نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په هېواد کې لا جګړه روانه ده
ملګرئ
15.04.2006
په افغانستان کي د جګړې اور لا بل ساتل شويدئ . او داسي برېښي چي لا يې نور هم د پای ته رسېدو څرک نشته .څه فکر کوۍ چي اوسنۍ روانه جګړه :
د جهل او پوهي تر منځ جګړه ده ؟
د اشغال او خپلواکۍ ترمنځ جګړه ده ؟
زموږپه هيواد کي د بهرنيوهېوادونو د ګټو د نامناسب وېش تر منځ جګړه ده؟
او که بل څه . تاسو څه فکر کوۍ؟
په درنښت
Re: په هېواد کې لا جګړه روانه ده
pattang
15.04.2006
وروره ډير ښه او مهم ټکی دې ياد کړی دی ، دريتوريک له سوړو ، اوږدو تکراري ليکنو اوچټياتوڅخه يې تيريږم ځکه چې وخت ضايع کيدل دي ٠.
لنډ:
- د اشغال او خپلواکۍ ترمنځ جګړه ده :
پښتانه په خپل کور کې بنديان دي ازادي نلري.
په پښتو ژبه او پښتني کلتور دکرزي د کابينې پښتانه شرميږي ٠
پښتنوته چا حق ندی ور کړی دپښتون په ژبه او کلتور خلک ملنډې وهي ٠
پښتنوته څوک دحق قايله ندي ، يواځې دبيناموسي او مخبري په دود استعماليږي ٠
ګټې نورو وکړې رنګه دپښتون بده شوه .
امريکايان نورو را وستل ، مري پکښې پښتانه .
پښتنوڅه وخت د نړۍ په کوم ګوټ کې ترور کړی دی ?? چې هيواد يې اشغاليږي ?
مړه د ې وي اشغالګران او دګوډاګي کرزي بيکاره اوغله کابينه .
سوله او ارامي به هلته راځي چې پښتون مليت ته خپل حق ور کړل شي او يايې
په خپل زور واخلي .
دپښتنو دبيداري اوسياسي شعور په هيله پتنک
[quote="ملګرئ"]په افغانستان کي د جګړې اور لا بل ساتل شويدئ . او داسي برېښي چي لا يې نور هم د پای ته رسېدو څرک نشته .څه فکر کوۍ چي اوسنۍ روانه جګړه :
د جهل او پوهي تر منځ جګړه ده ؟
د اشغال او خپلواکۍ ترمنځ جګړه ده ؟
زموږپه هيواد کي د بهرنيوهېوادونو د ګټو د نامناسب وېش تر منځ جګړه ده؟
او که بل څه . تاسو څه فکر کوۍ؟
په درنښت[/quote]
Ajab
15.04.2006
دا د غلو په خپل منځ کې جګړه ده چې اوسنۍ نده بلکې د ډېر وخت نه راروانه ده. البته نوم يې کله د روسانو، کله د جهاديانو، کله د طالبانو او کله د امريکايانو شي. ټول په خپل منځ کې يو بل ته غله دي.
په هېواد کې لا جګړه روانه ده
ملګرئ
15.04.2006
ګرانو ورڼو پتنګ صاحيب ، عجب صاحيب او نورو لوستونکو ته سلامونه وړاندي کوم !
پتنګ صاحيب ستاسو په ليکنه کي يوه نوې خبره دا وه چي ګويا دا جګړه د هېواد د خپلواکۍ لپاره ده خوزيات بحث پر دې شويدۍ چي په هېواد کي دننه د ميشتو وګړو تر منځ د بېعدالتۍ له امله هم روانه ده . پښتنو ته حق نه دئ ورکول شوئ .
وروره ! زه د دې خبري لپاره يو څه تفصيل ته اړ يم او هغه دا چي : ستاسو په فکر په اوسنۍ واکمنه اداره کي پښتنو ته واک لږ رسيدلۍ دئ او که په ټوليزه کي د پښتنو د هيواد واک د پرديو لاس ته ورغلۍ دي . زه فکر کوم چي دا دوې خبري يوڅه وضاحت غواړي ، او يو له بله توپير هم لري .( يوه هيله هم لرم چي که په ليکنو کي د ناوړه کليمو د ليکلوڅخه ډه ډه وشي ډيره به ښه وي . هر يو به خپل خيال يو او بل ته ليکو اود يوشمير کسانو څخه خپله ناخوښي د ناوړه کليمو د کارولو پرته په نورو کليمو او جملو کي هم بيانولای شو . دا مي هيله ده )
ګران ورور عجب صاحيب بيا داسي انګيري چي ګويا دا د غلو ترمنځ جګړه ده چي کله په يوه نوم او کله په بل نوم روانه وي . زه نه پوهيږم چي د ورور هدف د کورنيو غلو او بهرنيو غلو څخه دئ او که يوازي همدا کورني غله ملامت ګڼي . خو تر دې وړاندي د يوې بلي خبري يادونه بايد وشي چي ، ښايې زيات شمير کسان په دي باور ونه کړي چي دا يوازي د غلو تر منځ جګړه ده ، ځکه چي دلته هېوادوال او نړيوال او د هغو سره سياست او کلتور هم ورګډ دئ چي له پامه نه شي وتلای .
په درنښت
په هېواد کې لا جګړه روانه ده
ملګرئ
16.04.2006
درنو ورڼوسلامونه مي ومنئ!
د هغو لاميلونو بر سېره چي پخوا يادشويدي ، لکه :
د جهل او پوهي تر منځ جګړه ده ؟
د اشغال او خپلواکۍ ترمنځ جګړه ده ؟
زموږپه هيواد کي د بهرنيوهېوادونو د ګټو د نامناسب وېش تر منځ جګړه ده؟
دوه نور لاميلونه هم ور زيات شول چي :
--په وطن کي د مېشتو وګړو حقوق په متناسب ډول نه دي ورکړل شوي .
-- د غلو ترمنځ جګړه ده يا په بله مانا اقتصادي جګړه ده .
خو کوشان ورور يوه بله په زړه پوري خبره کړيده او هغه د افغانانو ډار د بدلون او اوښتون څخه . که چيري دا د جګړي يو لاميل وګڼو نو داسي بريښي چي ګويا د بدلون په وړاندي د سکون مقاومت دۍ .
که داسي فر ض کړو چي داسي ده نو لومړۍ بايد هغه بدلون او هغه سکون چي خپل تر منځ يې دا جګړه روانه کړېده وپيژنو.
په تېرو څه ناڅه ٢٥ کلونو کي جګړه روانه ده او په دې ترځ کي د جګړې خواوي اوښتي را اوښتي دي چي بيلګي يې رايادوم:
---د خلقيانو او اخوانيانو تر منځ جګړه ( خلقيانو د بدلون هڅه کول او اخوانيانو يې د مخنېوي لوري ته ودانګل )
--- د پرچميانو او مجاهدينو تر منځ جګړه ( پرچميانود شورويانو په مرسته د پخوا ني پيل شوي بدلون دوام غوښت او مجاهدينو د غربيانو په مرسته د بدلون مخنيوۍ او له هېواده د شورويانوايستل غوښتل )
--- د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال په خپل مېنځي جګړو کي د سېموهيوادونود ګټو تر منځ د پخواني شوروي يا ورستۍ روسيې ، ايران او هند او په بل لوري د پاکستان ، عربي هيوادونو او لويديځوالو د ګټو تر منځ جګړه ( هغه مهال افغاني ډلي د وسېلې په توګه وکارول شوې ) په دې جګړو کي د بدلون او سکون تر منځ د جګړې څرک نه برېښي .
--- د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په جګړه کي ښکيل ځواکونه دواړه لوري د سکون پلويان وه په هغوجګړو کي د نوښت او بدلون پلويان شريک نه وه . ( دا جګړه هم د پرديو د ګټو د تامين لپاره جګړه بللای شو .)
--- اوسمهال جګړه هم د شکل له مخي د بدلون او سکون جګړه ده خو د محتوای له اړخه بايد ورته زيات پام وشي او بيا د جګړې نوم ورکړل شي چي کوم ډول جګړه ده ، ما له همدې جهته دا پوښتني را يادي کړيدي چي دا روانه جګړه کوم ډول جګړه ده ؟
په درنښت
Ahmed Zaki
17.04.2006
ښاغلی ملګری، اومحترمو لوستونکو! السلام عليکم
کمنستانو به خپله جګړه د(ارتجاع سره دمبارزی)دشعار لاندی په خلکو تپله٠
ښه شوچې اوس داد اتجاع سره مبارزه په( سکون) بدله شوه دا په خپله يو پرمختګ دی که څنګه ؟
سکون يعنی دحرکت ضد، سکون پرته دخارجی عامله منجمد وی نو دسکون سره
جګړه کيدی شی ؟
او که سکون دمتحرک عواملو په ګډون په مثبته او يا منفی توګه په حرکت
رااړولی شو ؟
که داسی وی دا دسکون اوپرمختګ ترمنځه جګړه نده٠
تاسو څه فکر کوی؟
په هېواد کې لا جګړه روانه ده
ملګرئ
19.04.2006
دوستانو سلام ، ښې چاري!
خوښ يم چي يو شمير دوستان په دې بحث کي برخه اخلي ، او په ځانګړي توګه په دې خوښ يم چي په ليکنو کي د کلام عفت په بشپړه توګه ساتل کيږي . په دې هيله چي همداسي دوام وکړي .
دا سرليک مي د دې لپاره ټاکلئ دئ چي د دوستانو له خوا هغه ټول لاميلونه را ياد شي چي په هيواد کي د رواني جګړې شکل او محتوی را وپيژني . ښايې يوشمير داسي لاميلونه وي چي په مخامخ توګه به د لاميل په توګه نه ښکاري خو په مضمن ډول به د جګړې داسي فکتوراو بنسټيز لا ميل وي ، چي يادول يې ضروري دي . د بيلګي په توګه يو شمير دودونه او پر ټولنه د واکمن کلتور يو شمير خواوي .
د ښاغلي ذکي صاحيب څخه مننه چي د کليمو ترکيب او افادو ته يې پام اړولئ دئ ، دا ښه خبره ده چي پښتو کليمي او مفاهيم پر خپل ځای وکارول شي ، دا حقيقت دئ چي د سکون مانا د محافظه کارۍ سره سمون نه خوري ، خو ما هلته د جملې د ښکلا په نيت سکون د بدلون په مقابل کي استعمال کړيدئ .د سکون او محافظه کارۍ ترمنځ ورته والۍ شته خو بشپړ يوالۍ نه لري ، دا به زه په ورين تندي ومنم چي تېروتنه ده . خو د دې خبري بل اړخ دادۍ چي د سکون مانا چي د محافظه کارۍ سره ورته والۍ لري همد ا سي يې مانا د ارتجاع سره هم ورته ده . ارتجاع عربي کليمه ده چي ريښه يا مصدر يې (رجع ) دئ (او ارتجاع ثلاثي مزيد سه حرفي دئ ) مانا يې بيرته را ګرځېدل دي . دا کليمه په سياسي مباحثو کي د بدلون پر خلاف ډلو لپاره کارول کيږي ، هغه چي نوښت او بدلون بيرته پر شا ګرځول غواړي هغوۍ ته ارتجاعي ځواک يا ډله وايې . ځکه د خلقيانو پر مهال دا کليمه ( ارتجاع ) زياته کارول کېده ، چي هدف يې د بدلون مخنيونکي ډلي يادول وه . اوس هم همداسي ده . دسکون کليمه چي د ارتجاع پر ځای راغلې ده ، د دې مانا پر مختګ نه دۍ يوازي د لغت بدولون دي ، چي ما يې پړه ومنل .
اوس مي هيله دا ده چي دوستان وليکي چي د يادشويو لاميلونو تر څنګ نور کومو لا ميلونه شته چي دا جګړه را وپيژني او يا په بله وينا نور کوم نومونه شته چي د دې جګړې لپاره استعمالېدای شي ؟
په درنښت
Ahmed Zaki
19.04.2006
محترموورونو ټولو ته دزړه له کومی سلام اواحترم،
زموږ په ګران هيواد کې په خاصه توګه او دنړی په ډيرو هيوادوکې په عامه
دجکړو اساسی عوامل تل پهرنی عوامل ګڼل کيږی اوپه اوسنی حالت کې هم
ترټولو عمده رول لوبوي ،ولی دا په دې معنی نه چې داخلی اسباب دي موجود
نه وي ،
داخلی اسباب په دوه وبرخو بيليدی شی يو ه هغه برخه چې په بهرنی
عامل کې خپله مادی او معنوی ګټه ويني او بل هغه قاطع اکثريت چې د ټينګو
محلی کلتوری ،اودينی شعايروپه لرلو سره بهرنئ عامل
ورته نا اشنا اوپردئ ښکاری ،
زموږ په هيواد کې چې ډير لری لاړ نشم دانګريزانو دلمړی تجاوز نه تر اوسه
همدا حالت دی اوعام وګړی ئې تل دفاع ته مجبور کړي٠ دفاعي حالت هيڅکله هم
لاس برئ موقف نوي٠
مکررو جګړو اواستبدادی حکومتود هرراز فکری ،اوعلمی طبيعي
پرمختګ اوودې مخنيوي کړئ اودفکری او علمی ازادی مخنيوي اوس زموږ په
ټولنه کې دود ګرځيدلی٠ ترهغې چې دادود لمنځه ولاړ نشې او سياست ددين څخه بيل نشې داستونځه
به تل موجوده وي٠ او ملت به تل دفاع ته اړوي٠
اوبل دموجوده نړيوالوقوانينو مغشوشيت، اوپه نړی کې ديؤ پياوړی او ديموکراتکه
نړيوال اورګان نشتوالی ،(يعنی داوسنی ملګو ملتو ضعيفه اداره )،اوزموږ خپل جيوپليتک موقعيت هم ددي جګړو بل ستر عامل کيدشی ٠
چې په لنډه ووايم ددې عواملو په موجوديت کې ديوه پياوړي مرکزی حکومت
منځته راتګ هم اسانه کار ندئ٠ نو په دي توګه کمزورئ مرکزی حکومت
هم په داخل کې دجګړو درامنځته کيدو بل علت ګڼلئ شو٠
په درناوی