نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پدرام د ٥٢ ميليونوافغانانولحاظ هم نه کوي
Anonymous
23.03.2006
عبدالطېف پدرام د ېوى خبرى غونډى پر مهال ووېل، که د افغانستان ٢٥ مېلېونه وگړى د ولسمشر کرزى پر کابېنى هوکړه هم وکړى، دى به ېى نامشروع وبولى.
:o
نه پوهيږو چې دې ځان ته څه فکرکوي چې څوک دې ؟
والکه ، پرځای دې کېنه ، خوشې نېغ نېغ کېږه مه ، د خپلې شړۍ سره دی پښې وغزوه
موږ خو ولاکه نورڅه درپکی وينو خو يو شې له ورا يه ښکاري چې ستا اود( بابي دېول ) تر منځ فرق نشته
شاغاسي
Anonymous
24.03.2006
شاغاسي ليکلي:
[quote:a7e69a1c4b]عبدالطېف پدرام د ېوى خبرى غونډى پر مهال ووېل، که د افغانستان ٢٥ مېلېونه وگړى د ولسمشر کرزى پر کابېنى هوکړه هم وکړى، دى به ېى نامشروع وبولى.[/quote:a7e69a1c4b]
وروره اول سلام، بيا:
ها يو متل دۍ،
[color=yellow:a7e69a1c4b] [size=18:a7e69a1c4b]ليوه چې زوړ شي نو دشغالانو په خوله کې لويږي[/size:a7e69a1c4b][/color:a7e69a1c4b]
نو وروڼو که ځير شو نو مونږ پښتانه هم همداسې يو
اوس چې نه رهبر لرو، نه ملي يووالی لرو، نه هم د خپلی ژبی
او تاريخ په قيصه کې يو، ها ډېر وياړ او مباهات مو يواځې
داسلام دين نه هغه يو طربه اخيستنه چې مسلمانان خو وروڼه دي،
نو دا نورې خبرې دې په وربشو، دي او بس!
ايا په افغانستان کې دا نور قومونه او د هغوۍ د نامه او ګټو په نمايندګي
مبلغين او سياستچيان او دودپاله مخکښان هم مسلمانان دي ؟
که داسی ده نو ولې د کاريکاتورونو او دګوانتانامو د حوادثو
په اړوند يواځې په پښتني سيمو کې د تشددي احتجاج او د الله لپاره د خپلسري
"شهادت" جامونه په سر پورته شو؟؟
تاسې به يو هم غير پښتون (تاجک، اوزبيک، پشه ئي او يا کوم بل زمونږ "ديني ورور" په داسې جالونو کې ښکيل راؤنه ښئيۍ، دا ولې؟
په دغه ديرش کاله جګږه کې پښتانه و چې هم دروس او هم د امريکې د دايمي
بمبارو او ميزائلي حملو تر لاندې ئې غډ او کوچنۍ تباه کيږي،
مسعود خو د نه کاله جهاد څخه اته کاله روسانو سره پوتوکول لره،
اوس هغه دۍ ملي قهرمان هم دۍ!
اخر مو نږ پښتانه څوک يو ؟
ايا مونږ باندې ځان ساتنه او ملي بقا د همدغه اسلام دين سره په
تطابق کې نه ده فرض؟
او که نه، مونږ بايد پورته پورته ؤغورځو او کله د عربو، کله دپاکستانيانو
او په اصل کې دخپلو پټو او طبيعي او اوږدمهالو دوښمنانو يانې ايران او روسيې
د پيلانونو د قدم په قدم پلي کېدو ته لارې هوارې کړو!!!
پښتونه، اۍ بدبخته، دا ته څه کوې، خپله پښه په تبر ولې وهې؟
وائي : اول ځان دۍ بيا جهان
زه نه وايم او هيڅ يو اصيله پښتون به و نه وائې چې مږه دي وي نور
قومونه، هغه څه چې مونږه پښتنو ته حياتي او انکارنه منونکۍ اهميت
لري داده چې نور نو زياتي ټولې کاسې په نږېدو دي، که يو لږ څه نور
هم دغسې ويده پاتې شې پښتونه، له تا او له اولاده به دې د امريکې
سره پوټکي جوړ شي او هغه ورځ به ليرې نه وي چې په خپل هيواد
کې به په ساتونځايونو (reservoirs) کې د حقارت او نيستئ شپې
سبا کوې او خپل د هغه تاريخي غښتلتيا، جسارت، زړورتيا، لويوالي اوحتا ساده
خو په پت انساني ژوند په بايللو د حسرت اوښکې تويوې٠
پښتو به يواځې په کيږديو کې هغه هم د يو ډير سطحي او ابتدائي ژوند د ورځني اړتياؤو په محدوده کې (د يو څه بخت په لرلو سره )يواځې وئيل ، نه ليکل کيږي!
سوچ ؤکړه ، ته بايد ځان ؤژغورې او که نه! بايد د "اسلام" دپاره تش په نامه
ځان برباد کړې او خپل د بقا لپاره يوه ګوته هم و نه خوځوې؟
ګوره، ايا دا نور قومونه مسلمانان نه دي؟
که وائې چې دي، نو ولې تاغوندې ځان نه پرې حلالوي او خپلې ژبې
دوددستور او ان زمونږ په هيواد کې خپل د قام دبشپړ سياسي حاکميت
دعوې څه چې په عمل کې اجرا کوي٠
که اساسي قانون، پارلمان، کابينه، دمعارف وضع، مطبوعات، انترنيټ...او او او کې، پښتو او پښتنو سره کرکجن چلند او د هغو د هست و بود په نسبت د تبعيض او بربڼډه دوښمنئ ته ځير شې نو راسره به ئې ومنې :
[size=24:a7e69a1c4b][color=red:a7e69a1c4b]ليوه چې زور شي ، نو د شغالانو په خوله کې لوېږي[/color:a7e69a1c4b][/size:a7e69a1c4b]
بادکا
Anonymous
24.03.2006
ډيرګران بادکاسلام مي ومنۍ
ټولي خبري دپښتنو په باب صدق کوي اوپښتانه يواځي ملامته دي ٠ ددوی خپل کورسم نه له بله څه شکايت ٠ ددنياپرسرچه کوم منفي صفت دۍ په دوی کی په نا انصافه توګه وجود لري ٠
ددی پښتونولي څه ده شمله می جګه ده توره می تيره ده په خدای که بي مرګه راڅخه خلاص سی ٠ اوچه کاراوژوند ته وګوری نه به په انساني اصولو وي اونه په کوم مذهب برابر
دوی له مذهبه هم صحيح برداشت نه دی کړی اوعلت يې بې مفهومه پښتونولي ده ٠ دايوداسی مرض دی چه پښتانه يې د رغنده اوسالم فکر څخه اړولي ٠ دټولنيز پرمختګ ، اتفاق ، حقوقو ، تعليم اوان دصحت مخه يې نيولی ٠ پښتانه يې افراطي کړي ٠
مونږ يې وينو چه ميلمستيا په کوم سرنوشت اړولي خو څه وکړو که څه نه وايو تبا کيږو او که وايو يې نو بايد له خپله ځانه پېل وکړو ٠ په تشو باګو او پوچ غرور خو تردې ورځې راورسيدو نو دابه هم بي انصافي وي چه ښه يې وينو چه کندی ته غورځي او سترګی پری پټی کړو ٠
دانورقومونه هم ترستوني په جرمونو ککړدي اوځينې يې ترپښتنو بدتر دي ٠ قاتلان خاينين ملحدين قاچاقبران اوغله تر پښتنو په هغوی کی ډير دي څومره بچه بازي غلااوقماربازي چه په ازبکو کی ده دومره به په پښتنو کی نه وي ٠ همدغسی يې دښځو ژوند ته نظر وکړۍ ٠
ښاري تاجکان او هزاره ګان به پريږدو خو عام اطرافي قومونه يوله بله په فکر اوژوند کی تفاوت نه لري ٠
نن په ټوله دنياکی پښتون د وحشي ، تروريست ، قاچاقبراو افراطي مسلمانانو په توګه پيژاندل کيږي ولی ؟ يا خو رښتيا همدغسی دي اويا داسی څوک به وي چه دوی يې بدنام کړي
نوحقيقت بايد ولټول شي ځکه چه دوچوله کبله لانده هم سوځي
وسلام
شاغاسي
yaara manem de BADKA
Anonymous
29.03.2006
مرګرو او په ځانګړې توګه بادکا روره سلامونه ومنه!
ياره 100٪ سل په سلو کې درسره په يوه خوله يم.
مونږ به خدای ونه بښي تر هغې چې د جهاد په پوره معني پوئ نشو، جهاد بس يو ټوپک اوچتولو له نه وايي ،خپل نفس سرې جهاد دی، خپل حق غوښتل جهاد دی تري کوؤنکي په مقابل اواز اوچتول جهاد دی. خدای تعا لا وايي چې ته حرکت کړه زه برکت درله راوړم، بل ځاې کې واېې چې تر څو پخپله ځان کې بدلون رانه ولې، خدای به ېې بدل نکړي.
مونږ دې خدای ويښ کړي ، داسې چل دی چې نور به څه نه ليکم شاته به نځو بس د طالبانو بې غورۍ نه ټول افغانستان د کفر ځاله شو. او خپل عزت ېې برباد کړو ټول په ګونتنامو کې په پنچرې کې واچول شول، د اسلام نه ېې عربيزم جوړ کو، او د ټولو سره څه چې اوس د بوش هاغه کونيان عساکر کړي ټولوته پته ده.
بښنه دې وي چې سوچه مې ليکلي...
په پښتنو يو متل برابر دی چې وايي....
خپله مې ويجاړه زه د بل په در ولاړشوم
پښتون ....
منتظرمسید
27.04.2006
ګرانواودرنو،بادکا،شاغاسي اواصفي وروڼو!
ترټولودمخه زماسلامونه اوښي هیلې منئ .
رابه شودیته چې داپښتانه ولې داسې وروسته پاتې اوناپوهه دي ؟ ولې خپل دوست اودښمن نه پیژني ؟؟؟؟؟
هغه څه چې په دې اړوندبادکا لیکلي وو سل په سلوکې دمنلووړدي،بلکې زه خوبه دومره هم ووایم چې بادکاوروره ! داخوجوته خبره ده چې بادکا ستاسومستعارنوم دی ،نوګرانه وروره ماته ستاخبرودومره خوندراکړچې که امکان ولري نوماته یو شخصي لیک راولیږې ترڅوله نږدی نه سره وپیژنواوپه راتلونکوکې دپښتنود نیکمرغۍ اوسوکالۍ لپاره خپل نظرسره شریک کړو.
په هرصورت رابه شواصلي خبرې ته .هغه متل دی چې وایی (یوچاته یی ویل چې غوږدې سپي یووړ،نوهغه په سپي پسې منډې وهلې اوخپل غوږیې نه کاته )،پر پښتنوهم داچل شوی دی ،اسامه راغی چې زه غواړم له کافرانونه اسلام وګټم ، زموږخدای بښلي پښتانه پرته له دې چې پکروکړي چې دارښتیاوايي که کوم پلان عملي کوي داسلام ترنامه لاندې ،بس مټې یی راونغښتې اوهغه ؤچې اسامه مخکې اوزموږوروڼه ورپسې شول ،چې پائله یی زه اوته نن په خپلو سترګووینو.
بله خبره داچې که تاسوپه هندکې دافغانانوتاریخ ته ځیرشئ نوداپښتانه ؤچې په هغه هیوادکې یی هندي اوبنګال کې بنګالي ژبې راژوندی کړې ،هغوته یی وده او پراختیا ورکړه .لاکن دپښتولپاره یی هیڅ هم ونه کړل ،ډیرپښتانه یاافغان ټولواکان ؤچې په هندي اوبنګالي ژبوکې یی لوړه شاعري کړیده ،امادپښتوورسره هډوخیال هم نه ؤ.همدارنګه مایوه ورځ په بازارکې یوکتاب چې پښتانه نومیده واخیست ،خو د هغه په لوستلوسره ډیرخواشینی شوم ،ځکه چې دکتاب په پوښتۍ لیکل شوي ؤ چې (لیکوال عبدالحی حبیبي ،ژباړونکی :بینوا) .هغه څوک چې داکتاب یی لیکلی ؤ،زموږاوتاسوسترپوه اوتاریخ لیکونکی علامه حبیبي (رح)،هم پښتون ؤ،لاکن کتاب یی په پاړسي لیکلی ؤ اوهمدرنګه نورډیرې داسې بیلګې دلته یادولی شو چې ددې پخلای کوي چې پښتانه خپل تاریخي ویاړونواوخپل خوږې اوویاړلۍ ژبې ته نه یوازې داچې کارنه کوي ،بلکې له بده مرغه هغې ته هیڅ ډول پاملرنه هم نه کوي ،موږپښتانودخپل تاریخ ،خپل کلچراودودونوهغه توکي یاڅه چې زموږد پرمختګ ،زموږ دنیکمرغۍ اوغوړیده په لاره کې خنډکیږي ،هغه موټینګ نیولي دي ،لکه که دچاورورومري نوددې لپاره چې غیرت موخراب نشي یاموجائداددبل په ګوتوکې پرې نه وزې ،نودخپلې وریندارې سره چې دمشرې خوراویاموربڼه لري واده کوو،دااصل موپه پیړیو،پیړیوټینګ نیولی دی اوپه سلګونوداسې نوربې ځایه اوبې مانا دودونه شته چې موږنه ورنه تیریږوو،خوپښتو ژبه چې زموږدملي پیژنداوهویت یوه اړینه اونه بیلیدونکې برخه ده هغې ته پام نه کوو،موږپه ستر احمدشاه بابا(رح) باندې تل ویاړو،خودهغه په ویاړلې ژبې پښتو باندې په غږیدو ، شرمیږو. زموږنه چې بل لوری ورک شي نونارې کړوچې :موږپنځه زره کلن تاریخ لرو،خوداموهیروي چې له دغوپنځوزرونه درې زره کاله موږپه جګړو اودښمنیوکې تیرکړي دي ،اوله درې زرونه دوه نیم زره کاله په خپل منځي شخړواو جګړوکې تیر شوي دي .موږپه پلاراونیکه ویاړو ،داسمه خبره ده اوبایدهم په وویاړو، ځکه چې هغوی په رښتیاهم سترکارونه کړيدي اودهغوی له برکته ده چې ترننه زمااو ستانوم او ویاړ ژوندی دی ،لاکن ښه به داوای که زه اوتاهم دهغوی په پلونو روان وای اود هغوی په دود موسترکارونه ترسره کړي وای ،لاکن داسې نده ،هغوی دډیروسترو ځواکونو اوزوروروپه وړاندې دخپل ولس ویاړنې خوندي ساتلې وې ،خو زه اوته دیوه کوچني غلیم په وړاندې چې نه ځواک لري اونه واک ،نه شوکولای د خپلې ژبې ننګه وکړو ،هغه پرموږ اوزموږپه ژبه پورې په جوته اوډاګه خاندي او ملنډې وهي ، امازه اوته ملحوظاتوته ګورو،هغوملحوظاتوته کوموته چې مقابل لوری هیڅ پاملرنه نه کوي اومااوتا مجبورګڼي .
نوترټولودمخه موږلمړی بایدخپل ځان ،خپل توان اوخپل شان وپيژنو،هغه وخت به بیاهم دخپلې ژبې په درناوي پوه شو،اوهم به مومقابل لوری په دې پوه شي چې موږهم ددې حق لروچې خپله ژبه ولرواوپرهغې وویاړو.
بله داچې :که په یوه کلي باندې نیز یاسیلاب راځي نوهرسړی هڅه کوي چې خپل بال بچ اودکورنۍ غړي اوشتمني خوندي اوروغ رمټ وساتي ،وروسته که وخت پاتې وواوامکان شته وودنورووروڼواوګاونډیانوسره مرسته کوي . که څوک راپورته شي او خپله کورنۍ پریږدي اودګاونډیانوپه خلاصون بوخت شي اوخپل بالبچ یی اوبه یوسي ،دانودده ښه سړیتوب نه بلکې ناپوهي اوبدمرغي ده ،ځکه چې هم دخدای (ج) په وړاندې او هم دانسان په وړاندې ،دده لمړنی فرض دادی چې خپل اولادونه له بدمرغۍ نه وساتي ،یوازې هغه وخت کولای دنوروسره مرسته وکړي .
پښتنوتل دنوروغم خوړلی دی ،په داسې حال کې چې خپل ولس ،ژبه اونور ارزښتو نه یی اوبووړي د ي اوبده خویی لاداچې هغه ګاونډی یی ښیګڼه هم نه مني .
نوګرانه وروره هغه دتاسوخبره په ځای ده چې :لمړی ځان ،پسې جهان .
راخئ چې لمړی دځان غم وخورو، لکه چې وینوپدرام اودهغه نورانډیوالان چې موږیی له ډیرې مینې وروڼه بولو،نه یوازې داچې زموږغم نه خوري ،بلکې زموږ د ریښوپه ایستلولګیادي او د هغه بل ورورخبره دامریکاد انډینز غوندې ،مود ورکیدوخوبونه ویني .
نوراځئ چې خپل غم په خپله وخورو.داچې څنګه دځان غم پخپله خوړلی شو، دابیابل اوهراړخیزبحث ته اړتیالري ،خوترټولودمخه موږبایدپدې سره یوخوله شوچې خپل غم به نورپخپله خورو!!!
پریږده زړه دغلیم ټک په حسرت وچوي
پښتون خدای پیداسرلوړی ،معتبردی
ستاسودسرلوړی اوبري په هیله
په درناوي