د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بلنه

ډاکتر وطنمل
30.03.2006

درنو لوستونکو او ليکونکو ته سلام !
د آزاد ، علمي ،منطقي او درناويزو بحثونوپه فوروم کې د ګډون کونکو شمير ډير شوی خودليکنو کيفيت را ټيټ شوی دی . ددې نيمګړتيا د مخنيوي له پاره لارې چارې لټول پکاردي : بايد اسې معيارونه وټاکل شي چې په پام کې نيول يې د ليکنو کيفيت لوړ ساتي او له پامه غورځول يې حتمأ د اړونده ليکنې د ړنګولو سبب ګرځي !
نو دا هم تاسې اودا مو ځای چې نوموړي معيارونو پيشنهاد کړئ ، څو نور په بحث فورم کې له بي سويې او بي کيفيتو ليکنو څخه په جدي توګه ډډه وشي ! ستاسې د همکارۍ په هيله !

په ټوله افغاني پښتنې مينه او درناوي !.


ر.احمدزوى

Anonymous
30.03.2006

ډېر ښه،مطقي او په ځاى وړانديز دى. كله چې بحث ته له درناوي ډك او منطقي وايو بايد، هم د درناوي خيال وساتو او هم له منطقه كار واخلو.موږ هيڅوك حق نه لرو چې حتى پدرام ته سپكې سپورې وليكو. هو ، كه د چا پرڅرګندونو او دريځونو اعتراض لرو بايد خپل ځواب مو په منطق ولاړ وي نه دا چې كنځلې ورته وكړو.بدرد ويل د كمزوري منطق ښكارندويي كوي.
په ډېره مينه او تود هركلي
احمدزوى


ښه وړانديز

Anonymous
30.03.2006

ډېر ښه او په ځاى وړانديز دى .
خداى دې وكړي چې ټول ورته ژمن پاتې شي.زه وېرېږم چې د ټول افغان دښمنانو به دا دسيسه پيل كړې وي چې سپكې سپورې له دې لارې خپرې كړي اوپه دې توګه د دې نازولي او ګټور سايټ دا ګټوره برخه يانې فارم بند كړي. خداى دې نه كړي او خداى دې هغه سات نه راولي چې دا برخه بنده شي.زما شخصي وړانديز ټول افغان وروڼو ته چې په رښتيا ډېر ستر خدمت ته يې ملا وركړې، دا دى چې نور هيڅ كنځل مار پرې نږدي چې له دې پاك ځايه ناوړه كار واخلي.
خداى دې ټول افغان د ټولو افغانانو لپاره لري .
په سرتور سر امين وايم


هادي حيران
31.03.2006

اګر چې په فورمونو کې د ليکنو کنترول کول ډېر ګران او زړۀ چاودى کار دى خو بيا هم په دې اړه ستاسې هلې ځلې د ستاينې وړ دي او مونږ يې تائيدوو.


ډاکتر وطنمل
31.03.2006

[color=blue:488e97b70e]درنو لوستونکو اسلامعليکم و رحمت الله وبرکاته !

د ټول افغان د بحث فورمونو چلونکی پلاوی ستاسو له رغندو ليکنو اوځوابونو څخه د زړۀ له کومي مننه کوي !
نږدې ټولې ليکنې او اېميلونه داغوښتنه لري چې په هر صورت چې کيږي ليکنې او بحثونه دې ادبي،منطقي او تر وسه وسه علمي وي، شخصي رنګ او بوی دې نه لري اوهيڅوک دې دهيچا سپکاوی نه کوي . لنډه داچې د قلم عفت دې په کلکه و ساتل شي !
په و رستيو وختو کې يو شمير مغرضو اشخاصو ، ډلو او ټپلو څو ځلې هڅې وکړې چې زمونږ د آزاد فوروم له دې آزادۍ څخه د ټول افغان د نوم د بدولو له پاره ناوړه ګټه پورته کړي چې له نوم او شفر پرته په کې ليکنې کيدای شوې.د افغان ادبي بهير په اړه د همدغه بهير د يوه پخواني غړي ً په نامهً بي مسوليته ليکنه ، په وروستي وخت کې د وروستيو شخصي سپکو سپورو تکرار ، آن تر ې دې چې د ټولافغان پر ضد ددسيسې او ترهګريبريد په توګه چا ناولياو پليت عکسونه هم په نوويفوروم کې خپاره کړل ، خو له نيکه مرغه ډير وخت دوام يې ونکړاو په لومړي فرصت سره ړنګ شول ! دغه راز د پيښور دادبي بهير په اړه هم هغه دروغجنه ليکنه ژرړنګه شوه چې ګواکې د مسول مشر له ويناسره سم يې هغه يواځې ادبي بهير نه بلکې سياسي اسلامستي دندې او خدمتونه هم سرته رسول غواړي .
دغه ټولې دسيسې د ټول افغان پر ضد ځکه ممکنې او بيا رامنځته شوې ، چې د بحث په آزاد فوروم کې په نا
پيژندل شوې توګه له شفر او نامه پرته هم هرکس او ناکس ليکنې کولای شوې
هو!، آزادي يو ستر نعمت دی ، خو له مسوليت پرته آزادي نشته ، يا آزادي د مسوليت يو بل نوم دی ، نو ځکه په ګوته شوې پيښې د آزادۍ نه ، بلکې د ليکونکي دبي مسوليتۍ ښکارونديه پېښې وې، او په بل هيڅ ډول يې مخه نشوه نيول کيدای پرته له دې چې د بي نومه او بي غړيتوبه ليکنو ته د پای ټکی کيږدو .
البته څوک چې مسوﻻنه ليکنې کولی شي، دا هم کولی شي چې په خپل يا مستعار،خو ثبت شوي نامه سره پراخې ليکنې وکړي . ښايي په دې توګه تر دې وروسته يواځې ارزښتمنې علمي او منطقي ليکنې دوام وموندلی شي او دبيځايه ليکنو مخه ونيول شي . والسلام ! وطنمل [/color:488e97b70e]


کټوازی
02.04.2006

د ټول افغان د ملي برېښنا پاڼې مسؤل چلوونکی ، پياوړی ليکوال دروندوطنمل صيب ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
ستاسې له پرځای پرېکړې ،چې ډېر او شديد ضرورت ورته احساسېدۀ ، څخه ډېر خوښ سوم ، موږ نه يوازې چې پۀ دې برخه کې ستاسې د دې ښې اوپرځای پرېکړې قدرداني او هرکلی کوو ، بلکې پرخپل ځان باندې به يي پۀ تطبيق کې هيڅکله هم غفلت ونه کړو ،او هڅه به وکړو چې ښې او ترټولو ښې ليکنې وکړو !
له تاسو څخه پۀ ډېره مننه ، ورور مو صميم


مغول اعظم
02.04.2006

اوس يوازی حليمی ،A ،صميمی او کتوازی دلته خپل بندارونه کوی.
بل څوک خو دلته ليکنی نه کوی .وليکی تر څو چه په وس مو دی .يو. بل ته لوی استاذان خطاب وکی.
بل څوک خو تاسو ته استاذان او ليکوالان نه وايي.


Re: بلنه

منتظرمسید
08.04.2006

ډیرددرناوي وړوروراوملګری وطنمل صیب!!
زماسلامونه اوښې هیلې ومنی.
دتاسودخبروپه پخلي کې زه غواړم دومره عرض وکړم چې ډیرځله زمازړه وي چې دځینوموضوعاتوپه اړه یوڅه ووایم یاخوخپل نظرڅرګندکړم ،لاکن دځینووروڼو لیکنې چې وګورم چې دیوبل په وړاندې یی کوی اوله بده مرغه کله ناکله دټاکلي چوکاټ څخه وزي ،نوبیاووایم چې راځه دنظرله څرګندولونه به تیرشم .
زموږګران وروڼه بایدپه دې پوه شي چې داضرورنده چې دنورونظرددوی دنظرسر ه سمون ولري .هرسړی ددې بشپړحق لري چې ځانته نظرولري ،پدې شرط چې پرنورودهغه دتپلوهڅه ونکړي ،وایی چې حقیقت دخبرواترواوبحث اومباحثې په ترڅ کې رامنځته کیږي ،نوراځئ چې دیواوبل سپکاوی اوتوهین ونکړواو دانډیوالۍ په یوه ازاده اوخوندوره فضاکې سره بحث وکړواودستونزوحل په ګډه ومومو.
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more