نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لویديځوال مدنیت
و.افغان
01.05.2006
لویدیځوال مدنیت
افغان امت یو ستر اسلامي شرقي امت دی، نو پکار ده چی دغه امت ته د هغه شرافت ،دین، پښتو،او غیرت پاتې شي، ترکومه چی دغه لمر له ختیځه راخیږی او په لویدیځ کی ډوبیږي، ترکومه چی ستوري په اسمان کی ځلیږي،او بریښنا په فضا کې پړه قیږي، اسمان په ځمکی زړه خوږوي، او اوښکی پری تویوي، ځمکه له دغی خواخوږۍ وروسته په ټق ټق له خندا نه شنه شی، تر کومه چی دغه ځمکه په بلی ځمکی او دغه اسمان په بل اسمان بدل شوۍ نه وي.
روښانه ده چی د افغان یو قدم کیښودل غرب طرف ته هغه خپل اجل ته نږدې کوي، او هغه کندی ته یې غورځوي چی تر قیامته پوری به په کې غزیدلۍ وي.
افغان که غربي مدنیت ته لاس اوږدوي، نو دهغه مثال د غلبیل وي، بیکاره څیزونه نیسې او ښه څیزونه یې له لاسه ځي، یا د شرابو د کالي په شان، خاشاک ایساروي، او فایده مندې اوبه یې له لاسه ورکوي، نو پداسی حال کی د افغان خیر په دی کی دی، چی تر خپلی وسعی په اندازه تری لري شي، او داسی تری وتښتي لکه روغ چه جذام وهلي تښتي.
افغان غواړي چی د لویديځوال د چالاکۍ او د نشاط پیښې وکړي، نو تګ راتګ او ناسته او پاسته کې تیز شي، لیکن کله چی د حقیقت او د کار میدان شي، نو بیا ستړتیا او ستومانتیا یې په وجود کی داسی مزل پیل کړي،لکه څرنګ چی د شرابونشه په اندامونو کی سرایت کوي، یا څرنګ چی پريشانې د سترګو په وريځو کی جریان پیدا کوي.
افغان غواړي د لويديځوال د مزناکی او له نعمتونو ډکی زندګۍ ته ځان جوګه کړي، لیکن هغه ځان د ښځینه حرکاتو او ګنده ځایونو او دبدکارۍ له مرکزونو له پيژندو پرته له بل څه برخمن نه کړي .
غواړي چی د لویديځوال سره په قومیت او وطنپالۍ کی سیالي وکړي، لیکن د وطنپالۍ د نعری ، چغې، او نعری څخه پرته بل هیڅ څه لاس ته رانه وړي.
د لويديځ قمارتونونو، شراب کورونو، او زناکاریو ځایونو ته لکه قیضه شوۍ اس درومي، چی بغیر له مخی بل اړخ ته نه ګوري، او هلته بیا خپل عقل او مال له لاسه ورکړي.
غواړي چی د لویديځوال تقلید په علم کی وکړي، لیکن له یو څو تورو پرته چی هر وخت پری شونډک اړوی او راړوي، له نور څه خبر نه وي.
غواړي د ښځی په تربیت کی د لويديځوال تقلید وکړي، نو پر دی قانع شي چی ښځه یې ښکلې سندری ووایې، یا ښایسته ګډا وکړي، یا ښکلې زړه کشه جامي واغوندي، چی دانسانانو نفسونه د ځان په لور لکه د مغناطیس غوندي راکش کړي.
غواړي چی د لويديځوال تقلید په جامه کي وکړي، نو جامه وشکوي، ځان بربنډ کړي،او پړۍ په غاړه کی واچوي، یوه دوست راته وویل: چی کلیفورنیا کی افغانۍ انجونې داسی لباس اغوندي چی ځایې امریکنۍ انجوني هم هغسی لباس نه کوي.
نو دغه څیرې ته یواځې نوم د افغان پاتی شي، دا چی افغان څه ته وایې نه ددی پوښتنه کوي، او نه د افغان کلتور ته د کلتور په سترګه ګوري.
هۍ افغانانو!! په دغه غربي شکلي حضارت مه غولیږۍ، تاسی ته الله د عقل او میزه درکړی، شهد وخورۍ خو زهر مه ګوټۍ، شراب څښل ، زنا کاري، بربنډتیا، اختلاط هیڅکله تقدم اوپیشرفتي کیدای نه شي، بلکه دغه کارونه د اخلاقي انحطاط، او فکري انحلال آخرنې مورچل دی، صحي ده چی مونږ مسلمانان په اوږده خوب ویده یو، د نوی ټکنالوجۍ له کاروان څخه شاته پاتی شو، مګر اخلاقو کی زمونږ کلتور اوس هم لوړ دی، نو تاسی له هغوي د نوی پرمختیایۍ ګټه پورته کړۍ، او له خپل کلتوره او اخلاقو او حیاء څخه مه لیري کیږي، ځکه همدغه څیزونه دي چی ځمونږ هویت ساتي، او که دغه څیزونه مو له پامه ولویدل، نو هویت به مو داسی ويلي شي، لکه مالګه چی اوبو کی ویلي کیږي.
و.افغان
01.05.2006
ښاغلی کوشان صاحب !
محترما!
داسی ښکاري چی تاسی ځما خبری پوره نه دی لوستلی، کیداي شي چی د ټولو خبرو لوستلو وخت مو نه وي پيدا کړي،
وروره: زه د خپلو ټولو خبرو نچوړ تاسی وایم:
چی افغانان باید د لویديځوال مدنیت ټکنالوجۍ اړخ څخه ګټه پورته کړي، دغه شیان ځمونږ لپاره ګټور دي، او ما په خپله لیکنه کی په دی اعتراف کړی، چی مونږ په درانه خوب ویده یو، او هغوي له مونږ څخه دټکنالوجۍ میدان ګټلی،
أما اخلاقی طور سره لویدځوال تمدن ځمونږ د کلتور او اخلاقی تمدن زکاة هم نشی کیدلاي، هغوي خپل اخلاقی معیارونه او ادبي کلتورونه ، که هغه یې له دینه اخیستې وو، او که وراثې ورته پاتې وو، ټول له خاورو سره خاوری کړ، او کیداي شي چی زه دا خبره د هغوي له فیلسوفانو او پوهانو په خپلی د تصدیق چت ته ورسوم، دغه خلک اوس په خپل اخلاقي انحطاط اقرار کوي، او چغی او ناري وهې،چی مخکینې کلتور او آدابو او اخلاقو ته ستانه شۍ،
دا خبره به زه ان شاء نوره هم روښانه کړم.
28.05.2006
ښاغلي وهاج ته سلامونه !
حق او حقيقت ته ستاسو درناوی له نيکه مرغه ستاسو د بيطرفۍ او ددغه ډول اعتراف سبب هم ګرځي .:
[quote:6f444a642b]چی افغانان باید د لویديځوال مدنیت ټکنالوجۍ اړخ څخه ګټه پورته کړي، دغه شیان ځمونږ لپاره ګټور دي، او ما په خپله لیکنه کی په دی اعتراف کړی، چی مونږ په درانه خوب ویده یو، او هغوي له مونږ څخه دټکنالوجۍ میدان ګټلی،[/quote:6f444a642b] خو دا مو نده ښکاره کړې چې يوه ملي او د اسلام له اساساتو سره برابره اولسواکي چې د ښځينه وګړوامتيازات په کې له نرينه و څخه کم نه وي، خو ليبراله نه وي ،د فحش او فحشا لويدځوال مرضونه ونه لري، هم اړينه بولۍ او نه پلي کول يې همدغسې يوه نيمګړتيا بولۍ لکه د تخنيک اوتکنالوژۍ په ډګر کې زمونږ وروسته پاتيوالی او که نه فکر کوئ چې هغوی له سياسي دموکراسۍ پرته له مونږ څخه د تکنالوژۍ دغه ميدان ګټلی دی ؟
د تخنيک او تېخو لوژي له اقتصادي خوځښت ، اوهغه د اولسواکۍ اواولسواکي د فردي او بشري غورځنګونو ، د ښځو او ځوانانو له غورځنګونو سره وده او پراختيا مومي . تخنيک او تېخنولوژي ددې ټول پرمختګ په لويه ونه کې يا د څانګو يا پاڼو مثال لري ، ايا کيدی شي چې څا نګې د ونې له ريښو، ډډ، پاڼو او ګلانو پرته ميوه ونيسي او يا يواځې پاڼې له څنګو ، منډانو، ډډ، ريښو او ګلونو پرته ميوه ونيسي؟
ـ [color=blue:6f444a642b]که امګان نه لري نو ايا اسلام د ترقۍ د نوموړې ونې د ټولو برخو او اجزاو يعنې اولسواکۍ وده تامينوي ؟
ـ که يې تضمينوي آيا تاسو او ستاسو په څير نور انډيوالان مو هم د دغسې اسلامي او ملي دموکراسۍ پلوی کوئ؟
ـ که کوئ يې نو ايا چمتو هستئ چې د هغو ملايانو پر ضد هلې ځلې او مبارزه وکړئ چې دملي اسلامي دموکراسي او دهغې په چوکاټ کې دښځوله غورځنګ سره مخالف دي او نتيجتأ د وطن له ورانولو بل څه نشي کولی؟
ـ او که دې ته هم چمتو نه ياست نو بيا د تخنيک او تخنولوژي پلوی به مو د اسلام له نظره هم څه معنی او څه ګټه ولري ؟؟؟.؟ والسلام [/color:6f444a642b]