نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تروریزم څه شی دی، دتروریزم لومړنی پلویان څوک ؤ او ایا تروریزم په افغانستان کی تاریخی ریښی لری؟
صدیقی
16.03.2006
خدای دی وکړی چه روغ او خوشحاله وه اؤسی!
تروریزم څه شی دی، دتروریزم لومړنی پلویان څوک ؤ او ایا تروریزم په افغانستان کی تاریخی ریښی لری؟
ستاسو ځوابونوته سترگی په لاریم.
په درناوی
محمد خان صدیقی
پښتون ځلمی
16.03.2006
پخير راغلې
ترور، ترهګر او ترهګري د اوسني سياست او brainwashing د صنعت يو داسې توليد دی چې ساده پاده عوام او هم ډېر (پوه) خلک (چې ځان ته پوه وايي) پرې ډېر پۀ اسانه توګه غولول کېږي _ د اوسني سياست او رسنيو پۀ قاموس کې اسلام ټېرورېزم دی، مسلمان ټېرورېست دی او دا دواړه چې سره يو ځای شي نو خلک بايد ترور terrorized شي _
زۀ چې د يو افغان لۀ خولې نه د ترور ، ترورېزم او تېرورېست ټکي واورم، پۀ هماغه بڼه او معنا چې غربي ميډيا يې کاروي، نو ډېره خندا راځي او هم افسوس _
شیوانی
23.03.2006
درنو او زړه ته راتیرودټول افغان ویب پاڼي مینه والو!
دهرڅه لومړی دنوې کال مبارکي و تاسو ټولو ته وایم، په دې هیله چي دغه نوی کال (1385) تاسو اوزمونږکړیدلي هیواد افغانستان ته د صلحی، خوشحالی، نیکمرغی او کامیابی پیغامونه راوړي وې .
ستاسو نظریات چي دترور اوتروریزم په هکله وړاندي شوي دقدر وړدې، اما داوسني سیاست او رسنیو په قاموس کي چي اسلام ته تروریزم او مسلمان ته تروریست وايي نه یواځي دغه مطلب د واقعیت سره سمون نلري بلکه دغه سیاست دبدبینیو یو لوی لامل شمیرل کیږي . ځکه چي د اسلام دین تروریزم ندي بلکه د تروریزم پرخلاف او د صلحي،عدالت، ریښتیولی،فطرت ، عقل او تفکر یو بشپړ دین دی، ښه به داوي چه د ترور او تروریزم اصلي څیره دظالمو او سرکښه هیوادونو د حاکمانواو همدارنګه دهغو سیاسي مذهبي (اسلامی،اونور ادیان) سازمانونو په وجود کي چي په غیر مشروع ډول د ډیر ډار، تهدید او بیري په وسیله پرخلکو، قومونو، ټولني او قانوني دولتونو دقبضي او تسلط لپاره په تاوتریخوالي لاس پوری کوي او دخپلو جنایتکارانه موخولپاره ملتونواو ټولنوته مادي او معنوي تاوانونه رسوي، ولټوو.
نو داچي تروریزم په افغانستان کي تاریخ لري که نه،ماته معلومه نده، ښه به داوې چي نور لوستونکي رڼا پري واچوي!
بریالي اوسی
په پښتنه مېنه
ستاسو ترټول کشری ورور
محمد اسحاق شیوانی
hemat_shiwani@yahoo.com
shiwani.hemat@yahoo.com
daud
25.03.2006
درنو او محترمو وطنوالو سلامونه او احترامونه ،ستړی مه شئ !
ترور لکه چه ښاغلیو پښتون څلمي او کوشان صاحب ورته اشاره کړی ده لاتینی کلمه ده چه لغوی مانا يی ویره ، ډار او خوف ده.
په عمومی ډول جبر او فشار (د زور څخه کار اخستل)ته ترور وایی ،
په سیاسی قاموس کی :
دقدرت دپاره په مبارزه کی د زور هغه شکل دئ چه دیوی خوانه د استبدادی او مطلقه رژیمونو د تسلط د بقا دپاره او دبلی خوانه درژیم د افراطی وړو مخالفو ګروپونو او یا ځانګړی شخص او فرد له لوری د موجوده دولت او یا اجتماعی نظام د ړنګیدو د پاره ورڅخه کار اخستل کیږی.
دافراطی وړو ګروپونو او ځانګړیو اشخاصو د تروریزم په مقابل کی دولتی تروریزم قرار لری چه اداره ددغه دولت په خپل داخلی سیاست کی د پولیسی او قضایی ترور څخه کاراخلی او په خارجی سیاست کی د اشغالګرئ ترور ، هوایی یا فضایی ترور (جنګی ترور ) او نظامی ترور (په جنګ کی د خلکو د مقاومت د فواوو له منڅه وړل د هوایی بمباریو په واسطه )عملی کوی ، چه په نتجه کی د انسانی حقوقو تر پښو لاندی کول او د قانونی دولتی اساسی اصولونه مراعاتول ، ددولتی امنیتی ارګانونو په واسطه دمخالفینو شکنجه کول ،د ماغزو مینځل ،دقومونو بی ځایه کول او دخپل ټاټوبی څخه شړل ، دسیاسی مخالفینو له منځه وړل (پاکسازی او نمایشی محکمی دایرول )ډله ایز اعدامونه او د خلکو دپرګنو ډله ایز ه وژنه ، د ملکیت ضبطول ، جبری روانی شکنجی او.....
د استبدا دی او جبری جنایت ټول اشکال چه د سیاسی انګیزی په لرلو سره صورت نبسی تروریزم بلل کیږی لکه د تهدید او زور څخه استفاده ددولتی او اجتماعی اراکینو او عمالو په ضد د اوږدی ستراتیژی په ډول او دویری او ترس خپرول د حاکمو روابطو د ټکان او ګډوډلو دپاره .تروریزم د افراطی افکارو محصول دئ .
تنظیم شوی جنایات ( لکه د وسلو غیر قانونی سوداګری ، په زور سره د پیسو په لاس راوړل او دمخدره موادو جنایت )د تروریزم د ډولونو سره په سیاسی کانتکست کی نږدی کیږی .
دسیاسی =ستراتیژیکی او سازمانی ترکیب له امله پارتیزانی او ګوریلایی مبارزی د تروریزم سره اساسی توپیر لری ،که څه هم په ځینی مواردو کی ددغه ډول جنګونو او مبارزو شکل د تروریزم شکل ته ورته وی .
تاریخی اړخ
دیوه شخص له منځه وړل په زور سره او په نتجه کی یی سیاسی بدلون راوستل د پخوا زمانو څخه را په دی خوا وجود درلود. دانتیکو وختونو څخه تر اوسه پوری د جابرانو او مطلق العنانو وژنه تر بحث لاندی ده .
په منځنیو پیړیو کی په نږدی او منځنی ختیځ کی د قتل= ترور یزم منځ ته راغئ او ددی لاری نه په سیاست کی د نفوذ د پاره د ځینو مهمو اشخاصو د وژلو او محو کولو سلسله را منځ ته شوه .
دفرانسی د انقلاب په وخت کی یاکوبینرانو (۱۷۹۳=۹۴ ۱۷)د وحشت او ډار کړن لاره (ترور) دانقلاب په وروستئ مرحله کی عملی کوله ، چه نه یوازی خپل مخالفین بلکه مشکوک کسان یی هم له منځه وړل .
په شلمه پیړئ کی ترور د فاشیزم ، ناسیونال=سوسیالیزم او کمونیزم د تسلط په راتګ سره خپل او ج ته ورسید .
د لینن له نظره د زور څخه استفاده (سورترور ) دخپل طبقاتی دښمن سره په مبارزه کی لازمی او مجاز عمل
دئ ، مخصوصاْچه هغه (طبقاتی دښمن ) هم دزور (سپین ترور ) د استعمال څخه کاراخلی .
د تروریزم عقیده یا نظریه(دوکترین ) د نولسمی پیړئ څخه را په دی خوا را ښکاره شوه .
دانارشیستی (هغه سیاسی حالت چه اساسی قانون ، حقوق او اصول اعتبار له لاسه ورکړی )نظریو د
زیږیدنی ، شروع او ودی سره په تړاو کی م. ا. باکونین په د عقیده ؤچه:دورانولو میل هم یو تخلیقی فشار او ضرورت دئ .
د منظمو کارګری حرکتونو په ځائ چه ټولنیز بدلونونه یی د منظموسازمانونو دفعالیت او عمل له لاری غوښتل هغه ( باکنین ) د مستقیم عمل (ډایرکت اکشن ) او د عمل د پروپاګند تاکید کاوه او په دډول یی ځانګړی تروریستی عملیات مخصوصا دحاکمه سیستم د حکومتی او اقتصادی ارګانونو د نمایندګانو په مقابل کی غوښتل .
دباکونین ترڅنګ (س .ګ . نیچایف تیوریسن د / خلقی ارمان/ ، نیکولای الکساندرویچ مارکوف او
ی .موست )د مستقیم عمل دپروپاګند مبارزین وو او دمستقیم عمل پروپاګند یی دانقلاب نښه او علامه بلله .
اساسی تفکر د تروریزم دادئ چه : ترور دکښته لوری نه یو طبیعی او حقه عکسل العمل د پورته لوری په مقابل کی دئ او یو کم شمیر د مصممو او قاطع انسانانو یو قابل دملاحظی او نا متناسبه لوی نفوذ عملی کولائ شی که چیری متواتر او بیله فکر کولو د یوه (انسانی عمل ) په شکل تکیه ګاه د حاکمه دولتی نظام او ټولنی تر حملی لاندی ونیسی ( حمله د مرکز په ضد ). د ټولوتروریستی فعالیتونو د تغیر سربیره انګیزه یی تر ننه پوری
( پروپاګند دعمل ) اساسی تیوری د تروریزم پاته شوی ده .
دلمړی نړیوال جنګ څخه مخکی په جنوبی او شرقی اروپا کی تروریستی ګروپونه په انارشستی بنیاد را پورته شول لکه په ایتالیا کی الیانس دیلا روولیوسیون(اتحاد دانقلاب ) په روسیه کی نارودنیکی (خلقیان ) وروسته سوسیال =ریوولیوسیونر (اجتماعی انقلابیون ) د تروریستی وساییلو په کاروړلو سره د روسی امپراطورئ د اوتو کراتئ په مقابل کی ، په فلسطین کی (۱۹۴۰=۱۹۴۸ د اسراییلو د ازادئ جنګیالی ) اود
( شتیرن ډله )چه تروریستی فعالیتونه یی د عربو په ضد په مخ بیول .
په توتالیتر سیستمونو کی لکه ناسیونال=سوسیالیزم (هتلر ) او ستالینیزم کی ترور یوازی د پورته لوری نه
( دولتی ترور ) جریان درلود په داسی حال کی چه ددوهمی نړیوالی جګړی څخه وروسته زیاتره ترور دکښته لوری نه ددولتی نظم په مقابل کی په هغه هیوادونو کی چه دقانونی اپوزیسیون امکانات هم موجود وو رواج پیدا کړ .
د تروریزم د تاریخ څخه ښکاریږی چه د مختلفو انګیزو په لرلو سره تروزیزم په مختلفو شکلونو ځان ښکاره کوی لکه : دتجزیه غوښتنی = یا په اصلی نژاد او نصب پوری دالحاق ،ادیولوژیکی=سیاسی =اجتماعی ،دپردیوسره ددښمنئ=ناسیونالستی ، دازادئ غوښتنی =اډیولوژی او د مذهبی =بنیادګرایی تروریزم .
په تروریزم کی ددولتی او ټولنیز سیستم د سیاسی ،اقتصادی او عدلی نمایندګانو وژنه ، تښتونه او خرابکاری د پټو عملیاتی کوماندو په وسیله رهبری او سرته رسیږی .هدف یی ددولتی انحصاری قدرت او حاکمیت تر پوښتنی لاندی راوستل ، ضعیفول او د سیاسی نظام بی ثباته کول دی ، دبی امنئ فضا منځ ته راوستل او دلنډی یا منځ محالی مودی دپاره انقلابی وضعیت رویکارول دی ،دداخلی امنیت دپاره موظف ارګانونه لکه پولیس ، څارنوالی او محاکم د فوق العاده عکس العمل سره مخامخ کول دی . عملیاتی ارمان د تروریستی فعالیتونو د حاکمه قدرت د ډارولو تر څنګ د خلکو د پرګنو ملاتړ حاصلول دی .
تجاوزی جنګ چه دیوی معینی ساحی د کنترول هدف لری ، په تروریزم کی هدف دفکرونو اشغالول او دخارجی سطحی یا اطراف (پیریفیری ) موجودیت دئ چه دهر فرصت دپاره د کومکی خدمتونو دپاره اماده وی تر څو د مالی لګښتونو ، دپټیدو ځایونه ، د کورونو کرایه کولو ، د خبرونو دخپرولو او لوژیستیکی حمایت دپاره ور څخه ګټه پورته کړی .
اکثره دتروریستی سازمانونو د معینو دولتونو د سیاسی وضعیت له کبله د هغوی (دولتونو )حمایت حاصلوی ،مثلاُ دپیسو لاسته راوستل ، جعلی شخصی اسناد جوړول ،اسلحه ،دنظامی زده کړی امکانات او دتیښتی او فرار اسانتیاوی او ...........
مګر د تروریزم د پوره وضاحت او سپینوالی دپاره په ننئ زمانه کی یو جامع ،هراړخیزه او دټولو وولسونو او ملتونو د قبول وړ تعریف نه دئ شوئ ،هرڅوک د خپلواعمالو دتوجیه دپاره د مخالف لوری کړنی تروریزم بولی .
تر پرونه چه سوړ جنګ و او نړئ ددوو ابر قدرتونو (شوروی اتحاد او امریکا) او ددوی داقمارو تر مستقیم او غیرمستقیم نفوذ لاندی وه ،دواړو قدرتونو مقابل لورئ دتروریزم په روزنه ، پالنه او حمایت تورن کول او ددوی اعمال یی د ټولنیز نظم په ضد بلل .
د ساړه جنګ په دوران کی غربیانو د امریکا په مشرئ د سوسیالستی لاګر د ضعیفولو او له پښو غورځولودپاره د ټولو هغو سازمانونو سره چه په دینی بنیاد ولاړوو همکاری او ملګری ( خصوصا اسلامی )کوله او هر ډول مادی ،مالی ،نظامی او فرهنګی امکانات یی ورته برابرول چه ډیر واضح او تازه مثال یی د افغانستان تش په نامه جهادی تنظیمونه او وروستنی جنګی جنایت کاران او اوسنی وطنفروشان دی .په دغه دوره کی د تروریزم ،افراطیت او بنسټ پالنی مساییل مطرح نه وو . دغربی امپریالیزم او سرمایه داری سیستم ګردانندګانو یوازی هغه سازمانونه او ډلی تروریستی بلل چه ددوی دچټلو اهدافو سره په ټکر کی وو ، همدارنګه سوسیال امپریالستانو هم هغه ډلی چه دوولسونو دازادئ او خپلواکئ د پاره یی مبارزه کوله ترهګر او اشرار بلل .
دپخوانی شوروی اتحاد او سوسیالستی بلاک په ړنګیدو سره دسرمایه دارئ سیستم د هدفونو او اعمالو په مقابل کی مخالفه ،واضح تیوریتیکی او اډیولوژیکی منظمه او قوی جبهه له منځه ولاړه ،کیڼ اړخی دولتونه او سازمانونه هم د کاپیټالستی سیستم د غلامئ کته په شا کیښوده او انسان څخه دانسان داستثمار دمنځه وړلو بوږنوونکی چیغی او ناری یی د امپریالیزم په عبادت او تلاوت بدلی شوی ،او دغربیانو دنوی استعمار او تجاوز دپاره بی حریفه لاره پرانستل شوه .
دغربی امپریالیزم د سیاسی او اقتصادی تسلط او غیرانسانی بی بندوبارئ په مقابل کی یوازینئ سنګر دمقاومت چه ددوی دفتحی څخه پاته دئ او دسازش او تسلیم سر یی نه دئ ایښئ او ددوی دوحشیانه ، منافقانه او تجاوزګرانه پالیسئ سره توافق او معامله نه کوی د اسلام دین دئ ، له دکبله کله چه غربیان د تروریزم څخه خبری کوی موخه یی اسلامی سازمانونه او غورځنګونه دی او دتروریزم کلمه یی د خپلو غیر انسانی اعمالو د توجیه دپاره یوه تبلیغاتی سلاح ګرزولی ده .
دشوروی او کمونیزم د خطر د تبلیغاتو په ځای اوس دتروریزم دخطر ناری شروع شوی دی .
دیوه فرضی او خیالی دښمن جوړول او دهغی څخه دیوی خطرناکی بلا جوړول دخپلو نظامی تجاوزګرانه عملیاتو د توجیه دپاره داستعماری او امپریالستی نظامونو خاصه ده .دساړه جنګ دختمیدو څخه وروسته هم دهمدی لاری څخه کاراخستل کیږی .
دګاردین دورځپانی یوی لیکوالی (میرمن ارونداتی روی )د ۱۱ دسپتمبر۲۰۰۱ څخه څو اونئ وروسته لیکی : (که اسامه بن لادن وجود هم نه درلودائ امریکا باید داسی یو شخص اختراع کړئ وائ ) .
دغه فرضی او خیالی دښمن نن ورځ (اسلامی بنیادګرایی ) او دهغی په راس کی یو بی وطنه شخص اسامه بن لادن دئ ،همغه اسلامی بنیادګرایی چه پرون امریکاییانو جوړه او دکمونیزم په ضد جګړه کی یی دهغی څخه ګټه پورته کړه او دازادئ غوښتنی سمبول یی معرفی کوله نن ورځ یی دتروریزم مور بولی .
په افغانستان کی تروریزم یوه بهرنئ ،وارداتی او تحمیلی پدیده ده او دافغانستان دتاریخ او سیاسی کلتور سره هیڅ تړاو نه لری .
دوارداتی اډیولوژیګانو راتګ ، دبهرنیانو لاس وهنه ،دکودتاګانو په رواجیدو سره شروع او د روسانو په مداخله او مستقیم تجاوز سره تروریزم په افغانستان کی خپل اوج ته ورسید.دتپل شوی او تحمیلی جنګ (جهاد) په دوران کی دمعضلی ددواړو خواوو له طرفه دخارجی بادارانو په دستور او اشاره سره دترور او وحشت کثیف ترین عملیات تر سره شول . اډیولوژیکی ترور ،مذهبی ترور ،ایتنیکی ترور او لسانی ترور د څو ویشتو کالو څخه راپه دیخوا دافغانی ټولنی ورځنئ کار وګرزید.
دانسانانو ژوندی خښول ، دسرونو اودبدن دغړیو پری کول ، په سرونو کی میخونه ټک وهل او جنسی تجاوزونه د ترور هغه فجیع ترینه اشکال دی چه په بشری تاریخ کی یی مثال نه لیدل کیږی .بدبختانه چه افغانی لیکوالانو ددغه وحشت ډیر لږ او ناچیزه تصویر منعکس کړئ دئ .
دترور وحشتناکه څیره د امریکایی یرغل او تجاوز سره نوره هم وحشتناکه شوه ، همغه پخوانی
نه پخلاکیدونکی دکیڼ اوښی اړخ ترورستان او بانډونه یی دجهانی تنظیم شوی امپریالستی تروریزم سره په ګډه او شریکه دافغان وولس په سیاسی ، اقتصادی ،اداری او فرهنګی ژوند خپله خوفناکه تروریستی قبضه واچوله .دخلکو ډله ایزه وژنه دامریکایی اشغالګروځواکونو دبمبارئ په وسیله ،دقیافی او ژبی په بنا دافغانانو تښتونه او وژنه ،دهغوئ شکنجه او سپکوالئ ، دژبی په لرلو سره د خلکو ډله ایز بیځایه کول او دخپل پلرنی ټآټوبی څخه په زور شړل ، دافغانی میرمنو په عزت او عفت تجاوز ، دیوی مزدوری ،پوشالی اوبی بنیاده اداری نصبول په زور سره اودازادئ او استقلال د مبارزینو تعقیبول او بی پوښتنی وژل د القاعدی ،طالب او بنیادګرا په نامه دامریکایی او داخلی تروریستانو ورځنئ پالیسی ده چه جریان لری او په دغه لګول شوی اورکی افغان وولس په بی رحمئ سره سوځیږی .
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله
اخستځیونه :
1: Brock Haus ENZYKLOPAEDIE 1974
۲:افغانستان الګوی دموکراسی امریکایی
از تحمیل تروریسم تا صدور دموکراسی
د و. آییژ لیکنه
شیوانی
29.06.2006
سلامونه او نیکی هیلی تاسو گرانو لوستونکوته !!!!!!!!!!!!11
مشهور متل دی چه (مکوه په چا چی و به شی په تا) دتروریزم معنی او تعریف په اړه ډیرښه مطالب د داودجان ورور لخوا څخه وړاندی شوی دی چی د منلو وړدی.
خو!!!!!!!!!!1
د پوښتونکی دپوښتنی په دوو نورو اړخونو باندی رڼانه ده اچول شوی خو زما په آند د تروریزم اصلی پلویان په افغانستان کی که چیری ونه بیریږو د امریکا متحده ایالاتو لیډران وچه تروریزم یی په افغانستان کی دبهرنیو سخت دریځو په روزلو کی منځ ته راوړ. که څنگه.................................... یارانو!!!!!!!!!!!!!!
په مینه او درنښت
Dr.Afghan
04.07.2006
ټولو محترمو وروڼو السلام عليکم
ستاسي په اجازه زه هم غواړم چي خپل خيالات دروليږم،اختلاف راسره هرڅوک کولای شي،لکه څنګه چي زه خپل مختلف فکرو نظر لرم،داسي نور هم حق لري٠
تروريزم،پلويان يې او په افغا نستان کي يې تاريخي ريښې٠
معنا يې ټولو ته معلومه ده تکراريې نه دی پکار او دتعريف جرائت خو يی هغه چا هم نه دی کړی چي دتروريزم په خلاف دجنګ داعوې کوي٠پوښتنه داده چي
دتروريزم سوال نن ولي راپيدا شو،ځواب يې دادی ،ځکه چي هغه څوک چي دتروريزم په تور تورن دي هغه دنن دجنګ يو اړخ او فريق دي،او په دې نوم ځکه ونومول شول چي کمزوری فريق دی ، مقابل لوری يې زورور اوپه طاقت پوره دی٠
همداد دنیا اصول او تاريخ دی چي هر برلاسي قدرت ځان ته کوم خطر ليدلی هغه يې د باغي،اشرار،بسماچي،قزاق،داړه مار،غل او(نن سبا ) د ترهګر په نوم ياد کړی، او کله چي په داسي خطراتو برلاسي قدرتونو بری موندلی نو دانومونه په هغوناکامو خلقو دتل له پاره پاتي شوي دي او که چېر ته دا باغيان قدرت
ته رسېدلي بيا نو همدا نومونه عزل شوي د قدرت پخواني خاوندانو ته ورکړل شوي دي٠
لکه څنګه چي پور ته ذکر شوی چي دنن سبا "ترهګر"دجنګ يو فريق دی او مقابل طرف يې له کمونيزم نه بعد ځان ته ستر خطر بولي نو دهغوی محکومول
او ددوی فکر ونظر ته دترهګري عکس ورکول نه فقط دا چي ډېر ضروري دی
بلکه دنړۍ له پخواني تاريخونو سره هم سمون خوري٠ خوهر انصاف لرونکی
سړی چي ليږ هم سوچ وکړي چي ترهګر څوک دی نو به ورته معلومه شي چي په نړۍ کي اصلا خوف او وېره چا را پيدا کړې ده،دنيا په ټنونو بارودو او بمونو باندي چا سوځولې ده،او نړۍ ته دا وېرونکی اخطار چا ور کړی چي "له
ماسره ياست او که نه؟" او دا ټولي دونيا د چا له خوف او وېري په"ترهګر"
پسې لستوڼي راټومبلي او ټوپک يې ورپسې را خيستې دي چي ترهګر دځمکي په
سر حتی په غرونو او غارونو کي هم د سر پټولو ځای نلري٠څوک چي انصاف
لري دهغه لپاره دا فيصله مشکله نه ده چي ترهګر څوک او ترهګري څه شی ده
دموجوده "ترهګرو"يوه بله بد قسمتي دا ده چي دهغو تړون د اسلام له نامه سره کېږي،که چېرته ددوی نوم داستعمار په خلاف له کمونيزم،
سوشلزم او يا بل هر کوم ازم(خوچي اسلام نه وای)سره تړلی وای نو ددنيا ډېرو دانشورانو او پوهانو به،په ډېرو جنايتونوبرسېره هم په مخ اوسرښکلولای
،په مقالو،کتابونو او مضمونونو کي به يې ستايلای او"دلبري دې ته وايي"
غوندي نظمونو او شعرونو کي يادولای٠خوبدبختانه داسي ډېر کسان شته چي
اصلي ترهګر ښه پېژني او بد يې هم ځني راځي خو داسلام او يا مذهب په تعصب کي دوی دهغه تروريست په هره ترهګري ستګي پټي کړې او پدې خوشال دي چي "يو دښمن دا بل دښمن راته ختم کړي هم ښه خبره ده"او په
دې ندي خبر(ياشايدښه پرې خبر دي) چي پدې توګه دوی دترهګرو "پلوي"
کوي٠
اوس به راشو دغرب د"وياړلي تاريخ" دتروريزم يو څو مثالونو ته٠ ٠٠٠٠٠داروپا دقدرتونو ټوله نړۍ د
ځان غلامي ته مجبورول(چي په دولتونو کي به يې لمر نه ډوبېدو)او په اسلامي
نړۍ کي خو يوازي دوه،درې دولتونه ددوۍله غلامي فقط دتوري په زور خلاص ؤ ٠ ټوله نړۍ يو څو اروپايي دولتونو(برطانيه،پرتګال،فرانس)پخپل منځ
کي سره وېشلې وه ٠٠٠٠٠ په هسپانيه کي د عيسويانو له خوا مسلمانو ته دخاوري
پرېښودلو اويا په اور کي دسوځولو اخطار اوپه هغه باندي مضبوط عمل،چي
ډېر کم پکي په هجرت کامياب اوله هغه ځاینه ژوندي راووتل٠ ٠٠٠٠٠يو وخت د يورپ
د عيسويانو په لاس د مخالفي فرقې خپلو عيسويانو دومره بې درېغه قتلونه چي په لکونو عيسويانو يې مسلمانانو ته پناه راوړه ٠٠٠٠٠ اولنی او بيا دوهم نړيوال جنګ ٠٠٠٠٠ دهټلر له لاسه دملیونونو انسانانو قتل(چي په مليونونو يهودان پکې شامل ؤ ٠٠٠٠٠ په جاپان اتومي بمونه غورزول،چي وېرؤنکي او ترهګر اثرات يې نسلونو ته انتقال شوي ٠٠٠٠ ٠ داسراييلو په لاس له تېرو پنځوسو کلونو را هيسي د فلسطنيانو مسلسل قتلونه ٠٠٠٠٠ دروسانو اشغالګري چي اشغال شوي دولتونه يې
له خپل دود او کلتور خو لا څه کوې چي په زور يې له خپلو مذهبي عقايدو نه هم اړول او يا يې ځمکه ورته سور اور کړې وه ٠٠٠٠٠ په ليبيا،عراق،افغانستان او......باندي نوي اشغالګر بريدونه ٠ دا د غرب له زرګونو زرګونو ترهګريو څخه يو څو مثالونه دي،چي د القاعده او داسي نورو "ترهګري" ترراتلونکي زر کاله پوري هم دغربيانو دتروريزم ، پنځه په سلو کي هم نشي کېدای ٠ اودا ترهګري چي زه خو دي په هر قسم سلاح سمبال يم ، اتوم او هايدروجن بمونه دي جوړوم او استعمالوم خو بل چا ته دځان دساتني حق هم نه ورکوم ،ودې کار ته په ټوله نړۍ کي قانوني بڼه ورکول دترهګري لا ځان ته مثال دی٠ که حق ووايو همدا اصلي ترهګر دي او پلويان يې ټوله نړۍ ده، هر چا ته چي خپل ځان،خپل قدرت او پاچاهي ګران دي هغه دحق ويلو جرائت نه لري ٠ يو ډېر مسکين او عاجزه غږ د "مهاتير محمد" له خلې راووت خو د غلامي په ډېرو اوازونو کي ډېر زر ورک شو٠ او څه تعدادپلويان يې هغه کسان هم دي چي ترهګر پېژني خو له يو فعال او حاکم مذهب نه دبېزاري په سبب دوی اصلا مذهبي سياست او حاکميت هم ترهګري بولي ځکه اوس ديو دښمن دبل له لاسه ختمېدو ته خوشال دي، لکه څنګه چي مو مخکي اشاره ورته کړې وه٠
اوس به راشو دترهګري تاريخي ريښو ته په افغانستان کي٠
څوک چي دا وايي چي افغانستان کي ترهګري هيڅ ريښه نلري،بلکل غلط وايي٠دوی يا خو دافغانستان په تاريخ خبر نه دي او يا يې ځان ناخبره اړولی دی٠
افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت په سبب همېشه داشغالګرو قدرتونو د ترهګري نښه ګرزېدلی دی،او د هغه په مقابل کي دافغانانو سرکشي او د غلامي ځنځير ته د غاړه نه ورکولو فطرت،داشغالګرو له خواددوۍ په خلاف د ترهګري شدت همېشه لا زيات کړی دی٠
.....ديونانيانو او چنګېزيانو له لاسه زمونږ وطن سوی سکور شو٠
.......د ايرانيانو او مغولو په افغانانو بريدونه٠
.......انګليسي استعمار،چي د خپلي ترهګري په زور يې پوره دوه سوه کاله زموږ وطن جنګ ته مخامخ درولی ؤ،حتی له درېو غټو خونړيو جګړو وروسته په دې پوه شو چي دا غاړي دغلامي پړي ته نه دي جوړي،ليکن په دې پوره قادر شو چي زمونږ وجود يې دترهګري په تېره خنجر دوه ټکړې کړ، چي له زخمونونه مو نن هم ويني څاڅي٠نن هم د ډېورينډ له بد مرغه نوم اورېدلو سره هر چا ته د انګليسي ترهګري کرغېړنه څېره مخ ته راځي٠
......دروسانو ترهګري نيژدې دوه مليونه افغانان تر تېغ تېر کړل، او د خپلو شومو اهدافو دحصول او دافغانانو له خپلي ازادي سره بې کچي ميني دروسانو د ترهګري شدت دومره زيات کړ چي زمونږ د وطن يو کلی، بانډه،فصلونه،کنالونه حتی غونه او ډبري مو هم روغي پاتي نشوې٠زمونږ پنځه مليونه افغانان يې دې ته مجبور کړل چي خپل وطن پرېږدي او په پردي وطنونو کي دنورو تر احسان لاندي په خېمو او ډاګونو کي ژوند تېر کړي٠
.....پاکستانيانو د ډېورينډ دترهګري نښي دځای په ځای ساتني په خاطر،له خپل وس او قدرت سره هره ازموينه په مونږ کړې ده او لا کوي به يې٠
......دامريکايانو دترهګري مضبوطه لغته خو همدا اوس هم زمونږ په ستوني ايښې او که سترګي ورته را پورته کؤو نو سترګي رانه وباسي٠ او خدای ج شته چي د تاريخ جبر اوس زمونږ غړۍ داسي کږې کړې دي چي د غلامي ځنځير ته شې برابري دي٠ کله کله خو طالب او القاعده ته دافغانانو په خله ښکنځل ، اصلا د امريکي غلامي ځنځير ته جواز ورکول برېښي٠
اما د يادوني وړ خبره داده چي پورتني اشغالګرو قدرتنو ددوۍ په مقابل کي دافغانانو بې ساری مقاومت همېشه تروريزم او افغانان تروريستان بللي دي٠
اوس سوال دادی چي ترهګر څوک دي،افغانان او که بريد کؤنکي اشغالګر قدرتونه؟ همدا سوال ټولي نړۍ ته مطرح ده چي دازادي له پاره سرشندنه ترهګري ده او که د ترقي او پرمختګ په نوم د ملتونو ازادي سلبول ترهګري ده؟
بل سوال دادی چي ايا که غرب نن د "ترهګرو" سرکوبي او د هغوۍ مکمل شکست او ماته په کاميابي سره تر سره کړي او د دې ترهګرو څه نوم او کوم نشان هم پاتي نشي،غربي ديموکراسي او استثماري نظام هرچېرته نافذالعمل شي نو څه فکر کوۍ چي په نړۍ کي به يو حقيقي او واقعي امن راشي؟ ټوله دنيا به د سولي او خوشالۍ خپل اخېرني منزل ته ورسي؟
زما ځواب دادی چي نه ،هيڅکله نه٠ دا د حق او باطل تر منځ يو مسلسل او دوامدار جنګ دی٠الله چي کله پخپل کائنات کي دا ځمکه را پيدا کړه او اول انسان يې ورته راولېږو نو سمدلاسه دحق او باطل، تروريست او ناتروريست تر منځ جنګ پيل شو٠ دنړۍ ټول تاريخ دهمدې جنګ په مختلو واقعاتو مشتمل دی٠کله چي حق راغلی باطل همېشه وار ور باندي کړی اوکوشش ې کړی چي له منځه يې يوسي ٠خو داسي نه ده چي بريد همېشه په حق شوی بلکه دطاغوت په خوشال او له سولي او امن نه ډک ژوند باندي ،چي دحق خاوندانو چېرته معمولي موقع موندلې هم سخت تعرضات او حملې کړې دي حتی چي له حالاتو سره سم يې دهغوۍ له مکملي تباهي هم درېغ نه دی کړی٠
.......دنوح ع په طوفان کي دهغه له خپلو ملګرو پرته دنورو ټولو انسانانو مکمله تباهي،د عاد او ثمود قومونو،د حضرت لوط ع قوم او د فرعون د امپراطوري له تباهي او بربادي ډک تاريخونه او له عبرتونو ډک نشانونه او اثاريې ، او د اخېرني پيغمبرص په وخت کي د قريشو له خوا ديوې معاهدې له ماتولو سره سم دپيغمبر ص په مکه باندي دبريد لښکر تیارول او بيا د مکې فتحه دا ټول د حق او باطل په جنګ کي دحق د offensive سوچ ښکارندويي کوي ٠
او دا ټول دحق خاوندان پخپلو زمانو ګي د جادوګر، بېدين،د بتانو قاتلان اوداسي نورو دتروريست په متبادلو نومانو نومول شوي وه٠
ممکن په افغانستان باندي دترهګري بريدونو په مثالونو کي بعض ٠وروڼه خفه شي چي د عربانو حملې مو ولي نه دي يادي کړې او ولي مو ترهګري نه ده بللې٠ داسلام(عربو) په لاس زمونږ د خاوري فتحه دحضرت عمر رض په دور کي شروع او د حضرت عثمان رض په خلا فت کي تکميل ته ورسېده٠داسي خلق شته چي دا دعربو په پرده کي داسلام ترهګري بولي خوهغه دي دا ټکی ياد ساتي چي په هندوانو کي زمونږ غوريان، غلجيان، لوديان او احمد شاه باباهم تل د داړه مارو ، غلو او وحشيانو (ترهګرو) په نومونو ياد شوي دي٠ او زمونږ ستر قهرمان سيد جمال الدين افغان خو بيا تر ټولو لوی او نړۍوال تروريست دی، او مونږ يې پلويان یو٠ که څنګه؟
خو نه داسي نه خبره نه ده، بلکه دا دحق او باطل تر منځ جنګ دی چي د خاتم النبيين ص له مبارک حديث سره سم به دقيامت تر ورځ پوري په تسلسل سره په يو او بل شکل دوام ولري٠
دا بېله خبر ده او بېل مضمون غواړي چي د نن سبا دخدای ج دد ين د ساتني پلويان دخدای ج ددين د نفاذ څومره علمي او نظامي استعداد او قوه لري او د طالبانو دبدبخته،له علم او حکمت نه عاري حکومت او اسلام دوښمنه پاليسوؤ کفاره به دوۍ څنګه اوتر څو پوري ادا کوي٠
صلی الله تعالی علی خير خلقه محمدو اله وصحبه اجمعين٠
م ن غروال
06.07.2006
د سلامونو وروسته!
ترور خو خامخا شته او هر چيري شته او ټولو پکي په پوره پيمانه ونډه اخيستي ده٠ خو د ترور څخه چې اوسمهال څوک ګټه پورته کوي هغه په لومړي قدم کي د بوش سياست دي٠ او په څنګ يې د ټولې لويديځي خبري ميډيا ده٠
د افغان مجاهد په نوم چې څه په هېواد کي وروسته د نجيب رانسکوريدو تر سره شول هغه مونږه افغانانو ته ناجبرانه دي٠ چې دا ټول د امرېکې او د دوي د يارانو او دوستانو د اقتصاد او وسلې په مټ ؤ٠
له دغو دؤو متقابل جګړه ايزو توپکوالو چې هر يو يې ځانته مجاهد ويل، په دغه جنايت او تيري او د هېواد دشتمنيو په لوټولو کي لوي لاس درلود٠ او د بې ګناه خلکو قاتلين او تروريستان دي٠
امـــــــــــــــــــــــــــــــــا :
هغوي چې د توپک خوله د امريکي خواته راواړوله تروريستان ونوميدل او هغوي چې د امريکي په ساز وګډيدل شريف نجيب او بېګناه پريښتې شوې چې حتی محترم ولسمشر کرزی صاحب يې د مقبرې زيارت ته هم کله نا کله ورمنډه کړي، چې د نيکۍ او وطنپرستۍ په تله کي يې څه ورزيات شي٠ همدا ډول د دوستم جاني دا د کمونستو ژوندی ويروس چې څه وکړل او کوي يې هغه خو به يادوؤ ځکه نه، چې د هغه ټولو کارنامو او کړو وړو ته که نظر واچؤو او دا ټول سره جمع او تفريق کړو پرته له کثافت او ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ بل هيڅ هم نشي ترې جوړېداي ٠
نو پدې حساب زه په دې عقيده يم چې د امريکا مخالفين تروريستان ندي او که بيا دي نو دا بله ډله هم بايد چې وي٠ او امريکا بايد هغوي خلع سلاح کړي چې ولس د امن ساه وباسي او د بيا رغونې چارې سمې پر مخ ولاړې شي٠ نو پدې ترتيب هر چيرته که کوم پښتون د امريکايي سياست په خلاف څه وويل نو خامخا د طالب ټاپه پرې وهل کيږي او تروريست دي٠ پداسي حال کي چې طالبانو ته زه د تروريستانو په سترګه نه ګورم٠ دا چې دوئ څومره ښه ؤ او څومره بد، او څومره د هېواد په درد خوړل او څومره نه ، او څومره يې له بن لادن سره اړيکي درلودې او يا نه،او٠٠٠٠٠! دلته هر ډول نيوکه او غندنه به تر زياته حده د منلو وړ وي اما نه پدي شکل چې جمعيتان دوستميان او ستميان او پرچميان ټول مبرأ! او ټوله ملامتي په پښتون د طالب په نوم!
نه! نه مونږه طالب درلود او نه يې هم لرو٠ اوس چې هر څوک ځان ته طالب وايي ډير بد کوي او هر څوک چې د طالب په نوم اخبارخپروي هم ډيره لويه تېر وتنه کوي دا ټول سياسي پروپاګندې دي چې لويديځ خپله ګټه ترې پورته کوي او ورځ په ورځ د پښتون د بدنامی باعث ګرځي او د پرديو د توپک د نښو ښکار ګرځي٠
او مونږه بعضې دې ته خوشحاله يو چې ولا طالبان بيا په زور کي شول٠ دا خلک چې اوسمهال د طالب په نوم ټکه توکه ترسره کوي زه يې د افغان ولس دښمنان (د پاکستان اجنټان او غلامان) بولم ٠ دغو شومو اعمالو او جنايتنو ته بايد د طالبانو د فعاليت په سترګه ونه ګورو، کوم چې د هېواد اوضاع راخړوي، يا يې د طالبانو د فعاليت په نوم ونومؤو٠ او افغاني عساکرو ته ګوډاګيان ووايو٠ له بده مرغه دا ډول اخبار دا يو څو وخته په ټول افغان کي هم ليدل کيږي٠
[quote:f814db1d71]طالبانو په کابل کې ددرېيمې چاودنې مسووليت هم ومانه
طالبانو په کابل کې ددرېيمې بمي چاودنې چې نن ددغه ښار دڅرخي پله په سيمه کې رامنځته شوې مسووليت منلی. دطالبانو يوتن وياند ډاکتر محمدحنيف په دې اړه خبري رسنيو ته ويلي طالبانو نن په دغه سيمه کې دملي اردو دځواکونو پر موټر يوه چاودنه ترسره کړه،نوموړي په دغه پېښه کې دملي اردو سرتېرو ته د ور اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا دکورنيو چارو وزارت سرچينو ويلي چې په دغه چاودنه کې هيچاته کوم زيان نه دی اوښتی.
مجيب الرحمان انګار[/quote:f814db1d71]
[quote:f814db1d71]له دې وړاندې نن سهار دکابل په شاه دوشمشېره او خېرخانې مېنې کې په پرله پسې توګه دوه بمي چاودنې شوي چې طالبانو ددواړو چاودنو مسووليت منلی.
مجيب الرحمان انګار
بېرته شاته[/quote:f814db1d71]
[quote:f814db1d71]ځايي چارواکي وايي طالبانو په کونړ ولايت کې پنځه تنه هغه [color=red:f814db1d71]افغان مزدوران[/color:f814db1d71] چې په دغه ولايت کې دامريکايانو په يوه نوي جوړېدونکي مرکز کې يې کارکاوه وژلي.[/quote:f814db1d71]
اود اسي نور!
خير خبرې ډيري دي خو سر يې يو دي٠ مونږه په ريښتيا لاتراوسه هم نه پوهيږو چې په کومه لار لاړ شو او ولې لاړ شو او لاتر اوسه چې په کومه لار تللي يو څه لاس ته راغلي دي٠
زه متأسفه نه يم چې يوازې د ټولنې عيني واقعيت مې ليکم، يوازې پدې چې خداي ج مکړه څوک را نه خوابدي نشي ٠ ځکه واقعيتونه تل ترخه دي او پاکې او مبرأ ډلې ټپلې يا خو نشته او که دي بس يو څو کسان به وي او بس! تر څو به د حقايقو پټولو لپاره څومره ګونګ شم چې احمد او محمود ياران او حقداران او دوستان مې راڅخه خپه نشي٠ بس يوازې په همدې وجه زه له تاسو بخښنه غواړم٠
[color=blue:f814db1d71]امالااقل دومره خو بايد عاقل اووسو چې په کوم رنځ اخته يو او ولې اخته يو٠[/color:f814db1d71]
په درناوې
صدیقی
06.08.2006
ګرانو دوستانو!
ستاسو دټولو څرګندو څيړنو څخه چي دتروريزم په اړه مو وړاندي كړي دې مننه كوم او ستاسو د نورو زياتو علمي نظريو دخپرولو ته سترګي په لاريم . زه هم غواړم چي دتروريزم دپيژندلو او اركانوپه اړه هغه څه چي مي دكتابونو د مطالعي په اساس ترلاسه كړي دې دمحترمو دوستانو سره دزړه له كومي شريكي كړم ترڅو په اوسنې وخت كي ددوستانو په لارښوونه او همكاري سره د تروريزم اصلي څهره او پلويان وپيژنو. كه څه هم تراوسه پوري تروريزم ته يو منل شوى تعريف نه دى وركړل شوئ خو بيا هم ډيرې نظرئئ د تروريزم د پيژندني لپاره وړاندي شوي دي .
تروريزم د غير مشروع زور زياتي د شكلونو څخه يو شكل دي چي د خلكو پرمعين او غير معين ډلو ، قومونو، ملتونو او ټولنو باندي د بيري او ډار اچونې په خاطر په انفرادي، سازماني اود بي رحمه او ظالمو دولتونو لخوا څخه دخپل جنايتكارانه موخو د تحقق په خاطر صورت نيسي تر څو وكولاى شي چي بيله د عقيدوي ، سياسي او ټولنيز سببونو په نظر كي نيولو خپل بي رحمانه سلطه او واك ټينګ كړي او ددغه غير مشروع عمل په واسطه ټولنې، حكمتونو او خلكو ته مادي او معنوي زيانونه ورسوي . چي لويه بيلګه ئي د ظالم او جنايتكاره اسرائيلي نظامي تيري دلبنان او فلسطين پر مظلومو خلكو باندي دي، چي په نتيجه كښي تر اوسه پوري تر ۱۰۰۰ زيات بي ګناه انسانان له منځه تللي او مادي شتمني او فرهنګي اساساتو ته هم سخت زيان رسولي دي . په اوسني نړي كښي ددغه اسرائيلي جنايتكارانو اصلي ملاتړكوونكي دامريكا متحده ايات دي چي غواړي د اسرائيل د زور او قوت په واسطه خپل تروريستي اعمال ترسره كړي او خلك او دولتونه وبيره وې او همدا راز نور هيوادونه لكه انګلستان، فرانسه، جرمني اونور هم په غير مستقيم ډول داسرائيلو وشاته ولاړ او دهغه څخه دلبنانيانو او فلسطينيانو پرضد باندي په تروريستي جګړي څخه ټينګه پلوي كوي .
ديادونې وړ ده چه تروريزم دوه اساسي ركنه لري چي لمړي يي دادي چي تروريزم وده كړي او دوهم اساسي ركن يي هغه دي چه دتروريزم دحركت بڼه پرمخ تللي ده، داچي تروريزم څنګه وده كړي او يا وده كوي دتروريزم دودې اصلي لامل د تروريستي دنوي ګروپونو جوړول دي چي د لوى ابرځواك لخوا څخه په وروسته پاته هيوادونوكښي را منځته شوي دي او دهغه لوي ابرځواك (امريكا) لخوا څخه مالي، تخنيكي اونظامي مرستي د دوى سره كيږي تر څو وكولاي شي چي ددغه تروريستي ګروپونو د كار او فعاليت په نتيجه كښي امتيازونه لاس ته راوړي .
په مينه او درنښت
ستاسو د نظريو په هيله..................................................
م ن غروال
06.08.2006
محترم صديقي!
ستاسو د ليک څخه مننه، خو په پاکستان کي ټول هغه وسله وال چې د روسانو او کمونستانو په وړاندې يې جګړه وکړه، د تروريستانو په نوم يادول ورته لويه کبيره ګناه ده!
هو! دا منم چې پکي تروريستان به هم ؤو لکه مسعود ربانې او سياف او داسي نور!
د اوښ په هکله خبرې ډيرې دي خو که اوښ ته مخامخ سړی ودريږي نو تر نظري ښوونې به ورته په ښه توګه جوته شي چې اوښ يعنې څه شی!
نو دلته غواړم ترور خلکو ته ورښکاره کړم چې ترور يعنې دا! ننی د اسرائيلو وسله وال تيری د لبنان په مسلمانو خويندو او ورڼو په وړاندې يعني
[size=24:3ff8cc8546]............................................................[color=red:3ff8cc8546]ترور [/color:3ff8cc8546][/size:3ff8cc8546]
دلته ټک ورکړئ او وګورئ بشريت او جنايت!
وګورئ د ترور تعريف!
وګورئ د اسرائيلو پلويان!
وګورئ د تروريزم په وړاندې د امريکي مبارزه!
وګورئ دبوش سياست!
http://www.netlebanon.com/LebAttacks2006
mahboob
13.08.2006
ټولو دوستانو ته سلامونه ;
دشاغلي داود دترور دتعريف اودشاغلي غروال لهلوري دور کړل شوي پيوند له کتلو وروسته دترور يوڅو مثالونه تاسي ته در په زړه کوم ;
1-دامريکا يرغل په بي چاره او بي وزلو افغانانو دا تروردی ٠
2-په اوس مهال کي دامريکي په مرسته په مظلومو لبنانيانواسرايلي حملي تروردی ٠
3-په چيچن کي په بي چاره چيچن اوسيدونکو د وروسانو بريدونه اودهغوي وژل تروردی ٠
4-په اندونيزيا کي دعيسايانو له لوري نو وژل اودهغوي بي پته کول تروردی٠
5-په صومال کي دامريکي اجنتانو له لوري دمسلمانانووژل تروردی٠
6-دامريکيانو له خوا په عراق کي دمسلمانانو په ضد دجګړي اورونه لګول تروردی٠
7-په فلسطين کي دبيچاره فلسطينانو کورونه داسرايلو له لوري په زورنيول اوله خپلو ځمکونه دهغوي شړل تروردی٠
8-انسانان په پنجرو کي بندول او له هغوي سره حيواني چلند کول او هغوي ته سپي ورخوشي کول تروردی٠
9- دامريکايانو لوري په عراق او افغانستان کي په بي ګناه انسانانو بمونه ورول تروردی.
10-دامريکايانو لوري په عراق او افغانستان له خپلو ترجمانانو سره اجتماعي جنسي تيرې کول ترور دی ٠
تاسي وليدل چي هرچيرته په تروريستي پېشو کي خامخا ديهودواو ياهم دعيسايانو لاس دی .
نو دا دی ترور او يهود او عيسايان دي ترورستان ٠مسلمانان بيچارګان هرځاي د دفاع په حالت کي دي ٠
صدیقی
02.10.2006
ټولو وروڼوته سلام او نیکی هیلی!
محترم غروال صاحب !
ستاسو د ښه نیت او دوطن پالنی څخه مننه کوم.
اصلی موخه داده چی د تروریزم په ماهیت معلومات خلکو ته وړاندی کړو او د تروریزم پلویان و پیژنو، هغه جګړه او مبارزی چی د حقونودترلاسه کولو په خاطر په هرځای ،دهرقوم، ملیت او هره ساحه کی دظالمانو پرخلاف تر سره کیږی، ترور نه بلل کیږی، خو هر هغه عمل چی پرخلکو، ګروپونو او هیوادونو باندی د غیر مشروع او ناروا ګټو په ترلاسه کولو د پاره په زور او ویری د هر چا لخوا که مسلمان وی یا غیر مسلمان، تر سره کیږی ترور بلل کیږی .
نن، سباکه ابرځواکه طاقتونو اسلام او مسلمانان تروریزم بللی او بولی، اصلی لامل یی دادی چی داسلام سپیڅلی دین د مشروع دفاع حق د ظالمانو د زورزیاتی پر خلاف روا او پرځای او مسلم حق پیژندلی دی . دغه اساسی موضوع ده چی دیرغلګرو پرضد باندی مسلمانان خپل ددیانت څخه چی یو طبیعی حق دی استفاده کوی، نو په کار داده چی ترور که دهرچادخوا څخه رهبری او سازمان ورکول کیږی او یا د هرچا د خوا څخه تر سره کیږی محکوم شی او پلویان یی وپیږندل شی . ترور هم د ځینی ناپوه مسلمانانو او هم د غیر مسلمان او خصوصاٌ د ابرځواکو قوتونو لخوا څخه پرمظلومانو باندی د شومو موخو او سیاسی سیادت د ترلاسه کولو دپاره عملی کیږی، ترور اسلامی بڼه نلری، سیاسی او اقتصادی بڼی لری چی د خودکامه زور ځواکه قوتونو اساسی خصلت دی .
ّپه درناوی
02.10.2006
ښاغلي صديقي صيب او درنو ګډون کونکو ته سلام او درناوی .
حق او ناحق يو له بل سره ډير نږدې وي، زياتره ددواړو تر منځ توپير نه کيږي او يو د بل په شکل کې څرګنديږي :
مثلأ ملي ازادي د ولسونو حق دی که څه هم په زور تر ﻻ سه شي، خو واکمني بيا په زور ترﻻسه کول يا دوام ورکول پر حق پښې ايښودل او ستر ظلم دی . د افغانستان مظلوم ، کړېدلی او دردېدلی ولس په وار وار تيراستل شوی چې ملي ازادي يې پر خپلو وينو ګټلی خو بيا پرې دزور له ﻻرې حکومت شوی دی . نو هر حکومت چې په آزادو ټاکنو کې نه وي رامنځته شوی يا په لږترين فرصت سره ازاد انتخابات نه تر سره کوي، يو توريستي حکومت دی او ګډون وال يې تيرورستان دي . دکمونستانو ، مجاهدينو او طالبانو زورواکيو ثابته کړه چې دوی له سيلمې ترورستان وو او دي او بايد ترهغه يې پر ضد مبارزه وشي ، تر څو چې دوی ولسواکۍ ته تن کيږدي او له ترهګر ۍ څخهﻻس واخلي ، او که څنګه ، ستاسې نظر څه دی ؟
شیوانی
12.12.2006
ګران ورور ځواکمن اونور ټول ملګرو ته نیکی هیلی او پیرزوینې!
کوم وخت چي په پوره پاملرنې سره ستاسو لیکنه څوک وګوری داچي زیات دحق او ناحق تر مینځ ستاسو په آند توپیر نه کیږي ماته ډیر د تعجب وړ ده خبره ده، ځکه چي (حق) خو دالله (ج) دنومو څخه یو نوم دی او بل داچي حق ځان ته روښانه تعریف لری او هغه دا چي حق دیو کس یا د کسانو دمادي او معنوي واک سلطي څخه پریوه شي، شخص او یا اشخاصو باندی عبارت دی په دي شرط چي دغه واک شرعی او قانوني بڼه ولري او ناحق (باطل) ددغه حق دتعریف داوصافو خلاف شی دی . نو دحق او باطل تر مینځ توپیرونه د ورایه څرګنديږي، د بیلګي په توګه : - ښه او بد، خیر او شر، توراو سپین او داسي نور توپیرونه په اسانی سره لیدل کيږي، نو دحق او ناحق توپیر او جلاوالی هم څه ستونځمن کار نه دی .
ستاسو ددې مثال په اړه چي ((ملي آزادي د ولسونو حق دی که څه هم په زور ترلاسه شی، خو واکمني بیا په زور ترلاسه کول یا دوام ورکول پرحق پښي ایښودل او ستر ظلم دي)) ستاسو سره پوره همغږي یم، تاسو پوهیږی چي خپله آزادي یو طبیعي حق دی، نو ملي آزادي، د آزادی دحق یوه برخه ده او د خلکواو ولسونو طبیعي حق ګڼل کیږي . د افغانستان مظلوم خلک دخپل ویاړلي تاریخ په اوږدوکي قربانۍ ورکړي دي او آزادي یي ترلاسه کړيده، خو داچي بیا دآزادي وروسته ددوی ملي حاکمیت ته خطر پیښ شویدی دوه لامله لری : لومړي داچي دبهرنیانو طاغوتي قدرتونو زور زیاتۍ او ناولي موخي پرافغان ملت پلي کول او دوهم داچي دخلکو دپوهي دکچي ټیټوالی او دخلکو دملي یوالي دنه شتون په موجودیت کي دا فضاء را منځته شویده چي دحکومت واک په آزادو ټاکنو کښي د هیواد اصیلو بچیانو ته ور انتقال نه شي، نو دلته دی چي دحکومت واک ظالمانو،دزور خاوندانو او د بهرنیو طاغوتي قدرتونو په مستقیم او غیرمستقیم مداخلي په زوره په خپل واک کښي نیسي، چي دا تصرفات قانوني بڼه نلري اوپه حقوقي لحاظ دغه ډول واک ته د حکومت غصب شوی واک ویلای شو نه تروریستي عمل، ځکه چي ترورستي عمل اویا اعمال ځانته اوصاف او شرایط لري چي په څرګند ډول په تیرو لیکنو کښي ورته پوره اشاره شویده. زه خودا جرئت نه کوم چي هر هغه حکومت ته چي د آزادو ټاکنو په پایله کي منځ ته نه وي راغلي یو ترورستي حکومت ووایم او ټول ګډون والو ته ترورستان خطاب کړم، ځکه چي کیدای شي قدرت د زور دنورو شکلونو لکه غصب، .......... ترلاسه شي نه د ترورستي اوصافو په نتیجه کښي .
ښاغلی ځواکمن! داچي تاسو ویلي دي چي (( د کمونستانو، مجاهدینو او طالبانو زور واکیو ثابته کړه چي دوی ترورستان ؤ او دې، نو باید ترهغه ئي پرضد مبارزه وشي ترڅو چي دوی ولسواکی ته تن کیږدي او له ترهګري څخه لاس واخلي)) ستاسو ددې نظره سره زما موافقت ناشونۍ دی ، ځکه چي زمونږ د افغانستان مطلق ډیرکي خلک یا د کمونستانو، مجاهدینو او طالبانو په حزبونو او یا ګروپونو غړیتوب او ګډونوال ؤ او د دوی په حکومتونو او زورواکیو کښي هم عیبونه ستونځي او بي عدالتي موجودي وي او کله کله د افرادو په کچه د خلکو سره هغه غیر سازماني او په ناپوه ډول باندي د بیري او ډار په ډول چلند کیدي، خو د مغرضو افرادو دا چلند دا مانا نه درلود چي د دولتونو عمومي پالیسي د ترهګری په اعمالو باندي ولاړ وي او همدا ډول دا به هم منصفانه نه وي چي مونږ ټول ګډونوالوته ترهګر خطاب کړو او هم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمي نه مخکي په نړیواله کچه هم دکمونستانو، مجاهدینو او طالبانو حکومتونو او ګډونوالو ته ترورستان ویل شوي ندي .
زه مجبوریم چي ددې نظر څخه دفاع وکړم که چيري په ناآګاهانه ډول ((کمونستان، مجاهدین او طالبانو)) ته د تروریستانو په نامه خطاب وکړو، بیریږم چي خدای مکړه ((بوش صیب)) او دده انډیوالانوته موقع ورنکړو چي هریو افغان ولس ته دترورست او ټول خلک دترورستانو په نامه ونه پیژني که چيري داسي وشوه نو د هیواد راتلونکي به ډیر خراب وي .
زمونږ د هیواد د اقتصادي ستونځو او د مختلفو پرګنو د سیاسي پوهي د کموالي په موجودیت او د بهرنیو د بي ځایه او مغرضانه مداخلي او یرغلونو په پایله کښي مختلفي تقسیم بندی هم په قومي، سیاسی ، منطقوي اوژبنې اونورو برخو کښي رامنځته شوی دی چه دغه تقسیم بندي بي باوري د خلکو په منځو کي رامنځته کړي ده ، چي داکار زمونږ د ګران هیواد افغانستان ملي یوالي ته سخت ګذار ورکړي دي، چي جبران يي ډیرو ځان ښندنو ته اړتیا لري، نو که چيري منفي پدیدوته پراختیا ورکړو دا به یقیني خبره وي چي په راتلونکي کي دافغانستان موجودیت په خطر کي وي، نو ښه به داوي چي پرخلکو باندي د کمونستانو، مجاهدینو او طالبانو د ټاپه وهلو پرځای اودترورستانو په نامه دتورولو پرځای، دافغانستان دخلکو ملي یوالي او یوموټي کیدو لپاره په رښتیني او آګاهانه ډول مبارزه وکړو، ترڅو زمونږ دګران هېواد ټول خلک په امن کي ژوند وکړي او همدارنګه زه په دې باوري یم چي انشاءالله دخلکو د پوره اتحاد او یوالي په پایله کښي نه یواځي د ظلم او بربریت ټغر ټولیږي بلکه دا ډاډ هم ترلاسه کيږي چي زمونږ ګران هېوادافغانستان د بهرنیانودیرغل او ترورستي بریدونو څخه به هم وژوغورل شي او نور به ضرورت نه وي چي بهرنیان د افغانستان پرمظلوم ولس باندي د دې او هغه په نامه خپل موجودیت ته دوام ورکړي .
په مینه او درنښت
ستاسو کشر ورور
محمد اسحاق شیوانی
hemat_shiwani@yahoo.com
Mob: +93 (0) 799 556 770
14.12.2006
دروند ورور شيواني صيب ته سلامونه او درناوی !
د موضوع د روښانولو او تفکيک په نېکه موخه مود نظر څرګندونې څخه ډيره مننه کوم !
[quote:e241bc43e8]داچي زیات دحق او ناحق تر مینځ ستاسو په آند توپیر نه کیږي ماته ډیر د تعجب وړ ده خبره ده، ځکه چي (حق) خو دالله (ج) دنومو څخه یو نوم دی او بل داچي حق ځان ته روښانه تعریف لری او هغه دا چي حق دیو کس یا د کسانو دمادي او معنوي واک سلطي څخه پریوه شي، شخص او یا اشخاصو باندی عبارت دی په دي شرط چي دغه واک شرعی او قانوني بڼه ولري او ناحق (باطل) ددغه حق دتعریف داوصافو خلاف شی دی . نو دحق او باطل تر مینځ توپیرونه د ورایه څرګنديږي، د بیلګي په توګه : - ښه او بد، خیر او شر، توراو سپین او داسي نور توپیرونه په اسانی سره لیدل کيږي، نو دحق او ناحق توپیر او جلاوالی هم څه ستونځمن کار نه دی . [/quote:e241bc43e8]
تاسوته ﻻښه روښانه ده چې حق يواځې د ملکيت د حقوق پورې محدود نه،بلکې پراخه لمن لري ، ځکه هر ارزښتمن حقيقت ته حق وايي، عدل او انصاف حق بلل کیږی او ظالم ته رښتیاوینا کول حق بلل کزله ههمدې کبله هغه مطلق حقيقت چې مطلق ارزښت لري نوم يې مطلق حق دی اوهغه د الله تعالی (ج)موجوديت دي . او په سياسي واکمنی کې دمشروعيت معيار حق دی، نقضول يې باطل او په زور ، ويره يا ديکتاتورۍ سره د مشروعيت ترپښوﻻندې کول بيا نامشروع دولتي ترهګري ده .
د ثورخونړۍ پوځي کودتا له سوچه پوځي زور ويرې او ترهګرۍپرته بل خصلت نه درلود چې د مرګ ويرې او وحشت لړیو يې ترنن پرونه پورې دوام درلود.
داحمد شاه با با سره ملت په يوه غږ وﻻړو، نوموړی ټاکل شوی هم د ملت له خواو، نو واکمنۍ يې مشروعيت درلود ، خو ترهغه وروسته د ظاهرشاه د اولسواکۍ له لسيزې پرته حکومتونومشروعيت نه درلوداو نا مشروع وو. داما ن الله خان او نادرخان دوخت لويو جرګوښايي دوی ته مشروعيت وربښلی وي . نو يونامشروع او ناروا حکومت چې د زور (ويرې) پر اساس دوام کوي آیا ترهګری نه دی ؟
[quote:e241bc43e8]زمونږ د افغانستان مطلق ډیرکي خلک یا د کمونستانو، مجاهدینو او طالبانو په حزبونو او یا ګروپونو غړیتوب او ګډونوال ؤ او د دوی په حکومتونو او زورواکیو کښي هم عیبونه ستونځي او بي عدالتي موجودي وي او کله کله ...د بیري او ډار په ډول چلند کیدي، [/quote:e241bc43e8]
د زور اوډار پر اساس خو دوې خپله واکمنۍ ته رسیدلی وو، اوواک یې اولسی نه بلکې پر زور او ویرې یعنې ترهګرۍ ډډه لګولې وه. زورو اکی پخپله عیب دی، ظلم اوبیعدالتی ده نو دا جمله مو بیخی د نیمګړتیا بخښنه ده چې : ً[quote:e241bc43e8]د دوی په ...زورواکیو کښي هم عیبونه ستونځي او بي عدالتي موجودي وي ً[/quote:e241bc43e8]
ددولت مامورین یاګوندونو غړی یو محدود شمیر لری او نشی کیداې د افغانستان ډیرکې خلک په کې برخه ولري ، په تیره بیا چې په سلو کې ۸۵ سواد هم نه لری ، نو ډیره کی به په دولت کې له کومه ځایه شونتیا ولري ؟
[quote:e241bc43e8]دا به هم منصفانه نه وي چي مونږ ټول ګډونوالوته ترهګر خطاب کړو او هم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمي نه مخکي په نړیواله کچه هم دکمونستانو، مجاهدینو او طالبانو حکومتونو او ګډونوالو ته ترورستان ویل شوي ندي [/quote:e241bc43e8]
شیواني صیب ټول ګډونوال خو چا ښودلی هم نه دي ، مګر داچې هغوی ورته خانونه خپله منسوب کړی، مسول دولتی مشرتابه، مرکزی کمیټه ، کابینه او سیاسی دفتر او ورته مقامات په مجاهدینو او طالبانو کې اود مشاورینو په بڼه بهرنیی پوځی استخبارا تي امرین دي چې د سیاسی رژیم جوړښت او تګ لاره ورټاکي ! تر هغوی راکښته تور لښکر یې څوک پر بلا هم نه وهي .
تر څو پورې چې دغو رژیمونو د نړۍ سره کار نه درلود هغوی پرې نوم هم نه ایښوده،
خو پر هغه نوم یې چې دوی پر ځان ایښی و هم نه پیژانده او د افغانستان دموکراتیک جمهوریت یې نه باله او کمونستی رژیم یې ورته وایه که څه هم په یونو کې یې د کمونستی بلاک په مټ غړیتوب په نوموړي نوم درلود. طالبان خو د سعودی په شمول له خپل حامي پاکستان پرته بل چاپیژندلی هم نه وو.
خو کله چې دې ترورستی رژیمونو د نړۍ سره سرو کار د سپتمبر په ۱۱ پیدا کړ هغوی هم ترورستان و بلل !
دغه راز ایاد شوروی تیری پر افغانستان او افغان ولس تېرور او تر تیرور بدتر نه و؟ آیا افغانی کمونستان ورسره تر پایه پورې ولاړ نه وو ؟ ایا د مجاهدینو پاټکی ټوپکی حاکمیت د افغان ولس تیرور کول نه و و ؟
ایا د وارشاو بلاک کمونیستي رژیمونه ټول د مسکو تروریستی رژیمونه نه و؟
والسلام علی من التبع الهدا .
او
ع کريم حليمي
14.12.2006
درنو او محترمو ليکولو او لوستونکو ښې هيلي !
حق په اصطلاح کښي!
هر هغه څه چه موږ ته ګټه رسوي ساتل ئې حق او هرڅه چه موږ ته تاوان رسوي
له منځه وړل ئې حق دی !!!!