د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولس مشر بايد په كومه ژبه خبرې وكړې؟؟


Shponkay
09.06.2003

د هيواد ولس مشر بايد په كومه ژبه د خلكو سره خبرې وكړې :
1- ايا ددې په هكله په قانون كې كومه ماده شته او يا دا كومه مهمه خبره نه ده ؟؟-
2-په راتلونكې قانون كې بايد دې خبرې ته پاملرنه وشى كه نه؟؟
3- كه دا خپله د ولس مشر خوښه ده په كومه چې ورته ښه ښكاري ؟؟؟
4- د نورو هيوادونو په كړنلاروكې ددې په هكله ستاسو څرګندونې؟؟
.....................................په ډير درنښت


ولسمشر دې په خپله ملي ژبه وغږېږي

N. M. Karaw
10.06.2003

هر ملت په خپله ژبه پېژندل کېږي، که چېرې انسان ژبه ونه لري، په سيمه کې يې حيثيت تر پوښتنې لاندې راځي، که چېرې د هېواد ولسمشر په ملي ژبه غږېدلو باندې شرمېږي، دا په حقيقت کې پر خپل ملت د سپکاوي نظر دی، ظاهرشاه هم دغه کار کړی او اوس چې ځينې دوستان يې ليدو ته ورځي، نو له وار له واره ورته وايي:
بچيم پشتو نه ميفامم، فارسي ګپ بزن!؟؟؟
دا وخت هم ښاغلي کرزي دا کانې شروع کړي، چې بدل شوي ملي سرود؟!!!!! ته درېږي، پښتو ويناوې نه کوي او ان چې له پښتنو سره هم په دري ژبه غږېږي، موږ دا نه وايو چې کرزی دې په دري نه غږېږي، بلکې اصلي موخه دا ده چې بايد ملي ژبه تر پښو لاندې نه کړي.
دا اوس هم هغه نالوستي کسان چې لا د ملي ژبې په ارزښت او اهميت نه دي خبر، پر پاچا نيوکه کوي، چې پښتو يې نه ده زده.
ولسمشر بايد سل په سلو کې په ملي ژبه (پښتو) وغږېږي، که نه، انجام به يې د نورو غوندې شي.


نقاد
24.06.2003

((ولسمشر بايد سل په سلو کې په ملي ژبه (پښتو) وغږېږي، که نه، انجام به يې د نورو غوندې شي.))
((که نه، انجام به يې د نورو غوندې شي.)) ـــ
محترمه وروره سلام مې واخله ، د ملايانو په اصطلاح د پورتنۍ جملې مبتدا يا لومړۍ برخه مو يوه روښانه غوښتنه ده ، زه يې هم ملاتړاو تائيد کوم ، ولې خبر يا دويمه برخه يې راته تر اوسه پورې ګونګه (ګنګه) ده ، په تير شوي تاريخ کې مې هم داسې سارې و نه مونده چې ددولت کوم مشر مو په (ملي ) ژبه دنه پوهيدو له کبله
واکمني له ﻻسه ورکړې وي . برعکس ﻻ وايي چې اعليحضرت غازي محمد نادر خان د ملي ژبې پښتو د عام رسميت په سر ديوې خاينې سياسي دسيسې په نتيجه کې وژل شوی او په شهاد ت رسول شوی شوی دی لکه څنګه چې امير حبيب الله په يوه مترقي او برحقه دسيسه کې د ګوډاګيتوب له کبله په مرموز ډول وژل شوی ؤ.
که د ملي ژبې پښتو سره د د ضديت يا نه پوهيدو له کبله د کوم واکمن انجام خراب شوی وي او ښکاره په ګوته شي ، ستاسو ادعا به د درک وړ وبريښي او مونږ به به له يوه حقيقت څخه خبر شو . والسلام


تــــانــــــد شينواری
27.06.2003

[color=indigo:0b5aeb0112]ثناخيل صاحب ،کړاو صاحب او پاڅون صاحب او ټولومحترمو لوستونکو ته ســـــلام او درناوی .زما په اند ملي ژبه د يو هيواد د(ډيرو خلکو) ژبه ګڼل کيږي ځکه نو کله چه ديو هيواد ولسمشر خپل ولس ته د وينا په مــــــــوخه د(تريبيون) شاته دريږي نو هغه ديو أسان منطق څخه کار اخلي اوهغه دا چې دی بايد په داسې ژبه خبرې وکړي چـــه دهيواد ډيريزه خلکو ته د پوهيدلو وړ وي ددي کار يوه ګټه ولسمشر ته د ولس د غټي برخي نږدي کيدل دي چه دا کار د دولت او حکومت په ټينګتيا کي ښه رول درلودي شي .زما په أند هيڅ يو سالم فکره ولســـمشر به د لږکيو د خوشحالولو لپاره دډيرکيو حقوق تر پښو لاندي نکړي (د بيلګي لپاره دژبي په برخه کي) .د ډاکټر نجيـــب ډيری ويناوي به په پښتو ژباړل کيدې ، زه نشم کولی د ده د دې عمل په وړاندې دډير شمير با احساسو پښتنو وروڼو قهر او کرکه هيره کړم.
ښاغلی کرزی که څه هم کله نا کله په پښتو ويناوې کوي چه دا يو په ځاي کار دي خو په تاءسف سره ډير مهال د ده خبرې داسي ښکاري چه د ده اوريدونکي نه دهيواد اکثريت بلکه تر ده تاو شوي يوه وړه حلقه او ياهم دکـــــابل يو شمير خلک دي چې زه په هيڅ ډول دا عمل جايز او پر ځای نه بولم .
هر انسان د څو څو ژبو د زده کولو استعداد لري .که چيرته ښاغلی کرز ی غواړي چې ټول لږکي خوښ وساتي نو ښه به دا وي چه نوري څو افغاني ژبي لکه ازبکي ،ترکمني ،پشه يي او نور ستاني هم زده کړي .که دی د تاجکوافغانانو سره په دري ،د ازبکو سره په ازبکي او همدا ډول دنورو سره دهغوي په ولايتونو کي اويا هغوی ســـــــــره په ځانکړو کتنو کي دهغوي په ژبه وغږيږي نو نه يواځي دا چې د ده په دې عمل به څوکه نيوکه ونـــــــــــــکړي بلکه دډيرو خلکو دستايني وړ به هم وګرځي خو کله چې دی دټول افغانستان خلکو ته وينا کوي او ياهم چيرته د(افغانستان!!)دخلکو په استازيتوب خبرې کوي نو بيا خو هم منطق اوهم نړيوال قوانين حکم کوي چې دی په مــــــلي ژبه خبري وکړي. که ښاغلی کرزی په ملګرو ملتونو کي يا په نورو نړيوالو ټولنو کې په ملي ژبه خــــــبرې وکړي نو دا به نړيوالو ته ثابته کړي چې موږ دخپل ځانګړي کلتور او فرهنګ تر څنګ خپله ځا نګړې ژبه هم لرو او( دنورو) ژبنۍ مستعمره نه يو.
په درناوي او مينه .[/color:0b5aeb0112]

[color=darkred:0b5aeb0112]تازه ګل شينواری[/color:0b5aeb0112]


نقاد
27.06.2003

منلي ورور تازه ګل ته سلامونه ، له ښې تبصرې څخه يې ډېره مننه کوم او بيا عرض کوم چې مونږ پښتنو د ملي ژبې پښتو د مليتوب ﻻزمه ساتنه نه ده کړې او پخپله مو دري ته دغه رول ورکړی دی: خکه د پښتو له
زدکړې څخه په اګاهانه ډول دري ژبو ډډه کړې ده ، ځو په پښتو د پوهيدونکو شمير له پښتنو څخه پراختيا پيدا نکړي ، خو مونږ بر عکس ددري په زده کولو او پوهيدلو سره ښودلې ده چې د پښتنو په شمول په دري باندې د پوهيدوونکو شمير په ډيرکي (اکثريت) بدل شوی دی او ددې په نتيجه کې دري هم د ملي ژبې ادعا کړې او کوي يې . دسې بريښي چې په عمل کې خويې ﻻ وختي د ملي ژبې ځای اشغال کړی دی . د نوي اساسي قانون په غړه د نظر په اړه پښتنليک کې د ملي ژبې په اړه هډو پوښتنه نشته ، د پښتو د ملي ژبې دريځ هډو مطرح نشي او سترګې پرې پټې شي. دچې کرزی صيب په دري خبرې کي ، له يوې خوا نوموړی تل د فشار ﻻندې دی او له بلې خوا ډاډه دی چې د پښتنو باسواده برخه ټول په دري پوهيږي . د پښتنو دوه نيم سوه کالو پادشاهۍ مونږ ته نر هيڅ ګټه نه د ه کړې بي لدې چې خپله ژبه او دهغې حقوق مو په کې له ﻻسه ورکړي دي . پښتو غاړې ته اوس سياسي زندۍ اچول شوې ده او د پښتون قام د قومي او ملې هويت غاړې ته هم د سولۍ پړی غورځيدلی دی . پښتانه په سياسي لحاظ بې شعوره ، او بې هوشه ويده پاتې دي ، چې په دې بي هوشۍ کې به يې په سياسي لحاظ خودکشي هم البته په اسانۍ سره ډيره بي تکليفه تر سره شي .



Shponkay
28.06.2003

زه خپلې نيكې هيلې او سلامونه يو وار بيا تاسو ټولو ورونو ته د برېښنا په څپوكې وړاندې كوم.
ستاسو ليكنو په رښتيا ډير پريشانه كړم او يو وار بيا د خپلې خوږې ژبې پښتو په چرت كې ولاړم ،په رښتيا چې موږ خپله پښتنو خپله ژبه خپله زندۍ كړي او د ا يو داسې روښانه واقيعت دي چې په دوه ګوتو نه پټيږي .
تاسو پوهيږي چې ژبه د كلتور يوه مهمه بنسټيزه برخه ده چې د ژبې په واسطه كلتور انتقال او د ټولنې له پرمختګ سره وده كوي. [color=red:2312b2d729]د كلتور وژل د يو ملت وژل دي[/color:2312b2d729].
ملي حكومت به هله ملي شي چې: په ټول هيواد كې ملي يووالي تامين كړى او د ملي يووالي بنسټيزه ستن يوه ملي ژبه ده چې د هيواد ټول وګړي پرې وپوهيږي او خبرې، اترې سره په وكړي ، خو كه د كرزى حكومت په دې سترګې پټوي او په راتلونكي قانون كې ورته پاملرنه نه كوي نو زما په اند دابه د ستونزو حل نه بلكې د سونزو د را زيږولو مانا وركړي،او هغه بايد په دې وپوهيږي چې په" [color=red:2312b2d729]زور كلي نه كيږي[/color:2312b2d729]" .د يو ملت په ملي ژبه سترګې پټول د ملت د احساساتو سره د لوبو كولو په مانا دي او دا كومه ښه پايله نه لري، نو ښه به وي چې حكومت په دغه برخه كې هڅه او هاند وكړي اوژرتر ژرداستونزه دخلكوسره په مشوره حل او د ملي يووالي اساسي ستن چې هغه عبارت د يوې [u:2312b2d729]ملي ژبې [/u:2312b2d729]څخه ده ، ژوره توجو وكړي او [u:2312b2d729]راتلونكي نسل ته دا ستونزه اواره كړي.[/u:2312b2d729]په داسې يو هيواد كې چې د قانون ژبه ټوپك وي او د هيواد مظلوم او بيچاره ولس د توپكوالو په لاس كې پروت وي د قانون جوړول خورا ستونزمن كار دى ،نو په دې اساس د كرزى حكومت بايد د اوسنۍ قانون جوړونې څخه تير شي او دا ستر مسوليت راتلوونكي د ټول افغان ولس د خوښې حكمت ته پريږدي ، لكه څنګه چې د نامه څخه يې معلوميږي دا حكومت منځ مهاله حكومت دي او د منځكړيتوب دنده بايد تر سره كړي او بايد د راتلوونكي ټول افغان اولسواكه حكمت په چارو كې ګوتې ونه وهي.
قانون بايد خلك جوړ كړي .اوسني حكومت د خلكو استازيتوب نه شى كولي نن د حكومت په څوكيو اكثريت خاينان ناست دي دوې يو وار زموږ خلكو ته ښه ازموينه ور كړي ،دوې د ملت دښمنان دي او بايد ژر تر ژر محكمو ته كش كړل شي ،قانون بايد د خلكو استازي جوړ كړي.
.[code:1:2312b2d729]هره ټولنه چې لږتر لږه حقوقي دولت او قانوني مساوات(د قانون په وړاندې مساوات)يې منلي وي،د ملي ټولنې په جوړولو كې اسانتيا راځي.په ملي ټولنه كې بايد د دولت څيره د خپل ملت څيرې او كلتور ته ورته وي او اتباع په كې كوربه حيثيت او احساس ولري،نه د مېلمه او پردي.ددغه ډول ملي ټولنې غړي كه څه هم سياسي مخالفتونه ګيلې به ولري ،د بلې ټولنې په كچه د خپلې ټولنې سره په ښايسته ښه اندازه كلكه سياسي ژمنه پالي،د غړو روحيه راشه درشه او تړون په كې نسبتاْ پوخ ځاى نيولى وي،او په ښه هويت كې شك شبه نه ښي.
د نړۍ د وګړو ستر اكثريت خپله ټولنيزه راشه درشه په هغو هيوادونو كې چلوي چې څو قومونه په كې ژوند كوي . نن يواځې د نړۍ په 11 هيوادونوكې چې د نړۍ د وګړو اووه سلنې نفوس په كې ژوند تيروې قومي تجانس تقريباْ بشپړ 99% دى ،يانې داسې لږه كيان نه لري چې د پاملرنې وړ وي .افغانسان هم د نړۍ په هغو كن شميره هيوادونو كې راځي چې په قومې لحاظ نا متجانس دي . افغانان هم بايد د نړۍ د ګڼ شمير نامتجانسو ټولنو په شان لار وباسي .دولت يو لازمي شرط دي چې ،ورته انسانان اړ دي او هم د حاكميت او قدرت ممثل دى .دولت چې هر څومره د ملي ټولنې په جوړولو كې عافل وي ،هغومره د ملي يووالي ورورولۍ ،ولسواكۍ زړه وچوي.
افعانان بايد دولت په خصوصياتو وګړېږي ، د حاكميت كيفت ته ډېر پام وكړي ،د نورو ټولنو ملي واقيعتونه څخه زدكړه وكړي او ددې ناروا عمل څخه ځان وژغوري چې د واكمنو كړيو د افغان دښمنه سياستونو د رټلو پر ځاۍ ، د يو بل بې ګناه قومونونه وټكوي .
ملي ټولنه بايد د قانون په وړاندې د خپلو وګړو په حقوقو او مساواتو وچليږي ،نه په امتيازونو !په ملي ټولنه كې بايد د لږه كيانو گيلې په سړه سينه واوريدل شي او روغ زړه ور باندې غور وشي او د ډيره كيانو په ګيلو صرف نظر ونه شي .د بيلګې په ډول ،پښتانه په افغانستان كې ډيره كيان دي ،خو ژبه يې د واكمنو كړيو لخوا (كه په وينه پښتانه وو او كه د مسعود او رباني په شان ستميان ) ټكول شې ده .
د واك فونډيشن شميريزه څيړنه ښيي چې په افغانستان كې د كلتوري پښتنو شمير د نورو ټولو وګړو د نيمايې څخه زيات دي او د ناڅاپي پښتنو ،يانې يواځې په وينه پښتنو شمير د شپيته سلنو څخه هم اوړي . خو د پيړيو راهيسي د پښتنو سره چې د افغانستان د ملي هويت په ټينګولو كې ستر رول لوبولى شي ،ناروا شوې ده . دغه ناروا دربارچيانو كړې ده ،حكمتونو كړې ده ،كوم خاص قوم يا قومونو نه ده كړي . هر ورور قوم په افغانستان كې حق لري چې د خپل درانه كلتور او خوږې ژبې څخه خوند واخلي او ويې ساتي او پښتو بايد په افغانسان كې هغه رسمي مقام ته ورسيږيي چې فارسي په ايران كې لري .
كه په افغانسان كې د پخوا په شان دربار بې پښتو وي ، نو پښتو به عملاْ د رسمي كيدنې په لور د اتبار څخه لوېدلې وي .بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دى ! پښتانه په دې پوهيدلې دي چې وينه په لابرتور كې په درد خوري ،نه په ارګ او نه په ټولنې كې د وينې پر ځاى ژبه په ارګ او ټولنه كې اهميت لري.[/code:1:2312b2d729]
............................................................[img:2312b2d729]http://www.afghanhero.com/upload/files/karzi.jpg[/img:2312b2d729]

[color=brown:2312b2d729]په ډيره مينه ستاسو د لر كلي ثناخيل[/color:2312b2d729]


پښتو دافغانستان ملي ژبه

م ن غروال
16.08.2003

قدرمنو افغانو خويندو او وروڼو، او محترم ښاغلۍ ثناخيل صاحب،
زه د ټولو په تناسب ستاسو نظر پدې هکله زياد د منلو وړ بولم٠ خو غواړم زه هم ديوه افغان په حيث ستاسو او د ښاغي پاڅون صاحب د واقعيتنو په دوام يو څو ټکي ايضافه کړم٠ تاسو خو ديوه ملي مشر ديوه مملکت د مشرتابه په هکله د پښتو ژبې د ويلو مسئله رامنځ ته کړيده يا مو پدی هکله پوښتي دي ، خو زه داسی وايم، چه د افغانستان يو مشرتابه خو ﻻ پر ځائ پرېږدئ چه يو افغان ورور ونشي کوﻻئ پښتو وليکي او ولولي يا خبرې وکړي د رياست دڅوکۍ حق نلري٠ دا دشرم او نهايت بې کفايتۍ لويه نښه ده هم د افغان حکومت اداري کړن ﻻرې ته، اوهم هغه جناب رئېس صاحب ته چه ممکن دوکتورا به هم لري او په افغانستان کي به ئې خپلې لومړنئ زده کړې هم تر بکلوريا پورې سرته رسولی وي او رئيس به هم وي او دخپل هېواد په رسمي ژبه،، د ملي والې څخه ئې هم چه حتی تير شو او صرف نظر وکړو،، يا به نه پوهيږي او که پوهيږي بې سواده پوهه خو به هرومرو وي، خبري او ليکل او لوستل ونشي کړائ، درياست په څوکئ ، تقرر ځکه دده حق نه دی چه د پښتو په ژبه ليکل شوئ رسمي مکتوب به څرنګه ﻻس ليک کړي؟، يو، دوهم دا چه يو پښتو عارض ته به څه ډول ځواب وائي؟، دريم دا چه دخپلې دندې په اړه کومه غوڼډه يا خصوصا رسمي ناسته که کېده، دئ به په پښتو وړانديزو او نيوکو څنګه پوهيږي او څه ډول کيدائ شي چه بيا نو د موضوع په هکله څېړنه وکړي؟، او بله د هم په زياته شي هغه داسی چه که يو بهرنۍ د ده رياست دچارو مرستو ته راغلئ وي او افغاني له ژبو څخه ئي پښتو زده وي، دئ به له دغه بهرني سره څه ډول افهام او تفهيم کوي؟، يا هم که د چارو په هکله رئيس صاحب بهرته سفر وکړ او دافغان ژباړن پښتون وؤ نو دا بهرني واکمنو ته به دافغانستان د اداري او درئيس صاحب کفايت دپو ښتنې ﻻندی رانشي؟ او ٠٠٠٠ ، دا ده چه بايد يا خو شخصي ژباړن ولري يا حکومت بايد ددا ډول رئېسانو په تقرر د ژباړن لپاره هم تشکيل کي رسمي ځاي ورکړي٠ نو ايا دغه رئيس ته دشرم ځای نه دی؟، دئ به د ديو رئيس په حيث کفايت جبران کړي؟ ، او همدا ډول د افغانستان حکومت لپاره؟، د داود خان په وخت کي دغی مسئلی ته د پښتو ټولنې په مرسته توجه شوې وه ، چه اوس هم بايد وشي٠ نو ﻻ رئيس د حکومت يا معين صاحب يا وزير صاحب خو پرځای پريږدئ٠
بله دا چه پښتو ولې بايد ملي ژبه شي ؟ دا زوړ اريائې هېواد چه افغانستان ونومول شو دافغان کلمې لقب د پښتون قوم ته دعربو لخوا ورکړل شو، او د لوئ احمدشاه بابا په وخت کی چه افغان يعني پښتون ، رسميات وموندل٠ په هغه سيمه کی چه پښتانه مېشته وؤ او په واک وؤ ، ډير لږ که نور وؤ، که نه نور ټول پښتانه وؤ٠ ځکه مستقيما دا لقب پښتنو ته رجعت مومي او اړه لري٠ که نه دا جريان دعربو په تاريخ کي ثبت دی٠ بيا چه کله دهېواد دخپلواکۍ لمن تر بخارا او ډهلي وغزېده،په هيوادکي دخپل ټاټوبي هر مېشته قومونو يا مليتونو ته هم د پښتنو وروڼه او افغان وويل شول ٠ کابل کي زه خپله دصحنو شاهد يم چه پښتنو ته به ،، اوغان،، يعنی افغان خطاب کيدو٠ په همدا سلسله هندوستان کي يا پښتون ته دپټان وائې، ﻻ تر اوسه دا خطابونه مروج دي٠ دا چه افغاني پيژندپاڼه ،،تذکره،، کي پښتون ته د مليت په ځواب کي پشتون ليکي نو اصلا بيا دا افغان دي څوک؟، چه دافغان ، ستان وجود لري؟، دا حقوقا اجازه نشته٠ پښتون، افغان، پټان، يعني يو٠ دا چه څوک د افغانستان تابيعيت لري بايد افغان ونومول شي٠ که افغان مثلا د جرمني هېواد تابيعت ومني هم دوچ Deutsch ورته ويل کيږي٠ دا دافغان ، پښتون او پټان مثال دجرمنيانو غوندی مثال دی لکه دوچ،جرمنۍ، المانئ، Deutsch ،German، Allemanie ، چه درې واړه يعني يو واحد قوم،چه انګرېزانو او فرانسويانو، ورته خطاب کړئ يا ملقب شويدي٠ ځکه بايد پښتو دافغانستان ملي ژبه وي٠ ځکه ملي سرودبايدپه پښتو وي، ځکه رسمي عناوين بايد په پښتو وي يا دړومبئ توب مجاز ولري، ځکه پښتو ته دهېواد په بنسټي قانون کي بايدتوجه وشي، ځکه د اردو رسمي قومانده بايد په پښتو وي، ځکه دبهرنيو سره تړون ړومبئ بايد په پښتو وي چه دلته حتی د دري ژبې فرضيت حتمي نه ګڼل کيږي، او ځکه بايد رئيس صاحب د پښتو سواد ولري، او ٠٠٠
هو وروره، پښتو دې بايد ځکه دافغانستان ملي او رسمي ژبه وي٠ کاروان کامل شاګرز کړئ دی، يعنی ١٨٠ درجی ئې مخ ګرځولئ دی نو ځکه خو دري دې ﻻ پر ځائ پاتی وي چه ايراني کلمات ئی را مروج کړل ، لکه دانشکده، ولې د پو هنځۍ کلمې استعمالول کوم خيانت دی که څه؟، له لوستلو مو مننه٠
په درنښت او مينه، م٠ن ٠غروال


سلامونه او نيکې هيلې!

بڅرکئ
22.08.2003

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خوېندو اسسلام!
تر هر څه د مخه ددې پاڼې موجد ته کور ودانۍ وايم چې په ډېره ښکلا سره يې دا پاڼه جوړه کړې ده. خدائ دې بريالئ او ښاد لري.
همدا راز ددې پاڼې ګډونکو ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کوم او خپل د ګډون پېل په يوه شعر کوم
[color=red:8c0db97c8e]
.................................................په ملي ژبه وياړنه............................................
په شاه ليلا باندې ګواښونه په مجنون ظلم دی
چې په پښتو ظلم روان وي په پښتون ظلم دی
..............................................................د ملي نوم او هويت معيار ملي ژبه ده
......................................................چې ملي ژبې سره وران وي دا جنون ظلم دی
.........د ملي ژبې رسميت ته چې بديل لټوي
دا د افغان په ملي ژوند، ملي سمون ظلم دی
.....................................................عام رسميت تل د ملي ژبې ځانګړی حق وي
....................................................له دې قانون نه استثناء او هر بېلتون ظلم دی
....ښه رسميت دی يو ملي، بل محلي د ژبو
عام دوه ژبيزه رسميت په هر قانون ظلم دی
...........................................وروره د فارس د ښکېلاکګرو ميراث مه غواړه نور
...................................................دا د ملي ورورۍ په طرحه او مضمون ظلم دی
...د احمد شاه نه داؤد شاه پورې مې صبر کړئ
نور په ملي ژبه پښتو ستاسې شبخون ظلم دی
.........................................................له اباسين نه تر آمو پورې افغان ملت دی
............................................بې له پښتو که څوک افغان وي، دا افسون ظلم دی[/color:8c0db97c8e]


ABUL KHALIQ SAFI
24.08.2003

قدرمنوافغانانوسلام!
غواړم چه ستاسو د ژوند يو څو خوږی شيبی چه نتميدونکې او نراګرځيدونکې بهير لري د يو قوم د ملي پيژندنی يعنی ملي هويت په بنيادي ټکي چه هغه ملي ژبه او ملي ثقافت دی و نيسم ٠ انسان چه يو عالي شعور لرونکې ټولنيز موجود دي دخپل پيدايښت سره جوخت دځان دپايښت لپاره دماشومتوب څخه د ځان پيژندنی ،د ځان د فيزيکي او دماغي ودي لپاره په ژړاه،خندا،لاس،پښي او سترګې اچولو پيل کوي او قرار قرار د خپل لمړني چاپيريال يعنی کورنی څخه د ژبی زده کړه , ليک او لوست پيلوی د همدي ژبي پواسطه دی په ټولنه خپل او کورنی پيژندنه ثابتوي٠پښتون قوم يعنی افغان ددی منطقی دلرغونو قومونو څخه يو قوم دی چه دخپل تاريخ،خپلی ژبی،ادب او کلتور پواسطه ئی دتاريخ په اوږدو کی حکمراني کړی او تل ئی دمنطقی او نړی د ځبرځواکونو دتيري په مقابل کی خپل پښتني يعنی افغاني ملي هويت ساتلی، دخپلی ژبی يعنی پښتو
پواسه دولتي اداري،فوځي،کلتوري،سياسي بنيادونه جوړ کړي دبله خوا پښتون قوم په ټولنه کی د يو قوي ډيره کي پشان وجود لری او د خپل پيدايښت څخه بيا تر ننه پوري دنور توکمونو ژبه او کلتور ته درناوې کړی او هغو
ته ئی د ودی زمينه برابره کړي په جرأت ويلای شم او دهيواد وروستيو پيښو دا په ډاګه کړه چه که بله هره ژبه
د پښتو پر ځای حاکمه وای دپښتو سره به څه چلند کړای وای؟ خبره معلومه ده چه دا ژبه ملي هؤيت لری ځانته دود
او دستور لری چه نوری ژبی دامميزات نلری نو بنأ دا ژبه بايد ملی او د ولس مشر او وزيران پری خبری وکړي٠

دژوندون قصي اوږدی دي
لږ خوږی لږ ئی ترخی دي
چه په خوږو کی ترخی هيری نه کړی
ترخی ترخی ئی هم خوږی دی ګوره

په ډير درنښت

ستاسو په افغاني مينه ډوب ورور ډيپلوم انجينر ساپی][color=red:0b1e5ad205][/color:0b1e5ad205]


يو وړانديز دافغاني يعني پښتو ژبې په هکله

م ن غروال
24.08.2003

عزتمندو او په افغان مينو خويندو او وروڼو
په کابل کي درې لوېې ښونځې لکه، حبيبيه، اماني او استقلال په دري ژبه دي٠ پښتو صرف يو مضمون دی٠
زما وړانديز دا دی چه ايا ښه به نه وي چه له دغو درو ښونځيو دوه ښونځي په پښتو شي؟

په درناوې


نقاد
25.08.2003

په مقابل کې به ورته د قندهار ، پکتيا ، ننګرهار او کونړونو ليسې ټولې په دري کړئ ؟ ، او که يې
په دري کړئ، بيابه هم دري ژبي ديته حاضر نشي چې دخپلې مورنۍ ژبې دوه ليسې پښتو کړي او په دې کې بر حق هم دي ! که څنګه ، تاسو ، ګرانو لوستونکو ، د محترم غروال صاحب د پورتني وړانديز په هکله څه نظر لرئ ؟


فرهنګي افغان
13.10.2003

عزتمنو او قدرمنو ورونو اوخويندو !
له سلام او درناوي څخه وروسته غواړم د پورتنيو دوو بنسټيزو مسايلو په باب خپل اند په لاندې کرښو په لنډ ډول څرګند کړم .
- که چېرې افغانستان کې پخوانيو ،نويو او بېلا بېلو سرشمېرنو ته د حق په سترګه ګورو نو پښتو ژبه د افغانستان د ډېرکيو ژبه ده او پښتانه په افغانستان کې يو غوڅ ډېرکی قام دی ،نو ځکه خو هر ولسمشر بايد د افغانستان د همدغو ډېرکيو ( اکثريت ) په ژبه چې ملي او رسمي بلل کيږي ،وګړيږي .که څوک دغه اصل درسره نه مني نو بسم الله يوه رښتينې ټول پوښتنه دې د نړېوالو په مرسته ترسره شي او بيا دې نو دتل لپاره د افغانستان پښتانه له روان ستم څخه وژغورل شي او هر ولسمشر دې نور په ملي او رسمي ژبه چې پښتو ده خبرې وکړي .که تاسو دا تمه له کرزي او يا کوم بل بې احساسه په اصطلاح مشر څخه ولرۍ نو ډاډ ولری چې ستاسو لاره ترکستان ته تلونکې ده .
ددغې ملي غوښتنې د حل لپاره بايد :
-هر پښتون علم ترلاسه کړي .
-خپل بچيان د علم او ښاري ژوند او نړېوالو علمي پرمختګونو سره آشنا کړي .
-دښځو او نارينوو د حقوقو برابرۍ ومني او په ټولنيز ژوند کې د ښځو له با حيا برخې اخيستنې ونه شرميږي .
پښتو ژبه علمي ،تخنيکي ،فرهنګي او سياسي لوړو مدارجو ته ورسوي .
-له نړېوالو سره د چا خبره سياسي کار وکړي او ودې پوهوي چې پښتانه په دې هېواد کې ډېرکي او او غوڅ اکثريت دي ،او د دوي له مشرۍ پرته هيڅ کوم اغيزمن کار نشي ترسره کېدی.
-دافغانستان ملي ژبه ،کلتور اوسياسي سمبولونه بايد له ايران ،پاکستان ،تاجکستان او ازبکستان سره توبير ولري دمثال په توګه که په افغانستان کې هم دانشګاه ووايو او په ايران کې هم او په تاجيکستان کې هم نو زموږ ددغو درې هېوادو پوپير په څه کې شو ؟که امام علي رحمانوف تاجکي وينا کوي دا دهغه حق دی او که خاتمي په ايران کې فارسي کړيږي دا ددوي ملي ژبه ده نو دلته افغاني ولسمشر ولې او پر کوم بنياد بايد فارسي ( دري )
ووايي ؟زموږ تر منځ بايد فرق او توپير وي .
-ټول پښتانه موظف دي چې لو بل ته ووايي چې (((( واړه او زاړه بايد د تابعيت تذکره واخلي ))))) .سبا ته که څوک درسره د رايو اچولو صندوق ږدي او يا سرشمېرنه کيږي نو بايد هر پښتون افغاني تذکره ولري ،له بده مرغه دا اوس په سلو کې پنځه اويا پښتانه د تابعيت تذکره نه لري او وچې پښتونولۍ په دې کار کې موږ ته تاريخي زيانونه رسولي ،د خداي په خاطر ټولو پښتنو ته ورشی ،ورته ليک وليکی ،په ټيلفون کې ورته ووايي او مجبور يې کړی چې د تابعيت تذکره واخلي او پام چې په تذکره کې مو د پښتنو دښمنان د پښتون پر ځاي تاجيک و نه ليکي .دا يو حق دی لکه چې هر قام د نړۍ پر سر دا حق لري موږ پښتانه هم د خپل پايښت لپاره بايد همداسې وکړو .
-که څوک په رښتيا هم د پښتو او پښتون په عظمت پسې ګرځي نو لطفا د پښتنو تر منځ د سيمې ،قوم ،خيل او قبيلې په نامه بېلتونونه لرې کړۍ ،پښتون يو پښتون دی که د کابل دی که دقندهار ،پکتيا ،وردګ ،لغمان ،کنړ ،قندز او يا مزار دی .
-مهمه دا ده چې په ارګ ،بهرنيو چارو وزارت ،د وسله وال پوځ په وزارتونو ،راډيو تلويزيون او پوهنځي او ښوونځي کې پښتو وويل شي .له چا مه شرميږی ،ويره زړه ته مه اچوۍ او هر خاي له هر چا سره پښتو خبرې کوی .
-اوس دښوونځيو په پښتو رااړول ضروري ده خو دا کار که په کرزي کوۍ او يا د ستميانو له اساسي قانون څخه دا غوښتنه لرۍ نو دا کار نا شونی دی ،مهمه دا ده چې ټول پښتانه په ضمير کې پښتانه شي او دا ديو فرض په توګه له کور کلي تر دفتر او ښار پورې او له کابل نه تر واشنګټنه په هر ځاي کې پښتون پاتي شي او د کورنيو سياستمدارنو له غوږونو څخه نيولې بيا د کوفي عنان ، بوش ،پوتين او د اروپا اتحاديې تر غوږونودغه اصل او واقعيت ورسوي چې پښتو او پښتانه يو غوڅ اکثريت او يو واقعيت دی او پرته د دوي له مشرۍ او ګډون هپڅ چاره نشي ترسره کېدی .زما سپارښتنه دا ده چې پام کوی چې هپڅ اسلامي ،کمونستي ،راديکال ،ملي ټولنپال ،او بل او بل ګوند او سازمان په دې او هغې بانه اوپلمه موږ و نه غولوي ،موږ بايد هر چېرې پښتانه پاتې شو ......
و من الله توفيق .................................................................................فرهنګي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more