د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آياد ولسي جرګې او مشرانوجرګې ژبه دې پاړسي وي ؟

Anonymous
16.03.2006

كه د پورتنۍ پوښتنې سره موافق او يا مخالف وئ خپل دلايل وړاندې كړئ !
كه د ملي شورا ژبه پاړسي وي نو ولې او كه نه هر څوك حق لري چې د قانون سره سم په دواړو رسمي ژبو وغږېږي نو بيا خپلو ټاكل شويو استازو ته ووايئ چې خپل هويت له لاسه ورنه كړي او خپله ژبه هېره نه كړي.
د پارلمان په وړو او لويو جلسو كې دې په خپله ژبه خبرې وكړي او د ژورنالستانو سره دې هم په خپله ژبه خبرې وكړي.
د خداى له پاره اخر دا څومره سپك خوى دى چې محقق، بشر دوست، او نور پاړسوانان په خپله ژبه نه شرمېږي د پښتنو او پاړسوانانو سره په خپله ژبه غږېږي او پښتانه ته وا كه په خپله ژبه شرمېږي يا ورته سپكه ښكاري ژر په پاړسي پيل وكړي.
زه وايم ښاغلو استازو كه ژورنالستان ستاسو خبرو ته اړتيا لري نو والله چې له انګريزي يې هم ژباړلى شي دا خو لا پښتو ده.
ولې خپله ژبه درته سپكه ښكاري . او كه سپكه ژبه وي نو د دې ژبې له ويونكو مو ولې رايې راټولولې؟
خداى خو دې دا پاړسي همداسې په دا خولو كې در وچچچچچچچچچچه كړي
ورغوى


Anonymous
16.03.2006

سلام دې عليکم :
[quote:9c715e463d]كه د پورتنۍ پوښتنې سره موافق او يا مخالف وئ خپل دلايل وړاندې كړئ ![/quote:9c715e463d]
پورته خو هيڅ پوښتنه نه وه ، خو ﻻندې مو بيا دغه کرښې ليکلې وې : [quote:9c715e463d]
كه د ملي شورا ژبه پاړسي وي نو ولې او كه نه هر څوك حق لري چې د قانون سره سم په دواړو رسمي ژبو وغږېږي . [/quote:9c715e463d]
[quote:9c715e463d]همدا سمه خبره ده ، هغه وخت چې پښتو ﻻ ملي ژبه وه ، هم له پښتنو پرته پرې چا خبرې نه دي کړي ، نو پاړسو چې ﻻ ملي شوې هم نه ده ، تر څو پورې چې پښتو رسمي ژبه وي او بياهم يو پښتون په شورا يا نورو رسمي مقاماتو کې په پاړسو اجرائت او خبرې کوي ، نه يواځې پښتون نه دی، بلکې د پښتنو دوښمن او ملي خاين دی . [/quote:9c715e463d]


Anonymous
16.03.2006

سلام دې عليکم :
[quote:e7f11da292]كه د پورتنۍ پوښتنې سره موافق او يا مخالف وئ خپل دلايل وړاندې كړئ ![/quote:e7f11da292]
پورته خو هيڅ پوښتنه نه وه ، خو ﻻندې مو بيا دغه کرښې ليکلې وې : [quote:e7f11da292]
كه د ملي شورا ژبه پاړسي وي نو ولې او كه نه هر څوك حق لري چې د قانون سره سم په دواړو رسمي ژبو وغږېږي . [/quote:e7f11da292]
[color=white:e7f11da292]همدا سمه خبره ده ، هغه وخت چې پښتو ﻻ ملي ژبه وه ، هم له پښتنو پرته پرې چا خبرې نه دي کړي ، نو پاړسو چې ﻻ ملي شوې هم نه ده ، تر څو پورې چې پښتو رسمي ژبه وي او بياهم يو پښتون په شورا يا نورو رسمي مقاماتو کې په پاړسو اجرائت او خبرې کوي ، نه يواځې پښتون نه دی، بلکې د پښتنو دوښمن او ملي خاين دی .[/color:e7f11da292]


zba

Anonymous
16.03.2006

سلامونه مې ومنئ!
ګرانو ژبه بۀ هغه وخت خپل دريځ ټينګ کولی شي ،چې ژبه اړينه شي او ژبه بډايه شي٠
زما پۀ اند پښتو نۀ اړينه او نۀ هم کافي مواد لري٠
کۀ تاسوته بل لاره معلومه وي ويې ليکی٠
پۀ درناوي[/list][/quote][/i][/b]


Re: zba

pattang
16.03.2006

داخو لوی خيانت دی اويوه لويه اولسي بې منطقي او جهالت دی چې تا دلته قی
اواستفراق کړې دی٠  
ژبه دخدای نعمت دی او طبعي حق دی چې هر څوک حتمي او ضروري په خپله ژبه په خپل ټاټوبي اوهيواد کې خبرې پرې وکړي،بي عدالتي وغندي ، حق وغواړي ٠
زه د ې ته هېران يم چې ځني خلک ولې داسې مازغه لري ٠ ته يقين په خدای وکړه چې
ستا په ليک زما دسر وېښتان را جګ شول٠
-- هغه خبرې چې ملالۍ جويا په پاړسو په لويه جرګه او اولسي جرګه کې وکړې ايا
هغه په پښتو ژبه نشي کيدای اونه کيږي ??
-- ايا دملت درد ، دحق غوښتنه او داجڼټانو رسواکول په پښتو ژبه نه کيږي ?
--- ايا په سلاوو کالو مخ کې پښتنو جرګې په پښتو ژبه نکولې ؟ اوکه اوس يې
غره دومره چټله شوي دی چي د پاړسو صابون ته ضرورت او اړتيا لر ي ?
-- څه وخت ژبه تکامل ته ځي اوخپلې ريښې زغلوي ? هغه وخت چې ددي ژبي ويونکي په هرځای کې خبرې او ليکنې پرې وکړي
--- ايا پښتانه مکتبي او ديني پوهان کم دي چې خپله زده کړې او ساتل شوي
( علمي زخيره ) بيرته په پښتو ژبه وليکي ??
-- داجڼټو ، اخلاقي ضعيفو، ابتدايې انسانانو ،بيناموسو، سست عنصرو ، غلامانواوبي استعدادو خلکو ژبه مري٠
--- پښتو به څه وخت مواد پيدا کوي ? که دلګان پښتانه خبرې پرې ونکړي.
--- پښتو له کومې ژبي کمه ده ? خو په پاړسوکې هم غير له شعر شاعري بل شی نشته ?
--- نو که علمي ژبه وي هغه خو انګليسي دی نو ايا نور ټول دنړۍ خلک په خپلو
ادارو کې په انګليسي خبرې وکړي ?
--- ايا انګليسي له موره علمي پيدا شوی دي او که انګليسانو علمي کړې دی٠ ؟
--- نه وروره ! پښتو علمي دی اونوره هم علمي کيدای شې خو که دا دووسان اخلاقي جرعت ولري ، ليکنې اوغږېدا پرې وکړې اودا ددون همته زامن ددې اجڼټ اوستمي حکومت ځخه په دي هکله پوښتنه وکړي او دپښتون مليت حق وغواړي .
--- وروره ! خدای پاک دې له هغه مرضه ساته چې په هغه هيوادمل او کرزی ککړ دي ٠
دبيغيرته بې شعورو پښتنو دتبايې په هيله
دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:e8d6027658="larghon"]سلامونه مې ومنئ!
ګرانو ژبه بۀ هغه وخت خپل دريځ ټينګ کولی شي ،چې ژبه اړينه شي او ژبه بډايه شي٠
زما پۀ اند پښتو نۀ اړينه او نۀ هم کافي مواد لري٠
کۀ تاسوته بل لاره معلومه وي ويې ليکی٠
پۀ درناوي[/list][/quote:e8d6027658][/i][/b][/quote]


Anonymous
17.03.2006

ياره دوستانو سلام!
ددې ولسي او مشرانو جرګې د استازو نه څه جوړه نده د هغوی نه د يوه سره صابون بايد جوړ سي . دا خلګ بل ارزش نلري . په دې خلګوداد وطن کاروان نه راګرځي !
په درناوي


Anonymous
17.03.2006

[quote:92c5aaf083]ددې ولسي او مشرانو جرګې د استازو نه څه جوړه نده د هغوی نه د يوه سره صابون بايد جوړ سي . دا خلګ بل ارزش نلري . په دې خلګوداد وطن کاروان نه راګرځي !
په درناوي[/quote:92c5aaf083]

عجبه سمه خبره د لېکلې ده. په دری ژبه کې يو متل دی وايی چې
«از زور کاکا است که انګور در تاکها است!»
که دا خارجی زور او لاسوهنې نه وای ددې اوسنيو وکيلانو زياتو به پيسې او وسلې نه درلودې او رايې به يې د توطيو او زرو او زور له لارې نه وای تر لاسه کړې. د دوی ډيره برخه داسې کسان دی چې خپله عقيده، ايمان او ځان يې د پيسو او شخصي ګټو له پاره خرڅ کړل، نو په پښتو ژبه به څه بند شی؟
هغوی چې غيران وينې قرآن نه وينی!
که داسی دوران راغۍ چې د دوی خپلې شخصی ګټې په پښتو کی وې، نو دوی به تر ټولو کلک پښتانه وی او موږ او تاسې به يې هغه د چا خبره په ګرد پسې هم نه رسيږو. خو که پښتو او پښتانه په مشکلاتو اخته او له هغوی نه دفاع دوی ته شخصی ګټه نه لری، نو تاسې يقين ولری چې دوی به نه يوازی له پښتو او پښتنوڅخه دفاع او طرفداری ونکړی، بلکې په دې هڅه کې به وی چې څنګه د پښتو او پښتون په نامه او استازيتوب تجارت وکړی اود ځانونو له پاره نوره سرمايه، اعتبار او لوړې چوکۍ لاس ته راوړی.


هوپاړسودي وي

zor ger
18.03.2006

سلام
هوپاړسودي وي ځکه چه دپاړسو حکومت دي که خداي مو څه پوريستل بيابه ګورو
اوپه پارلمان کي چه پښتنو کوم نرښځي کينولي دهغونه دي تمه نه کوي پښتانه غوليدلي اوپه ورين تندي دي دي سزا وخوري خودا چټي زړه دي نه خوري نه وړۍ کيږي ټولو داچيغي وهلي چه پښتو څه شوه خو پښتو هيڅکله په چيغو نه ده را ګرځيدلي اونه کله دچا په خوله کي خوشي په خوشي پاړسووچچچچچچه شوي خپه کيږۍ مه په دي خبره نور بحث مه کوۍ کلي وساتۍ چه مړه نشۍ دپاړسو په ځاي پښتو راوستل دخبرو کار نه دي دعمل اوتوري کار دي مونږ په ډيرو ښو پښتنو ناشکري کړي هغه چه په پرنګي به يي هم ناتار ،تروي اواتوب خوړلو او ورته به يي ويل چه٠٠٠٠ دګرد سره شه نو ته څه غواړي ٠٠٠٠
مونږ به له دي نه هم ذليله کيږو ګورۍ چه دبخت ستوري به مو دچا په لمن کي وي وس په دي حال هم شکر دي
[size=24:c44240b6be][color=red:c44240b6be]ستاګونتناموزلفو ښکيل کړه القاعدي ځوانان
سرپه تلي ځکه وړي پايي په همدي ځوانان [/color:c44240b6be][/size:c44240b6be]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more