اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پوښتنه
منلی
06.05.2006
سلام
که يوسړي داسی دځان سره واويي چي مافلان کاروکړنوزه دي کافريم اوبياله هغه
نه په قصد ياخطا هغه کار وشي ايادسړي کافرکيږی اوکه نه؟
له ټولو نه هيله کوم چي دقرانکريم اوحاديثوپه رڼا کښي دسوال جواب کړي٠
زرملوال
06.05.2006
محترم ورورzaxmi صيب سلامونه او نيكى هيلى
محترمه كه يوشكلى پښتو مستعار نوم دى بياموند داپيچلى انګليسى نوم
دى له هغه قربان كړه او كه يي تر شا بل څه پټ وى بيادغه شه ده روزى دى شه
(ټوكه)
محترمه ستاد پوشتنى په ځواب كى زه دومره ويلى شم چى دا قسم دى
او انشاءالله چى دا ډول سوګند خوړونكى نه كافر كيږى خو چى نيت يي د
قسم كړى وى يانى دقسم كولو په مهال يي په نيت كى هم قسم و
نور دلته تفصيلات شته خو ما دالا ندى حوالى را نقل كړى كه وخت و
وبه يي ژباړو خو اوس همدومره
امام كاسانى په بدائع اوصنائع كى كاږى
[code:1:96abb198b0]وروي عن محمد أنه قال في رجل : قال : هو يهودي إن فعل كذا وهو نصراني إن فعل كذا وهو مجوسي إن فعل كذا وهو مشرك إن فعل كذا لشيء واحد قال : عليه لكل شيء من ذلك يمين . [/code:1:96abb198b0]
اوپه فتح القدير كى ليكى
[code:1:96abb198b0]ولو قال : هو يهودي هو نصراني هو مجوسي هو مشرك فهو يمين واحدة وهذا على الأصل الذي ذكرنا أنه إذا ذكر المقسم به مع المقسم عليه ثم أعاده فالثاني غير الأول في قولهم جميعا وإذا ذكر المقسم به وكرره من غير حرف العطف فهو يمين واحدة في قولهم جميعا . قوله : ولو قال إن فعلت كذا فهو يهودي أو نصراني أو كافر يكون يمينا ) فإذا فعله لزمه كفارة يمين قياسا على تحريم المباح فإنه يمين بالنص , وذلك { أنه صلى الله عليه وسلم حرم مارية على نفسه } , فأنزل الله تعالى { يا أيها النبي لم تحرم ما أحل الله لك } ثم قال { قد فرض الله لكم تحلة أيمانكم } . ووجه الإلحاق أنه لما جعل الشرط وهو فعل كذا علما على كفره , ومعتقده حرمة كفره فقد اعتقده : أي الشرط واجب الامتناع فكأنه قال حرمت على نفسي فعل كذا كدخول الدار . ولو قال دخول الدار مثلا علي حرام كان يمينا فكان تعليق الكفر ونحوه على فعل مباح يمينا إذا عرف هذا , فلو قال ذلك لشيء قد فعله كأن قال إن كنت فعلت كذا فهو كافر وهو عالم أنه قد فعله فهي يمين الغموس لا كفارة فيها إلا التوبة , وهل يكفر حتى تكون التوبة اللازمة عليه التوبة من الكفر وتجديد الإسلام ؟ . قيل لا , وقيل نعم ; لأنه تنجيز معنى ; لأنه لما علقه بأمر كائن فكأنه قال ابتداء هو كافر . [ ص: 78 ] والصحيح أنه إن كان يعلم أنه يمين فيه الكفارة إذا لم يكن غموسا لا يكفر , وإن كان في اعتقاده أنه يكفر به يكفر فيهما ; لأنه رضي بالكفر حيث أقدم على الفعل الذي علق عليه كفره , وهو يعتقد أنه يكفر إذا فعله . [/code:1:96abb198b0]
په مينه
منلی
07.05.2006
سلام
زه درته زيات څه نشم ليکلي ځکه چي زما په کمپيوټر کي پښتو نشته اودليک په موږک ليکم٠
اوبل دزما نوم نه ده هسي دټول افغان لپاره اودزمونږ اوسنې حالت په نظر کښي نيولوسره دانوم"zaxmi"(زخمي)چي ليکلي مي په لاتني ده ټاکلي ده .
هيله کوم چي ا صلي خبري ته راشو........
له جوابه مونړي مننه .
که عربي ترجمه کړي ډيره به ښه وي.
اوجواب خلاصه راکړه چي بنده ډيرورخطا ده.
په لايزال (ج)دسپارم
زرملوال
07.05.2006
محترم ورورzaxmi صيب سلامونه او نيكى هيلى
محترمه كه يوشكلى پښتو مستعار نوم دى بياموند داپيچلى انګليسى نوم
دى له هغه قربان كړه او كه يي تر شا بل څه پټ وى بيادغه شه ده روزى دى شه
(ټوكه)
محترمه ستاد پوشتنى په ځواب كى زه دومره ويلى شم چى دا قسم دى
او انشاءالله چى دا ډول سوګند خوړونكى نه كافر كيږى خو چى نيت يي د
قسم كړى وى يانى دقسم كولو په مهال يي په نيت كى هم قسم و
نور دلته تفصيلات شته خو ما دالا ندى حوالى را نقل كړى كه وخت و
وبه يي ژباړو خو اوس همدومره
امام كاسانى په بدائع اوصنائع كى كاږى
[code:1:5c60089fdb]وروي عن محمد أنه قال في رجل : قال : هو يهودي إن فعل كذا وهو نصراني إن فعل كذا وهو مجوسي إن فعل كذا وهو مشرك إن فعل كذا لشيء واحد قال : عليه لكل شيء من ذلك يمين . [/code:1:5c60089fdb]
اوپه فتح القدير كى ليكى
[code:1:5c60089fdb]قوله : ولو قال إن فعلت كذا فهو يهودي أو نصراني أو كافر يكون يمينا ) فإذا فعله لزمه كفارة يمين قياسا على تحريم المباح فإنه يمين بالنص , وذلك { أنه صلى الله عليه وسلم حرم مارية على نفسه } , فأنزل الله تعالى { يا أيها النبي لم تحرم ما أحل الله لك } ثم قال { قد فرض الله لكم تحلة أيمانكم } . ووجه الإلحاق أنه لما جعل الشرط وهو فعل كذا علما على كفره , ومعتقده حرمة كفره فقد اعتقده : أي الشرط واجب الامتناع فكأنه قال حرمت على نفسي فعل كذا كدخول الدار . ولو قال دخول الدار مثلا علي حرام كان يمينا فكان تعليق الكفر ونحوه على فعل مباح يمينا إذا عرف هذا , فلو قال ذلك لشيء قد فعله كأن قال إن كنت فعلت كذا فهو كافر وهو عالم أنه قد فعله فهي يمين الغموس لا كفارة فيها إلا التوبة , وهل يكفر حتى تكون التوبة اللازمة عليه التوبة من الكفر وتجديد الإسلام ؟ . قيل لا , وقيل نعم ; لأنه تنجيز معنى ; لأنه لما علقه بأمر كائن فكأنه قال ابتداء هو كافر . [ ص: 78 ] والصحيح أنه إن كان يعلم أنه يمين فيه الكفارة إذا لم يكن غموسا لا يكفر , وإن كان في اعتقاده أنه يكفر به يكفر فيهما ; لأنه رضي بالكفر حيث أقدم على الفعل الذي علق عليه كفره , وهو يعتقد أنه يكفر إذا فعله . [/code:1:5c60089fdb]
په مينه[/quote]
زرملوال
07.05.2006
محترم زخمى صيب سلام
په لنډو ټكيو كى به درته ووايم چى كه څوك داستا يادكړى قسم داسى وكړى
چى په ائيندياګانده پورى يي وتړى او ووايي که يي دا كار وكړ دى به كافر يا
يهودى او....وى نو په دى صورت كى دكافر كيدلو څه خبره نشته كه يي هغه كار
وكړ قسم پرى واوشت او دقسم كفاره به پرى كوى
او كه يي داقسم په تيرشوى كار كړى وى او ووايي كه ده دا كار كړو دى به
كافر وى او.....نو دلته كفاره نه پرى او ړى اوداخورا خطرناك قسم دى چى
په شريعت كى يمين غموس بلل كيږى او له مخلصانه توبى پرته په بل څه
نه خلاصيږى اوداټول په هغه صورت كى چى ده داقسم په دى فكر كړى وى
چى دا يواځى قسم بولى نو په لومړى صورت كى كه يي هغه كار وكړ كفاره
پرى اوړى او كافركيږى نه او که چيرته دى پوهيده چى په دى سره دى كافر
كيږى بيا يي هم هغه كار وكړنو دا خو يي په خپله خوشه داكار كړى او ګواكى
كفر يي خو ش و نو دلته خبره خطرناكه ده او توبه به كاږى
خداى دى وكړى چى حق ته به رسيدلى وم
او كه نه له خدايه بښنه او دملګرو لارښوونه غواړم
زرملوال
07.05.2006
محترم زخمى صيب سلام
په لنډو ټكيو كى به درته ووايم چى كه څوك داستا يادكړى قسم داسى وكړى
چى په ائيندياګانده پورى يي وتړى او ووايي که يي دا كار وكړ دى به كافر يا
يهودى او....وى نو په دى صورت كى دكافر كيدلو څه خبره نشته كه يي هغه كار
وكړ قسم پرى واوشت او دقسم كفاره به پرى كوى
او كه يي داقسم په تيرشوى كار كړى وى او ووايي كه ده دا كار كړى و دى به
كافر وى او.....نو دلته كفاره نه پرى او ړى اوداخورا خطرناك قسم دى چى
په شريعت كى يمين غموس بلل كيږى او له مخلصانه توبى پرته په بل څه
نه خلاصيږى اوداټول په هغه صورت كى چى ده داقسم په دى فكر كړى وى
چى دا يواځى قسم بولى نو په لومړى صورت كى كه يي هغه كار وكړ كفاره
پرى اوړى او كافركيږى نه او که چيرته دى پوهيده چى په دى سره دى كافر
كيږى بيا يي هم هغه كار وكړنو دا خو يي په خپله خوشه داكار كړى او ګواكى
كفر يي خو ش و نو دلته خبره خطرناكه ده او توبه به كاږى
خداى دى وكړى چى حق ته به رسيدلى وم
او كه نه له خدايه بښنه او دملګرو لارښوونه غواړم[/quote]
طالب جان
08.05.2006
محترمه مکرمه او پتمنه وروره (زخمي ) صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسي د شوي پوښتني په اړه د حنفي فقهي د عربي تورو ژباړه د ځواب په موخه درته لیکم :
که یو چا وویل چي (که ما دا فلانی کار ونه کړ نو زه به کافر یم ) پدې تورو کي دراتلونکي مهال په اړه له فلاني کار نه(چِي سوگند خوړونکي ته څرگند دی) د ډډي کولوهوډ شوی , نو دشریعت له پلوه داتوري د سوگند توري دي او دې سوگند ته په شرعي اصطلاح کي (یمین منعقده) ویل کیږي .
ددې تورو په ویونکي باندي اړینه ده چي په لومړي ځل د نوموړي کار له (په کوم چي يي سوگندخوړلی ) کولو نه په کلکه ځان وژغوري , خو که بیا هم په سوگند سربیره هغه کار ورڅخه وشو نو بیا حانث کیږي ,چي پدې مهال نو بیاپه نوموړي باندي د خپل سوگند دخیال نه ساتلواو ددې څه په پایله کي له گناه نه دخپلي غاړي د ژغورلوله امله د کفارې ورکول اړین بریښي .
د کفارې ترتیب څه پدې ډول دی چي :
لومړی : خودي لسو مسکینانو ته کالي (چي یواځي کمیس اوپرتوگ دي ) ورکړي , کچیري خولۍ , لونگۍ ,واسکټ, څادر,څپلۍ او داسي نور ورسره ورکړِي غوره به وي خو دنوموړو شیانو ورکړه ورباندي اړینه نه ده .
دوهم : که یي کالي له لاسه نه کیدل نو بیا دي لسو مسکینانو ته یواځي یوه ورځ سهار او بیگا په مړه گېډه ډوډۍ ورکړي .
دریم : که يي مسکینانو ته ډوډۍ هم نشوای ورکولای نو بیا دي پرله پسې دری ورځي روژې ونیسي .
د حانث کیدو په مهال که يي له پورتنو دریو کارونو نه هر یو وکړ نو غاړه يي خلاصيږي .
یادونه : مسکین هغه چاته ویل کیږي چي هیڅ هم نلري آن تردې چي د سبا خوړلو لپاره يي په کور کي هیڅ هم نه وي .
حوالې :
والیمین المنعقدة هي ان یحلف علی الامر المستقبل ان یفعله او لا یفعله فاذا حنث في ذالک لزمته الکفارة . (قدوري 258 مخ 2 ټوک ) .
2- وان قال ان فعلت کذا فانا یهودي او نصراني او مجوسي او مشرک او کافر کان یمین . قدوري 259 مخ 2ټوک
3-و کفارة الیمین عتق رقبة یجزئ فیها ما یجزئ فی الظهار , وان شاء کسا عشرة مساکِین کل واحد ثوبا فما زاد و ادناه ما یجوز فیه الصلوة , وان شاء اطعم عشرة مساکین کاالاطعام في کفارة الظهار فان لم یقدر علی احد هذه الاشیا ءالثلاثة صام ثلاثة ایام متتابعات . قدوري کتاب الایمان . والله اعلم باالصواب
قدرمن زخمي صیب : هیله من یم په پورتني ځواب به مو تلوسه ماته شوي وي خو که بیا هم څه پوښتني لرۍ نودلته به يي له مطرح کولو نه ستاسي منندوي یم .
منلی
08.05.2006
سلامونه اونیکی هیلی
زرملوال صاحب له جواب نه مو یو ه نړی مننه طالب صاحب تاسوته هم ښه راغلاست وایم هیله کوم چی روغ اوجوړاوسی او زمونږ پوښتنی ته موجواب کړی له زحمت نه مو ډیر ممنون یم .
غزتمندو :
زه به خپله خبره روښانه کړم چی تر څوپور ی تاسی په پوښته ښه پوه شی اوزه په جواب .
ماچرس څښول دی چرسو زمازندګی تباه کړی وه په کور کی خپل خپلوان هم رانه بیزاره کیدال اوزماهم داسی عدات شوی وه چی هیڅ کومه لار دپریښودوراته نه ښکاریده یوه ورځ ډیر خبری می دکور له خلکو (مور،پلار ،اورورنو) نه واوریدی
ډیر می جزبات وپکریدال (( مخکی می هم داسی هوډځان سره کړی وه چی زه به دبدعمل نه کوم خوهره اراده به می اومه وه اودعمل به راځنی کیده )) نوپه دی وارباندی چی ډیرغوسه هم وم خپل ځان سره می دافیصله وکړه که زه له دی نه پس داعمل وکړم نوزه دی کافر یم اومسلمان به نه یم داخبره ماددی لپاره وکړه چی ترڅوزمانفس داومنی چی دی کښی ماله پاره څومره لویه خطره ده اوزه په خپله فیصله کښی رښتنی پاتی شم همداسی وشول صرف دوه میاشتی ولی چی ماپسی ډیر لوی ډاروه خونه پوهیږم چی بیا داسی کوم شی وشوال چی زماداډاریی هم ختم کړ اومانه داعمل تکرار شوه په هغه وخت کښی ماته داپوره علم هم وه چی ماداسی قسم کړی یاداوعده می کړی یامی داسی ویلی خوباوجود ددی مانه داعمل څرګند شوه او خدای شته ډیر پریشانه یم هر څه رانه هیر دی اوداڅوورځی ټوله توجومی همدی خواته اوښتی ده له تاسو محترمونه هیله کوم چی دعلم په رڼاکښی ماته لارښونه وکړی .وسلام
ع کريم حليمي
08.05.2006
دروند زخمي صاحب
سلامونه اونیکی هیلی !
ګرانه وروره !
چرس پرېښودل خو ډېر ساده او اسانه کار دۍ ، ای کاش چه ترقسم له مخه دي
داپوښتلي وای
اوس هم وختي دۍ تاوان چه دي پر هر ځای راوګرځاوه ګټه ده
د پرېښودلو علاج
کله چه چلم پوچ سو ضرورنده چه د چرسو چلم وي ښه به وي چه د تمبکو چلم وي
نو نيم ګلاس د چلم اوبه وچښه او بس
بسمه تعالی ٠ ان شاالله زه سل په سل کي ستا زيمه اخلم چه بيا به چرسوته ورنژدې هم نه سې ! اونذر به ايږدې که خدای کول
زرملوال
08.05.2006
[color=green:f2372120c9]
محترم زخمى صيب سلام اونيكى هيلى مى ومنه
محترمه لو څښتن دى دهغه په تقوى اوعبادت سره ستا زخمونه درمان كړى
محترمه انسان كه عقل ونه لرى نو له نوروڅارويو سره يي هيڅ توپير نشته
او مقدس شريعت دانسان ټول غمونه خوړلى دى او له هرڅه زيات يي دانسان
دعقل ساتنى ته توجه كړى ده نوځكه يي په انسان باندى هرنيشه لرونكى څيز
حرام كړى دى ځكه دا بدمرغه نيشه لرونكى شى دانسان عقل تر حملى لاندى
راولى او هرهغه شى چى عقل له كاره اچوى هغه يي حرام كړى دى
محترمه ته دى له خپله ځانه سره شه سوچ وكړه او بيا په دى خبره هم شه ژور سوچ وكړه چى ستا عقل څومره لوى جوهر دى چى لو ى څښتن درباندى لورولى دى ؟!
او بيادى نو دخپل پښتنى هوډتيره توره درواخله
او دامرداربوټۍ له بيخه پرى وكاږه پښتون چى
يوځل (نه)او يا( هو) وكړى بيا به دچابرجدبله
پرى ومنى نو ته هم له دى پښتنى سپيڅلى غيرت
نه كارواخله انساءالله الله به دى مل وى
په همدى هيله [/color:f2372120c9]
صافي
09.05.2006
[quکله چه چلم پوچ سو ضرورنده چه د چرسو چلم وي ښه به وي چه د تمبکو چلم وي
نو نيم ګلاس د چلم اوبه وچښه او بس
ote][/quote]
پورته تا سو لیکلې دي٠
----------------------------------
مولوی صاحب!
دا دطب ډاکتری دی دکم ځایه څخه راوړی چې مونږ پرې خبر نه یولږ خو نور هم پرې
خبر کږه٠
او که نه دمجرب شخص د تجربی نه ګړیږی ؟ که داسې وی نوتاسو هم په همدې توګه
چرس پریښودل؟
او که هسی چټیاټ وایی؟
ایا دا پوښتنې دېد دي ورور نه کړی چې څه شی سبب شول چې دې چرس ووهی؟
څومره وخت یی چرس وهلې دي؟
ای ډاکتر ته تللی دی اوکنه؟
څو کلن دی؟
کوم بل مرض لری او کنه؟
اوکه دا ټولې پوښتنې تاسو دغیاب په عالم کې تصور کړې او نسخه مو ورته ورکړه؟
منلی
13.05.2006
سلامونه اونیکی هیلی
دڅښتن تعالی (ج) نه غواړم چی ټول دصحت په جامه کښی مبلس اوسی .
حلیمی صاحب ډیره مننه خواصلی موضوع ته دی هیڅ نه دی لیکلی هیله کوم چی خپل نظر دی په دی هکله ولیکی اوپه همدی ځای کښي به یوه پوښتنه وکړم هالنکی دابیلکول بله موضوع ده خودلته یی ددی لپاره لیکم چی ددواړو پوښتنو جواب راته په یوځای ولیکی پوښتنه داسی ده چی زمایو سړی سره خبری کیدالی هغه راته داوویل چی زه دداسی هر قانون مخالف یم چی هغه قانون دطبعیت قانون خلاف وی نوزما سوال دده چی داسلام مبین دین داسی څه شته چی طبیعت سره خلاف وی او که وی کوم یوده مهربانی به مووی که په تفسیل سره ولیکی .
دزرملوال صاحب نه هم ډیره مننه کوم او هیله کوم چی په دوهمه پوښتنه کښی خپل نظر ورکړی اوهمدارنکه دمهترم کوشان صاحب نه هم یوه نړی مننه چی زما لپاره یی دومره په زړه پوری لیکنه کړی .
وسلام
ع کريم حليمي
14.05.2006
مکرمو او محترمو زخمي صاحب او لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
زخمي صاحب !
[quote:0776963617]ددواړو پوښتنو جواب راته په یوځای ولیکی پوښتنه داسی ده چی زمایو سړی سره خبری کیدالی هغه راته داوویل چی زه دداسی هر قانون مخالف یم چی هغه قانون دطبعیت قانون خلاف وی نوزما سوال دده چی داسلام مبین دین داسی څه شته چی طبیعت سره خلاف وی او که وی کوم یوده مهربانی به مووی که په تفسیل سره ولیکی . [/quote:0776963617]
په دوهمه پوښتنه دي پوه سوم او په اوله پوښتنه ونه پوهېدم
وروره !
قسم اصلا د الله په نامه اخستل کيږي او يا قسم ورکول کيږي
بېله د الله د نامه څخه په بل شي قسم ممنوع دۍ
او دوهم قسم اخستل اول اراده يانيت غواړي لکه هر عبادت يا لمنځ
دا بې ارادې قسمونه (يَمِين ) قسم کښي نه حسابيږي !
او بل سخط قسم هغه قسم دۍ چه د بل چاحق په وخوړل شي ٠
بسمه تعالی _ إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَناً قَلِيلاً أُوْلَـئِكَ لاَ خَلاَقَ لَهُمْ فِي الآخِرَةِ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ وَلاَ يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
هغه خلګ چه د الله په نامه قسم کوي او بيا پرعهد نه دريږي او قسم ماتوي ، يا
دوی د دنيوي ګټو اخستلو له پاره د الله په نامه په دروغو قسمونه اخلي
نه الله ورته ګوري ، او نه به يي پاک کي او درد ناکه عذاب ورته ګوري په
اخرت کښي
چه داسي خلګوته کافر هم ويلی سو
او اوس راځم ستاسو وقسم ته
انشاالله تاسو قسم معفو دی ،او تاسو ته کومه خبره نسته تاسو د لغوي قسم
کړې وو په شافي مذهب کښي خامخا کفاره لازميږي
او زموږ حنفيانو په مذهب کفاره هم نسته
بسمه تعالی : لاَّ يُؤَاخِذُكُمُ اللّهُ بِاللَّغْوِ فِيَ أَيْمَانِكُمْ وَلَكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ
تاسو چه قسم کړي وو په هغه وخت کښي زړه ،خوله په يوه قصد نه وه
او که څوک داسي ووايي چه والله بالله تالله او قصد هم ونه کړي
نو بيا کفاره پر کيږي
فرضا x نفر ووايي چه که ما ماښام ډوډۍ وخوړل x بده به کافر وي
نه کافر کيږي ٠ اما که ډوډۍ يي و خوړل اخلاقا بايد ووايي چه توبه مي ده الله
چه د يوه اشنا سره يوه داسي خبره وکړې هم موږته لازمه ده چه ورته وويل سي
چه وبخښه ٠ او نو الله ته خو موږبايد د ورځي حداقل سل واره ووايو چه
استغفرالله ... استغفر الله .. استغفر استغفرالله ... استغفر الله ... استغفر الله x
20 = 100
اسلام ټوټلي طبيعي اخلاق دي هيڅ داسي اخلاق ، عبادت په اسلام کښي
ماته په کتاب الله (نص ) او احاديثو کښي په مخه ندي راغلي چه د طبيعت
سره موازي دي نه وي
او شيخ که په زړه کافر وو نو په حج ، لمانځ ، اوداسه سر نه سره ورځي
خدای دي وکړي چه يو جواب دي تر لاسه کړي وي