د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

........دادومره سرزورى ؟؟؟

Anonymous
30.03.2006

محترمو وروڼوسلامونه اونيكى هيلى
درنو وروڼو ! زموږ دمشرانو متلونه او متلو ته ورته وركوټى كيسى ډيرى له حكمته ډكى او خورا مانا لرونكى خبرى دى وايي ديوچا انا اوبو وړى وه خلكو داوبو په غاړه منډى وهلى څو ددى( چا ) انا ورسره پيدا كړى خلكو طبعا داوبو د
تګ په لورى ځغاستل خو دانا لمسى ورته وويل چى نه ښكته منډى مه وهئ بلكى
پورته راځئ چى بره يي ولټوو خلكو په هيشتيا(حيرانتيا) سره ورته وويل
دا ته څه وايي ؟! دانا لمسى ورته وويل زه مى خپله انا پيژنم هغه ډيره سرزورى
او سرټمبه وه په اوبو كى به يي هم خامخا له سرزورى نه كار اخيستى وى او
مخ په بره به پكى تللى وى

له بده مرغه چى موږ افغانان تقريبا ټول سرزورى او .... يو كمونستان مو دنوروكمونستانو په څير نه ووكه نه دتركى امين او كارمل دحكومت پير
خو درپه يا د كړئ چى له څومره سختى او سر ټمبګۍ نه يي كار اخيست
مجاهدين مو دنورو د مجاهدينو په څير نه وو
دمجاهدينو ډيرۍ او غوښينه برخه اخوانيان وو ما دمصر او سعودى
اخوانيان ليدلى دى په والله كه دومره سرټمبه او سرسخته وى داراز دهغه
مهال يوه ډله واهابيان موهم لرل چى بيخى له كچى وتلى سرزورى وو دمذاهبو
په خلاف به يي ستوخى سپورى كولى او ...او....داسعوديان خو ټول وهابيان دى
خو په هغه پاكه مكه مى دى قسم وى چى زموږ دوهابيانو او ددغو دځمكى او اسمان هومره توپير شته

داراز دطالبانو سرزورى خو هغه ديو (چا) له انا نه سل برخى ور اووښتى وه
دلته په سعودى كى اسلامى قوانين پلى كيږى لكه يوڅه حدود او تعزيرات
داڅو ورځى مخكى يي په يوه څلور لارى كى يو حكومتى ګاډۍ درولى وه
او څو مجرم ځوانان يي هورى را وړى وو يو يو به يي له ګاډۍ را كوزاوه او
په يوه ډيره كوچنۍ لښته به يي ډير په ارام ارام سره په ملا يو څو لښتى
وواهه او بيا به يي ګاډۍ ته وخيږاوه دلته په سعودى كى زيات ځوانان
ډير سركشه او بداخلاقه دى زما يوه ملګرى راته كړه چى دا خو هسى ګپ
ده ايا دانو او س وهل دى او وهل داسى وى ؟؟؟

په پيل كى خو زما دافغانيت رګ هم وښوريده او له خپل ملګرى سره مى
داثبات په توګه سر وښوراوه خو ليږ وروسته مى دطالبانو دامر بالمعروف
ځوانان را په ياد شول نور نو دهغو سوټيو تفصيلات وركول هم سرزورى او...ده

او س به راشو ښاغلو ديموكراتانو ته چى دا او س يي واكپير روان دى
دلته هم تفصيلاتو او سپړنو ته اړتيا نه ليدل كيږى
ځكه دا خلك هم دخپل واك په نيشه كى ډوب تللى دى او دافغانى سرټمبګى
هماغه زوړچلن يي خپل كړى دى او ددى قوم له مزاج سره سم نه چليږى سم څه
چى هماغه دزاړه ځنځير يوه كړۍ يي وبو لئ په يوه هيواد كى چى تقريباڅوارلس
سوه كاله يوه مذهب حكومت كړى وى او اساسى قانون په هم دى مذهب ولاړ پاته
شوى وى هورى په يو څو كلونو كى سمدستى په مذهب نه ولاړيا سيكولرحكومت په ټوله معناپلى كيدلى شى ؟؟؟؟؟؟؟
له اسلام نه دوتلو لاره بايد دومره ژرپرانستل شى
او ارتداد بايد دومره په سرسختى اوسرټمبګى سره حمايه سى ؟؟؟؟
ګومان كوم له دى وړىو به هم شړۍ جوړه نشى .

ځكه افغانانو په اسلام كى ډيرى اوږدى شپى سبا كړى دى او ډير سرسخته
خلك دى دغرو او كليو اوسيدونكى دمختلفو او ډول ډول عنعناتو په لومو
كى پيچلى دى نو له دى هرڅه نه يي دسيكولرزم په لور ټيله كول ډير له ستونزو
ډك كار دى داد انترنيت په نړى كى ناست ځوانان خو ډيرۍ يي په ازاده نړۍ كى
زيږيدلى سترشوى او يا هورى روزل شوى دى دوى بايد يو څه دخپل هيواد
مطالعه وكړى دخپل ولس مزاج ته دى په ژوره توګه ځير شى دلته عجيبه ولس
ميشت ده دا ولس او دوى بيخى له يوه بله سره ليرى دى

دخپلو خلكو دسزورى کيسه مى را نښلولى وه
له بده مرغه دارنځ دولس په هر قشر كى شتون لرى او شاغلى ليكوالان اويا
به شه دا وى چى دټول افغان ملګرى ياد كړم دوى هم ځانونه نشى مستثنى كولى
زه دى عربى منتديات او دبحث فورمونه كله كله ګورم خو دا زموږدځينى ملګرو
ښكنځلنامى چى ووينم نو غريو نيولى شم او زړه مى راډك شى څو ځله ووايم
چى لويه خدايه داموږ دى څومره سرزورى او سرناخلاصى پنځولى يو !!!!!!!

تاسو فكر وكړئ اخر ترڅو به دادسرزورى اوناپوهى
په تروږمۍ كى تيندكونه وهو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

كه داسرزورى او سرټمبګى په دى روان حالت جارى پاتى شى
داموجوده دنړۍ هوشيار او چالاك انسانان مو والله كه په دا
خپلو تورو غرونوكى هم پريږدى دا حالاتو ته وګورئ چى يو
وينى زبيښونكى مو له كاله ووځى بل په دا بله دروازه راته
ولاړوى چى يو مو له څټه كوز شى بل موپه مرۍ كى منګولى
راخښى كړى نو ځكه خو دادومره سرزورى هرچاته سركوزى
كړى يو .

داتورى كيدى شى تك توروى او په ملګرو به بد ولګيږى
خو له سوى زړه راوتلى دى او سوځى هم په تاسو نو تاسو به
ولى رانه خپه كيږئ

په مينه


Anonymous
30.03.2006

زورملوال صيب !درستی خبری دي سمې دي همداسې ده
دخانانو نوکر دخپل بادار نه ډير کلان کار يې ، زموږ دحکومتو نو هم همدا حال وو٠
زما يو ډير نږدی دوست دترکی په وخت کې کمونستانو ونيوواوتری تم شو
پلار بد بخت يې چې ډيرمحترم او يو مخور شخص وودډيرو لالهاند هلوځلو روسته
وتوانيد دخپل ځوی پته دداخلی وزرت په تاکاويو ولګوی،
ولی دکمونستانونه دهغه دخلاصيدو امکان اصلا نه وو حال دا چې بيچاره يې بې ګناه
اوبې خطا صرف په دي نيولې وو چې دی به سازمان ته نه ته اومونځ به يې کاووے
پلار ته يې چا وويل چې ته ولاړ شه دروسانو مشاور سره وګوره امکان لرې

مرسته به درسره وکړې ،خبره لنډه دځان روسی مشاور ته ورسوو مشاور
ددځوی دوسيه راوغوښته ترجمان روسی ته لګياوو اومشاور سرورته خوځوو
وف اوچوف يې کوودترجمان په واسطه يې دبندی پلار ته وويل چې
ستا په ځوی بې دليله داعدام حکم شوی او زه به امر وکړم چې خوشی شی٠٠
ولې سره ددي هم دی کم بخت پينځ کاله په پل چرخې کې تيرکړل٠
دي ته وائې افغانی سر زوری او افراط٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more