اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
له نامسلمانووګړوسره درسول الله (ص)غوره چلند
زرملوال
14.05.2006
رسول الله صلى الله عليه وسلم دټولو عالميانو له پاره رحمت راليږل شوى دى او دقران كريم په ايت[color=darkred:091eca7a4f] (وما ارسلناك الا رحمة للعلمين )[/color:091eca7a4f]كى چى د [color=red:091eca7a4f](العلمين)[/color:091eca7a4f] تورى راغلى داټولو مخلوقاتو ته شامل دى ان چى څاروى هم په كى راځى
رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل امت له پاره دژوند په ټولو لارو
كى لار ښود او راهنما دى يانى يو انسان كه له خپل لوى څښتن سره
اړيكى او تعلق پيداكوى نو دهغه له پاره درسول الله (ص)کړه وړه تر
ټولو نوروهغو نه غوره ،بهتر،جامع او اسانه دى او دده په پله باندى
په پل كيښودلو سره انسان په شه او اسانه تو ګه سره خپل خداى ته
رسيدلى شى
او داراز دده ژوند لاره غوره كول هر انسان دسعادت او نيكمرغى لورته ولى
او له انسانيت سره مينى او محبت ته يي رابولى او له كركى او نفرتونو نه يي
پاكوى
درسول الله صلى الله عليه وسلم سيرت خوديوه پراخه بحر په څيردى دانسانى
ژوندټول اړخونه په كى رانغښتى دى زما بى سيكه او ګوډ مات قلم په دى مو
ضوع كى بيخى كم وسه او لږ ځواكه دى خو زه دلته دانسانيت ددى ستر لارشود
دژوند يوه مهمه او ضرورى برخه را اخلم چى هغه له نامسلمانو وګړو سره دده
صلى الله عليه وسلم چلن او برخورد دى اوپه روانو حالاتو كى ددى موضوع داهميت روشانه كولو ته اړتيا نه وينم
دا موضوع به په دى حديث شريف سره پيل كړو
[color=yellow:091eca7a4f]قال جابر بن عبدالله } كان رسول الله صلى الله عليه وسلم رجلاً سهلاً
( صحيح مسلم، كتاب الحج، باب بيان وجوه الإحرام وأنه يجوز إفراد
الحج والتمتع والقران، رقم الحديث1213)[/color:091eca7a4f]ژباړه جابر بن عبدالله رضى الله عنه وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم
نرم خويه سړى و ددى [color=brown:091eca7a4f](سهلاً)[/color:091eca7a4f] تورى تفصيل به له امام النووى نه واورو
يانى نرم اخلاق يي لرل غوره عادتونه يي لرل او په كړو وړو كى يي اسانى
او سهولت غوره كاوه (شرح صحيح مسلم، النووي، ج4، ص: 410)
او درسول الله صلى الله عليه وسلم داسانتيا غوره كولو دلوى خوى او خصلت
په باره كى نور هم ډير حديث راغلى دى خو زه ايله دايو بل دلته را اخلم هغه دا
چى [color=green:091eca7a4f]عن عائشة رضي الله عنها قالت: "ما خير رسول الله صلى الله عليه وسلم
بين أمرين إلا أخذ أيسرهما ما لم يكن إثماً فإن كان إثماً كان أبعد الناس منه،
.............رواه البخاري، كتاب المناقب، باب صفة النبي صلى الله عليه وسلم
رقم الحديث: (3560).[/color:091eca7a4f]
ژباړه حضرت عائشه رضى الله عنها وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم به
په دوو كارونو كى ( چى يو به سخت و او بل اسانه )خامخا هغه اسانه كار
غورهكاوى ترڅو به چى ګناه نه وه په كى او كه به په هغه كاركى ګناه وه نو
له هرچا به دى زيات ورنه لرى و،او.......
نو دده له دى غوره خويونونه دهغه ټول چلن موږته روشانه كيدلى شى دده
ټول كړه وړه اسانه او له تريخوالى او خشونت نه ليرى وو او له هر چاسره يي
په كړو وړو كى اسانى غوره كوله او هرڅه به يي دخداى درضا له پاره ونه
يي دنيوى موخو په دى تعامل او چلن باندى اغيزه كولى شوى او نه يي دنفسى
غوشتنو له پاره كومه لاره پرانستى پري ايښى وه
بناء له نامسلمانو وګړو سره يي چى كوم چلن كاوه هغه هم په دى حكيمانه
اسلوب باندى ولاړو چى زه يي يوڅو بيلګى دلته را اخلم
(1) مخكى موږ يو ايت شريف تلاوت كړ او ومو ليكل چى هورى د (العلمين)
تورى په كى راغلى دى او په دى توګه دده رحمت او نرمى نو دهرچا له پاره شوه
چى نامسلمان وګړى هم په كى راځى او په دى ايت شريف پسى به دده صلى الله
عليه وسلم دا وينا هم ورزياته كړو چى دى وايي
[color=olive:091eca7a4f]فقد قال صلى الله عليه وسلم : "لا يرحم الله من لا يرحم الناس
رواه البخاري، كتاب التوحيد، باب قول الله تعالى: قل \دعوا
الله أو \دعوا الرحمن أيا ما تدعوا فله الأسماء الحسنى"110
صلى الله عليه وسلم الإسراء: 110}، رقم الحديث: (7376).[/color:091eca7a4f]
ژباړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي څوك چى په خلكو رحم نه كوى
په هغه به خداى جل جلاله هم رحم ونه كړى . دلته به حديث شريف ته ليږ
ځير شو چى د [color=cyan:091eca7a4f](الناس)[/color:091eca7a4f] تورى په كى راغلى دى او داد مسلمان او نامسلمان
دواړو له پاره كارول كيږى
داراز د رحمت په باره كى زيات نصوص مطلق او بى قيده راغلى دى
دحديثو ستر امام بخارى په دى اړه يو ځانګړى باب ذكر كړى دى او
ليكى باب [color=blue:091eca7a4f]رحمة الناس والبهائم.............. [/color:091eca7a4f]او داحديث يي هم په كى راو
ړی دى چى
[color=darkblue:091eca7a4f]ما من مسلم غرس غرساً فأكل منه إنسان أو دابة إلا كان له صدقة"
رواه البخاري، كتاب الأدب، باب رحمة الناس والبهائم، رقم الحديث: (6012).[/color:091eca7a4f]ژباړه هر مسلمان چى يو څه شى وكرى او له هغه نه كوم انسان او ياڅاروى
څه وخورى نو دا به دده له پاره صدقه او خيرات وى
نو په دى حديث كى هم د[color=indigo:091eca7a4f]انسان[/color:091eca7a4f] او څاروى تورى راغلى دى
[color=white:091eca7a4f]نور بيا انشاء الله تعالى [/color:091eca7a4f]
Re: له نامسلمانووګړوسره درسول الله (ص)غوره چلن
زرملوال
14.05.2006
(په تير پسى )
(2) دويم ټكۍ درسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو سرزورو مخالفينو ته
دده بښنه ده كه دسيرت بيخى كم مالومات يوڅوك ولرى هغه ته به دا مالومه
وى چى دمكى مشركينو له رسول الله سره څومره ظلمونه كړى دى د سيرت
دا برخه چى څوك ګورى غونى يي ځيږ شى له تفصيل نه يي تيريږم موخه مى
داده چى دى مهربانه پيغمبر دمكى دسوبى او فتحى په ورځ له خپلو دى سر
سختو ميرڅمنو سره څه ډول چلن وكړ؟
هوكى ! ددى ورځى حالات مو ږ ته اسلامى تاريخ ټكى په ټكى رانقل كړى دى
تاريخ ليكى چى رسول الله دبيت الله په دروازه كى ولاړو او د وره په لخكيو يي
لاسونه تم كړى واو خپلو مخالفينو ته يي وويل : [color=darkblue:3cddec6e60]"ما تظنون أني فاعل بكم؟ [/color:3cddec6e60]
تاسو څه ګومان كوئ چى زه به څه ډول چلن درسره كوم ؟
هغوى ورته كړه[color=indigo:3cddec6e60] (أخ كريم وابن أخ كريم) [/color:3cddec6e60] عزتمن ورور مو يي او دعزتمن ورور
زوى يي كه سړى سوچ وكړى چى ديو چا له لاسه دى يوه لسيزه داسى ستونزى او زورونى ليدلى وى چى هغه له شماره وتلى او هيڅ دزغم وړ نه وى نو دلاسبرى
په مهال به له هغو سره څه ډول چلن روا بلل كيږى ؟
كه دجګړو او ډغرو تاريخ ته سر ور شكاره كړو او په يوه بل دبرى په مهال د دو و
مخالفو ځواكونو څپركى ته لږ تم شو نو هغه څه به ووينو چى غونى به پرى ځيږه شى
او په بدن كى به دڅړيکو احساس وكړو تاريخ به پريږدو دا ننيو حالاتو ته به وګورو
اوس چى كله يو جګړه مار په بل هغه لاسبرى شى كوم جبر او ظلم يي سپمولى دى ؟
خو درحمت او كرامت پيغمبر په دى مهال هغه تاريخى جمله ويلى ده چى
دانسانيت په تاريخ كى ديوه ځلانده لمر په څير ځليږى او هغه مباركه جمله داده
[color=yellow:3cddec6e60]اذهبوا فأنتم الطلقاء[/color:3cddec6e60]
[color=cyan:3cddec6e60]ځئ تاسو ازادياست [/color:3cddec6e60]
السيرة النبوية ج4، ص: (61).
_________
نوربيا
زرملوال
22.05.2006
(په تير پسى )
(3) خپلو مخالفينو ته نيكى دعاګانى كول هم له نامسلمانوسره دهغه په
غوره چلند كى راځى او رسول الله صلى الله عليه وسلم به خپلو مخالفينو ته
دخير دعاوى كولى لكه دطفيل بن عمرو الدوسى په كيسى چى راغلى دى
[color=darkred:2a495a764d]فقد قدم الطفيل بن عمرو الدوسي وأصحابه فقالوا: يا رسول الله إن دوساً قد كفرت وأبت فادع الله عليها، فقيل: هلكت دوس - ظناً بأن النبي صلى الله عليه وسلم إنما رفع يديه للدعاء عليها - فقال صلى الله عليه وسلم : "اللهم اهد دوساً وأئت بهم
- رواه مسلم، كتاب فضائل الصحابة رضي الله عنهم، باب من فضائل غفار وأسلم وجهينة وأشجع ومزينة وتميم ودوس وطئ، رقم الحديث: (2524).[/color:2a495a764d]
ژباړه د(دوس) قبيلى يوپلاوۍ دطفيل بن عمرو په مشرى كى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او ويي ويل يارسول الله زموږ قوم (دوس)كافران دى او ايمان نه راوړى ته دوى ته شيرا وكړه په دى منځ كى چا وويل چى ددوس قوم هلاك شودا خبر يي ځكه وكړه چى دى كس فكر كاوى او س به رسول الله دشيرا له پاره لاسونه پورته كړى او شيرا به وكړى
خو رسول الله صلى الله عليه وسلم چى لاسونه پورته كړل نو نودا دشفقت دعا يي وكړه چى [color=red:2a495a764d]لويه خدايه ! د دوس قوم ته سمه لاره وښيه ! او له موږسره يي يوځاى كړه [/color:2a495a764d]
داراز په دى لړكى يوه بله كيسه هم واورئ
[color=white:2a495a764d]فقد روى مسلم في صحيحه عن أبي هريرة } قال: كنت أدعو أمي إلى الإسلام وهي مشركة فدعوتها يوماً فأسمعتني في رسول الله صلى الله عليه وسلم ما أكره، فأتيت رسول الله صلى الله عليه وسلم وأنا أبكي قلت: يا رسول الله إني كنت أدعو أمي إلى الإسلام فتأبى علي، فدعوتها اليوم فأسمعتني فيك ما أكره، فادع الله أن يهدي أم أبي هريرة، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : "اللهم اهد أم أبي هريرة"، فخرجت مستبشراً بدعوة نبي الله صلى الله عليه وسلم ، فلما جئت فصرت إلى الباب فإذا هو مجاف، فسمعت أمي خشف قدمي، فقالت: مكانك يا أبا هريرة وسمعت خضخضة الماء، قال فاغتسلت ولبست درعها وعجلت عن خمارها ففتحت الباب، ثم قالت: ياأبا هريرة أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، قال فرجعت إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فأتيته وأنا أبكي من الفرح.. الحديث[/color:2a495a764d]رواه مسلم، كتاب فضائل الصحابة رضي الله عنهم،
باب من فضائل أبي هريرة } رقم الحديث: (2491).
ددى كيسى خلاصه داده چى دوتلى صحابى هغه چى په ټولو صحابه كراموكى له ده نه زيات حديث روايت شوى دى ابو هريره رضى الله عنه مور اسلام نه مانه او په كفر ولاړه وه ابوهريره رسول الله ته وويل چى زما مورته دعا وكړه رسول الله دعا ورته وكړه چى [color=brown:2a495a764d]خدايه دابو هريره مورته سمه لاره وښيي[/color:2a495a764d] او هغه سمدستى مسلمانه شوه
او داراز په يوه بل روايت كى راځى چى انصار رسول الله ته راغلل او ورته ويي ويل چى يارسول الله دثقيف قبيلى ته شيرا وكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل
[color=yellow:2a495a764d]خدايه دثقيف قوم ته سمه لاره وښيه [/color:2a495a764d]
دو ى ورته وويل چى نه شيرا ورته وكړه
ده بيا وويل [color=green:2a495a764d]خدايه دثقيف قوم ته سمه لاره وښيه [/color:2a495a764d]
هغوى بيا دشيرا غوشتنه ورنه وكړه خو ده بيا دعا وكړه
هغه وو چى دثقيف خلك مسلمان شول او خورا شه مسلمان شول
لوى لوى امامان او ستر مشران په كى پيدا شول
تاريخ المدينة، ابن شبة، دار العليان، بريدة، ط1، ج2، ص: (98
او يو بل عجيب روايت دى هغه داسى چى په مدينه كى به درسول الله خواته په قصدى تو ګه يهود پرنجيدل څو هغه دعا ورته وكړى او هغه صلى الله عليه وسلم به هم خپله مهربانى نه سپموله او دهغوى دپرنجيدلو په ځواب كى به يي ورته ويل
[color=cyan:2a495a764d]"يهديكم الله ويصلح بالكم"[/color:2a495a764d]
رواه البخاري في الأدب المفرد، باب إذا عطس اليهودي، وصححه الألباني، انظر: صحيح الأدب المفرد، الألباني، ص: (348)، رقم الحديث: (719).
نوربيا
زرملوال
26.05.2006
(په تير پسى )
(4) له نامسلمانو سره درسول الله صلى الله عليه وسلم دغوره چلندله جملى نه
بل دهغو دتحفو او ډاليو منل و يانى كوم نامسلمان سړى يا ميرمنى به چى ده ته
كوم شى په تحفه كى وركړده به په ورين تندى ومانه لكه په خيبركى چى يوى يهودۍ
ميرمنى زينب بنت الحارث رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو پوخ پسه په تحفه
كى وركړ خودى بد مرغى يهودۍ هغه پسه په زهرو لړلى و
[color=green:3fcc06246a]عن أنس بن مالك رضي الله عنه : (أن يهودية أتت النبي صلى الله عليه وسلم بشاة مسمومة فأكل منها فجيء بها فقيل ألا نقتلها قال لا فما زلت أعرفها في لهوات رسول الله صلى الله عليه وسلم).رواه البخاري[/color:3fcc06246a]
يانى يوى يهودۍ ميرمنى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په زهرو لړلى
پوخ پسه راوړ او رسول الله له هغه نه يوڅه وه هم خوړ بيا هغه يهودۍ ښځه
راوستل شوه اودده ځينى ملګرو وويل چى وبه يي وژنو خو رسول الله وويل
چى نه مه يي وژنئ ! حضرت انس رضى الله عنه چى رسو ل الله به ددى زهرو
د درد احساس هر وخت كاوه
له نا مسلمانو سره درسو ل الله صلى الله عليه وسلم دغوره چلند دا خورا
غوره او په زړه پورى بيلګه ده ځينى علماو خو لا دا هم ليكلى دى چى
همدا زهر درسول الله صلى الله عليه وسلم دوفات لامل شوى دى اوددى
علماو دخبرى دزبات له پاره دحضرت انس له كيسى نه هم يوه كوچنۍ نغو
ته ترلاسه كيدلى شى والعلم عند الله
نو سره له دى هم هغه يهودۍ ميرمن وبښل شوه
فقهاء وايي چى مسلمانان كولى شى دهرډول كفارو تحفى ومنى يانى كه هغوى
حربى كفار وى هم او حربى كفار هغه دى چى عملا له مسلمانانو سره په جګړه
لګياوى داخبره دستر امام ابن قدامة،په المغنى ج13، ص: (200).كى راغلى ده
نور بيا
__________________________________________
زه غواړم ددى ليكنى لړۍ يوڅه نوره هم اوږده كړم او داخپله ليكنه
دبحث له پاره هم نه وړانديكوم .
زرملوال
27.05.2006
(5) له نامسلمانو وګړو سره دغوره چلن په لړكى له هغوسره درسول الله صلى الله عليه وسلم ناسته پاسته هم وه دى به له هغوى سره دهغوى په مجلسونو كى كيناستو او له هغوى سره به يي په ډيره مينه او خوږه ژبه خبرى كولى په دى لړ كى دحضرت ابو هريرة رضى الله عنه روايت سره لولودى وايي
[color=green:1232474e14]بينا نحن في المسجد إذ خرج إلينا رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: انطلقوا إلى يهود فخرجنا معه حتى جئناهم فقام رسول الله صلى الله عليه وسلم فناداهم فقال: "يا معشر يهود أسلموا تسلموا" فقالوا: قد بلغت يا أبا القاسم..
رواه مسلم، كتاب الجهاد والسير، باب إجلاء اليهود من الحجاز،
رقم الحديث: (1765).[/color:1232474e14]ژباړه موږپه جومات كى ناست وو چى رسول الله صلى الله عليه وسلم راغى او ويي ويل راځئ چى يهودو ته ورشو موږله هغه سره روان شوو او يهودو ته ورغلو رسول الله ودريدى او هغوى ته يي وويل
[color=blue:1232474e14]اى ديهودو ډلى ! اسلام ومنئ په سلامتيا كى به پاته شئ[/color:1232474e14]
هغوى وويل ابوالقاسمه ! ستا خبره موږته ورسيده
دا ناسته پاسته هسى ديوڅو اتفاقى پيښو په جول نه وه بلكى ان تردى پورى چى دهغوى دناروغانو پوښتنى ته به هم ورتلو لكه دبخارى په يوه روايت كى چى راغلى دى او داروايت له حضرت انس رضى الله عنه نه شوى دى دى وايي
[color=indigo:1232474e14]أن غلاماً ليهود كان يخدم النبي صلى الله عليه وسلم فمرض فأتاه النبي صلى الله عليه وسلم يعوده فقال: "أسلم" فأسلم
رواه البخاري، كتاب المرضى، باب عيادة المشرك، رقم الحديث: (5657).[/color:1232474e14]ژباړه ديهودو يوهلك وچى درسول الله صلى الله عليه وسلم خدمت يي كاوى
يو وخت هغه هلك ناروغه شو او رسل الله دهغه پوښتنى ته ورغى او بيا يي ورته
وويل چى مسلمان شه ! او هغه مسلمان شو
له دى روايت نه دا هم مالوميږى چى رسول الله له يوه يهودى هلك نه دخدمت كار اخيستى او له هغه سره يي داسى غوره چلند كاوى چى كه څه هم هغه يو يهودى واو يو خدمتګار و خو ده يي دروغتيا او ناروغى پوښتنه كوله او چى په ناروغى يي خبر شو نو پوښتنى ته يي هم ورغى او ددى غوره چلند پايله داشوه چى هغه هلك مسلمان شو
نوربيا
زرملوال
30.05.2006
(دطائف په يوه بڼ كى )
(6) له نامسلمانو وګړو سره دغوره چلند په لړ كى به درسول الله صلى الله عليه وسلم دطائف دسفر له زړه بوږنوونكى كيسى نه يوه كوچنى برخه رابيله كړو چى همدابرخه يي زموږ له موخى سره سمون خورى
كله چى رسول لله په مكه كى ډير په تنګ شو او دده دمهربانه تره ابو طالب له مړينى وروسته دده ظالم اوسخت زړى تره ابولهب دبنو هاشم مشر وټاكل شو نوپه رسول الله باندى دمكى ځمكه سره تبۍ شوه او ده نيت وكړڅو طائف ته ولاړ شى او دهغه ځاى خلكو ته ددين تبليغ وكړى .................................................دا كيسه دلته پريږدو او خپل دموخى ټكى ته ځان رسوو
كله چى دى له طائف نه نامراده او خواشينى راستون شو په لاره كى يوه بڼ ته ور ستون شو له نيكه مرغه چى د بڼوال (عداس)يو نيكزړى عيسايي وخوت دى عيسايي درسول الله هركلى وكړ او دانګورو په څو وښكالو سره يي دهغه ميلمه پالنه وكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته چى هغه انګور وړاندى كړل رسول الله دبسم الله په ويلو سره دانګورو په خوراك پيل وكړ
عداس په تعجب سره رسول الله وپوښته چى ستاسو په هيواد كى خو خلك دا سى كلمات ياتورى نه وايي داتا څه وويل ؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل زه نبى يم ماته خپل څښتن امر كړى دى
چى كله كوم كار پيل كوم نو په بسم الله سره به يي پيل كوم
بيا رسول الله له عداس نه وپوښتل چى ته څوك يي ؟
هغه ورته وويل چى زه عيسايي يم
او د(نينوى) نومى ځاى اوسيدونكى يم
(نينوى اوس په عراق كى د(موصل) په نامه سره پيژندل كيږى )
له يوى داسى بدمرغى ورځى سره مخامخ شوم چى
په پايله كى يي نن دمرييتوب ژوندكوم
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چى ايا ته دهغه ښار
اوسيدونكى يي چى هلته زما ورور يونس عليه السلام اوسيدى ؟
عداس ورته وويل چى ته يونس څه پيژنى ؟
رسول الله ورته وويل هغه يو نبى و او زما ورور وپه دى سره
هغه عداس درسول الله په پښو ورپريووت او هغه يي په
سر او پښو ښكل كړ
دبڼ څښتن دمكى اوسيدونكى و هغه ته خپل وروروويل چى داسړى
دى مريي درخرابوى كله چى عداس دوى ته راغى څښتن يي ورته وويل
چى ولى دى دهغه سر او پښى ښكلولى ؟
عداس ورته ويل دځمكى په مخ به له ده نه ښه سړى بل نه وى ماته يي
يوه خبر وكړه چى په هغه باندى له نبى پرته بل څوك نه پوهيږى
داكيسه ما دسيرت له مشهور كتاب (سيرة ابن هشام) نه راخيستى دلته خو
دعداس داسلام منلو څه نه دى ويل شوى خو په كوم باورى ځاى كى مى ليدلى و
چى عداس اسلام منلى و
دلته هم له عداس سره درسول الله خوږى خبرى او له هغه نه
خوږه پوښتنه او دهغه د وطن مالومات غوښتل يو خورا غوره
چلند بللى شو ځكه هغه مهال مريي چا انسان هم نه باله پاته
خوشوى له هغه سره خوږى او پستى خبرى !
نوربيا
زرملوال
31.05.2006
(7) په دى لړ كى دايوه بله په زړه پورى كيسه را اخلم
يوه ورځ درسول الله صلى الله عليه وسلم كره يو نابلده سړى راغى
(نامسلمان)رسول الله هغه ته دبيګا ډوډى وركړه او دشپى له پاره
يي ځان ته خونه هم وركړه يانى دهغه يي ښه عزت او ميلمه پالنه وكړه
خو دانابلده يار اصلا په نيت كى خراب و او دفساد له پاره راغلى و
سهار وختى يي هغه دلايق په وينا په بستره كى يوه لويه سوټه وكړه
او له دى ځايه يي پښى سپكى كړى يانى بستره يي بيلمازه كړه
كله چى رسول الله صلى الله عليه وسلم خونى ته راغى په بستره كى يي
پليتى وليدله او په خپل مبارك لاس سره يي دهغى پاكول پيل كړل خو
چى په خونه كى يي وكتل له نابلده يار نه خپله توره هيره شوى وه او په
خونه كى رازړيدله له يو څه لارى وهلو وروسته توره ور په يادشوه په دى
ګومان چى اوس خو لا وختى ده شايد څوك نه وى راويښ شوى بيرته
راستون شو څو خپله توره ورواخلى چى خو نى ته راورسيدى په خونه كى
يي رسول الله وليدى چى دده دبسترى په پاكولو بوخت دى
رسول الله صلى الله عليه وسلم پرته له دى چى ده ته كومه بده خبروكړى يا
يي وښكنځى ! په خوږه اوپسته لهجه ورته وويل
[color=green:ddad26cf88]توره دى هيره شوى وه ! هغه ده رازړيږى دروايي خله ![/color:ddad26cf88]
درسول الله صلى الله عليه وسلم په دى غوره او خواږه چلند سره
هغه په لو ړ اوازسره وويل
[color=white:ddad26cf88]اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمد ا رسول الله [/color:ddad26cf88]
دا كيسه ډاكتر حميد الله صيب مرحوم په خپل غوره
كتاب (خطبات بهاولپور) مخ 368كى راخيستى ده
زرملوال
31.05.2006
(7) په دى لړ كى دايوه بله په زړه پورى كيسه را اخلم
يوه ورځ درسول الله صلى الله عليه وسلم كره يو نابلده سړى راغى
(نامسلمان)رسول الله هغه ته دبيګا ډوډى وركړه او دشپى له پاره
يي ځان ته خونه هم وركړه يانى دهغه يي ښه عزت او ميلمه پالنه وكړه
خو دانابلده يار اصلا په نيت كى خراب و او دفساد له پاره راغلى و
سهار وختى يي په خپله بستره كى بيلمازى وكړه
او له دى ځايه يي پښى سپكى كړى
كله چى رسول الله صلى الله عليه وسلم خونى ته راغى په بستره كى يي
پليتى وليدله او په خپل مبارك لاس سره يي دهغى پاكول پيل كړل خو
چى په خونه كى يي وكتل له نابلده يار نه خپله توره هيره شوى وه او په
خونه كى رازړيدله له يو څه لارى وهلو وروسته توره ور په يادشوه په دى
ګومان چى اوس خو لا وختى ده شايد څوك نه وى راويښ شوى بيرته
راستون شو څو خپله توره ورواخلى چى خو نى ته راورسيدى په خونه كى
يي رسول الله وليدى چى دده دبسترى په پاكولو بوخت دى
رسول الله صلى الله عليه وسلم پرته له دى چى ده ته كومه بده خبروكړى يا
يي وښكنځى ! په خوږه اوپسته لهجه ورته وويل
[color=green:6fbfeb1401]توره دى هيره شوى وه ! هغه ده رازړيږى دروايي خله ![/color:6fbfeb1401]
درسول الله صلى الله عليه وسلم په دى غوره او خواږه چلند سره
هغه په لو ړ اوازسره وويل
[color=white:6fbfeb1401]اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمد ا رسول الله [/color:6fbfeb1401]
دا كيسه ډاكتر حميد الله صيب مرحوم په خپل غوره
كتاب (خطبات بهاولپور) مخ 368كى راخيستى ده[/quote]
رښتینی
25.01.2012
په زړه پورې لیکنه ده الله دي زرملوال صاحب تخ اجرونه ورکړي