د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تنګ نظري بې دليله وي

Ajab
10.04.2006

څو ورځې د مخه د ټول افغان په يو بحث کې ښاغلي پتنګ زما د يوې خبرې د ځواب راکولو سره سم راته په شخصي ليکنه کې لاندې خبر رالېږلى و چې هدف يې ماته دا ښودل و چې افغانستان بالکل وران ويجاړ دى او هيڅ د جوړېدو تمه ترې نشي کېدلى. دغه ډول خلک او د دغه فکر لرونکي خلک لږ ندي چې تل منفي او د ورانۍ سوچ کوي او د اوبو نيم ډک ګيلاس ته تل نيم تش ګيلاس وايي. دوى تل دا کوښښ کوي چې هېوادوال وډاروي، وترهوي او هېواد ورته دوزخ وښايي. په داسې حال کې چې د طالبانو د وحشت او د مجاهدينو د بربريت دور ته "امن" وائي.
ما د ښاغلي پتنګ د هغه شخصي پېغام (چې په اصل کې يو خبر و) ځواب ورکړ خو، لکه د هر کله پشان چې تنګ نظره خلک هيڅ معقول او مضبوط دليل نلري، هغه ماته زما د خبرې ځواب تراوسه رانکړ. نو راځئ دغه خبرې تاسې هم ولولئ او قضاوت وکړئ:
د [url=http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2037] دې سپين سترګۍ ته به څه ووايئ؟ [/url] په بحث کې ښاغلي کوشان ليکلي وو:
[color=red:062607fc44]ښاغلی پتنګ ؛ خفه نشې خو د ليکنو نه دې ښکاري چې ډير بېصبره يې او غواړې چې کله سهار د خوبه پاسېږې ، ټول شيان هغسې شوي وي چې تايې په خوب ليدلي وو .[/color:062607fc44]
ما (عجب) ښاغلي کوشان ته ليکلي وو:
[color=white:062607fc44]هاهاهاهاها رښتيا دې ورته وويل. چې د طالبانو، القاعده او نورو دله ګانو په لاس افغانستان ورانېدۀ او ورانېږي نو دوى ورته اتڼ هم کوي او باجې هم غږوي. بيا د خوشالۍ نه دومره مست وي چې اتڼ او باجې ورته بې ديني هم نه ښکاري خو چې هېواد لږ غوندې پرمختګ وکړي او يا پکې څه ښه والى راشي نو بيا په خپلو جامو کې "په تنګ" شي او اپلتې ويل شروع کړي. هر کار او هر عمل ته په منفي سترګو ګوري. مثبتې سترګې يې بېخي ړندې دي.[/color:062607fc44]
په هماغه بحث کې ښاغلي پتنګ وليکل:
[color=red:062607fc44]عجب صيب له عجايبو سره ستړی مشې سلامونه !
وروره مونږ چې اتڼنونه کول نوته چېرې ولاړ وې چې د مونږ سيل دې کاوو خو البته تاسوته هم زمونږ اتڼ خوند درکاوو ? اوکه نه چېرې مو پټه دنده پردې برخه لرله اووظيفه در کړل شوی وه ؟ ظالمه مونږ ته دې ولې نصېحت نکاوه??٠
وروره !
طالبان هغه وخت راغلل کله چې دغو جنګي جنايتکارانو ، غلو ، فاسدو ، بي کارو
په کابل کې 50000 افغانان مړه، دکابل ښار وران او دسکنجې او وږنې نوي مېتودونه ( لکه رقص مرده ، دښځو سره زنا ، تي پرېکول ، دهلکانو سره ودونه ٠٠٠ ، اودافغانستان وېشل په مليتونو باندې ٠٠٠ ) چې اوس د ګوډاګي کرزي په کابينه
،سينا او شورا کې ناست دي او د اشغالګرو له خوا په دالرو اخستي او حمايه کيږي ،وروسته له کمونستي رږيم ځخه ونشواي کولی چې يوملي دولت جوړ کړي٠
طالب که هر څرنګ وو خودافغانستان يووالی يې وساته ٠ اوس خو هر څوک هر څه وايې خو حقيقت چاته ندی مالوم او دخلکو سترګې په دالرو سرې شوي دي٠
په طالب پسې بد وويل په افغانستان کې ، په طالب او اسلام پسې بد وويل
اوپروپاګنده په غرب کې ورځنی شعارونه ګرزېدلي دي اوغربيان ددې غيرې انساني شعار لاندي خپل اقتصادي هدفونه دخپلې مردارې ديموکراسي دپياده کولو تر پلولاندي مخ ته بيايې ،نور ملکونه نيسي ، انسانان بيعزته کوي او وژني يې ٠

زه له هر چاسره ديالوګ ته تياريم او تيار وم خودهرچا په لار پسې نه ځم اونه تللی يم .
مړه دې وي ددشتې لېلې قاتلان او دپښتنو دښمنان .

دپښتنولي په مينه پتنګ [/color:062607fc44][/quote]
بيا يې په شخصي پېغام کې ماته ليکلي و:
[color=white:062607fc44]نیږدې شپږ زره افغان کډوال چې پخوا یې دپاکستان په باجوړو کې دکډوالۍ شپې تیرولې ولې دا مهال کنړ ته له راستنیدو وروسته دبۍ کورۍ شپې تر سهار په خیمه کې تیروي.

دوی ټول دکنړ دریو سیمو خاص کنړ، ډاگی خوړ او په څاگي دښتو کې پراته دي.

امیر محمد چې له پاکستان راستون شوی او دکنړ په څاگي دښته کې یې اړولي بینوا ته وویل:" یوه خیمه یې راته راکړې دکور لس غړي دشپې په یوې خیمه کې تیروو پاکستان خو که پردی وطن وه خو بیا هم ښه وه ځکه که نور څه نه وه کورونه خو مو درلوده".

دامیر محمد په څیر دڅاگي په دغه پنډ غالي کې دیارلس سوه نور کډوال هم میشت دي دوی خیمې دکنړ د مست سیند ترڅنگ پرتې دي امیر محمد وایي دسیند اوبه دڅښاک وړ ندي ځکه یوځل بچیانو یې دسیند اوبه څښلې وې ورته ناروغان شول ډاکټرانو ورته ویلي نور دې دسیند له اوبو دڅښاک تمه نلري دامیر په وینا دکور ښځې یې داوبو راوړلو لپاره پوره یو ساعت پلی مزل کوي ترڅو اوبه دڅښاک لپاره راوړي.

دا کډوال ترټولو زیات دبچیانو دښوونې او روزنې په اړه اندیښنه لري ځکه په کنړ کې داسې ښوونځی نشته چې بچیان یې پکې زده کړه وکړي.

امیر محمد وایي درې بچیان لري درې واړه په پاکستان کې دښوونځي زده کونکي وه چې له پاکستان رلستون شوی نو بچیان یې په کور ناست دي داسې ښوونځی نه ویني چې بچیان یې پکې لوست وکړي دامیر خبره ده که ستونزې یې حل نشي اړ دی بیرته پاکستان ته لاړ شي.

سپین ږیری ٧٢ کلن صادق خان بینوا ته وویل:" په کور کې دگټې وټې څوک نه لرم یوازې یې یم پاکستان کې مې دلرگیو په یوه ټال کې مزدوري کوله گوزاره مې جوړه وه دلته کنړ چې بس راغلی یم نور کرار په کور کې ناست یم خیټه مې وږې ده بچیان رانه ډوډۍ غواړي څه وکړم نه کار شته نه روزگار".

دکډوالو ددې موضوع په اړه دکنړ والي اسدالله وفا ته ورغلو ترې ومو پوښتل دکډوالو دستونزو د هواري لپاره یې کوم گامونه پورته کړي اسدالله وفا بینوا ته وویل:" رښتیا دا ستونزه ده غټ مشکل دی پدې اړه مونږ سره نړیوالو هیڅ مرسته نده کړې کله ناکله مونږ ته غنم راکوي خو دکډوالو پرې چاره نه کیږي تاسې ته معلومه ده کنړ کې ځمکې نشته ټول غرونه دي مونږ بیا هم دوی ته ځمکې په خاص کنړ، ډاگي خوړ او په څاگي دښتو کې ورکړي کوښښ کوو ددوی دا ستونزې حل شي".

والي اسدالله وفا دا هم وویل چې دوی په زور له پاکستان شړل شوي او شپږ زره کورنۍ کنړ ته ستنې شوي[/color:062607fc44]
د شخصي پېغام ځواب کې يې ما وليکل:
ګرانه پتنګه،
هيله لرم چې روغ جوړ او د ژوند په خوشحالو به موړ يې.
د کنړ په هکله دې رالېږلى راپور ما وکوت. زه هم د کنړ اوسېدونکى يم او له دې هر څه خبر يم. خو پوښتنه دا ده چې:
١) اوس خو خلک د دې وس لري چې هېواد ته ستانه شي. د طالبانو د وحشت په دور کې خو که دوى چا وژل هم هېواد ته نه ستنېدل.
٢) ايا غريب او بې وسه خلک يواځې په افغانستان کې دي که د نړۍ په هر هېواد کې شته؟ که ته مسلمان يې او په قران او حديث عقيده لرې نو بيا خو چې د خلکو په کوم ځاى کې کوم حال دى دغه يې "قسمت" دى. چې قسمت يې شو نوپه قسمت دې صبر وکړي.
٣) ايا پاکستاني ترهه ګر (طالبان) د افغانستان حکومت استحکام ته پرېږدي؟ چې نه يې پرېږدي نو د غيرمستحکم حکومت خلک خو به د دغه ډول ستونځو سره مخ وي.
٤) ايا د خلکو د دغه ډول ژوند د ښه کولو فرض يواځې د حکومت په غاړه دى؟ زه او ته پکې هيڅ ډول مسئوليت نه لرو؟
٥) ته چې په کومو وحشيانو (طالبانو) نازېږې او وايې چې امن يې راوستى و او هېواد يې ساتلى و هغوى په هېواد کې مکتبونه او روغتونونه سوځوي، چاودنې کوي او هره هغه د ورانۍ او تباهۍ کار کوي چې زمونږ هېواد ته زيان رسوي؟ ايا دوى کله (په خپل حکومت کې هم) کوم مکتب، پوهنتون، روغتون يا پول جوړ کړى دى که نه؟ (ښکاره خبره ده چې هغوى پيدا کړاى شوي د دې لپاره دي چې هېواد وران کړي نو د جوړولو کارونه به څنګه وکړي!!)
٦) ايا په افغانستان کې تاته يواځې دغه د کنړ غريبان او بې وسه مهاجر ښکاري؟ دا انتخابات کېدل، دا پوهنتونونه، مکتبونه، روغتونونه، سرکونه او نور د بيا ودانۍ کارونه او د سړي سر کلني عايدات زياتېدل او په ګرد هېواد کې د چټک پرمختګ کارونه درته نه ښکاري؟ (ستا نظريه دا ده چې هر وخت د اوبو نيم ګيلاس ته نيم تش وايې کله کله نيم ډک هم وايه).
هيله لرم چې يو څه نا څه به پوهـ شوى يې. بلکې زما يقين دى چې ښه په دې خبرو پوهېږې خو ..........
په مينه
عجب خان کنړى


ghafar
15.04.2006

ګرانه وروره عجب خانه سلامونه او نېکې هيلې !
تاسو په ريښتيا په هېواد کې واقعيتونو ته اشاره کړې ده. د طالبانو د دکتاتور رژيم د را نسکوريدو راهيسې په هېواد کې مهم کارونه تر سره شوي دي. د هېواد په زياترو برخو کې خلکو ته د کار شرايط برابر شوي دي او د خلکو د اکثريت ژوند مخ په ښه کيدو دئ ، خو په تاسف سره دا هم بايد وويل شي ، چې د پښتنو د اوسيدو په ځينو برخو کې د امنيت د نشتوالي له کبله د بيا ودانولو کارونه دومره پر مختک ندئ کړئ او علت يې دا دئ، چې دغه د اسلام ضد، د پښتنو دښمنان او د پاکستان نوکران طالبان د بې ثباتي په رامنځته کولو سره د پښتنو د سيمو د بيا رغونې مخنيوئ کوي. که تاسې د طالبانو د پلويانو ليکنو ته ځير شۍ، دا څرګندېږي، چې دوی د ګران هېواد افغانستان بيا ودانولو او د هېوادوالو سوکالی ته مينه نلري. دوی تل د مړه دې وي ... او ژوندي دې وي شعارونو په ورکولو سره د هېوادوالو د غولولو هڅه کوي، خو دا هڅې بې ځايه دي، ځکه د افغانستان خلک اوس دوی يې پېژندلي دي.
په درناوی
غفار


pattang
16.04.2006

وروڼو سلا م عليکم !
زما هغه وخت هميشه سترګو ته ولاړ دی،کله به چې مونږ دروسي کمونيزم په ضد خبرې کولې اولږ څه به مو ملي ،پښتني اواسلامي روحيه ښکاره کوله نو دروس اجڼټانوبه مونږ ته امپريالستان او د cia اجڼټان ويلې ٠
په ښونځي ، پوهنتون کې به يې موبنګ ،روحي سکنجه ، بد نومونه ، تحقير اونور راسره کول ٠ پښتو او پښتنولي دک٠ ګ٠ب د تخرګونو ويښتان ګرزيدلي وو ٠
پښتو ، پښتنولي ، پښتني افغاني ارزښتونه،اسلامي عقيده، کورني اخلاق اونور
بي مانا او زاړه رواجونه ګرزيدلي وو او يوواخې ديکتاتوري د پروليتر يات ، ماتريا
ليستي عقايد د سيپليسي لو چک لينين عقايدد ورځې شعار او اخلاقي معيار ونه وو ٠
نن ورځ هغه پخوانۍ سيناريو هغه خلک په بل ډول استعمالوي  :
څوک چې رښتيا او حقيقت وايې نو هغه طالب او يا دطالب طرفدار دی ?
دپرون ورځي دروس مذدوران  اودهغه وخت دکاګرانانو دې ديکتاتوري پلويان  ،
نن ورځ دپخواني دښمن ياني امپرياليزم په زور په افغانستان کې اولسواکي غواړي ٠
هغه افريقايې هيينان چې ک٠ګ٠ب ته وفاداره پاته نشول خو ولاکه امريکې ته هم وفاداره پاته شي څکه چې ددوی اکسريت پوچ مغزه ،دهيواد دښمنان او د سرمايې غله دي ٠

دومره لنډه تبصره اوس غفار خان ته :

[quote:f6aaffb761]د طالبانو د دکتاتور رژيم د را نسکوريدو راهيسې په هېواد کې مهم کارونه تر سره شوي دي. د هېواد په زياترو برخو کې خلکو ته د کار شرايط برابر شوي دي او د خلکو د اکثريت ژوند مخ په ښه کيدو دئ ...[/quote:f6aaffb761]

وروره کوم کارونه او کومه ملي پروژه / پروژې?????????
او که مطلب دې هغه کارونه دی چې خارجي مؤ سسوڅو افغانانوته ورکړي چې
نرخونه يې په ډالري پيسو دغريبو خلکو لپاره اسمان ته وخيځول چې بيا په خپل وار دغه عمل دملي اقتصاد لپاره يو لوی زهردي ٠
او که هغه تنکۍ غوړې نجونه چې په هوټلو ، سفارت خانو او بګرام کې دخارجيانو لپاره کارونه کوي او ډالر اخلي .
زمالپاره خو دا ديوه پښتانه او مسلمان په توګه شرم او د ژړا ځای دی .

[quote:f6aaffb761]که تاسې د طالبانو د پلويانو ليکنو ته ځير شۍ، دا څرګندېږي، چې دوی د ګران هېواد افغانستان بيا ودانولو او د هېوادوالو سوکالی ته مينه نلري. دوی تل د مړه دې وي ... او ژوندي دې وي شعارونو په ورکولو سره د هېوادوالو د غولولو هڅه کوي، خو دا هڅې بې ځايه دي، ځکه د افغانستان خلک اوس دوی يې پېژندلي دي[/quote:f6aaffb761]
دلته بيا هغه دخلقيانو وخت را په ياد شوو:
هوښيار، نابغه ، مسلمان ، ښه پښتون ،٠٠٠٠ هيڅ کومه مانا نلرله ،بلکې نسوارپک
لوچک خو بايد ملګری او دشوروي دوست وي٠

ايا افغانستان اشغال ندي ? څوک ترور کوي ،که کوي يې خو بيا خپله داخلي مسئله
ده نو خارجي قواوې څه غواړي ?
ايا افغانستان خپله قضا ( خپل قضايې قانون ) لري ? که يې لري نو دامريکايانوبنديخانې په افغانستان کې څه کوي ?
ايا دکرزي په حکومت کي جنګي جنايتکاران ندي ناست ??
اياکرزی غير له انکليسي په بل شي پو هيږي اوايا باډيګاردان يې امريکايان ندي ?
ايا د کرزي وزيران په کار پوهيږي او که ټول داروپا او امريکا بيکاره لودګان راټول شوي دي.
ايا په دي پنڅوتير شويو کالو کي دوی يو دولتي سيستم جوړ کړ او که جيبونه ډکول
اوچوردی ??
ايا دا لودګان په سيستم جړولو او کار پوهيږي ?
دا لو دګان پر دې هم نه پو هيږي چې د کابل په ښار کې څرنګه دټکسي يو سيستم جوړ شي ترڅو چې سرکونه او څلور لارې په سعاتو سعاتو بندې پاته نشي او عاجل مريض تر روغتونه پورې په لاره کې مړ نشي اوژوندی پاته شي ٠

وروره څوک طالب دی ،څوک د طالب له پخوانۍ عقيدې څخه پلوي کوي??
ايا په دې حقايقو زه طالب شوم که طالبان داسې فکر وکړې لکه زه خوولا ټول به
ډير د قدر وړ وي ٠

زه چې کوچنی وم هغه وخت به زما انۍ ( دمور مور مې ) به داسې راته ويلي :
((زويه د قوم سپکه ونه غواړې ، لوخي چې دې قوم سپکه غوښته سر يې په درياب
کې و چ شه٠ ))

غفار خانه ! د ک٠ ج٠ ب پخوانۍ پروپاګنده او ميتوديګ خلکو ته مالوم دي نورنو
دقوم سپکه که ته يې که طالب وي اوکه  زه يم ، نوره بايد ونغواړو.

د پښتنولي په مينه پتنګ


ghafar
16.04.2006

ښاغلئ محترم Pattang خانه ستاسو احترام کوم !
تاسې ليکۍ:
( پښتو او پښتنولي دک٠ ګ٠ب د... ويښتان ګرزيدلي وو ٠)

په دې ادب او دا ډول ليکنې سره که موضوع هر څومره مهمه هم وي له تاسو سره بحث نلرم.
په درناوی
غفار


Ajab
17.04.2006

زه هم د ښاغلي کوشان د خبرې تاييد کوم چې د پتنګ په نوم يو تن په دې فورم کې هيڅ يوه خبره په منطق او دليل او د بل په درناوي نه کوي بلکې په هره ليکنه کې د خپل پاکستاني (په بله مانا جهادي او طالبي) خصلت ترمخه ښکنځلې کوي او د قدر او احترام وړ شخصيتونو ته بد رد وائي. بايد چې مخنيوى يې وکړاى شي. دغسې ښکنځل مار خلک هر ځاى ګنده کوي.


pattang
17.04.2006

کوشانه !
زما يوې ليکنې ته دې در ې مختلفه ځوابونه په ډير لنډ وخت کې ورکړي دي چې
هريوځواب دې له بل سره خطي تناسب نلري ٠ دا ولي ?
زه ګمان کوم چې يا شيڅوپرېني ( schizophrenia ) لري او يا ستا دماغزو
يوه برخه سنګولره ( singularity ) ده ٠
[color=brown:90e100fb6e]دادي ستا د ليکنو نېټې :[/color:90e100fb6e]
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 16, 2006 11:00 am
ځان در ته ډير د قدر وړ ښکارې ؟؟.................
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 16, 2006 11:01 am
ولولئ او وخاندئ.......................
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 17, 2006 10:20 am
که چېرې د ښاغلي غفار ليکنه .........................

عجب خانه !
تاسو ليکلي دي :
[quote:90e100fb6e]زه هم د ښاغلي کوشان د خبرې تاييد کوم چې د پتنګ په نوم يو تن په دې فورم کې هيڅ يوه خبره په منطق او دليل او د بل په درناوي نه کوي بلکې په هره ليکنه کې د خپل پاکستاني (په بله مانا جهادي او طالبي) خصلت ترمخه ښکنځلې کوي او د قدر او احترام وړ شخصيتونو ته بد رد وائي. بايد چې مخنيوى يې وکړاى شي. دغسې ښکنځل مار خلک هر ځاى ګنده کوي[/quote:90e100fb6e].

-- وروره ماکومه خپله نظريه نده ور کړې بلکې دستر ګو ليدلي ، لوستلي او اورېدلي حقايق مې ليکلي دي ٠ نو لدي کبله ستا سو ادعا د منطق په هکله خپله
يوه بې منطقي دی٠
--- ستا سو داپه قوس کې جمله : [color=darkblue:90e100fb6e]....(په بله مانا جهادي او طالبي)[/color:90e100fb6e]يوازې دځينو خلقيانو ، پرچميانو او دټولو ګلمجميانو له خولو څخه را وزي .
دپتنګ له پاکستان څخه دومره بد راځي لکه بزو ته چې د شمال قطب يادکړې ٠
--- څوک ستا په نظر د کرزي په کابينه کې د احترام اود قدر وړدی ??٠
دقدر وړ ،هغه خلک دي چې د اشغالګرو سره يو ځاي کار نکوي او دې دوي اودکرزي دې تحميلي حکومت جنايتونه،بډې اخستل ، بې کفايتي، حق خوړل ، دروغ ويل ،غرې ملي عملونه اود اولس غلطول نړۍ او افغانانو ته رسوا کړي ٠

زما مقصد کوم بل شی ندی ،يواځې دپښتنو حقوق، سوله اودافغانستان
ابادېدل دي .
په اوسنيو شرائطوکې اودافغانستان په فعلي داسې رهبري کې زه دا امکانات
اوليا قت نه وينم ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more