د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دچا دوست دچا دښمن

pattang
30.04.2006

دغه ليک ما له بينوا څخه رانقل کړی دی ٠
هغه پښتون ورور ته چې دا ليک يې دجرمني دشپيګل له مجلې څخه اوله جرمني ژبې ځخه پښتوژبې ته را اړولی دی يوه نړۍ مننه کوم اوترخپل څنګ سره ځای ورکوم ٠
په دې ليک کې ډير کم واقعتون څرګند شوی دي٠ ډير واقعنون د جيمي دوران ايرلنډي په ويديو يې فلم ،اسنادو او تحقيقاتو کې واضح او ساتل شوي دي ٠
دجيمي دوران په اسنادو ، د اروپا پارلمان او نورو بشري ټولنو سترګې پټې کړې اودغه واقعتونه يې له نورو دوسيو لاندې کېښودل ٠
پښتانه وروسته د چنګيز له وخته را پردېخوا داسې نوه تحقيرشوي لکه دوستم ، عطا اونورو چې تحقيرکړل ، هيڅ حقوقي ، عنعناتي او اسلامي لاره يې ورسره ونکړه او داسې يې وبلل لکه دفرضو ويښتان ،دغه د اوزبکو او تاجکو عمل دهغه پښتنوپه زړونو ابدي د اور لمبې دي چې واقعي يې د پښتنې مورتي رودلي وي٠

- د دوستم او کرزي چپني دواړه يو رنګ لري ٠
- دوستم د کرزي تر څنګ ناست دی او کرزی ځان پښتون هم بولي ( زه شک من يم )
-ټول هغه جنګي جنايتکاران او دپښتنو دښمنان ،د کرزي په شااوخواکې
 ليدل کيږي .
- ګټې ازبکي او تاجکي جنايتکارانو وکړې خورنګ دپښتنو پکښې بد شه٠

ستاسو سياسي تبصرو ته هيله لرم ٠
دناپوهو،رشوت خورو او دجنګي جنايتکارانو د تبايې په هيله
پتنګ

جنرال په خپله ماڼۍ کي ( د شپيګل مجلې څخه ژباړه )
چاپي بڼه
افغان اوه چړې خوړلي خو د دوستم د چړې ډير فرياد کوينه

دا لاندي رپوټ د جرمني د شپيګل مجلې د ١٥/٤/ ٢٠٠٦ نيټې په ١٦ ګڼه کي خپور سوی دئ .

افغانستان >> جنرال په خپله ماڼۍ کي

کابل غوړيږي، خو پاته هيواد دجګړې سيمه ده، هلته چي جرمني سرتيري هم د جنګسالارانو، دمخدره موادو خانانو او طالبانو سره مخامخ کيږي.

[color=darkred:1cba494bd7]د سوزاني کولبل رپوټ
د مؤمن خان آزاده ژباړه :[/color:1cba494bd7]

http://benawa.com/upload/uploads/German%20fors%20in%20afghanistan%201.png
د کابل په جنوب کي د جرمني ځواکونو ګزمه : دا تر ابده څونه وخت دئ؟

http://benawa.com/gallery/albums/userpics/10001/dostam1.jpg
د دوستم شدادي ماڼۍ یو څنډه
څوک چي په افغانستان کي بيره اچولای سي، هغه په ناکسانو کي نه شميرل کيږي. څوک چي بيره خپرولاي سی د هغو زور ته خلګ حيران تللي وي، خو د دوی څخه هيڅوک دونه هيبتناکه نه دئ لکه ازبک جنرال عبدالرشيد دوستم .

دغه جنرال خلګ دخپل ميلمستون پر حوض باندي چي د يوه شمالي ولايت په مرکز شبرغان کي دئ، حضور ته مني. دده ميلمستون يوه د خوب اوخيال ماڼۍده چي د ډيري ښيښې او د نصواري، آبي او بنفشيي رنګونو يوه عجيب او غريب ترکيب څخه پکښې کار اخيستل سوی دی: خلګ دغه لوکسه او تجملي ودانۍ قصر بولي، چي ساونا (اروپايي ډوله حمام) د لامبو حوض او د ضيافت داسي سالونونه پکښي شته چي په قنديلونوتزئين شوي دي.دغه ځاي په داسي بد اخلاقو بانډارونو سره اينڅۍ دئ چي ( په هيواد کي ) د اسلامي مقرراتو سره سره د وډکا او ښځو کمی پکښې نه وي.
د دې ماڼۍ خاوند نن چپنه پر اوږو اچولې ده، هغسي چپنه چي سړئ يې معمولاً دولسمشر حامد کرزي په شانداره ښکاره کيدو سره ويني . دﺉ په ډډ ږغ داسي وايي : " دلته ملايان نشته "
دوستم په اتيايمو کلونوکي د شوروي پر خوا وو او د مجاهدينو پر ضد جنګيدئ وروسته يې د طالبانو پر ضد جګړه کوله.د ٢٠٠١ کال په مني کي بيا د امريکايانو د ټينګو متحدينو څخه سو او د امريکايانو قوماندويي ځواکونو سره يې د مزارشريف او کابل د لاري په شېلو او دښتونو کي مرسته کوله. ويل کيږي چي دی د هغوسلګونو طالبانودسا بندولو په قتل مسؤل دئ، کوم چي تر تسليمېدو وروسته په کانټينرونو کي تخته کړل شوي وه او شبرغان ته په نږدې دښت کي يې و يوه ډله ايز قبر ته اچولي وه.
امريکايان به غواړي چي دا خپل پخوانئ يارد ځانه ليري کړي، مګر داسي شئ لکه دوستم څوک په اسانه دځانه نسي څنډلاي

http://benawa.com/upload/uploads/German%20in%20Afghanistan.bmp

کيداي سي چي جرمنيان هم دده دقدرت لوږه ډير ژر احساس کړي.

د شبرغان دختيځ په ١٤٠ کيلومتري کي د جرمني د دفاع وزارت په نړۍ کي په خپله تر ټولو لويه پروژه باندي لاس پوري کړی دئ :و دې ځاي ته کمپ مرمل وايي چي دا نوخپل ځانته يو ښار دئ.په دې پروژه کي به د ٥٣ مليونو يورو په بيه د٧٥ زره ټنه فولادو او درې لکه ټنه کانکريټو څخه کار واخيستل شي. دا نوې قرارګاه چي ١٥٠٠ جرمني سرتيري به پکښې ځاي پرځاي کيږي،د مزارشريف پر شوره ښار هوايي ډګر ته نږدې جوړيږي، کوم چي د غرو په انځوريزه لمن کي پروت دئ . دغه کمپ به ( چي دوه کيلو متره به يې اوږدواله او دوه کيلومتره به يې هم پسور وي) په شمال کي به د سياسي او اقتصادي خوځښت بنسټ جوړوي. داسي يو تعمير به وي لکه د ابد لپاره چي جوړيږي. خو پوښتنه داده چي په افغانستان کي ابد څونه وخت پايښت کوي ؟ دا هيواد پر کومه خوا روان دی چي اوس داسي سر پر سر ډکې خوري؟ په شمال کي چي په نسبي توګه په امن کي ګڼل کېدئ،هلته په دې ډيره لنډه موده کي جرمني سرتيري درې واره په بايسکلي بمونو، ناريه وسلو او د ټانک ضد راکټونوپه نښه سوي دي، چي ددوي څخه پنځه کسه قسماً ډير سخت ټپيان سوي دي.
افغانستان په دې تيرو پنځو کلونو کي په امن سوی نه دئ بلکې نور لا بې امنه سوی دئ : د ٢٠٠١ کال راهيسي چي امريکې پر هندوکش باندي جنګ پيل کړی دئ، تر اوسه يوازي ٢٨٤ امريکايي سرتيري وژل سوي دي چي ٩٩ تنه يې يوازي د تير کال په اوږدو کي وژل سوي وه. او همدارنګه ٢٠٠١ کال د ډسامبر دمياشتي راهيسي چي د " نړيوال امنيتي مرستو ځواکونو" ( ايساف ) په خپل مأموريت پيل کړی دئ، ترهر بل وخت ډيرو افغانانو د تروريستي يرغلونو له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی دئ. يوازي تير کال ١٦٠٠ کسه په تروريستي تيريو کي وژل سوي دي.
http://benawa.com/upload/uploads/1146302791_Dostam.jpg
جنرال دوستم او وسله وال ساتونکي يې : دی وايي: " دلته ملايان نشته "
http://benawa.com/gallery/albums/userpics/10001/dostam.jpg
په شبرغان کي ددوستم د ماڼۍ یوه څنډه
http://benawa.com/gallery/albums/userpics/10001/doatam2.jpg
په شبرغان کي د دوستم د ماڼۍ یوه بله څنډه

اوس پوښتنه دا ده چي په افغانستان کي کوم کارپر غلطه روان دئ ؟ کابل خو پر غوړيدوو دئ . د مځکو نرخونه په تور توپان دي. د ښار په مينځ کي داسي هوټلونه او لويي پلورنځياني جوړيږي چي ساری نه لري او ښځي هم ورځ په ورځ دغه جرئت پيداکوي چي بيله چادرۍ ( بقرې) د پلازمېني پر سړکانو وګرزي. هرڅه پر مخ ځي، مګر هو يوازي په کابل کي!

په اطرافو کي وضعه بل ډول ده.په داسي حال کي چي جرمنيان د راتلونکي جون په مياشت کي د نهوشمالي ولايتونو زمه پرغاړه اخلي؛ په کابل کي د جرمني د اتحادي اطلاعاتو د خدماتو يوه مأمور په دې ورستيو وختونو کي دغه خوا ډيره خطرناکه بللې ده. ويل کيږي چي د طالبانو مشر ملامحمد عمر فرمان ورکړی دئ چي په شمال کي پر جرمنيانو بريدونه وسي، ځکه هلته ددوي ژوند تر کابل ښه دئ.

د هيواد په جنوب او ختيځ جنوب کې اوس لا د خطر زنګ وهل سوی دئ. سره د دې چي د طالبانو پر ضد د امريکايانود جنګ دا پنځم کال دئ او امريکايي ځواکونه اوس هم په خپل ټول زور سره په جنګ کي دي، خو نن ورځ بيا د پښتنو ولايتونو لکه نيمروز، روزګان، هلمند، کندهاراو پکتيکا پراخي سيمي د طالبانو په ولکه کي دي. د بيا جوړوني اثر هم نه ليدل کيږي. هلته په ډيرو ځايونو کي نه بريښنا سته، نه د نل اوبه، نه ډامبر سوي سړکونه، نه ښوونځۍ اونه هم روغتونونه.د مرستي سازمانونه هلته د ورتګ زړه نسي کولاي.

د هلمندولايت د مرکز لښکرګاه په يوه نږدې کلي کی يوه سپين ږيري چي ښه غټه سپينه بګړۍ يې هم پر سر وه، دغه ګيله کوله چي : هغه نوي نوي سړکان مو څه سول، هغه دآبيارۍ وسايل، هغه کارونه چي وعدې مو راسره کړي وې؟ ده په کرزي او غرب کي هيڅ نه ليدل، دلته اکثره خلګو هم د ده غوندي نظر درلود. ددوي دغه نااميدي دوي د سرزورو طالبانو پر خوا ور لغړوي. د يادولو وړ ده چي په دغه سيمه کي د نړۍ تر هري بلي سيمي ډير ترياک توليديږي.

د ملګرو ملتونو د نشيي موادو دادارې په وينا به په هلمند کي پنځه پنځوس مليونه ډالره په هغه پروګرام کي پانګه اچونه سوې وي چي هلته کروندګر د ترياکو دتوليدولوڅخه راوګرزوي. خوحقيقت دا دئ چي د يو لړ پروژو نه پرته لکه " پيسې د کار په مقابل کي" تر عنوان لاندي پروژه، چي افغانان د زيربنايي جوړښت په کارونو کي نيسي لکه د ولو او نهرونو په پاکولو کي؛ نور نوخاشه لا پر خاشه نه ده ايښوول سوي.

هغه پيسې چي و کروندګرو ته دکوکنارو پرځاي د بل شي د کرلو دپاره وړاندي کيږي و دوي ته ګته نه لري. بعضي نور بيا طالبان مجبوروي چي کوکنار وکري.

طالبانو بيا د نشيي موادو د مافيا سره لاس يو کړی دئ چي د افغانستان پروژه ژر د مخاطرې سره مخامخ کولاي شي، هغه داچي جنګسالاران او د نشيي موادو سوداګر د طالبانو څخه د بهرنيو نظامي ځواکونوپه مقابل کي د يو ډول امنيتي خدمت کار اخلي څو کوکنار په بيغمه زړه وکرل سي. طالبان او القاعده بيا ددغي عايداتي چينې په برکت وسلې او نقليه وسايل تمويلوي. همدارنګه په ځانمرګي بريدونو کي د وژل سوي کسانو و کورنيو ته هم د ضايعې د جبران په توګه د نشيي موادو ډالرونه ورکوي.

اوس خبره د کافرو اشغالګرو په وړاندي د في السبيل الله جهاد نه ده،بلکي خبره دتجارت او معاملې پر دفاع ده. په افغانستان کي اوس د کاله ٢،٧ مليارډه ډالره د ترياکو د پلورلوڅخه تر لاسه کيږي . د کارپوهانو اټکل ښيي چي د دغه عايد يو څو سوه مليونه ډالره د تروريزم په تمويل لګيږي.

نشيي مواد تر نن ورځي پوري دمنظمي کرهڼي د اړخه سره په افغانستان کي د يادوني يوازنۍ اقتصادي څانګه ده. په کابل کي هم ډير مأمورين دي چي په مستقيمه يا غير مستقمه توګه په دې کار اخته دي،د ګمرک د يوه کوچني مأمور څخه نيولې تر ډيرو لوړو دولتي اراکينو پوري. ولسمشر په وار وار دغه په ډاګه کړې ده چي که هر څوک په دې مردار کاروبار اخته وو، په پوره بې رحمي به يې محکمې ته ودروي .

يوه څه موده دمخه د بدخشان ولايت د پوليسو رئيس شاه جهان په خپل شخصي موټر کي سل کيلو ګرامه هيروئين دقاچاق په توګه د تاجکستان تر پولي رسول.

وايي په کندوز کي چي د نشيي موادو د تيرولو راتيرولو چارسو بلل کيږي او دغه خوا د جرمني ځواکونو تر کنترول لاندي هم ده، پخپله والي ددغو مالونو پر قيمت لس فيصده ونډه اخلي.

پوليس د نشيي موادو پر ضد مبارزه کي ځان نه ورګډوي. څوک خو ليونی نه دئ، چي دمياشتي په ٦٠ ډالره معاش چي مرکزي حکومت يې ورکوي، خپل ژوند د خطر سره مخامخ کړي.دا خو لاڅه چي که يې په خپل کلي کي د نشيي موادو پر قاچاق غوږونه کاڼه اچول، نو کور ته چي ځي، يو سل ډالرئ به يې لا په جيب کي هم وي.

هر ځاي چي ډالر ګټل کيږي،هلته جنرال دوستم ډالر ګټي. دی به اکثره په اوج کي وو، که به افغانستان خوار وزار هم وو، دی به په غوره کي وو. دی اوس شنې چاي چښي، تازه د ساونا( حمام ) راوتلی دئ، دا پلن مخ يې تک سور اوښتی دئ. وايي دا زما په هکله اتهامونه ټوله بيځايه دي. دی وايي چي زه د سرطان د دانې پر ضد د اوسپنو مټ يم. د يوه خاص نظامي واحد دمشر په توګه به زه طالبان او القاعده په " بې رحمه توګه پوپنا " کړم. ځکه زه په يو څه پوهيږم، يعني په جنګ.

ميمنه چي د فارياب په ولايت اړه لري، هم د دوستم تر اغيزې لاندي ده. په دې ښارکي د ايساف د بيا جوړوني ټيم د سولي د نړيوالو قطعاتو هغه تر ټولو ليري لويدلې پوسته ده چي په راتلونکي کي به يې زمه واري د افغانستان په شمال لوديځ کي د جرمني د ځواکونوپه غاړه وي.

د ميمنې څخه تر مزارشريف پوري، يعني د جرمنيانو تر اصلي قرار ګاه پوري پوره ٣٣٩ کيلومتره لار ده چي د موټر لس ساعته سفردئ . پر دې لار غرونه، دښتونه، شنې غونډياني او هواري مځکي سته. دا ټوله ساحه ، يعني د ميمنې څخه نيولې د چين تر پولي پوري تر زر کيلو متره لا ډيره ده،دونه مځکه ده لکه نيم جرمني.

د فبرورۍ د مياشتي په ٧ نيټه ، هغه وخت چي يو لړ بلوايان د دې کوچني ښار په مينځ کي د پي آر ټی

( د ولايتي بيا جوړوني ټيم ) پر مرکز باندي را مات سول ، نو د ايساف يوه سرتيري، تورن ټوماس کاينولاينين هم موضع ورته ونيول. ځايي ملايانو دغه خلګ په دنمارک کي د حضرت محمد(ص) د کاريکاتورونو د خپرولو په وجه پارولي وه.دوي اوسپنيزه دروازه دړي وړي کړه وسراي ته يې يو ډول بوتلي بمونه ورغورځول. د ناروې او فنلينډ د سرتيرو پر خوا فيرونه کيدل او د مُټ په کچه غټو ډبرو وارونه پر کيدل، تر څو چي درې ساعته وروسته د جرمني د ځواکونو له خوا په هليکوپتر کي کومک ورته راورسيدئ.

کاينولاينين ماښام د خپلی قرار ګاه دځيرخانې په بار کي ( چي ريډ ميګ ډاون يې بولي، داځکه چي د شوروي ديوې ويشتل سوي ميګ الوتکي وزر يې د دې ميخانې پر سر ځړولی دئ ) د بير چښلو پر مهال ويل چي زه په دې وياړم چي سرتيري يې وروسته له دې بريده بيا هم دلته پاته سول،که نه نو دلته به د ناټو ټوله پلانونه ناکامه سوي واي.

د دې پي آر ټي کوچني ټيم ډير څه په وس نه دی پوره. د دوي سرتيري يوازي څارنه کوي او په سيمه کي د داسي يوه سيستم وظيفه اجرا کوي چي د يوې احتمالي پيښي نه سړئ وختي لا خبروي. خود دوي سترګي په يوه سړي کي ډيري بندي وي، هغه هم په عبدالرشيد دوستم کي. دا ځکه چي دده امر په فارياب کي هم چليږي. عکسونه يې هر ځاي ځړيږي، دا نو نه ده معلومه چي خلګ يې عکسونه د درنښته ځړوي،که د بيري او که د دې دپاره چي خپل ځانونه په وساتي


صافي
30.04.2006

پتنګ صاحب !
زه د دي ليکنې دي فورم ته په راوړلو پوه نه شوم ،که مطلب دي ددوستم 
پيژندنه وي زه ګمان نه کوم چې داسي پښتون دي دهيواد په داخل اويا بهر کې
 وي چې ددي مجرم  په جنايت ،وحشیت ،او حيوانيت 
خبر نه وي ،اوزه فکر نه کوم چې په افغانستان دې څوک  ديو جرمن  ليکوال
 نظرته اړ وي چې ددوستم او دهغه دسارو وحشیت وپيژنې
 او که مطلب دې دا وي چې په داخل دافغانستان کې
 وضعه دطالبانو او يادهغوۍ نه دمخکې حالت په مقايسه نوره هم ورانه 
ده زه يي درسره منلی نه شم ٠کومه ليکنه چې
 تاسو دلته اقتباس کړې 
يو څناڅه په تر جمه کې دمنځه تلې اويو څناڅه 
ديو غربی رومانتکه مفکورې خلقت را ته ښکاري چې  
په افغانی بازارکې چندان خريدار نه لري اوکه 
يي وهم لري ضرورت ورته نشته٠که هدف يي اصلاحی
وي نو دجرمنی ذهنيت اصلاح  په نظرکې نيول ښکاری
او نه دافغانی ذهنيت اوروان سياسی حالت ،
بيا هم داتکراوم چې زه د دي ليکنې په هدف په دي فورم کې 
پوه نه شوم چې څه دئ ؟
 


pattang
30.04.2006

Safi صيب سلام عليکم !
ډيردوکانداران يومال خرڅوي خو دې يوه سودا ښه خرڅيږي او دبل بده٠ زما مقصد دادی چې دې موضع ته مارکيټ او واقعي اخستونکي پيدا کړم ٠

[quote:76a5badba5]زه ګمان نه کوم چې داسي پښتون دي دهيواد په داخل اويا بهر کې
وي چې ددي مجرم په جنايت ،وهشت ،او حيوانيت
خبر نه وي [/quote:76a5badba5]
ولې کرزی ، هېوادمل،٠٠٠٠ او نور يو څای ور سره ناست ندي ، نومجرم ته څوک قدرت ورکوي ?? او قضاته يې نه کش کوي???

[quote:76a5badba5]که مطلب دې دا وي چې په داخل دافغانستان کې
وضعه دطالبانو او يادهغوۍ نه دمخکې حالت په مقايسه نوره هم ورانه
ده زه يي درسره منلی نه شم .[/quote:76a5badba5]

په افغانستان کې غوبل دی اونسبتي هم ازاد ندی ، ازادي يې په هر پښتانه فرض
دی٠ دلته موضع د طالب دوخت او دنورو دوختو ندی زه اوسنی حال تر ستر ګو لاندې نيسم او نتايج يې د خپل کلتور، سرلوړي ،خپلو ملي افتخاراتو
اودبين الملي قوانيوتر سيوري لاندې ارزيابي کول غواړم او هم يې کوم .

دپښتنولي په مينه پتنګ 


صافي
30.04.2006

ښاغلی پتنګ ليکلي:
ولې کرزی ، هېوادمل،٠٠٠٠ او نور يو څای ور سره ناست ندي ، نومجرم ته څوک قدرت ورکوي ?? او قضاته يې نه کش کوي???

ښاغلی پتنګ صاحب! السلام عليکم،
دا درسره منم اوزه هم دي ته حيران يم چې داسي کسان ولي اوس هم په
حکومت کې برخه لري او څوک يي دتيرو کړو وړو پوښتنه نه کوي
څه فکر کوی چې ولسي جرګه به په راتلو کې ددي جنګی مجرمانو
سره سپيناوی ونه کړی؟ اويا به يي وشي کولای؟
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more