د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

محمد علی جلالی ووژل شو

زرملوال
23.05.2006

[color=darkred:ac2e927786]محمد علی جلالی ووژل شو [/color:ac2e927786]

[color=brown:ac2e927786]د غزنی ولايت امنيه قومندان عبدالرحمان سرجنګ وايی نوموړی چی څه موده وړاندی د پکتيکا ولايت د والی دنده پر مخ بيوله له دولت غروال سره چی د پوليسو مشر وو يو ځای تيره ورځ د غزنی د اندړو له ولسوالی وسلوالو کسانو په داسی حال کښئ وتښتاوه چی د جنازی په مراسمو بوخت وو.
د سرجنګ په وينا له جلالی سره يو ځای تښتول شوی کسان ازاد شوی خو نوموړی د مخالفينو له خواه وژل شوی او سر يی له تنه ترينه پريکړ شوی ده .
تر اوسه د نوموړی د وژنی پړا چاه په غاړه نده اخيستی خو سر جنګ وايی په قوی احتمال به دا کار د طالب پاتی شونو له خوا تر سره شوی وی.
له بينوا څخه [/color:ac2e927786]
______________________________________________________

[color=yellow:ac2e927786]انا لله وانا اليه راجعون[/color:ac2e927786]
________________
[color=blue:ac2e927786]دجلالى وژونكى دسختى غندنى وړ او ملت دشمن خلك دى
اخير دا وژنى به ترڅو روانى وى ؟
دمرحوم جلالى دخير كارونه ماته مالوم دى
هغه په خپله سيمه كى يو ټولمنلى او خورا
خواخوږى انسان ودهغه هوشيارى او مسلمانى
ته په سيمه كى هرچا غاړه ايښى وه

اخير دا څوك دى چى په موږ يي دخير خلك نه لوريږى ؟
او دا څوك دى چى له شر او فتنو پرته بل كار نه لرى او
دا ستړى ولس هوسا ژوند ته نه پريږدى ؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:ac2e927786]


Ajab
24.05.2006

طالبانو د جلالي د وژلو مسئوليت پر غاړه اخيستى.
وروره چې د جلالي د کار سړى و نو ښکاره خبره ده چې پاکستان او اي ايس اي په افغانستان کې د کار خلک او ښه خلک کله ژوندي پرېږدي؟ د پاکستان او د اي ايس اي سپي (طالبان) د څه لپاره په پاکستان کې تربيه کېږي او افغانستان ته را استول کېږي؟ د همدې لپاره چې د کار خلک ووژني او افغانستان د تل لپاره د جنګونو او د وينې د تويولو مرکز پاتې شي.


Dr Dilawar Khan
31.05.2006

قدرمنو وروڼو اسلام عليکم
محمد علي جلالي پاکستان نه بلکه عامو افغانانو ياطالبانو وژلی دی ځکه چي دی د isi پوخ ايجنټ و او پخپله مسلماني کي يې ډير ښه مسلمانان لمنځه وړي دي چي شمير يې نشته ٠ دی دطالبانو ملګری و مګر په ډير ه بي شرمي د کرزي حمايت تر لاسه کړ او همداسي يې له طالبانو سره کړي و٠ هرڅه چي وشول دا د ډېرو بېګناه شهيدانو خدایي انتقام دی٠



31.05.2006

[quote:7e0047183d="Dr Dilawar Khan"]قدرمنو وروڼو اسلام عليکم
محمد علي جلالي پاکستان نه بلکه عامو افغانانو ياطالبانو وژلی دی ځکه چي دی د isi پوخ ايجنټ و[/quote:7e0047183d]
دﻻورخانه وروره سلامونه !
دومره وواياسات چې له کله راهيسې طالبانو د آی . اِس . آی .ايجنټان وژني ؟ وژل خو ﻻ څه کوې ، کله يې هم ورسره کوم نظري مخالفت راغلی دي ؟ که دوی د آی اس آي استازي ووژني نو فکر نه کوئ چې خپله ټوله هبري به د مرګ کندې ته و غورځوي ؟
[quote:7e0047183d]او پخپله مسلماني کي يې ډير ښه مسلمانان لمنځه وړي دي چي شمير يې نشته [/quote:7e0047183d]٠
د آی اس آی د ايجنټ په توګه خو به خود پخپله مسلماني کي ډير ښه مسلمانان لمنځه وړي ، په دې کار خو له همدې امله طالبانو هم ايله نه ده کړې او نه يې کوي او ډير جيّد ملايان او ديني عالمان يې ووژل ، په دې نامه نه چې هغوی ګواکې د آې اس آی ايجنټان وو، بر عکس که وای ژوند به يې د طالبان له خوا لکه يو بادار مصئون ساتل کيدۀ، بلکې په دې نامه چې د کرزي سره يې ملي پخلاينه غوښته ، نو ژوند يې د آی اس آی د ايجنټانو د ښکار قرباني شو.
کله چې چا [quote:7e0047183d]د کرزي حمايت تر لاسه کړی، [/quote:7e0047183d] هغه څه وخت د طالب له خوا نه ، بلکې (( [color=white:7e0047183d]دعامو افغانانو)) [/color:7e0047183d]له خوا وژل شوی ؟ طالبان کله د[color=white:7e0047183d] آی اس آس پر ضد [/color:7e0047183d]د عامو افغانانو ستازي وو؟ همدااوس دوې په کويټه کې د آی اس آی د رحمت دسيوري اوحمايې ﻻندې کمپونه نه دي جوړ کړي ؟ که يې جوړ کړي وي ، آيا د آی اس آی حمايه ترلاسه کول دافغانيت او که د پنجابيانو دګوډاګيتوب بيلګه بولئ ؟ که طالبان د پنجابيانو ګوډاګيان نه بولئ، اياښودلی شئ چې طالبانو دخپلې واکمنۍ په خت او له هغې نه مخکې او وروسته کله هم د د پښتونستان د آزادۍ غوښتنه له پاکوستان څخه کړې ده ؟ که يې نه وي کړي، نو د آی اس آی له ګوډاګيتوب پرته يې بل څه دليل کيدای شي ؟ والسلام .


Dr Dilawar Khan
01.06.2006

زرمل وال صاحب سلام
دابه زمونږ لويه اشتباه وي چي دisi ايجنټان په يو خاص ګوند پوري مربوط وبولو اونور ځني خلاص وشميرو ٠د isi ايجنټان لکه دسرطان زموږ دملت هري خوا ته پښي غزولي ننوتي
دي٠همداسي دا هم غلطه خبرده چي په يو ګوندکي به قطعا پاک اومخلص کسان نه وي ټول به ايجنټان وي٠محمد علي چي کومو خلقو وژلی هغه د هغو کسانو انتقام دی چي دخلقي اوکافر په نوم وژل شوي خودوۍ سوچه مسلمانان و ،خلقيان اوکافران نه و٠په سليمانخيلو
کي د ده له لاسه کوم مشر ژوندی پاتي نشو٠٠افغان چيرته خپل غچ پرېږدي٠ داله هيچا پټه نه ده چي محمد علي دپاکستان دمفاداتو لپاره کارکاؤ
د طالبانو له لاسه د ده مرګ له طالبانو نه دده دغداري سبب کيدا ی شي٠او ددې پوره احتمال شته ٠ زه يې په مرګ نه یم خوشحال،نه دا غواړم چي اندړ دي هم له خپل کوم مشر نه محروم
شي لکه سليمانخيل چي محروم شول٠خو دوۍ چي څه کرلي دي نتېجې به يئ همداسي بد
بختانه وي٠اما زه دا خبر غلطه بولم چي طالبانو هرڅوک وژلی وي هغه به لازم يو قهرمان وي
او اخيرنۍ خبر دا چي طالبان که ښه دي او که بد محمد علي پخپله تر ټولولوی طالب ؤ او
که دطالب نوم له محمد علي نه لري شي نو بيا که افتخار دی که پېغور، دی هيڅ هم نه لري٠


زرملوال
01.06.2006

محترم دلارورخان صيب او نورو ملګرو سلام اونيكى هيلى

شاغلى دلاور صيب ما يواځى دبحث دپيل ليكنه كړى ده او دمحمدعلى جلالى
له isi سره په اړيكو نه يم خبر شايد ستا دا وروستى ليكنه ځواكمن صيب ته متوجه وى خو زه وايم چى ددى بحث اوږدول دومره مهم نه دى

يواځى دا پوښتنه كوم چى داسى افغانان به څومره په سلو كى وى چى
هغوى دكوم باندنى هيواددايجنټى بدمرغه طوق په غاړه كى نه لرى ؟

په درنښت


Dr Dilawar Khan
07.06.2006

زرمل وال صاحب السلام عليکم
الله دي عزتمند لره ٠ خدای ج شته چي زه پخپله په دې پېښه ډېر خفه يم او له هغه نه زيات خفه دې ته يم چي همداسي ډېرو پېښو ته به اوس زړونه مضبوطوو٠
دا زمونږ تقدير ده چي په وينو کي به ژوند کوو
ښه دي وکړل چي بحث دي ختم کړ ٠ زما خبرو که تاسو يا کوم بل څوک ځورولي ياست ډېره بښنه غواړم ٠د افغانانو د ايجنټي په هکله ستاسي پوښتنه
بلکل په ځای ده او زما ځواب ستاسي دزړه له ځواب نه مختلف نه ده ٠
د خدای ج په امان


بصير افغان
09.07.2006

سلامونه

مخکې له هرڅه باید دالله پاک شکر پر ځای کړم ، چې د محمد علی خونخور او وحشی غوندې کس يي د ځمکې له سره واخیست. عجبه ده، زموږ روڼ اندې هم د هغه ظالم کس په ویر کې لیکنې کوي، خو هیڅکله يي هم دهغو یتیمانو او کونډو اوښکو ته د خپل وحشي او پر نفس ظالموفکرونو نظر ورو نه ګرځید، چې دهمد ې چنګیز په لاس یي خپل مبارک پلرونه له لاسه ورکړل.د بیلګې په توګه د خټي د محمد اسلم په شان کسان او همداسې په لسهاوو کسانو دده له لاسه د شهادت پیالې په خوله پورته کړلي.

یوازې دوره معلومیږې هغه کسان چې نن دده په مړینه باندې خپګان څرګندوي، نو هغوۍ به هم له ده مبارک سره دبې ګناوو خلکو په وژلو، ځورولو او وهلو کې هم لاسه وو. زما هیله داده چې خدای پاک دې دوی هم په همدغه لاره روان کړي.

[color=green:4b1d6fc385]په پوره پښتنې حیا سره![/color:4b1d6fc385]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more