اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوه عجیبه کنده :عکسونه
mahboob
06.05.2006
ټولو دوستانو ته سلامونه :
دا لاندي پیود کیکاژۍ او یو تریخ حقیقت وگورۍ او دځان سره مو سوچ وکړۍ چي ایا ددې ځای سوچ مو کله هم په دماغ کي در تېر شوی؟؟؟؟؟
http://www.islam-torc.net/almot/
صافي
06.05.2006
محبوب وروره!
دژوندانه غمونه کم دي چې اوس په دي کې هم فکر وکړو؟
زرملوال
06.05.2006
محترمو وروڼو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ديوه ويښ او ژوندى زړه لرونكى انسان له پاره تردى لوىه موضوع نشته
كه انسان ژور فكر وكړى او داسلام له نظره دى موضوع ته ځير شى نودا د
انسان دژوند ترټولو مهمه موضوع ده اصلا دانسان خلقت ددى له پاره شوى
دى چى هغه داخرت ورځى ته ځان چمتو كړى او قبرداخرت لومړى پړاو بلل
كيږى حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي چى په دى لومړى پړاو كى
څوك بريالىتوب ترلاسه كړى هغه به داخرت په ټولو پړاوونوكى سرلوړى او
بريالۍ وى .
زموږ په ټول افغان كى په ګڼ شمير موضوعاتو بحثونه روان دى دانو
ولى بده خبره ده چى دمرګ او اخرت په موضوع هم بحث وكړل شى ؟
اصلا داموضوع بايد mahboob ورورداسلام په فورم كى مطرح
كړى واى خودلته ما ددى موضوع داهميت په خاطر داڅو كرښى
وكښلى
او د mosleh safi ورورپوشتنه به داسى توجيه كړو چى شايد هغه به د
ژوندپه ستونزو كى ډير پريشانه او سرګردانه وى نو كله كله انسان دژوند
پيښى دومره وزوروى او دومره په عذاب شى چى ځينى تورى يي په فى
البديهه توګه له خولى ياقلمه ووځى خوچى كله له ځانه سره سوچ وكړى
بيا پښيمانه وى مو ږ صافى ورورته دعاكوو چى الله پاك دى له هرى بلا
وژغورى او لوى څښتن دى له ستونزوپه خپل امان كو وساتى
محترم حليمى او سراج الحق او نورو ټولو وروڼو ته بلنه وركوم
چى په دى موضوع سترګى پټى نه كړى او دترهيب او ترغيب په
توګه بحث پرى وكړى
والسلام
Hamim
07.05.2006
محبوبه وروره سلامونه
ستا له هڅو او هاند څخه ډېره مننه، په رښتيا چې د يو ښکلي سايټ پيوند مو اېښی، هيله ده په راتلونکې کې لا نور اسلامي، او د ترغيب او ترهيب پيوندنه مينه والو ته کېږدې.
په مينه
? http://www.123greetings.com/events/eid_ul_fitr/arabic_cards/arabic3.html
http://www.123greetings.com/cgi-bin/newcreate/showcard.plhttp://terrortracker.co.uk/index.php?name=News&startnum=21
ttp://www.ucsusa.org/global_security/nuclear_weapons/nuclear-bunker-buster-rnep-animation.html
http://www.islamway.com/?iw_s=Article
http://launch.groups.yahoo.com/group/manzala2010/
صافي
08.05.2006
ډیرقدرمنداومحترم زرملوال صاحب!
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته،
دنیکو پیرزوینو اواخلاص نه مو مننه بل مقابل زما له خوا هم عينې هيلې ومني٠
وروره زه دمرک،قبر،اواخرت په هکله دبحث مخالفه په هيڅ وجه نيم که څوک
غواړي خبرې پرېوکړې زه به هم دنورو په شان ورته غوږ شم،
ولې دمړو دعکسو نود ليدلو څخه به هيڅوک هم خوند وا نخلې،
تاسوته بهتره معلومه ده چې دځينو علماو په نظر حتی دژونديو انسانانو
تصاوير اوعکسونو اخيستل هم روانه دي ،بې دفاع مړی خو بريږده٠
چې دغسل،اوخښولو عکسونه دي په انتر نټ خپاره شې،
نه پوهيږم چې ددي مرحوم خپلوان به په دي هکله څه وايي؟
زه خو شخصا دا سې يو تمثيل ته اماده نه يم٠
زما په نظر دمړی داراز عکسونو خپرول دهغه انسانی کرامت ته اهانت دی٠
او که چيرته هدف ددي راز عکسونو خپرولو نه دمسلما نانو ويرول دمرګ، قبر،
اواخرت نه وسې ،هم ګمان نه کوم چې دا کار دي مناسب وي٠
دخلکو داذهانو دتنوير او پورتنيو مثايلو ته د انتباه دپاره بايد دمنطق،اواصولو
ميتود په نظر کې ونيول شې نه دويرې ٠
وروره!زه يقن لرم چې راسره موافق يي،نور دي سر نه خوږوم ٠
په درناوی
larghonay1
28.05.2006
مونږ ليوني كه څوك په دار وېروي
مونږه ته دار د زلفو تار ښكاري
لاروى
ګران محبوب صيب افغانان خو د مړو له لاسه نور تر خولې راغلي د عبرت له پاره خو نور هم ډېر څه شته .
كيدى شي د ښايسته انځور نه هم سړى عبرت واخلي ، ښايسته ګل نه هم سړى عبرت واخلي او نور ډېرو ښايستونو كې د الله ج د قدرت نښې ولټوي او عبرت ترې واخلي او كه بيا دې ډېر مړو ته شوق كېده نو يوازې د يو قبر انځور به دې راوړى و.
ځكه هغه يو بيت دى :
يو زنده چې د مرده په قبر ورشي
بس دى دومره نصيحت په دې دنيا
ګرانه دنيا يوازې د غم له پاره نه ده پيدا !
روا او جايز خوښي هم كولى شې .
او بل رښتيا دا څنګه بې كور ، كلي، بې ورور او تربور مړي انځور دې پيدا كړى زمونږ د مړو پسې خو ټول كلى روان وي او خښوي يې هم په ګډه . دا خو دوه كسه دي لكه د غلو غوندې يې په خاورو منډي دا ولې ؟
larghonay1
28.05.2006
بښنه غواړم شعر مې لكه چې غلط ليكلى دى ګومان كوم داسې دى :
مونږ ليوني كه څوك په دار وېروي
مونږ ته د يار د زلفو تار ښكاري