د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نوي لغتونه

Anonymous
17.03.2006

دوستانو:
په تېرو ورځو كې په دې باب بحثونه وشول چې نوي لغتونه دې جوړ شي او كنه؟ ځينو وروڼو د نويو لغتونو د جوړولو كلك ملاتړ كاوۀ او ځينو بيا مخالفت درلود. ژبه د يو كس يا څو كسو مال نه ده. زما په نظر راځئ هر څوك چې د ښه نوي لغت لپاره ايډيا لري مخكې تر دې چې په خپله ليكنه كې يې وكاروي لومړى دې يې دلته وړاندې كړي او چې كله مو په هيواد كې پښتو ټولنه يا هره بله داسې اداره پيدا كړه چې دكار خلك(ژبپوهان)پكې راټول شوي وو ، هغوى ته دې دا لغتونه وړاندې شي او ټول دې د هغوى له مشورې وروسته هماغه لغت ومني لكه څرنګه چې پوهنتون او ګڼ نور نوي لغتونه منل شوي دي.
زما خپل شخصي نظر دا دى چې لغت بايد ضرورت ته په پام سره جوړ شي اوبل داچې كه غواړو چې لغت مو عام شي بايد سېلابونه يې لنډ وي كنې زموږ نوى لغت هيڅكله عام كېداى نه شي. نو دا ګز او دا ميدان څوك نوي اغتونه لري:


نوي لغتونه

Anonymous
17.03.2006

نعيم صاحب له وړانديز نه دې مننه
زما نظر هم دا دى چې پكار ده د ضرورت پر اساس نوې كلمې جوړې شي. زه خپله د سبسيډي يا سوبسيډۍ دپاره د دوستانو د لورې نه د نوي ښكلي پښتو لغت غوښتنه كوم.
مننه


Anonymous
18.03.2006

ښې چارې!
دنويو ويونو(لغتونو)د جوړښت اړتيازښته زياته ده٠ ژبپوهنه دلغت جوړولوڅانګه شته او د لغت جوړولو ځان ته قواعد شته٠ ځکه د نويولغتونو جوړول دڅانګيزو(مسلکي) خلکوکاردی ترد ژبپوهني دقواعدو سره سم لغات جوړ کړي٠ هرڅوک دې ورته لغت نۀ جوړوي ٠ هغه لغتونه چې تيارجوړ دي بايد وکارول شي٠
دبېلګې پۀ توګه:مټک(چارمغز،جوز)پل(دقيقه)مندته(زردالو)......
د سبسيډۍ لپاره زماپۀ اند چې د بسپڼې وی شته دی٠
پۀ درناوي هېواد


نوي لغتونه

Anonymous
18.03.2006

مېلمه صاحب تاسو ته هم ښې چارې
څه چې تاسو ويلي داهم يو نظر دى. په ځينو نورو هيوادونو کې عامو خلکو ته د نويو لغتونو د جوړولو بلنه ورکړاى شوې ،دا څه نوې خبره نه ده. او بل دا چې ما ليکلي هرڅوک دې لغت وړانديز کړي د دې مانا به دا نه وي چې هغه دې ومنل شي بلکې بايد ورته انتظار وايستل شي څو يوه اکاډيمي جوړه شي او هغه يې تصويب کاندي.
پاته شوه د ژبپوهانو خبره سوال دا دى چې څوک ژبپوه دى او څوک نه دى ، نن سبا خو هر پښتون چې څه ناڅه ليکلى شي يو نه يو لغت له ځانه راباسي.اوس په دې ګډوډۍ کې چاته ژبپوه وايې چا ته نه وايې. دغه شان څوک ځنګه پوى شي چې کوم لغت رښتياني ژبپوه جوړ کړىاو کوم نامسلکي شخص جوړ کړى دى.
نعيم


Anonymous
18.03.2006

ګرانه وروره ښې چارې!
زما پۀ اند ژبپوه هغه څوک دی چې دژبې او ادبياتو پۀ برخه کې يې لوړې اوڅانګيزې زده کړې کړي وي٠
د وييونو جوړښت صلاحيت د څانګيزو خلکو دی چې هغوی هم پۀ انفرادي ډول دلغت جوړولو صلاحيت نلري او ددې کار لپاره بايد يوه قانوني څانګيزه مرجع وي
اودامرجع بۀ حقوقي اوقانوني واک هم لري٠ ددې مرجع جوړولودنده ددولت پۀ غاړه ده٠ زما پۀ انددادپښتواکډيمۍ دنده ده٠
چې ژبپوهان پۀ ګډه دا ډول ستونزو ته د حل لار ومومي يا نوي وييونه جوړ کړي٠
د وړانديز حق ټول لري٠ لومړی بايدداسې مرجع جوړه شي چې هغې ته وييونه دوړانديز پۀ ټوګه وړاندې شي او اړونده مرجع هغه وڅېړي او لۀ څېړلو وروسته کۀ چېرې ومنل شي د کارولو لپاره دې وړاندې شي٠
پرته لۀ دې بۀ دخپلسريو مخه ونۀ نيول شي٠ څنګه چې تاسوليکلي هرڅوک ځان ته ژبپوه وايي پۀ همدې خاطر د انفرادي ويي جوړنه مخه بايد ونيول شي٠ موږ يوه او کره پښتو غواړو٠ دپښتو د وينګ او ليک بڼې ستونزه هم بايد لۀ پامه ونه غورځول شي٠ يعني يوه معياري ژبۀ بايد ولرو٠
دا زمانظر دی ستاسو خبره پرځای ده٠
پۀ درنښت هېواد


نوي لغتونه

Anonymous
18.03.2006

نعيم صاحب وړانديز دې ډېر منطقي او په ځاى دى . زما هم درسره خوښه ده ترڅو چې داسې يوه قانوني او رسمي مرجع رامنځ ته کېږي که څوک د نوي لغت ايډيا لري دلته دې وليکي او چې کله اکاډيمي جوړه شوه هغه دې ورباندې غور وکړي او د دغو نه دې ښکلي او ضروري ټکي واخلي . دا هم کېداى شي چې ژبپوهانو ته دلته د وړاندې شويو الفاظو نه ښه ايديا واخلي او په نتيجه کې يې لا ښه ټکي ته خيال شي.ليکن زما په نظر هم که څوک نوي ټکي جوړوي هغو پورې دې نه استعمالوي څو يوه باصلاحيته اکاډيمي جوړه شوې نه وي.
م.م.ح


نوى لغتونه

Anonymous
18.03.2006

په سلامونو مو نمانځم،
ډير ښه وړانديز دي زما خو خوښ شو.


خداى پامان

Anonymous
18.03.2006

ښاغليو اواغليو، ما خو ويل چې دا سايټ د پښتو او پښتنو خدمتګار سايټ دى خو نن راته جوته شوه چې دا دپښتون دښمنو سايټ دى ، درانه پښتانه مو سپكوي. نور دې زما توبه وي چې په عمر كې به دې سايټ ته راځم


hewad
19.03.2006

ګرانه قدرمنه نعيم جانه سلامونه مې ومنه٠
کۀ چېرې څوک ستاسو لۀ نظرسره همغږی نۀ وي دا د دې مانانۀ لري چې ګوندې هغه دپښتو ياستادښمن دی٠موږبايد بحث وکړو او خپل نظروړاندي کړو،ديوۀ اوبل درناوی حتا د مخالفت پۀ حالت کې هم بايدوکړو او بل دا چې تاسو کولی شئ چې نوي وييونه جوړ کړئ چې بيا چاکارول او کنه هغه ستاسو مسوليت او صلاحيت نۀ دی٠
پۀ درناوي هېواد


Anonymous
20.03.2006

يو سړي په خپل كور كې د چرګانو په خوړلو ګيدړه نيولې وه او غوښتل يې چې ويې وژني.
ګيدړې ورته وويل كه زه دې مړه كړم نو قيامت به شي !
هغه سړي وويل كه د دې په وژلو قيامت كېږي خو نه به يې وژنم نو پرې يې ښوده.
ګيدړې ورته وويل : څومره ساده سړى يې زما په وژلو خو په ټولو نه قيامت كيدو،خو چې زه دې وژلې واى نو پر ما قيامت كيدو كنه.
نو وروره نعيم جانه كه ته له دې سايټ څخه لاړې نو پر مونږ نه بلكې يوازې په تا به قيامت شي نوره دې خوښه


Re: خداى پامان

Anonymous
20.03.2006

[quote:40802f8605="نعيم"]ښاغليو اواغليو، ما خو ويل چې دا سايټ د پښتو او پښتنو خدمتګار سايټ دى خو نن راته جوته شوه چې دا دپښتون دښمنو سايټ دى ، درانه پښتانه مو سپكوي. [/quote:40802f8605]
څه پوه شوې؟ اختراعات کوې که کشفيات ،اخردا دواړه يو شي نه دي ٠ دلته لومړني بنداو وروستني
ښودل او ثبوت غواړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more