نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زما د سيمې جګړه
Pan-Islamist
21.05.2006
[size=24:8b695d8943]زما د سيمې جګړه
يو دردناک حقيقت[/size:8b695d8943]
[size=9:8b695d8943]يادونه: دا ليک يو چا له سيمې څخه، د واغز له غره ييزو کلو څخه رالېږلى، تر څو لوستونکي خبري کړي، چې دولتي سرتېري د طالبانو په نامه رښتيا څوک وژني؟ [/size:8b695d8943]
[size=12:8b695d8943]بسم الله الرحمن الرحيم
دغزني ولايت دواغظ ولسوالۍ اوسيدونکو په سيمه کي دمشکوکو طالبانو اوحکومتي عسکرو دتيرې اونۍ دجګړې په اړه دشک څرګندونه کړيده. دولسوالۍ ګڼو اوسيدونکو ادعاکړيده چي دغي جګړې کومه حقيقي بڼه نه لرله. دوي له ولس مشراودبشري حقونوله ساتونکوډلو نه ددغي پيښي دخپلواکو پلټنواوهمداراز دبېګناه ولسي وګړو دوژونکو دمحاکمه کولوغوښتنه کړيده.
دواغظ ولسوالۍ درڼاخيلوپه سيمه کي دډزو دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چي دحکومتي عسکرو دګزمې يوګاډی د مشکوکوطالبانوته په مخه ورغی، دغزني امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ خبري رسنيوته په خبروکي ادعاکوله چي طالبانو پرګزمه ډزي وکړې اوحکومتي عسکروپه ځواب کي يوطالب اورپکی وويشت اومړ يی کړ. دغزني دملکي روغتون دجراحۍ دڅانګي مشرهم هغه مهال تاييد کړي وه چي ديوه تن مخالف جنګيالي مړی روغتون ته رارسول شوی.
خودسيمي اوسيدونکي بيابيخي بل ډول کيسه کوي.
دسيمه ايزو اوسيدونکوپه وينا دملي اردوله نامه نه ګټه اخيستونکو ځينو خلکو چي تردې له مخه يی هم چندان روغ اخلاقي سوابق نلرل دخلکو دځورولو اوچورکولوپه نيت درڼاخيلو او واغظ ترمنځ دلاغروپه سيمه کي لاره نيولي وه. دعيني شاهدانو دويناله مخي دغو كسانو چې پخوا يې هم په سيمه كې ښه نوم نه درلود او د لنډ غرو په توګه پيژندل كيدل هغه درى وروڼه دي چې د خپل يوه تن خپلوان چې حكومتي چارواكى دى له نامه ناوړه ګټه او چتوي او دا ډول كړنې ترسره كوي. دوى په سيمه کي دخپلو بدو اعمالو له امله دخلکو له کرکي سره مخامخ دي. دځايي خلکوپه وينا دغو کسانو دخپل عادت له مخي دخلکو دشوکوني په موخه لارنيولي وه چي دنژدې مدرسې نه دوه کم عمره طالب العلمان روح الله دخداي بښلي مولوي خيرالله شهابي زوي دواغظ دميانتودکلي اوسيدونکی له خپل يوه بل ملګرى سره په با يسکل سپاره پدغه لاره تيريدل. دخلکو دويناله مخي نوموړو شوكمارو دغوطالب العلمانو ته د دريدو امروکړ. هغوى ورته ودريدل اودوي يی دبايسکل پلټنه پيل کړه.دبايسکل پرکنجوغه دوى ته يوازي يودسمال چي قرانکريم اوځيني نورکتابونه پکي نغښتي وو په لاس ورغلل. نوموړو داړه مارانو دروح الله ګريوان ته لاس واچاو اوهغه يی يوه نژدې کمرته ودراوه او سم دلاسه يی ورباندي د ارپی جي ۷ راکټ ډز وکړ. څوارلس کلن طالب روح الله په منځ دوه ټوټې شو. دډز له اوريداسره سم ځايي خلک اودملي اردو سرتيري دپيښي ځای ته راغلل اودطالب مړی يی له ځانه سره غزني ته يووړ. هلته ددې لپاره چي ملي اردو خپل پرستيژلوړ کړي ادعاوکړه چي مړی دوي کړی خو دغوکسانو له هغو سره په ملکي روغتون کي جنجال وکړ اوويی ويل چي (ترهګر) دوی پخپل لاس وژلی اوملي اردو بايد ددوي وياړ دځان په ګټه ونه کاروي. خوکله چي جوته شوه چي وژل شوی کس دواغظ دسيمي اوبېګناه دی نو نوموړو شوكمارو ددې لپاره چي ځانونه له بدي وژغوري پټه خوله ونيوله.
دوژل شوي هلک تره اونورو خلکو له ولس مشرکرزي،ملګروملتونو اودبشردحقونو له نړيوالو اوملي ادارونه غوښتنه کړيده چي ددغي پيښي خپلواکي پلټني ترسره کړي. وژونکي دي بې له ځنډه محاکمه کړي اوله دولتي ليکونه دي هغوي وشړي.[/size:8b695d8943]
Pan-Islamist
21.05.2006
[size=24:2bd09c9732]زما د سيمې جګړه
يو دردناک حقيقت [/size:2bd09c9732]
[size=12:2bd09c9732]يادونه: دا ليک يو چا له سيمې څخه، د واغز له غره ييزو کلو څخه رالېږلى، تر څو لوستونکي خبري کړي، چې دولتي سرتېري د طالبانو په نامه رښتيا څوک وژني؟ [/size:2bd09c9732]
[size=18:2bd09c9732]بسم الله الرحمن الرحيم
دغزني ولايت دواغظ ولسوالۍ اوسيدونکو په سيمه کي دمشکوکو طالبانو اوحکومتي عسکرو دتيرې اونۍ دجګړې په اړه دشک څرګندونه کړيده. دولسوالۍ ګڼو اوسيدونکو ادعاکړيده چي دغي جګړې کومه حقيقي بڼه نه لرله. دوي له ولس مشراودبشري حقونوله ساتونکوډلو نه ددغي پيښي دخپلواکو پلټنواوهمداراز دبېګناه ولسي وګړو دوژونکو دمحاکمه کولوغوښتنه کړيده.
دواغظ ولسوالۍ درڼاخيلوپه سيمه کي دډزو دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چي دحکومتي عسکرو دګزمې يوګاډی د مشکوکوطالبانوته په مخه ورغی، دغزني امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ خبري رسنيوته په خبروکي ادعاکوله چي طالبانو پرګزمه ډزي وکړې اوحکومتي عسکروپه ځواب کي يوطالب اورپکی وويشت اومړ يی کړ. دغزني دملکي روغتون دجراحۍ دڅانګي مشرهم هغه مهال تاييد کړي وه چي ديوه تن مخالف جنګيالي مړی روغتون ته رارسول شوی.
خودسيمي اوسيدونکي بيابيخي بل ډول کيسه کوي.
دسيمه ايزو اوسيدونکوپه وينا دملي اردوله نامه نه ګټه اخيستونکو ځينو خلکو چي تردې له مخه يی هم چندان روغ اخلاقي سوابق نلرل دخلکو دځورولو اوچورکولوپه نيت درڼاخيلو او واغظ ترمنځ دلاغروپه سيمه کي لاره نيولي وه. دعيني شاهدانو دويناله مخي دغو كسانو چې پخوا يې هم په سيمه كې ښه نوم نه درلود او د لنډ غرو په توګه پيژندل كيدل هغه درى وروڼه دي چې د خپل يوه تن خپلوان چې حكومتي چارواكى دى له نامه ناوړه ګټه او چتوي او دا ډول كړنې ترسره كوي. دوى په سيمه کي دخپلو بدو اعمالو له امله دخلکو له کرکي سره مخامخ دي. دځايي خلکوپه وينا دغو کسانو دخپل عادت له مخي دخلکو دشوکوني په موخه لارنيولي وه چي دنژدې مدرسې نه دوه کم عمره طالب العلمان روح الله دخداي بښلي مولوي خيرالله شهابي زوي دواغظ دميانتودکلي اوسيدونکی له خپل يوه بل ملګرى سره په با يسکل سپاره پدغه لاره تيريدل. دخلکو دويناله مخي نوموړو شوكمارو دغوطالب العلمانو ته د دريدو امروکړ. هغوى ورته ودريدل اودوي يی دبايسکل پلټنه پيل کړه.دبايسکل پرکنجوغه دوى ته يوازي يودسمال چي قرانکريم اوځيني نورکتابونه پکي نغښتي وو په لاس ورغلل. نوموړو داړه مارانو دروح الله ګريوان ته لاس واچاو اوهغه يی يوه نژدې کمرته ودراوه او سم دلاسه يی ورباندي د ارپی جي ۷ راکټ ډز وکړ. څوارلس کلن طالب روح الله په منځ دوه ټوټې شو. دډز له اوريداسره سم ځايي خلک اودملي اردو سرتيري دپيښي ځای ته راغلل اودطالب مړی يی له ځانه سره غزني ته يووړ. هلته ددې لپاره چي ملي اردو خپل پرستيژلوړ کړي ادعاوکړه چي مړی دوي کړی خو دغوکسانو له هغو سره په ملکي روغتون کي جنجال وکړ اوويی ويل چي (ترهګر) دوی پخپل لاس وژلی اوملي اردو بايد ددوي وياړ دځان په ګټه ونه کاروي. خوکله چي جوته شوه چي وژل شوی کس دواغظ دسيمي اوبېګناه دی نو نوموړو شوكمارو ددې لپاره چي ځانونه له بدي وژغوري پټه خوله ونيوله.
دوژل شوي هلک تره اونورو خلکو له ولس مشرکرزي،ملګروملتونو اودبشردحقونو له نړيوالو اوملي ادارونه غوښتنه کړيده چي ددغي پيښي خپلواکي پلټني ترسره کړي. وژونکي دي بې له ځنډه محاکمه کړي اوله دولتي ليکونه دي هغوي وشړي.[/size:2bd09c9732]