د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دانسانانو قاچاق زمونږ پښتانه اوانسانی حقوق

منلی
14.05.2006

سلامونه اونیکی هیلی
له الله (ج) نه غواړم چی روغ جوړ او خوشحاله اوسی .
څوورځی مخکی فرانسی ته تللی وم هغه څه می ولیدال چی داسی می فکر هم نه وه کړی .
ولی چی زمونږ په افغانانو څه تیریدال په څرنګه ځای کښی شپی تیروالی اودوی سره دپولیسو افغانی قاچاقبرو اونورقاچاقبرانو څه سلوک وه که زما غوندی دنری زړه خاوندان یاست نو ژړا به شی .
اول خوبه که پولیس ونیولی نو ځا ن به دی افغانی نه معرفی کوه ولی چی کرزی صاحب ویلی دی چی افغانان بیرته ډیفوټ کړی چی ملک جوړ کړی نوپه اول قدم کښی به پاکستانی شو یاایرانی دینه پس به که څومره دی عمر لوی وه نو زیر سیند به دی ورکوه ولی چی دډیفوډ چانس لږ وه خوبیا به یی چی هم ونیوه پنځلس یا پنځه ویشت ورځی بندی خانه به د ی تیروله هغه بندی خانه چی دپاکستان په بندی خانه به شکر وباسی ډوډی یووخت هغه هم ډیره کمه په یوه کوټه کښی ۲۰ تر۳۰ نفرو پوری بستری دسپږو نه ډکی یو نستوڼی به موچی واړوه نو پنځوس سپږی خو بی کرنټی پوره کیدلی له بندی خانی نه به چی خلاص شوی نو دانګلستان باډروته به دی ځان رساوه چی یویی Calaisاوبل یی St Meloاونور هم څودانی وه هلته به چی ورسیدی نوبیا به چی قاچاقبر سره څنګه اوپه کوم قیمت جوړشوی دقاچاقبر کار صرف داوه چی کوم ځای کښی غټ موټر و کشتی یا اورکاډی ته انتظار کاوه دروازه به یی درته خلاصه کړه او پنځه نه تر ۱۰ آن تر ۲۰ پوری نفربه یی واچوال اوبیرته به یی دروازه درپسی بنده کړه صرف په دغه کار به یی د۴۰۰ نه تر ۸۰۰ پوڼډوپوری اخستل قاچاقبر سره به دی خبره وکړه نوربه هلته ورته پورت وی داسی خلک هم پکی وه چی ۵ میاشتونه تریوکاله پوری پراته وه چانس نه وه ورغلی دهغوی په ژبه انداخ ( چی دشپی دولس بجی شروع کیږی تر ۳بجوپوری ) هغه موټروچی مخکی می ذکر وکړ اچول کیدل داسی وخت هم شوی چی یو څونفروته یی نداخ ورکړی دوه ورځی په موټری کښی همداسی پاتی شوی بغیر دډوډی اواوبونه اویخ دومره زیات وه چی څومره قوی سړی وه نه شوورته ټنګیدی لړځی اخیسته ۹ ،۱۰ ساعته خومعمول وه مونږ خپله ۵نفروه قاچاقبر ۱۲ بجی انداخ راکه تر سبا ماښامه پوری پکی پاتی شوه نه پوهیږو چی دشپی دیخ له وجی ډیر لړزیدو ډریور په همغه وخت کښی راباندی پوه شوی وه اوکه دختو وخت کښی خو مونږ چی پوه شو چی دومره وخت موپکی تیر کړی اوډریور راباندی خبر شوه له انډیوالانو نه یوه مونږ ته په ډیره عاجزی وویل چی زه له کور (افغانستان ) نه راروان شوی یم دامی ۲۵ میاشته ده او هلته می واړه واړه بچی پاتی دی نور خپل مرګ ته راضی یم ډیره مهربانی به مووی که دیویخچال جګ کړی اوماددی لاندی ومڼډی همداسی مووکړل یو پوره یخچال موورباندی کیښود ډریور موڼږته دروازه خلاصه کړه مونږ دری کسان ترینه راښکته شوه مونږ سره یوبل ۱۶ کالوهلک وه په موټر په اخر کښی لږ خالیګاه وه هلته یی ځان پټ کړ خوډریور پاس وخوت او هغه بیچاره یی هم کوزکړ هغه مونږ چی مڼډلی وه هغه یی پیدا نه کړ او هغه په همغه وار لندن ته ورسیده خوچی یوه میاشت بعد پولیسو زمونږ په ځای دشپی ۱بجه چاپه ووهله داسی خاص ځای نه وه دنیر غړی ته به موشپی کولی او یخ پوښتنه یی مه کوی نوله دغه ځای نه پولیسو ونیولو تاڼی ته یی بوتلو قسم مونږ به تاڼی ته خوشحالیدو ولی چی یخ زیات وه او په شپو شپو موخوب نه کوه ددی لپاره چی په صحح ډول سره خوب وکړو په دغه ځای کی ۲۴ ساعته راباندی تیر کړل اوبیا له هغه نه وروسته چی شپږ ساعته په بس کښی مزل وکړ تقریب ً دجرمنی سرحد وه هلته یی یو کمپ ته بوتلو او د۷ ورځو لپاره یی برګه راکړه هلته مویودوه شپی وکړی اوغوښتل مو چی بیرته کالاس ته ځان ورسوه نو اکثرو سره دټکټ پیسی نه وی خوڅه په بی شرمی تر فاریس پوری راورسیدو یو ځای کی به یی ښکته کړو په هغه ځای کښی به بل ترین ته وختو همداسی موپاریس ته ځان ورسوه هلته هم ډیر افغانی مسافر وه ټول په وهم کی وه چی پولیس خلک نیسی څوک به پاکستانیانو دوکه کړی وه پیسی به یی ترینه وښلی وی چابه افغانی قاچاقبر ته پیسی ورکړی وی هغه به تښتیدلی وه خو لڼډه داچی هیڅوک له خپل ژوندنه راضی نه وه هر یو به ویل چی یاره څوک می داخپلی پیسی بیرته راکړی په ولاکه پاتی شم دلته هم دشپی ځای نه وه لکه دانور ځایونه دسړک ترغاړی به مو شپی کولی په ماښام کښی به مو دښار کثافت دانی کتلی تر څو یو داسی شی پیداکړو چی مونږ له یخ نه بچ کړی قسمت واله به یو کارتن یاکومه ټوټه پیداکړه په پاریس کی وم چی همغه سړی چی مونږ دیخچالو لاندی مڼډلی وه ولیده ماورته وویل ماما دلته څه کوی وای ولا هلته می چی کله غوښتل چی دموټر ترپال وشکوم او ټوپ کړم پولیس ونیولم اویوه میاشت بیدیخانه یی راباندی تیره کړه دفرانسی کوتی می راوتلی اوبیرته یی فرانسی ته ډیفوډ کړم نو ماورسره خبره ونه چیړله ولی چی سړی زړغونی زړغونی کیده په پاریس کی تقریبً ۲۰ ورځی پاتی شوم اوډیر څه می واوریدل هلکان به افغانستا ن نه تر فرانس ددی لاری قصی کولی دوی به ژړل اوماهم ځان نشوه ټنګولی وای داسی تنکی ځوانان راته په لار کښی مړه شول دیخ له لاسه چانه به مودتیلفون نمبر واخست او چابه هغه هم نه وه مړی به مو همداسی دونو لاندی پریښودل چی له پښونه به پاتی شوی وه قاچاقبر به خپله مړه کول چی په دی لار هسی نه چی پولیس راشی او دانور نفر به ورته وښی ویل یی مونږ به چی کله یونان ته ورسیدو نو بوټونه به مم په پښو پوری سریښ وه دډیرو خلکو کوتی دیخ له لاسه شڼیدلی وی ۱۰۰ په ۱۰۰ کی که نه نوپه ۱۰۰ کی ۹۹ ته اروایی تکلیف پیداشوی وه بیابه یی چی یونان کی ونیول دری میاشتی په چا شپږ میاشی بندی خانه تیروله بیا به یی پریښود او کوتی به یی هم ورځنی اخستی نه به یی خپله قبولی ورکوله اوله نورځایونو نه به یی هم وویستل همداسی شوی وه ډیرخلک یی له فرانسی آن له انکلستانه یونان ته ډیفوډکړی وه خوزه چی فاریس کی وم په کالاس کی دافغانانو او کوردانو جنګ شوی وه ۳۱ نفره ددواړو خواونه شفاخانی ته رسوال شوی وه او داسی ویل کیدال چی ۳اویا۴ مړه هم دی داټول دقاچاقبرانو له لاسه ولی چی ددوی په ځای باندی په خپل میځ کی جنګ وی او په کی زوبلیږ ی مسافر اومسافر په دی نه پوهیږی چی زه دڅه شی لپاره راغلی یم همداس پولیسو ب چی دی اخروخت کی ونیول نو ډاریک به یی پاکستان یاافغانستان ته ډیپوډ کول .یو دوه زیری سند ترینه خلاص شوی وه هغوی ویل مونږ به یی چی کله طیاری ته بوتلو هلته به موپه چغو شروع وکړه اخر به هغه طیاره ساتونکی راغلل او هغوی ته به یی وویل چی داښکته کړی چی مسافر په تنګ کیږی اخر یی یو څوو ته داسی خلتی واواغوستی چی همداسی نیولی وی چی هیڅ ځان ونه خوزوی .
قصی ډیری دی خوزه په دی ځای بسنه کوم چی ستاسو قیمت وخت ځایه نه کړم

نوزماله دی قصی نه مطلب داوه چی هغه څوک راغلی دی هغه خواوس راغلی بله لار نه لری تر څو خپلی پیسی پیدانه کړی ولی چی هغوی چاځمکی خرڅی کړی چا له یاردوست نه قرض کړی څوک په نیمه راغلی اوهغه څوک چی هلته دی اوله تراوسه پوری نه دی راروان شوی زه ورته سر سرتورکوم چی خدای ته وګوری مه راځی بیا به لکه دانورو غوندی ژاړی او هیڅوک به موعرض نه اوری هیڅ دزندګی لار به درته نه ښکاری یابه لیونی کیږی یابه خودکوشی کوی اویابه بیرته وطن ته ډیپوډکیږی نوبیا هلته ددی ډیرو پیسو خلاصول له مرګ نه کم نه ده
وسلام


صافي
15.05.2006

زخمی وروره !سلام
 داچې خپله کيسه دي مونږ سره شريکه کړه کوردي ودان اوخدای دي وکړی چې
 اوس ارامه اوخوشحاله  وسې ٠
وروره!دادي ندي ويلي چې اوس هم په فرانسه کې يي اوکه بل چيرته؟
که په فرانسه کې يي نو هلته اوس څه کوي؟
څمره وخت کيږي چې دوطن نه وتلي يي؟
څو کلن يي؟
ستاسو دکيسې دلوستلو نه روسته دا ټولی پوښتنې مې په ذهن کې وګرځيدی
ضرور نه دی چې ځواب را کړي اوکه ځوابراکړې په خوشحالې به يي ولولم٠
او خدای دې وکړي چې دبلې ليکنې پورې دې غمونه کم شوی وي٠
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more