نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
يو غويی او دوه انقلابونه
بدر
27.04.2006
يو غويی او دوه انقلابونه
انقلابونه “ يو شان کول” غواړي، خو د افغاني ټولنې يووالی په توپېرونوکې دی.
ليکنه د يوه الماني فيلوسوف په خبرو پيل کوم هغه وايي:
(( ۱- موږ به همدې حالت ته ادامه ورکړو او انسانان به د سيستم قرباني کيږي.
۲- د يوه قهرې انقلاب په هکله به فکر وکړو، چېرې چې به سيستم ړنگ شي او انسانان به يو ځل
بيا له سره پيل وکړي، که چېرې دوی څه پيدا کړي او له هغه ځايه پيل وکړي.
۳- موږ به د سيستم برخې وساتو او له کوزې خوا به دموکراتيک کول پيل وکړو. زه باور لرم چې
له کوزې خوا د ټولنې جوړول تر ټولو ښه لاره ده .»
ټولنه د يوه ژوندي ارگانيزم په توگه په حرکت او بدليدو کې ده او ټولنه بايد په حرکت کې وي او بدلون ومومي. د ټولنې ژوند په هميشنې وده او بدلون کې دی. د ټولنې درېدل د ټولنې لوېدل دي.
يوازې تدريجي بدلونونه او رفرمونه کولای شي په سم لوري د ټولنې د ودې او حرکت لارښوونه وکړي. د پرمختگ په لور د يوې سالمې ټولنې ځانگړتيا په دې کې ده چې پرانيستي وي. د نويو په وړاندې منونکې وي او د هغوی په وړاندې زغم ولري. د نويو منل د موجودو د غورځولو په مانا نه دي. تدريجي بدلونونه او رفرمونه نه يوازې د پرمختگ په لور د ټولنې له حرکت سره مرسته کوي، بلکې په ټولنه کې د ړنگونکو او وژونکو انقلابونو مخه هم نيسي. کارل پوپر په ټولنه کې د انقلاب د مخنيوي له پاره په رفرمونو ټينگار کوي.
هغه ويل چې انقلاب ټوله جامعه دا او هغه خوا کوي او په دې کارکې لوی اشتباگانې کيږي، کومې چې نه جبران کيږي او په زرگونو او ميليونوخلک به ددې لويو اشتباگانو بيه پريکوي.
په انقلابونو کې ددې تضمين نه شته دی چې ټولنه دې په غلط او ناورين راوړونکې لاره ولاړه نشي او نه ددې ډاډ شته دی چې په ټولنه کې هر څه بې ځايه نشي. انقلابونه ددې وړتيا لري چې موجود سيستم ړنگ کړي، خو ددې وړتيا نه لري چې نوی سيستم په پښو ودروي. انقلابونه د ټولنې د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو بنيادونو د ړنگولو وړتيا لري، خو د هغو د جوړولو په کارکې پاتې راځي. په تدريجي بدلونونو کې د نويود منلو تر څنگ د موجود سيستم برخې هم ساتل کيږي.
ټولنه د جادوگر د جنډې په شورولو او برکت نه خوځيږي، بلکې ټولنه د بنيادونو، ارزښتونو او جوړښتونو په اساس پايي او حرکت کوي او انقلابونه او په تېره بيا ايديولوژيک انقلابونه همدا بنيادونه بې ځايه او له منځه وړي او په ځای يې له پخوا څخه د جوړشويو اصولو سره سم د نويو بنيادونو جوړول غواړي، کوم چې په ټولنه د زور پوسيله تحميل کيږي او پايله يې د هراړخيزې بدمرغۍ په لور د ټولنې لارښوونه ده.
انقلاب هم د نورو وسيلو په شان د يوې موخې د لاس ته راوړولو وسيله ده. انقلاب په عمده توگه د ټولنيزو چوړښتونو د ړنگولو وسيله ده او انقلاب په يوه ټولنه کې د زور زياتي، خشونت، قهر او وژلو فرهنگ ته پراختيا ورکوي. په افغانستان کې د ثور د اومې او اتمې انقلابونو د افغاني ټولنې اقتصادي، ټولنيز، سياسي، فرهنگي ... بنيادونه بې ځايه او ړنگ کړل او له افغاني ټولنې سره يې هغه څه وکړو چې څونامې له اندونزې او د هغې سيمې له نورو هيوادونو سره وکړل. خو په دې توپير چې د افغاني څونامې تر شا د طبعي ړندو ځواکونو په ځای انساني ځواک عمل کاوه. د ثور د اومې او د ثور د اتمې انقلابونو افغاني ټولنه داسې وځپله او دومره “ لوی اشتباگانې” وشوې چې په ميليونونو افغانان يې د جبران کولو په کار کې بې وسه دي.
انقلاب ضرورت نه دی.
د مارکس د وړاندوينې خلاف په هغو ټولنو کې چې دموکراتيک سيستمونه لري واک د انقلاب له لارې نه ځای په ځای کيږي او نه دلته انقلابونه کيږي. په دې هيوادونو که کمونستان او چپ ځواکونه هم د ټاکنو له لارې واک تر لاسه کوي. د مارکسيزم خلاف پروني واکمنان نه ځپي، سابيريا ته يې نه لېږي او نه يې بندي کوي، بلکې هغوی دموجودو واکمنو په اپوزسيون بدليږي او بيا واک ته د رسېدولو له پاره کار او هڅې کوي.
همدارنگه پانگه واله ټولنه په هغه لور روانه ده چې د مارکس له وړاندوينو سره د ځمکې او اسمان واټن لري. مارکس وړاندوينه کړې وه چې پانگواله ټولنه په خپله وده کې داسې یوې نقطې ته رسيږي چې منځنۍ طبقه له منځه ځي او په ټولنه کي يوازې دوه طبقي پاتې کېږي: پانگه واله طبقه چي پرولتريا يې ځنځېر کړۍ او پرولتريا چي د پانگه والو په له منځه وړلو کي له دې ځنځيرونو پرته بل څه له لاسه نه ورکوي. خو په پانگه والو ټولنو کي نه يوازې منځنۍ طبقه له منځه نه دي تللې، بلکې وده يې کړې او پياوړې شوې ده. د ډنمارک پانگه واله ټولنه په دو برخو نه دي ويشل شوي. دلته هغه دمارکس پرولتريا چي له ځنځېرونو پرته بل څه نلري نه تر سترگو کيږي. په دې هيواد کي نه کله انقلاب شوی او نه داسې نښانې شته دي چې د انقلاب په لور د ټولنې لارښوونه وکړي. دلته کمونستان او سوسياليستان هم د انقلاب په هکله خبرې نه کوي. همدا دم په چين کي چي اقتصاد په تېزۍ سره غوړېږي ور سره جوغت په همدغه تېزۍ سره منځنې طبقه وده کوي. په چين کي دقهري انقلاب موخه د کمونستي ټولنې جوړول وو. خو په عمل کي کمونېزم په دي هيواد کې له فيودالېزم څخه د پانگوالې په لور له قهر، دردونه، توهينونو او سپکاوی ډکه د گذار او لېږد مرحله وه. تاريخ تراوسه داسي ټولنه نه دي ثبت کړې چي يوازې په دو طبقو پرولتريا او پانگوالو ويشل شوي وي.
يو شمېر په دې باور دي که په فرانسه کي انقلاب نه وای شوی نو په فرانسه کي دموکراسي منځ نه راتلله.
خو ناروي، سويډن، دنمارک .. .بې له انقلاب دموکراسي ته رسيدلې دي او ددې هيوادونو اقتصاد له فرانسي څخه پياوړی او هم ثبات لرونکی دی.
په افغانستان کې نه يوازې طبقات او طبقاتي جوړښتونه مشخص او روښانه نه وو، بلکې د طبقاتي پولو په پرتله په ټولنه کي قومي، ژبني او مذهبي پولي روښانه او پياوړي وې او اوس هم پېاوړي پاتې کيږي.
په ټولنه کي طبقاتي هويت د قومي، مذهبي او ژبني هويتونو په پرتله نه يوازې د صفر تر درجې کمزوری وو، بلکي د ټولنې په ذهنيت کي ځای هم نه و موندلی. په افغانستان کي نه هغه طبقه موجوده وه چي دانقلاب له لارې يې د ټولنې د بدلون ماموريت درلود او نه په ټولنه کې د انقلاب تمه کيدله. ټولنې نه د انقلاب غوښتنه کوله او نه يې د هغه انتظار درلود. په خپله د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند هم دومره ژر د انقلاب هيله نه کوله. دا گوند نه يوازې انقلاب ته چمتو نه وو، بلکې د واک د تر لاسه کولو او بيا د هغه د ساتلو کارته هم چمتو نه وو. گوند دومره امکانات، ظرفيتونه او ټولنيزه اډانه نه درلودل چې هم واک سمبال کړي او هم د واک ساتنه وکړي. د ثور له انقلابه وروسته په بېړه د گونديانو واکمني جوړه شوه او په گوندکې هرې ډلې هڅه کوله په واک کې د زمری ونډه تر لاسه کړي. د بلې هرې برخې په پرتله د واکمنو انرژي او وخت د گوند په د ننه کي د واک په سر په شخړو ختميدله.
واکمن گوند د افغاني ټولنې په هکله کاذبه اگاهي او نيمگړې پوهه درلوده. دې گوند په خپل کار کي له يوې خوا په يوه ايديولوژي چي له افغاني واقعيتونو سره يې ډډه نه لگوله او له بلې خوا يې له نورو څخه په تقليد کولو او کاپي کولو تکيه کوله. گوند د ټولنې د ستونزو په څېړلو او بيا هغوی ته د حل په پيدا کولوکي د ټولنې د واقعيتونو په ځای او د پيښو د لاملونو په ځای کتابونو ته مخه کولو تر څو هلته د پېژندنې اوحل کومه نسخه پيدا کاندي. په يوه ټولنه کي دا کدرونه دي چي پلانونو او تگلارې عملي کوي. گوند په ځای ددې چې د ټولنې او کار دضرورت په بنياد دا ستونزه حل کړي ددې مسئلې له پاره يې د لنين حکومونه ته مراجعه کوله. ببرک کارمل د گوند په لسم پلنوم کې وايي:
(( لنين ضمن طرح و اساس گذاری اصول سياست کدرها توضيح ميدارد، مراجعه کنېم. لنين تحت مفهوم خصوصيات سياسی و وفاداری به انقلاب را مدنظر داشت))
د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند د اپوزوسيون په حالت کي د واکمنو او استبداد انتقاد او غندنه کوله د دموکراسي، برابري او د بيان د ازادۍ پلوي يې کوله، خو کله چي دا گوند په خپله واکمن شو بې له ځنډه يې د يوې اندېښنې د واکمنۍ اعلان وکړ او دا يې روښانه کړه چي دلته يوازې هغوی ته د ويلو او ليکلو اجازه ورکول کيږي چي د انقلاب او واکمن گوند په خدمت کي وي. نورمحمد تره کی وايې:
((موږ هغو ته د فعاليت اجازه ورکو چې د انقلاب مخالف نه وي)) همدارنگه په دې هکله غواړم د گوند په نهم پلنوم کې د ببرک کارمل خبرې را يادې کړم. هغه وايي:
(( کميته مرکزي ح.د.خ.ا. محتوی ايديولوژيک ، سياسی و جهت فعاليت مطبوعات، راديو وتلويزيون را معين ميسازد.)) هغه زياتوي: ((ژورناليستان حرف حزب را به توده های انقلابی برساند))
نجيب په گوندي کنفرانس کي وايي:
((ژورناليستان، کوم چي په ورځپاڼو، راديو او تلويزيون کې دنده تر سره کوي د انقلاب د کرونولوجې او دملي مصالحې په هکله خپل مکلفيتونه په ښه توگه نه عملي کوي.))
د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند د واکمنۍ په پرتله شاهي او د محمدداود جمهوريت ډېر دموکراتيک او د نورو او مخاليفينو په وړاندي زغم لورونکي وو. همدې گوند هم په هغو واکمنيو کې د کار کولو او خپرونو اجازه درلوده.
د ثورانقلاب له ځانه سره دخلکو د ازادي او نيکمرغي په هکله هيڅ ډول پيام نه درلود. د ازادي او په تېره بيا د انسان د ازادي په لور تر ټولومهمه او بنيادي مسئله د اندېښنې او فکر ازادي دی. خو انقلابي واکمنو نه يوازې په دې لاره کې يو گام پورته نه کړ، بلکې هڅه يې کوله د مارکسيستي ايديولوژۍ په بنياد اندېښنې او فکرونه، پوهنه، زده کړه، ټولنه، اقتصاد، سياست، عدالت، قضاوت ... يو شان کاندي. انقلاب يو شمېر ايديولوژيک حکومونه د حکومت کولو په اصولو بدل کړل چې مخالفت کول يې له انقلاب سره دوښمني وه. د ثور انقلاب د ټولنې د موجود سيستم د ړنگولو په کارکي بې سارې وړتيا وښودله، خو د نوي سيستم په جوړولو کي په شرکونکي توگه پاتې راغی.
د ثور انقلاب په ټولنه کې د داسې تفکر د واکمن کولو هڅه وکړه چې د ټولنې له مادي او معنوي جوړښتونو او ارزښتونو سره په بشپړه توگه بيگانه وو. همدارنگه گوند د ټولنيزې پايگاه په بشپړه نشتوالي کي د سياسي واک د لاس ته راوړولو هڅه وکړه اوگوند خپله تگلاره او پلانونه د ټولنيز شعور په ځای د انقلابي شور او احساساتو په مټ تطبيق او پلي کول.
دثور انقلاب يو ناورين راوړونکی انقلاب وو. دثور انقلاب نه يوازي ضرورت نه وو، بلکې يوه
لویه تاريخي تېروتنه او غلطي وه. د ثور انقلاب يو بې لوزمه انقلاب وو. دا بې خلکو او بې پرگنو انقلاب وو.
دا د نړۍ يوازنی انقلاب ته خلک په پيسو اخستل کيدل. د انقلاب په موقع په افغانستان کي نه د واک خلا منځ ته راغلې وه او نه خلکو د نني نيپال په شان د سيستم د بدلون غوښتنه کوله. لکه چي وويل شو گوند هم د داسې څه هيله نه درلوده. نورمحمد تره کي د محصلينو له مجلې سره په خپله مرکه کي د ثور انقلاب له يوه نوي بينس موټر سره پرتله کوي چې يو غريب سړی يې په ناڅاپه توگه تر لاسه کړي. خو انقلاب وشو. او دا چي ولې وشو په ځواب کې يې له ماسره هغه څه نشته چې ورباندې باور وشي، خوز ما له پاره په کمزوری گمان دا د گوند له خوا د واک له پاره د واک تر لاسه کولو يوه کودتا وه او په پياوړی گمان دا د يوې افغاني پروژې په ځای يوه بيگانه پروژه وه. هغه وخت هغه څه چي ډېر د پام وړ وو هغه د محمد داود د تگلارو په هکله د روسانو تشويشونه او په افغانستان کي د هغوي پټ او ښکاره فعاليتونه وو.
انقلاب د مستبدينو او وژونکو د روزولو ښوونځی دی
انقلاب او جنگونه ټولنې ځپي، ټولنې ړنگوي او په ټولنو کي هر څه بې ځايه کوي. په افغانستان کي په تېرو دريو لسيزو کي انقلابونو او جنگونو افغاني ټولنه بدله کړه، په دې ټولنه کې ډېر شیان بدل او بې ځايه شول او افغانستان هغه افغانستان نه دی چي ديرش کاله پخوا وو. دلته په انقلاب پسي انقلاب، په جگړه پسي جگړه، په ناورين پسي ناورين، په ميرغضب پسي ميرغضب، په مستبد پسي مستبد او په تېري پسي تېری راغی. په دې انقلابونو او جنگونو کې يو له اسمانه ځمکي ته را کوز شو او بل له ځمکي اسمان ته جگ شو.
په انقلابونو کي حالات او پېښې ځان ته داسې څرنگوالی غوره کوي چې د پېښو لوبغاړي يې هم له درک کولو څخه عاجز پاتې کيږي. د بيلگې په توگه نه په فرانسه کې روبيسپير په دي پوهيدو چې د هماغه انقلابيونو په وسيله به گيوتن ته سپارل کيږي چي دده پيروان وو او “ ژوندی دې وي روبيسپير” نارې يې وهلې او نه تر ه کي په دې پوهيدو چې د هغه چا پوسيله به وژل کيږي چي کلنو کلنو يې “ ژوندی دې وي تره کي” “ گوند او تره کی روح او وجود دي” “ گوند او تره کی نوک او وورۍ دي” “ ستر ښوونکی”... نارې وهلې. د بشريت په تاريخ او په ځانگړې توگه د افغانستان په تاريخ کي د انقلابونو په دوران کي د لويو مستبدينو او وژونکو نومونه ثبت شوې دي. انقلاب له ډېرو وړو وگړو پيشوا، رهبرکبير، نابغه، امام معظم، اميرالمومنين... جوړکړي او هغو ته چانس ورکوي چي د ميليونو خلکو د برخليک، ژوند، حقونو، ازاديو او راتلونکي په هکله پريکړې وکړي. انقلابونه وړو او اتفاقي وگړوته امکان ورکوي واک په خپل مالکيت کي راولي او هڅه کوي په يوه ټولنه کې د ژوند په ټولو برخو واکمن شي، ټولنې ته، ټولنيز ژوند ته او د انسانانو خصوصي ژوند ته قومانده ورکړي، د هيڅ ډول قانون پروا ونه کړي، ځانونه له قانون څخه پورته وگڼي او خپله اراده په قانون بدله کړي. همدارنگه انقلاب او جگړه له ډېرو عادي او مهربانو خلکو حرفوي وژونکي جوړوي او د انسانانو وینې تويول ورته د اوبو څښلو په شان اسانه کار ښکاري.
په هره هغه ټولنه کي چي “ پيشوا بزرگ ” ، “رهبرخردمند” ، “ لوی رهبر” ، “امير”... ته اړتيا پيدا شوه په هغه ټولنه کي نه يوازې په خپله د ټولنې ازادي له منځه ځي، بلکې د وگړو د ازادي فاتحه هم اخستل کيږي. “پيشوايان” ، “ رهبران” او “ امامان” له خلکو گلې او رمې جوړول غواړي اوله خلکو سره د ځناورو په شان چلند کوي. په مذهبي ديکتاتوريو کې خلک گناهگار او ناپوه شمېرل کيږي چي رهبر، امام، ملا او لارښوونې ته ضرورت لري. د کابل په کوڅو کي به طالبان په کلاشينکوفونو برسېره له ډانگو سره هم گرزيدل چې د هغوی پوسيله د خلکو لارښوونه وکړي. په مارکسيسزم کي بيا زيارايستونکې د ټولنيزې اگاهۍ د نه لرلو له کبله رهبر، رهبر کبير، نابغه او لارښونې ته ضرورت لري. په انقلاب او انقلابي حالاتو کي دا له يوې خوا “ گناهگار” او له بلې خوا د “ ټولنيزې اگاهۍ نه لرونکي” دببرک کارمل په قول “ توده های منجمدفکر” د خمينې په قول “ گله” د ټولنې او سياست په کار کي د گډون وړتيا نه لري. د دوی وړتيا د پیشوایانو په پېروۍکي دی. د وگړو له ازاديو سره دوښمني هم له همدې ځایه پيل کيږي چي په ټولنه کي د “پيشوا” او “رهبر” اړتيا پيدا شي او دا اړتيا په جنگونو او انقلابونو کي په ښه توگه پلي کېږي. رهبر او پيشوا ته د اړتيا درلودلو مانا دا هم دي چي د ټولنې اوسيدونکي د ټولنې د لارښوونې په کار کي پاتې راځي او له دې امله لارښوود او رهبري کولو ته ضرورت لري. ددې خبرې مانا دا هم ده چي اوسيدونکي له خپلو عقلونو څخه د کار په اخستلو کي بې وسه کيږي. په هغه ټولنه کي چې د “پيشوا” ضرورت پيدا کيږي د ټولنې اوسيدونکي په مريدانو او پيروانو بدليږي او دا ډول يوه ټولنه يوه بالغه ټولنه نه شمېرل کيږي.
افغاني ټولنه انقلابونو او جگړو دومره بې وسه کړه چې په سرگردانه توگه په “ ناجي” او “ اتل” پسې گرزيدله او هيله يې درلوده چې هغه به د نيکمرغي په لور ددوی لارښونه وکړي. همدارنگه انقلابونو او جگړو ټولنه داسي وويشله او دومره ژوره ټولنيزه بې باوري يې منځ ته راوړه چې هر څوک د خپل “ ناجي” او “اتل” په لټه کي شول، خو په دواړو حالاتو کي له بده مرغه هر ځل د ناجي په ځای له میرغضب سره، له مستبد سره او له جنگ سالار سره مخامخ شول. همدا بې وسه او سرگردانه خلک يوه د انقلاب او خلکو په نوم، بل بيا د خدای او مذهب په نوم او هغه بل بيا د ژبې، قوم او سيمې په نوم وځپل، ووژل، وشړل او بې کوره يې کړل.
انقلابونه نه يوازي د مستبدينو د روزلو ښوونځي دي، بلکې جمعي وژنو، د زرگونو او ميليونونو انسانانو وژنو ته هم قانونيت ورکوي. استالين په ميليونو روسانو د انقلاب د ساتنې او، تاريخې جبر په نوم ووژل. نچايف په خپل کتاب ( د راتلونکې ټولنې د جوړښت بنياد) کي د يوه انقلابي ځانگړتياو په هکله ليکي:
(( له پاره ددې چې ښه انقلابي پاتې شو بايد هر ډول مهرباني، نرمش، خپلوي، دوستي،مينې،حق پېژندنې، شرافت ... لرې وغورځو. هغه څوک چي د ډېرې کمې مهربانۍ احساس کوي انقلابې نه دی. انقلابې يوازې يو علم پېژنې او هغه د ړنگولو او نابود کولو علم دی... انقلاب چاقو، دار، طناب په مقدساتو بدلوې))
خميني : (( انقلاب خون تازه ميخواهد)) (( ما هر قدر که ميکشيم ازين دانشگاها هستند))
امين : (( موږ په افغانستان کي لس زره فيودالان لرو، ټول له منځه وړو، نوره مسله حل کيږي. افغانان يوازي زور په رسميت پېژني))
ببرک کارمل: (( نسل ها بايد از انقلاب دفاع کند))
په افغانستان کي په زرگونو روشنفکرانو په دې هيله چي انقلاب به د ټولنې ستونزې په يو ځل او د هميشه له پاره حل کړي سياسي عمل کولو، ديالوگ او پوهاوی ته شا وروگرزوله. رښتيا هم په زرگونو روشنفکرانو د ټولنېز عدالت او په ټولنه کي د برابرې د بسيا کولو خپلې ټولې هيلې په انقلاب پورې تړلې وې او باور يې درلود چي انقلاب به د سترگو په رپ کي دا زړه دنيا ړنگه او په ټولنيز عدالت او برابري ولاړه يوه نوې دنيا به جوړه کړي. دي انقلابي روشنفکران د سياست او پوهې په ځای د ارمانونو، کوم چي د بشر له لوړو او عالي ارمانونو شمېرل کيدل پېروي کوله. له انقلاب سره مينې اواحساساتو دومره غلبه کړي وه چي سياست ته د زورزياتې او د نورو د نفي کولو د وسيلې په توگه کتل کيدل. په افغانستان کي د ثور انقلاب په ډېره پراخه پيمانه او ژوره توگه د سياسي عمل، ديالوگ او پوهای ځای کرکې، زور، جبر او د زرگونو انسانانو ځورولو ته ورکړ او دې ځورولو په خپله د انقلابيونو او د هغوی لمن هم ونيوله چي د کلنو له پاره يې د انقلاب له پاره ستونزې گاللې او جگړه يې کوله. وايې چي انقلاب خپل زامن خوري، خو په افغانستان د انقلاب زامنو يو د بل د وژلو او څېرلو چاره له هماغو اولو ورځو پېله کړه. په انقلاب کي د ننه هم د انقلاب د بچيانو تر منځ د عقل او خرد ځای احساساتو او بدل اخستلو نيولی وو. د ديالوگ او بحث ځای ټوپک او کلاشينکوف ته وسپارل شوی وو.
انقلاب له هماغه پيله د خپلو هيلو او ارمانونو خلاف له ستونزو سره مخامخ شو. کله کله به دا ستونزې دومره پېچلې شوې چي د انقلاب دوست او دوښمن به هم په کي ورک شو. يو شمېر د انقلاب د انحراف او يا د انقلابيونو د انحراف خېرې را پورته کړې. بل شمېر ويل چي د انقلاب لاره کږه شوې او يا د انقلاب له اصولو انحراف شوی. نورو به ويل چي دي او يا هغه گروپ انقلاب غلا کړی دی. خو په اصل کي خبره د انقلاب په انحراف او يا د انقلابيونو په انحراف کي نه وه، بلکې خبره په خپله په انقلاب وه. پورتنې خبرې د اصولو په ځای او د يوه عاقلانه سنجش په ځای ددې او يا هغه رهبر او يا ددې او هغه ډلې واک ته د رسيدو له پاره تاکتيکونه وو. د ثور انقلاب له همدي لارې چي ورباندي ولاړ بله لاره يې نه درلوده. انقلاب همداسي شی دی . نه يوازي د ثورپه انقلاب، بلکې په هر انقلاب د هغه د ارمانونو له مخې نه، د هغه د شعارونو له مخي نه، د هغه د هيلو له مخې هم نه، بلکې د هغه د پايلو له مخې قضاوت کېږې. بلې انقلاب د ټولنې د جوړولو په ځای د ټولنې د ړنگولو وسيله ده. له انقلاب څخه د انحراف سره جوغت له مارکسيسزم څخه د انحراف او له طبقاتي مبارزې څخه د انحراف خبرې هم تودې وې. خو ستونزه له مارکسيسزم څخه په انحراف کي نه، بلکې ستونزه د انقلاب په شان په خپله مارکسيسزم وو. همدا مارکسيستې ايديولوژې وه چي له زورزياتی، کرکي او وژلو څخه د ډکو انقلابونو توصیه او توجيه يې کوله.
د ثور د انقلاب اساسي موخه د سياسي واک تر لاسه کول وو.
په ټولنه کې د بدلون په کار کي موخه يوازې د واک تر لاسه کول نه دی. تر ټولو مهمه او مرکزي مسله داده چي څه شی به د هغه ځای نيسي. د واک د تر لاسه کولو په کار کې مرکزي مسئله د واک د تر لاسه کولو دمخه واک ته د رسيدلو وسيلې ته قانونيت ورکول دی، کوم چي د انقلاب په منطق کي يوه ارتجاعي نظريه او يو بابيزه شی شمېرل کېږي. د بدلون او د واک د تر لاسه کولو په کار کي بله مهمه مسله د انقلابي شعور، عاطفي او انقلابي احساساتو په ځای د ټولنيز شعور د درلودلو ضرورت دی. ددې خبرې مانا داده چي د بدلون په راوستلو سره له موجود حالت څخه د يوه ښه او بهتر الترناتيف ارايه کول دي.
د ثور په انقلاب سره د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند له يوې خوا ونشوای کولای د يو ښه او عملي الترناتيف په وړاندې کولوسره د خلکو باور تر لاسه کړې او له بلې خوا يې د واک د تر لاسه کولو په کارکې د سياسي عمل او سياسي وسيلو په ځای په زور او د زور په وسيلو تکيه وکړه گوند له هماغه اولو گړيو د زور د ژبې کارولو ته مخه کړه او تر لويدو پورې يې د زور پوسيلو واک ته قانونيت ورکاوه. واکمن گوند د حاکميت په کار کې په زاړه اصل چې د افغانې ټولنې په سياسي فرهنگ کې له پېړيو پېړيو واکمن دی تکيه وکړه، کوم چې د غالبو حاکميت بلل کيږي او دا د حاکميتونو په تاريخ کي د حاکميت هغه لمړی او ابتدايي شکل شمېرل کېږي. واکمن گوند د خپلې ايديولوژۍ اود نازي المان د حقوق پوه کارل شميت په پېروي سياست د دوست او دوښمن په اړيکو بدل کړ او ټولنه يې په “ موږ” او “ دوی” په “انقلاب” او “ ضد انقلاب” وويشله. په گوند کې د ننه هم د سياست په ځای ايديولوژي او زورعمل کاوه. د پريکړو کولو، تصميم نيولو او د هغو د پلې کولو واک له هغه چا سره وو چې له ځان سره يې د روسانو او يا د پوځ او جنرالانو ملاتړ درلود. دي حالت د گوند په دننه کي هم د سياسي سياليو ځای شخصي، گروپي او فريکسيونې سياليو ته ورکړی وو، کومې چي د يو بل د وژلو، بدنامولو، دسيسي کولو او کودتاگانو له لارې پلې کيدلې. په گوند کي د واک په سر په سياليو کي ددې او هغه ډلې ځواک او کمزورې د جنرالانو او د پوځي ټولگيو د ملاتړ په اندازه کې وو. له تره کي څخه امين ته د واک په لېږدولو کې، له امين څخه ببرک کارمل د واک په لېږدولوکي او له کارمل څخه نجيب ته و واک په لېږدولوکي د زور، ټوپک او جنرالانو ارادو عمل کاوه. د نجيب له واکمنۍ څخه د بشپړې انارشي په لور د لېږد په کار کې هم د پرېکړې او عمل کولو واک له زور اوجنرالانو سره وو. دلته ددې خبرې يادول غواړم چې په افغانستان کې د واک په لېږدولوکي هميشه زور اساسي او ټاکونکی رول درلود او زورزياتی د ټولنې د سياسي فر هنگ زړی جوړوي، خوپه دي هکله د واکمن گوند نوښت د يوې ايديولوژۍ پوسيله زورزياتی او خشونت ته قانونيت ورکول وو.
هغه سياسي گوند چې د واک د تر لاسه کولو او بيا واک ته د قانونيت په کار کي د خلکو او ټولنې په ځای د زور او ټوپک په وسيلو تکيه کوي، هغه سياسي گوند چې د ملت جوړولو په ځای په انترناسيوناليزم تکيه کوي او دولت چې په افغان پلوراستيک ټولنه کې د ملت جوړولو اساسي ارگان شمېرل کېږي په ټولنه کې بې تاثيره او کمزوری کوي، هغه سياسي گوند چې د دولت ځای گوند او د دولتي ارگانونو ځای گوندي کميټو ته وسپاري او ټولنه په مصنوعي توگه په پورته او کښته طبقو ويشې د ټولنې د ضرورت په بنياد منځ ته راغلی گوند نه شمېرل کيږي. که دا خبره د يوې پوښتنې په شکل کي را پورته کړم. ايا هغه گوند او واکمنې چې خپل مشروعيت د ټولنې او خلکو په ځای له ايديولوژيکي دگمونو، زور او کلاشينکوف څخه اخلي د ټولنې د ضرورت په بنياد منځ ته راغلی گوند او واکمنې شمېرل کيدای شي؟
واکمن گوند ټولنې ته هم د يوې طبعي شي په سترگه کتل، کوم چي د ډېرو ساده اصولو پيروي کوي. د بيلگې په توگه اوبه په هرحالت کي په يوه سطحه درېږي او ټولنې هم بايد اوبو ته په ورته شان په يوه سطحه ودرېږي. افغاني ټولنه هم په شوروي شانته دود جوړه شوي واي. په بل عبارت واکمنو هڅه کوله نوی سيستم د تقليد او کاپي کولو په دود له پاسه د يوه توتاليتر واکمنۍ له لوری او د زور پوسيله پلي شي او دا په طبعي توگه د ټولنې له هر اړخېز مقاومت سره مخامخ شو. د ثور انقلاب او د واکمن گوند ارمانگريو او له واقعيت څخه بيگانه تگلارو په افغانستان کي ديوې لویې او هر اړخېزې وطني او ملي تراژدي او غميزي لاره پرانيستله.
پايلې او درسونه
جنگونو او انقلابونو نه يوازې افغاني ټولنه وځپله، نه يوازې دلته سيستم او سب سيستمونه ړنگ شول، بلکې په ټولنه کې يې هر څه بې ځايه کړل. د سياست او سياسي عمل ځای د زور اړيکو ونيو. د سياست پوهنې او ټولنې پېژندنې ځای دې او هغه ايديولوژی ته وسپارل شو او واک ته هم د خلکو او ټولنې په ځای د ايديولوژيکي اصولو په وسيله قانونيت ورکول کېدو. په بل عبارت د واکمني د مشروعيت په کار کې د ټولنې او اوسيدونکود ارادې ځای ايديولوژيک دگمونو ته ور کړل شو. له دين څخه هم دې او هغې ډلې د خپلې واکمنۍ او گټو په منظور د يوې ايديولوژۍ او سياسي وسيلې په توگه کار واخيست. دې ډلو هڅه وکړه چې سياست مذهبي کړي، خو په عمل کې هغوی مذهب سياسي کړ. هرې انقلابي هڅې او هرې جگړې په خپل وار سره افغاني ټولنه په شا وغورزوله. يو په بل پسې جگړو او انقلابونه افغاني ټولنه وويشله، کرکه، نفرت او واټن يې ايجادکړ او لويه ټولنيزه بې باوري يې منځ ته راوړه، کومو چې ټولنه د کورنۍ جگړې، انارشۍ او وسله والو ټکرونو په لور ټيله کړله. انقلابونه او جنگونه په ټولنه کې د زورزياتي، خشونت، وژلو او نيولو فرهنگ ته وده ورکړه. انقلابونو او جنگونو افغاني ټولنه دومره بې وسه کړه چې د هر ډول ظلم او تېری په وړاندې يې مقاومت له لاسه ورکړ.
د انقلابونو او جنگونو په ړنگونکو پايلو برسېره د افغانستان پېښو وښودله چې ايديولوژي د يو شان کولوپه لور ترايباليزم ته ورته يوه زړه او ناکامه هڅه ده او انقلاب د پرمختگ په ځای په وحشتناکه توگه د ټولنې بنيادونه ړنگوي او هغه په شا غورزوي. په افغانستان کې د کمونيزم ماتې د کمونيستي ايديولوژۍ او کمونيستي تفکر ماتې هم ده. په افغانستان کې د طالب ناکامې د مذهبي بنسټ پالنې ناکامي ده. په افغانستان کې د ايديولوژيو ناکامي په دې هيواد کې د “يوشان کولو” د تگلارې د ناکامۍ په مانا هم ده. د افغانستان پېښو وښودله چې دلته د يوه تفکر، ديوه قوم او د يوه گوند واکمنۍ له پاره د بری چانس نشته دی. په افغانستان کې مذهبي ديکتاتوري هم له ناکامي پرته بله لاره نه درلوده.
د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان تجربې په روښانه توگه وښودله چې دا ټولنه د دموکراسي او د نظريو او سياست په برخه کې د پلوراليزم په برکت بيا را ټوله او د ثبات او ودې په لور يې مخه وکړه. افغاني ټولنه هغه وخت د يووالي په لور ولاړه چې توپيرونه، تفاوتونه او اختلافونه ومنل شو او په ټولنه کې يې په سياسي، مذهبي، اقتصادي، قومي او فرهنگي برخو کې د څوگونيتوب او پلوراليزم درناوی وکړ. بې له شکه د راتلونکي په لور له دموکراسۍ پرته بل الترناتيف نشته دی او د ودې او پرمختگ په لور يوازنی الترناتيف د يوې مدرنې ټولنې ايجاد دی.
مدرنه ټولنه په هميشني بدلون کې يوه ټولنه ده، کومه چې انقلاب ته ضرورت نلري. يوه مدرنه او ثبات لرونکي ټولنه هغه ټولنه ده چې خپلې ستونزې او بحرانونه په خپله حل کوي. يوه مدرنه ټولنه د توپيرونو او مخالفتونو ټولنه ده، خو د جنگونو او انقلابونو ټولنه نه ده او دلته مخالفتونو د سياسي عمل، ديالوگ او پوهاوی له لارې حل کيږي.
افغاني ټولنه تر اوسه هم د انقلابونو او جنگونو په وړاندې يوه خوندي ټولنه نه ده. کيدای شي دا ځل تور انقلاب موجودې لاس ته راوړنې له ځان سره يوسي او افغانستان د منځنيو پېړيو تيارو ته په شا وروگرځوی. په افغانستان کې يوازې دموکراسي کولای شي چې د انقلابونو او جنگونو د بيا پېښېدو مخه ونيسي او همدارنگه په افغانستان کې يوازې مدرنه ټولنه کولای شي د جگړو او انقلابونو لاملونه له منځه يوسي او د زور، خشونت او يو دبل د نفي کولو په فرهنگ غلبه وکړي.
په مدرنه ټولنه کې هر څه او هر څوک په خپل ځای وي. په يوه مدرنه ټولنه کې نظم او اداره د ټولنيزو تړونونو يا ټولنيزوقراردادونو پوسيله تر سره کيږي. مدرنه ټولنه د “ پيشوا” “ اتل” “ پهلوان” “ امير” “ جنگ سالار”... په ځای د ښوونکو، ډاکترانو، مهنديسانو، انجنيرانو او زده کونکو... ټولنه ده. د مدرنې ټولنې ځانگړتيا په دې کې ده چې د کارونو اجرا او مسوليتونو ازادو او خپلواکو انسانانو ته ورپرېښودل شي او دفتر د ملا او جنگسالار په ځای د مهنديس، انجنير... ځای وي. د مدرنې ټولنې ځانگړتيا په دې کې ده چې دملت اندېښنې او فکرونه د دموکراتيکو ارزښتونو د پېژندنې او منلو په لور سوق شي .
مدرنه ټولنه د خپلې ودې او بري په کار کې په مدني ټولنه تکيه کوي، چېرې چې صنفي اتحاديې او داوطلب سازمانونو خپلواک او په خپلواکه توگه عمل کوي دا سازمانونه د گډو گټو په بنياد جوړيږي او د دولت او بازار په وړاندې له هغوی څخه دفاع کوي. په يوه هيواد کې مدني ټولنه د دموکراسي، د وگړو د حقونو او ازاديو د ساتنې يو ډاډمنه ضمانت کوونکې ده.
په افغانستان کې به د ټولنيز،د اندېښنو او سياست په برخو کې پلوراليزم او مدني ټولنه ددې عملي امکانات ايجاد کړي چې د ټولنې په کار او د سياست په کار کې د هر ځانگړی وگړی د خپلواک گډون له فرهنگ او کلتور سره مرسته وکړي او دا به همدارنگه په ټولنه کې د خپلواکو وگړو او د هغوی د خپلواک شخصیت له چارې سره مرسته وکړي. يوازې خپلواک وگړي چې له خپل عقل او خرد څخه د کار اخستلو وړتيا لري کولای شي ځان او ټولنه له قوم پرستې، سکتريزم، شوونيزم او بنسټ پالنې څخه وژغوري. د بشريت د دريو وروستيو پېړيو تجربې په ډېره څرگنده توگه دا حقيقت څرگندوي چې له خپلواکو وگړو پرته نه خپلواک ملت او نه خپلواکه ټولنه جوړېږي.
خپلواکي د هر ځانگړي وگړي له خپلواکۍ څخه پيل کيږي. په بل عبارت خپلواکي له فردي ازادۍ څخه پيل کيږي. د يوې ټولنې ازادي د هغې ټولنې د وگړو د ازادۍ په معيار سنجول کيږي او هر څومره چې د وگړو ازادي پراخه وي په هماغه اندازه د ټولنې ازادي هم پراخه ده. د ټولنې ازادي د يوه ځانگړي وگړي په ازادۍ کې تضمين پيدا کولای شي .
دستګير خروټی