د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ګڼي ټوکي

شمشاد شينواری
18.06.2003

ورک خر
يوسړي خر ورک کړئ و ، يو خو او بل خوا پسي ګرځېده او
شکر ئې وکښ.
يو چا ورته وويل چي ولي شکر باسې ؟
ويې ويل : ښه دئ چي زه پري سپرو نه وم ګني زه به هم دا څلورمه ورځ وه
چي ورسره يو ځای ورک وائ .

دغاښونو ډاکټر
ناروغ د غاښونو ډاکتر ته لاړ او وئې ويل : ډاکتر صاحب زما
غاښ درد کوي.
ډاکتر ددې پرځای چي ناروغ غاښ ئې وباسي ،روغ غاښ ئې وکښۍ ناروغ نارې او سورې جوړي کړې او وئې ويل
ډاکتر صاحب تاسي زما د ناروغ غاښ پر ځای روغ غاښ وکښ .
ډاکتر وويل : ولي بې حوصلې ئې ،زه ورو ورو هغه ته رسم

سخته پو ښتنه
ښوونکي : که دوه جمع دوه څلور کيږي نو
څلور جمع څلور به څو شي ؟
زه کوونکي : معلم صاحب تاسي تل اسانه
پوښتني خپله حلوئ او سختي پوښتني ماته پريږدئ!

ورځ
زوی : پلاره څنګه هر کال دمور ورځ نمانځل
کيږي او د پلار نه نمانځل کيږي ؟
پلار : زويه ! پلار دي دمور له لاسه کله ورځ لري .

دماشوم ډوډۍ
يو ماشوم د اوبو تر څنګ ناست و ، ډوډۍ ئې خوړله . ناڅاپه ئې ډوډۍ په اوبو کې ولويده ،
ماشوم چي اوبو ته وکتل خپل عکس ئې وليد .
خپل پلار ته په ژرا شو . پلاره هغه هلک زما ډوډۍ خوري . کله چي سړي اوبو ته کتل ، ځان ئې وليدـ ول چي په سپينه ږيره د يوه خاشه ماشوم ډوډۍ خورې !

ښوونکئ
يوه ښوونځۍ ته تفتيش ورغئ ،په يوه ټولګۍ کي ډېره ګنه ګونه او ګډوډي وه ، تفتيش ټولګۍ ته ورغئ او اول ئې يو مشر له غوږ څخه ونيو او له ټولګۍ څخه وايست ،بيا ئې ټول کرار کړل او پوښتنه ئې وکړه ،ښوونکئ مو چيري دئ ؟يوه زده کوونکي وويل : زموږ ښوونکئ همغه کس و چي تاسو له غوږ څخه ونيو او له ټولګۍ څخه مو وايست .


ښه بچت
يو ماشوم په ستړيا سره کور ته راننوت ، پلار ته ئې وويل .
نن مي پنځه افغانئ بچت کړي دي ،هغه ترې وپوښتل هغه څنګه ؟ ده وويل :پخوا په زه په بس موټر کي راتلم ،نن مې له بس سره وځغستل ،نو ځکه مي د کرايې پيسې بچت کړې ،پلار ئې وويل ای احمق سړيه ! ته له ټکسي يا ريکشا سره به دي ځغستلائ ،اوس به دي شل _پنځه ويشت افغانۍ بچت کړي وائ
چنګيز
دتاريخ ښونکي له غاتول څخه پوښتنه وکړه :
ته ووايه چي چنګيزڅنګه پر تخت
کښېناست؟
غاتول :
معلم صاحب؛چارزانو؛
ټوکه
يو سړئ دسيند اوبو را خيستئ و او چغي ئې و هلې
چي وه خلکو د خدای لپاره کسب کار سړی يمه،
درومي کاږی،چي په مرګ مي ولس خواريږي،
ددي خبري په اورېدو سره سمد لاسه
څوﻻمبوزنو ځوانانو سيند ته ځانونه وروا چول او
هغه ئې راويست اوً پوښتنه ئې ځني وکړه چي څه
کسب دي زده دئ چي ځان دومره مهم ښېې؟
هغه وويل چي زه دهغه پلاني کمليې او بدونکي د
خاله زوی يم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more