نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خوستۍ خور ته
Pan-Islamist
23.04.2006
[size=18:32a6690b20]ګراني خوري ![/size:32a6690b20]
[color=red:32a6690b20]يادښت :
دوه شپې وړاندې د خوست ديعقوبيو ولسوالۍ هغه ميرمن چې لور يې په روغتون کې زېږدلې وه او کورته په لاره وو ، امريکايي سرتېرو پرې ډزې وکړې او دغه نوې زيږدلې نجلۍ ( چې لا يې يو ساعت هم دنيا کې نه و تېر کړى ) ، دهغې مور او څو تنه نورې ښځې يې ټپيانې کړې . [/color:32a6690b20]
خپل خپلوان به تاته دمبارکۍ په تمه راغلي وي، هر کله يې چې ستا په ټپي غېږه کې ټپي ماشوم ليدلى وي ، نو پوښتنه به يې په ستوني کې وچه شوي وي .
ته به هم دهغوى په پوښتنه پوه شوې يې ، خو ځواب به درسره نه و، يوازې دلورکۍ په ټپ به دې زخمي شونډې اېښي وي او بيا به دې داسې کريکې وهلي وي چې بې له ويشتونکو به يې دټولو زړونه رېږدولي وي .
خوري !
کله چې سرو ګوليو ستا په وړې لور خوله ښخه کړي وي او کله چې دې خپلې تودې وينې په بدن حس کړي وي ، حيرانه شو ې به يې او سترګو ته به دې ټول هغه کړاوونه درېدلي وي ، چې تا دمور کېدو په تمه ګاللې وو.
خوري !
تاته به مو ږ وروڼه ډېر بې همته ښکاره شوي يو ، ځکه په دومره وروڼو کې ستا دښمنانو ته چا ځواب ورنه کړ.
په سترګو کې به دې دناهيلۍ اوښکې ځليدلي وې .
خوري !
ته خبره يې ؟ مو ږ د بې شپانه رمې په څېر يو. هر ليوه راباندې خوله سره کوي ، تا وانه ورېدل ؟ ستا په کونړيو وروڼو دغره وږي زمري ( *) ورميږونه مات کړل او لا غړمبېږي .
زما ټپي خورکۍ!
تاته به دوېني له هر څاڅکي توېدو سره ، هغه ورځ در په زړه شوي وي چې دکليوالۍ دود خلاف او سړه هواکې له کوره ووتې،خپل مشر او نماينده ګان دې وټاکل .
خو هغوى اوس ستا چيغې وانه وريدې او نه دې کړيکې احساسوي ، هغوى خپلې څوکۍ ترلاسه کړې.
خورې! له خپل مشره ګيله مه کوه، دهغه په خوله په پلازمينه کې له سړکونو تيږي لرې نه شوې.
خورکۍ!
دلته هر څه شعار دى، تا باندې هغه چا شاژورونه تش کړل چې ځانونه دښځو دحقونو مدافعان بولي .
زما ټپي خوري !
ډېر څه مې زړه کې دي ، خو نور درنه شرمېږم . په خيال کې دې هم نشم کتى، ماستا ويشتونکيو ته هېڅ ونشو ويلى.
خير دى ،ومې بخښه ، موږ هسې ژوندي ښکارو، له پخوا وژل شوي يو او له مړو ګيله نه ده پکار.
ګرانې خورې!
زما له خوا خپله ټپي لورکۍ ښکل کړه، په سر يې لاس کش کړه او ورته ورو ووايه (( داوخت به هم تېر شي )) .
*:دغره زمري دهغو عملياتو نوم دى چې دامريکايي ځواکونو په مشرۍ کونړ کې پيل او تېره اوني په کې اوو تنه ملکي کسان ووژل شول .
[size=24:32a6690b20]او يو شعر[/size:32a6690b20]
ربه پوښتنه کوم
خدايه ! بنده دې يم بخښنه غواړم
يو څو پوښتنو اجازت راکوې؟
پرون زما په خويندو ډزې وشوې
وړه خورکۍ يې راته وويشتله
دې ظالمانو ته دې هېڅ ونه وې؟
ربه!
بنده دې يمه ، ځار شم درنه
کاشکې له سره دې خلق کړى نه واى
زما له خويندو وينې دارې وهي
زه پر قاتل لاس جګولى نه شم
خدايه!
وږي ليوان مې په هډ چک لګوي
خالي رګونو کې مې ساه خوځيږي
زه ورته ګورم دوى شخوندونه وهي
اخر په راز د داسې ژوند مې پوه کړه؟
خدايه ! بصير يې، هر څه خپله وينې
په خپل کاله کې راته خور ووېشته
وړه لورکۍ يې غېږ نه پرېوتله
اخر په مونږه داسې کېږي څله؟
ربه! دردونه مې له حده زيات دي
بخښنه غواړم ګستاخي مې وکړه
دخورکۍ چيغو رانه عقل وړى
ماليوني باندې حساب مه کوه !!!
د وري ٣٠ مه کابل
پاچاخوستي
23.04.2006
نعمان دوست دليکنې په اړه
دخوستۍ خور په غم
څومره چې ته دغې دنياته دراتلونکي ماشوم په هيله خوشحاله وې هغومره ستاخپلوان اوکليوال خوشحاله وو.٠خودمواکرسي په نوم راغلي انسان خواره په دغه نه پوهيدل چې دافغان وطن په غيږکې چې هره مورخوراولاددنياته راوړي داټول يوشان انسانان دي لکه په لندن اونيويارک کې چې پيداکيږي داټول دادم اولاده ده په لږتفاوت سره څوګ عيسوي مذهب دي څوګ کاتوليک ،څوګ هندوان اوڅوګ دريښتيني دين څښتانان يانې مسلمانان دي خودموردګېډې نه چې هره ورځ پيداکيږي هغه انسان دي اودادم اولاده ده٠ نوګرانې خورې !
ستازخمي ماشوم اوته زخمي خورې دهغومشرانوقربانې شوې چې دپښتانوسترپيتخت يي دستر قندهارنه کابل ته راوويست هغوي دخپل پلارنيکه لاره بدله کړه ٠
اوپه غلته لار روان شول اودا اوسني مشرهم ددوي داولادوڅخه دي يادغوهغوي ته ويلي دي اوياهم ورسره همغږدي چې مړه کي پښتانه که په کنړونوکې وي که په زابل کې وي که په هلمند،خوست اوقندهارکې وي ځکه چې دغه مليت يانې دافغان ملت غلامي نه ماني ٠ نوځکه ګرانې خورې ستااوستاماشوم باندې ډزې کوي نوګرانې خوستۍ خورې موږستااوستادزخمي ماشوم پرسر اوښکې توياوو٠اودالله پاک دربارته دوعاکوو٠
چې دادموکراسي ټيکادران دبشردحقوق په نامه ډمان دښځودحقوقوسربلارهبران زمونږپه ژوند چې موږژوندي وو، ويي شرماوي
په درناوي خ،پ،
Ghairat
23.04.2006
((ستازخمي ماشوم اوته زخمي خورې دهغومشرانوقربانې شوې چې دپښتانو[color=white:f94abd332f]ستر[/color:f94abd332f]پيتخت يي [color=yellow:f94abd332f]دستر[/color:f94abd332f] قندهارنه کابل ته راوويست)) .
د سترې بلا په ستر غم اخته شوی ستر انده وروره د ستر زړه له تل څخه درسره په دغه ستر وير کې ستره ونډه اخلو او د ستر ې خواخوږۍ او تسليت ستر مراتب وړاندې کوو . الله تعالی دې ستر اجرونه درکړي او خدای تعالی دې نور له ستروغمونو او سترو پيښو څخه په خپل ستر امن و آمان کې وساته ! امين يا رب العلمين !
زرملوال
23.04.2006
محترم پان اسلاميست وروره لطفا د(بي عنوانه )عنوان ته
يوځل سر ورشكاره كړه