د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولسي جرگه کې پر ملالۍ جويا گوزار وشو

اختر
08.05.2006

ولسي جرگه کې پر ملالۍ جويا گوزار وشو

په ولسي جرگې کې د فراه ولايت د استازې ملالۍ جويا څرگندونو يو وار بيا د استازو ترمنځ تاوتريخوالى پيدا کړ او دا په دې تور چې گواکې د مجاهدينو سپکاوى يې کړى دى د اوبو په ډکو بوتلونو وويشتل شوه .
په پام کې وه چې په ننۍ غونډه کې د افغانستان کلنۍ بودجه يا تائيد او يا هم رد شوې واى خو د جرگې استازي په نورو فرعي موضوعاتو تم شول .
په غونډه کې مخکې تر دې چې په اصلي موضوع بحت او خبرې وشي يو شميراستازي په فرعي موضوع گانو تم شوه ، په دې وخت کې د فراه ولايت استازې ملالۍ جويا په خپلو خبرو کې مجاهدين په دوو ډلو سره وويشل ، دهغې په وينا يوه ډله مجاهدين هغه دي چې د خداى د رضا او اسلام لپاره يې جهاد کړى او بله ډله هغه چې خپلې گټې يې په پام کې نيولي دي .
دهمدغې خبرې تر اوريدو وروسته د ولسي جرگې فضا خړه پړه شوه ، ځينو استازيو هغې ته د سپکو سپورو د ويلو تر څنگ په هغې د څښاک د اوبو ډک بوتلونه وويشتل :
اغلې جويا وويل : ( په پارلمان کې نه ښايي چې يو بل ته سپکې سپورې وويل شي ، ځينو نارينه استازيو راته سپکې سپورې وويلې تر ټولو دردونکې دا وه چې ځينو ميرمنو هم داسې سپکې سپورې راته وويلې ، زه يې په بوتلونو وويشتم په بوټانو او څپلکو يې راباندې گوذارونه وکړه ، دوى چې د شريعيت نارې سورې وهي ايا په دې نه پوهيږي چې په اسلام کې په ښځو د لاس پورته کول گنا دې خو کله چې دوى خپلې شخصي او تنظيمي گټې په خطر کې وويني نو بيا يې اسلام هير شي ، تر هغې پورې چې ژوندى وم نو زه به خپل غږ اوچت ساتم که ما غلې کړي خو غږ مې نه شي غلى کولاى .)
کله چې ځينو استازيو د اغلې جويا په پلوۍ خبرې وکړې د کابل ولايت استازي عبدالرب رسول سياف د جرگې له مشر نه وغوښتل چې که چيرته په جرگه کې د اسلام او مجاهدينو سپکاوى کيږي نو په کار نه ده چې په غونډه کې تم شي .
ښاغلي سياف وويل :( دلته په کار نه ده چې غوڅ اکتريت توهين شي او داسې دې هم څوک نه وايي چې مجاهدين له زوره کار اخلي نور موږ څومره خبرې تيرې کړو که د دې چت لاندې د استازيو ترکيب ته وگورئ نو پوهيږئ چې مجاهدين غوڅ اکتريت تشکيلوي ، قانوني صيب ! په هغې غونډه کې چې د ديني ارکانو په وړاندې ملنډې وهل کيږي زموږ دين موږ ته اجازه نه راکوي چې په هغه غونډه کې کښينو .)
د غونډې ډيرو برخه والو د ملالۍ جويا په سپکاوي سخت غبرگون ښودلو هغوى ويل که وضعه همداسې روانه وي نو راتلونکي څلور کاله به څنگه تيروي .
د ننگرهار ولايت استازې سايمه خوگياڼۍ وايي چې د يوې ميرمنې سپکاوى د ټولو استازيو سپکاوى دى .
ډير استازي په دې خپه وه چې د غوڼډې اصلي موضوع چې د روان کال د بودجې تائيد او يا ردول وه په ځاى پاتې شوه او غونډه په بل لورې روانه ده . د کندز ولايت استازى معين مرستيال همدغه خبره کوي .
د ماليې وزارت چارواکي وايي په کار وه چې د بودجې په سر بحتونه لا وختي پاى ته رسيدلي واى خو اوس داسې ښکاري چې دغه موضوع نوره هم لانجمنه شوه له بله پلوه تر اوسه د ماليې وزارت د دولت د کارکونکو مياشتيني معاشونه د تير کال د بودجې له مخې ترسره کوي چې دې کار په مالي چارو ناوړه اغيزې شيندلي دي .


Ajab
09.05.2006

په پارليمان کې د مجاهدينو غوټ اکثريت په دې مانا دى چې د غلو اکثريت دى. دغه غله به د افغانستان لپاره څه بوديجه جوړه کړي د ځان لپاره به بوديجه جوړوي. د غلو مشر سياف ويلي دي چې په پارليمان کې د موجودو غلو سپکاوى د اسلام سپکاوى دى. ايا دا اسلام د غلو دين دى؟؟ ايا غل ته غل ويل د اسلام سپکاوى دى؟؟؟؟


pattang
09.05.2006

عجبه وروره کور د ودان ډير سلامونه!
دغه د غوجلې ... نور په هيڅ شي نپوهيږي ، يواخې پر دې پوهيږي چې
چيرته دالر غلا کړي اوچيرته مځکې واخلي او ماڼۍ ګاني جوړې کړي .
زه ډير دقيق مالومات لرم چې ځني دې دغو... په دوبۍ کې ډيرې
سرمايې لري٠ څومره چې دکرزي په حکومت کې غله او ... ناست وي هغومره
ددوی ژوند لا اوږدېږي٠ اوس وروره ،دالر بازي ده ، غله ناست دي خپل جبونه ډکوي او که يو واقعي ملي حکومت رانشي نو بيا به دوی خپلو بادارانو ته ور تښتي٠
پتنګ


صافي
09.05.2006

[quote:4f6aa76b62]که ښځه فرمانبرداري نکوي او د دې پر ځای ياغيګري او لجاجت کوي ،
بايد په الفاظو ورته وويل شي . او که ښځې دا خبرې ونمنلې بايد چې د
جرګې د غونډې نه دې تر راتلونکې غونډې پورې رخصت شي .
او که چېرې په راتلونکې غونډې کې هم دغه لجاجت او ياغيګري
ادامه پيدا کړه ، بيا نو اړين ده چې ووښل شي .
[/quote:4f6aa76b62]
کوشان صاحب!
تاسو چې کومه استهزایی سیناریو په پورتنيو جملو کې د (یاغیګری او لجاجت او نافرمانداری )د کلیمو په کارولو سره را منځته کړې ورځینې دا سې برداشت کیږي
چې مفهوم باید منفې او امری وسی .حال دا چې ستاسو مطلب بل شی دی ٠
په دی پاسنیو جملو کې دملالۍ جويا دوهلو او ټکولو غوښتنه شوي٠
اوپه اسانه بل مفهوم ورځينې نشې اخيستل کيدی٠
ځکه دلیکنې دپاتی برخې سره یی تړاو ضعیفه او پورتنی جملې نه دي سپينې شوي٠
په درناوی


Ajab
11.05.2006

د منافقت د اخري حد نه هم اوړېدلې د پښتنو او افغانانو په دې ټولنه کې د خلکو سره د ځان د بچ کولو لپاره يو لوي دليل او لوي استناد شته چې هغې ته "اسلام" وائي. که د ملا خرکوسۍ ته دې ګوته ونيوله نو د "اسلام" نه ووتلې، که د جهاد په نوم راغلي غل ته دې غل وويلو نو "مسلمان" نۀ يې، که د پاکستان ناجايز اولاد طالب ته دې وويل چې ښوونځي مه سوځوه نو "د اسلام دښمن يې". که د افغانستان او پاکستان په پارليمان کې ناستو دله ګانو (د ملالۍ جويا په ويشتلو يې ثابته کړه چې دله ګان دي نور هيڅ ندي) ته دې وويل چې دله ګيري بنده کړئ نو "د اسلام سپکاوى دې وکړ".
همدا نن د يو نزدې ګاونډي په کور کې د ښځو چيغو او فرياد راپاڅولم. لکه قيامت چې راغلى وي، د ښځو نارې سُورې وې او چغې وې. پردى کور و که ورتلم هم نو "کافر" کېدلم او د ښځو دغه نارې سُورې مې هم نه شوې اورېدلى. خو وروسته مالومه شوه چې زمونږ يو ګاونډي، چې اوس اوس د تبليغ نه راغلى دى، خپله پېغله خور او مور تړلې وې او په يو لوي ډانګي يې وهلې. وروسته يې ګناه هم مالومه شوه چې پېغله خور يې کالج کې د داخلې اخيستلو ضد کوي او مور يې د هغې ملاتړ کوي خو بدشکله او ږيره ور تبليغي وايي چې دا کار د اسلام خلاف دى. که دې څه ورته وويل نو ته هم له اسلامه ووتلې.
افغانستان هم د اسلام په نوم ډېر لوټل شوى، سپک شوى، بدنام شوى، ځپل شوى او تر دې حده رارسېدلى دى. ملالۍ جويا چې پرون په سياف او نورو غلو نيوکه وکړه نو هغه هم ځان په دې خلاص کړ چې "مونږ د اسلام سپکاوى نور نه شو زغملاى". ايا د ا اسلام اوس د سياف په کو..... ورننوتلى دى چې د سياف سپکاوى د اسلام سپکاوى دى؟


م ن غروال
13.05.2006

ښاغلی کوشان!
تاسو تل په ليکنو کي په هغو مسلمانو خويندو او وروڼو چې اسلامي احکامو او يا شريعت ته له هر څه زيات ارزښت ورکوي، په واقعيت کي د ړندو شک کوئ او يا خو په چا کي د خپلو ليکنو د ځواب استعداد نه وينئ، خو له نېکه مرغه انشأالله نه څوک ړانده دي او نه هم دومره څوک بې استعداده دي چې ستاسو د دغو دوؤ درو کلمو ځواب هم درکړي٠
نه يوازې د ښځو په هکله بلکه ټول او هرڅه، او هغه هم نه يوازې په قرأن الکريم کي بلکه په نبوي معتبرو احادېثو کي چې هر څه او د هرڅه په هکله ، څه فرمايل شويدي، درست، معقول ، صحيح او دانسان د ژوند تر پايه کافي بلل شويدي٠
اسلامي پارلمان څه کوئ او يا هم سياف او يا نورسياف ډوله څېرې، او يا هم څوک څومره د اسلام له احکامو ناوړې ګټې پورته کوي او داسي نور!، کوشان صاحب بايد ددې لياقت او ذکاوت او د تحليل عقلي قدرت درسره وي چې دا ډول ستونزې د اسلام نه، بلکه د هماغو مرتکبينو دي کوم چې پرې ککړ دي٠ دلته ستاسو لخوا د اسلام ارشاد د کوم طعم خوند او د کوم ګل بوي ورکوي؟ څوک چې څه ليکي په مفهوم يې هم بايد پوه شي٠ نه پوهيږم تاسو پوهيږئ نه، او که کوئ همداسي؟
[color=red:c8fe2db3e4]ستاسو کنايې به زه د اسلام سپيڅلي دين ته بې احترامي ولې ونه بولم،[/color:c8fe2db3e4]
چې : [color=white:c8fe2db3e4] چيرته د الله جل شانه احکام او چيرته هم د سياف او د هغه د ملګرو او يا د پارلمان عمل؟
څنګه داسي شونې ده چې يو مسلمان غيرې شرعي او ناوړه اعمال د اسلامي احکامو سره په يوه کړۍ کي راولي او يا اسلامي احکام د فاعلينو مؤجب وبولي؟[/color:c8fe2db3e4]
د ښاغلي صافي ورور تشويش زه پر ځاي بولم او هيلمن يم چې راتلونکي کي [color=red:c8fe2db3e4]خپلو ليکنو ته متوجه اووسئ٠[/color:c8fe2db3e4]
په درناوې
غروال[color=#444444:c8fe2db3e4][/color:c8fe2db3e4]


نقاد
14.05.2006

سلامونه !
تر کومه ځايه چې خبريم ملالۍ جويا دا ځل همدومره وويل هغه کسان چې ځانونه مجاهدين بولي په دوه برخو ويشل کيږي، ښه مجاهدين ، د خدای د ﻻرې مجاهدين چې د اسلام او وطن له پاره يې جهاد کړی دی. او بله ډله هغه کسان دي چې دوې هم ځانونه مجاهدين ګڼي ولې د ځان له پاره جنګيدلي دي خو نوم يې د جهاد ور کړی ، له زور ظلم قتل لوټ او تالان ځخه يې کار اخيستی او د پيسو قدرت او چوکۍ د تر ﻻسه کولو له پاره يې جهاد کړی دی .
آيا دغه خبرې ،چې ملالۍ ﻻ سرته رسولې هم نه وې ګوزارونه پرې پيل شو، ټول حقيقت نه دي ؟
که حقيقت وي ، نو پر ملالۍ ولې له اوبو ځنې په ډکو بوتلونو بريد کيږي ، ولې ورته بد ردويل کيږي او دناوړو تنظمي اجنايتکارودفاع ولې د اسلام او جهاد پر پلمه کيږي ؟ آيا دغسې پلمې بايد رسوا نشي او تل د تيرې چړې په توګه د حقيقت پر مرۍ راکښل شي ؟ آيا ددغسې جنايتکارو د قدر ت شته والی يواځې پر بيوځلي اولس مالي او ځاني ظلم او تيری دی او دهغوی سپيڅلي دين اسلام ته معنوي ،
اخلاقي ، حقوقي او ټولنيز ګواښ نه دی ؟
مونږ له اسلامي دولت څخه غوښتنه کوو چې يواځې هغه کسان د مجاهد په نامه وپيژندل شي چې د يوۀ بيګناه افغان وينه يې نه وي تويه کړي او د قدرت پر سر ، دپيسو يا مقام لپاره له بل مؤمن افغان سره نه وي جنګيدلی!
[color=blue:9eee2f784d]او د ملا او اسلامي عالم په توګه يواځې هغه ديني عالمان وپيژني چې په هيڅ تنظيم او سياسي ډله کې يې غړيتوب نه وي لرلی! که په ولس کې د ځينو د شعور
د وروسته پاتېوالي او نيمګړتياپه بنسټ دوی ته د ملا امامت دنده ورسپارل کيږي ، ور وئې سپاري، خو دولت بايدنه دومره غول او نه د خپل مؤمن او مسلمان اولس ته دومره ځاين اوسي چې په رسمي مقاماتو کې يې په ديني دندو لکه قضا او نورو هم ومني ! والسلام [/color:9eee2f784d]


م ن غروال
14.05.2006

ښاغلی کوشان!
که دا : [quote:9689d8ea6d] دغه ستاسي اخستنه ده زما د ليکنو نه ، شايد زما په زړه داسې شی
چې تاسي زما په هکله څرګند کړي ، اصلاً وجود ونلري [/quote:9689d8ea6d] سمه وي نو د لطف له مخې دا : [quote:9689d8ea6d]نو د اسلامي قواعدو په اساس خو مېرمن ملالۍ
ته په وار ـ وار وويل شول چې د حق اواز پورته
نکړي کنې د اسلامي قواعدو په اساس د نارينو لاس لاسرحده خلاس دی . [/quote:9689d8ea6d] د خپل منطق او علم په مټ او قدرت شرح کړئ چې څه ترې حاصلېږي!
او په تېره ليکنه کې د پوښتنو لپاره مو لکه چې ځواب کي څه په لاس کي نلرل؟
[quote:9689d8ea6d]ايا تاسي فکر نکوئ چې په پخواه زمانو کې به هم لکه سياف او رباني
په ډول خلګ موجود ول او دوۍ به د خپلو ګټو له پاره خپل کلتور هم
د دين تر نامه لاندې پر مونږ تېر کړی وي او يا داده چې په پخوا زمانو
دغسې خلګ لکه مسعود او کلبدين ، سياف يا رباني نول ؟؟ [/quote:9689d8ea6d] دلته خپل کلتور يعنې څه؟
وروره ! تاسو د خبرو په نزاکت بايد پوه شئ او که غواړئ چې يوازې ستاسو د ليکنو او په اسلام د استهزأ بحث درسره خلاص کړم هغه بله موضوع ده، که نه همدومره به ستاسو لپاره بس وي که په حقيقت کي د ايمان څه په زړه کي لرئ!
ستاسو د ليکدود په هکله زما يوازې يوه هيله وه او بس!
او زه که د ښاغليو وطنمل او يا وردګ په ځاي واي ستاسو دا ډول کلمات او جملات به مې ډير زر له منځه وړي واي!
په درناوې
غروال


م ن غروال
14.05.2006

ښاغلی نقاد ورور!
ستاسو په اند او ليکنه کي څه د ويلو نلرم اما مجاهد ډولونه نلري لکه ايمان! د مرتبو او مقامونو او د اجرونو او رتبو، د قوت او ضعف به کي توپير وي خو ډولونه پکې نشته٠
د ملالۍ جويا اند د ستايلو اود قدر وړ دي او بايد په هر قيمت چې وي د هغې حيات امن وساتل شي او دا د حق غږ تل په داسو افغانې رسمو او لوړو غونډو کي لوړ پاته شي٠ او د اوسني پارلمان ډير وګړي چې د مجاهد مدعيان دي اصلا مجاهدين ندي، نه دا چې کوم بل ډول دمجاهدينو دي٠ دا خو داسي شوه چې مجاهد يعنې سياف! اما دا د اسلامي فقهې له مخې سمه نده٠ هغه څوک چې قاتل غارتګر او وغيره دي هغه نو بيا مجاهدين ندي٠
په درناوې
غروال


م ن غروال
14.05.2006

ښاغلی کوشان!
په اسلام ځان پوه کول او پوښتنې کول او ستاسو اند چې ليکئ : [quote:5cf3d2cbc7]که ښځه فرمانبرداري نکوي او د دې پر ځای ياغيګري او لجاجت کوي ،
بايد په الفاظو ورته وويل شي . او که ښځې دا خبرې ونمنلې که ښځه فرمانبرداري نکوي او د دې پر ځای ياغيګري او لجاجت کوي ،
بايد په الفاظو ورته وويل شي . او که ښځې دا خبرې ونمنلې بايد چې د
جرګې د غونډې نه دې تر راتلونکې غونډې پورې رخصت شي .
[/quote:5cf3d2cbc7] آيت د قرأن شريف او ستاسو متبرکه جمله دا همدومره فرق سره لري چې زه ځانته ددې حق ورکوم چې نۀ! تاسو ډير په پوره اندازه سياسي مبصر ياست او غواړئ د ناوړو اعمالو پړه په اسلامي احکامو ورواچوئ، که نه : [quote:5cf3d2cbc7]چې د
جرګې د غونډې نه دې تر راتلونکې غونډې پورې رخصت شي . [/quote:5cf3d2cbc7] دلته د جرګې کلمه او د جرګې د ويستلو جمله چيرته په قرأن الکريم شته او تاسو له کومه او ولې دلته د قرأن المبارک آيات کي وردخيله کړې ده؟
که پوښتنه کول وي خو:
ايا د ملالۍ جويا سره دا ډول منفي وضعيت اسلامي احکام دي او د اسلامي شريعت له مخې بايد څه ډول قضاوت وکړو او ..............؟
اما تاسو! کامل آيت شريف ته بله جامه وراغوستې ده او واياست چې ګواکې دا يعنې اسلام! امکان لري ستاسو هدف دا شئ نه وي اما معنی د خبرو همداسې ده چې عرض کوم يې! ځکه خو مې وويل چې يا خو خپله په خپلو خبرو نه پوهيږئ او يا مو هم موږه ړانده په نظر راغلي يو٠
که تاسو د وړاندې شوې موضوع په هکله پرته له تمسخره خبرې وکړئ دا به د ټولو لپاره غوره وي٠ او خبرې به بلې خواته نه مخ کيږي٠
هغه کسانو چې مونږ ته يې اسلام راوړئ دي ستاسو په اند به هغوئ داسي خلک وي لکه کوم خلک مو چې ياد کړي دي؟
ګوره کوشان صاحب! دلته څومره لويه تېروتنه کوئ٠ او بيا هم پخپلو خبرو خوښ او دليل راوړئ چې زه په اسلام نپوهيږم پوښتنه کوم چې پوه شم٠
که تاسو په رښتيا دومره نه پوهيږي نو د مهرباني له مخې د اسلام فورم ته تشريف يوسئ او يوازې او يوازې پوښتنې وکړئ چې دا او دا د اسلام د احکامو له مخې څه ډول دي اما پرته له تبصرې! او پرته له خپلو سياسي اندود بيانولو! ځکه تاسو که پوهيږئ او يا نه، اما خبرې مو په پوره اندازې کږې او کله کله خو دومره له بړستنې پښې اوږدې شي چې په مؤمنيت مو زه شخصاً شک وکړم٠
په درناوې


Ajab
14.05.2006

ښاغلي غروال ليکلي:
[quote:f93242e0e9]زه که د ښاغليو وطنمل او يا وردګ په ځاي واي ستاسو دا ډول کلمات او جملات به مې ډير زر له منځه وړي واي!
غروال[/quote:f93242e0e9]
اوس نو ستا "اسلام" هم معلوم شو. يعنې ته دغې تنګ نظرۍ ته اسلام وايې چې ګنې څوک دې په اسلام باندې د ځان د پوهونې لپاره پوښتنه نۀ کوي؟؟؟ ته هم ځان ته مسلمان وايې او هغو "مجاهدينو" ته چې په ملالۍ يې ګوزارونه کړي دي مجاهدين نه وايې. نو په تا او په هغوى کې څه توپير پاتې شو؟؟؟ هغوى په ملالۍ د اوبو بوتلونه وويشتل او ته د ټول افغان نه د خلکو د ليکنو د ړنګولو ارمان لرې. نو اوس ته ماته ووايه چې ستا او د هغوى په اسلام کې څه توپير دى؟؟


م ن غروال
14.05.2006

ښاغلی عجب!
[quote:53510ec992]يعنې ته دغې تنګ نظرۍ ته اسلام وايې چې ګنې څوک دې په اسلام باندې د ځان د پوهونې لپاره پوښتنه نۀ کوي؟؟؟[/quote:53510ec992] تر هرڅه لومړۍ خو د ((په اسلام باندي)) نه، بلکه د اسلام په هکله!
بل دا چې چيرې به ما دغه عمل ته اسلام نه وي ويلي او که ويلي مې وي کومه جمله خو څه چې يوه کلمه خو به خامخا وکولائ شئ را په ګوته کړئ!
دومره زر زما د اسلام او نه اسلام په هکله قضاوت ځکه مه کوئ چې ممکن لا په ټول افغان کي يا خو ډير نوی واست او يا خو به هرمرو زما د ليکنو له مخې انشأالله تعالي ما ډير ښه پيژنی چې زه اسلام لرم او که نه!
نو عجب خان صاحب! دومره چټکه منډه لويدل لري خو لږ په سخته! هغه څه چې بايد ړنګ شي او يا نه البته زما کار ندي خو په آيت شريف کي له ګېډې د کلماتو زياتول او بيا هغه اسلامي امر د مرتکبينو لپاره شرعي سند راوړل، زما منطق يې د اسلام استهزأ بولي٠
نو کوشش کوئ په ليکنه کې تل منطقي استدلال په پام کي ولرئ تر څو د منطق له مخې په جريان کي د بحث امکان نا شونی نشي٠
په درناوې


Ajab
14.05.2006

ښاغلي غروال ليکلي:
[quote:3d74a1ce9e]
نو کوشش کوئ په ليکنه کې تل منطقي استدلال په پام کي ولرئ تر څو د منطق له مخې په جريان کي د بحث امکان نا شونی نشي٠ [/quote:3d74a1ce9e]

سمه ده منطقي استدلال به راوړم خو يو ځل تاسې ماته دا وواياست چې ايا په اسلام کې منطقي استدلال جواز لري؟؟؟ که څوک په اسلامي او شرعي احکامو د منطق له پلوه بحث کول غواړي نو تاسې ورته ولې سمدستي د کفر او ارتداد تياره فتوى راوباسئ؟؟ او اوس په کوم دليل وايئ چې خبره په منطقي استدلال پکار ده؟؟


نقاد
14.05.2006

له دروند ورور غروال صيب څخه تر سلامونو وروسته مننه کوم چې زما په چملو کې يې نيمګړتيا راپه کوته کړه ،ما په دې ډول پکې سمون راوست چېښايي اوس دمنلو وړ وي :
[color=white:b79308a4c9]تر کومه ځايه چې خبريم ملالۍ جويا دا ځل همدومره وويل هغه کسان چې ځانونه مجاهدين بولي په دوه برخو ويشل کيږي، ښه مجاهدين ، د خدای د ﻻرې مجاهدين چې د اسلام او وطن له پاره يې جهاد کړی دی. او بله ډله هغه کسان دي چې دوې هم ځانونه مجاهدين ګڼي ولې د ځان له پاره جنګيدلي دي خو نوم يې د جهاد ور کړی ، له زور ظلم قتل لوټ او تالان ځخه يې کار اخيستی او د پيسو قدرت او چوکۍ د تر ﻻسه کولو له پاره يې جهاد کړی دی . [/color:b79308a4c9]

او عجب خانه وروره ، که زه ووايم چې افغانستان يو غرنی هيواددی ، نو دا کوم منطق ته اړتيا نه لري ، خو که ووايم چې په افغانستان کې د اور ګاډو ليکې تيرول اوس له امکانه وتلی ډير لګښت غواړي ، نو ددې خبرې د ثبوت منطق بيا دې حقيقت ته اړتيا لري چې ( افغاتان يو غنی هيواد دی) . غسې اسلامي بنسسټيز حقايق هم دي چې اعتبار يې منطقي ثبوت ته اړتيا نلري، خو منطق ورته د ديني مسايلو په پوهيدلو کې اړتيالري ! والسلام .


نقاد
14.05.2006

له دروند ورور غروال صيب څخه تر سلامونو وروسته مننه کوم چې زما په چملو کې يې نيمګړتيا راپه کوته کړه ،ما په دې ډول پکې سمون راوست چېښايي اوس دمنلو وړ وي :
[color=white:a7f2348cc0]تر کومه ځايه چې خبريم ملالۍ جويا دا ځل همدومره وويل هغه کسان چې ځانونه مجاهدين بولي په دوه برخو ويشل کيږي، ښه مجاهدين ، د خدای د ﻻرې مجاهدين چې د اسلام او وطن له پاره يې جهاد کړی دی. او بله ډله هغه کسان دي چې دوې هم ځانونه مجاهدين ګڼي ولې د ځان له پاره جنګيدلي دي خو نوم يې د جهاد ور کړی ، له زور ظلم قتل لوټ او تالان ځخه يې کار اخيستی او د پيسو قدرت او چوکۍ د تر ﻻسه کولو له پاره يې جهاد کړی دی . [/color:a7f2348cc0]

او عجب خانه وروره ، که زه ووايم چې افغانستان يو غرنی هيواددی ، نو دا کوم منطق ته اړتيا نه لري ، خو که ووايم چې په افغانستان کې د اور ګاډو ليکې تيرول اوس له امکانه وتلی ډير لګښت غواړي ، نو ددې خبرې د ثبوت منطق بيا دې حقيقت ته اړتيا لري چې ( افغانستان يو غرنی هيواد دی) . د غه شان اسلامي بنسسټيز حقايق هم دي چې اعتبار يې منطقي ثبوت ته اړتيا نلري، خو منطق ورته د ديني مسايلو په پوهيدلو کې ډره ډيره اړتيالري ! والسلام .


نقاد
14.05.2006

له دروند ورور غروال صيب څخه تر سلامونو وروسته مننه کوم چې زما په چملو کې يې نيمګړتيا راپه کوته کړه ،ما په دې ډول پکې سمون راوست چېښايي اوس دمنلو وړ وي :
[color=white:59d62708a1]تر کومه ځايه چې خبريم ملالۍ جويا دا ځل همدومره وويل هغه کسان چې ځانونه مجاهدين بولي په دوه برخو ويشل کيږي، ښه مجاهدين ، د خدای د ﻻرې مجاهدين چې د اسلام او وطن له پاره يې جهاد کړی دی. او بله ډله هغه کسان دي چې دوې هم ځانونه مجاهدين ګڼي ولې د ځان له پاره جنګيدلي دي خو نوم يې د جهاد ور کړی ، له زور ظلم قتل لوټ او تالان ځخه يې کار اخيستی او د پيسو قدرت او چوکۍ د تر ﻻسه کولو له پاره يې جهاد کړی دی . [/color:59d62708a1]

او عجب خانه وروره ، که زه ووايم چې افغانستان يو غرنی هيواددی ، نو دا کوم منطق ته اړتيا نه لري ، خو که ووايم چې په افغانستان کې د اور ګاډو ليکې تيرول اوس له امکانه وتلی ډير لګښت غواړي ، نو ددې خبرې د ثبوت منطق بيا دې حقيقت ته اړتيا لري چې ( افغانستان يو غرنی هيواد دی) . د غه شان اسلامي بنسسټيز حقايق هم دي چې اعتبار يې منطقي ثبوت ته اړتيا نلري، خو منطق ورته د ديني مسايلو په پوهيدلو کې ډره ډيره اړتيالري ! نو په دې چوکاټ کې منطق داسلام تابع دی ، نه اسلام د منطق ! والسلام..


م ن غروال
14.05.2006

ښاغلی عجب خان ورور سلامونه ومنئ!
په شرعي احکامو کي او د هغه په هکله منطقي بحث يا پوښتنې، او په آيات شريف کي له ځانه د کلمو زياتول او يا له هغو څه کمول، او بيا د سياف او د هغه د دوستانو کړه د همدغه له ځانه جوړې شوې اسلامي فتوأ سره په يوه تله کي تلل، دومره سره په توپير کي دي چې نه حد لري او نه هم اندازه! او تاسو ورته د اسلام په هکله پوښتنه واياست، چې دا له بدمرغه صحت نلري٠
ځکه زه د دا ډول ليکنو مخالف يم که نه ولې به بحث نه وي٠ او تاسو ته مې د منطقي بحث يادونه پدې وکړه چې تاسو مخکي له دې چې د چا په هيله او يا تنقيد ځان پوه کړئ سم د لاسه مو زما د اسلام په هکله يوه فيصله وکړه چې : [quote:adb847f96d]اوس نو ستا "اسلام" هم معلوم شو. يعنې ته دغې تنګ نظرۍ ته اسلام وايې چې ګنې څوک دې په اسلام باندې د ځان د پوهونې لپاره پوښتنه نۀ کوي؟؟؟ ته هم ځان ته مسلمان وايې او هغو "مجاهدينو" ته چې په ملالۍ يې ګوزارونه کړي دي مجاهدين نه وايې[/quote:adb847f96d] چې له بده مرغه دا ټکي مو په منطق ډډه نده لګولې٠ خو زه پوهيږم چې نه تاسو او نه ښاغلی کوشان ورور او نه هم کوم بل ستاسو همنظره دوست به پدې هکله د رد کولو څه ولري ځکه هغه څه چې ما يادونه ورڅخه کړې ده يوازې د اسلام دين ته د مسخرو مخه نېول دي او بس! که نه نور ستاسو اند او خبرې چې مو د ملالۍ جويا په هکله ليکلي او يا مو هم د بوتلنو ګذارونه غندلي، بنده نه يوازې چې هيڅ کوم ډول مخالفت نلري بلکه ستاسو سره زه هم غږی هم يم٠
فکر کوم نور خبرو ته اړتيا نشته زما لپاره همدومره بس دي څه مې چې خپله دنده بلله باقي ستاسو کار دي او وطنمل صاحب او احمدې وردګ صاحب پوه شه او فورم يې !
دا چې تاسو پري پوهيږئ او يا نه او يا زه مې خپل مطلب سل په سلو کي نشم کولاي تاسو ته په مناسب ډول بيان کړم، په هر صورت نور زه پدې هکله څه ويل نه غواړم٠
په آخر کي بيا ليکم چې ملالې جويا خور ريښتيا ويلې او هر هغه چا چې په هغې ګذارونه کړي او يا يې سپکې سپورې ورته ويلي زه يې مخالف او د دوئ دغه بې شرمانه عمل غندم٠ اميد دي ستاسو دقناعت وړ وګرځي او نور خپل اصلي بحث ته که غواړئ ادامه ورکړئ٠
[color=blue:adb847f96d]اونور مو چې د اسلام او منطق په هکله څه ليکلي زما په اند ښاغلي نقاد ورور ډيره لنډه اما ډيره پرمعني او پر مفهومه درته ليکلي دي چې نور پکي د ويلو څه نشته :[/color:adb847f96d]
[quote:adb847f96d]د غه شان اسلامي بنسسټيز حقايق هم دي چې اعتبار يې منطقي ثبوت ته اړتيا نلري، خو منطق ورته د ديني مسايلو په پوهيدلو کې ډره ډيره اړتيالري ! نو په دې چوکاټ کې منطق داسلام تابع دی ، نه اسلام د منطق ! والسلام..[/quote:adb847f96d]


م ن غروال
14.05.2006

راته ډير محترم نقاد ورور زما لخوا هم سلامونه ومنئ!
البته مخکي هم تاسو د ملالۍ جويا خبرې کړې وې چې هغه امکان لري د مجاهد نوم يې په هماغه شکل لکه څرنګه چې تاسو ورته اشاره کړې وه ، اخيستی وي ځکه مې د مجاهد د ډولونوپه هکله وويل ٠
دا چې تل مو زما اندود او ليکنې پخپل قدرمن او پياوړې قلم ستايلي دي د ځان لپاره يې وياړ بولم او له تاسو د زړه له کومې مننه کوم٠
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more