نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سيدمخدوم رهين بايد محاكمه شي
بصير كټوازى <
05.04.2006
محمد بصير سليمانخيل
نږدې څلور كاله مخكې د پښتوژبې اود هغې په پراخ زرغونه چاپيريال باندې يوه شنه ټكه راولويده، چې هغه د كرزي په لنډ مهاله حكومت كې د اطلاعاتو او كلتور د وزارت لپاره د سيد مخدوم رهين ټاكنه وه.
نوموړي په سر كې ځان ډېر مسلمان او د افغانستان په كلتور باندې يو مئين كس ښوول، خلك هم خوشاله وو چې ښه شو، اوس به د كلتور وزارت اوملي راډيوټلويزيون له متعصبو كسانو څخه آزاد شي، او په ټولوبرخو اود دولتي خبري رسنيو په خپرونو كې به د دواړو ژبو تعادل يو حال وساتل شي او ملي كلتور به وده وكړي.
خو نه، داسې هيڅكه ونشول او كه دى همداسې پاتې شي دا اوسنى لمبي به لانورې هم جګې شي. ښاغلي مخدوم په لومړي سر په ټلويزيون او راډيو كې په بنسټيزه توګه نه دا چې د پښتو اوپاړسو ژبو تعادل وساتي، بلكې پاړسو يي تر پـښتو لا ډيره پكښې و پړسوله، په خپله په اطلاعاتو او كلتور وزارت كې يي ډيرپاخه بدلونونه راوستل چې په هغو ټولو كې يي پاړسي ژبه ښه وڅروله. نوموړي په همدې شان په دوو سترو او غورو ورځپاڼو هيواد او انيس كې دومره توپير راوړ چې تر اوسه چا د ا ګومان نه كاوه حتى د انيس د ورځپاڼې مخونه يې ۱۶ ته ورسول په داسې حال كې چې د هېواد ورځپاڼه په هماغه اتو مخونو كې چاپېده ، ډېرې پښتو لوحې يې په پاړسي كړلي او داسې نور... چې د ستميانو د څو لسيزو آرمانونه يې ټول يوځل ور په ځاى كړل. خودلته كې ماته په رښتيا ددوى هوښيارتوب مالوم شو چې هغه هم تير كال د اطلاعاتو او كلتور وزارت د لوړپوړي سلاكار رهنورد زرياب استعفى وو، ځكه دوى خپل كار كړى وو نوښاغلي زرياب هم ددې په خاطر چې مخدوم صيب په پښتنوكې محبوبيت پيداكړي او د خپلو ايرانپلوه غوښتنواو آرمانونو ته ځان ورسوي نودخپلې استعفا اصلي موخه يې دا وبلله چې ګواكې د يو نيم كال په ترڅ كې له ده څخه په كلتوري چارو كې هيڅ راز مشوره نه ده اخيستل شوې.
كه څه هم په ټول هيواد او آن په بهر كې ځينو افغان پوهانوله داشان وزارت څخه د مخدوم د لري كولو لپاره نه ستړي كيدونكي هلې ځلې وكړې او ولسمشر څخه يې د هغه د ژر ترژره لرې كولو غوښتنه وكړه، خو ښاغلي ولسمشر به په ځواب كې ويل چې نوموړى د بابا سوغات دى، دا دهغه وړانديز دى او لرې كول يې ډېرګران كار دى!!! با با خو ډېر خبر دى! چې مخدوم يې لا څه شى دى په څلويښت كلنه دوره كې خو يې ډېر كار وكړ چې اوس يې يو ځل بيا دا غم په پښتو او پښتنو باندې ور تپلى . ښاغلي مخدوم خو په رښتيا سره چې د ايران لپاره ډېر پوخ مخدوم دى ، دومره كار چې ده ايران ته وكړ تر نن ورځې پورې چا دا جرائت نشو كړاى. د پښتو ادب د ځلانده او تلپاته ستوري علامه رشادپه جنازه كې د هغه نه ګډون ، په خپله دهيواد كلتور او ادب ته د نوموړي دنه پاملرني نښه ده. د كابل په ښار كې خو يې د ټولو واټونو نومونو ته بدلون وركړ او هغه يي د جاده فلاني په نامه ونومولي . همدا شان څو موده مخكې يي يو فرمان صادر كړ چې بايد ټولې هغه لوحې چې پكښې انګريزي او نور بهرني ويوكې(لغاتونه) استعمال شوي بايد ړنګ او پر ځاى يې پاړسي وليكل شي. چې په دې كار او چل سره دا وار دوىغواړي تر څو له خپلې پاړسو څخه د پښتو لغاتونو لكه پوهنتون، درملتون، څارنوالي، ستره محكمه، ټولى، ډګروال، ډګرمن... ايستلو ته لاره اوراه كړي. دا ځل كه نو همداسې لاس تر زنې ورته كښينو او كوم عكس العمل ښكاره نه كړو، نو كه خيروو بل ځل به د پاړسوژبې دملي كېدو خبره راپورته كړي.
راځئ چې ددې آفت د له منځه وړلو لپاره كلكې او غښتلي هڅې وكړو او داد ايران سفير نه يوازې له دې څوكى څخه لرې كړو بلكې هغه د تعصب د بو ټي د كرونكي اود افغانستان په وګړو كـې د بيلتون راوړونكې په تور محاكمې ته راكش كړو تر څو ګران هيواد نور د تل لپاره له داسې وګړو څخه پاك او خوندي واوسي.
نبي صلاحي </tr
19.04.2006
كوشان صيب سلامونه
ستا له نيك نظر څخه مننه، خو په آخير كې دې يو څه لېږ ګونګ غوندې ليكلي او هغه هم دا چې تا ليكلي چې كه چېرې مخدوم له دې څوكيه لري شو نو كرزى صيب به يو ملا دې وزارت ته وټاكي .
آيا ستا په آند په افغانستان كې نور ددې وزارت لپاره وړ كسان پرته له مخدومه نشته؟ مهربانې وكړه په دې اړه لېږ څه مالومات راكړه .
بصير افغان
24.04.2006
درنو او خوږو وروڼو او خويندو خپل وريښمين -وريښمين سلامونه درته ډالۍ كوم!
دا ده، مالومه شوه چې په ريښتيا هم په ولسي جرګې كې د ملت ريښتينو استازوڅنګه ددې ملت دښمنانو ته د نه او رد ځواب وركړ، چې يو له هغو نه هم ښاغلى مخدوم وو. :lol: :lol: :lol: :D :D :D
خو بيا هم دهمدغو استازو دنده ده چې،د نوموړې وزارت او نورو وزارتونو د څه ډول راتلونكو نوماندو وزيرانو ته مثبته رايه وركړي .
په پوره پښتنې حيا سره!!!
pattang
24.04.2006
بصير خانه سلام عليکم !
ستا خبره :
((په افغانستان كې د يوه پښتنې نظام په هيله)) خو زمونږ ډيره زړه زړه غوښتنه ده او ډېره دقدر وړ خبره ده ٠ خوزه ګمان نکوم چې اولسي جرګې دا کار شعوري د پښتنو په ګټه کړی وي ٠ لويه برخه د اولسي جرګې دپښتنو په ضد کارونه کوي اوهم به يې وکړي٠
داولسي جرګې رئيس او د مشرانو د جرګې رئيسان څوک دي ?? او چا انتخاب کړي دي ?? ٠ دواړه دپښتنو په ضددي چې ستميانو ، جهاديانواو بي شعوره پښتنو دوی ټاکلي دي٠ درهين او فرهنګ ناکامېدل يواځې د ظاهر شاپاچا په مخ يوه څاپېړه ده .اونه ددې لپاره چې دوی ستميان دي او لدې خاطره اولسي جرګې رد کړل ٠
درحيم او فر هنګ نه نور ډير مضر کسان دکرزي په کابينه کې شته٠
وروره سادګي ښه ښي ندی تر کاسې لاندې نيم کاسه اونورهدفونه هم شته ٠
که په لياقت وي خو فرهنګ له اسمعيل خان نه ډېر مخ ته دی څکه چې فرهنګ خو اقتصاد لوستلی دی او اسماعيل خان خو يو عسکر سړی دی ،نوهغه په برق څه پوهيږي٠
مونږ او تاسو پښتانه بايد له تېرو سادګويو څخه پندونه واخلو اوخپل هدف له لاسه
ور نکړو ٠
د پښتنولي په مينه پتنګ ٠
[quote="بصير جميلي"]درنو او خوږو وروڼو او خويندو خپل وريښمين -وريښمين سلامونه درته ډالۍ كوم!
دا ده، مالومه شوه چې په ريښتيا هم په ولسي جرګې كې د ملت ريښتينو استازوڅنګه ددې ملت دښمنانو ته د نه او رد ځواب وركړ، چې يو له هغو نه هم ښاغلى مخدوم وو. :lol: :lol: :lol: :D :D :D
خو بيا هم دهمدغو استازو دنده ده چې،د نوموړې وزارت او نورو وزارتونو د څه ډول راتلونكو نوماندو وزيرانو ته مثبته رايه وركړي .
په پوره پښتنې حيا سره!!![/quote]
بصير افغان
24.04.2006
[color=red:d5f87fa006]پتنګ صيب خداى دې په حقيقت باندې پتنګ کړه!!![/color:d5f87fa006]
يو وار خو ظاهر شاه با با په ښو عينکي سترګو سره وڅيړه او د پښتو په تله يي وتله.
د دواړو جرګو ريسان که څه هم پښتانه نه دي، خو دا نه چې ګواګې دولسي جرګې اشترينګ نور له قانوي سره ده او هر څه چې يي زړه وغواړې هغه به کوي، يه داسې هيڅ نه ده يووار مهربانې وکړه پارلمان ته ورسه بيا به د ريس دريځ درته مالوم شي.
را به شو د مخدوم د لري کيدو په اړه د ولسي جرګې پريکړې ته. ګوره پتنګ صيب که ته وايي چې مخدوم او فرهنګ د شاه کسان دي ، نو په موږ يي څه ؟ شاه که رښتيا پښتون واى نو ده به د مخدوم په څير پښتون ضد کسان په خپله غيږ کې نه راټولول. نو اوس چې دوى دواړه په پرې کړې پزې سره په پارلمان کې کمې رايي واخيستلي دا ددوى د کړنو او نيتونو پايله وه. نوموړې خو د اولس د ريښتينو استازو له خواه رد شول، که نه پلويانو خو يي خپلې رايي ورکړي وي.
[color=green:d5f87fa006]پتنګ صيب هيله ده چې په حقيقت دې سترګې روښانه شي.[/color:d5f87fa006]
pattang
24.04.2006
بصير جميلي صيب سلام !
که لاندېنۍ جملې ته دې ګورم نو فکر کوم چې په يوه لاره روان يو
((په افغانستان كې د يوه پښتنې نظام په هيله ))
اوکه نورو جمله ته دې ګورم نو
تجزيې ته يې د پتنګ زور نرسيږي او خدای پاک دې د پښتنو پکښې خير کړي٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
[quote:2b679561fd]يو وار خو ظاهر شاه با با په ښو عينکي سترګو سره وڅيړه او د پښتو په تله يي وتله......
ګوره پتنګ صيب که ته وايي چې مخدوم او فرهنګ د شاه کسان دي ، نو په موږ يي څه ؟
شاه که رښتيا پښتون واى نو ده به د مخدوم په څير پښتون ضد کسان په خپله غيږ کې نه راټولول. نو اوس چې دوى دواړه په پرې کړې پزې سره په پارلمان کې کمې رايي واخيستلي دا ددوى د کړنو او نيتونو پايله وه. نوموړې خو د اولس د ريښتينو استازو له خواه رد شول، که نه پلويانو خو يي خپلې رايي ورکړي وي. [/quote:2b679561fd]
بصير افغان
25.04.2006
پتنګ وروه خداى موپه هره لار كې سره يو كړه!!!
مهربانې وكړه اول په هغو جملو كې چې ستا زور هم نه ورته رسيږې او بيا دې قضاوت هم پرې كړى!!!
دا څنګه ده ؟
يو ځل خو ماته زما په جملو كې تېروتنه او يا هم كوم منفي شى را وښايه؟ چې تر څو زه بيا په راتلونكې كې له دا شان جملو نه ډډه وكړم .
[color=green:8e77f48493]په پوره پښتنې حيا سره!!![/color:8e77f48493]
کټوازی
26.04.2006
ګرانو وروڼو ،
تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته ،
د ښاغلي پتنګ د خبرې پۀ تاييد بايد ووايم چې رښتيا هم کرزي صاحب پۀ خپله کابينه کې له ځانه سره د اطلاعاتو له بې فرهنګ وزير ه پرته نور هم داسې کسان ملګري کړي چې ټولې کړنې يي پر توکميز اوژبنيز چورليځ څرخي او له ملي ارادې او جذبې څخه خالي دي !
خو زموږ پۀ آند د کرزي صاحب دې د مور شيدې سي !
چې پر پراخه ټنډه يي رهبري کوي ، او هېر يې کړل چې همدې مېړني ملت دی د يوۀ دروند ملي اعتقاد له مخې [color=blue:8fd251bbc0] ( چې د دۀ پلرني ټاټوبي ته يي لري )[/color:8fd251bbc0] د خپلو سيالانو پۀ منځ کې سرلوړی کړ او د هيواد د سياسي لوبې ګټونکی اتل يې ونوماوۀ ، خو افسوس چې کرزي صاحب د دې مېړني ملت مېړانې ته و نه کتل او د پنجشېر تر هغې يوې رايي يي جار کړه چې د نوموړي د ټاکنيزو منډو ترړو پايله وه ،
خو بايد هېر يې نۀ کړي (خدای مه کړه ) هسې نه چې سبا ورځ دی هم پۀ دومره دروند ډېره کي سره د ملت له خوا و رټل شي ، لکه نن چې د ولسي جرګې له خوا د اطلاعاتو بې فرهنګ و زير ورټل شو ! يقيناً چې ډېره به درنه وي !
ځکه خو اوس هم وخت شته چې کرزی صاحب نور د ملي روغې جوړې تر عنوان لاندې پۀ روانې ملي اوبين المللي و زلوبې کې [color=white:8fd251bbc0] ( چې رېښې يي ډېرې ژورې تللې دي ) [/color:8fd251bbc0] يوازې پښتانۀ دبلا خلې ته ور نۀ کړي !