نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
محکمه ، څارنوالي او وکيل مدافع (وكيل النيابه )
ع کريم حليمي
01.04.2006
درنو او مکرمو وړونو او خويندو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
اول به د زړه له كومي خپل احترام ،ښې هيلي تاسو، درندو مېلمنو ته وړاندې كوم!
دولت عبارت دی له درو قوو څخه
1 - اجرائيه قوه ( حکومت يا داجرائيې مشر او کابينه )
2 - مقننه قوه ( قانون جوړونکي پارلمان او لويه جرګه)
3 - قضا ئيه قوه (ستره محكمه نهه تنه غړي لري چې د جمهور رئيس له خوا د ولسى جرګې په تاييد د لسوكلونو لپاره ټاكل كېږي )
قضا ئيه قوه د حکومت يو څانګه ده ، قضايي قوه يوه مستقله وي. قضايي قوه ده (ستره محكمه )
څارنوالي د اجرائيه قوې برخه ده او په خپلو اجراآتو كې استقلال لري.
پوليسو او د ملى امنيت كاركوونكي د جرمونو كشف او تحقيق کوي او دوسيه د خاص قانون له ليارې تنظيمېږي او څارنوالۍ ته ئې سپاري
څارنوالي يا وكيل النيابه يا Prosecutors د په نمايندګي دعوا کوي
او متهم يا مجرم به خپل وکيل پيداکوي ( وکيل مدافع )
څارنوالي دا وظيفه لري چه متهم فرد يا مؤسسه و قاضي ته مجرم ثابت کړي
او وکيل مدافع وظيفه لري چه خپل client (زبون يا مراجعه كوونكى)
بې ګناه ثابت کړي ٠
د قاضي وظيفه يوازي قضا ده او بس دا وظيفه د قاضي نه ده چه متهم فرد
مريض ، سفه او احمق ، وښوي ٠
او څارنوالي حق نه لري چه متهم ليونی ، مريض معرفي کړي ٠
او نه ښايي و څارنوالۍ ته چه متهم فرد و داکتر ته واستوي چه او وقاضي
داپه اثبات ورسوي چه متهم ليونې دی
اصلا و کيل مدافع کوښښ کوي چه خپل client و ډاکتر ته واستوي او
او له ډاکتره ليکل شوې سند واخلي او قاضي ته يې ليونې ثابت کړي ٠
او له قاضي څخه خواهش وکړي چه د څارنوالۍ دوسيه وتړي
ولي چه ليونی اکثره وخت نوي مجرم ٠ شرعا او قانونا
اما څارنوالي بايد دفاع وکړي ٠ چه نه مجرم ليونی نه دی ، اوله قاضي څخه
امر واخلي چه مجرم بايد د څارنوالۍ ډاکتر هم معاينه کړي ٠ او وکيل مدافع
ته موقع ورنه کړي چه روغ سړي په ليوني معرفي کړي ، او يا د جرم په وخت
کښي نېشه وو ،
نور بيا انشاالله
Re: محکمه ، څارنوالي او وکيل مدافع (وكيل النيابه )
Ajab
01.04.2006
دا پورته ټولې خبرې مونږ ته معلومې دي. څه چې کېدل هغه هسې هم وشول اوس د دې اپلتو هيڅ ګټه نشته.
[quote:28e5c9112a="ک حليمي"]
نور بيا انشاالله [/quote:28e5c9112a]
نور که مو وخت پرې راخراب نکړې نو ډېره مننه به وي.
hewad
01.04.2006
سلامونه مې ومنئ!
دو لت لۀ دريوبرخو جوړېږي:
١:اجرائيه قوه(حکومت)
٢:مقننه قوه(ولسي اودمشرانوجرګه)
٣:قضائيه قوه(ستره محکمه ،څارنوالي)
دحکومت مشرلومړی وزيروي٠
ددولت مشر ولس مشريا هم ټولواک(پادشاه)وي٠
دامريکې متحده ايالات او افغانستان يواځني هېوادونه دي چې لومړی وزير نلري
ياني چې ددولت او حکومت مشرپۀ کې يودی٠
ع کريم حليمي
02.04.2006
[quote:ec1111b813]زه هم ستاسي په موخه پوهـ نشوم او که د ليکنې نه مو موخه دا وي چې ولې د مرتد رحمان مسله په دې ډول حله شوه ، نو زه درته دومره ويلی شم چې د عبدرلرحمان مسله يوه سياسي مسله وه او سياستوالو يې ورته لاره چاره جوړه کړه . [/quote:ec1111b813]
عزتمندو مېلمنو، خويندو وروڼو
السلام عليكم ورحمه الله !
د مرتد عبد رحمن د ناشولټي عقيدې او د دا ناشولټي څيرې سره زما علاقه نسته ٠
چه څه ورسره وشوه او څه نه !
خو قانون د دې له پاره ليکل کيږي چه د ظالم لاس د مظلوم له ګرېوان لرې کړي
او مظلوم د دغښتلي له زور زياتۍ خلاص وي
او برعکس قانون ددې له پاره نه ليکل کيږي چه د ضعيفه لاس د نيرومند ،
مقتدر ، پياوړى توپک وال له ګرېوانه لرې کړي !
چپيانو داسي محکمې اوغونډې وکړې چه په يوه ورځ ئې
فيصلې او پړېکړي کولې ٠ پاې يي څه سوو
پرون طالبانو داسي محکمې کولې چه د پرون قاتل يې په دوهمه ورځ داعدام
ميدان ته راوستلۍ ٠ پای يې څه سوو
نن سروري او رحمن راولي او درې واره قاضي ويني او بيا فيصله او پړکړه پر
کيږي ٠
هو ! قضا او حکمت ، سياست ډير نيزدې اړيکي لري ٠
وړمه ورځ ئې روس غرق کړې (ملي خلقيان او خلقيان )
پرون يې پاکستان غرق کړي (طالبان )
او نن بيا امريکا غرقه کوي ٠ (د کرزي حکومت )
ايا دانو محکمه ده چه د دوسيي تر تکميل له مخه بيا محکمه د قتل سزا
اعلانوي ٠ او دوهمه ورځ بيا خپله فيصله کرځوي ٠ دا نه چه په شريعت اوقانون
ريشخند وهل دي بلکي په جهان ريشخند وهل دي ٠
نور نو و افغان ته نه ښايي چه په ځان ريښخند و وهي او نه په چهان
دغه قاضي د اسلامي محکمې حيثيت راکښته کړي ، دکرزي د حکومت حيثيت ،
د جهان او امريکا ، د ملي ولسوالۍ حيثيت راکښته کړي ٠
نور نو بسته دغه وحشت چه هره ورځ اخلاق ،قانون په افغانستان کي تر پښو
لاندي پايماله دي ٠
داچه قانون د سياست او حکمت تابع دي ٠ ممکننه وه چه يو کال يې قيد ورته
ايښي واي ٠ نه به وطالب ته ،نه به اخبارنوته داموقع په لاس ورتله
چه امريکا پر اسلامي محکمې زور ولګاوه