د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

كونداليسا رايس نن msnbc ته وويل چه د مسيحي دين مذهبي واعظين به افغانستان ته ځي

Anonymous
27.03.2006

...................مسيحي مذهبي واعظين يا missionaries (مُرْسَل دِينِيّ )

كونداليسا رايس څخه خبر يال پوښتنه وکړه چه :
امريکا غواړي چه ديمکراسي د نړۍ هر ګوټ ته ورسوي ٠ او نن ورځ په افغانستان کي د مرګ حکم صادريږي   پر عبدالحمن باندي !
كونداليسا رايس وويل چه دا هغه افغانستان دۍ چه لږ وخت دمخه  د ښځو 
تعليم  جرم وو ، او په سټېډيم کښي يي  اعدام کاوه، کولو ٠ او تازه د طالبانو له چنګه راوتلی٠ 
هو! مشکلات سته ٠ خو کرزي ته مو وويل چه محکمه دي خپله فيصله  ، حکم 
وګرځوي ٠ 

خبر يال پوښتنه وکړه د كونداليسا رايس څخه  (وزير خارجه )
چه مسيحي  واعظين بايد تشويق سي چه افغانستان ته ولاړ سي ؟ (د مسيحي دين د تبليغ لپاره) 
رايس په ځواب کښي وويل چه : هو ! دوۍ به خوښ وي هر کومک چه ورسره کيږي (دمسيحي دين تبلغ هم )
pleased to get the help that they can get" ( ډېپلوماټکه  جمله ده )
او دبل خبر له مخي داسي ويل کيږي چه :
دکابل د طب د پوهنځي محصل  پوليسو نيولی وو پهدې خاطر چه ديني تبلغ  
ئې کاوه يا کولو ٠ او پوليسو داسلام د دين مبلغينوته وويل چه پوهنتون له 
سيمي څخه ليري سۍ ٠ او واي چه نن ورځ ځوانان محصلين تبليغي فعاليتونه
نه کوي ډاريږو ٠ 

اسلامي اصول اخلاق دي !
او مسيحي اصول داسي ليکل سوي چه Mass Control وکړي !
څه فکر کوۍ چه دا د Mass Control  اصول به افغانان مسيحي کړي ؟؟؟؟ 
 


خاټول
27.03.2006

نه کوشانه !خبره داسي نه ده لکه تاچي انگيرلي چي گواکي افغانان له مسيحي مبلغينو نه ويريږي بلکي خبره داده چي ولي امريکا ددغد ناوړه مبلغينومرسته اوسرپرستي کوي ، او ولي دافغاني اساسي قانون په پلي کولو کي خنډونه راولاړوي؟.


داود فايز
27.03.2006

وروڼو سلامونه
اسلام دومره ضعيف نه ده چي د عيسويت ځواب و نه شي ويلي
خو خبره داده چي زمونږ په ملك كي دومره پوهه نشته او خلك په خپل دين صحيح خبر نه دي
بله دا چي دوي چي راځي د مرستو په بهانه راځي خو په عمل كي بل كار كوي
خو خبره دا ده چي هيڅ وخت هم يوه استعماري قوت خلكو غوشتني نه دي عملي كړي او هر وخت يي كوشش كړي چي خپله اجنډا عملي كړي
نو دا بعيده نه ده چي سبا ته مونږ دي محمد ګل په ځاي د بوش ګل نومونه واورو.
په افغانستان كي نن د اسلامي دعوت مخه نيول كيږي او اسلامي داعيان په يو
اوبل نومونو ټكول كيږي او غير اسلامي عناصرو تخ ښه راغلاست ويل كيږي
نور به څه ووايم زړه ډير څه غواړي چي وليكم خو وخت نشته.

[size=18:35d7443f2e][/size:35d7443f2e][size=24:35d7443f2e][/size:35d7443f2e][size=18:35d7443f2e][/size:35d7443f2e][color=cyan:35d7443f2e][/color:35d7443f2e]


داود فايز
27.03.2006

كوهانه وروره
په افغانستان كي دبيان ازادي نشته كه چرته وي نن به يي استاد ياسر په زندان كي نه و اچولي هغه خو ټوپك نه و پورته كړي د دوي په مخ كي بل كي د امريكا دا تور مخ يي خپل ملت ته ښكار ه او څرګندولو
مشت نمونه يي خروار
والسلام على من ابتع الهدى


Dost
28.03.2006

د ټول افغان درنو چلونکواو لوستونکو پۀ سلامونو مو لمانځم!
وروڼو! ما تل پۀ ټول پدې فورم کې ځان تر هجرې او شعر او شاعري پوري محدود ساتلی و، خو ستاسی د دې فورم( له درناوي ډک، آزاد ، علمي او منطقي بحثونه) ته به هم راتلم پخپله به مې څۀ نه لیکل خو د یوۀ کشر پۀ حیث به مې غوږ درته نیولی و . د ملوي صېب حلیمي ،A صیب ،ښاغلي زرملوال صیب ،غروال صیب ،کټوازي صیب او مېرمن غاټول لیکنې به مې پۀ مینه لوستې ، نن پۀ لمړي ځل مجبور سوم چې یو څو کرښې توري کړم .
پدې روستیو کې مې ولیدل چې ځیني وروڼه په مېلمه او نورو مستعمارو نومونو ښکنځلې لیکي چې د فورم چلونکو ورباندي سترګي پټې کړې . د دې پاڼې پۀ سر کې پۀ سختي سره خبرداری ورکړل شوی " چې لۀ داسې لیکنو باید چې ډډه وشي کومې چې د اسلام لۀ سپېڅلې دین سره پۀ ټکر کې وي . خو دلته پۀ پرله پسې ډول داسې څۀ لیکل کېږي چې لۀ اسلام سره پۀ ټکر کې دي خو درنو چلونکو ورباندي سترګې پټې کړې او ړنګېدو زحمت يې نه کوي . [color=white:bcd13752c1]د بېلګې پۀ توګه يي ستاسي پام د ښاغلي کوشان لیکنو ته را اړوم .قضاوت تاسي وکړئ . [/color:bcd13752c1] [quote:bcd13752c1]خو عيسوي واعظين دې افغانستان ته راشي ، څه پروا کوي ؟؟
ايا زمونږه عقيده دومره سسته ده او يا زمونږ د دين منطق دومره
ضعيف دی چې د يو څو عيسوي واعظينو په راتللو به مونږه
بله چاره نلرو غير له دې چې بيا عيسوي شوو ؟؟ [/quote:bcd13752c1]
ګرنه کوشانه! تبلیغ ډېره لویه اغېزه لري ، ایا ټول مذهبونه پۀ تبلیغ منځ ته ندي راغلي ؟؟؟ که يې اغېزه نه درلودی نو عبدالرحمان ولې مرتد سو ؟؟
ښاغلی کوشان بیا لیکي.
[quote:bcd13752c1]خو زمونږه مسلمان ورونه ، نه يواځې چې زمونږه مسلمانانو وينې يې تويې کړې بلکې زمونږه خويندې او ميندې يې بې عزته کړې ، زمونږ په ماشومانو يې جنسي تيری وکړ او زمونږه څوارلس کلنې لورګانې په زوره نکاح کړې ، ښه بيلګۍ يې مسلمان سياف ، مسلمان رباني ، مسلمان مسعود ، مسلمان کلبدين ، مسلمان عمر او مسلمان بن لادن دي .
نو مسلمان چې د مسلمان د وينو په تويولو په کمين ناست دی لکه طالبان ، ولې سړی عيسوي نشي ، لږ تر لږه خو عيسويان د يو بل د ژوند له پاره خپل اواز پورته کوي . خو که يو بل مسلمان خپل لور عربي شيخانوته د څلورمې ښځې په صفت نه نکاح کوي ، د خلقي او ملحد تر نامه لاندې د نورو مسلمانانو له خواه وژل کېږي .

[size=18:bcd13752c1][color=blue:bcd13752c1]نو اوس ته ووايه چې سړی عيسوي وي ښه ده او که مسلمان ؟؟[/color:bcd13752c1][/size:bcd13752c1][/quote:bcd13752c1]
ګرانه کوشانه! سخت روحي ناروغه ئې لۀ یوۀ پلوه د عیسوي تبليغانو راتګ درته هیڅ د اندېښنې وړ نه ښکاري او له بلې خوا عسویت لۀ اسلام سره پرتله کوې چې ګواکې عیسویت تر اسلام خوندي او پر امن مذهب دی . ستا پۀ دې پوښتنې خو صابرمېلمه ښه سابۀ در په مالګه کړي وو .
دلته پۀ هند کې عیسوي تبلیغ ډېر زیات ده ، دوئ لۀ پسمانده طبقو سره مالي مرستي کوي او پۀ نتېجه کې پۀ زرګونو ندوان عیسویت ته ورواښتل ، څومره چې هندوان پۀ خپل مذهب کلک ولاړ دي له بده مرغه موږ(مسلمان)پۀ خپل مذهب دومره کلک نۀ یو ولاړ ، حال دا چې دافغانستان وګړي اکثره غریبان او تر ما بدتر بې سیواده دي
ستا دغه افکار او نظريې هم زۀ د یوۀ نفي تبلیغ او ککړ چاپېریال زېږنده بولم کوم داسې اسلامي اصول راښودلئ سئ چې هغه د بشریت پۀ زیان وي اسلام یوکامل مذهب ده چې هیڅ راز ترمميم پکې نشي کېدئ ، نو بد کوئ چې دخلکو لۀ احساساتو سره لوبي کئ ٠
[color=yellow:bcd13752c1]ښاغلي زرملوال لیکلې کوشان ته [/color:bcd13752c1]

[quote:bcd13752c1]
ما چيرى هم دومره ستوخى خبرى نه وى كړى خو كوشانه تا دى خبروته اړكړم
چى خبره تر دى ځايه را ورسيده زما يي دخداى په امان زه به دا دعا درته كوم
چى الله پاك دى سمه لاره در وشيي او ستا خپله خوښه [/quote:bcd13752c1][/u]
ګرانه او زړۀ ته رانېزدې زرملواله ورورکیه!
باور وکړئ چې پۀ ټولو لیکنو مو ویاړم ،ځکه ستاسي لیکنې لۀ هره لورې شفافې دقران کريم پۀ سپېڅلو ایاتو ،مبارکو حدیثو او معقولو دلايلو ولاړې وي ،هو دا بېله خبره چې ځېنو پرې سترګي پټې کړې ٠ بس که تاسې یو څو هم ولاړاست نو ټول لکه زه او کوشان للو پنجو سره پاتي سو.
پۀ خورا خوږمن او دردېدلي زړۀ
ستاسې یو کشری مسافر ورور "دوست"


Anonymous
29.03.2006

[quote:74121fa50d="Dost"]دلته پۀ هند کې عیسوي تبلیغ ډېر زیات ده ، دوئ لۀ پسمانده طبقو سره مالي مرستي کوي او پۀ نتېجه کې پۀ زرګونو ندوان عیسویت ته ورواښتل ، څومره چې هندوان پۀ خپل مذهب کلک ولاړ دي له بده مرغه موږ(مسلمان)پۀ خپل مذهب دومره کلک نۀ یو ولاړ ، حال دا چې دافغانستان وګړي اکثره غریبان او تر ما بدتر بې سیواده دي
[/quote:74121fa50d]
دوست ماما، چې په هند کې عيسوي تبليغ دومره زيات دى نو ته تر اوسه پورې ولې عيسوي شوى نه يې؟
ځکه نه يې عيسوي شوى چې ته په خپل ايمان او اسلام کلک ولاړ يې. دغسې مونږ هم يو. عيسوي مبلغين مونږ ته هيڅ زيان نه شي رسولاى. که زمونږ عقيده او ايمان پوخ وي نو هيڅوک هم مونږ د خپل دين او مذهب څخه نشي اړولاى. او که د چا ايمان او عقيده دومره کمزورې وي (لکه د طالبانو چې د بودها د بت نه ويرېدل چې هسې نه دا راته اوس خداى شي ) نو بيا مونږ په هغوى څه کوو؟
يوه ټوقه به درته وکړم. وايي چې يو سړى هوټل کې کېناست د خوراک لپاره، هوټلچي ورته غوښه راوړه. هغه سړي چې غوښته وخوړله نو بيا يې د هوټلچي نه پوښتنه وکړه چې " دا غوښه د څه شي وه؟" هوټلچي ورته وويل "تا چې خوړله نو نۀ پوهېدلې چې د څه شي غوښه وه" هغه ځواب ورکړ " نا زه څه پوهېدم چې د څه شي وه". هوټلچي ورته وويل "نو بيا يې څه کوې چې په خوند يې پوه نه شوې په معلومولو يې څه کوې، خېټه خو دې هسې هم ډکه کړه". مطلب دا چې د کومو خلکو ايمان دومره کمزورى وي چې په دې وېرېږي چې د عيسويت په تبليغ به عيسويت ته واوړي نو هغوى دې يا مسلمانان وي او يا عيسويان، څۀ توپير لري؟ يا په اسلام او عيسويت باندې څه اثر پرېباسي؟

بيا دې ليکلي:
[quote:74121fa50d]ګرنه کوشانه! تبلیغ ډېره لویه اغېزه لري ، ایا ټول مذهبونه پۀ تبلیغ منځ ته ندي راغلي ؟؟؟ که يې اغېزه نه درلودی نو عبدالرحمان ولې مرتد سو ؟؟
ښاغلی کوشان بیا لیکي. [/quote:74121fa50d]
نو سمه ده چې تبليغ اغېز لري خو که مونږ په اروپا او امريکا کې د خپل مذهب د تبليغ حق لرو نو عيسويان يې ولې نۀ لري؟ يا خو داسې ووايه چې مسلمانان د اسلام تبليغ کوي دا دې نه کوي، د يو مذهب تبليغ دې هم څوک نۀ کوي. اوکه زه او ته د اسلام تبليغ کوو نو هر څوک حق لري چې د خپل مذهب او دين تبليغ وکړي.
زما هدف دا نه دى چې څوک د عيسويت تبليغ يا منلو ته تشويق کړم (دا مې ځکه وليکل چې ستاسې ضعيف ذهنونه د دليل او منطق د خبرو نه همدا مطلب اخلي) خو وايم چې ستاسې دا خبرې نړۍ ته دا تاثر ورکوي چې اسلام ګوندې يو تنګ نظره مذهب دى.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more