د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپښتنو لوی دښمن بیا وزیر کیږی!!!

سلامت خان
21.05.2006

ګرانو هیوادوالو!
تاسی خبر یې چي رهین مخدوم غواړی په یو څه چاپلوسۍ سره بیا د پښتنو سره د فرهنګی دښمنۍ ډکر ته بیا ورودانګې،هر څوک چي کله ازمویل کیږی نو هغه لومړۍ کار یې ډیر د پام وړ وی ،او د مخدوم صاحب لومړۍ کار د اطلاعاتو او کلتور وزارت نو بدلول وو،خو هر څه چي دی ،کله چي د یو چا مرام د پښتو سره دښمنی وی ،چې یو بې ګټی کار دې،بیا نو دهغه نه ګیله نه ده پکار.
زمونږ ګیله له کرزی صاحب او هیوادوال صاحب نه ده چي یو پښتون دي او همدارنګه د کرزی صاحب فرهنګی مشاور دې .
هیله ده چې کرزی صاحب به بیا د پښتنو لوی دښمن بیا د وزیر په توګه و نه ټاکی.

یو بل د پام وړ ټکی دادی چې د پوهنی اوسنۍ وزیر یو تکړه وزیر دی،نو اوس خپله د پښتنو دنده ده تر څو ویده پاتی نه شی او کوم امکانات چي وزیر صاحب د پوهنی ورته برابرولی شی پسی وګرزی او کوښښ پسی وکړی ،په خاص ډول هغه پښتانه قومونه چي د افغانستا په سرحداتو کی پراته دی او د حکومتونو د نه پاملرنی له کبله پاړسیبان شوی دی او یا خو هیڅ ښونځۍ نه لری په خاص ډول د هرات ولایت په سرحداتو کی .
دشین ډند پښتنو خو څو ځله دا سی ګواښ وکړ چي که پښتو کتابونه ورته ونه رسیږی خپل ماشومان به ښونځی ته پری نږی،نو اوس ددي وقت دي چي که دغه خلک غواړی یو څه له حکومت څخه وغواړی نو کیدای شی تش لاس لاړ نه شی.
مننه


Wazir

Helmand.M
21.05.2006

ښاغلي عبدالله!
تردرناوي اوسلامونو وروسته:
سيدمخدوم رهين پخپل زوراومټ نه بلکي دملت بابامحمدظاهرخان لخوا دروم ډلي په استازيتوب , په کابينه کي دوزير په توګه ونومول شو.
دم ګړئ هم دبابا په سپارښتنه يوځل بيا دوزارت چوکۍ ته نومول کيږي.خپله ښاغلی حامدکرزی هم دروم ډلي استازی دی اوکله داوس لري چې دبابا خبره دي پرمځکه واچوي.
زما په اند که دملت بابا څخه په تيره بيا هغو خلکولخوا چې نژدي اړيکي ورسره لري,داغوښتنه وسي چې داډول پښتني ضد څيري لکه رهين او داسي نور, پرخلکو ونه تپي, که څنګه؟؟؟
په درناوي.


pattang
21.05.2006

ولې به نکيږي ? په کالونو کالونو پنجشېرۍ ( اپې, اپه ) چې نن د مسخره ګيري په ډول هم د ملت با با او يا د پنجشيريانواپه  بلل کيږي، 40 کاله حکومت ونکړو ??
ټول پښتني ضد حرکتونه يې نکول ? پاړسو يې درباري، دمحکمې او تجارت
ژبه نه وه اونه يې کړه ??
ددې زړې او نا لايقې اپه جانې د ابدي خونديکېدو په هيله .

پتنګ ٠


larghonay1
24.05.2006

ګران پتنګ او نورو ښاغلو سلامونه !
دې ته بايد ډېر ويښ او چمتو اوسو چې بيا د رهين په څېر ناولې څيرې د اطلاعاتواو كلتور وزيران نه شي .
دا سمه د ه چې ظاهرشاه د رهين ملاتړى دى او د ځينو خلكو د جرګو او نانواتو له لارې بيا غواړي چې دغه كلي بند وزرات ته ورسوي خو خبره دا ده چې ظاهرشاه خو نور هغه د چا خبره سلو ته نږدې دى نه خپله خبره سنجولى شي او نه د نورو په خبره پوهېږي . رابه شو هغو ښاغلو ته چې د رهين په اړه ظاهرشا ته ننواتې ورځي او د بيا وزارت غوښتنه يې كوي ايادوى دا كار د كوم منطق له مخې كوي؟
دا هم بايد ووايم چې د ظاهرشاه همغه تېره زړه او بې پرمختګه دوره هم ذهناً پښتنه وه ، قانون كې ملي ژبه پښتو وه، ملي سرود په پښتو و، په نوټونو ژبه پښتو وه ، تذكرې په پښتو وې ، ټولې لوحې او سرليكونه پښتو وو او حتى پښتو ټولنه هم وه چې ډېر پاړسيوانان يې كورسونو ته اړ ويستي وو .
اوس خو د كرزي صيب په حكومت كې دغه ټولې خبرې سرچپه دي ، په ځينو كې پښتو له منځه تللې لكه لوحې او سرليكونه او په ځينو نورو كې يې ګرمې هڅې روانې دي.
اوس يې څنګه كوې چې كرزي صيب مخكې پاړسي وې اوس ايراني اصطلاحات كاروي . يو وزير او چارواكى يې هم پښتو نه وايي . كه پښتون وي او كه پاړسيوان ټول پاړسي وايي او په پښتو شرمېږي.
حتى د ده ځينې پښتانه وزيران او رييسان هم د ده پېښې كوي او ځينې د كابينې غړي هم په همدې مرض اخته دي چې يوه جمله په پښتو او پنځه په پاړسي وايي.
زه نه پوهېږم چې دغې مداري توب ته دوى كومه بنه وركوي.
كه ملي وحدت په دې كې وي خو دا بېخي غلطه ده .
ملي وحدت خو په دې كې دى چې زه پښتون يم ډيموكراسي ده ماته بايد اجازه راكړل شي چې په خپله پښتو خبرې وكړم او پاړسيوان په خپله پاړسي او يو د بل په خبره پوه شو دې ته ملي وحدت وايي نه دا چې مداريتوب وكړو يوه خبره په پاړسي او بله په پښتو وكړو .
ټول چارواكي په همدې مرض اخته دي.
يوه ورځ مې د شمشاد په ټلويزيون كې فاروق وردګ وليدو چې د كرزي پېښې يې كولې او شكريه باركزۍ خو بېخي قسم كړى چې يا خو به شير او شكر خبرې كوي او يا پاړسي وايي. همداسې ټول چارواكي درواخله.
رابه شو د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته كه په هر ځاى كې ياست كرزي ته هم له نږدې او هم له ليرې مشورې وركړئ ليكنې وكړئ او پوه يې كړئ چې نور دې د پښتنو سره اخلاص وكړي ، د دې وطن سره دې اخلاص وكړي او يو مخلص ، ملي او باشخصيته كس دې د اطلاعات او كلتور وزير كړي.
په همدې هيله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more