د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حاجي عمر د پاکستان نوى ملا عمر (ل)

Ajab
28.04.2006

غلام جيلاني ځواك

د پاكستان اردو ژبى ورځپاڼي نواي وقت د اپريل د ۲۳ مى نيټى په ګڼه كې د وزيرستان په سيمه كې د پاكستان د حكومت او طالبانو ترمنځ د يو نه اعلان شوي اوربند او پر يو بل د نه بريد تړون نه خبر راكوي، ورځپاڼه ليكې چې د څو مياشتو راپديخوا ددي سيمي خلك د خپل منځي شخړو د حل لپاره د حكومت پرځاى طالب مشرانو ته ورځي، دا مشران سيمي ته د خلكو تګ راتګ په كلكه څاري او په يوه توګه يى په سيمه كې خپله واكمني ټينګه كړى. د وزيرستان په جنډوله او ځينى نورو سيمو كې طالب مشران دوسلو سره په موټرو كې په ډاګه ګرځي راګرځي، په داسي حال كې چې حكومتي امنيتي ځواكونه هلته هيڅ نه ليدل كېږي. د دي طالبانو مشري اوس حاجي عمر كوي، حاجي عمر هغه څوك دى چې په وزيرستان كې د نيك محمد له وژل كېدو وروسته په وزيرستان كې د طالبانو مشري په لاس كې لري، نيك محمد د پاكستاني پوځ سره له يولړ نښتو وروسته د پاكستان سره يوه تړون لاسليك كړ. په دي تړون كې راغلي چې د دي سيمي خلك به نه خو د پاكستان په پوځونو بريد كوي او نه به په پاكستان او يا افغانستان كې ترهګريزه فعاليتونه ترسره كوي په بدل كې به د پاكستان پوځونه هم په دي سيمه بريد نه كوي، خو بيا وروسته نيك محمد د يو ميزايل په يو بريد كې ووژل شو، البته دا تړون تر اوسه ددي سيمي دخلكو چې مشري يي اوس د حاجي عمر په لاس كې ده، اود پاكستان د حكومت ترمنځ په خپل ځاي اغيزمن پاتي دي.
حاجي عمر په خپله يوه وروستي مركه كې ويلي دي حكومت په زړه كې په دى خوشحاله دي چې طالبانو په جنوبي وزيرستان كې امنيت ټينګ كړى دى او هيله ده په راتلونكو ورځو كې په شمالي وزيرستان كې هم امنيت ټينګ كړي. همدا رنګه په يوه بله مركه كې چې له بي بي سي راديو سره يى كړې حاجي عمر ويلى دي چې ترڅو امريكايى ځواكونه په افغانستان كې وي سوله او امنيت نشي راتلاى، هغه په خلكو غږ كړې چې د امريكا يي ځواكونو په وړاندى خپل جهاد ته ادامه وركړي.
پورتني خبرونه يوه بله بيلګه ده چې پاكستان اوس هم په بي شرمانه توګه په افغانستان كې خپلو لاسوهنو ته ادامه وركوي، پاكستان اجازه وركړى چې طالبان د وزيرستان په جندوله كې نه يواځي خوندي ځاي جوړ كړي بلكې دلته خپله واكمني هم ټينګه كړي، پاكستان چې دعوا كوي تر ۸۰۰۰۰ زيات پوځيان يى په قبايلي سيموكې د ترهګري پرضد جګړى لپاره ځاي په ځاي كړي نو بيا وزيرستان او جندوله كې څرنګه اجازه وركوي چې طالبان خپله واكمني ټينګه كړي او بيا نوبت دې ته ورسيږي چې يو ترهګر په ډاګه دافغانستان پرضد د جګړي اعلان وكړي. پاكستان تراوسه په دي هلكه چوپه خوله دي او هيڅ ډول غبرګون يى ندي ښودلى. په زړه پوري خبره داده چې حاجي عمر اوس چې د افغانستان او پاكستان اړيكې د ترهګرى سره په جګړه كې د پاكستان د نه همكارى له امله ترپخوا هروخته ترينګلي شوي، خوله څپړي . ددي په وړاندي د پاكستان چوپه خوله پاتي كېدل په خپله په دي مانا ده چې د پاكستان حكومت او حاجي عمر سره په يوه سلا دي او هغه څه چې عمر وايى د پاكستان په خوښه بلكې د پاكستان په قومانده يي وايى، د حاجي عمر وينا په ښكاره د افغانستان پرضد د جګړي اعلان دي، كه د حاجي عمر مخه نه نيول كېږي دابه نيغ په نيغه دپاكستان له خوا د افغانستان پرضد د جګړى اعلان وي. دافغانستان حكومت او همدا رنګه نړيوال ائتلاف بايد دى خبرى ته جدي پاملرنه وكړي چې پاكستان كې يو ترهګر په ډاګه خلك د افغانستان پرضد جګړى ته رابولي او پاكستان يي په وړاندي نه يواځى چوپه خوله دى بلكې پر يو بل د نه بريد يو نه اعلان شوي تړون هم ورسره لري. له دي نه مالوميږي چې د افغانستان د وراني او ويجاړنوي لپاره ټولي هڅوني نيغ په نيغه دپاكستان د حكومت په خوښه سرته رسيږي
تردي دمخه اكرم دراني چي يو پيژندل شوۍ بنسټ پال او د پښتونخواه د ايالتي حكومت ستر وزير دي ويلي وو چې موږ اوس امريكا ته هم په هماغه سترګه ګورو په كومه چې مو روس ته كتل. نو اوس په پوره ډاډ ويلي شو كومه جګړه چې پاكستان له ۱۹۸۰ نه راپديخوا د افغانستان پرضد پيل كړى ، هغه اوس هم دوام لري . په دي توپير چې هغه وخت د مجاهدينو داعيه يوه برحقه داعيه وه اود ټولي نړي ملاتړ ورسره وو خو د جهاد په بهير كې د پاكستان لاسوهنو زموږ سپيڅلي جهاد په فساد او كورني جګړو تبديل كړ چې په پايله كې پاكستان وكولاي شول د طالبانو پروژه پلى كړي. خو اوس په داسى حال كې چې د طالبانو او ترهګرانو سره په جګړه كې د ټولې نړى ملاتړ د افغانستان د حكومت اوملت سره دي پاكستان په ښكار د ترهګري پرضد د جګړي ډبره په سينه وهي خو په پټه د ترهګرو اوطالبانو ملا تړ كوي.
د ترهګري پرضد جګړه كې پاكستان هرڅه چې وايي دروغ وايي، رښتيا هغه څه دي د حاجي عمر مركې كې په ډاګه كېږي، پاكستان د ترهګرى سره په جګړه كې هيڅكله رښتني نه وو او نه اوس رښتنى دى. پاكستان چې وايى د ترهګرى د مخنيوى لپاره ۸۰۰۰۰ پو ځيان يى په قبايلي سيمو كې ځاي په ځاي كړي هغه يي يواځي اويواځي د پښتنو د غلامولو په موخه هلته ليږلي نه دترهګري پرضد جګړي لپاره، آيا دا دليل به څوك ومني چې په قبايلي سيموكې ۸۰۰۰۰ پوځ پروت دي خو بيا هم پاكستان نشي كولاي د وزيرستان په يوه وړه سيمه كې د طالبانو د واكمني د جوړيدو مخه ونيسي. پاكستان په ډيره اساني وكولاي شول د صوفي محمد غورځنګ ايل كړي خو په نيك محمد او حاجي عمر يي زور نه رسيږي،دا د منلو خبره نده. رښتني خبره داده چې پاكستان غواړي د حاجي عمر نه يو بل ملا عمر جوړ كړي. خو پاكستان دي دا هم واوري چې ملا عمر كه دافغانستان د ويجاړيدو لامل شو نو حاجي عمر به اسلام آباد ورانوي ځكه ،څرنګه چي ټولي نړي ته څرګنده شوه چي ملا عمر د پاكستان زيږدنه ده، دا هم څرګنده ده چي حاجي عمر هم د پاكستان زيږنده ده. او دا ناروا او نامشروع زيږدنى به يو ورځ دپاكستان ژوند ته د پاى ټكى كږدي

د بېنوا وېبپاڼې څخه په مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more