نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
حماس ولي بري ته ورسيدو
Anonymous
28.03.2006
--------------------------------------------------------------------------------
محترمو وروڼو او خويندو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،
لكه څرنګه چي ټولو ته معلومه ده چي يو څه موده مخكي د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ ( حماس ) په انتخاباتو كي په يو لوي بري سره كاميابه شوله
او ويي كولي شول چي سره له ټولو ستونزو او مشكلاتو سره په خپل وقف او تګ لاره باندي ټينګه ودريږي ، او د أمريكا او دهغه د ملګرو دوه مخيزه سياست نړي ته او بالخصوص اسلامي نړي ته په ډير وضاحت سره ښكاري كړي .
ځكه چي د امريكا اداره هر وخت د ديموكراسي ناري وهي چي په نږي كي به ديمو كراسي خپروي او د ديمو كراسي پلوه حركتونو سره به مرسته كوي
خو كله چي دفلسطين داسلامي مقاومت غوځنګ ( حماس ) په غوڅ اكثريت سره
دفلسطين د پارلماني انتخابت وګټل ټوله اوروپايي نړي او امريكا ددي انتخاباتو چي د نړي ټولو ازادو او خپلواكه رسنيو او بين المللي مؤسسو دا انتخابات ازاد وبلل.
خو امريكا سمد لاسه خپلي مرستي په فلسطينيانو بندي کړي او د اسرائلو غاصبو ځواكونو ته يي د فلسطينيانو دمرګ اجازه يوځل بيا وركړه
دحماس كاميابي لاندي سوالونه را پيدا كوي
1 ـ كوم لاملونه ؤ چي حماس وكولي شول چي دومره محبوبيت دفلسطين په خلكو كي پيدا كړي ؟
2 ـ ايا دحماس كاميابي نورو اسلامي غورځنګوته يو الهام نه دي چي له دي نه عبرت او زدكړه وكړي او هغه لاملونه چي دوي يي كاميابي ته ورسول؟
3 ـ آيا د حماس كاميابي د أمريكا او نوري نړي دوه مخييزه سياست نه څرګندوي أو دا ديموكراسي چي دويي ناري وهي تر سوال لاندي نه راولي؟
4 ـ لكه څرنګه چي ټولو ته معلومه ده چي حماس أفكار او نظريي د أخوان المسلمون له نړيوال تنظيم سره سمون لري او ټول بنياد ايښودونكي يي د اخوانيانو غړي ؤ نو سوال دادي
چي ولي اخوانيان په افغانستان كي د كاميابي پړاو ته ونه رسيدل او حماس وكولي شول چي كاميابه شي.
5 ـ ايا كه چيرته په رښتيا هم په اسلامي نړي كي په ازاده توګه انتخابات وشي
نو اسلامي غورځنګونه او تنظيمونه به يي ونه ګټي.
6ـ ايا حماس به وكولي شي چي خپل حكومت په توګه وچلولي شي او يا به غربي فشارونو ته ټينګ نه شي او خپله لاره به بدله كړي او اسرائيل به په رسميت وپيژني چي دا به د فلسطين دخلكو سره چي په دوي يي اعتماد كړي جفا به نه وي.
غواړم چي به دي څه وليكي
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ځ
_________________
Anonymous
29.03.2006
وائې دوړندوپه ملک کې يو سترګئ پاچا وی،
شايد دائې علت وی چې دکومې ورځې نه چې فلسطين خلک پيژنې
ورسره ديو تمساح ماننده دکتاتور نوم هم ضميمه کوي چې تر څو مردار
نه شوه فلسطين ورنه خلاصئې نه درلود،پوشوی چې څوک ښيم؟
بلی ياسرعرفات کله چې رخصت شو نودلمړی ځل لپاره دفلسطين بی وزلې
اومظلومه ملت داموقع په لاس ورغله چې په خوښه حکومت وټاکی ا ولکه څنګه
چې وائی هر ملت دخپل استعداد په اندازه خپل مشران ټاکې همغسې هم وشول٠
حماس ته ئې رايې ورکړی اوس دي خدای دخليج دپرتوګ ښکلې عربانوخير کوی٠
زما په نظر سګ زرد برادر شغال٠