نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا مسيحي دين دومره بد دی...؟
Anonymous
28.03.2006
که په يواسلامي هيواد کې :
زيات شمير کسان په علني توګه لارې شکوي، داړه ماري کوي، بچه بازی اولواطت کوي، دښځو په حقوقو پښې ږدي اوښځينه موجود سره خوبيخي دڅاروي په څير عمل کوي اوهغه يو ناقص العقل مخلوق ګڼي، ښځې خرڅوي، کوچنيان تښتوي اوخرڅوي، ١٢کلنوهلکانو ته ګينګړي په پښو کې اچوي اوبيايي په ميدان کې ګډوي او نور نور فجايع......
که په يو اسلامي هيواد کې:
داسې (اسلام سالاران) موجود وي چې دګيرې هر تاريې دزرګونو کسانو په وينو رنګين دی، دهيواد دبربادۍ مسوليت په غاړه لري او لا اوس هم يو وطنوال دبل سره په جنګ اچوي اوپه خپل ټول وس هرجنايت او دووسۍ ته لاس اچوي او ددولتي ملاتړ نه هم برخمن دي، خو.....
هيڅ محکمه او هيڅ مظاهره دهغوی په ضد نه راولاړيږي او نه يې غندنه کوي. ايا داعملونه اسلامي دي؟؟؟
خو يو بيچاره رواني ناروغ چې ځانته يوبل دين (عيسويت )غوره کوي بيا نو داسې غوغا جوړيږي چې هغه ته حتا داعدام دسزا غوښتنه کيږي.
ايا داعيسويت دومره بد دی؟ که داسې وي نو بيا خو بايد دعيسويانو خيراتونو ته هم لاس ونه نيسو. په لکونو افغانان او ډير (اسلام سالاران)په عيسوي مذهبه هيوادونو کې له خيراتي مرستو څخه ژوند کوي، کوچنيان يې ښونځيو ته ځي اودعيسويانو دمرستو له پيسونه په جوړو شوو اسلامي جوماتونو کې لمونځونه کوي. همدغه قاضي صاحبان چې عبدالرحمن ته مرګ غواړي تنخا يي ترډيره حده دعيسوي مذهبه هيوادونو له مرستو تامينيږي او پخپله هم په دې ښه پوهيږي .نو زه نپوهيږم چې ددې مسلې منطق چيرې دی؟
موږ په تيرو څومياشتو کې په کابل کې دڅو بهرنيانو دمسلمان کيدلو شاهد وو او په هغو مو خوشالي کوله، او عيسويانو هغو ته هيڅ هم ونه ويل او نه يې کومه جزا ورته وټاکله. نو که يو مسلمان عيسوي شي نو ايا اسمان راولويد؟؟؟؟هغه هم يو عادي روانې ناروغ.غوغا او محکمو ته کومه اړتيا وه؟؟؟؟؟
زه
له ډرونټې نه
ً
Anonymous
28.03.2006
بس
خدای دپوهه کړه
Anonymous
28.03.2006
که بد نه وی نوولي تراوسه مسيحي نه يی ؟؟؟
اوکه يی نو ولی يی پټوي ؟؟
ځکه اوس خوموپله هم درنده ده
Anonymous
28.03.2006
سلامونه٠
وروره واقعونه دی بيان کړۍ،خو داځينی کم ظرفيته په دی منطق نه پوهيږی ٠
دوی به کله هم واقعيتونه درک نه کړی،همداسی پټی سترګی به له دنيا ځی٠
bya salamona!
Anonymous
28.03.2006
محترم يا محترمې وروره خورې سلامونه درلېږم!
له سلامه پس دا کلام دی چې نوم دې يوازې مېلمه دی خو ښه ده شوه چې ډرونټه دې له نورو مېلمنو بېلوي.
ښکاري چې يوه خور ېې او ډېره سپېڅلې ، بادليله ، منتقواله ېې ، خو دې سره لکه څنګه چې له ډېرو ولولو سره دې ښکلي دليلونه بيان کړي د اخري مېلمه له خولې چې ځينې خلق په دې ريښتيا او او يو نيم ستا په ولوليزوخبرو نشي پوهېدلای او يا هوم نه غواړي ځواب ورکړي.
خورې ستادليلونه د ښځو په اړه بلکل سوچه دي او په ريښتيا هوم ښځينه په پاکستان ، افغانستان کې ډېرې ځورېدلي ، کړاؤ ېې تېر کړی. او هوم ماشومانو او ځوانانو.
ستا اسلې خبرې له به راشو چې تا وېلي دي چې ....(( داسې (اسلام سالاران) موجود وي چې دګيرې هر تاريې دزرګونو کسانو په وينو رنګين دی، دهيواد دبربادۍ مسوليت په غاړه لري او لا اوس هم يو وطنوال دبل سره په جنګ اچوي اوپه خپل ټول وس هرجنايت او دووسۍ ته لاس اچوي او ددولتي ملاتړ نه هم برخمن دي، خو.....
هيڅ محکمه او هيڅ مظاهره دهغوی په ضد نه راولاړيږي او نه يې غندنه کوي. ايا داعملونه اسلامي دي؟؟؟ ))....
لکه څنګه چې تاسو داسې ليکلي دي دا پورته ستا ليکنه ده نو ددې په ځواب کې دومره وايم چې دداسې پوهې خاونده لکه تاسو زه فکر کوم چې ښه پوهېږي چې د اسلام له نومه غلت تعبير اخيستل شوی او ورانکاروداسلام نوم وسله ګرځولې ، اوس خو ته راسره هوم دا منې زه پوهېږم ، خو بلې لورې ته بيا دا سوال د خلقو زهنونو ته راوچت شي چې ته داسې ليکې ايا ته خو به داسلام په پرتله په نوم عيسايت دين ته ترجيح نه ورکوي؟ دا يوه ښکاره خبره ده چې عيسا عليه سلات وسلام داسلام سوچه اوسپېڅلي دين نازولی پيغمبر وو ، دا پدې چې دی د سپېڅلې پېغلې موربي بي مريم نه زېږېدلی او دقران له ترفه ډېر تفسيرن راسره معلومات نيشته ګنې ټول به مې ليکلي وو خو اسلام ته چې مسلمانان ترجيح ورکوي يا ېې غوره ګڼي ځکه چې ددې درې نورو سپېڅلو کتابونو چاڼ پکې موجود دی او په پوره وسيع علم سره قران مکمل کتاب داخرالنبي حضرت محمد (ص) باندې نازل شو او په دې باندې د نبوت دور پای ته ورسېدو يعنې، نشته پس دمحمده انبيا، او په پخواني اصيل انجيل کې حضرت عيسی ته وېل شوي وو چې يوبل پيغمبر به راځي چې نوم به ېې په اسمانونو کې احمد وي ، او دا د حضرت محمد (ص) نوم دی په اسمانونو کې او دلته په ځمکه ېې نوم محمد(ص) دی. ستادخبرو په تاييد سره به اوېم چې درېواړه کتابونه په حق رانازل شوي دي او مونږ ېې منو ، خو بيا قران ددرېواړو مفهوم څرګنداو ديودين اسلام په جامه کې مکمل دی او د انسانانو تر منځ ېې د توپير، تورو سپينو فرق ورک کړی خو يوازې غوره والی د انسان له انسانه په اعمالو دی.
تاسو دا هوم ليکلي ...
((( موږ په تيرو څومياشتو کې په کابل کې دڅو بهرنيانو دمسلمان کيدلو شاهد وو او په هغو مو خوشالي کوله، او عيسويانو هغو ته هيڅ هم ونه ويل او نه يې کومه جزا ورته وټاکله. نو که يو مسلمان عيسوي شي نو ايا اسمان راولويد؟؟؟؟))) ....
دا خو په ريښتيا هوم د خوشالېدو خبر دی چې مشرکين ، بې ايمانه ، يا کافر مسلمان شي. خو که يو مسلمان عيسوی ، يا بل ډول دين ته واؤړي نو سوال دلتکې دا دی چې وجه ېې څه ده چې له داسې غوره مکمل دين چې د ټولنې پوره سمبالونکی دين دی او هر څه ته پکې دليل شته که روا ېې ده او که نا روا؟ واؤړي ولې؟؟
نو ددې ځواب دې اووايي. بله دا چې زه فکر کوم چې په اسلام کې چې يو مرتد ته مرګ روا وېلی شوی هغه ځکه چې هېڅکله پيدايشي مسلمان نه کافرېږي او په تېره بيا افغان چې له ټولو اقوامو نه ټينګ او با عزمه مسلمان قوم دی . نو مرګ ېې اله روا شي چې دی بيا يا جاسوس وي يا د مسلمان په څېره ېې خلق دوکه کړي وي ، او هوم ېې په راتلونکي کې کېدی شي د مسلمانانو خلاف د زرر تبليغ ډېر شي او د مسلمانانو د ضيعيف پوائنټ يا ټکي نورو ته ښکاره کړي .
نو دا يو ډېر لوی بحس د عالمانو پوهاند غواړي زه اسې خپل له انده تاسو له ليکل کړم ، هيله ده چې زما ليکل باندې پوئ شئۍ
خدای دې ټول عالم اسلام وروڼه له شرکه ،غيبته، او بې پتي نه اوساتي
امين سوم امين.
Re: bya salamona!
Anonymous
29.03.2006
[quote:fc08f5aa07="mamood Asifi"]دا خو په ريښتيا هوم د خوشالېدو خبر دی چې مشرکين ، بې ايمانه ، يا کافر مسلمان شي. خو که يو مسلمان عيسوی ، يا بل ډول دين ته واؤړي نو سوال دلتکې دا دی چې وجه ېې څه ده چې له داسې غوره مکمل دين چې د ټولنې پوره سمبالونکی دين دی او هر څه ته پکې دليل شته که روا ېې ده او که نا روا؟ واؤړي ولې؟؟
.[/quote:fc08f5aa07]
وجه يې دا ده چې ستا دا خبره چې ستا دا خبره ټوله غلطه ده. دلته اسلام ملايانو د خپلو ږيرو د دايرو پورې محدود کړى دى. هغوى دليل او ثبوت هيڅ نۀ پېژني چې څه دى او څه ته وايي. هغوى د دليل او منطق ځواب د مرګ په فتوى ورکوي او د ورورولۍ او انسان دوستۍ ټکي يې د خپلو لغتونو نه بېخي ويستلي دي. د عيسايانو په مرستو او تنخواګانو تر پوزو پړسېدلي دي خو د هغوى د وژلو لپاره فتوې هم ورکوي. د نورو خلکو لپاره دا حق ورکوي چې مسلمانان شي خو مسلمانانو ته دا حق نه ورکوي چې بل دين غوره کړي. د دې معنا دا چې د نورو نه دا تمه لري چې د اسلام احترام دې وکړي خو په خپله د نورو د دينونو احترام نه کوي.
که نور څه وجوهات وي نو ته يې ووايه.
Anonymous
29.03.2006
محمود اصف وروره! احساسات او نظر دي دډيرد قدر وړ دي
خو پښتودي زما بډوډی دخنداوچول٠ خپه نه شی هسی ټو که می درسره وکړه٠
bya hom salamona
Anonymous
29.03.2006
بيا هم ټولو دوستانو له سلامونه !
لومړی روره ګله لاندينی مېلمه تاته يو شی اوېم ! هغه داسې ده چې زه ډېر لوست په پښتو کې نه لرم دا څه چې ليکم زده مې دي او ما د پوره پښتو زده کړې لپاره خواست غوښتنه کړې وه دلتکې په ټول افغان کې خو چا بيا سر هوم راباندې ونه خوزاؤ، او بس خبرې راباندې چالو شوې.
ياره نو يومتل دی چې وايي څه چې په کټوۍ کې وي په پلېټ کې راؤځي.
نو که ته راله غلتي اوښيې خوشالېږم دوسته مهربانه.
نور به دومره اوېم دا شرف رور له چې ګرانه د زړه سره داسې خبر ده چې کوم موليان ته را په ګوته کۍ زه درسره منم چې هغه اسې د ټپوس بچي دي د عربانو غولامان دي او تر اوسه هم په دې ورانګاريو چې لاس او ګرېوان دي ټول پښتون نسل تباه کول غواړي او دعربو کلتور ته لبيک وايي چې هومدا عرب ورله بې حېثيته ګوري او وايي چې افغان قوم اسامه مسلمان کړو، د افغانانو جهاد په اوبو لاهو شو.
ګرانه زه کوم ملا، عالم نه يم چې تفسيلن ځواب درکړو، خو بس د زړه خواله او لږ شانتې خپل اند خپلو افغانانو سره شريک کړو.
بس دا به اوېم چې ...
دا ژوند زمونږ تېرېږي په دنيا خاورې خځلې ، دا ولې؟ دا ولې؟ دا ولې؟
حکمت د دين حصه وه مونږه اوګڼله سپکه دا ځکه داځکه داځکه