نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سه کشور فارسي زبان ؟؟؟
Anonymous
22.03.2006
[color=blue:2566f3b0d1]سه کشورفارسي زبان ؟؟؟[/color:2566f3b0d1]
[color=darkblue:2566f3b0d1]سلام وروڼو اوخويندو !
د يوشي او يو کس څخه سترګې پټول اود هغه دشته والي څخه انکار که څه هم چې عجيب دی خو کله نا کله داسې پېښې ليدل کېږي . خو هغه څه چې ښايې په نړۍ کې ساری ونلري ديوې ډلې او ګروپ لخوا د يو لوي قوم په شته والي او دهغه قوم په ژبه باندې، سترګې پټول ، اودهغه نفي ده . د ترکي ژبو هيوادونو نژديوالي دايران دښکيلاک تنده يوځل بيا تانده کړه او په دې وروستيو دوه کالونو کې يې داسې هڅې پېل کړي چې نړۍ ته وښايي چې ګوندي په نړۍ کې درې فارسي ژبې هيوادونه موجود دي چې عبارت دي له ايران ، تاجکستان او افغانستان څخه . ايران غواړي په دغه ډول خپل فرهنګي او ژبنيز ښکيلاک خپور کړي . هغوي په دغه لاره کې په پټه اوښکاره توګه په ميليونونو ډالرې لګوي ، او البته چې هغوي پدې کار کې يواځې ندي . زموږ په هيواد کې ځينې هغه متعصبې او افغان دښمنه ډلې ټپلې په ښکاره او پټه توګه ددوې دلاس ألې ګرځيدلي دي او په سخت فعاليت اخته دي . دغو ډلو ټپلو چې زياتو يې په ايران کې اوياهم په هيواد کې دننه دايراني موسسو لخوا روزل شوي اوس اوس يې په ډيرو خبري رسنيو کې ځانونه ځای په ځای کړی او دخپلو بادارانو دويناپربنسټ داسې خپرونې خپروي چې له هرڅه يې دايرانيتوب بوي راځي ! څنګه چې زموږ دهيواد په اجرائيه ځواک کې هم ددغو ډلو ډير پلويان ځای پرځای شوي ځکه نو دافغان په خاوره کې ددې اودې ته ورته ډيرو نورو افغان دښمنه هلو ځلو نه يواځې مخه نه نيول کيږي بلکه ګام پرګام ورته لاره صفا کيږي . ځکه نو اوس دکورنيو لړمانو سپين سترګي تردې ځايه رارسيدلې چې په رڼا ورځ ، په کابل کې دطلوع ټلويزيون له خولې هم د (( سه کشور فارسي زبان )) اصطلاح ترغوږه کيږي .( دنوي کال شپې د نوروز اړوند خپرونه .)
زه دوه پوښتنې بحث ته وړاندې کوم :[/color:2566f3b0d1]
[color=indigo:2566f3b0d1]-أيا افغانستان رښتيا هم يو فارسي ژبی هيواد دی ؟
-موږ ته ددغې اصطلاح په وړاندې څه ډول غبرګون پکار دی ؟ دهغې منل او خاموشي او که اعترض غږ ؟[/color:2566f3b0d1][color=darkblue:2566f3b0d1]شخصأ زما په اند دا موضوع ډيره مهمه ده ځکه نو دټولو بحث کې ګډونکونکو څخه هيله مند يم چې په سړه سينه ، دعقل او منطق په کارولو او دعملي ګټورو لارو چارو په ښودلو سره دې بحث کې ګډون وکړي او دخپلو احساساتو له څرګندولو څخه ډډه وکړي !
په ډير درناوي
ت . محبوب شينواری [/color:2566f3b0d1]
Anonymous
22.03.2006
ښاغلی شينواری صاحب او ګرانو لوستونکو ته زه هم سلامونه وړاندې کوم !
زما په اند تاسې يومهم ټکي ته اشاره کړې ده . پروسږ کال څخه کله چې يوتاجک ليکوال دايرانيانو په مشوره د(( سه کشور فارسي زبان )) ، اوددې په اصطلاح فارسي ژبوهيوادونوترمينځ د يوې اتحادي جوړولو وړانديز وکړ نو ځينو کسانو ورته ډير وناڅل او خوښۍ يې وکړې . داسې ښکاري چې دبي بي سي دفارسي برخې هم په دغه کار کې ډيره ونډه واخيسته او که څه هم چې يوڅه وخت دغه مسله غلې وه خو اوس وروستيو وختونوکې په رښتياهم ځينو ايراني ، تاجکي او افغاني رسنيو ورو ورو دغه اصطلاح کاروي او دودوي يي . زما په فکر ددريواړو هيوادونو دځانګړو ډلو اواشخاصو ترمينځ يوه هماهنګي شته چې غواړي لومړی خپلو هيوادونو ، بيا په سيمه او بلاخره په نړۍ کې هم دغه ذهينت خپور کړي چې ګوندې درېواړه ياد شوي هيوادونه بلکل فارسي ژبې هيوادونه دي. پدې ترتيب هغوي غواړي فارسي ژبې ته لوړ موقف ورکړي اودسيمې نورې موجودې ژبې ورو ورو دمينځه يوسي .
زه فکر کوم چې دپښتنو دخپل مينځي دايمي اختلافونو اودخپلې ژبې په وړاندې دهغوي دبې تفاوتۍ او سست عنصرۍ له (( برکته )) به په پای کې د دغو اشخاصو ، ډلو اوهيوادونو هڅې نتيجه ورکړي او زموږ هيواد به دفارسي ژبو هيوادونو په رسمي لست کې راسي .زما په نظر موږ بايد دافغاني رسنيو له لارې دغه طرحې رسوا او شنډې کړو اودهغې په وړاندې سخت غبرګون وښيو . کنه نو بيابه ډير ناوخته وي .
خدای دی وکړي چې نور وروڼه دلازياتو ګټورو لارو سپارښتنه وکړي !
په مينه
مسلم
Anonymous
22.03.2006
درنو وروڼو، سلامونه می ومنئ،
ګومان کوم چی داسی يو افغان به پيدا نشي چی په هيواد کی د ايران د کلتوري استعماراو شديد پښتون ستيزه ژبني تهاجم د شتون نه دی انکار
وکړای شي٠
ايرانيان به خپله پان-ايرانيستي سياست مخ ته بيائي، خو مونږ افغانان يو ، که څه هم تول پښتو او يا دری نه وايو مګر يو د بل سره ګد ژوند لرو، نو ځکه مو پښتو او دري ګدی منل شويی پولي لري تر څو د پښتون او غير پښتون ترمنځ دی کړکيچ نه وي او تفاهم موجود وي، او له بلی خوا دی د هغو سياسي يوالي د لا تينګولو دپاره ډيرخاص پښتو او يا هم افغاني دري، ( [color=red:8679f2cb1b] نه ايراني[/color:8679f2cb1b] )اصطلاحات په اداري، نظامي، مطبوعاتي او پوهنيڅو څانګو کی د منل شويو ژبني نورمونو په صفت رامنځ ته سوي٠
ژبی وده کوي دا سمه ده، خو زمونږ د دري ژبی ايراني کيدل نه يواڅي دهغې افغاني هويت ته ګوزار دی چی زموږ يانی پښتنو او غير پښتنو ګده لاسته راوړنه او ګد بټست دي، بلکه د يو ګاوندي هيواد له خوا شکاره او سپين سترګۍ کلتوري، ژبنيز، دوديز او سياسي تيري او استعمار تلاښ دی، چی که همداسي پاتې او مخه ئې و نه نيولی شي، نو عواقب به ئی په نيږدی راتلونکي کی زمونږ هيواد او دهغه خلکو ته دير خطرناکه تمام شي٠
دا هم دڅينو نورو هيواد والو په دی هکله څرګندونې چې ستاسو پام ورته راګرځول غواړم
په مينه، خوارکئ
(( محمدولي مينه ناك كابل افغانستان
... وروسته له سلامه زما پوښتنه داده چې په افغانستان كې دګونډيو لاس وهنې ډيري شوي زموږ دولتي چارواكې هروخت يوازي دپاكستان نوم اخلي خو ولې هيچا هم دايران اوكوم بل هيواد نوم وانه خيست دا څه وجه ده؟ اوبل داچې په نړۍ تر ټولو بد استعمار فرهنګې استعمار دي . افعانستان تر فرهنګې استمعار لاندې دى چې موږ په داخل ورسره لاس اوګريوان يوو كه مخه ونه نيول شي نو ډيري بدي پايلي به ولري.
مامون چخانسوري ، فرانکفورت جرمني
په ايران کې اوسيدولي افغانان بايد اوس ايراني اصطلاحات هير کړي او د خپل هيواد ترمينالوژي ومني .
نجيب الله جبارخيل ، لاس انجلس امريکا
دواړه گاونډيان په افغانستان کې سوله اوثبات نه غواړي ، د همدې لپاره هر څه ته چمتو دي .
غفور همدرد ، پېښور
افغان دولت ډير بې غوره عمل کوي ، دوى اجازه ورکړې ده چې پردي اصطلاحات ، دودونه بې له کوم مشکله په افغانستانکې عام شي .
زاهد جهانگيروال ، کوټه
د افغانستان په پوهنتونونو کې د يوۀ گاونډي هيواد کتابونه تدريسيږي ، د هغوى اصطلاحات او هر څه پکې ښکاره دي ، دا به پر راتلونکي څومره اغيز ولري ؟))
Anonymous
22.03.2006
موږ وينو چې پښتان يو دبله سره اچول کيږي او پخپله خپله ريښه له مينځه وړي . دغه کړی د پردو په ښوونه پرون هم وه او نن هم شته او دادي داسي مرحلې ته را ورسېده چې په سپينه ورځ هر څه کوي خو پښتانه ﻻ ويده او په دغه او هغه نامه يو اوبل سره وهي . يو وايې کفر يې راووست بل وايې بنسټ پالنه غواړي، يو وايې دروس ګوډاګی دی بل وايې امريکايان يې را وستل . همدا پښتون وو چې پرون يې هم په همدې دسيسو يو اوبل سره وژل او نن هم دادي داسي يې سره اچوي او دوی خپلي دسيسې کوي او ان بر الا د خراسان طرحه هم درته را مينځته کوي .
خو ددې ټولو سره سره خبره پر دې ده چې پښتانه او اصيل افغانان ولي دداسي بربڼده دسيسو په مقابل يوه واحده رهبري او مشرتوب نه را مخته کوي . په دې افتراق او پاشلتوب کې دا دسيسې نه ړنګيږي او داد پردو اجيران نه راګرځي اصلي چاره اوتدبير ورته په کاردی .
ميلاد
Anonymous
22.03.2006
ټولوافغانانواوقدرمنوڅېړونکوته درناوې :
ترهرڅه لومړې بايد يادوونه وکړم چې زما ليکنې به هيڅکله په ژبنيو ، سيمه ايزواوپرګنيزوکرکوتکيه ونه کړي٠ همدغه رنګه په خپل ناپيلتوب ټينګارکووم ٠
زه هم لکه دنورو قدرمنو ليکونکوځينی افغان دوښمنه اوپه نژادي اوژبنيوکرکومعتادوافرادو ليکنواوځان سولولو اړکړې يم چې دخپل فکري ځواک په کچ له هغه ټاټوبي دفاع وکړم چې په نوم يې دوه ميليونه افغانان له خپله سره تېر شول خوددغه هېواد له نوم اوتاريخه تېرنه شول ٠ دغه راز دهغو ميليونو افغان کډوالواودهغو لکونوشلواوګوډو،کونډواويتيمانو حال خو هرڅوک دسر په سترګوويني ٠ دخپل ټاټوبي سره دمينې احساسمن چې د خپل کور ، کلي اوښارکنډوالوته ګوري په دې پوهيږي چې ولی اود څه لپاره داسې شوي ؟
ټوله نړۍ په دې پوهيږي چې داسرخندنې اوقربانيانې دافغانستان په خاطرشوي ٠ ځينې افراد دخپل عناد ،دپخواني شوروي اتحاد سره دتړون اودميدان بايللو په کينه کی دا دليل رامخ ته کوي چې پخواني شوروي اتحاد افغان جنګيالو ته ځکه په ګونډو شو چې دامريکا د متحده ايالاتونواوغربي هيوادونومالي مرسته ورسره وه ٠ مونږ به يې ورسره ومنو خو که چېرې دافغانانو سرښندنې ، زړورتيا او جنګي مهارت نه وای د امريکې جوګه ځواک پخوا له دې ولی په مالي مرستو نه راپرځېده ؟
داپه دې خاطر يادووم چې افغان اولس چې د يوه نړوال ځواک دتسونس کولومهارت او ځواک درلود نو يو څو شرمېدلي اوتښتېدلي افغان دوښمنه افراد به څنګه وکولای شي د افغان جنګيالو سره ډغره ووهي ؟
مخکی له دې چې ددې جنګيالو پام ځانته راواړوي ، بايد تاريخ ولولي چې له چنګېزه تر انګرېزه څه کارنامې لري ؟
چنګېز هم د خپل وخت ځبر ځواک ؤ اوانګرېز هم او افغانانو خو په هغه وخت کی نه جنګي وسايل درلودل اونه مالي مرستې نو تاريخ ولی د دوی په برياؤوشهادت کوي ؟
دپښتنو د بريو يوه بېلګه داده چې کله د چنګېزي يرغلګرو سره د چورې په مقام مخ شول نو د هغوی په څېرجنګي مهمات يې نه درلودل خودخپلې زړورتيا اوچټک تفکر په بنياديې د جبې نه دورمې راپرېکړې ، سرونه يې ورته تېره کړه اوپه دوښمن مخامخ ورغلل ٠ چنګېزيان يې په خېټو سوري کړه او فتحه يې نصېب شوه ٠ داسې په زرګونو مثالونه شته چې سړې همدې په اسطلاح شړوافغانانوته ګوته په غاښ پاتی کيږي ٠
چې په درېسوه کاله کی دپټکي پښتانه چا لمنځه يونوړل شول څنګه به يوڅوپتلون والا وکولای شي ددوی مخ ته ټينګ شي ؟
ترکومه ځايه چې ددولتونو ترمنځ سياسي اواقتصادي تړونونواومرستوته کتل کيږي نو داسې نتيجه تری اخيستل کيږي چې ساينس اوتکنالوژې ترډېره حده هغه سرحدونه لمنځه وړي چې دنړۍ خلک يې بېل ساتلي ؤ ٠ خوکه د طبيعي زېرمو ختمېدواوشتون ته وګورونودا بيا د هېوادونوترمنځ کړکېچونه اوږدوي ٠ له بله پلوه دشخصي مالکيت تيوري لا اوس هم په پوره ځواک کی ده اودتضادونو فعاله زېږنده٠ ترڅوچې ملي اقتصادپه شخصي پانګو تکيه کړيوي ، سياست به ورسره جوښت تکيه وهي نو داامکان هم ډېر لږ ليدل کيږي چې يوهېواد دې بل ته له خپلو ګټو تېرشي ٠ دايوه پېليزه مرحله ده چې اروپايي هېوادونه داقتصادي ګډ بازار په هدفونو سره يوغږي کيږي خو مونږ يې وينو چې دپرمختګ سره سره دډېرو ستونزو سره مخ دي او د اروپايي اتحادي پارلمان باوجود خپل ملي پارلمانونه او دبهرنيو چارو خپلواک سيستمونه لري ٠ همدغه رازدروسي ژبو هيوادونو خپلواکۍ اوبيلوالي ته که نظروشي نوبېلا روس د نورو روسانو څخه بېل هېواد تصور کيږي خوکه بيا دشرقي اوغربي المان بيا يوځای کېدوته وګورو نو هلته تاريخي واقيعتونه څرخي او بېلوالي اونيږدېوالي کی مخکښ رول لوبوي ٠ المانيان د پرديو په زور ويشل شوي ؤ اوپخپله خوښه بيا سره يوځای شو ٠ په افغانستان کی د ملتونو اتحاد د خپلی خوښې ، خواخوږۍ اوورورۍ نتيجه ده او که هر بل قووت داپه زور خرابوول غواړي په مقابل کی به يې د افغانانو غبرګون د ډيورند د کرښې په خلاف ډېرجدي وي ځکه چې ددواړو مسلوترمنځ څرنګوالې بېلې تاريخي ريښې لري چې د مليتو اجباري بېلوالې اودخپلی خوښې ګډون تر څېړنې لاندی نيسي ٠
نورداسې عيني اوذهني شرايط هم شته چې ګډکول يې خورا ستونځمن کاردې لکه مذهبي توپيرونه ٠ اياتاسوفکرکوۍ چې يو شيعه ايرانې به دسوني سره په يوصف کی ودريږي ؟ نوکه ځواب مو( نه) وي نو لومړې به دامذهبي اتحاد څنګه راځي چې افغانستان اوتاجکستان سوني مذهبه وي اوايران شيعه مذهبه ؟
دابه په رڼوسترګو له حقيقتونو انکار نه وي چې ووايو په ايران تاجکستان او افغانستان کی پرته له فارسي ژبې نورې ژبې نشته ؟ دانه يواځې درواغ دي بلکه دنورو مليتونو سره ظلم دې اودهغوی په حقوقو سترګې پټول دي ٠ که تاجکستان دې هم ګڼ مليتي هېواددې اوکه ايران دې هم ګڼ مليتي هېواددې ٠ ولی په حق سترګې پټې کړو او ايران استثنا کړو ؟ هلته ترکمنان قزلباشان ، عربان ، بلوڅان ، کرديان ، ارمنيان ، ګرجيان ، يهودان اونورمليتونه دي چې خپلې ژبې لري مګر فارسي پری تحميل شوې ٠ همدغه رازپه تاجکستان کی روسان ، ازبکان ، ترکمنان ، تاتار ، تاجکان اونور ژوند کوي چې تراوسه لا دروسي ژبې څخه خلا ص شوي نه دي ٠ اکثريت يې په فارسي نه پوهيږي او ليک لوست پری نشي کوولې ٠ د ايران د فارسي ، دافغانستان ددري اود تاجکستان د تاجيکي ترمنځ هم توپير شته ٠ په خوله خو هرڅه اسان ويل کيږي ٠ زه هم کولای شم ووايم چې ( دومملکتی پشتو زبان ) يعنې پاکستان او افغانستان ٠ په پاکستان کی له 15 تر 20 % پوری پښتانه دي ، ولس مشران ، وزيران ، جنرالان ، مشهورلوبغا ړي يې پښتانه دي نو زما ادعا به پر ځای وي ؟ همدغه ډول په روسي کلتورککړ يو تاجکي شاعر کوولای شي د ملتونو نومونه وټاکي او يايې بدل کړي ؟ اياداد يوه شخص په توان پوره ده ؟
په افغانستان کی فارسي د پښتنو ، بلوڅو ، ازبکو، ترکمنو ، نورستانيانو، پشه يانو او ګوجرانو ژبه نه ده ٠ حقيقت دادې چې په دې مليتونو په زور منل شوې ٠ نودا جبر اوستم خوسړې تر قيامته نشي زغملای ٠ لکه څنګه چې فارسيوانان دخپلې ژبې د فلاح اوبهبود حق لري همدغسې پښتانه هم مسلم حق لري چې د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره مبارزه وکړي او د تيري کوونکو او کينه ګرو څخه يې وساتي ٠
درناوې
داموله غاړې
Anonymous
23.03.2006
سلام تولو دوستانوته وايم!
ديرومحترمو ورونو زه ديرمتاسف يم چی تاسی واقعيتونو سره سم برخورد نه کوی . زما په نظر پدی خبره کی چی افغانستان يو کشور فارسی زبان دی هيس شک نشته .په افغانستان کی په فارسی ژبه تقريبأ تول افغانان خبری کوي ،داجبه په افغانستان کی دلوی اکثريت يعنی تاجک جمع هزاره و مشترکه جبه ده ، تقريبا تول پشتانه په فارسی پوهيژی اوخبری پری کولی سی ،دتولو ازبکانو ، ترکمنانو ، اونورو اقليتونو يوازنی دوهمه جبه فارسی ده .
په پشتوجبه يوازی 50فيصده پشتانه خبری کوی او يوازی 20فيصده پشتانه په پشتو جبه ليکل او لوستل کولی شی . د افغانستان يو اقليت هم په پشتو خبری نشی کولی ، ليکل خو لا سه کوی ......
دهمدغو پورتنيو واقعيتونو په روشنی کی فارسی دی افغانستان يوازنی عملی رسمی جبه ده . او پشتوجبه رسمی کيدی نسی ځکه چی داجبه درسميت استعداد نلری . اميدواريم چی خفه راسخه نسی ، او احساساتی هم نسی . لکه شينواری چی ويلی رازی د منطق او دلايلو له مخی سره مقابله وکو !
pattang
23.03.2006
بغلانيه وروره !
زه اوس وخت نلرم په دفتر کې يم ځوابونه دې وروسته درته ليکم
خو ديوه سوال ځواب راکړه چې زه ډېر بې حوصېلې شوم.
ته داسې ليکې :
[quote:f58538fd07]او پشتوجبه رسمی کيدی نسی ځکه چی داجبه درسميت استعداد نلری . اميدواريم چی خفه راسخه نسی ، او احساساتی هم نسی . لکه شينواری چی ويلی رازی د منطق او دلايلو له مخی سره مقابله وکو [/quote:f58538fd07]!
نو وروره ته دا راته ووايه چې پښتو ژبه ولې درسمي کېدو استعداد نلري ?????
ايا هغه پښتانه چې په پښتو خبرې کوي بي استعداده دي او خپلې خبرې اومفکورې
په پښتو نشي ليکلې ??
ايا هغه پښتانه چه ډير کالونه يې په خارجي پوهنتونو کې درس ورکړی وي او يا يې هلته په ډيره اعلا درجه ډپلوم اخستی وې او په summe cum laude يې خپله دوکتورا اخستې وي او٢٥ کاله نور يې په منجمنت او اداره کې کار کړې وي , د دې زور او استعداد نلري چې په خپله مورني ژبه درس ورکړې او يا د کار پلان اواداره په پښتو ژبه جوړه کړي ??
ايا په افغانستان کې دومره علمي اختراعات کېږي چې هغه په پښتو ژبه نشي
افاده کېدی او نشي ليکل کېدی ??
ډيره علمې ژبه خو انګليسي ده ، ايا په ټوله نړۍ کې انګليسي رسمي ژبه ده اوکه
هرملت نظر تاريخ او کلتور ته خپله ملي او رسمي ژبه لري ??
[color=brown:f58538fd07]ايا ژبه له موره با استعداده پيدا کيږي او که نژادي او اتنيکي
ژب ويونکي ددي ژبې د استعداد او روزلو يوه محرکه قوه او ماشينونه ګڼل کېږي ٠[/color:f58538fd07]
ستا له خبرو خو داسې مالوميي چې ته د پښتون مليت او دهغو دزامنو استعدادهيڅ نه مني او په علمي پيژندګلوي کې هيڅ حق نه ورکوي لکه هيټلر چې يهودو ته ددې شي حق نه ورکاوو٠
ايا که پښتنو ته په افغانستان کې چې ټول تاريخي افتخارات پورې تړلي دي دخپل اکسريت ژبني او کلتوري حق ور نکړل شي په منطقه کې به سوله راشي ????
زه به ډير درڅخه خو شاله شم که چېرې په علمي او منطقي ژبه ځواب راکړې ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
Anonymous
24.03.2006
شاغلی ورور سلام!
په رسمی کيدلو کی دپشتوجبی دعدم استعداد لپاره وروره همدا دليل کافی ندی چی دڅو دههو په تيريدلو سره ، ستاسی په خبره دپشتنو داکثريت باوجود او ددی باوجود چی تقريبأ تول حکومتونه دپشتنو په لاس کی و ، دی جبی او ددی جبی د سرسختو طرفدارانو دکوششونو سره بياهم داجبه رسمی نشوه .
له بل طرفه که نظروکری ، فارسی جبی بی هيس پشتوانی په طبيعی دول خپل رسميت پيداکری .
محترم ورور !
زما مطلب دا ندی چی پشتانه خداناخواسته بی استعداده خلک دی ، خو جبه يوسه او خلک بل سه دی . فارسی ددی وطن دتولو مليتونو جبه ده ، هرپشتو ولايت ته چی لار سی نوکه په فارسی خبری کوی هيس مشکل سره نه مخ کيژی خو که يو پشتون هرغيرپشتون ولايت ته لار سی مجبور دی دهغه خلکو جبه زده کری زکه چې پشتو دهيچاهم نده زده .
وبخشه چی وخت کم لرم ، انشاله بيابه نوری خبری وکرو
په احترام
Anonymous
24.03.2006
دوحيد بغلاني په ځواب کی :
هغه ليکي :
زه ديرمتاسف يم چی تاسی واقعيتونو سره سم برخورد نه کوی .
رازه چه د واقعيتونوسره برخورد وکړو اومنطق پيداکړو٠
هغه ليکي :
په افغانستان کی په فارسی ژبه تقريبأ تول افغانان خبری کوي ،داجبه په افغانستان کی دلوی اکثريت يعنی تاجک جمع هزاره و مشترکه جبه ده
لومړۍ خوداچه ټول افغانان پرې خبرې نه کوي ، داسې بيشميره پښتانه ازبک اوترکمن شته چه په ټکي فارسي نه پوهيږي ٠ لکه بدخشان کی شغنان ، جوزجان ، فارياب ، پکتيا، پکتيکا، خوست ، ننګرهاراوکنړ ٠ دوهم ازبک ، ترکمن ، بلوڅ ، پشه يان ، نورستانيان ، پښتانه او ګوجران په مطلق اکثريت خپلې ورځنۍ چارې پخپلو ژبو سرته رسوي اودمجبوريت په وخت هغه هم چه له فارسي زبان سره مخ شي په فارسي غږيږي ٠ دريم تاسو دغه ارقام د کومې منل شوی منبع په استناد واقيعت ته نږدې کولای شۍ ؟ څلورم په کوم ثبوت تاجک جمع هزاره لوی اکثريت دې ؟
هغه ليکي :
، تقريبا تول پشتانه په فارسی پوهيژی اوخبری پری کولی سی ،دتولو ازبکانو ، ترکمنانو ، اونورو اقليتونو يوازنی دوهمه جبه فارسی ده .
په امريکا کی دوهمه ژبه هسپانوي ده نو امريکا يو هسپانوي زبان هېواد شو ؟
حساب له يو شروع کيږي که له ٢ ؟ دادمنطق سوال دې
هغه ليکي :
په پشتوجبه يوازی 50فيصده پشتانه خبری کوی
له خندادې مړکړم په دغه منطق
هغه ليکي :
او يوازی 20فيصده پشتانه په پشتو جبه ليکل او لوستل کولی شی .
بيادې پښتورګي راشنه کړه :lol:
نوڅوفيصده پشتانه په فارسي ليکل اولوستل کوای شي ؟
څو فيصده پارسيوانان اونوراقليتونه په فارسي ليکل اولوستل کولای شي ؟
ددې ادعا لپاره چې فارسی دی افغانستان يوازنی عملی رسمی جبه ده . او پشتوجبه رسمی کيدی نسی ځکه چی داجبه درسميت استعداد نلری ته بغلانې بايد حد اقل 65 % فيصده دمنلووړ ، رښتياني اومنطقي ارقام او ثبوتونه وړاندی کړې ترڅو درسره ومنل شي چه فارسي رښتيا دټولو قومونو ژبه ده ځکه چه 65 % ټول قومونه پرې ليک لوست کوي او د سواد ريټ يې دنفوس په حساب حداقل 55 % دې
په ټول افغانستان کی څو فيصده خلک باسواده دي اوپه دغه فيصدي کی دفارسي ژبې کوم مقام دې ؟
که چېرې فارسي په افغانستان کی له 55 فيصده څخه کمه ترقي کړيوي نوستاسوادعا يواځې په کينه ولاړه او زه مطمئن چه داارقام نشې وړاندی ٠
بيا ليکي :
د افغانستان يو اقليت هم په پشتو خبری نشی کولی ، ليکل خو لا سه کوی ......
ته مونږ ته ثبوت کړه چه کوم اقليت 50 % پخپله ژبه ليک لوست کولای شي ؟
بياليکي ؟
دهمدغو پورتنيو واقعيتونو په روشنی کی فارسی دی افغانستان يوازنی عملی رسمی جبه ده . او پشتوجبه رسمی کيدی نسی ځکه چی داجبه درسميت استعداد نلری .
ولی يې نه لري ؟
ليکل کيدای نه شي ؟
کتابونه پرې نه دي ليکل شوي ؟
ګرامر نه لري ؟
پښتانه يې نه کاروي ؟
ادبيات اوادبي فنون نه لري ؟
له فارسي څخه پکی منطق کم دې ؟
دهررنګ غږونو تامل نه لري ؟
ترفارسي يې توري کم دي ؟
اوس متوجه شه په فارسي کی (( پر-واز)) يومرکب اصلي لغت دې چه ډېر رواج لري خو که په تحت لفظي شکل يې وڅېړو نو د (( پر)) پښتو مانا = وزر= دې اود(( واز)) مانا =بېرته = يعنې بېرته وزر چه منطقا '' يوچرګ ، يو سړې دچرګ وزر بېرته کولای شي کوم چه دالوتنې دعمل افاده نه کوي ٠ همدغه راز ولی د (خر) او (بوز) نه =خربوزه= اود (تر) او (بوز) نه (تربوز) جوړ شوي ، داکوم استعداد دې ؟ :lol:
خېر نور داسې علمي اسطلاحات هم پکی شته خو زه چه فارسي ته ګورم نوکه عربي ، ترکي او څينې نور لغاتونه تری بېل شي فارسي به د چلېدو استعداد ولري ؟
بياليکي:
اميدواريم چی خفه راسخه نسی
دومره چه زمونږ خيال درسره نوبيا دايوې خواته کوږ ولی ګورې ؟
بيا ليکي :
له بل طرفه که نظروکری ، فارسی جبی بی هيس پشتوانی په طبيعی دول خپل رسميت پيداکری .
داڅه وايې ، مطالعه وکړه !
طبيعي څه مانا ؟
فارسي لومړۍ دعربو په واسطه چه فارسي ورته نيږدېاو اسانه وه دربار ته ددوهمې ژبې په توګه وړاندی شوه اودمغولو ضديت له پښتنو هم پښتو له درباره لری وساتله او چاپلوسو شاعرانو د مغلو توجه ځانته واړوله ٠ پښتنو دهر چا چاپلوسي ته غاړه نه ايښوده ځکه له هرڅه محروم شوي اودپښتنو سرکشي د هغوی د خپلی ترقي مخه نيوله او د بي اتفاقي سبب يې شول ٠