د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستان په افغانستان کې د هندي اتباعو وژلو ته ملا تړلې ده

Ajab
06.05.2006

څو ورځې د مخه د پاکستان ناجايزو بچو (طالبانو) په افغانستان کې يو هندي انجينير وتښتولو او بيا يې ډېر ژر ووژلو. لدې وړاندې طالبانو يو بل هندي انجينير د نيمروز په ولايت کې هم وژلى و. د دې نه داسې برېښي چې پاکستان په افغانستان کې د هندي اتباعو په وژلو پسې ملا تړلې ده تر څو د دې لارې خپل دوه لوي اهداف ترلاسه کړي. لومړى هدف يې دا دى چې پاکستان د انګرېزانو لخوا د مذهبي منافقت او منافرت په اساس جوړ شوى هېواد دى نو لدې امله يې هند سره ازلي دښمني ده نو لدې لارې خپله دغه دښمني هم پوره کوي او خپل سازشي ذهنيت ته وده هم ورکوي.
بله دا چې پاکستان تل دا عقيده لرلې چې په سيمه کې يو کمزورى افغانستان د پاکستان په ګټه دى نو تل يې داسې کوښښ کړى چې په يوه او بله لاره افغانستان وران او ويجاړ کړي. د پاکستان ناجايز اولاد (طالبان) دغه پروګرام ډېر په بريالۍ توګه مخ پر وړاندې روان کړى دى او د مکتبونو، کتابتونونو او نورو اباديو د سوځولو تر څنګ هغه خلک هم وژني چې د بيا ودانۍ په کارونو کې بوخت دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more