د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

راځئ چې د خپلو ميړنو ياد وساتو!

بصير افغان
27.04.2006

.]ډيرو عزتمندو خويندو اووروڼو په سلامونو مو ستايم!!!

له ټولو درنو او پتمنو وروڼو څخه په خورادرنښت هيله كوم چې د خپلو .نوم وركو ميړنيو.په ياد سره او دهغوى په اړه د مالوماتو په ليكلو سره په دې پاڼه كې د زړه له كومې همكاري وكړي، تر څو مو هغه ميړنې او باتور اتلان په ګورونو كې خوشاله او سر لوړې واوسي ..
[color=green:3db832882e]په پوره پښتنې حيا سره!!![/color:3db832882e]


ميوندي
28.04.2006

جميلي صاحبه سلامونه !
تاسو ډېره ښه خبره او غوښتنه را پورته کړېده خو يو مشکل شته چې نن زموږ په هېواد کې هر څوک د خپلي خوښي ميړنی لري او هغوی دغه ميړني ميړنی بولي او دا نور ټوله خاينان، ګوډاګيان او لاسپوڅي دي .
را به سو دې خبري ته به يو څه وضاحت ورکړو :
دتره کي خلقيان ترکی ميړنی بولي
د امين ډله امين ميړنی بولي
کارمل خو لا د پلار او نيکه ځان ميړنی بولي . په روس پوري هم نه وو تړلی!
تڼی هم ځان مېړنی بولي وايې ډېري توري يې کړي وې
نجيب هم ميړنی وو اوعام ولس يې نن هم ميړنی بولي عکسونه يې لاس پر لاس او کور پر کور ګرځي .
اخوانيان او مجاهدين هم بيا په خپلو کي اته ګوني او اوه ګوني ميړني لري او دا نور ټوله ملحدان او د روس ګوډاګيان او ډېر نور څه بولي خو پخپله ځانونه د هيچا ګوډاګيان يعني نه د پاکستان نه د امريکا نه د عربو نه د انګليس نه د لادن خلاصه د هيچا ګوډاګيان نه بولي او ديوه سره ميړني دي د مړاني کارنامي يې هم هغه دي په وران او درپدره هيواد کې ټوله ويني دا ټوله ديوه سره ميړني دي کرزی او دهغه انډيوالان هم ټوله ميړني دي د ميړنيو په مټو وطن ابادوي !
رباني دوستم مسعود او دا نور خيلونه خو د يوه سره دميړنيو په کورنيو کې پيدا سوی دي نه غله وه نه جګړه ماره وه نه يې قتل کړی وو دوی نن ځانته حق ورکوي ټوله ځانونه ميړني و بولي . د کابل د بلند منزلو جهاديانو او دبانکي حسابونو مالکان هم ټوله ميړني دي کنه نو دا دومره ډالري به يې د کومه کولاي. ملاعمر هم ميړنی دی کنه پاکستان او عربو به اوس دلته څه کولاې او امريکا يانو او انګريزانو به ولي راته مېشته واې . د هغوی مړانه وه چې دا زموږ دپلرو شړل سوي يې بيرته را ته کوربه کړه . هغوی چې بيا مکتبونه سوځوي او تنکي ماشومان و ژني هغوی خو بيا تر ټولو ښه ميړني دي !
تر دې ټولو پخوا داود خان هم ښه ميړنی وو شاهي يې ختمه او جمهوري يې را وستله. ظاهرخان چې اوس بابايې کوي هغه خو هم د پلار اونيکه نه لا ميړنی پيداسوی وو.
دلته اوس د ميړنيو په شمېرنه کې د چا نه حساب ورکيږي دا ځکه موږ که نن دومره ميړني نه درلودلاې نو اوس به مو دا وطن ولي داسي د خاورو خاکه او ولس به مو داسي درپدره واې او لاس به يې هر چاته اوږد واې پر وطن او ناموس به يې د هر چا لخوا نه ګذار کېده ! دا ټوله زموږ د مېړنو برکت دی !
موږ ټوله ميړني يو بس دا نور دي چې خوشي په مېړنيو پس لالهانده هې خوا دې خوا ګرځي !
دا نور هيڅ هم نه دي !!
موږ ديوه سره ټوله مېړني يو !
په درنښت


Ajab
28.04.2006

يواځې عالمان او پوهان زمونږ مېړني او اتلان دي. جنګسالاران، ټوپکماران، يرغلګران او تهذيب دښمنه وحشيان نه پخوا زمونږ مېړني وه او نه اوس دي. چا چې کتابتونونه سوځولي، مکتبونه الوځولي او تاريخي شتمنۍ له منځه وړي دي لعنت دې وي په هغوى او د هغوى په عقيده.


ايره
28.04.2006

سم شوی متن

[size=18]دمېړنيو وطن[/size]

موږ چې ژوندي يو
موږ چې دژوند دغم بار
پر اوږو وړو
زموږ ملا چې بېوزليو
راماته کړې
خو
شا مو مځکې ته نده
ټيټه شوې
سرونه مو ندي
کوز شوي

موږ چې د هر يرغلګر
د يرغل ومخي ته
سرپر لاس باندي
دانګلي انسانان شولو
په تش نس
او لوڅو پښو باندي
دقلم اوتوري په زور
و دښمن ته
سرکښه افغانان شولو
هغه وخت
موږ افغانان څوک
په سړو کې
نه شماري
خو
چې بيا
مړه شولو
نو مېړني را نه
جوړ شي!
ازل
زما دولس
تقدير
د مېړنيو په وطن کې
ليکلی دی !
هو!
دغه،
وهر يرغلګر ته
د افغانانو مدفن
د مېړنيو وطن دی !

هـ .س


زرملوال
28.04.2006

درنو وروڼوسلام

چى په بحث كى خبره شعر وزمه خبرو ته راورسيده نوزه به
هم دخواږه اوپاخه شاعر محترم محمدصديق پسرلى يوه
څلوريزه درته وليكم چى زما نظريي هم وبو لئ !

[color=green:8f3c1839b5]چى كتاى نه شئ نن زما لورته
بتۍ اوشمى مه راوړئ ګورته
ستاسودستوردى چى مړه په سر وړئ
ژوندى مونه كړل له خاورو پورته [/color:8f3c1839b5]

په مينه او احترام


بصير افغان
29.04.2006

درنو او د قدر وړ وروڼو په سلامونو مو ستايم!

مخكې له هر څه زما موخه له دې موضوع نه دا وه، چې كه چېرې د چا په كلي، ولسوالى او ياهم ولايت كې داسې پخوانې كسان او اتلان چې په ريښتينې توګه يي له انګريز او يا هم روس سره په ميړانه او د جنګ په ډګر كې هغوۍ ته ماتې وركړي وي ، اونن ورځ يي هيڅ څوك هم نه پيژني بايد ښكاره او ټولو ته وروپيژندل شي تر څو دداسې ميړنيو په ياد سره دهغوۍ ارواح په ګور كې له موږ نه خوشاله شي. د بيلګې په توګه كه څه هم تر اوسه پورې ما د غازې ادې په اړه لا سم او پوره مالومات نه دې راټول كړي، نو له دې لارې زه غواړم تر څو هغه تاسو ته دافغان آنګريز په دريمه جګړه كې د يوې اتلې په توګه در وپيژنم. نو له دې امله له ټولو درنو وروڼو او خويندو څخه په كلكه سره غوښتنه كوم چې داشان كسان موږ ته دهمدې پاڼې له لارې راوښايي.

پ[color=green:6d863804be]ه پوره پښتنې حيا سره!!![/color:6d863804be]


بصير افغان
30.04.2006

[b:0179a9df72]غازي [color=red:0179a9df72]ادې[/color:0179a9df72] [color=green:0179a9df72](رحمته الله)[/color:0179a9df72][/b:0179a9df72]

دافغان انګريز په دويمه جګړه كې غازي ادې د يوزيا ت شميرجنګياليو ښځواوځوانانومشره وه. كوم چې د كابل ښار او ځانګړې توګه په شير پور كې يي انګريزې ځواكونو لوټ لوټ او مات كړل، نوموړې نه يوازې يوه جنګيالى وه ،بلكې دآسمايي غره، قلعه قاضي او كوه قرغ د جنګياليو لپاره يي جنګې پلانونه او نقشې ورښودي او په هره جبهه كې چې به دې ګډون كاوه، نو حتمآ به هغه جبهه بريالۍ كيده . نوموړې به د جنګ له وخته پرته له پوځ څخه لري په يوه ګوښه كې پټه ناسته وه، ددې ملګرو به ويل چې دا به زياتره وخت روژه وه او خپل وخت به يي په لمانځه اود قران كريم په لوستلو تېراوه، خو څه وخت چې به د جنګ د پيل ټروم وهل كيده نو نوموړې به ديوې قهرجنې زمرۍ په شان په تكبير او ملي شعارونود لښكرو په مخ كې دريده او په جګړه كې به يي ټوپك په ډېر مهارت سره كاراوه. هغه ميړنې او جنګيالي چې د غازي ادې په مشرۍ له انګريزانو سره جنګيدل په داسې حال كې چې دري سوه ګامه د شيرپور كلا نيولو ته پاته وو ناڅاپه ولويده او د شهادت لوړ جام يي وڅښول . كه څه هم د غازي ادې ميړه او ځوان زوى له انګريزانو سره په كټواز كې شهيدان شوي وو، خو دې بيا هم همت له لاسه ورنكړ او زيات شمېر ځوانان او توريالۍ ميړنۍ يي راټولې كړلي او آن په انګريزانو پسې تر كابله راورسيدله . د زموږ غازيان د كتاب ليكوال محمد ولي ځلمي په خپل كتاب كې ليكلي :كه چيرې غازي ادې ته دافغاني ژاندارك لقب وركړل شي ، ورسره ښايي، ځكه چې نوموړې په ډيرو جبهو كې د جنګې پلانونو ا و نقشو طراح وه.

[color=darkblue:0179a9df72]د غازي ادې لنډه پيژندنه:
د غازي ادې اصلي نوم شبيعه وه په كور كلي كې د الماسې په نوم مشهوره وه، نوموړي دافغانستان د شملو او نيزو د خاورې (كټواز) اوسيدونكې او په قوم سليمانخيله وه . ميړه يي حبيب الله نوميده چې يو ځاى له خپل ځوان زوى سره له انګريزانو سره په جګړه كې شهيدان شوي وو. ارواښاد غلام جيلاني د غازي ادې د كارنامو په اړه د مرحوم قيام الدين كپټان له خولي چې نوموړى هم له هغې سره په جګړه كې وه ليكلي (غازي ادې لوړ قددرلود غنمرنګه د سر ويښتان يي تور اوسپين وو تورې سترګې يي درلودي يو داسې وام جن او هيبت ناكه مخ يي درلود چې آن چا يي مخ ته د كتلو توان هم نه درلود.) د غازي ادې قبر د شير پور دغونډۍ په څنګ كې ده چې بيا وروسته د غازې آمان الله خان له خواه ددې دزيارت د جوړولو امر وركړل شو.[/color:0179a9df72]

د يادونې وړ ده چې د وخت حكومتونو هم د غازي ادې پر ميړانو او حماسو سترګې پټي كړي، يوازې ډاكټر نجيب الله په چهلستون كې يو ښوونځۍ د غازي ادې په نامه ونوماوه. كه حقيقت راوسپړو نو تر ملالۍ بايد د غازي ادې ميړانو ته ډير درناوى وشي اودهغې دميړانې او شخصيت لپاره بايد يو سيمينار جوړ شي .


کټوازی
01.05.2006

ګرانه وروره بصير جانه ،
سلامونه مو ومنه !
خدایسته چې پر ډېره پۀ زړۀ پورې موضوع موقلم پورته کړی !
رښتياهم چې زموږ پۀ وياړمن تاريخ کې ډېر داسې څلي شته دي چې تراوسه موږ ته مالوم نۀ دي ،خدای دې وکړي چې پۀ دې برخه کې ټول وروڼه پۀ پراخه ټنډه يو له بل سره خپل مالومات شريک کړي ( که څۀ هم چې پخپله زۀ د تاريخ پۀ علم کې بېخي وارد نه يم خو داچې دعامه پوهاوي لپاره دا وړ بحثونه ډېرګټور وي ) ځکه به زموږ پۀ ګډون ټول لوستونکي ګټه ځنې واخلي !
پۀ تېره بيا کوښښ وکړئ چې د ننګيالۍ ادې [color=blue:fade1dea56]( د غازي لقب ورسره د يوې مېرمنې پۀ حيث که له يوې خوا د پښتو پر محاوره برابرنه دی ، نو له بلې خوا ډېر بې ځايه او ناوړه هم برېښي )[/color:fade1dea56] پۀ هکله موږ او درنولوستونکو ته پر تاريخي حقايقو بنامالومات را کړئ ، ګنئ پۀ بل صورت کې به دا لاندې ادعا ،
[quote:fade1dea56]كه حقيقت راوسپړو نو تر ملالۍ بايد د غازي ادې ميړانو ته ډير درناوى وشي[/quote:fade1dea56] پرته له دې چې دخوش فهمي يوه نفسياتي عارضه وبلل شي بل به څۀ پرې مرتب نۀ شي !
پۀ درناوي،
ورورمو صميم


زرملوال
01.05.2006

له غازى ادى او ملا لى پورى مى دا يوټکى را په زړه
شوهغه دا چى اياداملالى رشتيا يوه ميړنى ميرمن تيره
شوى ده او كه هسى دافغانى ميرمنو دميړانى دسمبول
له پاره يوه افسانه جوړه شوى ده ؟
__________________________
وبښئ دا يو روايت دى چى
شتون لرى اوايا حقيقت هم لرى كه نه ؟
په دى به سره ګړيږو(په مينه)


زرملوال
01.05.2006

كوشانه ! لطفاموضوع مه بدلوه !
اوداليكنه دى هغه دصميم صيب بحث (لويديځوال تهذيب ښځو ته څه وركړل ؟)
ته نقل كړه خو ته غواړى حتما هرڅوك په خپل مخالف لورى كى ودروى او دا
زماپه اند سم او دروند چلن نه دى ګوره له تاسره دزيات نظرى اختلاف لرلوباوجود
مايو وخت هم له تاسره بى ادبه او بيځايه خبرى نه دى كړى او ته خونوماشاءالله داسى كنايي كاروى چى دتصريحاتو بلا دى وروګرځى
ګوره هرځاى مخالفت او يا دمخالفانه نظرتراشلو له پاره دومره هڅى څه مانا لرى ؟
او نه دومره خلك خلاص دى چى ستا دا وړۍ درسره ووريشى ته خو دلويديځوال
تهذيب په دفاع كى دومره افراط كوى چى بيخى دموضوع او مخاطب په كيسه كى هم نه يي . وايي له يوه سړى نه سخوندر ورك ونو ډير پسى سرګردانه وهرځاى به يي چى يودوو ه كسان په خبرو وليدل نو ورته ويل به يي [color=white:ce0e006ca3]دا څه
سخوندر سخوندر لرئ[/color:ce0e006ca3](ټوكه )

تربياليدو دى په مخه شه


بصير افغان
02.05.2006

ډيرو درنو او خوږو وروڼو سلامونه

مخكې له هر څه بايد له ټولو تاسو درنو څخه مننه وكړم ، چې په دې اړه مو خپلې ليكني وكړي . كه څه هم ستاسو په ليكنو كې اسد جان د غازې د لقب په اړه او دا چې ما ليكلي وو، چې بايد غازي ادې تر ملالۍ زياته وستايل شي او دهغې په اړه بايد يوكنفرانس جوړ شي دتاريخې شواهدو پر بنا مالومات غوښتي .
ګرانه اسدجانه اصلآ غازي يوعربي ويۍده ، يانې موږ غازي هغه چاته ويلئ شوچې له كفارو سره يي په غزا يا جګړه كې ګډون كړى وي .او دويمه خبره دې دا وه چې ګواكې دغازي ادې او ملالۍ په اړه دې زما پريكړه يوه نفسي عارضه بللي!!!
ګوره اسد جانه په افغانستان كې پخواني حكومتونو لكه ته چې هم ښه خبر يي ، ټول خانداني وو او ټول فكر او پاملرنه به يي په خپله خواه وه يانې تل به يي [color=darkred:10c48b30ee]دخپل درنه د بل سپكه[/color:10c48b30ee] غوښته، نو د تاريخي او ريښتينو شواهدو له مخې يو زه نه بلكې ټول وګړي به دا پريكړه وكړي كوم چې ما كړي .
ښاغلى زرملوال صيب تا هم عجيبه او غريبه پوښتنه كړي ، ماله تانه دداشان پوښتنې هيڅ كله تمه نه درلوده، خو نه پوهيږم چې ولي؟؟؟ تر دا اوسه پورې چې ښه پوه پوه او پياوړوليكوالانو،شاعرانو او سياست پوهانو ملالۍ په اړه ليكنې كړي په شعرونو كې يي د هغې ميړانه ستايلي ... نو آيا دا ټول درواغ وايي .پام كړه چې دا شان خبره له پاړسيوانانوسره ونه كړي ګنې دا خپل ټول ريښتينې وياړونه به مو اوبه يوسي!!!

ښاغلې كوشان صيب ته ګواكې په دې دومره تاريخې شواهدو چې نن زموږ په لاس كې دي باور نه كوي او دافغان ولس په تاريخ پوهانو او ليكوالانوپه شخصيت او درنښت باندې پښه ږدې، او دهغوۍ مباركو دغه هڅې كوم چې يي ددغو دوو سترو ميړانو افغان ښځو په سر كړي مبالغه بولي؟؟؟
پام كوه له خپل هر كار او ادعا سره دې شواهد په لاس كې لره، كه نه كه ته غواړې چې په دې تورو سپورو ادعا ګانو باندې ځان دهر چا سره دمخالفت په لورې كې مشهوركړي ، هيڅ كله به دا ونه شي!!!

[color=green:10c48b30ee]په پوره پښتنې حيا سره!!![/color:10c48b30ee]


زرملوال
02.05.2006

محترم ورور جميلى صيب سلام
محترمه خوشاله اوسوكاله اوسى ګرانه وروره دلته يوڅه شته
خو خير پاتى دى وى ځكه دومره اړتيا نه ورته ليدل کيږى او
بښنه غواړم خو محترمه داسى نو هم نه ده چى ګواكى په دى
سره به مو ټول وياړونه اوبه يوسى ځكه دميړانى په ډګر كى خو
نو دچا نيكه او ان برجد هم لا ولا كه را پسى ورسيږى او دا ميړانه
مو يواځى دنارينه و نه ده بلكى پښتنى مندى او خوندى مو هم پوره
ونډه په كى لرى

خو نن له بده مرغه چى دميړانى ميتود هم بدل شوى دى او ويل كيږى
چى ملالى مرحومى په ميوند كى ټيكرى تر ملا تړلى واوسر يي لوڅ و
نو نن دى هم افغانى ميرمنى پوړنى وغورځوى او دنوى تيكنالوژى ډګر
ته دى په ميړانه سره را ودانګى !!!

ايا كه زموږدميرمنو پوړنى په سر وى نو په دى ډګركى به ونه چليږى ؟

ايا كه زموږ ميرمنى ځان ته شوونځۍ ولرى او ځوانان ځان ته
نو ميرمنى مو زده كړه نه شى كولى ؟

خبره به دلته بس كړو ځكه له موضوع مو پښه واړوله
كه څه هم په ټول افغان كى كوړى سره ګډى دى خو خير

په مينه


بصير افغان
03.05.2006

درنو وروڼو سلامونه

زرملوال صيب ستا ښه خبره ده، چې كه چېرې اوس پښتنې جنكۍ دعلم او پوهې ډګر ته لكه د غازي ادې او ملالۍ په شان راووځي يانې زموږ او د ټولوپښتنوهيله همدا ده.

خو يا د دې وي چې زموږ د بحث نوم [color=red:7ef1394d1c]راځئ چې د خپلو ميړنو ياد وساتو[/color:7ef1394d1c] ده، هيله كوم چې په دې اړوند را سره د زړه له كومې همكارى وكړي .

[color=green:7ef1394d1c]په پوره پښتنې حيا سره!!![/color:7ef1394d1c]


larghonay1
03.07.2006

دټول افغان درنو مينه والو سلام!
ښه موضوع ده او د مېړنو ياد ساتل هم خورا ښه كار دى خو راځئ چې څه ناڅه اوسني وخت ته هم وګورو.
ډېر په تاريخ كې اوسيدل هم دوخت ضياع ده . هر څه چې تېر دي كه مېړني دي اوكه هيواد پلورونكي په تاريخ كې يې نومونه ثبت دي.
دا كه مونږ ووايو زمونږ نيكونه بېخي زمريان وو هم څوك پرې څه نه راكوي او نه كوم امتياز پرې اخيستى شو او كه ووايو عادي خلك وو هم .
نو ولې په اوسني روان بهير نه غږېږو؟
ولې په دې نه غږېږو چې اوس وخت كې په پښتنو كې ښه مېړنى څوك دى؟
تېر شئ د تېرو خوړو له شخونده !
راځئ چې د راتلونكې په اړه سوچ وكړو.
تېرو پسې بد مه وايئ نور يې ډېر چېړل بې ځايه دي.
مننه
په همدې هيله
ستاسو لاروى


ډاکتر وطنمل
20.07.2006

د ښاغلي حامد ليکنه دلته راوليږدول شوه :

دلرغونى صيب دليكنى ديوڅه برخى په تائيد او داراز په خپله دشاعردشعر هم له يوڅه تائيدسره
دموضوع ديو څه مناسبت په پلمه دشاغلى ليوال دا شعر درډالۍ كوم

[color=yellow:85013678d3]افغانان

اوږدې لمنې

ګونځې پایڅې

دپوندو چاودې له پوټيو ډکې

اودڅپليو په میخ ژوبلې تلې

داوږد تاریخ کوڅو کې ځي او راځي

سبا دلوی او ډبرين ديوال تر شا پټه ده

نن ديوې مړۍ ډوډۍ لپاره لاس تڼاکې

پرون په وينو سره په اوښکو لمده

يو ځل په چپ ولاړل په ښي لاس راغلل

دښار په لويه څلورلارې کې په چيغو سر شول

بل ځل له تورو سره راغلل خپل بچي يې له چپه حلال کړل

اوږدې چپنې

ګل سيب دسمال تر ملا

قرصې رخچينې پر سر

لينګي دشولو په پټيو کې خوړ ين

ملا خيشاوه کې کړوپه

يو ځل دبيل لاستی په لاس کې بيا قبضه دټوپک

يا لاس پر ټپ ايښی يا ګوته پر ماشه نښتې

يو ځل په ږيره ګنهکار بل ځل د سر په ويښتو

يو ځل ملا پسې روان بل ځل په تېښته ترې خلاص

نيم په تقدير مين اونيم يې په پيريانو اخته

نيم يې په تمه د جنت او په دنيا باندې يې لا ړې تو کړې

څه په "مائو" پسې روان

څه يې د"مارکس" دکتابونو چينجي

څه د"سيد قطب" دتاويزونو غاړکۍ په غاړه

څه" اسامه " سره په سوړو کې پټ

څېرې ګريوان

ډډۍ لمن

ول ول لو نګۍ په غاړه

د ارابو له ربړه جوړې مچڼۍ په پښو

داوښ وندنی پر اوږه مخ په ختيځ دي روان

بار يې اپيم دي يا دبنګو ميده شوې پټۍ

څه په "پر يتي" مين او څه يې د " تام کروز" ليوني

نيم يې له ډيره تکبره زړې مور ته انګريزي غږيږي

څه يې لااوس هم دمکتب په سوځولو تکبيرونه وايي

اوږده ټيکري

زړې پڼې

کلاباتون په پايڅو

پر سريې شکو ر وي په مړوند کې بنګړي

ځي لا روان دي خدای خبر په کومه

څه يې په بدو کې ورکړي دکنيزو په شان ژوند تيروي

څوک په ميړه باندې سګر يټ بل کړي

دښځو دحقوقو کتابونه لولي

ډيموکراسي لکه يو زوړ ډاینسور

دوړې يې خيږي را روان دی څوک يې نه پيژني٠

دوی ورته وخاندي او وويريږي

چې دا عجيب ځناور

په دې هېواد کې هم هګۍ کړي هم بچي اچوي.

١٨تله١٣٨٤خيرخانه-کابل

غفور لېول[/color:85013678d3]
_____________________________________________
يو وخت مى په هيوادكى محترم ليوال صيب يوځل يوځاي ليدلى و د
افغانانو په دى پورتنيو زياتو صفاتو برسيره يي يو تور لنډۍ واسكټ
هم دتن زيب كړى و هغه مهال يي ماته يو څو خواږه اشعار اورولى وو
او تر دا ننه يي په اشعارو پسى ليونى يم نو وبښئ دا ځاى خو دشعرونو
نه دى بس زما له ليوال صيب سره مينه يي وبولئ
او يوڅه له موضوع سره مناسبت

په درنښت


ډاکتر وطنمل
20.07.2006

د ښاغلي بصير افغان ليکنه :

حامده وروره دې قلم په مټو دې برکت شه

درنو وروڼو که موږ هر یو دلیوال صاحب دغه شعر ولولو، نو په رښتیا به بیا هلته موږ خپل دریځ د نورو په وړاندې پیدا کړو. خو زه له درنو ملګرو څخه یوه ګیله لرم او هغه هم داچې دوۍ پرته له دې چې ددې بحث عنوان او موضوع ته وګوري، لکه د نتار مچ را لویزې او د زړه ټول تاوونه دلته باسي او ددې لپاره چې په هغه موضوع کې د پلټنې لپاره له یوه بله سره مرسته وکړي، بیرته دهغو کسانو په لیکنو او موضوعګانو باندې ملنډی وهي او ګوتنیوني پرې کوي، چې یوازینئ موخه یي په خلکو باندې دځان پیژندنه ده.

هیله ده چې نور په پټو سترګو کار ونکړو.

په پوره پښتنې حیا سره!
_________________
په افغانستان كې د يوه پښتنې نظام په هيله!!!


ډاکتر وطنمل
20.07.2006

دروند ښاغلی بصير افغان ته سلامونه
ستاسې غوښتنه پر ځای او اړينه وه ،خو بيا هم يو شمير ليکونکو ونشول کړای چې هغه په پام کې ونيسي، نو دادی د هغوی اړونده ليکنې له دې ځايه کټ او تر بل سرليک ( کرزی بايد د اسرايلو لاندې په وړاندې څه ډول سياست غوره کړي ) ﻻندې ځای پر ځای شوې، ښايي ليکونکي دلته
نور اصلي موضوع ته خپلې ليکنې محدودې کړي ، او که نه ليکنې يې ړنګېدی هم شي ٠ والسلام ٠


بصير افغان
22.07.2006

دروند او عزتمند وطنمل صاحب سلام

مخکې له هرڅه، ستا له دې پاملرنې څخه مننه کوم، چې زما داراخړې شوي اوبه دې رڼې کړي . خو بیا هم زه له ټولودرنو او پتمنو وروڼو څخه داهیله کوم، چې که په رښتیا هم له پښتو سره او له هغو پښتنو سره مینه لری، کوم چې په یوه موضوع کې د سمو او په ځای معلوماتو کمښت لري، مرسته وکړای شو او له هغه سره په خورا پسته ژبه، علمی دلیل او منطق سره خبرې وکړو، نو بیا به موږ په دې توانیدلي یو چې خپله ژبه او خپل پښتانه وروڼه په بېلابېلو موضوعګانو کې د بشپړو معلوماتو څښتنان وګرځوو، اوکه په خپلو منځو کې د یو بل په وړاندې لکه د تورو دوار ونود شرنګهار په توګه دلیلونه ووایو، نو بیا دې پښتو ته دخدای(ج) دا ستر نعمت (پښتو ویب پاڼې) او د هغو د چلوونکو بې سارې کوښښونه ټول هیڅ دي .

[color=green:eca0db9637]راځئ ، چې په ریښتینې توګه خپلې خوږې پښتو ته خدمت وکړو.[/color:eca0db9637]


رښتینی
22.07.2006

محترم بصير افغان صيب بيخى ګل خبره دى كړى ده

[code:1:35a4a0960c]او له هغه سره په خورا پسته ژبه، علمی دلیل او منطق سره خبرې وکړو، نو بیا به موږ په دې توانیدلي یو چې خپله ژبه او خپل پښتانه وروڼه په بېلابېلو موضوعګانو کې د بشپړو معلوماتو څښتنان وګرځوو، اوکه په خپلو منځو کې د یو بل په وړاندې لکه د تورو دوار ونود شرنګهار په توګه دلیلونه ووایو، نو بیا دې پښتو ته دخدای(ج) دا ستر نعمت (پښتو ویب پاڼې) او د هغو د چلوونکو بې سارې کوښښونه ټول هیڅ دي . [/code:1:35a4a0960c]

خو ياره هغه دقومندان محمد غلى دمرګ په بحث كى خو دى يوه پښتانه ته
ډيرى ستوخى او سپورى ليكلى وى او لا ورته ليكلى دى وچى تا دى هم
خداى دنوموړى قومندان په سرنوشت اخته كړى

[code:1:35a4a0960c]يوازې دوره معلومیږې هغه کسان چې نن دده په مړینه باندې خپګان څرګندوي، نو هغوۍ به هم له ده مبارک سره دبې ګناوو خلکو په وژلو، ځورولو او وهلو کې هم لاسه وو. زما هیله داده چې خدای پاک دې دوی هم په همدغه لاره روان کړي.[/code:1:35a4a0960c]

ګوره وروره! دملا يانو رنګ هم هغو ملايانو بد كړى دى چى په خوله يو څه وايي
او عمل يي نور وى نو شاغلى له تاسره هم دا كار زيب نه كا خوګوره چى رانه خپه
نه شى بس دايوه سپينه مامدينه مى درته وكړه او كه خپه كيږى خپلى خبرى بيرته
ټولى جارو كوم


بصير افغان
23.07.2006

ګران وروره حامد خانه سلام

ګوره، کومه لیکنه چې ما کړې ده او تابیا هغه زما دهغې لیکنې کوم چې ما د خونخور محمد علي د پلویانود بې ځایه خواخوږیو پروړاندې کړې وه، سره پرتله کړې او قضاوت دې بیا ماته پرې یښی . خو پام دې وي چې که موږ چیرې د ژوند په ټولو برخو کې همداسې پر حقیقت سترګې پټې کړو او هر چاته ووایو، چې والله افرین څومره ښه دې لیکلي او څه ښه دې لیکلي... ، نو اوس ته ګرانه وروره دا ماته ووایه، چې په هغه صورت کې به موږ د څه شي اصلاح راولواو څه خدمت به وکړو. ګوره که موږ دداشان لویولویو درواغو په وړاندې چې هغه جناب د محمد علي په ستاینه کې لیکلي وو، پټه خوله پاته شواو دهغه پر وحشي کړنو او کارونو باندې څه ونه لیکو، نوله هغو کسانو څخه چې سبا ورځ یي په بې خبرۍ سره په محمد علي پسې د ستایلو پایڅې راپورته کړي وي، به څه ګیله وکړو. که څه هم په محمد علي باندې ټوله سیمه خبره ده چې نوموړی څنګه کس و او څه یي وکړو.
دمحمد علي په اړه له ماسره ډیرې خبرې شته، چې زه د هغو له لیکلو څخه په دې فورم کې ډډه کوم، که نه سل مخه به د هغه په اړه درته ولیکم .
هیله من یم چې محمد علي ته هم وپیژني.

[color=green:801d358aa1]په پوره پښتنې حیا سره .[/color:801d358aa1]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more