د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د نارنج ګل د دوديزې مېلې او مشاعرې ګډوډول د دموکراسۍ نښې او که د ديکتاتورۍ علامې دی؟

نور
07.04.2006

په ټول افغان کې په يوه نشر شوی خبر کې مې ولوستل چې .
[quote:6063500026]د نارنج ګل دوديزه ميله او مشاعره ګډه وډه شوه
د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره چې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه له پېل څخه څه کم يو ساعت وروسته د چارواکو له خوا بنده کړل شوه.
د نارنج ګل مېله او مشاعره چې د تېرو څه د پاسه پينځو لسيزو راپدېخوا هر کال په جلال اباد کې لمانځل کېږي او د هېواد له ګوټ، ګوټ څخه په سلګونو شاعران او مينه وال ورته راځي، دا ځل د دود پر خلاف په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې د امنيتي تدابيرو او ځاى په ځاى تالاشيو غوڼدې ته روان خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي وو او هم د بلنليک د نه لرلو په صورت کې چاته دننه د تللو اجازه نه ورکول کېده چې لدې لامله يو زيات شمېر مشران، ليکوالان، شاعران او له ليرې سيمو څخه راغلي ميلمانه تر ډېره دننه ننوتلو په طمع په کتارونو کې ولاړ وو، پوليسو په څو وارې په نازولو شاعرانو او ليکوالو کوتکونه وورول، د غوڼدې د پېل څخه څه کم يو ساعت وروسته غونډې هغه مهال سقوط وکړ چې د ننګرهار والي ګل اغا شيرزى سټيج ته وروخوت او يو تن ځوان شاعر پداسيې حال کې چې خپل شعر يې اوراوه له لاسه ونيوه او له سټېج څخه يې وشاړه، والي وويل چې شاعران دې يواځې د موضوع په اړه شعرونه لولي او هر هغه چاته چې له موضوع نه وراخوا شعر اوروي د شعر اورولو اجازه ورنکړل شي.
والي د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې که د موضوع په اړه شعر اوروئ نو کېنئ او که نه نو ځئ په مخه مو ښه. د والي د دا ډول خبرو په ځواب کې د غونډې ګډونوالو سخت غبرګون وښود او هر شاعر چې به سټېج ته وربلل کېده نو د احتجاج په توګه به يې د شعر د نه اورولو اعلان کاوه او يو شاعر خو لا خپل شعر څيرې کړ او بېرته له ستېج څخه کوز شو. ...[/quote:6063500026]
او بيا
[quote:6063500026]د يو ګډونکوونکي نظر ـــ
نارنج ګل مشاعره زمونږ افغانانو دودېزه مشاعره ده چې د پېړيو راهيسې يې ننګرهار فرهنګپال وګړي لمانځي خو بدبختانه سږکال دا مېله او مشاعره دولتي وه او د دولت په واک کې وه ځکه په قصر کې يې جوړه کړې وه، ځانګړي او محدود خلک يې رابللي وو او په شعرونو باندې يې هم داسې کلک بنديز لګولى و چې د طالبانو هم داسې بنديز نه و، نو زمونږ هيله ده چې راتلونکي کې بايد د دولت د انحصار څخه ووځي[/quote:6063500026]

او بل ځای بيا په يوه پيغام کې داسې راغلی دی.

[quote:6063500026]دنارنج ګل مشاعرې پر ګډوډولو دخښي کولتوري ټولنې دخواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره خبرشوو چې سږ دنارنجګل تاريخي او دوديزه مشاعره هم د چارواکو دتنګ نظرۍ او لاسوهنو ښکار شوه?!
که څه هم نوموړې غونډه دتېرو نظامو دسرکاري چوپړانو له خوا هم بياتي او سانسورېده ،خو بدمرغي دا ده چې ننني سياستوال دغه کړنه په داسې حال کې ترسره کوي،چې کابو هره ورځ دنړۍ والو خبري رسنيو له خوا د ډيموکراسۍ او دوينا د ازادۍ چغې او سورې وهي!!
خو دې نننۍ کړنې جوته کړه چې د وينا او کړنو تر منځ لا ډېر توپير شته او ډيموکراسي لا يوازې د يوه شعار بڼه لري.!
موږ په هنر او ادبپال ننګرهار کې له ځايي ښاغليو ليکوالو،ويناوالو ،ادبي ټولنو او مينه والو څخه په ډير درنښت هيله کوو ،دغه غونډه او مشاعره چې اوس يې له ښه بخته له لره او بره د ليکوالو، ويناوالو او مينه الو په راتګ ېوه ملي او منلې بڼه غوره کړې، پخپل نوښت او مېړانه په يوه خوله پرته له دولتي چوکاټه يو ځل بيا جوړه او ښه په ولولو ونماځي،او په دا ډول زموږ د کولتوري غليمانو شومې غوښتنې ځواب کړي.
په درنښت
د خښي کولتوري ټولنې له خوا [/quote:6063500026]
اوس نو زموږ په هېواد کې دا اودې ته ورته عملونه د هغې دموکراسۍ نښې بللئ شو چې ويل کيږی چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې نړيوال وسله وال او بې وسلې ځواکونه ترې ننګه او ملاتړ کوی او ياپر افغانانو باندې د هغو ځان پلورونکو او پردی پالونکو ظالمو ديکتاتورانو د حاکميت علامې دی چې د پرديو وسله والو او بې وسلې ځواکونو او لوټونو په زور زموږ د هېواد او خلکو پر برخليک مسلط شوی دی؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more