نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په افغانستان كې د بشر حقونه اوو ددې سازمان كړنې!!!
بصير افغان
02.05.2006
درنو لوستونكو سلامونه
په افغانستان كې د لنډمهالې ادارې له راتګ سره سم ، يوه مبهمه او اسلامې او افغاني ضدڅانګه چې د بشر دحقونو په نامه ياديږې ، رامنځته شوه!!!
غواړم دلته له خپلو خوږو او دقدروړ وروڼوسره په افغانستان كې د بشردحقونو په دريځ، هڅو، كړنو او پايلو پر سر يو خوږ او ګټور علمي اومنطقي بحث وكړم ، چې په دې اړه له ټولو درنو وروڼو څخه هيله كوم له ما سره ددې بحث په سپيناوي كې تر پايه واوسي.
[color=green:484717b5e1]په پوره پښتنې حيا سره!!![/color:484717b5e1]
larghonay1
26.06.2006
جميلي صيب كور مو ودان ، خوښ اوسئ!
ښه موضوع مو وړاندې كړې خو كاشكې مو د افغانستان د بشري حقونو كمسيون په اړه يوڅه څېړنه كړې واى او بيا مو د دې فورم مينه والو ته د بحث له پاره وړاندې كړې واي.
ما ددغه كمسيون د وياند نادر نادري په يوه راډيويي مركه كې ورڅخه واوريدل چې څوډوله كتابونه يې چاپ كړي او د ټولو شمېره يې څو مليونه پاڼې ښوده . تاسو كه دغه ورځنې وپوښتۍ چې څومره پكې پښتو دي؟
او بله دا چې دد غې كمسيون مشره اوس هم په ځينو سيمو كې شخصي ښوونځي لري ايا دا د يوه كمسيون د مشرې سره ښايي چې په افغانستان كې د بشري ناوړه حالاتو كې چې كابو كول يې د يو كمسيون د وس كار هم نه دى او مشره يې بيا هم د ومره ډېر وخت لري چې شخصي انجو ولري او هغه هم په يوه سيمه كې كار وكړي؟
بله دا چې دغه كمسيون د نورو قومونو يو نيم كس يوازې د نمايش له پاره نيولى نور ټول د سيما سمر سيمې او قوم دي ايا دا د يوه هيواد د بشري حقونو كمسيون سره ښايي؟
بله دا چې دغه كمسيون تر ډېرې كچې سياسي دى ، د اساسي قانون دلويې جرګې پر وخت د همدې كمسيون يوې لوړ پوړې چارواكې چې د هزاره ګانود شورا د مشر (ياري) لور ده د مزاري له پاره كمپاين كاوه چې د ملي اتل يا ملي شهيد لقب وركړل شي او بله دا چې دغه سيما سمر چې د همدې كمسيون مشره ده د جګړې په خونړيو كلونو كې د (مادر وحدت ) په نامه ياديده .
دا هم بايد په ياد ولرو چې د اساسي قانون د مسودې دخپراوي سره سم د افغانستان دبشري حقونو كمسيون يوه مسوده چې مطلق د پښتنو پر ضد وه خپره كړه او غوښتنه يې كوله چې همدا دې ومنل شي.
په داسې حال كې چې دهمدغه حزب وحدت او اتحاد د تنظيمي جګړو پر وخت دپښتنو پر سر مېخونه وهل كيدل.
جميلي صيب كه د بشري حقونو د كمسيون په اړه يو څه تر لاسه كړې او بيا يې دلته د بحث له پاره وړاندې كړې لابه ښه شي.
دغه كمسيون ځينې كسانو ته لكه قسيم اخګر يوازې په همدې معاش وركوي چې د پښتنو پرضد تبليغات او پروپاګنډې وكړي.
اوس همدومره
ستاسو لاروى
بصير افغان
28.06.2006
تولو ملگرو ته سلامونه به تیره بیا لرغونی صاحب ته
اول خو زه باید په دی چی زما د کمپیوتر دپشتو توری نشته باید مخکی له مخکی بخشنه وغوارم.
لرغونی صاحب ما داموضوع دیره د مخکی دروشانتیا لپاره وراندی کری وه، خو چا تبصره نه بری وکره، خو بیا هم له تا نه منندوی یم چی په دی اره دی له ما نه د معلوماتو د غوشتنی هیله کری . یوازی دومره باید ووایم چی دا کمیسیون د بشر د حقونو د ساتنی او خوندیتوب ناری وهی او تل یی هچه دا وی چی چیری اوچنگه به په یوه سیمه کی د عیسویت تغر اوار کری . که دوی به ریشتیا هم د بشر د حقونو د ساتنی لپاره کار کوی نو مهربانی دی وکری زموژ د پشتنود سیمو د هغو خوارو او بی کسو شجو او انجونو حالت دی وگوری چی به ریشتیا هم دوی هلته په چه بد حالت کی ژوند کوی او ودی گوری چی هغوی چه حقونه لری!
یوازی دومره پوهیژم چی ددی سازمان مرام او هدف د شچو به پته کول او بی حجابول دی . دا که دوی ناری وهی چی موژ دومر ه کتابونه چاپ کری او داسی مو کری، هاسی موکری ... دا خو اوس په افغانستان کی د هر چا عادت گرزیدلی او هر سوک جان د هیوادمیین بولی. لرغونی صاحب ته خو ددوی کتابونه شایی چی ولی پشتو نه دی پکشی لیکل شوی او داسی نور شیان ... ته به ددوی په کتابونه هغه وخت شکر وباسی چی له خیره سره یو جل دکابل پوهنتون کتابتون ته ورشی او هلته بیا دورور او همژبی گاوندی هیواد ایران کتابونه وگوری چی په چرگنده یی پکشی لیکلی " شاهان احق و نادان افغان" او به سلهاو نور داسی عبارتونه اوتوری ، نو هلته به بیا تاته ددی کرزی لالا د حکومت ارزشت او اهمیت کچه معلومه شی .
که له ما منی له دا وروورو شیانو به تیر شو هیواد هم به کلتوری توگه اوهم به نظامی توگه په بشپره توگه سره اشغال شوی، نو غوره به داوی چی اول له خپلو جانونو نه به ریشتینی توگه سره پشتانه جور کرو نه یوازی به نامه سره.
نور بیا...
به افغانستان کی د یوه پشتنی نظام به هیله!!!
larghonay1
28.06.2006
چمبېلى صيب لا وغوړېږې !
وروره ! كه خوښه دې وي خپلې خبرې دې لږې سره راټولې كړه ، باور وكړه تا څو موضوعګانې سره يو كړي چې بحث كول پرې ډېر ګران دي .
د افغانستان د بشري حقونو پر كمسيون چې څومره نيوكې لرې كيدى شي په سړه سينه د منطق او استدلال سره پرې رڼا واچوئ او هغه نيمګړتياوې يې په ګوته كړئ چې د كمسيون سره نه ښايي.
هغه د ښځوخبره (له اشرق او مشرقه مه غږېږئ).
مننه
ستاسو لاروى
بصير افغان
03.07.2006
لرغویۍ صاحب ستړۍ مشي
ولا څه وکړم دومر خبرې دي، چې راټولوم یي پسي لیونۍ شم. خو بیا هم ستا د بی شانه همکاریو په هیله.
larghonay1
03.07.2006
سلام!
وروره خداى دې ليونى مه كړه خو چې څومره دې وسه كېږي او پوهېږې چې نه ليونى كېږې هغومره راټولې كړه.
په دې خو تاسو هم قانع ياست چې خبرې ډېرې دې نو له ډېرو خو لږې دلته رانقل كړه.
په همدې هيله
لاروى
مشواڼې
03.07.2006
ښاغلوسلام
بشرمشرنشته ، داټول شيان دنوروشيانولپاره دي ٠ دپيسولپاره هرڅه کيږي ٠ بس يوه NGO جوړه کړه او پروپوزل ورته په فيفټي -فيفټي اوصولوبرابروليکه ، چې دبشرپه نامه دبشرلخوانه OK شوبياپکې سياسي بړستنې وېشه ٠ اسان کارنه دې ؟
بشرځانته رنګ اونسل غواړي اوچلونه يې بايد زده وي ٠ چې ترڅو expired دواګانې دبيارغوونې په پلمه ونه پلوري ، دوکاندار يې لا ولاکه وبولم ٠
اودبشردحقونوترسرليک لاندې راپور، نوکوم ګران کاردې ، ولاکه دتعويض هومره اثرلا لري ٠ دپنځه کاله مخکې دلنډوکيسوليکلې کتاب مخ ته کېږدۍ اويوڅوخيالي فريادونه چې نه اورېدل کيږي ، ترې رانقل کړۍ ، بس راپوردې ٠
تاسوپخپله فکروکړۍ ، مړي هم چېرې په ژړا راژوندي شوي ؟
ستاسوورور
مشواڼې