نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د خالد هادي يو آزاد شعر ( د ډېورنډ کرښه )
کټوازی
26.04.2006
[color=blue:8a3e674efb]
دډېوړندکرښه
دادډېوړند په زور تپلې کرښه
دا د پښتون تر زړه وتلې کرښه
دا ورور له وروره بېلولای نشي
دا پښتنه مينه ویشلاې نشي
داد انګريز د نفاقونو لومه
دا د پنجاب د پلانونو لومه
چي يو وجود غوندي سړي بېلوي
څوک په غلجي او دراني بېلوي
زما په کور کي چي دا اور بلېږي
زما يتمان چي کور په کور ژړېږي
زما پر سر چي دا بمونه اوري
زما جنازې چي لور په لور ي دورومي
څوک مي په نوم د ترهګر يادوي
څوک مي بې علمه ټول ټبر يادوي
څوک مي وياړونه حماسې ورانوي
څوک مي د پلار نيکه شملې ورانوي
د ټولو جړ دی دا بدنامه کرښه
راځئ چي پاکه کړو تمامه کرښه
يو به کړو واړه لر او بر پښتانه
چي شي راټول پر يو ټغر پښتانه[/color:8a3e674efb]______________________________
داد پښتون تر زړۀ وتلې کرښه !
خدای دې زموږ د شاعر قلم تاند او فکر څپاند لري چې د خپلې ټولنې پر هر درد يې ژړلي او نور يې هم له ځانه سره ژړولي ، خو زموږ شاعر بايد موږ يوازې و نه ژړوي او له خپله شعره دې يوازې ملي وېرنه او مرثيه جوړه نۀ کړي ، پکار ده چې د رملنې چاره يي هم د عصر او زمان له مخې وګوري ، څو يي خپله ټولنه بې ځايه او بې وخته رهبري کړې نۀ وي ،
د دې سرېزې له مخې که د ګران خالد جان هادي دا پاس شعر ته وګورو ،نو که څۀ هم چې زموږ د غمجنې او دردمنې ټولنې يو ډېر ښۀ انځور وړاندې کوي ، او زما خو يي دا بيتونه بيا لا خوښ سول چې ،
[color=blue:8a3e674efb]دادډېوړند په زور تپلې کرښه [/color:8a3e674efb]
[color=blue:8a3e674efb]دا د پښتون تر زړه وتلې کرښه
دا ورور له وروره بېلولای نشي
دا پښتنه مينه ویشلاې نشي[/color:8a3e674efb]
او دا يي :
[color=cyan:8a3e674efb]څوک مي په نوم د ترهګر يادوي
څوک مي بې علمه ټول ټبر يادوي[/color:8a3e674efb]
خو داچې پۀ پای کې خپلې ټولنې ته بې وخته د پاڅون ږغ کوي ، ځکه يو وارې بيا هم بايد ووايو چې زموږ دشاعر پر شونډو بايد يوازې ملي مرثيې زمزمه نۀ شي بلکې لکه چې وايي شاعر د قام او ملت سترګې وي ،بايد سترګې مو و اوسي ،او مخکې له دې چې ټولنې ته ږغ وکړي ،بايد ټولې خواوې ښې وګوري او د ټولنې پۀ رهبري کې دې د ټولنې د يوۀ مسؤل او حساس فرد پۀ توګه د شاعرانه احساساتو تر سيوري لاندې نه راځي !
پۀ دې هيله چې زما پر دې ګوډه ماته تبصره د چا خاطر دروند نۀ شي !
يادښت :
[color=cyan:8a3e674efb]که څۀ هم چې دا موضوع بايد د پښتو ادب او ګرامر پۀ فورم کې مطرح شوې وای ، خو موږ يې ځکه دلته را اخلو چې زموږ د ټولنې د نننيو شرايطو پۀ رڼا کې پرې بحث و کړو ! [/color:8a3e674efb]