نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دلایق (؟) سوچه (؟) ژبه (!)
سمسورازاد
09.05.2006
ګرانوهیوادوالو!
احترامات اونیکې هیلی مې ومنی .
رابه ټولوته جوته وي چې لایق یوتکړه اوپوخ شاعردی .خودلاندې شعرونوپه لوستلو سره زمادهغه په ښه سړیتوب شک پیداشو.دحیرانتیا خبره داده چې یوبل نامتواوتکړه لیکوال زیارصیب دلایق دغه نالایق شعرونه دنوموړي دژبې دسوچه والي اودهغه په ستائنه کې راوړي دی،
لایق صیب !! دپیښوراوپیښوریانونه داسې سرټکونه کوي :
پېښور څه دی ، د انګرېز سوټه
د مرګ استازی ، د زهرو غوټه
د هر پرېوتي د شپې ټاټوبی
د هرناولي د کونې لوټه (١٣مخ)
او بيا يې په يو څه نرم ګړدود :
پېښورڅه دی ، زموږ پېغوردی
په نوم پښتون دی ، په معنی نور دی
په پښتونخواکې يو تور دوزخ دی
د پښتون قوم د ارمان ګور دی(٨مخ)
یاداچې :
چې پېښوري دي٬ له هوډه تېر دي
ننګيالي کم دي ، بې ننګه ډېر دي
نر يې په نرو٬ کې حساب نه دی
که شپه تياره ده٬ مڼې په شمېر دي (٩مخ).
خوخبره په دې ځای کې ده چې پیښوریان به داسې وي یابه نه وی ،لاکن داچې لایق صیب داسې په یوه
دهرډول کرامته لری ژبه خطاب کړی دی ،داد حیرانتیا خبره ده .اوسړی پدې پکرکې اچوي چې ولې لایق صیب داسې کارکړی دی؟؟
ترهغه چې زه خبریم نولایق صیب خودپیښوریانوسره ډیرې نژدی اړیکې درلودې ،ان تردې چې خپله یوه لوریی هم یوه پیښوري ژڼي ته چې جمعه خان نومیږي په ډیرشوق اوذوق سره ورواده کړیده.اوکله چې نوموړي یانې لایق (دګوندځینوملګروبه کله نا کله نوموړی نالایق باله ) دسرحدونودچارووزیروو،نودهمدغودده په ژبه بې غیرتو پیښوریانوسره یی ډیرې کښته پورته منډې وهلې .
خواصلي خبره په دې کې ده چې لایق صیب چې دخپل سیاسي ژوندپه اوږدو کې یی دهیچاسره ترپایه وفانده کړې ،یوبې وفااوچاپړوس انسان ؤ.ډاکټرنجیب چې یوپښتون ؤ ،سره دې چې دپښتنولپاره یی هیڅ ډول کارندې کړی ،خودلاندې پښتونخواپه اوسیدونکوکې یی ډیرطرفداران درلودل .دنجیب ترمړینې وروسته ،کله چې لاندې پښتانه اودهغوی مشران پدې خبرشول چې لایق دبریالې اومسعود سره دنجیب په خلاف لاس یوکړی وو نوکله چې دنجیب ترراپرزیدووروسته دغه د پیښوریانوغمخورلایق پیښورته ورغی اوپکریی کاوه چې ده خودپیښوریانوډیر خدمتونه کړي دی اوداخویی دزوم ټاټوبې دې نواوس به یې په ډیرمینه سره هرکلې وکړی ،لاکن داسې ونه شوه اوڅوک دلایق په کیسه کې هم نه شول ،ځکه چې پیښوریانواودهغوی مشرانولایق پیژندلې ووچې ددووپیسوسړی ندی .نوځکه اوس زموږدغه غیرتي لایق پیښوریان بې غیرته اوځان غیرتي بولي ،خودده دشعر په ځواب کې پیښوریان ورته ویلې شي چې :
پیښوردانګریز سوټه نده ،دادعبدالرحمن خان سوټه ده چې دخپلې کو.. دپاکولو لپاره یی دلوټې په توګه وکاروله !!!
دازموږافغانانولپاره دشرم اوننګ ځای دی چې دخپل کوردیوې برخې دخوندي ساتلولپاره مو،دکورهغه بله برخه پرانګرازانوخرڅه کړه اونن بیاراپورته کیږواو هغوی ته پیغورورکوي . دازموږلپاره پيغوردی نه دهغوی لپاره ،دوی خوبیاهم ښه چې لاځان ته افغانان وایی ،که دهغې بې وفاهي په مقابل کې چې موږورسره کړیده ،لازمه خوداوه چې زموږ نوم یی هم نورپه خوله نه وای اخیستی .موږکه رښتیاځانته افغانان اوپښتانه وایو،نوله هرې لار ې نه چې کیږي ،بایدداپیغور له ځانه لیرې کړو اولاندې پښتانه بیرته دځان سره یوکړو.
دپښتنودیوکیدوپه هیله
صافي
09.05.2006
ښاغلی سمسورازادصاحب!
لیکنه دی په زړه پورې ده او ښه مطلب ته مو اشاره کړی ده څه دی چې ویلی زه یی
درسره منم چې ښاغلی لایق دخپلو شخصې او حزبی ګټودلاسه ورکولو له تاوه
پیښور او پیښوریانو ته په ښکنځلو راغلې چې دده دشخصیت ا صلی جوهر په اثبات
رسوی چې دخپل (لایق)شعر په شانته دی٠ ستا سو د لیکنې سره هم نظر یم٠
خو وروره یوه پوښتنه در نه لرم او هغه دا ده چې ستا سو دالیکنه چې پرون په بل
متن سره دلته لیکل شوی وه څرنګه بدله کړی شوه؟
په ځواب به مو خوشحاله شم٠
په درناوی
زرملوال
10.05.2006
ګرانو وروڼو سمسور صيب ،مصاح صلفى صيب اودرنو لوستوالوسلام
محترمه له ليكنى سره دى موافق يم په قلم او اند دى بركت شه
زه نورو لوستوالو ته بلنه وركوم چى تاسو دلايق په دى
څلوريزه ښه غور وكړئ
[color=darkred:aa4b0e093e]پېښور څه دی ، د انګرېز سوټه
د مرګ استازی ، د زهرو غوټه
د هر پرېوتي د شپې ټاټوبی
د هرناولي د کونې لوټه [/color:aa4b0e093e]
او له دى مخكى دزيار دا ستاينليك هم ولولئ
[color=brown:aa4b0e093e]له دغو ګردو يادونو سره سره د يوه سرلاري ويناوال په توګه د لايق ادبي ژبه د نورو همپېرو او همپوړو شاعرانواو ليکوالو په پرتله ترښايسته ډېرې کچې ديوې ــ کره پښتو ليکلارې ښکارندويي او استازندويي کوي او د اندوواند (خيال وفکر) له پلوه خورا ارته بيرته او بډايه ده .
د همدې خبرې د زباد لپاره يې څو«سپرغکې» دلته رااخلو :[/color:aa4b0e093e]
پښتو چى پاكه او سوچه شى ډيره به شه وى او دازموږ ارزو اوهيله ده
خو دازيار او لايق دوى چى كوم سوچه الفاظ ورته راليږدوى اويا يي د
شعرپه تار كى پيي دا خو زه يو كشر هم دلته په دى ازاده پاڼه كى نشم
ليكلى داد لوټى په وزن تورى يو شريف انسان نه شى كارولى او كه يي
څوك وكاروى ستايلى خو يي يوغيرشريف انسان هم نه شى
خو خير زما بى ادبى راته وبښئ او زماپه ويره كى خو نوراسره شريك شئ
هغه داچى داد پښتو په ګړندى يون كى له دى ويريږم چى هسى نه داپورتنى
پوهان څوم او څوم ستورى ونه ګرځول شى زه چى حالاتو ته ګورم نوګومان
كوم دا ويره به مى په حقيقت بدله شى خو خداى ................
په مينه
صافي
11.05.2006
ښاغلی زرملوال صاحب او درنو لوستونکو!
اسلام علیکم ،
ما سره هم کله دا تشویش پیدا شې چې زیار او امثالهم دپښتو ژبې نه څه جوړول غواړی؟
یو څوموده مخکې مې دښاغلې زیار مصاحبه دبی بی سی را دیو سره واوریده( ګمان کو م چې تر او سه به هم دبی بی سی دپښتو خپرونې په ارشیف کې وي.)
جا لبه دا وه چې زیار خپل بې خونده اختراع کړل شوی لغات په خپله نشوو تلفظ وللای نور به یی څنګه تلفظ کړی شې؟.
زما په نظر دزیار، لایق، مزدک،کاویانی، بغلانی،او دستګیر پنجشیری تر منځه په ایدیالوژکی توګه هیڅ فزق
نشته ټولو يوتالې څټلې او دیوې پایڅې نه ٠٠٠٠کوي،اود یوی خاینې اداریې مزدوران وو زما په ګمان ټول دیوې تفرقې په مرض اخته دي٠
مزدک،کاویانی،بغلانی او دستګیر ددری ژبې ریښوته تبر نیولې او زیار او لایق او پلو یانو یی دپشتو. او په بی ساری ګړندیتوپ غواړی دا دوه مشترکې ژبې په مصنوعی توګه دګډو لغاتو او کلیمو نه تصفیه کړی
او ددی دوه ژبو ترمنڅه نوره فاصله هم را منځته کړی. زه نه پوهيږم چې دا کار به چا ته ګټه ورسوي؟
larghonay1
24.05.2006
ګرانو وروڼو زرملوال او ساپى صيب سلامونه !
ستاسو ليكنې مې خوښې شوې خو خداى دې وكړي چې له موضوع ليرې نه شئ ځكه چې دلته بحث د لايق صيب په هغو شعرونو دى چې د پېښور په اړه يې ويلي او قافيه يې لوټه دى .
د زيار صيب په اړه همدومره وايم چې زما په اند هغه كس ته چې د زيار صيب مرهونه نه وي زه پښتون نه شم ويلى !
ځكه چې دغه موجوده كره او نږه پښتو دپوهاند مجاور احمد زيار صيب تخليق دى او له دې بايد هيڅوك سترګې پټې نه كړي.
پاتې شوه د لايق صيب د پاړسي شعرونو په اړه څۀ نه وايم ځكه چې پاړسوانان وايي ښه شعرونه يې دي ، په پښتو كې خو يې بې له شعاره او ښكنځلو زه نور څه نه وينم.
همدغه د سوټې شعر يې ښه بېلګه ده
لایق.....
منتظرمسید
28.05.2006
ګران ورورلرغونی لاروی صیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ .
ډیره بښنه غواړم چې یوڅه اشتباه شویده اوهغه داچې هغه لیکنه زمانه وه بلکه زمادانډیوال وه چې په خطاکې یی زماپه اکاونټ کې ثبت کړې وه .خورابه شوستاسولیکنې ته !!
ګرانه وروره ترټولودمخه خوبه ستاسودلنډۍ په اړه ولیکم چې زه په هغه ځکه نه خپه کیږم چې هرڅوک دبیان خپل اندازلري ،لایق صیب هم دپیښوریانوپه اړوندهغه دی په هغه ژبه (سوچه ژبه ) خپل دزړه بړاس ایستلی دی اوتاسوهم نوموړي ته ورته اندازکې خپل دزړه احساس څرګندکړی دی ،نوزه به څه ووایم ،په بله ژبه به دزړه دبړاس دبیان چل نه درته ،که نه داموپه دې لنډۍ کې هم بیانولای شول چې وايي :
دابرکت مې دلالي دی
چې دهمزولومنځ کې جګه غاړه ځمه
خوخیر ،زه پوه شوم چې تاسوڅه موخه درلوده .په هرصورت رابه شونوروخبروته ...
ګرانه وروره داچې ته یی دپلارسنت بولې دایوازې دزیارصیب برکت ندی ،بلکې پدې لاره کې نوروپوهانو اورښتیانیوپښتنوهم ډیرې هڅې کړې دي ،پښتوټولنه هم مه هیروه اودبي . بي .سي راډیودکارکونکولکه داوودجنبش صیب ،ګوهرعلي صیب اوداسې نورو ،هلې ځلې هم مه هیروه ،زه منم چې مجاورصیب پښتوته خدمت کړی دی اوداچې دی دکومې ایډیالوژۍ پیروؤ داماته هیڅ اهمیت نلري اوزه په دې اندیم چې هرڅوک ددې حق لري چې دخپلې خوښې سره سمه ایډیالوژي یاسیاسي نظر ځانته غوره کړي ،خوپه دې شرط چې خپله ایډیالوژي اونظرپه نوروپه زورونه تپي !!
خودښاغلي زیارصیب دله سره دپښتودجوړونې اولغات جوړونې په اړوند زمانظردادی چې ددې په ځای چې زیارصیب کیني اوله سره پښتوجوړه کړي ،داسې پښتوچې په ډیرو مواردوکې دی په خپله هم د ځینولغاتونودمانادپوهیدولپاره ، بایدخپل جوړکړي قاموس ته مراجعه وکړی ،نوښه به داوي چې دی لږ تکلیف په ځان وګالي اوکلیو،بانډوته لاړشي اودعاموخلکوسره پوښتنې وکړي اوهغه لغاتونه او اصطلا ح ګانې راژوندۍ کړی چې په پښتوکې موجودې دي .اوزه پدې ډاډیم چې په پښتوکې کابودهرڅه لپاره موږ لغات لرو،یوازې فرق به یي دومره وي چې یابه دوزیرستان په پښتوکې وي ،یابه داپریدواویاهم د افغانستان دنوروقبائلي سیمو په کلیواوبانډوکې . دپخوانۍ پښتوټولنې کارکونکواوپوهانوچې غوښتل یی پښتوبډایه اوسوچه کړي ،همداسې کول اوکله به چې څوک کابل ته دلیرې پرتو کلیواوسیمو څخه راغلل نودوی به ورنه پوښتنه کوله چې پلانی شي ته تاسوڅه وایی ؟ اوهغه به یی بیاهڅه کوله چې دودکړی .
بله داچې زیارصیب پښتوژبه دپاړسۍ یرغمله ګرځولې ده ،نوموړی دپاړسۍ ژبې مکالمې اواصطلا حات پښتوته راترجمه کوي لکه ( ګلیون ،له منځه تلل ...) اوراسې نورچې زماپه انددغه خبره سمه نده ،ځکه چې په هره ژبه کې ځینې داسې مکالمې اواصطلاحات شته چې هغه یوازې دهغې ژبې دویونکو لپاره مانا اومفهوم لری اوکه بله ژبه ته يي راواړوې نوهیڅ مانانه ورکوی ،دبېلګې په توګه :زموږپه ژبه کې یوه اصطلاح ده چې (لاس دې ترلندنه پورې خلاص ) خودغه اصطلاح که موږ په انګریزي ژبه یاکومه بله ژبه کې ترجمه کړو،نوهیڅ مفهوم نه ورکوي اوداسې نورې ډیرې مکالمې اواصطلاحات شته ...
بله داچې په هره ژبه کې دبلې یاپردۍ ژبې یوڅه ونډه وي ،اویوه ژبه چې په سلوکې پنځه ویشت دپردۍ ژبې لغاتونه ولري ،هغه سوچه بللې شو،سل په سلوکې هیڅ ژبه سوچه نشي کیدای.په پښتوژبه کې هم که دعربي ژبې ځینې لغات واوسي ،زماپه انددایوازې دپښتودبډای کیدولامل کیدای شي نه دهغې دسوچه والی دخرابیدو .. .دبیلګې په توګه که موږ منطق (سم اند)وژباړونوزماپه انددابه ځکه سمه نه وي چې دسم اند (تفکردرست )ترجمه کولای شوپه هغه صورت کې به موږ دتفکردرست لپاره څه مانایالغات جوړو؟؟ داچې منطق کلمه یالغتد پیړیوراهیسې اوس زموږپه ژبه کې دودشوی دی ،نوهغه بایدومنواویوازې دومره وکړو چې دپښتودلیکدودسره یي برابرکړواوهغه منتک ولیکو،ځکه چې دط اوق توري دپښتواصلي توري ندي اوسوچه یاعام پښتانه هغه نشي ویلای ،بلکې ط ،په ت اوق په ک تلفظ کوي .همداډول نورډیرلغات اوکلمې شته ......
رابه شودیته چې تاسودلایق په باب څه لیکلي دي ،
ګرانه وروره داچې لایق صیب ښه سړی دی که بد،یاداچې له سره سړی دی که نه ،زه څه نه وایم خوستاسوله لیکنې نه زه دومره پوه شوم چې هغه پرتاسوښه نه لګي .داچې نوموړی دکومې ایډیالوژۍ خاوندؤ یادی ،هم ماته ارزښت نه لري ، بلکې زه خوبه ووایم چې زه دهرچانظراوایډیالوژۍ ته درناوی کوم ، خوهغه تورونه چې تاسوپه لایق لګولي دي ،هغه زیارصیب ته هم متوجې کیدای شي ،ځکه چې زیارصیب هم دهماغه ګوندغړی ؤ اوله کدرونوڅخه ؤ ،لاکن تاسودزیارپه اړوند دورته تورونویادونه نده کړې بلکې دهغه څخه موننګه کړیده ،حال داچې که دتاسو تورونوچې په لایق باندې مولګولي دي ،په نظرکې ونه نیسواودغه دادب له چوکاټه وتلې شعرونه چې پدې ځای کې پرې بحث کیږي له نظره وغورځوو نوویلای شوچې نوموړی یوتکړه اوپیاوړی شاعردی ،خوتاسولدې نه سترګې پټې کړیدي چې د تاسودې کارماته شک راواچوه اوهغه داچې ترڅوچې زه خبریم تاسواوزیارصیب دیوې سیمې اوسیدونکې یاست ،خدای مه کړه چې په دې وجه دې دزیارصیب دومره ستائنه اوپلوي نوي کړی !!!!!
اوداچې مجاهدینوڅه وکړل اوکمونستانوڅه وکړل ،یاڅوک ملامت اوڅوک په حقه وو،دابله موضوع ده چې زه پکرکوم دلته به ورباندې خبرې کول له موضوع نه وتلې غوندې وي ،....
خوپه پای یاورستیاڼ کې دلایق صیب دنوموړي شعرپه هکله چې پیښوریانوته یی لیکلی دی ،دومره ویلای شم چې دداسې یوچالپاره چې ځان پوه ،ادیب ،اولایق بولي ،دورته شعرلیکل دخپلوټولوصفتونود نفي مانالري ،اودزیارصیب په شان یوه پوه اودپښتوجوړونکي !! شخصیت ته دورته شعرپه اړوندد دغسوستائنواو تعریفونولیکل هم ،دنوموړي دشخصیت په اړه ځینې پوښتنې راولاړوي ...
په درناوي
لاروی صیب
د لايق ...
larghonay1
29.05.2006
ګران مسيد صيب سلامونه !
په دې كې به دې ملتيا وكړم چې په كمونستانو كې پرچميان ډېر بد خلك وو او مونږ هيڅكله هم نه غواړو چې ډاكټر مجاور احمد زيار د سياسي مشر په توګه ومنو رابه شو د ښاغلي زيار صيب پښتو ليكدود او لغت جوړونې ته .
ما مخكې هم ليكلي وو چې پښتانه د زيار صيب د علمي او بنستيزو هلو ځلو پوروي دي .
مسيد صيب يوه ټوكه درسره كوم خداى دې وكړي چې بده ونه ګڼې او ښكنځلې راته ونه كړې او مشبه عين مشبه به ونه ګنې د پښتو يوه لنډې مې اوريدلې وه وايي:
كه دا نايان په دنيا نه واى
د پلار سنت به دې په خولې كې لګيدنه
مسيد صيب ډېره بښنه غواړم دغه لنډۍ مې د ټوكې په موخه ليكلې والله چې ستاسو والد صيب يا زيار صيب ته مې هيڅكله د بدو ويلو نيت نه دى .
موخه مې دا ده چې كه تاسو مهرباني وكړئ او د زيار صيب د همزولو ليكوالو شل كاله پخوا ليكنې رواواخلئ او د اوسنيو هغو سره يې پرتله كړئ نو باور وكړه چې زه خو داسې ليكوال نه ګورم چې د زيار صيب له ويييو يا لغتونو څخه دې ګټه نه اخلي!
دغه اوسنۍ روانه پښتو چې له بي بي سي ، ځينې نورو راډيو ګانو او ټلويزيونونو يې اورې يا يې په بېلابېلو مجلو كې لولې دا ټول د ډاكټر صيب پوهاند مجاور احمد د هڅو پايله ده.
رابه شو د لايق درناوي يا شخصيت ته ، لاندې يې ولوله :
زمانه مې د ارزالو په طرف شوه
ځكه هسكه شلمه ټيټه د شرف شوه
نه پوهېږم چې دغه پورتنى بيت به مې سم ليكلى وي او كه تېروتى به يم خو په هر حال د غه بيت دپخواني كمونيستي (پرچمي) نظام د احساساتي چارواكي سليمان لايق پر وياړ د شاعرانه ماښامي جوړولو په غونډه ښه مصداق كېداى شي .
زه نه پوهېږم چې احساس څه شو، افغانيت كومې خواته ولاړ ، ننګ او غيرت ولې ومړ، حيا او ناموس كومې خواته كډه وكړه ، ايمان او مسلماني ولې راڅخه مروره شوه او بالاخره پښتونولي مو ولې هېره كړه؟
دا سمه ده چې اوس د دې وخت راغلى چې په تور اوسپين، ښي او چپي ، كمونيست او اخواني ، نورو او نورو سره ځانونه ونه وېشو يوازې د پښتو پر غولي راټول شو خو د داسې كسانو له پاره لكه سليمان لايق د غونډو جوړول او تجليلول زما په اند له احساس ، پښتونولۍ، اسلاميت او انسانسته ليرې خبره ده.
دغه كسان فقط په دې خاطر چې پښتانه سره ونه وېشل شي نو د ملي مصلحت په خاطر يوازې د بښلو او په ټولنه كې د ازاد ژوند كولو حق لري نه دا چې ولمانځل شي، وستايل شي او غونډې ورته جوړې شي.
ځكه دوى تر اوسه د خپلې ايډيولوژۍ څخه نه دي اوښتي ، تر اوسه په خپلو كړو نه دي پښيمانه او تر اوسه يې د افغانانو په وژلو او ځورولو ينه نه ده يخه شوې.
رابه شو هغو افغانانو ته چې اوس هم د دغسې خلكو لمانځنه كوي ، ستايي يې او غوړه مالي ورته كوي . حال دا چې دا هغه خلك دي چې زموږ څخه يې دمخه د سليمان لايق د حكومت څخه كډه كړې وه، زموږ څخه به هلته هم په جهادي ګوندونو كې وړاندې وو او تر ټولو به يې ځان ښه پښتون، مسلمان او د سليمان لايق د ګوند دښمن باله اوجهادي ادبيات هم همدغو ښاغلو رامنځ ته كړل.
زه دغو ښاغلو ته وايم چې دا غونډه مو جوړه كړې ايالايق ته وايئ چې :
1. ډېر ښه دې وكړل چې د يونيم ميليون افغانانو د وژلو په پيلامه كې شريك وې؟
2. ښه دې وكړل چې د هيواد په ګوتو شمېر پوهان دې څه په ژوند او څه په مرګ له هيواد وايستل ځكه چې ستا ښاغلي د كمونيستي او پرچمي ايډيولوژۍ خلاف وو؟
3. ښه دې وكړل چې عبدالرحمان الفت، ډاكټر لودين، استاد پژاوك، پوهاند مجروح او په سلګونو د سر سړي دې له هيواد وتلو ته اړ كړل تر څو د هيواد زاړه دښمنان تورڅنګلي پنجابيان پرې ملنډې ووهي او يا يې د ګلبدين، شابدين او نورو په وسيله په بې رحمۍ ووژني؟
4. ښه دې وكړل چې د هيواد ملي شتمني علامه حبيبي دې په يوه، مېرمن يې په بله او بچيان يې په بله يو له بله سره ورك كړل؟
5. ښه دې وكړل چې علامه رشاد دې له خپلو بچيانو جلا كړ چې تر مرګه يې يو زوى په يوه،بل په بله او بل په بل هيواد كې وو د دې په خاطر چې كه ستا د لاسپوڅي ګوند ناولې ايډيولوژي ونه مني نو وبه يې وژنې، د هيواد ځوانانو تېښتې ته مخه كړه.
6. ښه دې وكړل چې ستا د لاسه د هيواد په مليونونو خويندې ميندې د پاكستان په دښتو كې سرتورې او بې پته شوې؟
7. ښه دې وكړل چې د هيواد ډېر شمېر ښاري مېرمنې دې د پاكستان هرامنډيي ته اړ ويستې ؟
8. ښه دې وكړل چې لومړى كمونيست او بيا په كمونيستانو كې هم د پښتنو دښمن پرچمى شوې؟
9. او زه نه شم كولى چې ستا ناځوانۍ وشمېرم كه له هر هغه افغان نه وپوښتې چې ستا د ايډيا مخالف و او نورو هيوادونو ته په كډه كولو اړ شوى وي نو ستا له ناځوانيو او ناخوالو به په مياشتو او كلونو درته كيسې وكړي خو خلاصې به نه شي خو زه هغو ځوانانو ته حيران يم چې څنګه ضمير لري چې بيا يې هم لايق ته د لمانځنې غونډه جوړه كړې ده؟
دوى اخر هغو خويندو ميندو ته چې د كمونيستي يرغل له لاسه بې پته شوي څه ځواب لري؟
دوى هغو كونډو، رنډو، بورو، ورارو، ځورول شويو او لوټل شويو افغانانو ته څه ځواب لري؟
دوى دې وران ويجاړ هيواد ته څه ځواب لري ؟
دوى د هيواد هغو معصومو نجونو ته څه ځواب لري چې له مور ، پلار او خېلخانې يې جلاكړي او روسيې ته يې لېږلي دي؟
په هر حال وجدان هغه محكمه ده چې قاضي نه غواړي .
كه دغه ښاغلي خپله قضاوت وكړي او ضمير ولري نو كيداى شي د لايق لمانځلو ته كوم دليل ونه لري.
دا به ومنو چې په هيواد كې وراني يوازې لايق نه ده كړې ، بلكې ټولو هيوادنيو او بهرنيو دښمنانو خپله ينه يخه كړه ، نه كمونستانو لاس ونيو، نه اخوانيانو، نه د هيواد عامو لنډه غرانو صرفه وكړه او نه دجومات طالبانو، او لا لګيا دي خو كه د وركې مشوړې سر ولټوو نو لايق هغه د قابل او هابل ځاى ناستى بللى شو ، همدا رانګه د كمونيست ګوند هر غړى د دې ناتار بنسټ ايښودونكى دى او ترڅو چې په دې هيواد كې ارامي نه وي راغلي دوى په كې شريك دي ځكه چې پيل دوى كړى. كه هرچا وراني او ويجاړي كړې زمينه ورته دوى برابره كړه او بهانه يې دوى شول.
نور زه لايق ته فقط د دې په خاطر چې اوس موږ ملي يو والي ته اړتيا لرو او په ځانګړې توګه پښتانه بايد په يو او بل نوم ځان ونه وېشي ، ټول ملي كرښې ته راشي د يو عادي افغان په سترګو ګورم ، نه د يو ستر شخصيت او داسې شخصيت چې لمانځنه يې وشي. ځكه چې خپل ضمير ته هيڅ ځواب نه لرم.
په درنښت
لايق صيب خپه كېږه مه كه دولت ځاى درنه كړي بې ضميره خلك ډېر دي چې په شاعرانه مازديګريو به دې ولمانځي.
هۍ هۍ ضميره چېرته لاړې ؟؟؟؟؟؟؟
دا لاندې شعر ته هم وګورئ چې لايق په كې پېښور يوازې او يوازې په دې ګوناه غندلى چې هغو افغانانو سره يې ښه سلوك كړى وه چې دوى ور شړلي وو :
پېښور څه دی ، د انګرېز سوټه
د مرګ استازی ، د زهرو غوټه
د هر پرېوتي د شپې ټاټوبی
د هرناولي د کونې لوټه
***
بل شعر يې دى :
ډنګه ، ډنګه ، ډنګه ډنګ
د ملا په كونه ننوت بادرنګ
***
واه
دا ده غزلبوله شاعري
لایق
سمسورازاد
29.05.2006
ګران اومحترم ورورمصلح صافي صیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ .
ترټولودمخه لدې چې دځواب په لیکلوکې ځنډراغی ،بښنه غواړم خوڅرنګه چې زه کابل ته تللې وم اوتاسوته جوته ده چې هلته دانټرنیټ اسانتیاوې نشته نونه مې شول کولای چې ستامحترم ورورپوښتنې ته ځواب درکړم .هیله ده چې زه عذربه مو منلې وي .
رابه شوپوښتنې ته ،ګرانه وروره مادخپلې لیکنې موضوع یامحتواته بدلون ندی ورکړی خوزه پکرکوم چې زماهغه لومړۍ لیکنه چې د(زیاراولایق ،دیوتکې کربوړي )ترسرلیک لاندې مې لیکلې وه ،هغه دویب پاڼې درنوکارکونکواو مسؤلینوسانسوراوله ویب پاڼې نه ډیلیټ کړې وه ،نوزه اړ شوم چې تربل عنوان لاندې دغې موضوع ته اشاره وکړم ،اوداځل مې دزیارصیب نوم ځکه نه ؤ یادکړی چې ماپکروکړچې کیدای شي دویب پاڼې کارکونکي به پدې خوابدي شوي وي چې هلته مادزیاردشخصیت !!! په اړه هم ځینې ټکي لیکلي وو.
خوزماپه اندزیارصیب دپښتوغمخورنه بلکې په غټ لاس غواړي دپښتوپښې غوڅې کړي ،ځکه چې هغه یوکلک پرچمې اوپه پرچمیانوکې کارملي وو اوکه تاد نوموړي یوشعرچې دکارمل په ستائنه کې یی ویلی دی ،ولولی نودرته جوته به شي چې هغه څوک چې کارمل ته یی دومره ژوراوکلک درناوی اوعقیده درلوده ،هیڅکله نشي کولای چې دپښتوغمخورواوسي ،ځکه چې په افغانستان کې دکارمل نه غټ اولوی دښمن دپښتوپه تاریخ کې ندی تیرشوی .
زیارپه پښتوملنډې وهي ،اودخپلوناسمواوبې بنسټه لغاتونوپه رامنځته کولو سره غواړي دپښتوژبې دودې اوپراختیامخه ونیسی اوهغه سوکه اوناګړندۍ کړي .
نالایق هم یوبې مسولیته اوبې پرنسیپه انسان دی چې اوس دپښتواوپښتنو دښمنان غواړي له هغه نه یولوی شخصیت جوړکړي .بې ویلودې نه وي پاته چې پدې وورځوکې لایق په کابل کې دی اوپښوری زوم یی جمعه خان مشهورپه صوفي هم ور سره دی اوعالمان اوپوهان غواړي دهغه دلیکلاری !!!اوشعرونوپه اړوندیوه غونډه وکړي اودنوموړي اثاروڅیړي .
یوشئ موږبایدپه یادولرو،هغه داچې دپښتواوپښتنوغلیمانوتل هڅه کړیده چې پښتواوپښتانه دپښتنوپه وسیله وځپې چې لایق اوزیاریی ډیرې ښې بیلګې دي .
په درناوي
ستاسوورور
زرملوال
29.05.2006
محترمو وروڼو اوشاغلى larghonay1 صيب سلام
محترمlarghonay1 صيب دلايق په اړه چى دى څه ليكلى ټول درسره منم
او حقايق دى رابرسيره كړى دى خو ګوره خپه نه شى داد زيار په اړه
چى دى څه ليكلى دايو ټكى به هم درسره ونه منم دپښتو خبره به ديو
څو ګړيو له پاره پريږدو ايا دا تا چى دلايق په اړه داخبرى ليكلى دى
[code:1:2a48217a18]نه پوهېږم چې دغه پورتنى بيت به مې سم ليكلى وي او كه تېروتى به يم خو په هر حال د غه بيت دپخواني كمونيستي (پرچمي) نظام د احساساتي چارواكي سليمان لايق پر وياړ د شاعرانه ماښامي جوړولو په غونډه ښه مصداق كېداى شي .
زه نه پوهېږم چې احساس څه شو، افغانيت كومې خواته ولاړ ، ننګ او غيرت ولې ومړ، حيا او ناموس كومې خواته كډه وكړه ، ايمان او مسلماني ولې راڅخه مروره شوه او بالاخره پښتونولي مو ولې هېره كړه؟
دا سمه ده چې اوس د دې وخت راغلى چې په تور اوسپين، ښي او چپي ، كمونيست او اخواني ، نورو او نورو سره ځانونه ونه وېشو يوازې د پښتو پر غولي راټول شو خو د داسې كسانو له پاره لكه سليمان لايق د غونډو جوړول او تجليلول زما په اند له احساس ، پښتونولۍ، اسلاميت او انسانسته ليرې خبره ده.
دغه كسان فقط په دې خاطر چې پښتانه سره ونه وېشل شي نو د ملي مصلحت په خاطر يوازې د بښلو او په ټولنه كې د ازاد ژوند كولو حق لري نه دا چې ولمانځل شي، وستايل شي او غونډې ورته جوړې شي.
ځكه دوى تر اوسه د خپلې ايډيولوژۍ څخه نه دي اوښتي ، تر اوسه په خپلو كړو نه دي پښيمانه او تر اوسه يې د افغانانو په وژلو او ځورولو ينه نه ده يخه شوې.
رابه شو هغو افغانانو ته چې اوس هم د دغسې خلكو لمانځنه كوي ، ستايي يې او غوړه مالي ورته كوي . حال دا چې دا هغه خلك دي چې زموږ څخه يې دمخه د سليمان لايق د حكومت څخه كډه كړې وه، زموږ څخه به هلته هم په جهادي ګوندونو كې وړاندې وو او تر ټولو به يې ځان ښه پښتون، مسلمان او د سليمان لايق د ګوند دښمن باله اوجهادي ادبيات هم همدغو ښاغلو رامنځ ته كړل.
زه دغو ښاغلو ته وايم چې دا غونډه مو جوړه كړې ايالايق ته وايئ چې :
1. ډېر ښه دې وكړل چې د يونيم ميليون افغانانو د وژلو په پيلامه كې شريك وې؟
2. ښه دې وكړل چې د هيواد په ګوتو شمېر پوهان دې څه په ژوند او څه په مرګ له هيواد وايستل ځكه چې ستا ښاغلي د كمونيستي او پرچمي ايډيولوژۍ خلاف وو؟
3. ښه دې وكړل چې عبدالرحمان الفت، ډاكټر لودين، استاد پژاوك، پوهاند مجروح او په سلګونو د سر سړي دې له هيواد وتلو ته اړ كړل تر څو د هيواد زاړه دښمنان تورڅنګلي پنجابيان پرې ملنډې ووهي او يا يې د ګلبدين، شابدين او نورو په وسيله په بې رحمۍ ووژني؟
4. ښه دې وكړل چې د هيواد ملي شتمني علامه حبيبي دې په يوه، مېرمن يې په بله او بچيان يې په بله يو له بله سره ورك كړل؟
5. ښه دې وكړل چې علامه رشاد دې له خپلو بچيانو جلا كړ چې تر مرګه يې يو زوى په يوه،بل په بله او بل په بل هيواد كې وو د دې په خاطر چې كه ستا د لاسپوڅي ګوند ناولې ايډيولوژي ونه مني نو وبه يې وژنې، د هيواد ځوانانو تېښتې ته مخه كړه.
6. ښه دې وكړل چې ستا د لاسه د هيواد په مليونونو خويندې ميندې د پاكستان په دښتو كې سرتورې او بې پته شوې؟
7. ښه دې وكړل چې د هيواد ډېر شمېر ښاري مېرمنې دې د پاكستان هرامنډيي ته اړ ويستې ؟
8. ښه دې وكړل چې لومړى كمونيست او بيا په كمونيستانو كې هم د پښتنو دښمن پرچمى شوې؟
9. او زه نه شم كولى چې ستا ناځوانۍ وشمېرم كه له هر هغه افغان نه وپوښتې چې ستا د ايډيا مخالف و او نورو هيوادونو ته په كډه كولو اړ شوى وي نو ستا له ناځوانيو او ناخوالو به په مياشتو او كلونو درته كيسې وكړي خو خلاصې به نه شي خو زه هغو ځوانانو ته حيران يم چې څنګه ضمير لري چې بيا يې هم لايق ته د لمانځنې غونډه جوړه كړې ده؟
دوى اخر هغو خويندو ميندو ته چې د كمونيستي يرغل له لاسه بې پته شوي څه ځواب لري؟
دوى هغو كونډو، رنډو، بورو، ورارو، ځورول شويو او لوټل شويو افغانانو ته څه ځواب لري؟
دوى دې وران ويجاړ هيواد ته څه ځواب لري ؟
دوى د هيواد هغو معصومو نجونو ته څه ځواب لري چې له مور ، پلار او خېلخانې يې جلاكړي او روسيې ته يې لېږلي دي؟
په هر حال وجدان هغه محكمه ده چې قاضي نه غواړي .
كه دغه ښاغلي خپله قضاوت وكړي او ضمير ولري نو كيداى شي د لايق لمانځلو ته كوم دليل ونه لري.
دا به ومنو چې په هيواد كې وراني يوازې لايق نه ده كړې ، بلكې ټولو هيوادنيو او بهرنيو دښمنانو خپله ينه يخه كړه ، نه كمونستانو لاس ونيو، نه اخوانيانو، نه د هيواد عامو لنډه غرانو صرفه وكړه او نه دجومات طالبانو، او لا لګيا دي خو كه د وركې مشوړې سر ولټوو نو لايق هغه د قابل او هابل ځاى ناستى بللى شو ، همدا رانګه د كمونيست ګوند هر غړى د دې ناتار بنسټ ايښودونكى دى او ترڅو چې په دې هيواد كې ارامي نه وي راغلي دوى په كې شريك دي ځكه چې پيل دوى كړى. كه هرچا وراني او ويجاړي كړې زمينه ورته دوى برابره كړه او بهانه يې دوى شول.
نور زه لايق ته فقط د دې په خاطر چې اوس موږ ملي يو والي ته اړتيا لرو او په ځانګړې توګه پښتانه بايد په يو او بل نوم ځان ونه وېشي ، ټول ملي كرښې ته راشي د يو عادي افغان په سترګو ګورم ، نه د يو ستر شخصيت او داسې شخصيت چې لمانځنه يې وشي. ځكه چې خپل ضمير ته هيڅ ځواب نه لرم.
په درنښت
لايق صيب خپه كېږه مه كه دولت ځاى درنه كړي بې ضميره خلك ډېر دي چې په شاعرانه مازديګريو به دې ولمانځي.
هۍ هۍ ضميره چېرته لاړې ؟؟؟؟؟؟؟ [/code:1:2a48217a18]
نو ايا دازيار صيب له كومى خوا دهډى دپير صيب
مريد شو چى تا له دى خبرو مستثنا كړى دى ؟
ايا زيار دهماغه ناولى نظام يوه وتلى څيره نه ده ؟
په مينه
Re: د لايق ...
منتظرمسید
29.05.2006
ګران ورورلرغونی لاروی صیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ .
ډیره بښنه غواړم چې یوڅه اشتباه شویده اوهغه داچې هغه لیکنه زمانه وه بلکه زمادانډیوال وه چې په خطاکې یی زماپه اکاونټ کې ثبت کړې وه .خورابه شوستاسولیکنې ته !!
ګرانه وروره ترټولودمخه خوبه ستاسودلنډۍ په اړه ولیکم چې زه په هغه ځکه نه خپه کیږم چې هرڅوک دبیان خپل اندازلري ،لایق صیب هم دپیښوریانوپه اړوندهغه دی په هغه ژبه (سوچه ژبه ) خپل دزړه بړاس ایستلی دی اوتاسوهم نوموړي ته ورته اندازکې خپل دزړه احساس څرګندکړی دی ،نوزه به څه ووایم ،په بله ژبه به دزړه دبړاس دبیان چل نه درته ،که نه داموپه دې لنډۍ کې هم بیانولای شول چې وايي :
دابرکت مې دلالي دی
چې دهمزولومنځ کې جګه غاړه ځمه
خوخیر ،زه پوه شوم چې تاسوڅه موخه درلوده .په هرصورت رابه شونوروخبروته ...
ګرانه وروره داچې ته یی دپلارسنت بولې دایوازې دزیارصیب برکت ندی ،بلکې پدې لاره کې نوروپوهانو اورښتیانیوپښتنوهم ډیرې هڅې کړې دي ،پښتوټولنه هم مه هیروه اودبي . بي .سي راډیودکارکونکولکه داوودجنبش صیب ،ګوهرعلي صیب اوداسې نورو ،هلې ځلې هم مه هیروه ،زه منم چې مجاورصیب پښتوته خدمت کړی دی اوداچې دی دکومې ایډیالوژۍ پیروؤ داماته هیڅ اهمیت نلري اوزه په دې اندیم چې هرڅوک ددې حق لري چې دخپلې خوښې سره سمه ایډیالوژي یاسیاسي نظر ځانته غوره کړي ،خوپه دې شرط چې خپله ایډیالوژي اونظرپه نوروپه زورونه تپي !!
خودښاغلي زیارصیب دله سره دپښتودجوړونې اولغات جوړونې په اړوند زمانظردادی چې ددې په ځای چې زیارصیب کیني اوله سره پښتوجوړه کړي ،داسې پښتوچې په ډیرو مواردوکې دی په خپله هم د ځینولغاتونودمانادپوهیدولپاره ، بایدخپل جوړکړي قاموس ته مراجعه وکړی ،نوښه به داوي چې دی لږ تکلیف په ځان وګالي اوکلیو،بانډوته لاړشي اودعاموخلکوسره پوښتنې وکړي اوهغه لغاتونه او اصطلا ح ګانې راژوندۍ کړی چې په پښتوکې موجودې دي .اوزه پدې ډاډیم چې په پښتوکې کابودهرڅه لپاره موږ لغات لرو،یوازې فرق به یي دومره وي چې یابه دوزیرستان په پښتوکې وي ،یابه داپریدواویاهم د افغانستان دنوروقبائلي سیمو په کلیواوبانډوکې . دپخوانۍ پښتوټولنې کارکونکواوپوهانوچې غوښتل یی پښتوبډایه اوسوچه کړي ،همداسې کول اوکله به چې څوک کابل ته دلیرې پرتو کلیواوسیمو څخه راغلل نودوی به ورنه پوښتنه کوله چې پلانی شي ته تاسوڅه وایی ؟ اوهغه به یی بیاهڅه کوله چې دودکړی .
بله داچې زیارصیب پښتوژبه دپاړسۍ یرغمله ګرځولې ده ،نوموړی دپاړسۍ ژبې مکالمې اواصطلا حات پښتوته راترجمه کوي لکه ( ګلیون ،له منځه تلل ...) اوراسې نورچې زماپه انددغه خبره سمه نده ،ځکه چې په هره ژبه کې ځینې داسې مکالمې اواصطلاحات شته چې هغه یوازې دهغې ژبې دویونکو لپاره مانا اومفهوم لری اوکه بله ژبه ته يي راواړوې نوهیڅ مانانه ورکوی ،دبېلګې په توګه :زموږپه ژبه کې یوه اصطلاح ده چې (لاس دې ترلندنه پورې خلاص ) خودغه اصطلاح که موږ په انګریزي ژبه یاکومه بله ژبه کې ترجمه کړو،نوهیڅ مفهوم نه ورکوي اوداسې نورې ډیرې مکالمې اواصطلاحات شته ...
بله داچې په هره ژبه کې دبلې یاپردۍ ژبې یوڅه ونډه وي ،اویوه ژبه چې په سلوکې پنځه ویشت دپردۍ ژبې لغاتونه ولري ،هغه سوچه بللې شو،سل په سلوکې هیڅ ژبه سوچه نشي کیدای.په پښتوژبه کې هم که دعربي ژبې ځینې لغات واوسي ،زماپه انددایوازې دپښتودبډای کیدولامل کیدای شي نه دهغې دسوچه والی دخرابیدو .. .دبیلګې په توګه که موږ منطق (سم اند)وژباړونوزماپه انددابه ځکه سمه نه وي چې دسم اند (تفکردرست )ترجمه کولای شوپه هغه صورت کې به موږ دتفکردرست لپاره څه مانایالغات جوړو؟؟ داچې منطق کلمه یالغتد پیړیوراهیسې اوس زموږپه ژبه کې دودشوی دی ،نوهغه بایدومنواویوازې دومره وکړو چې دپښتودلیکدودسره یي برابرکړواوهغه منتک ولیکو،ځکه چې دط اوق توري دپښتواصلي توري ندي اوسوچه یاعام پښتانه هغه نشي ویلای ،بلکې ط ،په ت اوق په ک تلفظ کوي .همداډول نورډیرلغات اوکلمې شته ......
رابه شودیته چې تاسودلایق په باب څه لیکلي دي ،
ګرانه وروره داچې لایق صیب ښه سړی دی که بد،یاداچې له سره سړی دی که نه ،زه څه نه وایم خوستاسوله لیکنې نه زه دومره پوه شوم چې هغه پرتاسوښه نه لګي .داچې نوموړی دکومې ایډیالوژۍ خاوندؤ یادی ،هم ماته ارزښت نه لري ، بلکې زه خوبه ووایم چې زه دهرچانظراوایډیالوژۍ ته درناوی کوم ، خوهغه تورونه چې تاسوپه لایق لګولي دي ،هغه زیارصیب ته هم متوجې کیدای شي ،ځکه چې زیارصیب هم دهماغه ګوندغړی ؤ اوله کدرونوڅخه ؤ ،لاکن تاسودزیارپه اړوند دورته تورونویادونه نده کړې بلکې دهغه څخه موننګه کړیده ،حال داچې که دتاسو تورونوچې په لایق باندې مولګولي دي ،په نظرکې ونه نیسواودغه دادب له چوکاټه وتلې شعرونه چې پدې ځای کې پرې بحث کیږي له نظره وغورځوو نوویلای شوچې نوموړی یوتکړه اوپیاوړی شاعردی ،خوتاسولدې نه سترګې پټې کړیدي چې د تاسودې کارماته شک راواچوه اوهغه داچې ترڅوچې زه خبریم تاسواوزیارصیب دیوې سیمې اوسیدونکې یاست ،خدای مه کړه چې په دې وجه دې دزیارصیب دومره ستائنه اوپلوي نوي کړی !!!!!
اوداچې مجاهدینوڅه وکړل اوکمونستانوڅه وکړل ،یاڅوک ملامت اوڅوک په حقه وو،دابله موضوع ده چې زه پکرکوم دلته به ورباندې خبرې کول له موضوع نه وتلې غوندې وي ،....
خوپه پای یاورستیاڼ کې دلایق صیب دنوموړي شعرپه هکله چې پیښوریانوته یی لیکلی دی ،دومره ویلای شم چې دداسې یوچالپاره چې ځان پوه ،ادیب ،اولایق بولي ،دورته شعرلیکل دخپلوټولوصفتونود نفي مانالري ،اودزیارصیب په شان یوه پوه اودپښتوجوړونکي !! شخصیت ته دورته شعرپه اړوندد دغسوستائنواو تعریفونولیکل هم ،دنوموړي دشخصیت په اړه ځینې پوښتنې راولاړوي ...
په درناوي
larghonay1
30.05.2006
يارانو ته سلامونه !
ګرانو زه ستاسو ټولو د احساساتو هركلى كوم دلته هر څوك كولى شي د منطق له مخې خپل نظر څرګند كړي . په ځانګړې توګه د زرملوال او مسيد صيب .
د لايق په اړه زما نظر مو په پورته ليكنه كې ولوست . اوس راځم د زرملوال صيب ليكنې ته چې ليكلي يې دي:
اقتباس :
نو ايا دازيار صيب له كومى خوا دهډى دپير صيب
مريد شو چى تا له دى خبرو مستثنا كړى دى ؟
زرملوال صيب ښه مو ليكلي خو فكر كوم چې ما هم له زيار صيبه نه دي غوښتي چې زمونږ د جومات ملا يي وكړي.
ما په خپله ليكنه كې دا هم ليكلي چې مونږ نه غواړو زيار صيب د كوم سياسي مشر په توګه ومنو.
اوس هم وايم چې د زيار صيب په عقيده او ايډيولوژۍ زما غرض نشته زه يې يوازې پښتو پوهنې ته عقيده لرم او بس .
دا چې د لته مې د زيار د ايډيولوژۍ په اړه څه نه دي ليكلي اود لايق په اړه مې ليكلي نو يو خو دا چې زيار د پرچمي رژيم پر وخت هم كوم وزير نه و كيدى شي هسې هورا هورا چيغې يې كړې وي او خپل وخت يې تېر كړى وي او بله دا چې دلته د دې بحث چورليز زيار نه بلكې لايق دى او په كابل كې په دې ورځو كې زيار ته نه بلكې لايق ته غونډې جوړېږي او بله مې دا ټوكه واوره : يوه ورځ له يوه قاتل او پاټكي قومندان څخه يې كوم ملګري پوښتلي وو چې د دې دومره قتلونو سره سره لمانځه ته هم مخكې كېږې يانې د جمع لمونځ وركوې ؟
هغه ورته ويلي وو: د دې له پاره چې د ښو او بدو توله مې برابره شي!
نو زما په نظر د لايق او زيار توپير په همدې كې دى چې زيار كه پرچمى و نو پښتو ته يې هم نه ستړي كيدونكې هلې ځلې كړي دي او يو څه توله يې برابره كړې او لايق خو كه څو شعرونه ويلي هغه هم ډېر يې ځان په پاړسي ستړى كړى،پښتويې نيمې سپكې سپورې ، نيم شعارونه او په هغو لومړيو وختونو كې چې يو څه سپېڅلى و د چونغر شاعري يې كړې چې هغه يې هم د نورو ښكنځلمارو شعرونو تر سيوري لاندې كړې ده.
[color=red:4b27090454]اوس د مسيد صيب خبروته راځم . [/color:4b27090454]
مسيد صيب باور وكړه ستا ليكنه مې خوښه شوه . تر ډېره منطقي وه. زه يوازې د زيار نه بلكې د ټولو هغوښاغلو لكه تا چې ياد كړي ګوهر، جنبش، ايمل پسرلي، بي بي سي او نورو ځان پوروړى بولم خوپه دې بحث كې زيار يو څه څنډوهل شوى و نو ځكه يې ما ملاتړ وكړ.
خو مسيد صيب كه خپه كېږې نه دا يوه خبره دې له منطقه يو څه ليرې ده ، هغه دا چې تا څو څو ځلې په تكرار ويلي چې (تا په لايق كوم تورونه لګولي دي) وروره په ايمان يې وايه چې ما په لايق كوم تور لګولى دى ؟
شعرونه يې ستا پر وړاندې او ايډيولوژي يې هم .
هغه پخپله تر اوسه په خپل پرچمي توب، د كارمل په ملګريتوب، او نورو كړنو نه دى منكر نو ته دې ته د كوم منطق له مخې تورونه وايې؟
مسيد صيب تاسو يوه بله خبره هم ليكلې چې فكر كوم په زيار صيب به تور وي!
هغه دا چې زيار صيب خو داسې كوم ويى نه دى جوړ كړى چې مونږ يې په كومو قبايلو پښتنو كې معادل بيامومو. او كه وي نو مهرباني وكړه راويې ښيه مونږ به يې هم هيڅكله د زيار صيب په نوي جوړ شوي ويي بدل نه كړو .
او بله دا چې پښتو ژبه يوازې د زيارصيب اجاره نه بلكې د ټولو پښتنو ده نور دې هم خداى تكړه كړي چې نوي لغات جوړ كړي هغه بيا د ټولنې او خلكو كار دى چې د چا لغت يې زړونواو ليكنوته لار بيامونده وادې يې خلي.
له مسيد صيب نه يوه ګيله هم لرم هغه دا چې د ده په اند زه د زيار صيب دسيمې يم او په دې خاطر ترې دفاع كوم ؟
دا ډېره بې انصافي ده زه لومړى د زيارصيب د سيمې نه يم او دويم دا چې باور وكړئ چې دغه د سيمه پرستۍ خوسا مفكوره مې ډېره بده راځي او دغه په كور كې كوركي جوړول راته ډېر سپك ښكاري.
يوازې د پښتو په تور مې دې څوك نه نيسي دا مې حق دى ، خپله ژبه مې ده، په وده او پرمختګ يې خوښېږم او بس.
بيا هم ستاسو د ليكنې ژبه ډېره خوږه او معياري وه ، كه يوڅو تېرې او تېزې خبرې راته وكړې هم زه د داسې خلكو لاروى يم چې پښتو سمه ليكي . نور زما او ستا په كومه ځانګړې ګټه لانجه نه ده بلكې زما په خيال دواړه د پښتو د ودې له پاره لاس پښې وهو.
په همدې هيله
لرغونى لاروى
منتظرمسید
30.05.2006
ګرانه وروره لاروی صیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ .
وروره بې ټوکودرته وایم چې خوږه ژبه لرې ،ښه سړی هم یی اوپرپښتودې هم خوابدیږي ،لاکن زه هم درنه په ځینوځایوکې ګیله لرم هغه داچې دتاسوخوندې خوږژبی کس بایدداسې الفاظ ونه کاروي چې دمقابل لوري (پداسې حال کې چې هغه ونه پیژني چې څوک اوڅنګه کس دی ) دخوابدۍ یاسپکاوي لامل وګرځي ،لکه تاسوچې په خپله لیکنه کې لیکئ :
[color=brown:0d331491c0](خو مسيد صيب كه خپه كېږې نه دا يوه خبره دې له منطقه يو څه ليرې ده )،[/color:0d331491c0]
نوګرانه وروره که دلته مود(له منطقه یوڅه لیرې ده ) پرځای داسې لیکلي وای چې (دایوه خبره دې لږسمه نده ) نوزه پکرکوم چې هم به زه پوه شوی وای چې تاسوڅه موخه درلوده اوهم به دخبرې هغه تریخوالی اوزیږوالی له منځه تللې ؤ، خوبیاهم په هرصورت ،زه بیاهم وایم چې ستاسولیکنې اواحساس ته درناوی لرم اوباوردې وشه چې راباندې ښې لګي اوزما داحساس اوجذباتوسره ورته والی اونژدیوالی لري .
رابه شودیته چې تاسولیکئ :
[color=brown:0d331491c0](زيار صيب خو داسې كوم ويى نه دى جوړ كړى چې مونږ يې په كومو قبايلو پښتنو كې معادل بيامومو. او كه وي نو مهرباني وكړه راويې ښيه مونږ به يې هم هيڅكله د زيار صيب په نوي جوړ شوي ويي بدل نه كړو) . [/color:0d331491c0]
لاروی صیب تاسوبایدپدې هم پوه واست چې زه پخپله له زیارصیب سره نه کومه دښمني لرم اونه مخالفت ،هغه خبرې چې وړاندې مادنوموړي دلغات جوړونې په اړوندلیکلې وې ،هدف مې یوازې اویوازې داووچې دنوموړي په لغاتوکې ځینې داسې لغات شته چې هغه اصلاپه خوله هم سم نه راځي اوددې لپار ه چې وګړي وکړای شي هغه زده کړي نوکالونوته به اړتیاوي ،لاکن ځینې داسې لغات هم شته چې ژرپه ذهن کې کیني اوزده کړه یی له ستونزوسره نه وي مله ،لکه ناروغپاله ،میلمه پاله ،وړکتون ،اوداسې نور..
اوزماپه انددداسې لغاتونویانومونوجوړول لکه داوونۍ دورځونومونه (یوه نۍ ،دوونۍ ،درې نۍ .....) داځکه سمه نده چې موږداوونۍ ورځولپاره نومونه لرو،یوازې په دومره توپیرسره چې هغه زموږلاندې وروڼه پښتانه کاروي ،لکه ( جومه ،خالي ،ایتوار....) نوددې لپاره چې موږنوي نومونه ورته اختراع کړو ،ښه به داوي چې هغه شته نومونه دوداومروجه کړو ،خوکه څوک بیاداووايي چې نه هغه دلاندې پښتنونومونه دي ،هغه نوبیابله خبره ده چې ځانته ځانګړی بحث اوخبرې اترې غواړي .
اوداچې تاسولیکئ چې :
[color=brown:0d331491c0][color=brown](له مسيد صيب نه يوه ګيله هم لرم هغه دا چې د ده په اند زه د زيار صيب دسيمې يم او په دې خاطر ترې دفاع كوم ؟ [/color:0d331491c0]
[color=#444444:0d331491c0]دا[/color[color=brown]] ډېره بې انصافي ده زه لومړى د زيارصيب د سيمې نه يم او دويم دا چې باور وكړئ چې دغه د سيمه پرستۍ خوسا مفكوره مې ډېره بده راځي او دغه په كور كې كوركي جوړول راته ډېر سپك ښكاري.
يوازې د پښتو په تور مې دې څوك نه نيسي دا مې حق دى ، خپله ژبه مې ده، په وده او پرمختګ يې خوښېږم او بس). [/color:0d331491c0][/color]
ګرانه وروره ګیله مودسرپه سترګو،یوځل بیادرنه بښنه غواړم که ستاسودخوابدۍ لامل ګرځیدلې وم اوخپله خبره بیرته اخلم .اوخدای دې وکړي چې په خپله لويي سره مې وبښئ .
نورنوستاسودبري په هیله [color=#444444:0d331491c0][/color:0d331491c0][color=#444444:0d331491c0][/color:0d331491c0]
larghonay1
01.06.2006
گران منظر مسید صیب سلامونه !
ښاغليه زه بښنه غواړم چې ستوغه ژبه مې كارولې خو باور وكړه چې دېرش كاله عمر مې ټول د اوور او وير سره تېر شوى او تاسو ته به معلومه وي چې اكثره افغانان رواني ستونزې لري خو باور وكړه چې له قصدا نه بلكې رانه به ليكل شوي وي چې پرې پښيمان يم.
خو دا چې احساس مو سره ورته والى لري لامل يې دا دى چې درد مو شريك دى نو خداى دې وكړي چې تاسو هم له ما خپه نه شئ
او د هيواد دحالاتو په نظر كې نيولو سره زما زشتې خبرې هم په نرمو او هغه د ملايانو خبره په ملايمو خبرو ومنئ
په درنښت
منتظرمسید
01.06.2006
ګرانه وروره لرغونی لاروی صیب
بیاهم زماسلامونه اوښې هیلې ومنئ ،
لاروی صیب پدې کې به موهم خیرؤ ،ځکه دهمدغوخبروبرکت ووچې دادی موږ سره پدې پوه شوچې لاره مویوه ده،هدف مویودی ،خوږاودردمویودی ،او احساس مویودی.زماپه انددایوه لویه نیکمرغي ده چې دوه پښتانه سره دزړه په حال پوه شول اوپه یوه خوله شول ،نورداچې کله ناکله که دنظراختلاف راته ،هغه نوطبعي شی دی ،خوهغه بایدهرګززموږددښمنۍ اوتربګنۍ لامل ونه ګرځوو،زماپه اندهغه څه چې موږسره نژدې کوي ،هغه مهم دی اوهغه زموږویاړلې اوتاریخي ګډه ژبه پښتوده ،چې دودې اوسمسورتیالپاره به یی دنوروبااحساسه پښتنوترڅنګه اوږه په اوږه هلې ځلې اوهاندکوو.
ستاسودنیکمرغه ژونداوبري په هیله
د لايق سوچه ژبه ....
larghonay1
04.06.2006
ګران[color=blue:575d5b1821] منتظر مسيد صيب [/color:575d5b1821]له درناوي سره !
كه څه هم موضوع د لايق سوچه ژبه ده خو خبرې بل خوا لاړه ، بيا هم په همدې نوې موضوع غواړم وليكم .
[color=white:575d5b1821]منتظر صيب [/color:575d5b1821]كيدى شي زما نظر سم نه وي خو كاشكې د خپل نظر له پاره يو څه دلايل راوړې چې پرې قانع شو.
تاسو ليكلي :
[color=red:575d5b1821]اقتباس
... یوازې دومره وکړو چې دپښتودلیکدودسره یي برابرکړواوهغه منتک ولیکو[/color:575d5b1821]
له دې نظر سر ه دې زه تر هغې جوړ نه يم چې قانع مې نه كړې .
ما هم يو وخت همداسې نظر درلود چې معنى به مې مانا ليكله، معلوم به مې مالوم ليكلو،خوشحال خوشال او منطق منتك چې اوس يې نه ليكم.
ځكه دغه عربي يا پاړسي ويونه دي ، ځانګړى جوړښت لري كه مونږ يې په جوړښت كې ګوتې ووهو نو ستونزې راولاړوي دبېلګې په توګه :
معلوم كه مونږ د مالوم په بڼه وليكو نو مالوم له الم څخه اخيستل شوى چې درد ته وايي ، نو په قاموسونو كې موندل به يې هم ستونزمن شي.
بل خوشحال پاړسي ويى دى كه مونږ يې د خوشال په بڼه وليكو نو سمه مانا نه ښندي . ځكه چې دا له دوو ويونو مركب ويى دى چې لومړى يې خوش او دويم يې حال دى چې د خوشحال مانا ښندي نو كيدى شي په ګانده كې ستونزې راولاړې كړي .
زه خو وايم تر هغې دې عربي راغلي ويونه كارول كېږي ترڅو چې ژبپوهانو ورته يا له پښتني لهجو او يا نوى وى نه وي جوړ كړى .
مونږ بايد دومره خپله ټولنه وروسته پاتې او له نوښتونو سره مخالفه اموخته نه كړو چې منطق يې ورته له پلرونو پاتې دى پشنهاد يې ورته له پلرونو پاتې دى نو وړانديز نه مني يا د وړانديز د منلو جوګه نه ده.
زمونږ ټولنه هم د نورو ټولنو په څېر استعداد لري هغوى چې نوي ويونه جوړوي او عامه وي يې مونږ ولې په منځنۍ پېړۍ كې پاتې و اوسو.
بله دا چې تجروبو وښوده چې زمونږ ټولنه نوي ويونه منلى، زغملى او پرې پوهيدلى شي ،هغه اوسنۍ خپرونې دي چې تر ډېرې كچې نوي ويونه كاروي په تېره راډيوګانې . په داسې حال كې چې ډېر اوريدونكي يې نالوستي دي . پرې پوهيدل خو څه چې په جوماتونو او دوكانونو كې شننې هم پرې كوي.
د پښتنو د مډرن كېدو په هيله
نقاد
04.06.2006
ﻻروی صيب او منتظر مسيد صيب ته سلامونه !
ستاسوجالب بحثونه ، چې د پښتو په اړه مو کړي ، ما له پاره پر سليمان ﻻيق د ناجالبه بحث ترشا راڅخه له ګډون پرته تير شوي دي . خو ﻻروي صيب په زور او تيروتنه کې چې د منتظر مسيد صيب پر ځای يې زه مخاطب کړی وم، دې بحث ته راښکلی يم. په هرصورت د ﻻوري سره هم اندی يم چې د معنی له مخې منطق له منتک ، صادق له سادک ، طريقه له تريکې ، طارق له تارک ، قيمت له کيمت او قول له کول څخه ژغوري !
خو که زمونږ منلی منتظر ورور دې ته منتظر وي چې ق، ط، ص ، ض او نور عربي توري د پښتو له الفبا څخه وباسو، ځکه چې ويل يې سخت دي، نو دده په خاطر به پرې سوچ وکړو، خو بری به مو خدای خبر که په برخه شي .
د وړانديز او سمانديز په هکله هم د ﻻروي صيب دﻻيل راته پرځای (موجه) بريښي :
وګورئ که له عرب پرته بل څوک د منتطق کلمه اوري نو تر څو پورې يې چې د منطق تعريف نه وي زده کړی ، تر هغه وخته پورې يواځې د منط د کمې له اوريدلو څخه د هغه پر مفهوم او معنی نه پوهيږي . اوګلهچې خداي زده په کومو لوړو صنفونو کې د منطق تعريف زده کړي او هغه له ډيرو ظبتولو وروسته د منطق له کلمې سره په مېخانيکي او ظاهري توګه ونښلوي، نو تر ډيره ورته روښانه نه وي چې دا مفهوم او دا کلمه ؟ دا خو کوم سيخ تړاو سره نه لري نو(د) منطق (مفهوم) ته ولې منطق وايي ؟
مفهوم يې د صحيح فکر کولو علم = د سم اند پوهه يا سماند پوهنه ده . سماندتوګه يې هم بللی شو، ځکه که توګه علمي توګه وي نومنطق د سم اند علمي توګه يا لنډ : سماندتوګه ده ، او سمانديز يې ستاينی (صفت) يعنې منطقي ته وايي . که سم اند ، سمانديز ، سماندتوګه او سماندپوهه ټول په پښتو ولرو ، د عربي له نطق او منطق څخه ،چې داند ، سم اند او د سم اند له پوهنې ، سماندپو هې او سماند توګې سره هيڅ تړاونه لري او يا ډير ليرې تړاو لري ، څه غواړو ؟؟؟ ځکه نطق يا خبرې خو غلطې هم وي او زياتې غلطې وي، نو د خبرو هنر حتمأ د سم اند يا صحيح فکرکولو معنی نه لري، او بيا دخبرو هنر ته خوديالکتيک او ريتوريک هم وايي ښايي عربو
پر Dialektic باندې د Logic ګمان کړی وي او له لرغوني يونان څخه ددغې کلمې په غلا کې تيروتي هم وي او دديالکتيک نوم منطق يې پر لوژيک ايښی وي . آ خو تاسو ته ښه معلومه ده چې د عربو په نادود خو يو خدای او رسول ښه پوهيږي . والسلام
لایق.....
منتظرمسید
04.06.2006
ګرانوا ودرنووروڼوښاغلی لاروی صیب اونقادصیب !
سلامونه اوښې هیلې ومنئ .
لاروی صیب ترټولودمخه خوبایدووایم چې ماتاسوته یوشخصي پیغام در لیږلی دی ،هغه خوولولی ،ورپسې به راشودبحث موضوع ته :
لاروی صیب ستاسوخبره په ځای ده ،لمړی خوداچې دعربي ځینې توري چې د پیړیوپه اوږدوکې زموږپه ژبه کې دودشويدي ،که په خپل حال پریږدو،نوپکرکوم چې هغه به یوازې اویوازې زموږ دژبې دبډای کیدواوودې لامل وګرځي ،خوکه څوک وايي چې نه اوس وخت راغلی دی چې دهغوی ټغرسوکه ،سوکه ورټول کړو،نو زماپه اندهغه بایدپه بشپړه توګه ایسته شي اوپه پښتوکې ونه لیکل شي ،داسې نه چې معلوم ،مالوم ،صاحب= صیب ،یعني = یاني او... ولیکم اوپه هماغه لیکنه کې بیاعلم = علم ولیکو.مامخکې هم لیکلي ووچې که تاسووګورئ نودنړۍ په ټولوژبو کې دبلې ژبې یانوروژبویوه سلنه هرومرووي ،چې زماپه اندداسانتیالپاره وګړو منلې وي اودافهام اوتفهیم په لاره کې مرسته کوي ،خودنوروژبویابلې ژبې لغتونو ته یی دخپلې ژبې په چوکاټ کې بدلون ورکړی وي ،لکه دلاتینې ژبه ډیرلغات شته چې په اروپایی ژبوکې دود دي ،خوپه هره ژبه کې دهغې ژبې دلیکدوداوتلفظ سره سم ورته بدلون ورکړل شویدی . دبیلګې په توګه دانقلاب ټکی چې په انګیزي کې ورته ریوولوشن وایی ،اماپه روسي کې دغه ټکې بیاریوالیوڅیااوپه فرانسوي او هیسپانوي کې یی ریوالیوسیون تلفظ کوي ،همدارنګه شراب چې عربي ټکی دی په قزاقي ژبه یی شروپ تلفظ کوي ،نوپدې حساب که موږ خراب په خراپ ،فکرپه پکر،معلوم په مالوم او... تلفظ کړو،زماپه اندچې دژبودقوانینواواصلودټغرنه به مو پښه اوږده نه وي غزولې .
بله داچې تاسودژبې دمډرن کیدوخبره یاده کړې وه،زماپه اندداسمه ده چې موږبایددزمانې سره سم ګام پورته کړو،خوکه تاسودنړۍ نورووګړوته وګورئ چې غواړي خپلې ژبې مډرنې کړي ،نوهغوی هڅه کوي چې دژبې په لیکدوداوګړدودکې اسانتیاوې رامنځ ته کړي ،دساري په توګه به انګریزي ژبه راواخلو: نن ورځ امریکایان پدې هڅه کې دي چې دانګریزۍ ژبې لیکدودته داسانتیالپاره بدلون ورکړي اوهغه داسې ولیکي چې دویلویاتلفظ سره سمون ولري د بیلګې په توګه
color , coulor ولیکي ترڅودنورژبودوګړولپاره دهغې زده کول اسانه واوسي .
نوموږهم ددې لپاره چې پښتومومډرنه کړې وي ،(زماپه اند) بایدهڅه وکړوچې هغه په لیکلواوویلوکې اسانه کړو،نه داچې هغه نه یوازې دنوروژبودکسانولپاره چې غواړي پښتوزده کړي ،ستونزمنه کړو،بلکې دخپلووګړولپاره هم ترې نوې ژبه جوړه کړو .ترڅوچې دمډرن کولوموضوع ده ،نو(زماپه اند) هغه دامانانلري چې موږ دې راپورته شوپښتودې له سره جوړه اواختراع کړولکه زموږځینې وروڼه اوپوهان چې هڅه کوي .بلکې که غواړوچې پښتومډرنه کړونوځینې هغه لغتونه چې دوخت په تیریدوسره رامنځته کیږي ،هغه بایدخپل کړواودخپلې ژبې سره سمون ورکړو لکه راډیو،تلویژیون ،کمپیوټر... اونور،نه داچې راډیوته (ږغ دبلی ) ،ټلویژیون ته (انځورډبلی ) یاکمپيوټرته (حسابونکې ) ووایوځکه چې په هغه صورت کې به مو یوازې خپلو(غلیمانو!!!)ته داموقع په لاس ورکړې وي چې پرپښتوملنډې وواهي ( لکه چې ځینې کسانوداملنډې پخواهم وهلې دي !!!!).
رابه شودښاغلي نقادصیب خبروته .
که زموږموخه دژبې نه داوي چې هغه دپوهاوي اوراکړې ورکړې یوه وسیله ده ،نو زه پکرکوم چې دسم اندپه پرتله به زموږ عام وګړي دمنطق په مانااومفهم ډیر پوه شي ،خوکه هدف موداوي چې نه موږسوګندکړی دی چې دعربي ژبې لغتونه یا ويي به له پښتونه باسو،نودابه ځکه راته ستونزمنه وي چې په نړۍ کې داسې هیڅ ژبه نه شته چې هغه دې سل په سلوکې سوچه واوسي ،په هره ژبه کې دبلې یانوروژبوڅه ناڅه لغتونه هرومرووي ،نوکه زموږپه ژبه کې هم دعربي ژبې ځینې لغات واوسي (زماپه اند) دابه دپښتودبډای کیدولامل وي نه دنیمګړتیا.ځکه چې په عربې کې به دسم اندلپاره هم ځانته بیل ویی یالغت وي ،اماپه پښتوکې دپیړیوپه اوږدوکې دمنطق لپاره داسې یولغت نه وو اوسم اندیوه مرکبه افاده ده چې زماپه انددمنطق لپاره وړ نه ښکاري ،ځکه چې منطق مرکبه کلیمه نده ،نوکه موږپه پښتوکې منطق ،منطق وکاروو،دابه دپښتودسوچه والي په لاره کې کوم خنډ نه وي ،بلکې هغه به لا پراخه کړي .
اونقادصیب زه له پښتوڅخه دط،ق،ع دتورودایسته کولومنتظرنه یم ،بلکې زه لکه پورته مې چې یادونه وکړه ،وایم چې که موږپه ځینومواردوکې دع په ځای (ا) کاروو، دق په ځای ک کاروواو.... نوراځئ چې یاخوپه ټولومواردوکې ورنه کارواخلویاهم په ځینوکې هم ورنه کاروانه خلواوداومنوچې داهم دپښتوتوري دي چې دوخت په تیریدوسره اوپښتوخپل کړیدي .
ستاسوورڼودبري اوښه ژوندپه هیله
نقاد
04.06.2006
دروند منتظر مسيدصيب او محترم ﻻروی صيب ښې چارې !
دا زمونږ توره نه وه چې عربي يا فارسي وييزونه مو و اخيستل، بلکې د عربو او ايرانيانو عملي او کلتوري ښکيلاک او تسلط و چې مونږ يې اړويستو څو د بادارانو په امرونو پوه شو او ددوی ژبې لومړی کورکورانه د خپل ژوند د ژغورلو او بيا ددوی دکلتوري غلامۍ له پاره زده کړو او پرې وياړ هم وکړو چې د خپل قام او اولس څخه په دې توګه د بادارانو په نظر کې لوړ او دهغوی د چوپړيانو په ليکه کې وشميرل شو. کله چې د ايران ژبخبری او ژبآګاه اولس د عربو له ژبييز ښکيلاک څخه ځان خلاصولو ، پښتنو ترې دومره زدکړه نه کوله چې دوی هم خپله ژبه نه يواځې له عربي ، بلکې د فارسي له ښکيلاک څخه هم آزاده کړي، نو د غور پښتنوشاهانو دعربي ژبې رسميت د دغې سيمي څخه لغوه او پر ځای يې فارسي په رسمي ژبه واړوله (!) . پښتنو مشرانو دغسې ځان ناخبره ، بي معنی او په پردي وډ کې خپلې کوڅۍ ويستونکې (( کارنامې)) ډيرې کړي دي . د عربي ژبې ښکيلاک مونږ ته د فارسي له ښکيلاک څخه رارسيدلی او دا له هغه وخته څخه چې فارسي پښتنو شاهانو لکه د سترګو تور او دزړه ټکور خپله کړې وه ، ځکه فارسي په سلو کې ٧٠ يا ٨٠ له عربي لغاتو څخه جوړه وه او ﻻ ده ! نو ځکه احمد شاه بابا عليه الرحمه هم د ملي دولت او ملي واکمنۍ د ټينګولو له پاره ملي شعور او ملي کلتور له رول او په هغه کې د ملي ژبي پښتو له وزن څخه ناخبره يو ټکی پښتو هم په رسمي توګه ونه ليکله او آن لږ تر لږه د يوۀ پښتون د مقرريدويو امر يې هم په پښتو صادر نکړ او ددې پر ځای يې په شخصي توګه د څو پښتو شعرونو په جوړولو بسنه وکړه ٠ نو کندهاري واکمنانو د فارسي چوپړ او دپښتوغوبل ته آن د امان الله خان تر وخته پورې دوام ورکړ او دپښتو مسلم حق چې بايد له احمد شاه څخه تر نن ورځې پورې يې پرله پسې وده او پراختيا موندلې وای نږدې دوه نيم سوه کاله د فارسي په چوپړ کې تر پښو ﻻندې کړ. دانو د پښتون اولس خوښه او قضاوت دی چې پر داسې مشرانو اوس هم رحمتی وايي او که نه ، خو د پښتو د ارزونې له پاره دا لويه تشه نشوهيرولی اود دوه نيم سوو کالوپردي کلتور سکينده پر دې نشو کولی چې د نورو ژو سره يې دغسې پرتله کړو چې ګواکې په نورو ژبو کې هم پردي لغتونه شته، په نورو کې هم دا شته او هغه شته، بلکې بايد داسې پرتله شي چې نورو ژبوته څومره کار شوی، څومره خپل لغاتونه يې رامنځته کړي ، په قاموسونو کې يې څو لکه خپل سوچه لغتونه شته اوکاريږي او د خپلو سوچه لغتونو د جوړلولوښه او ظرفيت يې څومره کارولی دی؟ [color=white:6ca816228a]
آيا مونږ اوس د پښتو دغسې لوښې د کارولو په پيل کې نه يو ايا دغه غورځنګ په پښتو کې هم د نورو نړړيوالو ژبو په څير د ژبه ييزې پراختيا يو اړين تاريخي پړاو او رسالت نه دی ، او د زيار صيب څخه منندوی نه يو چې پر دغه غورځنګ کې يو مخکښ ﻻمبوزن دی او په ژبه ييز لحاظ زمونږ د بي کلتوره تير شوو مشرانو له نامه څحه راپاتې تاريخي ککړتيا پاکوي ؟ [/color:6ca816228a]
اوس به راشو د ې ته چې
[quote:6ca816228a]((که زموږموخه دژبې نه داوي چې هغه دپوهاوي اوراکړې ورکړې یوه وسیله ده ،نو زه پکرکوم چې دسم اندپه پرتله به زموږ عام وګړي دمنطق په مانااومفهم ډیر پوه شي ))[/quote:6ca816228a]
دا خبره سمه ده، خو په يو شرط ، چې په پام کېدا توپير ونيسو چې په اوومه ( ٧ ) ميلادي پيړ کې اسلام او له هغه راهيسې د منطق عربي کلمه افغانسان ته راغلې ده، نو کوم پو هاوی ته چې په١٤ پيړيو کې دغه کلمه رسيدلې ، طبعأ سماندتوګه چې تر اوسه ﻻ د چا غوږ ته هم نه ده رسېدلې او دوړانديز څخه يې ٦ مياشتې هم نه دي تيرې شوي، له هغې ١٤ پيړيزې کلمې منطق له ترويج سره ﻻسيالي نشي کولی، خو که دهيواد په ټولو مطبواتو کې يو کال هم په پرله پسي ډول وکارول شي نو بيا راشه که يې ګورې !
بيا به نه انطق پاتې شي او نه منطق ، او که وي هم نو ديو پردي مترادف ټکي په توګه به په کوم کنج کې ګوښه پروت وي . تاو ليکئ :
[quote:6ca816228a](( خوکه هدف موداوي چې نه موږسوګندکړی دی چې دعربي ژبې لغتونه یا ويي به له پښتونه باسو،نودابه ځکه راته ستونزمنه وي چې په نړۍ کې داسې هیڅ ژبه نه شته چې هغه دې سل په سلوکې سوچه واوسي ،[/quote:6ca816228a])) داخبره هم په دغه تجريدي شکل سمه ده، خو په هيڅ يوه ژبه کې داسې نه دي شوي چې خپل ټکي او خپل ويزونه لري يا ورته جوړيږي، بيا هم د پرديوکلمو محافظه ـ کاري کوي او د هغوی له پاره د خپلو مخه نيسي ، هو له تخنيکي اصطلاحاتو پرته چې هغه نړيوال دي ، خو عربي او فارسي نه نړيوال دي او نه علمي ـ تخنيکي . بيا هم تر څو چې خپلژبي وييزونه ورته نه لرو ګټه به ترې اخلو او که خپل ورته ولرو نو هم دمترادفو په توګه يي ساتو او انديښنه مه کوئ چا [color=white:6ca816228a]((سوګند (نه دی ) کړی چې دعربي ژبې لغتونه یا ويي به له پښتونه باسو)) [/color:6ca816228a] ، ځکه زياتره د مترادفو او ډير لږ د اصلي کلمو په توګه [color=yellow:6ca816228a](( په هره ژبه کې دبلې یانوروژبوڅه ناڅه لغتونه هرومرووي ،نوکه زموږپه ژبه کې هم دعربي ژبې ځینې لغات واوسي (زماپه اند) دابه دپښتودبډای کیدولامل وي نه دنیمګړتیا))[/color:6ca816228a]. که [quote:6ca816228a]سماندیوه مرکبه افاده ده چې زماپه انددمنطق لپاره وړ نه ښکاري ،ځکه چې منطق مرکبه کلیمه نده [/quote:6ca816228a] نو :[color=white:6ca816228a]
١ ـ سماند د منطق هدف دی، او سماندتوګه يا سماند پوهه منطق ته وايي.
٢ـ نوم که بسيط وي که مرکب مهمه نه ده ، مهمه داده چې لنډ ويل کيدای شي او سکته په کې نه راځي .
٣ـ سم + اند + توګه ، د منطق مفهوم دی چې د منطق په کلمه يا نامه کې له دې درې جزونو څخه يو هم هډو شته نه ، خو په سماند توګه کې درې واړه منعکس شوي دي او نوم يې د مفهوم سره سل په سلو کې مطابقت لري ! نو دميتود په ډول ورته سماندتوګه او د علم په ډول ورته سماند پوهه ويل زبردست ټيک ټاک او دقيق وييزونه دي ، چې عربي انطق منطق يې څوک په زيري کې هم نه اخلي !
نو منتظر صيب نور څه غواړې، که معقوليت وي خو همدمره وي چې سماندتوګه يې لري ، اوکه آيا د پښتو يوې معجزې ته منتظر ياست که څنګه ؟ والسلام . ستاسې يوورور [/color:6ca816228a]
صافي
06.06.2006
درنو لوستونکو او ښاغلی نقاد صاحب !
السلام علیکم:
محترم نقاد صاحب!
تا سو لیکلي:
وګوری که له عرب پرته بل څوک دمنطق کلمه اوری نوتر څو پورې چې دمنطق تعریف نه وی زده کړی، تر هغه وخته پورې یواځې دمنطق دکلمې له اوریدلو څخه دهغی پر مفهوم نه پوهیږی.
زه داسې فکر کوم:
منطق علم دی ، په دي کې هیڅ شک نشته که عرب هم بی سیواد وی په مفهوم یی نه پوهیږی.همدا سې د LOGIC په مفهوم بی سیواد انګریز نه پوهیږی.
تاسو لیکلې :
دمنطق مفهوم ته ولی منطق وایی؟ مفهوم یی دصحیح فکر کولو علم =د سماند پوهه-----
زه منطق داسې تعریف وم منطق هغه عملی علم دی چې ( میزان او قاعده چې اله ده ) هم ور ته ویل کیږی
چې مراعات یی ذهن دخطا نه په فکر کې ژغوری . منطق هغه تله ده چې فکر په کې تلل کیږی.
منطق مصدر دی، او اصطلاحی معنی یی نطق او خبر ې نه دی، په عربی کې وایی(الانسان حیوان ناطق) یعنی انه عاقل.
یعنې انسان عاقله حیوان دی. دلته دناطق مفهوم خبرې نه دی.
نطق: هم مصدر دی چې په خارجی لفظ یا خبرو او په داخلی لفظ یا ادراک او فهم دلالت کوی .
دا هم با ید ووایم چې عربو په DIALEKTIC یا جدل د DIALOGUE یا خبرواترو ګمان نه دی کړی ،
او LOGIC هم ګمان نه کوم چې په عربی کې غلط تعبير شوی وی.
((Logic دیونانی (logos) چې کلمه یا هغه څه چې تلفظ کیږی یانطق معنی لری )) عربی ته کټ مټ په عین شکل، لغوی او اصطلاحی توګه ديونا نی نه راغلی ، چې اصطلاحی معنی یی داستدلال قوانین دی چې د افلاطون دیالیکتیک سره ورته والی لری ولی یو شی نه دي.
په درناوی