د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نيول شوى کس ملادادالله نه دى

pattang
23.05.2006

نيول شوى کس ملادادالله نه دى .
له بينوا څخه
چاپي بڼه

افغان چارواکو تيره اونۍ ادعا کړې وه چې د طالب جنګياليو وتلى قوماندان ملا دادالله يې په کندهار کې نيولى او وروسته يې امريکايي چارواکو ته سپارلۍ دى . په افغانستان کې د امريکايى ځواکونو وياند ( جيمز يانتس) وايى نيول شوى کس ملا دادالله نه دى مګر د طالبانو د ډلې يو لوړ پوړى غړى دى . له دې نه وړاندې ملا دادالله هم له خبرى رسنيو سره د دولتى چارواکو څرګندونې دروغ بللې وې .

[color=brown:5aa12451e5] وروڼو سلام عليکم !
کله چې تاسو داپورتنی ليک لونۍ ، او دې لاندې کرښې :
[/color:5aa12451e5]
[color=blue:5aa12451e5](( او وروسته يې امريکايي چارواکو ته سپارلۍ دى ))[/color:5aa12451e5]
[color=brown:5aa12451e5]
ته راشی , نو تاسو څه قضاوت کوۍ ،فکراو وجدان مو څه درته وايې :
ايا افغانستان خپله قضا نلري ?
ايا افغانستان ازاد دی ?
ايادکرزي حکومت يو اجنټ او ګوډاګی حکومت ندی ?
ايا يوازاد حکومت خپل اطباع پردي حکومت ته د محاکمې لپاره ورکوي ??
اوس بيا يوځل مالومه شوه چې دازادي لپاره مبارزه په هر افغان فرض ده .

دبينامسانو د تباهي په هيله
پتنګ [/color:5aa12451e5]


Ajab
23.05.2006

زما په فکر د اسامه، ملا عمر، ملا دادالله، حکمتيار او داسې نور د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ مسئولين او د پاکستان د اي ايس اي تلعمري او ساتلي سپي له نيول کېدو څخه وروسته امريکا يا بل چاته سپارل د افغانستان او افغانانو سره لوي زياتى دى. د دوى بايد پښې لاسونه مات کړل شي او د کابل په باغ وحش کې نندارې ته وړاندې کړاى شي. د ورتلو لپاره بايد سل افغانۍ ټکټ پرې ولګول شي تر څو پرې د افغانانو زړونه هم يخ شي او افغانستان ته يو څه پيسې هم راشي. دوى د هيڅ ډول رعايت مستحق او وړ ندي.


pattang
25.05.2006

عجب خانه اوکوشانه وروڼو سلامونه !
عجب خانه ستاسو غوښتنه پر ځای ده خو جزا بايد دقانون اوقضا له له مخې
له سبوته وروسته کېښودل شي٠
په يوه شي کې ز ه ګيله درنه کوم :
کمونستان ( البته ټول يې نه ) ، دکابل ورانکاران او دافغانستان د وېشلوپلويان ،
دوستميان ، دمزار او دې دښتې لېلې قاتلان مه هېره وه.

کوشانه ته داصلا ح کېدو وړ نه يې :
[color=brown:572bfc948e]ته ليکې :
.......او د دولت اصلاح کولو ته ملا وتړو ، په دې کې به د افغان مظلوم ولس
ګټه وي [/color:572bfc948e].
دولت خوهلته اصلاح کيږي چې اکسريت يې پاک خلک وي ، اوس خو ټول غله
او اجڼټان ناست دي نو څرنګه يې اصلا ح کوې ??
ددولت په مقابل کې مبارزه اوپورته کېدل د هر هېوادپاله افغان وظيفه ده ، خوپر دې شکل نه چې پلونه وران کړه ، خلک وژنه اومکتبونه ورانه وه٠........بلکې يوحقوقي غوښتنې په معقول او سوله ئيز ډو ل سره چې دنړۍ وال له ادبي ، حقوقي او کلتوري
تاريخ ، ليا رو او چارو څخه بهر نه وي ٠

[color=darkblue:572bfc948e]ته ليکي :
نو اوس ته راځه او راته ووايه چې د اعرابو سياسي او اقتصادي ګټې
مهمې دي او که د افغان له دېرش کالو را په دېخواه زورول شوی ولس ؟[/color:572bfc948e]
عرب به خپل مسائل په خپله حل کوي او مونږ بايد خپل مسائل حل کړو ٠
افغانستان تر اوسه پورې يو Nation ندی اول با يد يوملت او يو سيستم جوړ شي
خوکرزی او دهغه بيکاره thick اوdumb وزيران په دې کارونو نه پوهيږي اونه مسلکي خلک دي٠ هر څومره چې اړ او دوړ وي هغومره دوی خپل جيبونه ډکوي٠

پر دي کې هيڅ شک نشته چې غربي نړۍ مسلمانانوته په سپکه سترګه ګورې خوځواب يې بايد په بل ډول سره وويل شي او يوې نوې اوګډې ستراتيګي ته ضرورت لري٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


Baheer
25.05.2006

درنو دوستانو سلامونه٠
عجب خانه وروره لکه چې تا هم د تلخانو بوجۍ په رشوت کې قبوله کړي ده، او ځکه پښتانه قهرمانان تخريبوې!

Ajab ليکلي دي
[quote:e83fd58a42]زما په فکر د اسامه، ملا عمر، ملا دادالله، حکمتيار او داسې نور د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ مسئولين ...[/quote:e83fd58a42]

عجب خانه، لکه چې د KGB ګوډاګی مسعودوف، قاتل عبدعلي مزاری،بې سېواده دوستم خو دې ياده وتلي اوکه په قهرمانانو کې يې حسابوې؟

ظالمه دوی خپلو غلو ته د قهرامانانو لقب ورکوي او دفاع ترې کوي، پداسې حال کې چې پښتانه خپل تاريخي قهرامانان چې ټولې نړۍ ته هم منل شوي قهرامانان دي تخريبوي٠
خدای دې دا پښتانه پوه کړي، خدای دې ورته هدايت وکړي٠

نپوهېږم چې دا پښتانه به کله ويښيږي؟ ايا دا د ژمي اوږد خوب تر اوسه ندی پوره شوی ؟

پتنګه وروره خلاص به درته ووايم چې ته هم د پښتنو تباهۍ ته خوشاله يې٠ ځان ډېر پښتوپال پښتون معريفي کوې، خو تهد پښتنو دپرمختګ مخه نيسې، شکر چې قدرت درسره نشته، کنه اوس به د ټول پښتانه د امريکايان د مرميو خوراک کړي وای٠ احساساتو نه کار مه اخله، لږ د عقل څخه کار واخله او لږ د تېرو کړو وړو څخه تجربه حاصله کړه٠

زه د امريکايانو طرفدار نيم، او طالبان مې هم بد راځي ځکه چې ددوی د لالسه ښايسته قندهار، کنړ، خوست ،جلال اباد او داسې نورې پښتنې سيمې د امريکايانو د F16 په وسيله ډيرې بي رحمه بمبارد شوې٠
کومه ورځپاڼه کې دې ونه لوستل چې په قندهار کې د يو ١٢ کلن هلک ټوله کورنۍ تبا شوه؟
تا او ستا په شان نورود "دين پتنګانو" د امريکايي ډالرو لپاره "جهاد" کوه او امريکا تاسو راوسته، نن [color=red:e83fd58a42]ته [/color:e83fd58a42]ولې کرزي ته ګوډاګۍ وايې؟

نن ته امريکا په نظامي زور نشې اوباسلی، ځکه چې نه نظامي اوردونه لری او نه يوه مرمۍ جوړولای شې ، نو ستا د پاره ښايي چې د طالبانو د وياند سره اړيکي ونيسې او ورڅخه وغواړې چې نور د دښونځيو سوځول بس کړي٠
کله چې ستا د ملک ٩٩% خلک باسواده شول هغه وخت به ته د يو ازاده او خپلواکه هېواد اتباع وې، که د ښوونځيو سوځولو ته مو دوام ورکړ، نو ډاډه اوسېږه چې 50 کاله وروسته به نه پښتو او نه پښتون وي، ځکه چې ستاسو سياست او تګلارې په افغانستان کې نورو قومونو، او خارجي قوتونو ته دا وخت په ګوتو ورکړ چې تر څو پښتانه بې رحمه بمبارد کړي، مکتبونه يې وسوځوي ، ښځې يې بې عزته کړي او ژبې ته يې د جنتي په ځای ترورېستي ژبه ووايي٠

په مينه او مننه


صافي
25.05.2006

کور دې ودان ښاغلی بهیر صاحب په دي لنډه اومعقوله لیکنه.ټول دي واقعیت ویلی٠


pattang
28.05.2006

بهير جانه سلام عليکم !
وروره پښتون بيله پښتو، پښتنولۍ او اسلام څخه ،زما په اند خوشې سوټی دی او بل هيڅ شی هم نلري.
يواځنی ښايست دپښتانه دا درې شيان دي او که دا نوي نو هندو ، امريکايې،... ،نوراو پښتون زما لپاره يوشی دي. ٠
له خدايه غواړم چې هم پښتون شي او هم دانا!
وروره پښتانه لکه دځني نور قومونه غوندې ندي چې هم به د اشغالګر لخوا بيعزته کيږي او هم به له اشغا لګرو سره يوځای کورړک وهي .
نه داسې نده ٠ يو نه يو به پيداکيږي اوهم به پورته کيږي :
په ظاهر لباس غلط دسړي مشه *** منځ يې ګوره دچغزي اوله مټاکه
جو دانې قدر يو لعل پکښې پيدا شي *** نور جهان واړه د تورو کاڼو غردی
وروره ! کرزی د علمی ،کتابي او نړۍ وال تعريف له مخي ګوډاګی او لکه ظاهر شاه دپښتنو يو لوی پټ دښمن دی .
له هغوخلکو سره چې په زرګونو پښتانه يې ژوندي په خاوروکې ښخ کړي دي ،کرزی يو ځای شراب او کباب خوري ، اوس هغه خلک د مداري او سادو کرزي
سلا کاران او معاونين دي ٠
کرزی ګوډا ګی امريکايانوته ان دومره لا مهم دی چې ځاني ساتونکي يې نه افغانان ، بلکې امريکايان دي اودا ددې مانا ورکوی چې کرزی له ملت څخه ډير لرې او په ملت کې دپښو ځای نلري ٠
که کرزی او دهغه کابينه دکار خلک وی نو په خپل عمل به يې ملت په ځان پسې درولی وو, په ځای ددې ،هغوی په بډو لګيا دي ، جنايتکاره ، غله او بيناموسان ملت ته ازار ورکوي او د خلقو نګ او ناموس ترې په ارام ندې ٠
طالبان ټوله ورځ له شمالي ټلوالو سره په جنګ کې وو اواردو يې هم نلرله او په يوه مکتبي اداره او دفتر هم نه پو هيدل ، خو دخلکو ننګ او ناموس په امن وو ، غله ، اوجنايتکاره هيڅ درک نه درلو د ٠
[color=brown:3fc0772ce9]دا ولې ??????????????[/color:3fc0772ce9]
دا څکه چې هغوی ديوې عقيدې لپاره ( يا ښه يا خراپه ) جنګېدل .
کرزی ماما اود هغه غله کابينه ددالرو لپاره جنګيږي نو طبعي دی چې څومره غله ، تيرورستان ، رشوت خواره او دهيروئينو قاچاقبران وي هغومره ددوی غوا لنګه ده اوکه داشيان ورک شي خو بيا دالر هم بنديږي ٠
دومره عمومي اوس ستا ليک ته

[quote:3fc0772ce9]: پتنګه وروره خلاص به درته ووايم چې ته هم د پښتنو تباهۍ ته خوشاله يې٠ ځان ډېر پښتوپال پښتون معريفي کوې، خو تهد پښتنو دپرمختګ مخه نيسې، شکر چې قدرت درسره نشته، کنه اوس به د ټول پښتانه د امريکايان د مرميو خوراک کړي وای٠ احساساتو نه کار مه اخله، لږ د عقل څخه کار واخله او لږ د تېرو کړو وړو څخه تجربه حاصله کړه٠ [/quote:3fc0772ce9]

ما هيڅ وخت دپښتنو تباهي ندي غوښتي ، هر چيرته چې ما د پښتنوحق غوښتی دی نو هغه ديوه نړيواله کلتور او- ازادي په چوکټ کې ٠ وروره پښتو نه يواځې زما بلکه د ټولو پښتنوميراث دی ، زه يې يواځې ټيکدار نيم او شکر نور هم ډېر شته ٠

[quote:3fc0772ce9]تا او ستا په شان نورود "دين پتنګانو" د امريکايي ډالرو لپاره "جهاد" کوه او امريکا تاسو راوسته، نن [color=red:3fc0772ce9]ته [/color:3fc0772ce9]ولې کرزي ته ګوډاګۍ وايې؟[/quote:3fc0772ce9]
وروره ما نه جهاد کړی اونه دالرو ته ضرورت لرم ، شکر خپل کار مې چليږي .
دکرزي دحکومت په اړه زما نظر درته مالوم دی ،کومې خبرې چې ما ٤ کاله مخکې کولي هغه اوس سپين حقيقت راوخوت ٠

[quote:3fc0772ce9]کومه ورځپاڼه کې دې ونه لوستل چې په قندهار کې د يو ١٢ کلن هلک ټوله کورنۍ تبا شوه؟[/quote:3fc0772ce9]
زه له ځانه څه نه ليکم چېرې به مي لوستلي وي په دي هکله ستا سستي ده چې داشغالګرو دبيرحمانه تررور په هکله لږ مالومات نلري ، هغوي بيګناه خلک داسې وژني لکه چرګان٠

[quote:3fc0772ce9]نن ته امريکا په نظامي زور نشې اوباسلی، ځکه چې نه نظامي اوردونه لری او نه يوه مرمۍ جوړولای شې ، نو ستا د پاره ښايي چې د طالبانو د وياند سره اړيکي ونيسې او ورڅخه وغواړې چې نور د دښونځيو سوځول بس کړي٠[/quote:3fc0772ce9]

وروره زور ته ضرورت نشته، ددې شي دحل لپاره نورې لاري هم شته دمسال په ډول
يوه لاره يې دادی چې په افغانستان کې يوه هيواد پالونکې ( نه هېواد پلرونکې ،لکه نن ورڅ چې دی ) اداره او رهبر وی او نه داسې ډارن لکه کرزی .
که فرضا زه له لوي ملا صيب سره مخامخ شم نود شوونځيو دسوځلو په هکله به زه په ايماني ډول ډير دخبرو جنګ ورسره وکړم او ما به هيڅ وخت ځانته ونګټي ترڅوچې يو ملي له پرديو خلاص او دعلم او پوهې غوښتونکی نظام راته سبوت نکړي .

[quote:3fc0772ce9] ستاسو سياست او تګلارې په افغانستان کې نورو قومونو، او خارجي قوتونو ته دا وخت په ګوتو ورکړ چې تر څو پښتانه بې رحمه بمبارد کړي، مکتبونه يې وسوځوي ، ښځې يې بې عزته کړي او ژبې ته يې د جنتي په ځای ترورېستي ژبه ووايي٠ [/quote:3fc0772ce9]
زه وروه نه په کومه پارټۍ کې يم او نه ومه ، هو پښتانه ډير راباندې ګران دي او ديالوګ له هر چا سره غواړم خو په لار يې بي شرائطو نه ځم ٠
دا نور خو حقيقت ندي چې ته يې ليکي ، افغانستان هيڅ وخت هموګن نه وو هلته
له پښتنو سره ډير ظلم کيده او ټول سياسي ، کلتوري قدرت دنورو قومونو په لاس کې وو او پښتانه لکه پيره داران استعماليدل ٠
د امريکايانو او نورو راتګ افغانستان ته ، هغه نور شيان دي ، ته بايد وګرځي پيدا يې کړې .
له طالبانو سره خو امريکايانو اول کمک کاوو نو بيايې ولې ړنک کړل ???
طالبان خو تررورستان نه وو او نه دي ٠

په پښتني غورځنګ پتنګ


Baheer
05.06.2006

درنو لوستونکو سلامونه مې ومنۍ٠

Mosleh Safi صيب ستاسو د اند څرګندولو نه يوه نړۍ مننه!

پتنګ صيب وعلېکم اسلام،
ګرانه پتنګه، د پښتو Keyboard نلرم، او د موږک په وسيله يې ليکم، نو له دې امله خپله ليکنه ډېره لنډوم

ګرانه ځما پر فکر ځما او ستا اندونه او احساسات تر ډېره حده مساوي دي، خو يو لوی فرق لري او هغه دا دی چې ته واېې چې پښتانه د پاڅېږي او ښکېلاکګر او د صلحې د ساتلو په جامه کې راغلي وحشي ترورستان د وشړي٠
ستا دا نظر به ما هه وخت ايد کړای وای کله چې پښتنو په يو بل نړېوال قدرت باندې تکيه کولی شوای، د مثال په توګه د روسيې څخه يې جنګي مهمات تر لاسه کولای شوای٠
پښتنو د خپل وطن ساتنه نورې نړۍ ته په وار وار ښودلي ده٠

خو نن ورځ په مونږ باندې د ترورېستۍ توره ټاپه لږېدلي ده، چې سر پورته کوې پښې دې درته غوڅوي، چې واقيعت بيانوې، ژبه دې پري کوي او چې واقيعت کورې، د ترورست د نامه لاندې د سترګې اوباسي٠

اوس پښتنو ته ښاېي چې کوښښ وکړي تر څو خپلې سيمې د ښوونځيو، روغتونونو او وګړو ساتنه وکړې، او دا کار صرف په ځانګړو سياسي تدابيرو شونۍ دی٠

امريکايانو سره نن څنګه جنګېږې؟ د پښتنوپه سيمو کې خو هره ورځ اور بل وي، جومات سوځي، ښوونځی سوځي، روغتون سوځي، بې ګناه وکړي وژل کيږي او عالمان او پوهان وژل کيږي٠
او بيا د طالبانو واياند په داسې کارونو باندې فخر هم کوي٠ تو لعنت دې وي پداسې حيوان

زړه کې مې ډېر څه دي خو په موږک باندې ليکل يې اسان کار ندای٠

بس که وخت لرې نو کله کله د پال تاک دنيا ته هم سر راښکاره کوه، هلته هم ښه منطقي بحثونه کيږي٠ پال تاک د لاندې برېښناپاڼې څخه ښکته کولا شې www.paltalk.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more