د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستان د بلوچو وېبپاڼې وتړلې

Ajab
28.04.2006

د پاکستان حکومت د بلوچو د ازادۍ او مبارزې غږ اوچتوونکو وېبپاڼو (بلوچ وايس، بلوچ فريډم او نورو ) بندېز ولګاوه. دغه وېبپاڼې د هغو بلوچو غږ و چې نن سبا يې د پاکستاني پوځ لخوا د بلوچستان په ايالت کې عامه وژنه روانه ده.
د پاکستان حکومت لدې وړاندې د www.blogspot.com په نوم هغه وېبپاڼه هم تړلې وه چې په لکونو وېبلاګونه پکې دي.
دلته څو خبرې دي؟
١) پاکستان د بلوچو عامه وژنه کوي لګيا دى خو بلوچان د خپلې مبارزې څخه نه لاس په سر کېږي. دا په دې مانا ده چې د بلوچانو مبارزه نشي ختمېدلاى بلکې دغه مبارزه به د پاکستان په ختمېدا پاى ته رسي.
٢) ايا بندېز لګول د ستونځې حل دى؟ کله چې پاکستان په افغانستان کې طالب وحشيان مسلط کړل نو هغوى هم په هر شي بندېز ولګاوه. په راډيو بندېز، په زده کړه بندېز، په ټلويزيون بندېز، په انټرنېټ بندېز، په لوبو بندېز، په موسيقۍ بندېز، په اخبار بندېز، په خلکو بندېز ....... او بيا يې دا غږ وکړ چې "امن دى". هېواد يې وران او ويجاړ پرېښود، مکتبونه، سرکونه او روغتونونه يې د ترهه ګرۍ په اډو بدل کړل او غږ به يې کاوه چې امن دى. د پاکستان د حکومت سره هم د هرې ستونځې حل "بندېز" دى. د پاکستان او د طالبانو د خپلوۍ يو قدر مشترک دا هم دى. خو دا خبره بايد په ډاګه شي چې بندېزونه د چا غږ نشي بندولاى بلکې نور يې هم تقويه کوي.
٣) ايا په ننني دور کې، چې هر چرته او هر چاته د پوهې او علم اړتيا ده او د برداشت او د يو بل د منلو وخت دى، دا عمل روا دى چې په وېبپاڼو دې بندېز ولګول شي؟ هيڅکله نۀ. بايد وېبپاڼې او ورځپاڼې او نورې مطبوعاتي کړۍ ازادې پرېښودل شي تر څو په ستونځو بحث وشي، خبره پرې وشي او حل يې راوويستل شي.
او دلته بايد دا هم ووايم چې په هره موضوع بايد بحث وشي. نن د حقيقتونو نه د سترګو پټولو وخت نه دى. نن د حقيقتونو د پېژندلو او پرې د غور کولو وخت دى. افغانان هم بايد چې دا لار وپېژني.


pattang
28.04.2006

چټليستان د پښتنو سخت دښمن دی او په جنوبي وزيرستان کې يې ډير با غيرته
پښتانه له خاورو لاندې کړل چې نه هيرول يې په هرباغيرته پښتانه فرض دی ٠
طالبانو خو دهغو بيناموسانو په ميراث کيناستل چې هيواد يې په روسانو خرڅاوو او وروسته يې بيا په برخو ويشلی وو٠
خوطالب يو کار وکړو چې هغوی ته يې وښودل چې افغانستان نشي تقسيمدی.٠
اوس خو طالبان نشته خو ددطالبانو له کارونه څخه اوس نور ډير چټل او دون همته کارونه روان دي ٠ دکرزي ګوډاګي فاسده بيکاره کابينه او دهغه چاپلوسه پښتون خرڅونکې سلا کاران يواځې په بډو لګيا او دخپل قدرت لپاره هرې بيناموسي ته
تيار ناستي دي٠ خپله پښتو په پنجيانو خرڅوې خود اجمل خټک کليزه چې دپښتنوپه منځ کې يوه شکمنه څېره ده ،په کابل کې نمانځي او له ټولې ډلي سره دمسودوف پنجي قبر ته پنجشيرته هم ورځي ٠ دکابل 50000 مړې دمزار اودې دښتې ليلې ژوندي خښ شوي پښتانه په قبرو کې ورته ژاړي .
دکرزي تر څنګه دپښتنو دښمنان ناست دي او اولسي ستورګه ( غوجل ) يې دخرواوغوايو له خوا اداره کېږي چې په هغه کې دغه خره اوغوايې نه ملي اساسي قانون بلکي قومي ژبني او شخصي قوانين مطرح او عملي کوي ٠

نالت دې وي په داسې بيناموسانو چې دخپلو ګټو لپاره خپل ناموس هم خرڅوي ٠

ځينې خلک په سياست کې هر څه ليکي خو په تخنيکي شيانو کې سړی بايداحطياط وکړي او پرې پوه وي چې څه ليکي.
بې پوهې ليکنې يواځې دځان رسوا کول دي او بس :

( www.blogspot.com ( 66.02.15.100
ړنګول او تړل دپاڼو تر provide او د cyber تر حقوقي قوانينو پورې تړلي دي
هر دولت هر کار نشي کولی ( ترنړۍ والې ساتنې پورې ) تړلي دي ٠

دپښتنو دې دښمنانودنابودي په هيله
اودپښتنولي په مينه پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more