نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانانو د بدلیدو په هیله مه کیږئ
زرملوال
27.05.2006
داليكنه ديوه كاناډايي ليكوال ده چى له بينوا نه مى دلته رانقل كړه
او محترم وروڼه دى خپل نظرونه څرګند كړى مننه او كورودانى
______________________________________________
دافغانانو د بدلیدو په هیله مه کیږئ
کاناډایی لیکوال او څېړونکی اریک مارګولیس ـــ ټورنټو سن ورځپاڼه
د ډاکټر نثار احمد صمد ژباړه
څنګه چې په افغانستان کې د کاناډا تلفات د ډیريښت په حال کې دی نو دا مهمه ده چې درې هغه خورا لوي درواغونه باید تصحیح کړاې سی چې بی خبره او جنډه ښورونکو خپرونو رایج کړی دی .
اول ـ وايي چې ( طالبان تروریسټان دی ) افغانستان په ۱۹۸۹ کې د شوروي نیونې په پاي کې په ځانځانی، کورنۍ جګړې او جرمونو کې لاهو سو. جبري زناوې عامې سوې . په نتیجه کې د یوه کلی امام یعنې ملا عمر ژر یوه ډله مذهبي زده کوونکی ( یعنې طالبان) وسله وال کړل . ده وسله والې لارنیونې ، پر ښځو جنسي تری، او د مخدره موادو راکړه ورکړه ختم کړه او یو داسې نظم یې برقرار کړ چې پر عنعنوي قبایلي اوا سلامي قانون باندې ولاړ و.
طالبان د سپتمبر د یوولسمې غوندې تروریسټان نه وو بلکې هغوی یو مذهبي او کمونیستي ضد تحریک و چې د پښتنو څخه یې نشات کړی و .
د طالبانو زښته زیاته انرژي د افغاني کمونیستانو سره په جګړو کې ضایع سوه . ایران، هند او روسیې په ښکاره د نوموړو کمونیستانو چې وروسته یې ځانونه « شمال ائتلاف » وبلل ملاتړ کاوه .
په افغانستان کې اکثریت په اصطلاح « تروریستي کمپونه » اصلاْ داسې اډې وې چې هغو مسلمانو داوطلبانو استعمالولې چې دلته د افغاني کمونیستانو او د منځني آسیا د کمونیستانو سره د جنګ په خاطر راغلی ول .
طالبانو د تریاکو او هیروئینو تولید یو مخ بند کړ خو د هغوی وروسته پاته مشرانو دا ثابته کړه چې خورا تند خویه او بې کفایته دی . ښځینه تعلیم په مؤقتی ډول بند کړه سو ځکه چې کمونیستان د ۱۹۷۰ لسیزې پر مهال د همدې مکتبونو له لارې خلکو ته ورننوتلې وو . طالبانو پر هزاره اقلیت باندې ظلمونه وکړل او د بودا مجسمې یې والوزولې .
خو واشنګټن پر دې ټولو سربیره طالبانو ته د سپتمبر د یوولسمې د حملو آن تر څلورو میاشتو مخکې پورې لا په میلونونو ډالره مرسته ورکوله . امریکا یو وخت همدوی او د اسامه بن لادن درې سوه پله ور ( پیروان) د چین په لویدیځو اسلامي سیمو او هم د روسیې تر واک لاندي منځنې آسیا کې د ښورښ په خاطر استعمالول . خو امریکې خپله دا مرسته هله بنده کړه چې طالبانو د تیلو سترې امریکایی کمپنۍ ته د خورا ستراتيژيکی پایپ لاین د ورکړې معامله ونه منله .
د طالبانو مشرانو د سپتمبر د یوولسمې د توطئې څخه چې اصلاْ په جرمنی کې طرح سوې وه هیڅ خبرتیا نه لرله . کله چې امریکا د بن لادن ورسپارنه وغوښته نو طالبانو هغه ځکه ونه منله چې : نوموړي یو ملي میلمه او يو قهرمان و چې همدلته د شوروی پر ضد په جنګ کې شپږ ځله زخمي سوي هم و. طالبانو وویل چې بن لادن به کله چې امریکا د هغه دلاس لرنې شواهد ورښکاره کړی یوې نړیوالۍ محکمې ته وسپاری. خو واشنګټن دا وړانډیز رد او یرغل يې پر وکړی او پر طالبانو یې د سپتمبر د یوولسمې د حملو پړه واچوله .
څنګه چې د امریکا په مقابل کې دریدل ناشونې نو ملا عمر خپلو سړیو ته امر وکړ چې بیرته په پښتنو ورننوځي او د یرغلګرو پر ضد یو کوچني چیريکی جنګ ته لاس واچوي. نور تحریکونه هم لکه حزب اسلامي د بهرنی نیونې پر ضد په جنګ کې ورسره ودریدل . کاناډا په ډيره ناپوهي سره د هغو ټبرونو سره په جنګ ورګډه سوه چې یواځني هيله یې د بهرنۍ نیوني ختمول او پر خپل حال پاتیدل دی .
دوهم : وایی چې « کاناډا په افغانستان کې د دیموکراسۍ مدافعه کوی» دا صرف او صرف پروپاګنډ دی . ځکه امریکا د کرزی ګوډاګی رژيم په کابل کې نصب کړ ، بیا یې داسې انتخابات وکړل چې آن د شورویانو په واسطه تر انتخاباتو لا هم غولونکی وو. امریکا په سلګونو میلونه ډالره افغاني جنګسالارانو ته د رشوت په توګه ورکوی چې اکثریت یې آن تر خپلو پګړیو پورې د مخدره توکو په کار وبار کې ډوب دې . د تریاکو تولید د طالبانو تر نسکورولو وروسته آن (۹۰٪)ته جګ سوی دی . افغانستان یعنی د امریکا او ناټو تر واک لاندې د مخدره موادو څخه جوړسوی دولت نن د نړۍ د هیروئینو ستره برخه تولیدوي. د کرزي رژیم به د بهرنیو پوځونو د وتلو په عین شیبه کې ونړیږی.
امریکا ، کاناډا او ناټو علاوه پر دې چې د مخدره موادو د کاروباریانو سره ولاړ دی ، د هغو بیا راټوکیدونکو کمونیستانو تر څنګ هم ولاړ دی چې د شورویانو په ملګرتیا یې یو نیم میلیون افغانان وژلې او په لسګونو زره نور یې هم کړولی دی . ازبکان یعنی نن د امریکا او کاناډا ملګری تر طالبانو هم ډير ناولی او ظالمان دی او هغوی د مخدره موادو په راکړه ورکړه کې لوی لاس لری .
دریم : وایی چې « کاناډا د ښځو د حقوقو دفاع کوی .» دا د خندا وړ چټي خبره ده . ځکه طالبان چې د لویدیځ پروپاګنډ له مخې په دې ترټل کیدل چې د ښځو سره یې ناوړه رویه کوله تر نورو افغانانو په دې اړه خراب نه وو . ښځې اصلاْ په ټوله جنوبي آسیا کې د ناوړه سلوک سره مخامخ دی. لکه څنګه چې په هند کې ناویانې سوځول کیږی او هغه انسان چې د خپلې ارثی مذهبي فرقې نه د کښتو کسانو سره یې واده کړی وی ځړول کیږی . د( لین سیت) خورا معتبرې طبی رسالې له مخې په هند کې د ۱۹۸۵ کال راهېسې اټکل د لس میلیونو ښځو څخه جنین کښل سوی دی .
هو ، کاناډايي پوځيان ټولینز مرستندویان ندی او هلته سیمه ایز دودونه هیڅ نه سی بدلولاې بلکې صرف ساده بېعقلان دغسې ګمان کوی . افغانستان ته ورغلو امریکایی او کاناډايي خبریالانو هیڅ داسې شی نه دی لیدلې دا ځکه چې هغوی هلته ژغورنده اوسیږی او د اشغالګرو پوځونو سره يو خای « بیدیږی . » هغوي صرف یو محدود سفر او خوشحالونکی شننې کوی، او د هغې خوا په سوغاتو بار راځي . دا صحیح ده چې جنګ ته هڅونکی او رپانده جنډه ښودونکی به خپل کاغذونه ښه وپلوری ، خو مسؤلانه ژورنالیزم دغسې ندی.
د افغان رسالې د ۸۴ ګنې څخه