د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

كرزي صيب يو ځل بيا د افغانستان اساسي قانون په لغته وواهه

Anonymous
16.03.2006

څو ورځې وړاندې د انسانانو پر سر د مشهور مېخ وهونكي مزاري څويم تلين و چې كرزي پكې د مزاري په ټولو بديو د صفايي لاس راكاږه او ورسره يې د هيواد د اساسي قانون څرګند مخالفت وكړ او مسعود ته يې ملي اتل ووايه.
په داسې حال كې چې د اساسي قانون په لويه جرګه كې مسعود ته د ملي اتل لقب وركولو پر سر ډېرې ناندرې وشوې خو په پاى كې د ملت استازو وړ ونه ګڼله چې مسعود ته د ملي اتل لقب وركړي.
دا لومړى ځل نه دى چې ښاغلى كرزى د هيواد اساسي قانون ته په سپكه ګوري بلكې په ډېرو غونډو منډو كې مسعود ته د ملي اتل خطاب كوي .


zor ger
18.03.2006

سلام
وه ورونو تاسو به ترڅو له کرزي نه سر ټکوي هغه قانون نه پيژني چه څه وړته له بش سيب نه ويل کيږي هغه عملي کوي خفه نه شۍ چه مړ يي نه کړۍ ولاکه تري خلاص شۍ
پخپله مو په سر کينولي وس دهغه خوښه چه ډير غول پري کوي که لږ ده قانون په بڼه يي کوي که په غير قانوني توګه دا زمونږ دوس خبره نه ده چه دکړزي کونه وګنډو
ستاګونتنامو زلفو ښکيل کړه القاعدي ځوانان
سرپه تلي ځکه وړي پايي په همدي ځوانان


Anonymous
24.03.2006

اوس به د مرتد عبدالرحمان په اړه له اقداماتو معلومه شی چې کرزئ او دده ګروپ رښتيا اسلامی شريعت او ددوی تر مشرۍ لاندې جوړ شوی اساسی قانون ته احترام لری او که د کفارو او بوش په اشاره او هدايت کارکوی. دا شرايط به وښئی چې اوسنی واکمنان رښتيا مجاهد مسلمانان ؤ او دی او که د قدرت او شتمنيو د چور ليونی منافقان ؤ او دی؟


Anonymous
24.03.2006

اوستاغوندی قاتل زړه به يخ شي چه د ځنګل قانون جاري شي


Anonymous
24.03.2006

ما ولله که تر اوسه چرګ هم حلال کړی وی، د سړيو د وژلو نفر خو ټولو ته مالوم دی. اوس د انټر نيت څښتن خپله دروازه تړی سبا به بيا که خير ؤ سره وينو


Anonymous
24.03.2006

چې تر اوسه دې چرګ هم حلال کړی نه دې نوڅنګه د يوانسان مرګ ته دومره لېوال يې ؟؟

په ځای ناسته خوند نه درکۍ ؟؟


Anonymous
25.03.2006

وه ميلمه وروره! دا د ځنګل قانون نه دي، د الله او د هغه د رسول قانون دى، ځنګلي هغه څوك دى جي د خپل دين خبر نه وي، لكه ستا غوندي، ليكن كه ته هم د مرتد عبد الرحمان غوندي يي، نو بيا دا خبرى تاته نه ليكم، ته د مرتد عبد الرحمان نه كم نه يي، او بايد إسلامي محكمي ته كش كړاي شي،

الله دى درته هدايت وكړي

زه اوس پوه شوم چه ستاسودين يوقاتل دين دې او زه خو يوازی په انساني ارزښتونو عقيده لرم ماته چه قاتلان ارزښت ونه محکمه به يې څه ارزښت ولري ٠ تاسو بې منطقه وحشي بې غېرته جاهل اسلامستان بايد نړوالی محکمې ته راښکل سي ځکه چه تاسو بشريت ته په سپکه سترګه ګورۍ تاسو د بشرحقوق ترپښو لاندی کړي ٠

کله تاپخپل چټل ګريوان کی فکر کړې چه ولی په زرګونو افغانان له اسلامه بيزاره کيږي ؟
ځکه چه تاغوندی قاتلانو له اسلامه وحشت جوړکړې ٠
اسلام نه مو داسی عقيده جوړه کړی چه په ظلم بې رحمۍ وحشت اودخنجر په زور په انسانانو منل کيږي ٠ ستاسو په اسلام کی غير له مرګه نورڅه نشته ٠ هغه عقيده به کوم انسان ومني چه قتل تر خدايه هم لوړ بولي ؟
اصلا'' کافراوملحد داسي وي لکه ته ځکه چه ته دحساب وکتاب له ورځې ، دانسان له شرفه او دخدای له حسابو کتابه منکريې ستاغوندی دټولوموازينو منکران هم بايداسلامي محکمې ته وړاندی شي او هم نړيوالی محکمي ته ځکه چه ستاسو له لاسه هم مسلمانان ازاريږي اوهم بشريت ٠

داڅنګه مسلمان يې چې په عيسوي ملک کی پروت يي هرڅه دی ورله خوښ دي او له دغه ځايه د انسان د قتل طرفداري کوی ؟ تابايد له غربه وشړي ځکه چه ته انساني نورمونه نه پيژنی :wink:


Anonymous
27.03.2006

[quote:aea632ed5b]چې تر اوسه دې چرګ هم حلال کړی نه دې نوڅنګه د يوانسان مرګ ته دومره لېوال يې ؟؟ [/quote:aea632ed5b]

زه د انسان د مرګ ليوال نه يم. زه ددې طرفدار يم چې نظم او هغه اساسی قانون چې په هېواد کې زما د [color=red:aea632ed5b]خوښې پرته [/color:aea632ed5b]هم جوړ شوی ، عملا تطبيق شی.

زه د دولت له خوا د صاف، ښکاره او رڼه سياست طرفداريم چې د هېواد هر اوسيدونکئ ورپکې خپلې آزادۍ، دندې او مسئوليتونه سم وپيژنی. نه داچې دولت مو دعوامو خلکو د غولولو په خاطر داسلامی جمهوريت په نامه ياديږی او د ننه ورپکې کفری اخلاق او اصول عملی شی.
زه په افغانستان کې داوسنيو [color=orange:aea632ed5b]مجاهدينو[/color:aea632ed5b] او د [color=brown:aea632ed5b]طالبانو[/color:aea632ed5b] د ځينو پاتې شونو ډلو د اوسنی ګډ حکومت کولو طرفدار نه يم، خو که امريکا، غرب او نوره نړۍ په افغانانو باندې هغوی د حاکمانو په حيث تحميلوی، نو بايد دا صلاحيت هم ورکړی چې هغوی د افغانانو او د افغانستان د حاکمانو په حيث په مستقله توګه تصميم ونيولای شی، نه داچې د دوی د صلاحيتونو د محدوديت له لارې د هېواد آزادی نوره هم ډيره زيانمنه شی.
په دې خو ړوند او کوڼ پوهيږی چې د اوسنۍ واکمنې ډلې غوره برخه پخوانی مجاهدين او يوه وړه برخه يې د طالبانو پخوانی طرفداران دی. دوی د عقيدې، ګفتار او کردار له نظره نه شی کولای چې دموکراتان شی. د دوی او د دموکراسۍ د منلو او عملی کولو ترمنځ د آسمان او ځمکې ترمنځ فاصله ده. نو څرنګه چې نړۍ افغانان دې ته مجبوروی چې دا د جنګسالارانو، بنيادګرانو او قاتلينو ډله د خپلو دولتی رهبرانو په حيث ومنی، او افغانان مجبوروی چې ورسره سازش وکړی، نو دوی د پخپله هم ورسره سازش وکړی او په لوی لاس د په افغانستان کې دا نازک نظم نه خرابوی او په وار وار دې د افغانانو احساسات او مقدسات نه جريحه داره کوی.
د افغانستان اساسی قانون او اداری او حکومتی ساختمان د همدغو په افغانستان کې لاس وهونکو خارجيانو له خوا ديکته او د دوی تر سترګو لاندې جوړ شو او په ادارو کې هم مسئول کسان دوی راته وټاکل، نو نن بيا ولې د هغو قوانينو او د خپلې خواټاکل شوو افرادو په کاروکی زيږه، برملا او بې ځايه او نامناسبه مداخله کوی او د افغانانو او افغان حيٍثيت د نړيوالو په وړاندې په بې باکه توګه تر پښو لاندی کوی؟
زه وايم چې دعبدالرحمن مسئله که پلانيزه نه وی، نوپرې د ښودل شي چې افغانی محکمه ورباندې پخپله مستقل تصميم ونيسی او که ضرورت وی د يوه نفر کافر د وژلو په واسطه د عمومی نسبی نظم د خرابولو او له دې لارې د نورو لسګونو، سلګونو او ان زرګونو افغانی ځوانانو او مسلمانانو د قتل او قتال، په هېواد کې د اوږدو دښمنيو د راپيداکېدو او ډيرو نورو تاريخی او اوږدو ناخوالو مخه ونيول شی.
که بوش، بلير او انجيلا ميرکل او نورو رښتيا هم عدل، ددين، بيان او عقيدې آزادی او دموکراسی غوښته، نو دهغوی اسلافو به په افغانستان کې همدې مجاهدينو ته دسياسی موضعګيرۍ او دينی عقيدې په اړه د افغانی ځوانانو او اکثره هم د تحصيليافته منورينو د وژلو له پاره امر، اشاره، مرسته او قومانده نه ورکوله.

د څرګنده مرتد عبد الرحمن وينه زما د ډيرو هغو مسلمانو وروڼو او هغو افغانی روشنفکرانو له وينې چې د اسلام نه د ګرځېدو او د مکتب د تګ په اتهام او ګناه د همدې امريکايانو، آلمانيانو، ايتالويانو، انګريزانو او نورو په مالی، تخنيکی، مادی او معنوی مرسته او تحريک او تشويق د همدغو مجاهدينو په لاس تويې شوې ده، ماته ګرانه نه ده.

ماته مې د خپل هېوادد خلکو اراده،د هغوی د مقدساتو احترام، د موجود نيمګړی نظم او آرامۍ ساتل او محکمول او د نويو ملې ناتارونو مخنيوۍ د ملحد عبدالرحمن له وينې خورا ډير ارزښت لری.
عبد الرحمن د يوه افغان او انسان په حيث مکلف ؤ چې په هېواد کې مروج قوانين مراعات کړی او د خپلې کورنۍ او ماحول شرايط په نظر کې ونيسی.


Anonymous
27.03.2006

دوطنمل صيب څخه هيله ده چه زما ليکنې د چا په پلوۍ ړنګې نه کړي ٠

مننه

که په اساسی قانون کی غلتي وي هم بايد تطبيق شي ؟

زه د دولت له خوا د صاف، ښکاره او رڼه سياست طرفداريم چې د هېواد هر اوسيدونکئ ورپکې خپلې آزادۍ، دندې او مسئوليتونه سم وپيژنی. نه داچې دولت مو دعوامو خلکو د غولولو په خاطر داسلامی جمهوريت په نامه ياديږی او د ننه ورپکې کفری اخلاق او اصول عملی شی.

نوتاته صاف، ښکاره او رڼه سياست دادې چه څوک بايد ځان ونه ښوروي اوکه دمجبوريته هم څه وکړي پښې لاسونه او ژبه تری بايد غوڅ شي ؟

X
زه په افغانستان کې داوسنيو مجاهدينو او د طالبانو د ځينو پاتې شونو ډلو د اوسنی ګډ حکومت کولو طرفدار نه يم، خو که امريکا، غرب او نوره نړۍ په افغانانو باندې هغوی د حاکمانو په حيث تحميلوی، نو بايد دا صلاحيت هم ورکړی چې هغوی د افغانانو او د افغانستان د حاکمانو په حيث په مستقله توګه تصميم ونيولای شی، نه داچې د دوی د صلاحيتونو د محدوديت له لارې د هېواد آزادی نوره هم ډيره زيانمنه شی.
X
ستاپه نظر ازادي قتل ته وايي خو زمونږ په نظر ازادي بشري حقوق ،( دژوند بيان اوسېدو اوخوړو حقونه) د انصاف په بنياد مسولتونو، انساني نورمونو او بشريت ته داحترام معنی لري
X
په دې خو ړوند او کوڼ پوهيږی چې د اوسنۍ واکمنې ډلې غوره برخه پخوانی مجاهدين او يوه وړه برخه يې د طالبانو پخوانی طرفداران دی. دوی د عقيدې، ګفتار او کردار له نظره نه شی کولای چې دموکراتان شی. د دوی او د دموکراسۍ د منلو او عملی کولو ترمنځ د آسمان او ځمکې ترمنځ فاصله ده. نو څرنګه چې نړۍ افغانان دې ته مجبوروی چې دا د جنګسالارانو، بنيادګرانو او قاتلينو ډله د خپلو دولتی رهبرانو په حيث ومنی، او افغانان مجبوروی چې ورسره سازش وکړی، نو دوی د پخپله هم ورسره سازش وکړی او په لوی لاس د په افغانستان کې دا نازک نظم نه خرابوی او په وار وار دې د افغانانو احساسات او مقدسات نه جريحه داره کوی.
X

ته نه پوهيږې چه څه وايې نوځکه لورې اومسايل هم نشې جدا کولی
X
د افغانستان اساسی قانون او اداری او حکومتی ساختمان د همدغو په افغانستان کې لاس وهونکو خارجيانو له خوا ديکته او د دوی تر سترګو لاندې جوړ شو او په ادارو کې هم مسئول کسان دوی راته وټاکل، نو نن بيا ولې د هغو قوانينو او د خپلې خواټاکل شوو افرادو په کاروکی زيږه، برملا او بې ځايه او نامناسبه مداخله کوی او د افغانانو او افغان حيٍثيت د نړيوالو په وړاندې په بې باکه توګه تر پښو لاندی کوی؟
X
لکه څنګه می چه مخکی می وويل ته دځينو مسايلو تحليل نشی کولی ٠ دافغانانو کوم حيثيت ؟
هغه چه کمونستانوورکړې ؤ ؟ هغه چې جهادي تنظيمونو ورکړې ؟ هغه چه طالبانواوبن لادن ورکړې ؟ هغه چه ايران اوپاکستان ورکړې ؟
X

زه وايم چې دعبدالرحمن مسئله که پلانيزه نه وی، نوپرې د ښودل شي چې افغانی محکمه ورباندې پخپله مستقل تصميم ونيسی او که ضرورت وی د يوه نفر کافر د وژلو په واسطه د عمومی نسبی نظم د خرابولو او له دې لارې د نورو لسګونو، سلګونو او ان زرګونو افغانی ځوانانو او مسلمانانو د قتل او قتال، په هېواد کې د اوږدو دښمنيو د راپيداکېدو او ډيرو نورو تاريخی او اوږدو ناخوالو مخه ونيول شی.
X

ترټولو لوی منکر خوراته ته ښکارې ٠ ګناه درته نشته ځکه چه ستاضمير په وژلو روزل شوې ٠ ددې پرځای چه ځوانان په صلحدوستۍ وروزې هغوی فسادونوته تشويقوې ٠
X

هغه يوافغاني کافر نه دې ٠ په افغانستان کی داسلام ترپردې لاندی په زرګونو منافقين ازاد ژوند کوي او جرمونه يې داسلام اوانسانيت لپاره شرم دې ٠ لومړۍ حساب بايد دهغوی سره وشي اوکه دهغوی سره نه کيږي نو د يوداسی انسان مرګ چه بل جرم ونه لري د عقيدې په بدلېدو لوی ظلم دې اوته د دغسې ظلمونو پلوي کوې ٠ افسوس ستا په فکر

X
دافغانستان په خلکو کی چه دومره غيرت وي نو غربي خيراتونه هم بايد ونه خوري ، حرامه روزي چه دمخدره موادو په قاچاق اوداپينو اوچرسوپه کرلو يې پيداکوي بايد په حلال محنت يې وګټي ٠ دخورولورپه خرڅلاو ګټلی پيسې خوړل کوم غيرت او ايمان دې ؟
مخکی له دې چه په يوه فرد دمرګ پيرزووکړي بايد لومړې خپلوغيرانساني اوغيراخلاقي اعمالو ته نظر وکړي ٠ چه پخپله دويښتانو پوری په جرمونو اوفسادونو کی ډوب وي څنګه کولای شي دبل چاپه هکله قضاوت وکړي ؟
X
که بوش، بلير او انجيلا ميرکل او نورو رښتيا هم عدل، ددين، بيان او عقيدې آزادی او دموکراسی غوښته، نو دهغوی اسلافو به په افغانستان کې همدې مجاهدينو ته دسياسی موضعګيرۍ او دينی عقيدې په اړه د افغانی ځوانانو او اکثره هم د تحصيليافته منورينو د وژلو له پاره امر، اشاره، مرسته او قومانده نه ورکوله.

داڅه ګډی وډې وايې ؟ دوی خوتاغوندی د وژلو شوقي ته هم پناه ورکړې ٠ داوخت له کوم ځايه ليکل کوې ؟

د څرګنده مرتد عبد الرحمن وينه زما د ډيرو هغو مسلمانو وروڼو او هغو افغانی روشنفکرانو له وينې چې د اسلام نه د ګرځېدو او د مکتب د تګ په اتهام او ګناه د همدې امريکايانو، آلمانيانو، ايتالويانو، انګريزانو او نورو په مالی، تخنيکی، مادی او معنوی مرسته او تحريک او تشويق د همدغو مجاهدينو په لاس تويې شوې ده، ماته ګرانه نه ده.
X
نويوکمونست د اسلام دفاع ولی وکړي ؟
همدغسې ستاسو قضاوت هم ؤ ٠ تاسو دروسانو په سر افغانان قتل کول تاسو د وطنفروشۍ پېل وکړ نوچه څه کرې هغه به رېبې ٠ عبدرحمن يواځې په شخصي عقيده مرګ ته تړل کيږي مګر ستاسو غوندی ملي مجرمين اومسلمان وژونکي خو لا په پارلمان هم ناست دي او غرب هم تری ډک دې ٠ لس کاله مومسلمانان قتلول کورونه اوکلي مو ورته ورانول له هيواده مو هجرت ته اړکول هغه داسلام لپاره نه ؤ ٠ دغه ظلمونه خو دروسانو دخوښۍ لپاره تاسو وکړل خوچه کله مو د اسلام غلبه اوخپله ماتې وليده نوهم اتشي مسلمانان شوۍ ٠ په طالبانو کی هم شامل شوۍ اوپه القايده کی هم ٠
X

ماته مې د خپل هېوادد خلکو اراده،د هغوی د مقدساتو احترام، د موجود نيمګړی نظم او آرامۍ ساتل او محکمول او د نويو ملې ناتارونو مخنيوۍ د ملحد عبدالرحمن له وينې خورا ډير ارزښت لری.

X
غلې شه وټکاخوره ٠ داسی خبری تاسره خوند نه کوي ٠

X
عبد الرحمن د يوه افغان او انسان په حيث مکلف ؤ چې په هېواد کې مروج قوانين مراعات کړی او د خپلې کورنۍ او ماحول شرايط په نظر کې ونيسی.
X
تاسو کله مراعت کړې ؟

ټوله غلطي اومسوليت د ملايي محکمې دي چه دافغانستان دبدنامولولپاره يې وکړ٠ ملا که په سياست پوهېدې نو افغانان اوافغانستان بايد دکمونستانو د شکست څخه وروسته ددومره بدبختيو سره نه وې مخ شوي

طالبان دې د يوه شکمن مسلمان لپاره له ټول افغان اولس اوافغانستان تېرشول اواسلام اومسلمانان يې په ټوله نړۍ کی ترورستان معرفي کړه او دااوس ملايان د يوه عيسوي لپاره بيا هماغه کارکوي اوداځل ددنيا خلک ځانته راپاروي او يو ځل بيا د اسلام ضد تبليغاتو ته لار هواروي اوپه ثبوت رسوي چه اسلام د خنجر په زور په خلکو قبليږي ٠
X

ديوعيسوي مرګ به په زرګونو نورعيسويان کړي اود افغانانو په هکله به نړيواله خواخوږي کمه شي ٠ زه داوينم اوکه همداسې وشوه نو بيابايد ستاسو غوندی تنګنظره چه شراوفساد ته خوښيږي هم دهغو مظاهره چيانو د مرګ اوژوبلی مسول وګڼل شي چه ستاسو په لمسون غولېدلي وي ٠

هيله ده چه لکه پخوا ښکنځا ونه کړې


Anonymous
27.03.2006

يو ښاغلی ميلمه خپل ليک د لنډې مقدمې وروسته داسې پيل کړئ
[quote:0041f7ee78]که په اساسی قانون کی غلتي وي هم بايد تطبيق شي ؟ [/quote:0041f7ee78]
ميلمه وروره، خدای مې د ګنهکاروی نه، خو زه چې ستا احساساتی چلند د مرتد عبدالرحمن له مسئلې سره ګورم، داسې راته ښکاری چې ته هم د همدې نويو عيسويانو له ډلې ئې.
را به شو د اساسی قانون مسئلې ته
ته خو به حتما دومره پوهېږې چې د يوه هېواد اساسی قانون د ټولو غلطيو او خاليګاوو سره تر هغه پورې د تطبيق وړ دی، تر څو چې د صلاحيت لرونکې معتبرې مرجع له خوا ورپکې بدلون نه وی راغلی.
زه دافغانستان د اساسی قانون جوړوونکئ او د عملی کولو مسئول او متخصص نه يم، خو د دا اوس را منځته شوی متزلزل نظم د ساتلو، ملت ته د تفکر د موقع د ورکولو او د افغانی ټولنې د راتلونکې سالمې ودی د تضمين له پاره د ټولو نواقصو سره، سره دهمدې نوی اساسی قانون د پلی کېدو طرفداريم. تر هغه چې افغان ملت په سوله ايزه فضاکې په دې نه وی بريالئ شوی چې په موجود اساسی قانون، د قضا په قانون او نورو کې د معتبرو او با صلاحيته مراجعو له لارې بدلون راوړی، داموجود قوانين د هېواد په ټولو اوسيدونکو او په سراسر افغانستان کې بايد تطبيق شی.
د اساسی قانون دغلطيو او نواقصو د اصلاح واک کوم فرد (ولو که رئيس جمهور هم وی)، کومه ډله او يا کوم دولتی ارګان نه لری. دا پرنسيپ بايدپه هيواد کې د قانون د حاکميت د آغاز په توګه د ټولو له خوا ومنل شی.
زه دا نه وايم، دا حق او واک هم نه لرم چې مرتد عبدالرحمن د حتما سخته او يا حتی کومه خورا کمه جزا هم ووينی. خو دا وايم چې افغانی قضايی سيستم او محکمه بايد مستقله او په داسې چارو کې د اساسی قانون مطابق آزاد تصميم ونيولای شی.
ته به وايی چې د افغانستان قضايی سيستم ناقص او د محکمې چلوونکې بې مسلکه او بې صلاحيته کسان او د جوماتونو عادی ملايان دی. نو که داسی وی دوی نه يوازې چې د مرتد عبدالرحمن په فقره کې، بلکې په ډيرو نورو مسئلو کې هم همداسې د بشر د نړيوالو منل شوو اصولو، د انسانانو له پاره د قبولو شوو آزاديو او داسې نورو اصول په نظر کې نه نيسی او په ډيرو نورو حالاتو کې هم د دموکراسۍ منل شوی اصول نه شی مراعاتولای. هغه بيچاره افغانان چې هيڅوک يې غږ نه اوری او يا ترهيچا پورې خپل غږ نه شی رسولای، تر ټولو نورو څخه زيات د همداسی پريکړو قربانی ګرځی. زه به هم دا درسره ومنم چې دا بايد اصلاح شی. خو دا کار د چا له وسه پوره دئ؟
دا اوسنی واکداران او دا قضايی سيستم خو زما اوستا اود افغان ولس په خوښه نه دی ټاکل شوی، د هغې د بدلون، اصلاح، تغير او تقرر واک خو همدا اوس د افغانانو سره نشته. دا خو همدې امريکی، جرمنی، انګليس او نورو ورته دا امکانات په لاس ورکړی او د افغانانو په سر ئې چنګګ کړی او حاکمان کړی دی. نو همدا خارجی ستر او په افغانستان کې د ګټو لرونکی هيوادونه چې د افغانانو په برخليک ئې همدا چپاولګر حاکمان او نيمچه قاضيان مسلط کړی، بايد داسې اوبه خړې نکړی چې بيرته افغانانو ته داخلی ستر جنجالونه راپيداکړی، د يوه مرتد د حقوقو د اعادې په خاطر د ټول افغان ملت د خوداراديت حق په مکرره توګه تر پښو لاندې کړې. او په دې بهانه خپلې ستراتيژيکې ګټې ترلاسه کړی.

نور بيا

نوټ + بايد تاسې ته وليکم چې زه هغه څوک نه يم هغې تاته او تا هغې ته ښکنځل کړی.
ما يوه شپه دا جمله تاسې ته وليکله
[quote:0041f7ee78]ما ولله که تر اوسه چرګ هم حلال کړی وی، د سړيو د وژلو نفر خو ټولو ته مالوم دی. اوس د انټر نيت څښتن خپله دروازه تړی سبا به بيا که خير ؤ سره وينو[/quote:0041f7ee78]
او دادی بيا همدا نن د انټرنېټ امکان راته برابر شو، چې اوس بيا بايد خپله ليکنه بلې ورځې ته نيمه پريږدم.
زه او ته که د خدای رضاوه د متقابل احترام په ساتلو سره به په حوصله خپل بحث ته له بيړې پرته دوام ورکوو. چرت د مه خرابوه!زما نوی نوم هم درته ليکم. (رڼاګل)


Anonymous
27.03.2006

رڼاګله نوم خودی راته اشنالګي خونپوهېږم چه دپکتيا خلقي وې که دلوګر خومهمه نه ده له ليکه دی پيژنم چه ذهن دی دومره تيارې او بغض اوکينې نيولی چه يوافغان بېچاره به ستاسوغوندی برچه پکوله لاسه عيسويت منلوته مجبورشوې وي اوس درنه د خلاصې نه دې ٠ ستاسوفکر ، غيرت اواسلاميت بس په وژلوپوری تړلی دې ٠ تاسو توبه نعوذوب الله له خدايه هم زورور ياست ځکه هغه نه پرېږدۍ چه په تاسو د حساب اوکتاب ورځ ومني ٠
چه خدای تاسولاری ته نشي برابرولی زه څوک يم چه تاسوبه قانع کړم ٠
زه چه په هره عقيده يم هغه يم ستاسو په څير له کمونيزم نه اسلام ته نه يم اووښتې اونه دخپل ازاد قضاوت نه تېرشوې يم ، نه تېرېږم او نه به تېر شم٠ ته ما پخپلو احساساتو ملامتوې مګر ځان ته فکر نه کوې چې څومره بې حسه يې ٠

که دستي د کفر ټاپه راباندی ونه لږوې نوستاپه تيارو به رڼا واچوو ٠
ته وايې

خو د دا اوس را منځته شوی متزلزل نظم د ساتلو، ملت ته د تفکر د موقع د ورکولو او د افغانی ټولنې د راتلونکې سالمې ودی د تضمين له پاره د ټولو نواقصو سره، سره دهمدې نوی اساسی قانون د پلی کېدو طرفداريم. تر هغه چې افغان ملت په سوله ايزه فضاکې په دې نه وی بريالئ شوی چې په موجود اساسی قانون، د قضا په قانون او نورو کې د معتبرو او با صلاحيته مراجعو له لارې بدلون راوړی، داموجود قوانين د هېواد په ټولو اوسيدونکو او په سراسر افغانستان کې بايد تطبيق شی.

بيا وايې :

دا اوسنی واکداران او دا قضايی سيستم خو زما اوستا اود افغان ولس په خوښه نه دی ټاکل شوی

بيا وايې :

زه دا نه وايم، دا حق او واک هم نه لرم چې مرتد عبدالرحمن د حتما سخته او يا حتی کومه خورا کمه جزا هم ووينی. .

داهم دکوم سړي تصميم اوقضاوت کېدې شي ؟
بيا عبدرحمن ته دلته داسې حق ورکوې :

دوی نه يوازې چې د مرتد عبدالرحمن په فقره کې، بلکې په ډيرو نورو مسئلو کې هم همداسې د بشر د نړيوالو منل شوو اصولو، د انسانانو له پاره د قبولو شوو آزاديو او داسې نورو اصول په نظر کې نه نيسی او په ډيرو نورو حالاتو کې هم د دموکراسۍ منل شوی اصول نه شی مراعاتولای. هغه بيچاره افغانان چې هيڅوک يې غږ نه اوری او يا ترهيچا پورې خپل غږ نه شی رسولای، تر ټولو نورو څخه زيات د همداسی پريکړو قربانی ګرځی. زه به هم دا درسره ومنم چې دا بايد اصلاح شی.

خو دا کار د چا له وسه پوره دئ؟

بيا وايې :

دا خو همدې امريکی، جرمنی، انګليس او نورو ورته دا امکانات په لاس ورکړی او د افغانانو په سر ئې چنګګ کړی او حاکمان کړی دی.

خو پخوادې داسې ويل :

خو د دا اوس را منځته شوی متزلزل نظم د ساتلو، ملت ته د تفکر د موقع د ورکولو او د افغانی ټولنې د راتلونکې سالمې ودی د تضمين له پاره د ټولو نواقصو سره، سره دهمدې نوی اساسی قانون د پلی کېدو طرفداريم

بيا وايې :

د يوه مرتد د حقوقو د اعادې په خاطر د ټول افغان ملت د خوداراديت حق په مکرره توګه تر پښو لاندې کړې. او په دې بهانه خپلې ستراتيژيکې ګټې ترلاسه کړی.

ټول افغان دې 95 فيصده د کلمې په مفهوم نه پوهيږي چه بسم الله الرحمن الرحيم څه ته وايي اوستاغوندی لوړ تعليم يافته د ټول افغان ملت د خوداراديت حق د ګيرشوي عبدرحمن په وژنه کی اعاده کوي ګويا د عبدرحمن په عيسويت افغان ملت په خطر کی دې ٠

ښه به داوي چه لږ ګرېوان کی سرټيټ کړې او داسې نتيجه واخلی چه نور اسلامي هيوادونه هم شته چه اسلام پکی چليږي خو خلک يې دومره افراط نه کوي ٠ ته بايد نوره مطالعه وکړې چه علم دی زيات شي ٠ که يوافغان له اسلامه واوړي دوه ورته راوړي او په ميليونه مسلمانان د عيسويانو سره اوسيږي او تر تا په اسلام کی ډېر معلومات لري ٠ ستاسو په نظر هغوی هم مرتد دي چه د عبدرحمن د قتل خلاف دي ؟ که بل ته دمرتد په سترګه ګورې هغه تاته دقاتل او ظالم په نظر

يوملت بايد د لوی فکر او عالي تهذيب مثال وي نه د قتل اوبې رحمۍ ٠


Anonymous
28.03.2006

ميلمه وروره!
دټول افغان سايډ په دي خونه کې خو کوربه غوندی ښکاری خو که نوم دي هم
انتخاب کړی وی نور به هم ښه و،
په هر حال ليکنی او ځوابونه دی ډير منطقی اوپه زړه پوری دي او دځينو 
مزدوج الفکره کمونستانوچې ځانته مسلمانان هم وائې او زه نه پوهيږم چې
ددی دواړو متضاد و مفکورو تر منځه اتحاد دکوم منطق پر اساس کوي؟
منطق خو ددوه ضدينواجتماع محاله ګڼی
ولی دوی ددغې  ليونۍ مفکوری په رڼاکې بحث کول غواړی٠
 هره خواچې دشر پله درنه ووينی همغه خواددوی دفکرمخه وې او هڅکله به
په خپله مارکسيسته کمونيسته عقيده اعتراف ونه کړی ځکه چې بيا خو به ئې
کفر ،الحاد،ارتداد،اوزنديقيت ثابت شي،ولی دا غوره بولی چې ديو باوجدان
دطن دوسته بشردوسته انسان چې د ټولو شخصی عقايدو او افکارو ته درناوی
کوی نه تنها ورته په سپک نظر وګوری بلکی بی دليله او برهانه ئې په عيسويت متهم کړی٠ ايا ټولو خلک چې دانسان دحقوقو نه دفاع کوی دخپل ځان په شان ليونی ورته
ښکاری چې خپل دين بدل وی؟
ايا دداسی کسانو سره بحث کول دوخت ضياع نه دئ٠ نوربيا
په درناوی    وردګ
            


Anonymous
28.03.2006

ګران اومحترم وردګ صاحب سلام عليکم

که په پاڼه کی دښاغلي برهان صاحب اوږد مضمون ولولې نو وبه وينې چه دافغاني مرتدانو او عيسويانويو لست يې ترتيب کړې اوکوښښ کوي داسې ځای وګروي چه نه خارښتيږي ٠
دنوموړي په ليکنه کی پرته له چوغلي بل څه نشته ٠ ښه به داوې چه دافغاني منافقانو چه ترمرتدۍ اوکفر بدرنګه خلک دي هم يادوونه کړېوای ٠ خوزه بياهم دهغه حق ته احترام کووم او هيڅکله يې پخپل نظرکی دبل خوښې ته مجبور نه ګڼم ٠
داسې شيان سړې مجبوروي چه يواځې ميلمه واوسي کنه زه به هم په لست کی وې ٠

زه دميلمه دنوم سره بل شخص يم اونه کوربه يم او نه بل ميلمه ٠ په دې فوروم کی دميلمه ترنامه لاندی نور هم ليکنی کوي ٠
زه فکرکووم د شخص نوم به دومره اړين نه وي لکه څومره چه د ليکوال خېرخواهي ، منطق ، صلح غوښتنه اود حقوقو پلوي ٠
داچه حياتي مسايل بې ارزښته او داسې شيانو ته ارزښت ورکوول چه بشري نورمونه او حق غوښتنه ورسره په تضاد کی وي د افغاني تفکر يوه منفي ځانګړتياده ددې سبب شوي چه دانسان وژنه پکی د غيرت ،مذهب او کلتور برخه ګرځېدلې ٠ افغاني ټولنه يوه داسې ټولنه ده چه دنړۍ په بل ګوټ کی دغسې مثال نه شته ٠ داسلامي هيوادونو ملاتړ لاهم نه لري ٠ که خپل خواوشا ګاونډيو ته وګورو نو زمونږ د ژوند اوپوهی سطحه د هغوی سره هم برابره نه ده ٠
هرڅه پکی شفاهي او تندروه دي ٠ د څېړنې ، انتقاد ، لارښوونې اودفاع لاری پکی بندی شوي ځکه چه نه څوک جرات کوولای شي اونه څوک زغم لري ٠
يوعدالت يواځې قاضي مخ ته نه بيايي بلکه دوکيل اوشاهد مرستو ته اړوي ٠ په افغاني قضايي سيستم کی مدافع وکيلانو ته ارزښت نه ورکول کيږي ٠ همدا علت دې چه د محکمې انصاف تر شک لاندی راځي ٠
انصاف په بې طرفۍ کی وي ٠ هغه محکمې چه قاضيان يې سياسي ، مذهبي او ژبني تعلقاتو ته ارزښت ورکوي نشي کوولای بې ريا انصاف وکړي ٠
يوقاضي بايد د فردي ، بشري ، ټولنيزو ، ملي ، بين المللي ، مذهبي ، سياسي او داسې نورو حقوقو څخه اګاه وي ترڅو ښه انصاف وکولای شي ٠
د يوه عيسوي او يومسلمان ترمنځ تنازعه په مذهب نه حليږي نود حل يواځينۍ لاره يې حقوقي ده ٠ د نړۍ 6 ميليارده غير مسلم وګړي خو دا نه مني چه مسلمانان په شرع فيصلې کوي ٠ نو دمذاهبو ترمنځ جګړې هيڅ چاته ګټه نه رسوي ٠ نننۍ نړۍ او د پوهې ستندرد اجابوي چه هرقوم اومذهب دصلحې ، علم اوقناعت له لاری ازادانه فعاليت وکړي ٠ دانه يواځې په مسلمانانو پورې اړه لري بلکه عيسويان ، يهودان ، هندوان اوبودايان هم داسی بايد وکړي ٠ هغه عيسويان او يهودان چه ټولو مسلمانانو ته د ترورستانو په نظر ګوري فکر يې نه يواځی علط دې بلکه د نورو په حقوقو سترګې پټوي ٠ داسې خلک د ټولو عيسويانو او يهودانو نمايندګي نه کو ي ٠
زمونږ ليکنې دامفهوم نه لري چه ګنې مونږ خدای ناخواسته په اسلام چه دموراوپلار نه رانقل شوي پام نه کووبلکه هغو حقيقتونو ته متوجه کول غواړو چه زمونږ دبدنامۍ اودنورو سره ددوشمنۍ سبب کيږي اوبل ته حقوقا '' لاره هواروو چه په مونږ نيوکی وکړي ٠
دعبدرحمن په قضيه کی مووليدل چه نړيوال ملاتړنه لرو خوافغانانو نړۍ ته داهم وښوده چه څومره بې انصافه او بې رحمه دي چه وژلو او قتل ته مقدسه عقيده وايي ٠ افغاني ملايانو په خپل بې مسوليته موقف هغه انسانان له ځانه لرې کړل چه ددوی په ملاتړ ولاړ ؤ ٠ داسی شيانو روزنه ، پالنه ، علميت ، صلح ، زغم ، حقوق ، ژوند ، امن اوانصاف په افغانستان کی مشکل کړې ٠ ترڅوبه د توتيو ښکار کيږو ؟ تر څو به په مطلقيت يوبل وژنو اوتر څوبه په زور هرڅه ته حلاليږو ؟ اخر ژوند هم څه مفهوم درلوده چه خدای انسانانو ته ورکاوه ؟
زه نپوهېږم که لوی خدای دومره مطلق وي چه حضرت ادم يې هم سرکشۍ ته پرېښې ؤ٠

په احترام


Anonymous
29.03.2006

درنواومحترمو ورنو ټولوته دمينې ډک سلام،
ګرانه ميلمه!همداسې ده ننې نړې په ډير بې ساری ګړندیتوب پر مخ روانه ده
اوموږ غواړوپه ډيریوزړو وسايلو ددغی ګړندی توب نه رامنځته شويو ستونځی حل کړو اوداګړندی سير چې نوردنيا په تدريج په سلهاو کلونو کې طی کړی په لڼدوخت کې ووهو٠
په 1993 م کال کې يو کس دSamuel P٠Huntington.په نامه يوه مقاله په يوي
امريکائی مجلی کې (دتهذيبونو تر منځه ټکر)ترعنوان لاندی خپره کړه چې روسته دنوموړی ترهمدی عنوان لاندی کتاب په 
لندن کې خپور شوچې دغربی نړی دليکوالو سياست پوهانوترمنځه ئې خورا
لوی شور ما شوراو غوغا رامنځته کړه ، د متحده ايالاتودباندنيو چارو پخواني وزير (Henry Kissinger )داکتاب دسړی جګړی نه روسته يوترټولو
مهم اثر وبله،اودډله ايزهرسينو پڼدتانوته هم موقع  په لاس ورغله  چې تر اخره 
 خپل بازار پری ګرم کړي خو په پای کې دا ليکنه د يو لوی شمير ميانه روه ليکوالو اوسياست پوهانو
او عامو وګړو لخواپه کلکه وغندل شوه اودائې يوه مغرضه يو اړخيزه اوپه 
نړی کې دکمنيزم د منځه تللونه روسته دنړی والی صلحی  دتامين سره 
مخالفه وګڼله ٠
په دي ليکنه کې دکمونيزم نه روسته دغربی نړی دتمدن  او نړی دنورو تهذيبونو
     تر منځه دټکرخبری شوی او ځينو دا ټکر په لمړی قدم کې اسلامی تمدن
سره تعبيرکړی ٠ ولی په لمړی ليکنيی کې دتمدونو بشپړ تعريف ندی شوی٠
چې ايا افراطيت هم تهذيبونو جز ګڼل کيږی او کنه ؟
ايا دکتاتوری نظامونه هم جز دتهذب دی؟ اوداسی ډيری نوری پوښتنی،
کله چې اسلامی افراطی ترهګرو په نيو يارک واشنطن بريد وکړ  د غرب
افراط تبر ته ئې لاستی ورکړ چې په متقابله افراط خپل مقاصدتر سره کړی
مګر ميانه روه اوواقع بينه اکثريت ته داجهل دمنلو وړنه وو٠ اود کلکو دريزونوپه ترڅ کې ورځينې مخنيوی وشو او کيږی، 
کنه دمساجدو سوزونې ، دمسلمانانو وژل،او دحضرت محمد ص دکاريکا تورونوويستلوپه شان سپکاوی به يوه عادی موضوع وه٠
زما غرض دادی چې افراطيت په ټولو ټولنوکې شته، اوزما په اند دتهذيبونو جز
ندی بلکی دشخصيتونوجز دی  اودټولنې دژغورلو دپاره بايد په کلکه 
ورځينی مخنيوی وشی(لاافراط ولاتفرط) خيرالاموری اوسطها)

او کنه دافراط او تفرط اوجهل ترمنځه چې کوم ټکر  روان دی 
دتهذيبونو تر منځه په ټکر بدل نشی٠ 
په درناوی


اساسی قانون د په استثنايی توګه تر پښو لاندې نه شی

Anonymous
29.03.2006

د پاڼې يو عيسوی مشربه ميلمه زما د يوې ليکنې څخه داجمله را اخيستې
[quote:3137edae5e]زه د دولت له خوا د صاف، ښکاره او رڼه سياست طرفداريم چې د هېواد هر اوسيدونکئ ورپکې خپلې آزادۍ، دندې او مسئوليتونه سم وپيژنی. نه داچې دولت مو دعوامو خلکو د غولولو په خاطر داسلامی جمهوريت په نامه ياديږی او د ننه ورپکې کفری اخلاق او اصول عملی شی[/quote:3137edae5e]. او بيايې پخپله داسې رانه سوال کړی چې
[quote:3137edae5e]نوتاته صاف، ښکاره او رڼه سياست دادې چه څوک بايد ځان ونه ښوروي اوکه دمجبوريته هم څه وکړي پښې لاسونه او ژبه تری بايد غوڅ شي ؟[/quote:3137edae5e]
اوس نو ښاغلی نوی عيسوی دين ته خوشبينه ميلمه ته پخپله يوځل زما ليکلې جمله بيا ولوله او ورپکې پيدا کړه چې ما چيرته داسې ويلې چې څوک بايد ځان ونه ښوروی؟ او که د مجبوريته هم څه وکړی، پښې، لاسونه او ژبه د ترې بايد غوڅ شی؟ زما په ليکنه کې داسې څه نشته او زما هدف هم دا نه دی.
ته بايد ځان وښوروې او ويښ شې چې دا هدف خو ستا د غربی ملګرو د لاسپوڅې ادارې د اوسنيو ډيرو واکدارانو او چلوونکو او عيسويانو ته د خدمت په لړ کې د هغوی د ژوندانه يوه غوره، مهمه او نه بيليدونکې برخه جوړوی![color=indigo:3137edae5e] ته تر پرونه چيرې ويده وې چې هغوی ته د ويلی وای چې دموکراتان شی! چې دموکراسی د عقيدې او دين آزادۍ ته احترام کول غواړی او دا افغانی ځوانان زموږ د وطن راتلونکې سرمايه ده او هغوی په حق او ناحقه دکمونيسم، کفر، ارتداد، الحاد او دهريت په نامه مه وژنئ! [/color:3137edae5e]. خدای د نکړی چې ته هم ستا د عبدالرحمن په څير نوئ دموکرات شوئ وې؟
ستا د ليکنو څخه خوماته داسې ښکاری چې ته په افغانستان کې په عادی ډول د محيط د شرايطو له په نظر کې نيولو سره د عقيدې او دين د آزادۍ پلوی نه کوې، بلکې په مشخصه توګه غواړی چې د افغانستان په وړاندې د غربيانو او په تېره بيا د امريکا او انګليس د ننی روان سياست څخه (شايد په پټو سترګو ) دفاع وکړې چې غواړی په افغانستان کې د اوسنی لاسپوڅی دولت او خپلې اجنټې معينې حلقې له سلطې څخه په استفاده سره دتاسې د عيسويانو له پاره آزادی تضمين کړې، کليساوې درته جوړې کړی، د غرب نه مو حمايه او تقويه کړی، په داخل کې مو په يوه قوت واړوی، د دولت او ادارې سيستم صلاحيتونه تاسې ته وسپاری او په دې ډول نه يوازې په افغانستان کې عيسويت د اسلام په يوه موازی دين واړوی، بلکه د عيسويانو له خوا د سياسی قدرت او اداری چارو د واګو د قبضې له لارې د اسلام د دين ضعف او نابودۍ ته هم اقدام وکړی او ترڅنګ يې د غربی عيسوی ټولنو کلتور افغانستان ته ور وليږدوی.
په دې ټول پوهيږی چې په اوسنيو شرايطو کې چې د موږ د ملک او اداری، خاورې او سرحدو، کلتور او رسم او رواجو واک په افغانستان کې د نظامی، مالی او سياسی لحاظه موجودو خارجيانو په اختيار کې دئ، د خارجې فرهنګ او عيسوی دين د خپرولو خورا ښه شرايط برابر او په افغانستان کې داسې متمدنه او منسجمه ځواک نشته چې د هغو د هجوم په وړاندې مناسب مقاومت وکړای شی.
دا شرايط به ددې سبب هم شی چې د اسلامی پاکې عقيدې څښتن او خوشباوره عوام خلک به د طالبانو خواته ور واوړی او د هغو په نتيجه کې به دا اوسنئ نسبی امنيتی وضعيت نور هم خراب شی. بيا به نه يوازې افغان د افغان په وړاندې جنګ ته وراستوی، بلکې دائتلافی او همدا راز د ايساف ځواکونه به هم له ستونځو سره مخامخ شی او قربانۍ به يې زياتې شی. خو خورا مهمه نتيجه به يې داوی چې په افغانستان کې خرابی او جګړه نوره هم زيات دوام پيدا کړی او افغانان به د نورې ډيرې مودې له پاره د يوې کولې ډودۍ د پيداکولو له پاره د خارجيانو محتاج وی.
نو زما افغان عيسوی وطنداره، که ته په ټولو عيسويانو زړه خوږوې نو د ايساف د قوتونو ستونځې د هم له پامه مه غورځوه! [color=brown:3137edae5e]دا ستا له پاره يوه يادونه وه![/color:3137edae5e]
ددې بحث عيسوی ګډون کوونکيه، زه به اوس ستا سو له پاره پخپله دې جمله چې
[quote:3137edae5e]زه د دولت له خوا د صاف، ښکاره او رڼه سياست طرفداريم چې د هېواد هر اوسيدونکئ ورپکې خپلې آزادۍ، دندې او مسئوليتونه سم وپيژنی. نه داچې دولت مو دعوامو خلکو د غولولو په خاطر داسلامی جمهوريت په نامه ياديږی او د ننه ورپکې کفری اخلاق او اصول عملی شی[/quote:3137edae5e]. داسې رڼا واچوم چې وروره چې که افغانستان رښتيا اسلامی دولت وی، نو بايد اسلامی قوانين او اخلاق پکښې وچليږی او د افغانستان ټول اوسيدونکی، نر او ښځې، کافر او مسلمان بايد د همدغو قوانينو څخه تابعيت وکړی او په ټولو يو ډول عملی هم شی. هغه څوک چې له دې قوانينو څخه سر غړوی، بايد پوه شی چې کومه جزايې په انتظار کې کيدای شی؟
ته پوهيزی چې د غلا او زناپه مقابل کې مختلف هيوادونه مختلف قوانين او مختلف دريځونه لری. هر څوک چې په هر هيواد کې اوسيږی د هغو مطابق ور سره چلند کيږی. تاسې که په عربستان کې اوسيدای نو د غلا او زنا د ګناه د ثبوت په صورت کې به سختې جزاته منتظر واست، خو اوس چې په غرب کې اوسی، زنا خو درته بيخی منعه نه ده، خو که په غلا هم ګير شی، هسې سخته جزا نه لری.
ته چې په غرب کې اوسيږی، د هغو قانون درته معلوم دی او پوهيږی چې که زنا په رضاوی، جزا نه لری، خو له غلا به ځان ساتې ځکه چې جزا يې نسبتا سخته ده. او که خدای ناخواسته ورباندې ګير شوې، نو يوازی ښه وکيل د قانون په حدودو کې له تاسره مرسته کولای شی، نه بوش، بليير، انجيلا مېرکل او يا کوم بل جمهور رئيس ، صدراعظم او يا بل څوک.
اوس نو که افغانستان اسلامی دولت وی او د هغه قوانين له اسلامی شريعت څخه تيرئ نه شی کولای، نو بايد په هر چا او په دې لړ کې په عبدالرحمن هم تطبيق شی.
که بوش، بليير او انجيلا ميرکل د خپل دولت قوانين نشی تر پښو لاندې کولای او يا نه غواړی چې ځنې تيرئ وکړی، نو ولې بيا د افغانستان په جمهور رئيس فشار اچوی او داسې ناوړه کار(يعنې د هيواد داساسی قانون او نورو قوانينو تر پښو لاندې کولو) ته يې مجبوروی او غواړی چې د دوی د خواهش په خاطر د هيواد قوانين تر پښو لاندې او د ملت په اراده او غوښتنو پښې کيږدی.
دادی مرتد عبدالرحمن خو د بوش، بليير، انجيلا مرکل، بورلوسکونی او نورو ځواکمنو هيوادو د لاسوهنې له برکته مريض او خلاص شو، خو که په دې ډول، د کفر او کمونيسم، الحاد او ارتداد په نامه زما او ستا يو ساده کليوال محکمې ته بوول شوئ وای، يا بوتلل شی، چا به له مرګه خلاص کړی وای او څوک به يې خلاصوی؟
نو که ستا او ستا د غربی عيسوی ملګرو په نظر افغانستان رښتيا دموکراسۍ ته اړتيا لری، نو بايد په دولت فشار واچوی چې دموکراتيک قوانين جوړ کړی ، جهادی متعصب رهبران له صحنې وشړی او په ټول هېواد کې تصويب شوی قوانين د دموکراتيکو مؤسسو او افرادو له لارې عملی کړی.

نور بيا که موقع مې ومونده!


Anonymous
29.03.2006

ميلمه ليکلی
[quote:8570cd73bb]ستاپه نظر ازادي قتل ته وايي خو زمونږ په نظر ازادي بشري حقوق ،( دژوند بيان اوسېدو اوخوړو حقونه) د انصاف په بنياد مسولتونو، انساني نورمونو او بشريت ته داحترام معنی لري [/quote:8570cd73bb]
دتا خو ډيرې خبرې بيخی د خلقيانو خبری دی، خو بيا کله کله په خلقيانو هم بد وايی. که خلقيانو ته بد وايې نو خبری يې بيا ولې خوښوې. خلقيانو خو بيخی دا رنګه طرحې او لا تر دې هم نورې ښې مفکورې لرلې.


Anonymous
29.03.2006

دپخواني GDR رڼا ګله
دالاندی تهمتونه ښۍ چه کوم نمبر مسلمان درته ووايم ٠ ستاپه ليکنه کی متقابل احترام ځکه نشته چه ته يې نه پېژنې ٠
په کوم منطق ، انسانيت او دين ته په بل دکفر تهمت لګوې ؟ لکه دغه لاندی الفاظ هرچاته خوله اچوې ٠ داسی ښکاري چه عبدرحمن هم ستاغوندې شيطانانواو افساد پيشه اسلاميستانو له اسلامه زړه تورې کړې ٠ خوزه هغه ترتا صادق بولم ځکه چه څه دې هغه وايي چه دې مګر ته خو منافق يې
زه هم خورا ډېر نومونه درته لرم خو ځان پری نه ستړيووم ته پخپله خپل شخصيت معرفي کوې :wink:

داستا خطاب دې ؟

د پاڼې يو عيسوی مشربه ميلمه زما د يوې ليکنې څخه داجمله را اخيستې
اوس نو ښاغلی نوی عيسوی دين ته خوشبينه ميلمه ته پخپله يوځل زما ليکلې جمله بيا ولوله
خدای د نکړی چې ته هم ستا د عبدالرحمن په څير نوئ دموکرات شوئ وې؟

غواړی په افغانستان کې د اوسنی لاسپوڅی دولت او خپلې اجنټې معينې حلقې له سلطې څخه په استفاده سره دتاسې د عيسويانو له پاره آزادی تضمين کړې، کليساوې درته جوړې کړی،
په افغانستان کې داسې متمدنه او منسجمه ځواک نشته چې د هغو د هجوم په وړاندې مناسب مقاومت وکړای شی.

نو زما افغان عيسوی وطنداره، که ته په ټولو عيسويانو زړه خوږوې نو د ايساف د قوتونو ستونځې د هم له پامه مه غورځوه! دا ستا له پاره يوه يادونه وه!

ددې بحث عيسوی ګډون کوونکيه، زه به اوس ستا سو له پاره پخپله دې جمله چې

نو که ستا او ستا د غربی عيسوی ملګرو په نظر افغانستان رښتيا دموکراسۍ ته اړتيا لری،


Anonymous
29.03.2006

محترمواوقدرمنو ورنو!اسلام عليکم،
د برهان بې برهانه مضمون مې ولوست اوپه لوستلوئې پښيمانه په ځان او خپل بې وزلې  اولس مې زړه وسو،ډير دافسوس ځای دي چې داسې بې مسؤليت ليکوالان
دعوامو په سرنوشت لوبې کو ی اوپه ډيره بې باکې ځان ته دا اجازه ورکوی 
چې ديو انسان په مرګ اوژوند تصميم ونيسی حال دا چې نه به يې علميت ،تجربه
اوسن دا اجابوی چې دا راز قضاوت وکړي اوپه افتراضی دلايلو دډليزه رسينو
دلارې يو کس غيابا په مرګ محکم کړي ډيردافسوس ځاي دی٠
دا دستری محکمی دهغو کونه پيخه ملايانو وظيفه ده چې دخپلو سوړو نه
راووځې خپل نظر ،داسلام نظر او که افتا ته ضرورت وی دنر ځامنو په شان 
افتا ورکړی چې څه بايد وشی نه دا چې موضوع يو ملاګوټی ته چې يو ځو کتابه به يې د وهابيانو اويا داخوانيانودلاس لاندلوستی وي اوکنه دا موقع ورکړی
هر راز افتا چې يې زړغواړی صادره کړی٠ که د دارازليکنو په نتيجه کې هرزور
زياتې را منځته کيږی مسؤليت به ئي دچا په غاړه وی؟


Anonymous
29.03.2006

په دری کې وايی چې (سوزن را درجان خود بزن و جوالدوز را درجان ديګران)

ميلمه جانه تاماته داسې ليکلی
[quote:8a53d6f5c2]دالاندی تهمتونه ښۍ چه کوم نمبر مسلمان درته ووايم ٠ ستاپه ليکنه کی متقابل احترام ځکه نشته چه ته يې نه پېژنې ٠
په کوم منطق ، انسانيت او دين ته په بل دکفر تهمت لګوې ؟ لکه دغه لاندی الفاظ هرچاته خوله اچوې ٠ داسی ښکاري چه عبدرحمن هم ستاغوندې شيطانانواو افساد پيشه اسلاميستانو له اسلامه زړه تورې کړې ٠ خوزه هغه ترتا صادق بولم ځکه چه څه دې هغه وايي چه دې مګر ته خو منافق يې [/quote:8a53d6f5c2]

اوس د داخپلې لاندې ليکنې ولوله او همدا سوال د له ځانه وکړه. دا هم له ياده مه باسه چې زما ليکنې تر تا څخه وروسته دی

«اوستاغوندی قاتل زړه به يخ شي چه د ځنګل قانون جاري شي»

«ترټولو لوی منکر خوراته ته ښکارې ٠ ګناه درته نشته ځکه چه ستاضمير په وژلو روزل شوې »

«مخکی له دې چه په يوه فرد دمرګ پيرزووکړي بايد لومړې خپلوغيرانساني اوغيراخلاقي اعمالو ته نظر وکړي»

«نويوکمونست د اسلام دفاع ولی وکړي ؟ »
«همدغسې ستاسو قضاوت هم ؤ ٠ تاسو دروسانو په سر افغانان قتل کول تاسو د وطنفروشۍ پېل وکړ نوچه څه کرې هغه به رېبې ٠ عبدرحمن يواځې په شخصي عقيده مرګ ته تړل کيږي مګر ستاسو غوندی ملي مجرمين اومسلمان وژونکي خو لا په پارلمان هم ناست دي او غرب هم تری ډک دې ٠ لس کاله مومسلمانان قتلول کورونه اوکلي مو ورته ورانول له هيواده مو هجرت ته اړکول هغه داسلام لپاره نه ؤ ٠ دغه ظلمونه خو دروسانو دخوښۍ لپاره تاسو وکړل خوچه کله مو د اسلام غلبه اوخپله ماتې وليده نوهم اتشي مسلمانان شوۍ ٠ په طالبانو کی هم شامل شوۍ اوپه القايده کی هم»

«غلې شه وټکاخوره ٠ داسی خبری تاسره خوند نه کوي ٠»

«رڼاګله نوم خودی راته اشنالګي خونپوهېږم چه دپکتيا خلقي وې که دلوګر خومهمه نه ده له ليکه دی پيژنم چه ذهن دی دومره تيارې او بغض اوکينې نيولی چه يوافغان بېچاره به ستاسوغوندی برچه پکوله لاسه عيسويت منلوته مجبورشوې وي اوس درنه د خلاصې نه دې ٠ ستاسوفکر ، غيرت اواسلاميت بس په وژلوپوری تړلی دې ٠ تاسو توبه نعوذوب الله له خدايه هم زورور ياست ځکه هغه نه پرېږدۍ چه په تاسو د حساب اوکتاب ورځ ومني ٠
چه خدای تاسولاری ته نشي برابرولی زه څوک يم چه تاسوبه قانع کړم ٠
زه چه په هره عقيده يم هغه يم ستاسو په څير له کمونيزم نه اسلام ته نه يم اوښتی»

او نور...
اوس نو زما سختې جملې تاته او ستا سختې جملې ماته سره مقايسه کړه چې کومې ډيرې سختې دی؟
که غواړې چې بيرته ئې سره بدلې کړو، زما بدويل د زما او ستا بد ويل د بيرته تاته وی، غواړې ئې؟


Anonymous
29.03.2006

ياره وردګ ماما! په دې منطق چې ته ئې لری نو ته او دا خپل خدای د، يوبل نوم ځان ته انتخاب کړه، نور نو د وردګو دروند قام مه شرموه. تا ته هم لکه چې بل هيڅ نوم پيدا نه شو او يا غواړی چې قصدا وردګ تحقير کړې؟


Anonymous
29.03.2006

«غلې شه وټکاخوره ٠ داسی خبری تاسره خوند نه کوي ٠»

:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :P :P :P :P

نوتاولی هم ورور راته ويلي اوهم يعسوي ؟
تاسره دومره فکر نشته چه په دې نوم خلک څه نه کوي ؟

داڅه مې چه تراوسه درته ويلي هغه اوس ومنه ٠ د پښتون يوه خبره ده او زه پری ولاړ يم ٠
پس له دې به کوشش وکم چه اول وګورم چه بدل شوی يې کنه ؟


Anonymous
29.03.2006

خدای د تا دخپل رحمت په درياب کې ډوب کړی، چې ته د خپلو ټولو دموکراتيکو افکارو او ټولې پوهې سره دومره سرتمبګی لرې چې له خپلې خبرې نه شې تيريدای، نو د نورو معمولی کسانو څخه خو بيا دا ګيله مه کوه!
ته چې د عيسويت له کلمې سره دومره حساسيت وښئې، نو هغه بې سواده مسلمانان څه ګناه لری؟
که ته پرې خوشحاله کيږی د تا بدې خبرې او خپلې مې ټولې په ما راواړوه!
ته د داسې پاک صفاوې، لکه نوئ چې له حج څخه راغلی وې.
او س خو به رانه خفه نه اوسې؟


Anonymous
29.03.2006

نه مننه ، هرڅه به په ورورۍ کووخو دادعيسويت ، حقوقو او نورداسې چه ونه چېړو اينده مو هسې هم معلومه نه ده او په چړو يې هم نه شوراټينګولای ٠
پرون مې يوخبر ولوست چه دوه پښتانه ملايان په باړه کی سره نښتي ؤ يويو ته کافر ويلی بل بل ته ٠ يودجهاد اعلان کړې ؤ ٠ ترپرونه خوپه دغه جهاد کی 25 مقتديان اومريدان شهيدان شوي ؤ خوچه نن به څو نورو خوش قصمتو دغه وياړ پرېښودې وي ؟
زه پوره يقين لرم چه دغه جنتيان به د نسلونو لپاره دعبرت نمونه وي ٠ داسې مسلمانان هم شته ٠ که خدای يې وبخي اوس به د حورو غلمانو سره ناست وي

نو خدای شته چه ستا خطابونو مې غوسه کمه کړه او ومې ويل چه سړيه ولی دومره غوسه کيږې څه مفتي او مولوي خويې درته نه دي ويلي


Anonymous
29.03.2006

نو مسايل خو به خود سره څيړو. يوله بله سره بحث کول به زده کوو او تمرينوو. دموکراسی به اول له لری اوبيا له خيره سره له نږدی عملی کوو. يو دبل له اشتباه او سهوې به هم سره تيريږو.
نن د نور په خدای سپارم


Anonymous
30.03.2006

[quote="Anonymous"]ياره وردګ ماما! په دې منطق چې ته ئې لری نو ته او دا خپل خدای د، يوبل نوم ځان ته انتخاب کړه، نور نو د وردګو دروند قام مه شرموه. تا ته هم لکه چې بل هيڅ نوم پيدا نه شو او يا غواړی چې قصدا وردګ تحقير کړې؟[/quoe]
ښاغليه ! هرڅوک چې يې خو بی نومه غوندې را ته ښکاری ،که څه دويلو لرې
نو مهربانی وکړه او ويې وايه ،اوکنه درومه خپل کار پسې٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more