د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

zba

hewad
16.03.2006

ګرانو هېوادوالو ښې چارې!
پښتوکې متل دی چې خپل عيب د ولي منځ دی٠
زموږ ځنې ګران هېوادوال تل سر ټکوي چې ولې پۀ ولسي جرګه کې زموږ استازي
پۀ پښتو نۀ غږېږي،ياولې پۀ رسمي چارو کې پښتو نۀ کارول کېږي؟او بل دا چې ولې پۀ کابل کې پۀ پښتو ښوونځي او پوهنتون نشته٠
زۀ دا ټولې غوښتنې پر ځای او پرحق بولم٠ خو زما پوښتنه دا ده چې ددې موخې
او هدف لپاره موږ څومره هلې ځلې کړي،اياپښتو ددې جوګه ده چې چې دپاړسو ځای پۀ هېواد کې ونيسي يا لږ تر لږه دسيالۍ جوګه شي ؟کۀ چېرې زموږ هغه هېوادوال چې کورنۍ ژبه يې پښتو ده دولت ته ووايي چې کۀ پۀ پښتو زموږ بچيانو ته ښوونځی نۀ وي موږ خپل بچيان ښوونځي ته نۀ لېږو او يا هم دا چې هغه پښتانۀ کارکو نکي چې رسمي چارې پر مخ وړي پښتو وکاروي اوپښتانۀ هم پوره دپښتوژبې مواد ورته چمتو کړي ،نو څۀ شی بۀ د پښتو ژبې مخنيوی وکړي٠

کۀ تاسو کومه دحل لارلرئ ،مهرباني وکړئ٠ پۀ درناوي


ژبه

Anonymous
17.03.2006

سلامونه،
نظر دې بيخي په ځاى او معقول دى. بايد ټول په دې خبره سر خلاص كړو چې دولتونه ژبې نه پالي او نه دا د اوسنۍ زمانې د دولتونو كار دى چې په ژبې پسې ډېر وګرځي كه چېرې دولت كومې ژبې ته توجه هم كوي هغه د دې لپاره وي چې هغې ژبې ته پاملرنه د خلكو د خوشالېدو او په راتلونكو انتخاباتو كې د ډېرو رايو د ترلاسه كېدو سبب كېږي .ستاسو خبره سمه ده كه موږ پخپله خپله ژبه وغواړو هيڅوك مو مخه نه شي نيولى او كه موږ (منظور مې اكثريت پښتانه دي) په دې خوشاله شو چې چارواكي يا استازي زموږ په ژبه خبري كوي ،باور وكړئ هغوى به دمجبوريت له مخې پښتو وايي چا چې نه وي زده چوكۍ ته د رسېدو لپاره به يې هم زده كوي ځكه چې پښتانه اكثريت دي او په ولسواكۍ كې هرڅوك چې غواړي ځان چېرې ورسوي مجبور دى چې اكثريت خوشاله وساتي.
په مينه او درنښت
نعيم


Anonymous
17.03.2006

((دولتونه ژبې نه پالي او نه دا د اوسنۍ زمانې د دولتونو كار دى چې په ژبې پسې ډېر وګرځي))
داشخصي نظر دې او ددولتونو د پاليسيوڅخه کيدای شي ناخبري وي ٠ که ژبه دولتونو ته مهمه نه وي نو په قانون کی دځايوولو او حيثيت ورکولو يې څه مطلب ؟
ژبه هويت دې او سياست دې که دانه وي دولتونه هم نشي چلېدای ٠ ددې تر څنګ ژبه ادب دې ، هنردې اوتاريخ دې
کمپيوټر ، روبوټ اواوسنۍ تکنالوژي په ژبه چليږي ٠ په امريکې کی انګليسي او په پخواني شوروي اتحاد کی روسي ولی لومړې شرط ؤاودې ٠ روسانو په ظلم اوزور په تاجکانو ، ازبکانو ، ترکمنانو ، تاتاريانو، قزاقانو ، ازريانو ، ارمنيانو ، ګورجيانو (جورجيا) اونورو= روسي = زده کړه ؟ ز
دهرمملکت دمهمو اسناد واوقراردادونو دمتن ژب اړونه به په ملي ژبه وي ٠

اياداژبه نه ده چې ورکه لار پری پيداکوۍ
بل چې ماته له خپلی ژبې نه تيريږي زه ولی مجبوريږم چې ورته تېرشم ؟

ډمبرګلې


Anonymous
17.03.2006

ګرانو ښې چارې!
دولت هغه وخت دې ته چمتوکېږي چې پښتانۀ يې دفشار لاندې راولي٠ کۀ چېرې هغه پښتانۀ چې دزړۀ لۀ کومې پښتوغواړي ١-پرته لۀ پښتودې بل ښوونځي ته خپل بچيان نۀ لېږي ٢-کۀ دولتي کارکوونکي دي پۀ پښتو دکتابت وکړي٣-ښوواند اوښوونکي دې پۀ پښتو تدريس وکړي ٤-د پښتو لۀ ليکوالانو دې ملاتړ وکړي او هغوی سره دې مرسته وکړي تر څو پښتو ته کافي مواد جوړ کړي٠
پۀ ډنډورو کۀکېدلی نوتر اوسه بۀ پښتو پښتو شوې وی٠
پۀ درناوي هېواد


Anonymous
17.03.2006

[quote:39aa087082]ګرانو ښې چارې!
دولت هغه وخت دې ته چمتوکېږي چې پښتانۀ يې دفشار لاندې راولي٠ کۀ چېرې هغه پښتانۀ چې دزړۀ لۀ کومې پښتوغواړي ١-پرته لۀ پښتودې بل ښوونځي ته خپل بچيان نۀ لېږي ٢-کۀ دولتي کارکوونکي دي پۀ پښتو دکتابت وکړي٣-ښوواند اوښوونکي دې پۀ پښتو تدريس وکړي ٤-د پښتو لۀ ليکوالانو دې ملاتړ وکړي او هغوی سره دې مرسته وکړي تر څو پښتو ته کافي مواد جوړ کړي٠
پۀ ډنډورو کۀکېدلی نوتر اوسه بۀ پښتو پښتو شوې وی٠
پۀ درناوي هېواد[/quote:39aa087082]
ډير ګلالۍ او ښه نظر٠
په تش خبرو مو ټوله نړی دځان په ضد کړه،خو هيڅ لاس ته رانه غلل٠
عمل،عمل اوبياهم عمل٠
اباد اوسي٠


Anonymous
17.03.2006

((پۀ ډنډورو کۀکېدلی نوتر اوسه بۀ پښتو پښتو شوې وی٠))

هيوادصېب پوهيږم چې په حقيقت کی ستاسوخبرې پرځای دي ٠ مونږ پښتانه که ضعيف او ناپوه نه وای ولی به د نېسمن کمونيزم اومتکبر کپټاليزم د تشناب کاغذ کېدای ٠
دافغانستان خلک له بې کارۍ لوږې تېروي او دپروژو قراردادونه د هغه چاسره کيږي چې بيايې له ګرېوانه هم نشې نيولې چې ولی يې صحيح کارنه دې کړې ٠
راغلو د پښتو ژوند ته ، که داد ډنډورو شورنه وې پخدای که چاداژبه پېژندلی هم وای ٠ همدې زمونږ غوندی وزګارو په ټس ټوس د هرچامخې ته ځلولی کنه ولاکه يې ياپښتون پروا ولري اويا بل څوک ٠

درناوې

يوڅوک


Anonymous
17.03.2006

ګرانه وروره سلامونه مې ومنه!
ددې پۀ ځای چې ټس اوټوس وکړو ښۀ بۀ دا وي چې دحل لاره ومومو، دخپلو ليکوالانو معنوي او مادي ملاتړ وکړو او دپښتو د ودې لپاره پۀ ګډه کاروکړو٠
پښتو دپښتنو کاراو هڅوته اړتيالري او دپښتو دوروسته پاتېتوب ګناه پۀ نورو وانچوو٠موږ تر اوسه يوه معياري ژبه نۀ لرو،کۀ څۀ هم ځينې وايي چې لرو ،دوينګ خومعيار بلکل نۀ شته اوليک بڼه هم دهرې سيمې توپيرلري٠
پۀ درناوي هېواد


ژبه

Anonymous
17.03.2006

قدرمنو زما منظور دا نه دى چې دولت بايد ورته پاملرنه ونه كړي ليكن دا راسره ومنئ چې زموږ او ستاسي دولتونه به هيڅكله ورته پام ونه كړي مګر دا چې په دې پوى شي چې داسې خلك كم نه دي چې په دې ژبه خوشالېږي. ډاكتر نجيب ولې فارسي ويله؟ ځكه چې پوهېدۀ چې فارسوان پخپله ژبه خوشالېږي خو پښتنو ته خپله هغه چنداني اهميت نه لري . حقيقت هم دا دى چې پښتانۀ يې صرف په دې خوشاله دي چې د هيواد مشر يې پښتون وي نور يې له ژبې سره كار نه دى او چې ګېډه يې مړه شي اول دى خپله ژبه پرېږدي او فارسي شروع كوي.زما منظور دغه ؤ .اوس نو كه موږ پخپله خپلې ژبې ته ارزښت وركړو باور وكړئ چې كرزى څه چې قانوني او محقق او ډېر نور به هم پښتو ووايي.
په مينه


Anonymous
31.03.2006

اينکه ادعا داری که به زبان دوم ملی صحبت می کنی و فخر داری، يک دروغ کامل است. شما نياز داريد، مجبور هستيد که به زبان دری بنويسيد تا بتوانيد ابراز تفهيم نمائيد.

شما دری را بخواهش خويش نياموختيد بلکه بدون دری صحبت کردن شما در شهر های بزرگ کشور نمی توانيد زندگی کنيد چون برای کار کردن، درس خواندن، ابراز علاقه کردن، و برای تکلم کردن شما به زبان دری نياز داريد.


Anonymous
31.03.2006

ښاغلي ميلمه که داسې وي نو ته ولي دافهام او تفهيم له پاره پښتو نه زده کوي؟ ايا افهام او تفهيم په پښتو کې نه شي کېدی؟


hewad
01.04.2006

پاړسيوان مېلمه وروره سلامونه مې ومنه!
کۀ چېرې پۀ پښتوافهام اوتفهيم نشي کېدی نوتاسو ددې ليکنې پۀ سکالو(موضوع)څنګه پوه شوئ؟
بل داچې تاسو دوهمه ملي ژبه ياده کړېده،خودري هېڅکله هم ملي ژبه نۀ وه٠
اوس افغانستان کې دوې عمومي رسمي ژبې اوڅوسيميزې رسمي ژبې شته خو
ملي ژبه اوس نلرو،کۀ چېرې افغانان يوځل بيا ملي ګټو ته پام وکړي نوديوې ملي ژبې بۀ هرومروشو٠
پۀ درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more