د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له مسؤلو كسانو نه جدى غوشتنه !!!

Anonymous
18.03.2006

[color=indigo:c481d308a6]درنو وروڼو سلام

وايي هرڅه چى بلمنګى شى چاره يي كيدونكى ده ځكه په مالګه سره يي
منګ سميدلى شى خو كه مالګه بلمنګى شوه بيا يي هيڅ چاره نه كيږى .

دا خبره مى ځكه وكړه چى بهير وال ، بينوا وال ، ټول افغانوال أو.....او....
ځانونه تنويرى كړۍ بولى او دلته چى څوك ليكل كوى اويا خپل اندونه
څرګندوى هغوى هم همدا موخه لرى او درسنيو ټوليزه موخه هم دولسونو
داذهانو روشانه كول او تنوير وى

او په دى كى شك نشته چى دا ما يي نومونه واخيستل او نورو دهمدى موخى له
پاره په زړه پورى كارونه كړى او كوى يي نو دا خلك په ټولنه كى دمالګى حيثيت لرى او په ټولنه كى چى كوم ظلم او ناروا تر سترګو كيږى دوى له خپله وسه سره هغه ته ګوته نيسى او دټولنى دمنګ دبرابرولو دنده په ميړانه سره پرمخ ولى خو دا څو ورځى كيږى چى دمالګى منګ مخ په خرابيدو روان دى او ددى چاره په لوى څښتن پورى اړه لرى هغه دى چاره وكړى زموږ له وسه خو يواځى دا څو كرښى كښل و او بس نور به نو ددى يوه بل ښكنځلو او توهينولو په روانه غوغا كى څه كړو ؟؟؟؟؟؟؟

خو له مسؤلو كسانو نه په جدى توګه غوښتنه كوم چى ددى روانى ماشوړى
دله منځه وړلو له پاره جدى ګامونه پورته كړى كه نه مسئوليت به ددوى په
غاړه وى ځكه دا هرڅه ددوى له سترګولاندى تيريږى او دوى چى په دى اړه
چوپتيا غوره كړى نو حتما ديوه لورى پره نيوونكى بلل كيږى او خداى وكړى
چى دلته دمالګى منګ سالم پاته وى كه نه نو خبره ببره ده .

په مينه او درنښت[/color:c481d308a6]


تایید

Anonymous
18.03.2006

زه هم په پوره اخلاص او تاکید دښاغلي زرملوال نظر تایېدوم


Anonymous
19.03.2006

زړه سواندوورونو ښاغلی زرملوال صيب او منلی غښتلی افغان صيب اسلام عليکم و رحمت الله !
ستاسو له زيار هاند او هڅو نه مننه چې يوه دا جمله ليکلې او بل تاييد کړې ده :
[color=white:e0a3ec9e03]دا څو ورځى كيږى چى دمالګى منګ مخ په خرابيدو روان دى او ددى چاره په لوى څښتن پورى اړه لرى هغه دى چاره وكړى [/color:e0a3ec9e03]،خو په ډاګه شوې نه ده چې منګ ولې او پر کومه پيښه مخ په خرابيدو شوی؟
لږه تبصره د موضوع د روښانه کولو له پاره اړينه ده . ددې له پاره چې دليکنوخواري مو عبث نشي ، آخر دموضوع اصلي ټکی ګنګ اومجهول پريښودل نه وي پکار ! که مطلب مو د افغان د ادبي بهير هغه ناڅاپي او لنډپاری غبرګون وي چې د خپل کوم بهيروال د يوې ليکنې په واندېيې ښودلی دی، نو د ټول افغان په لومړي مخ د (خبرتيا) په برخه کې پرې بحث روان دی ، هلته پکې برخه واخلئ والسلام .


Anonymous
19.03.2006

[color=darkblue:92f2ffa5f7]
درنو وروڼوسلام
هغه بحث چى دخبرتياوپه پاڼه كى روان دى مى يوڅه وكوت
اصلا زماموخه هم هغه خبره ده دهغى موضوع په اړه زما نظر دا
دى چى بهيروالو ښه كار ندى كړى چى خپله پاڼه يي تړلى ده

ايا داسى څوك شته چى هغه مخالفين ونه لرى ؟
بلكل نشته يو عربي شاعر وايي

قيل ان الاله ذو ولد
وقيل ان محمد قدكهنا

يعنى داد مخالفت خبره تر دى ځايه رسيدلى ده چى لوى څښتن او حضرت
محمد صلى الله عليه وسلم هم چا روغ ندى پرى ايشى څوك وايي خداى زوى
لرى او ځينو ويلى دى چى محمد كاهن و

نو طبعا بهيروال به هم حتما مخالفين لرى او دهغوى په خلاف به هر راز خبرى هم كيږى خو دوى به ددى هرڅه مقابله كوى او په منطق او استدلال سره به دهغوى خبرى ځوابوى او دا ميدان پريښودل او ځان ګوښه كول خو نورى بيځايه پوښتنى
راپيداكوى او دبهير دمخالفينو استدلال ته ځواك وربښى

خداى دى وكړى چى دمركى ليوه ونه بلل شم ځكه دجنجال په پوره جزئياتو شه
خبر نه يم يوا ځى مى دبحث په فورم كى دبهيروالو په خلاف يوه ليكنه ليدلى او
بيا وروسته ددوى په پريكړه خبر شوم دامى ځكه وويل چى شايد موضوع به نور تفصيلات هم ولرى چى له هغو نه دناخبرتيا په صورت كى به زموږ خبرى او ليكنى
مبهمى اويا هم بيځايه ګړيدل وى .

خو با ور وكړئ چى په دى جنجال مو زړه شين دى او دچوپ پاته كيدلو
په صورت كى دزړه خوړينيدلو ويره وه راسره نو ځكه مى دا يو دووه كر
ښى تورول ضرورى وبللى نور نو خداى خبر چى دخوار ملا اذان به
څوك واورى او كه نه ؟

په مينه [/color:92f2ffa5f7]


Anonymous
20.03.2006

زه خود غښتلي افغان په پورتنيو چټياتو هيڅ پوه نه شوم دا ژر له دې فورمه داسې پاك كړئ لكه سړى چې ګندګي پاكوي.
هيڅ منطق نه لري او نه يې په سر او بر سړى پوهېږي


Anonymous
20.03.2006

درنو ليکونکو او لوستونکو ! تر سلام .وروسته:
زرملوال صاحب يو جدي سړی بريښي او تل جدي موضوع مطرح کوي، اغه دغه خبرې او بيځايه ټونګې اچول يو بل ته منع دي . ځځځځځځځځځځځځځځځځځځځځځځځځځځځ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more