نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آيا اسلامي احكام پاكستان اوافغانستان كي توپيرلري؟
Ajab
28.04.2006
ځلمى مومند
دپاكستان دانګليسي ژبي ورځپاڼي ( دي نيوز ) د مارچ د اتلسمي نيټي ګڼي په لومړي مخ كي يو په زړه پوري انځور د لوستونكو پام ځانله را اړوي، په دي انځور كي څو نجوني او هلكان چي پوځي يونيفارم په تن لري ولاړ دي. دا د پاكستان د هوايي ځواك د رسالپورد پوځي اكادمي د لومړني ښځينه زده كونكو عكس دي چي د داكامي نه د فراغت په وياړ په جوړ شوي محفل كي اخستل شوي. د عكس لاندي ليكل شوي د پوځ اتلاني، دا دوه نجوني لومړني نجوني دي چي د پاكستان په هوايي ځواك كي يي شموليت ترلاسه كړي. دا ډيره ښه خبره ده چي د نړي په ګوټ ګوټ كي ښځي خپل حقوق ترلاسه كوي او د ژوند به ټولو اړخونو كي د نارينه وو سره اوږه په اوږه په زده كړو، كار او نورو فعاليتونو كي ونډه اخلي.
خو ددي انځور په ليدو د انسان ذهن د واره د هغه سوځيدلو او ويجاو شوو ښوونځو خوا ته ځي چي د ورانكاراو ترهګرو لخوا په افغانستان كي سوځول شوي او ياهم ويجاړ شوي. دا ترهګري چي دلته په افغانستان كي ښوونځي سوځوي او د ماشومانو اونجونود د زده كړي په وړاندي خنډونه جوړوي دپاكستان په پوځي كمپونو كي روزل كيږي او ملاتړ يي كيږي همدا اوس هم د پاكستان يو شمير مذهبي ډلي په ډاګه ددي ترهګرو ملا تړ كوي، لږه موده دمخه د پښتونخواه د ايالت ستر وزير اكرم خان دراني او د آيي ايس آيي پخواني مشر متقاعد جنرال حميد ګل داسي څرګندوني كړي چي د طالبانو او ترهګرو نه ددوي پر ملاتړ دلالت كوي. د ډيري حيرانتيا خبره ده، دوي خو په خپل هيواد كي غواړي د ژوند په ټولو چارو كي ښځي او نارينه سره يوځاي د خپل هيواد په جوړونه او پرمختګ كي برخه واخلي خو بيا همدا ښاغلي په افغانستان كي د يوي داسي ډلي ملا تړ كوي چي په افغانستان كي د نورو ترهګريزه عملياتو په خوا كي ښوونځي او مدرسي سوځوي او زده كونكي او استاذان وژني. د يادوني وړ ده څو ورځي دمخه چي د غزني په ولايت كي كوم ښونځي سوځول شوي وو په هغه كي د درسي كتابونو په خوا كي څو جلده قران عظيم الشان هم سوځيدلي، ښكاره ده چي دا رنګ عمل هيڅ يو مسلمان ته د منلووړ ندي او هغه څوك چي دا كارونه كوي، زموږ مكتبونه سوځوي او د مكتب شاګردان ا و استادان را وژني هغو ي او دهغوي ملاتړي په هيڅ توګه مسلمانان ندي بلكي د اسلام دښمنان دي. د اسلام په مبارك دين كي ويل شوي چي علم په نر او ښځه فرض دي ولو كه په چين كي وي، نو څرنګه ممكنه ده چي څوك داسلام په نوم د علم اوزده كړي مخه ونيسي.
ترهګر او ورانكاري چي په دروغجنه توګه د شريعت دعوي لري خو په حقيقت كي يي ټولي كړني د اسلام د لارښوونو سره مخالفي دي حتي د يوي شيبي لپاره هم دا فكر نه كوي چي ولي د پاكستاني نجونو ته ښوونځيو ته تلل او پاكستاني ميرمنو ته د نارينه وو سره يو ځاي كاركول خو روا دي او بيا دا كار په افغانستان كي د افغاني نجونو او ميرمنو لپاره ناروا دي. آيا د افغانانو لپاره د اسلام احكامات جلا دي او د پاكستان لپاره جلا؟ ښكاره خبره ده دا دوه ګوني روش اسلامي بنسټ نلري بلكي سياسي بنسټ لري، د پاكستان ځينو مذهبي سياسي ډلوله پخوانه دار رنګ دريځ درلود، دوي هغه څه چي افغانستان لپاره روا ګڼل هغه يي په پاكستان كي ناروا ګڼل او يا برعكس يي.
د نن نه څو كاله دمخه زه د پنجاب د ګجرانواله په ښار كي اوسيدم زموږ د كور خوا كي زموږ د جومات ملا امام هم اوسيده، امام صاحب به تل د جمعي په لمونځونو كي د طالبانو د توصيف په خوا كي خلك دي ته هڅول چي د هغوي ملا تړ وكړي، يو ورځ ما د امام صاحب نه پوښتنه وكړه چي تاسي د يو سوچه اسلامي حكومت د جوړولو په پلمه خلك هڅوي چي د طالبانو نه ملاتړ وكړي او په اصطلاد شمالي اتحاد پرضد په جګړه كي ګډون وكړي، نو يو سوچه اسلامي حكومت خو په پاكستان كي هم نشته، د محاكمو فيصلي د شريعت پر بنسټ نه بلكي د مدني قوانيون په اساس كيږي، اخلاقي او مالي فساد هره خوا ليدل كيږي نو تاسو لومړي په پاكستان كي د يو سوچه اسلامي حكومت د جوړولو لپاره جهاد ولي نه اعلانوي چي د افغانستان په كورني جګړي كي خلك د ګډون لپاره هڅوي ؟ د مولوي صاحب ځواب ډير حيرانوونكي وو، هغه خو لومړي ماته په ځير ځير وكتل او بيا يي راته وويل هو! سوچه اسلامي حكومت خو پاكستان كي هم نشته خو كه دلته جهاد اعلان كړو نو كورني جګړه به پيل شي.
په رښتيا هم حيرانوونكي ده، مولوي صاحب ته خو په افغانستان كي كورني جګړه د اهميت وړ نه وه، دلته كه انسانان وژل كيږي او ابادي ويجاړيږي خو څه خبره نده، خو بيا په پاكستان كي حتي د يوغير اسلامي نظام په بيه هم بايد دا كار ونشي او كورني جګړه پيل نشي. مولوي صاحب په افغانستان كي دكورني جګړي لپاره خلك هڅول خو پاكستان لپاره يي دا كار ناسم باله. وايي مشت نمونه خروار، د پاكستان د آيي ايس آيي په لاس جوړ شوي مذهبي ډلي او شخصيتونو تل د خپلو ګټو په خاطر له دوه ګوني معيار نه كار اخستي كوم شي چي د دوي په ګته وي هغه روا اوكوم شي چي ددوي په ګټه نه وي هغه ناروا وي. په پاكستان كي ښوونځيوته د نجونو تګ د اسلام سره مغايرت نلري خو په افغانستان كي ددوي بړيڅي دا كار ناروا ګڼي، هلته دهمدي مذهبي ډلو دمشرانو نارينه او ښځينه اولادونه په ښوونځيو او پوهنتونو كي زده كړي كوي خو همدا ډلي بيا افغانستان ته ترهګر او ورانكاري لدي لپاره ليږي چي په ډيره وحشيانه توګه د زده كوونكو په مخ كي استادان ووژني اوښوونځي ورته وسوځوي. نو په ډاګه ده چي د دي ډلو او ترهګرو ټول كړه وړه د اسلام دمبارك دين د احكاماتو پوري هيڅ اړه نلري بلكي دوي يواځي داسلام نه ديوي سياسي وسيلي او سلي په توګه كار اخلي. خو زما غوښتنه له هغه شمير افغانانو نه چي زموږ د سوكالي او هوسايني د دښمنانو د تبليغاتو تراغيزو لاندي راغلي دا ده چي دوي ولي دا فكر نه كوي چي د پاكستان هغه ډلي، كسان او موسسي چي دوي د ترهګري او ورانكاري لپاره روزي او افغانستان ته يي راليږي، پخپله د پاكستان لپاره ولي هغه څه نه غواړي چي افغانستان لپاره يي غواړي، آيا اسلامي احكامات په افغانستان اوپاكستان كي سره توپير لري.
د بېنوا وېبپاڼې څخه په مننه