نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د نوې کابينې
ehsas
20.04.2006
ګرانو سلامونه وړاندې کوم، بيا
اوسنئ ولسي جرګه که هر څومره هم د انتقاد وړ وي (په مختلفو دلايلو٠٠٠) خو بيا هم د نوې کابينې څخه ئې هغه اشخاص وڅنډل کوم چې په پټه او ښکاره ئې پښتني ضد او افغاني ضدسياستونوته لمن وهله، رهين ،فرهنګ ئې مشهور دي خو د ميرمن صبحرنګ په هکله هم وئېل کيږي چې ګڼي په اداراتو کې د "ايراني کولو" پلوئ دې وي، او ان په خپله هم په ايراني لهجه او اصطلاحاتو غږيږي، لکه پدرام٠
دا به وکيلانو ته جوته شوي وي، چې هرڅومره هم که په مطبوعاتو او ډلنېورسانو کې د خراسانيت،" افغانستانيت" او داسې نورو .... تيوري ګانې خپريږي، بيا هم دغه
هيواد د افغانيت پر بڼسټ ولاړ دۍ او افغان ئې د ملا تير دۍ٠
که دا واقعيت نفی شي، نو اصلا دغسي يو هيواد ، په دغسې ژبنيز او توکميز ترکيب
هيڅ هم وجوداو شتون لرلاۍ نشي، ......
پورتني توطئې او سياستونه طبعا چې د يو واحد افغانستان په ګټه ندي، پښتنو ته
هم مفيد ندي، خو دا پوښتنه هم ضرور ده :
ايا پاړسيوانو، هزارؤو، ازبکو او نوروافغانانو ته ګټه لري؟
او که يوازې د ځينو بهرنيانو هغه هم دهغود غلطو سياستونو دلنډمهال بري په
خاطر خپل د پلرني هيواد په تقدير لوبې کول دي٠
نو ځکه د وکيلانو ډيرکۍ د همداسې حساسو مسايلو په درک سره ونشو کړاۍ چې
رهين، فرهنګ او.... ته د تائيد رايې ورکړي٠
دا ځما اخيستنه ده، نور ملګري په کې څه نظر لري؟
په درنښت
احساس
zwaan_pashtun
21.04.2006
سلامونه ګرانو دوستانو ...
هر هغه څوک چی د دی وطن د تباهی لپاره لستوڼی رانغاړی ، پای به یی لکه د سید مخدوم رهین وی ..... :wink:
نور
21.04.2006
[quote:1b94181504]هر هغه څوک چی د دی وطن د تباهی لپاره لستوڼی رانغاړی ، پای به یی لکه د سید مخدوم رهین وی [/quote:1b94181504]
زما په نظر خو د دومره ډيرو کلو وروسته، هغه هم د برملا چور او چپاول او بحرانی کلونو وروسته د وزارت له مقامه د يوه وزير لرې کيدل يوه عادی او نورمال خبره ده.
دا به نو بيخی د شرم خبره وای که رهين او فرهنګ د خپلو ټولو ناکاميو سره سره بيا هم بيرته وزيران شوی وای.
د وړاندې شوی کابينې څخه د پارلمان له خوا د څومحدودو کسانو نه منل د امريکايانو له پاره هم په افغانستان کې د اوسنۍ وارداتی او نيم ژواندې مصنوعی دموکراسۍ د بيلګې په توګه يوه ورځنۍ اړتيا وه او ده.
ښه خو به دا وای چې د وړاندی شوی کابينې له نيمايی نه زيات هغه کسان چې مخکې يې وزارتونه کول او په کارو کې بريالی نه ؤ، هغوی ټول رد شوی وای. هغوی په تيرو کلو کې خپل توان او استعدادونه وازمويل، او س بايد نورو ته موقع برابره شوې وای.
د رهين د لرې کولو له ډيرو ممکنو علتونو څخه يو علت هم له ايران سره د هغه ښې اړيکې کيدای شی. څرنګه چې اوس د ايران او امريکې پرابلم زياتيږی او ددې امکان هم شته چې امريکا په ايران نظامی حمله وکړی، نو په افغانستان کې بايد داسې څوک دده ځای ونيسې چې د ضرورت په وخت کې د امريکا په ګټه د زړه له اخلاصه تبليغ وکړی، نه داچې د ايران په طرفدارۍ امريکا او د هغو پلانونو ته مزاحمت وکړی.
کابینه ...
منتظرمسید
21.04.2006
ګرانوهیوادوالو!
زماسلامونه اوښې هیلې هم ومنئ.
داچې دولسي جرګې استازودرایوپه ډیري سره هغه دچاخبره معلوم الحاله دوه وزیران : مخدوم رهین اوفرهنګ ردکړل ،یوبری ګڼلې شو،خودومره لوی نه ،بلکې که خدای وکړي دلاستروبریوپیل به یی وبولواوهیله به ښکاره کړو چې ددغودوو خرڅ شویووزیرانوته ورته ددوی دلارې ملګري ،چې له بده مرغه نن ورځ په ښکاره اوجوته توګه ،پداسې حال کې چې نه خویی له چاویره شي اونه هم حیا، دهیواد او هیوادوالودګټوپه خلاف کاراوفعالیت کوي ،هم درهین اوفرهنګ غوندې ،دچارو ایسته شي اونورورته دا اجازه ورنکړه شي چې دپردولپاره چوپړ وکړي .
دلته یوملګري لیکلي ووچې ایاددغسوکسانوکړه وړه به نوروقومونوته هم ګټه ولري .زماپه انددرهین ،فرهنګ اوپدرام غوندې کسانوهلې ځلې چې غواړي پاړسي په افغانستان کې ددري اودپښتودځنواصطلاحاتوپه ځای مروجه کړي ، دومره زیان پښتنوته نه رسوي ،لکه څومره یی چې پخپله پاړسیوانواودهغوی ژبې ته رسوي ،ځکه چې دري چې دافغانستان دپاړسیوانویاتاجکوژبه ده ،ځکه دري ده چې پاړسي نه ده یاني هغه دپاړسۍ سره په ځنې لغاتوکې توپیرلري ،اودانشګاه ته پوهنتون وايي ،خوکه هغه ته دانشګاه ووايي نودپاړسۍ سره یوالی اوورته والی پیداکوي چې ددې لامل ګرځي چې نوره دري په پاړسي واوړي اوله منځه لاړه شي ، اوهغه ده چې بیابه زموږپه هیوادکې دیوې پردۍ ژبې یاني پاړسي درسمیتوب په اړونددوګړو سره هرومرویولړپوښتنې راولاړې کړي ،اوس خودري دافغانستان اکثریت وګړو ځکه درسمي ژبې په توګه منلې ده (سره لدې چې هیڅ حق ددې نلري چې رسمي واوسي ) ،چې هغه زموږدهیوادوالوکه څه اقلیت دی ،ژبه ده .خودپدرام ، رهین ،فرهنګ اوهغوته ورته هیوادوالو!! دعقل دروازې تعصب تړلې دي . پښتواو پښتنوته ځکه زیان نلري چې که پدرام اورهین پوهنتون ته دانشګاه هم وایی ،پوهنتون بیاهم پوهنتون دی اووي به ،ځکه چې دافغانستان غوڅ ډیری یااکثریت به بیاهم ورته پوهنتون ووايی ،موخه مې داده چې داچې پښتانه ورته پوهنتون وایی دابسنه اوکفایت کوي .
اصلاخبره په پوهنتون کې نده .خبره په دې کې ده چې زموږدغسې هیوادوال لکه پدرام ،رهین ،فرهنګ اودوی ته ورته کسان ولې دپردوګټوته دخپل ولس او هیوادپرګټوترجیح ورکوي ؟؟!!.کیدای شي دغه ویاړلی هیوادچې دغه سیمه یی پرتاریخ ویاړي ددوی لپاره خپل نه وي اوخپل اصلي ټاټوبی به هغه بولي چې ورته چوپړکوي .
نووروڼودناروغۍ تداوي هغه وخت بشپړه اوکامله وي ،چې دهغې جرړې وایستل شي ،اوسړی په راتلونکي کې ورنه ځان وساتي .داسې به سل زررهینان اوپدرامان تیراوبیرشي ،خوموضوغ اومسله به هغه وخت اواریږي چې دوی ورته زموږ نورووطنوال پدې پوه شي یاسمه به داوي چې ووایم ومني اواعتراف وکړي (ځکه چې پوهیږي خو،امااعتراف نکوي )چې پښتوپه افغانستان کې داکثریت ژبه ده اوهغې ته باید ه دي چې درناوی وشي اوزده یی کړي ترڅودډموکراسۍ اصول هم پرځا ی کړي اوځانته دسرخوږهم جوړ نکړي .
په درناوي