color=red:411ee93810]خــــــــــــــــــو :[/color:411ee93810]څه چې ليدل کيږي او څه چې وليدل شول او څه چې اوريدل کيږي او وابه ورېدل شي، نو واقعيت دا دي چې د واک اصلي ريښې د پرديو لاس کي دي او که لږ يا ډير د جانان په لاس کي هم وي :
[color=blue:411ee93810]خــــــــــــــــــــــــــــو :[/color:411ee93810]
توپک د بل چل لاس کي دي
ټانک توپه الوتکه هم
ملي اردو (؟) ( ټول خو نه، خو لا د ډيرو لاسونه د افغان مظلوم په وينو لا تر اوسه سره دي)ؤ همدا ډول
د امن او امنيت ځايونه
د ترور په وړاندې د سرښندنو او د تورو لويې لويې چغې هم د بل په خوله کي،
[color=blue:411ee93810]نـــــــــــــو :[/color:411ee93810]ستا خبره [quote:411ee93810]دا وړۍ نه شړۍ كېږي او خداى خبر چې امريكا له افغانستان څخه څه شى جوړوي.[/quote:411ee93810]
بـــــــس وروره د پروژل زړګي خبرې دي
چاته يې ووايو، څرنګه يې ووايو، او آخر کله يې ووايو!
څوک به يې اوري، څرنګه به يې اوري، او آخر کله به يې اوري!
په درناوې


Ghairat
28.05.2006

...........................................[color=white:9c09bef62a]يو شوده ته دتاريخ غږ

کرزيه يا سړی شه او د لوی افغان بچی شه!
........................................... ...يا دريم شاه شجاع نشته يا دې مرګ ته په تابيَی شه ! [/color:9c09bef62a]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more