نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ښوونځيو او زده کوونکو څه ګناه ده؟
Ajab
28.04.2006
ليکونکی : حبيب الله غمخور
څه دپاسه 28 کاله کيږي چي زموږ په غمځپلې هيواد کښې د قدرت پر سر جنگ جگړه روانه ده ،پدغه نږدې دريو لسيزو کښې نه يوازی دافغانستان مادي شتمنۍ بلکي معنوي شتمنی هم له خاورو سره خاوري شوې او هر څه له منځه ولاړه . که پدغه لعنتي جگړه کښې دکنړ ، پکتيا ،پکتيکا ،خوست ،نورستان او بادغيس ځنگلونه وريبل شوه، په کندهار،هلمنداو ننگر هار کښي دمليونونو ډالرو په ارزښت کرهڼيزي پروژې ، کانالونه او ويالې خرابي او داوبولگولوټول سيسټم ويجاړسو،اوکله چې بيا داپه اصطلاح مجاهدين د1992م کال داپريل په(( 28 )) دکابل واک دارشول څه ناڅه فاريکی او کارخاني چی مودرلودې دهغوي لخوا انفجار ورکړه شو او پرزي يی دپاکستان په بازارونو کی وپلورل شوې، ملي موزيم او ملی ارشيف چور شو،ددولتي ودانيو ميزاو چوکۍ اونور ددفتر لپاره اړين توکې ،،تاريخی او فرهنگې اثاردهمدغولوټمارولخوا غلا او داروپا او امريکا په بزارونو کی ليلام شوه، او يا له دمذهب څخه دناوړه استفاده کوونکولخوادمنځه ولاړل . دا ټول دهر بادرده اواحساس خاوند افغان لپاره زوروونکي وه،مگر داچې ددغه کورني ناورين په پايله کې په هيواد کښي د ((7137))ښو ونځيوله جملي نه تر (( 6800)) زياتي ښوونځۍ په کنډوالو بدلي شوې درد اوغم ئی ډير زيات او زموږ دهيواد لپاره دالويه ملې علمي او فرهنگي غميزه وه او ده . له لويه سره کله چې زموږ په هيوادکې چا دمعارف او تحصيل خبره کړې سمدستي بيادبهرنيانوپه لمسون دمعارف دښمنولخوا په يوه او بل نامه هغه دکافر په نوم رټل شوۍ او دښوونځيو دجوړيدو مخه نيول سوې ده . همدا علت و چې زموږ دهيواد داوسيدونکو 85 په سلو کي نارينه او 95 پسلو کي ښځينه نالوستي پاته شويدي . که دبشري ټولنودتکامل دسيرو تاريخ ته نظر واچوو دا به راته څرگنده شي له هغې ورځې چې په نړۍکښي استعماري ځواک منځته راغلۍ او هغوي دافغانستان دجغرافيايي موقيعت ارزښت ته پاملرنه کړې او دافغان ولس په ځانگړي توگه له پښتنو څخه ېې ډار احساس کړۍ، له هغې ورځې څخه يې دمذهب تر نامه لاندي په ټول افغانستان او په خاصه توگه دپښتنو داوسېدو په سيمو کښي دخپلو اجنټانو په وسيله دملا په جامه کښې دښوونځيو دجوړولوپر خلاف پراخ تبليغ کړی . يو له عمده لاملونو څخه همدا دی چې متاسفانه تر اوسه پښتانه دعلم او معرفت نه ليرې پاته شوي دې اوپه همدې دليل يې د ژبې پياوړتيااو رواج دنوروژبوتر تأثير لاندي راغلی . ددغه ترخه حقيقت په منلو سره چې د افغانستان يو نسل په کورنۍ جگړه کښې د جهادپه نامه دبهرنيانو دخپل منځی سياليو قرباني شو. هغه جهاد چې پايله يې په داخل کښي ديوڅو محدودو کسانو خوښۍ او ښيرازی شوې ، رښتياهم هغوي دهر څه خاوندان شوه مگر دغوڅ اکثريت زلميان لا تر اوسه له تعليم ،تحصيل اوهوساژوند نه محروم پاته شويدي . کله چې د1992 م کال داپريل په 28نيټه دپاکستان لخوا دآي ايس آي او صي آي ايې ( CIA ) پلاس جوړ سويو تنظيمونوته قدرت پلاسه ورکړه شو ،دمجددي تر دوه مياشتنۍ واکدارۍ وروسته ،د رباني ،احمدشاه مسعوداونوروتنظيمونوتر منځ ددولتي قدرت دترلاسه کولوپر سر په جګړوکې دافغانستان پلازمېنه دکابل ښار دجگړې داورپه لمبو کې داسي وسوځېد چي ښوونځې او ښونځېوته دماشومانو دتگ مسله دهر چا هيره شوه . دپاکستان پدغه هم زړه سوړ نشو يوه بله ناپېژندل شوې ډله چي تر ربانې اونوروتنظيمو يې زيات دپاکستاني چارواکو امرونهي ته غوږ نيوه ، دطالبانوپه نامه په هيواد کې دواک پرگدۍ کښېنول . طالبانودپاکستان په هدايت پر ټولو فرهنگي او علمي فعاليتونو بنديز ولگاوه له هغه جملې يې د انجونو په زده کړه، هنر ي فعاليتو، سپورتي لوبو،مطبوعاتو،دعقيدي او بيان پر ازادۍ هم کلک بنديز اعلان کړ ،په ښوونځيو کې دهلکانو لپاره هغه څه تدريس کېدل کوم چي دپاکستاني چارواکو اونړيوالو بنسټپالو ډلو غوښتنه وه . په رښتيا سره طالب چارواکو دجهالت توره کمبله چې غوړول يې د1992داپريل په 28ورځ پيل شوې وه پر ټول هيواد وغوړول . دطالبانو دقدرت دماڼۍ تر ړنگېدو وروسته حامد کرزی لومړۍ دمؤقتي بيا عبوري او راوروسته دټاکنو په پايله کې دجمهور رئېس په توگه وټاکل شوهر وخت يې په افغانستان کې د ديموکراسۍ دپلې کولوډيري وعدي خلکو ته ورکولې . پدغه دوران کې پسله ډير وخته يو ځل بيا دښوونځيو او لوړو تحصيلاتو ددروازي دپرانيستل شوې ،پرټولوهغوناخوالو سربيره چې همدا اوس افغان ولس ورسره لاس په گريوان دۍ هغه د وحشت نه ډکې توري دوري په تيرېدوسره چې د1992م کال داپريل په 28 مه پيل شوې وه ،يې دپاکستاني او ايراني مدرسو پر ځاي دښوونځيو،عالي او مسلکي تحصيلاتودروازي پرانيستل شوې . بيا افغان ماشومانو دا امکان تر لاسه کړ چي هلک او انجلۍ دواړه ښوونځيو ته ولاړشي ،لوړاو مسلکي تحصيلات وکړې . دا يو څرگند حقيقت دۍ دبيسوادۍ دله منځه وړلو پرته د هيواد بيا رغاونه ، دډيموکراسۍ پلي کول او مدني ټولني جوړيدل ناشوني کار دی ، تر څو زموږ هيواد وال دعلم او پوهي په برکت دديموکراسۍ او متمدن ژوند په مفهوم او ارزښت پوه شوې نه وي ،طبعي خبره ده چې دهغو دلاسته راوړلو لپاره تلاښ نه کوي . همدا علت دی په هغو هيوادو کښې چې ولس يې دسواد له نعمت څخه محروم وي دډيموکراسۍ ، اجتماعي عدالت او متمدني ټولنې دجوړيدو لپاره تلاښونه دهغوډلو له سر سختانه مقاومت سره مخامخ کيږي کوم چي خپلي سياسي او اقتصادي گټي دولسونو په نالوستوب کي لټوي، هغوي دمذهبې عقيدواو دودونو څخه په ناوړې استفادې سره دخپل حاکميت دبقا او پايښت لپاره هڅه کوې ، تعليم او تحصيل دخلکو په منځ کښي ديوه عبث اوحتا د مذهب خلاف کړنې په نامه تبليغ کړې ، تر څو دنالوستو خلکو په ذهنونو کښې دصنعتي ،علمي او فرهنگي پر مختگ په هکله دنفرت احساس پيدااو غښتلی کړي . له بده مرغه زموږ په هيواد کښي هم يوې معيني حلقي دتاريخ په اوږدوکې ندې غوښتې چې ماشومان ښوونځيو ته ولاړ شي ،تعليم او تحصيل ته دوام ورکړې ،ځکهدوي دهيوادوالو په باسيواده کېدو کښي خپل زوال وينې . ددغې حلقي ياډلې علاقه او غوښتنه زموږ ظالمو همسايگانوله هغه جملې پاکستان او ايران لخواډيره ښه درک شوې او تل يې زموږ دنورو دښمنانو په څيرپه افغانستان کښي دمعارف درواجولو مخه نيولې ده . ايران په زيات مهارت خپله دغه کرغيړنه موخه پلې کوي،مگر پاکستان بيا په افغانستان کې دپراخ لاس او زياتو امکاناتو په لرولو سره چې دانگريزي استعماردوختونه په ميراث ورته پاته دي ، دډير پخوا نه دخپلو نوکرانو او لاس پوڅو په وسيله دمعارف پر ضد تبليغات کړې .اوکله چې بيا په افغانستان کې دکورنۍ جگړې ددوام لپاره لوي چانس پلاس ورغلۍ نه يوازي داچې زموږ ټوله شتمني يې دنالوستو افغانانو په وسيله له منځه يووړه بلکه ددې په عوض چې پر پوځې سيمو عمليات وکړې تل يې دغو گولېدلو ته ويل : ښوونځې او روغتونونه له منځه يوسۍ ، همدا علت و چي په افغانستان کې دپاکستان ،ايران ،يوشمير عربي هيوادو اودجگړې دتمويلونکوپه امر او هدايت د ((7137)) ښو ونځيوله جملي نه تر (( 6800)) نه زياتي ښوونځۍ په کنډوالو بدلي شوې . او په سلهاو ښوونکواو شاگردانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ . تر اوسه دغه سوال ته چې دښوونځيو او ښوونکو څه گناه وه دغو دتنظيمو رهبرانو او ددوي پاکستاني بادارانو جواب نه دۍ ويلی .
سره لدې چې پدغو پنځو کلونو کې زموږ هيواد ته بهرنې ډالرونه يو په بل پسي دسيل غوندي رارواندي ، له بده مرغه اوسنې چارواکې او په سرکښي ښاغلۍ کرزی هم په هيواد کښي دمتوازن معارف غوړيدو او دښوونکو دژوند وستونځو ته چندان پاملرنه نه کوې،هر څه تبلغاتي بڼه لرې ،دتأسف ځاي دۍ چي تر اوسه په زيات شمير ولاياتوکښي د شاگردانو لپاره دښوونځۍ عادي تعمير نشته ، افغان تنکی ماشومان په يخنۍ اوددوبي په گرمۍ کښي دبهرنيانوپه خيراتي خيموکې پر مځکه درس وايي ،کتابونه ،تخته ،تباشير ،قلم او کتابچه درک نلري،دميز او چوکۍ کي خوڅوک غوښتنه نلري ،په زياتو ځايو کښي يې لا پيژني هم نه ، دښوونکودمعاش دلږوالي له درکه په سلو کې اتيا دمسلکي معلمانو کمښت ، دلابراتوارو او نورو درسي وسايلو دنشتوالي پرمسله چي په اوسني عصرکي دتدريس او زدکړي لپاره لازم اواړين برېښې ټول پټه خوله پاته دي . حقيت دادۍ چي داهرڅه (ښوونځۍ او دعالي تحصيلاتو مؤسسې) په شرموونکي او زړه بوږنوونکې حالت کې قرار لري . هغه ماشوم چي ددرس ويلو په وخت کي پر بټي بيابان ناست وي دقلم ،چوکۍ،ميز ،کتاب او توري تختي درک نه وي څه به زده کړي؟اياهغه ښوونکۍ چي دکميااو بيالوژي ،رياضي او فزيک درس شاگردانو ته وايي ، ددرس ورکولو په وخت کښي دڅه نه اوکومو لابراتواري موادونه استفاده کوي؟
په ډير لږ معاش ښوونکي او استادان خپله ملې دنده سرته رسوې هغوي علاقه لري چې زموږ هيواد دعالي او مسلکي کدرونوڅښتن شي . پداسی حال کی چه دافغان او لس دريمه برخه يانی تر « شپږو ملينو» زيات نار ينه او ښځي لوي او واړه په يوه گوله وچه ډوډۍ ندي ماړه ، او تر دريو ميليونو زيات ماشومان اوس هم نشي کولاي ښوونځی ته ولاړشي تر معارف او بي وزگاری له منځه وړلو ته پاملرنه بل هيڅ يوکار هم دومره ملي ارزښت نلري . همدادم گړۍ دمحلي قوماندانانو اوماشومانودقاچاقبرانو لخوا له ننگرهار،کنړ، لغمان، نورستان ،زابل ،غزني ،کندهار،هلمند،هرات بادغيس ،مزارکندوز اونورو ولايتونه په سلهاوو ماشومان (هلکان او انجونی) په پاکستان اوايران کې پلورل کيږې . همدا شان دسلهاوو ماشوما نو دبدن غړي په بهر کی پلورل شويدي ،خو دولت ددوي په نيولو اوياددوي په لاس لنډولو کې پاته راغلۍ . اوس يوځل بيا ددولت دمخالفينو لخوا پردتير دوران په څير دخپلو همهغو زړو بادارانو او هڅوونکو په هدايت پر ښوونځيو راکټ اوري او يا ښوونځيو ته اور اچول کيږې . سوال دادۍ که داسلام دسپيڅلي دين څخه په استفادي سره يوازي دسياسی واک دتر لاسه کولو پخاطر ځان وژنه او يا دپه ښوونځيو کې بيگناه ماشومانو وژل روا بلل شويدي ،او په آخيرت که اجرونه لري ؟ بيانو ولي د جنگې ډلو رهبران خپله او يا خپل اولادونه دغه کاروته نه هڅوي ؟؟؟. افغان اولس بايد پدې پوره پوه وي هرهغه څوک چې دبل په قربانۍ واک ته رسيدلۍ او يا واک ترلاسه کول غواړي هغه دخپل ملک دولس سره هيڅ ډول مينه نلري .
ددغو پورته ليکل شويو حقايقو په څنگ کښي يو ځل بيامذهبي بنسټپال،طالب او پاکستاني چارواکې په خپل ټول قوت او ځواک غواړې دالقاعدي دنړيوال وژونکي سازمان په مرسته پدې ورستيو کښي يو په بل پسي زموږ په هيواد کښي دښوونځيوپه ورانولودښوونکو او شاگردانوپه وژلو حالت نور هم دبي امنۍ له گواښ سره مخامخ کړې .
پدغه ورستيو مياشتو د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې لږ تر لږه تر (200) زيات مکتبونه د طالب جنګياليو لخوا دسوځولودورکړه شوي گواښ له امله تړل شويدي ،پدغه څو هفتوکې په قندهار، هلمند، ارزګان، زابل، لغمان ،کنړ ،هرات ، بادغيس او ځينيو نورو ولايتونو کې د نامعلومو وسله والو لخوا دښوونځيو د سوځولو او ورانولو پيښې رامنځته شوې ،پدغو ټولو پيښو کښي تنکيوماشومانو خپل ژوند دلاسه ورکړ. تېر کال هم د يو شمېر دا ډول پېښو له امله زيات خلک دې ته اړ شول چې خپل ماشومان له ښوونځيونه وباسي ،چې په دې توګه دافغان راتلونکى نسل د زده کړې څخه بې برخې پاتې کېږي . دولت دهغه په سرکې دښووني او روزنې وزير ښاغلي اتمر چې دپارلمان څخه يې دباور رايه تر لاسه کړېده، ديوه رون اندي په توگه ملي دنده لري دښوونځيو ، زده کوونکو او ښوونکو څخه دفاع ته داړونده امنيتي ادارو او جمهوررئيس ځانګړې پاملرنه راواړه وي ،او که چيري وکولاي شي دمتوازن معارف او دښوونځيوددرسي دشرايطو دښه والي لپاره کار وکړي نوم به يي دتل لپاره په تاريخ کښي ديومعارف پروره انسان په توگه پاته شي .
رښتياداده چې پاکستاني جنرالان او چارواکي په افغانستان ديوه باثباته غښتلې مرکزې حکومت دموجوديت سره علاقه نلري ،په افغانستان کې تعليم او تخنيک دپرمخ تگ سره هم مخالف دي ،همدا دليل دۍ چې دا ((اته ويشت )) کاله دپاکستان ((آې ايس آې ))دخپلو لاس پوڅو په وسيله زموږ په هيواد کښې دښوونځيو ورانولو ،ښوونکو وژلو او خلکو ويرولوته چې ماشومان مکتب ته ونه لېږي ملاتړلې ده .
يوه ساده پوښتنه کيدهاي شي مطرح شي : که طالبان ،گلبدين اونور ددولت يا امريکا مخالفين په هيواد کې دواک دتر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي ؟ نو دښوونځۍ يې پدي کې څه کار؟ ښوونکۍ او ماشوم کوم رول لري ؟ ايا داداسلام لار ده چي بيگناه ماشوم او يا بيگناه انسان ددي لپاره ووژل شي چي په هيواد کښي بې امنيتي منعکسه شې؟
د عِلم او پوهې سره د دښمنۍ داسي مثال به څوک د نړۍ په بل کوم هېواد کې پيدا نکړاى شي. د ځان مرګي بريدونو، چاودنو او جګړوپه هکله خبرونه په عراق، فلسطين ،پاکستان او ځينيو نورو هېوادونوکې اورېدل کيږي ،خو د ښوونځيو د سوځولو، روغتونونو د ورانولواوښوونکودوژلو صحنې نړيوال يوازې دافغانستان په اړه په خبرونو کې دتلويزيون پر پردوله لاري وينې . هر ورځ خلک په مختلفو ډولونو ډارول کېږي تر څو خپل بچي په ښوونځيوکې داخل نۀ کړي ، دښونکودوژني قيمتونه په کليو اوبانډوکې دشپې پاڼو په وسيله خپريږې ، د حيرانتيا وړ خبره ده چې د امريکااونورو بهرنيو هېوادونوپوځی قواوې او د افغانستان دملي فوځ او پوليس ولې نشي کولاي د دې وطن دښمنه او معارف دښمنه ډلوترهگريزي حملې شنډي کړې ؟ دهر چا سره داسوال پيداکيږي چې ددوي سره ددغو کړنودسرته رسولو لپاره د نويو وسلو،موټر سايکلونو، ستلايټ تليفونونو،د اوسيدو لپاره د پټو ځايونواو سمڅو، د چاودېدونکونوموادو او د ځان مرګي بريدونو لپاره دروزل شوو خلکوټول امکانات ولي ورسره شته ؟ دا له کومي خواکيږي ؟ اوڅوک دا ورته له کومه ځايه چيرې اوپه څه ډول برابروې ؟؟؟ په افغانستان او ټوله نړۍ کې خلک فکر کوي چې د دې هر څه تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارواويوشمير نوروپټو حلقو لاس دى .
د مطبوعاتو له لارې د نشر شويو راپورونو له مخې د مکتبونو د سوځولو، ورانولوعمليات د طالبانو لخوا ترسره کېږي او دوې په زيات وياړ دهر ترهگريز عمل سرته رسول پر خپله غاړه اخلي ، دوي په افغانستان کې د خپل حکومت پر مهال هم د عِلم اوپوهې دروازې تړه لې وې . داسي هم اورېدل کيږي چې طالب جنگيالي وايي موږځکه ښوونځۍ له منځه وړو چې هلته دعيسوي مذهب او يا اسلام خلاف مضامين تدريسېږې ،خو دا هغه درواغجن دليل دۍ چې دوي ځانته په هغه دنجات لار پيداکوي . دوي ساده گان پخپله دغه ټکې ته پاملرنه ولي نه کوي چي ټول پاکستاني ماشومان او دټولې اسلامې نړۍ ماشومان حتا دپاکستان اوعربي نړۍ دهغو شيخانو او امامانو اولادونه چي ددوي په اصطلاح دجهاد اودغه ډول جگړو او انسان وژنوټول لگښت همدا اوس هم پر غاړه لري اولادونه له ښوونځۍ نيولې تر فروفيسوری پوري لوړ تحصيل کوې ،هغوي هم هغه څه لولې چي نور يې لولې،که پوښتنه وشي چې دپاکستان اټوم بم جوړول چيرې زده شوې ؟ او دپاکستاني مولاناصاحبانواو عربي شيخانو لوڼي اوزامن چيري درسونه وايې ؟ولي هغوي پخپلو ماشومان (انجونو ا و هلکانو) دنړۍ په مډرنو تعليمي او تحصيلي مؤسسو کې درسونه وايې ،او زموږ غولېدلي داسلام ټيکداران بياپر ملا ټکوي چې ورځه ښوونځۍ وسوځوه ؟ تر څو ماشومان ښوونځيو ته ولړ نشي .
پاكستان په داسي حال كي چې دنوروهيوادونوپه كورنيوچاروكي لاسوهنې كوي اودهمسايه هيوادونولپاره حكومتونه اودولتونه جوړوي ،مشران ورته نوموې او دهغوي لپاره مذهبي نسخي جوړوي .دادۍ يو ځل بيا په زياته سپين سترگۍ سره داسلام ترنامه لاندي دطالبانوپه نامه اجيران زموږ هيوادته راليږي او دهغوي په وسيله دلته امنيت او سوله له دښوونځيو په سوځولو او انسانانو په وژلوگواښ سره مخامخوې . تير کال مولانا ګل نصيب خان دخيبرتلويزيون سره پخپله يوه مركه كي دپاكستان دمذهبي ډلو اوطالبانو داړيكوپه هكله وويل : طالبان زموږ دعقيدي وروڼه دي ،ددوي وطن جدا دي اوزموږوطن جد ا، ... موږپه پاكستان كي داسلام خدمت دجمهوريت له لاري كوو،خوطالبان بيا په افغانستان كي دكلاشنيكوف په وسيله اسلام ته خدمت كوي .
دادۍ دپاکستاني مذهبې بنسټپالوعالمانودليل اوانصاف ؟دوي ځانته جمهوريت غواړي اوموږ ته د كلاشنيكوف په مټ اسلام ته خدمت ؟ اخير اسلام اوكلاشنيكوف څه گډه وجه لري ؟ دوې په اروپايي دود انجونو ته دتعليم او تحصيل امکانات برابروي او موږته دمعارف دښمنان حمايه کوي . جالبه داده چې دپاكستان جنرالان اوسياستوال پخپل هيوادكي دشرعي قوانينواواحكامونافذول دطالباني رژيم مډل ګڼې اوددي كاردمخنيوي لپاره دټول هيوادپه كچه تبليغ کوي ،ولي زموږ جنګ ځپلي هيواد ته بيا همدغه خپل لاس پوڅي ترورستان راليږي اوزموږ هيوادپري ورانوي اودغو ټولوورانيوته بيا داسلامي مبارزي نوم وركوې ،پر ترهگرو باندي دآزادی دلاري د مبارزينو او مجاهدينو نوم ايږدي . په داسي حال كي چي دافغانستان داسلامي جمهوريت قانون داسلام دمقدس دين اوشريعت په اصولو اواحكاموبرابرقانون دی، بيا څنګه پاكستاني چارواکي او اسلامي بنسټپال ځان ته داحق وركوي چي ديوه مسلمان هيواد په وړاندي ترورستان اوورانكار وسله وال كړي اوجګړه ځپلې افغان ولس دوژني اوترورلپاره يي راليږي . ددوي داکړنې ددي څرگنده بيلگه ده چي پاكستان نه داسلام پروالري اونه دمسلمانانو،پاكستان ته يوازي خپلي نارواګټې تر هرڅه اوچتي دي ، اوغواړي په افغانستان كي تل دجګړي اوبي امنيوداورلمبي بلي اوتازه وساتې تر څو وکولاي شي په دي توګه خپلوناولوهيلوته ځان ورسوې .
د2001ميلادي کال دسپتمبرترپيښې وروسته پاكستان په سيمه كي دتروريزم په خلاف دامريکا، انگلستان او نورواروپايي هيوادو سره دجكړې ديوه متعهدغړي په توګه ژمنه وكړه چې دتروريزم پر ضد به دنړيوالوسره اوږه په اوږه په دي جكړه كي وفادارپاته شې،خووروستيوپيښو او حوادثوداسي وښودل چې نه يوازي داچې پاكستان په دي كاركي صادق نه دۍ بلكه اوس هم پاكستان دنړيوال تروريزم ديوې پياوړي ځالي په توګه په سيمه اونړي كي خپلوورانكاروهڅوته دوام وركوې . تر اوسه په نړۍ کې داسي ترهگريزه پيښه نده شوي چې پاکستان دي په هغه پو ري اړه ونلرې . په افغانستان كي دورانيواو بې امنيو لامل پاكستان دی،زموږ په هيواد كي ټولي بې امنۍ په هغوسيموكي رامنځته كيږي چي دپاكستان سره په پوله كي پرتې دي ، پاكستان هغه پخوانۍ دوه مخې او ددښمنی نه ډكه پاليسي مخ په وړاندي بيايي .
كه پاكستاني چارواكې پخپلوكړونوكي بدلون رانه ولې اودتروريزم سره په جګړه كي دنړيوالوسره په رښتيني لارولاړنه شي ، پر پاكستان دنړيوالو باوركميږي اوپاكستان دسياسي انزوالوري ته ټيل وهل كيږي . بهتره به داوي پاكستاني واكمنان هغه څه چي دخپل هيواد لپاره خوښوي دخپلونوروګاونډيانولپاره يې هم خوښ كړي .
موږ نه غواړو چی افغان ماشوم بايد ترورست او وژونکۍ شي ، هغه دا حق لري چه ديو پوه او عالم انسان په توگه دټولنی په راتلونکې اوجوړونه کښی فعاله برخه واخلي .
افغانان له پاکستاني چارواکو نه په کلکه غوښتنه کوي خپلو دښمنيو ته دپاي ټکۍ کښېږدي . زموږ ښوونځۍ او ماشومان له هيچا سره دښمني نلري ،او هغوي هيڅ گناه نده کړې .
ټول افغانان په سر کې ديني عالمان دقومونو مشران ،سپينږيري ملي او اسلامي دنده لري دهغوپر ضد راپورته شي کوم چې ښوونځې سوځوې ،په ښوونځيو کې د ماشومان ژندد راکټو دگوليوپه اورولو او يا ځان وژونکو په حملو کښي له منځه وړې . دابه کوم مذهب او کوم دين قبول کړې چي دوي هفتي مخکښې دکنړ په ولايت کې پر يوه ښوونځۍ باندي دراکټو په فيرولو سره ښپږو تنکي ماشومان ووژل شوه اوتر(( ديرشو ))زيات تر اوسه په وينو لژند تر درملنې لاندي دې .ايا دا اسلام ،اويادا دحق لاره ده ؟؟؟ اندأ نه ده .
زموږ دهيواد لوي او تاريخي دښمن هغه څوک دۍ چې زموږ په هیواد کښې دتعليم او دتحصيل امکانات له منځه وړې او يا علم او پوهي درواجوولوسره په ډول دډولونو مخالفت کوي .
پاکستان دخپلواجنټانو اومعارف دښمنه لاس پوڅو په وسيله دغه تنکي ماشومان دعلم او معرفت نه ليري ساتي . پاکستان او دافغانستان نورو بهرنيو دښمنانو ته داجوته ده په هره اندازه چې افغانان دسيواد له نعمته محروم وي ،په هغه اندازه دوي دخپلو شومو ارزوگانو دسرته رسولو په موخه دخلکودسپېڅلو احساساتو نه اسانه پراخه استفاده کولاي شي .
د بېنوا وېبپاڼې څخه په مننه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:bda4a79fca]
ددې ليکنې له محتوا سره بې تړاوه تبصرې که څه هم ځينې يې لکه د ښاغلي زيبمنتظر مسيد څرګندونې رغنده او ارزښتمنې وې، خو داچې له موضوع څخهليرېوې ړنګې شوې .هيله ده د اصلي موضوع سره له بي تړاوه شخصي تبصرو څخه ډډه وشي ! په درنښت وطنمل [/color:bda4a79fca]