د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نوی کابینه

Anonymous
22.03.2006

نوی کابینه!

ګرانو هیوادوالو په نوی کابینه کې د سیدمخدوم رهین بیا ټا کل د افغانانو اندیښنو،نظریاتواو نیوکوته چي په کره شواهدوسره په بیابیا ډول د مخلتلفو روڼ اندو،د ډول ،ډول خپرونو،مجلو،اخبارونو،رادیوګانو،تلوزیونونو،عامو خلکو له لاری ،د مخدوم صیب په ضد افغانی کوښښونوچي د دري او پښتو ،خو په خاص ډول د پښتو ژبی په هکله یې لری ،سپکاوی دی .باید د ددغه ټولو یادو شویو اشخاصو نظریاتو او پشنهادونو ته چي دا څو کاله یې په پرله پسی ډول کړی جدی پاملرنه وشی،ځکه دی د ایران د حکومت د خوښولو لپاره د پښتو او دری دواړی څخه تیر دی،که دا وزیر وې د کابل د رادیو او تلویزیون ریس به بیاهم داسی شخص وټاکل شی لکه اوسنۍ ریس چی د آلمان تلویزیون هغه خپرونی چی دکابل تلویزیون لپاره یې په پښتو او دری ژبو برابوی ویلي چي د فوتبال د مسابقو خپرونه د به پښتو نه کیږی،کرزی صیب خو اوس مخدوم صیب ټاکلۍ ،هیله ده چې په پارلمان کی به د پارلمان غړی دي ته پاملرنه وکړی .د یادولو وړ ده چي بي له پښتنو څخه ډیر داسی دری ژبې وروڼه شته چي په ریښتیا له وطن سره مینه لری او تعصب نه لری .ضرور خو نه ده چي هر ځل ناکامی څیری بیا بیا وزیران شی .

د بحرنیو چارو وزارت :

دبحرنیو چارو وزارت اصلاً تر دغه وقته هیڅ کومه خاصه ستراتیژی ځآن ته نه لری،هیله ده چي نوی وزیر صیب دغه وزارت ته ډیر څه وکړی،د بحرنیو چار وزارت ویب سایت چي وګوری فقط د عبدالله او کرزی صیب عکسونه ،د ټیلیفون څو شمیری لیدل کیږی په داسی حال کی چي اوس د یوه وزارت له سایټ څخه خلک ډیر معلومات تر لاسه کولای شی،دا یوازی یوه برخه هغه کارونو ده چي د بحرنیو چارو وزارت کی باید وشی ،د تکړه نویو سفیرانو چي په مختلفو قومونو پوری اړه ولری ټاکل او د امکان تر حده د ځوانو تکړه مسلمانو ټاکل به د وطن لپاره ډیر ګټور ثابت شی ،چي د وردګو والی یې یو مثال دی،کوم خلک چي د تاجکو وروڼو څخه ټاکل کیږی دا خو حتمی نه ده چي هغه باید پنچرمین ،نانابای..... وی په هر قوم کی ډیره تکړه ،تکړه خلک شته ،که یو مسلمان تا جک ورور په یو حکومتی دنده کی په پوره ایماندارۍ سره کار وکړی باور وکړه چي د هر قوم وګړی به پری وویاړی .

په درنښت


Anonymous
22.03.2006

ګرانه وروره چې خفه نشې خود بحر اوبهر په منځ کی فرق کوه ٠ افغانستان بحر ته لار نه لري چې وزات ورته جوړ کړي ٠

دکلتور وزارت ؟
په کلتور وزارت کی خو ډېر شيان وي چې دپښتنو نه خوښيږي نوپښتون يې چې وزير شي بيا به يې خپل پښتانه ښکنځي ٠ کله به پرې د کفر تهمت لګوي اوکله به ورته بېغېرته وايي ٠
په کلتور پورې خو ټنګ ټکور ، عکسونه ، اتڼونه ، تلوېزيون اوفلم هم تړلي چې نران اوښځې پکی وي نوپښتون وزير به بيا هم د خپلو پښتنو له لاسه شرمېدلې وي ٠

پرېږده چې څوک يې چلولې شي هغه يې وچلوي
يوه خبره درسره منم چې وزير که متعصب وي بايد له کاره ګوښه شي اويا بدل شي ٠

حقبين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more