د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په لر او بر کې پرتو هېوادوالو


Shponkay
08.06.2003

.......د پښتو برېښنا پاڼې څخه([url]www.afghantech.net/brishna[/url])
.......[code:1:d03c0c243a]په لر او بر کې پرتو هېوادوالو!

برېښنا انټيرنټ پاڼه تل هڅه كوي چې د پښتو ادب په زړه پوري توكي راټول او خپلو درنو لوستونكو ته يې د انټرنيټ په مټ، د برېښنا په څپو كې وړاندې كړي، چې د ادب مينه وال پرې خپله ادبي تنده ماته او په لوستلو يې يوه شېبه د خوښۍ احساس وكړي. ځکه زموږ په خوږه او غرنۍ ژبه کې داسې شعري فورمونه، لنډۍ، متلونه او نور ادبي توکي شته، چې لا يې د دودونې او ځلونې لپاره سم کار نه دی شوی.

له بده مرغه چې زموږ خوږه ژبه (پښتو) په ډېرو ډګرونو كې د نورو ژبو په پرتله شا ته پاتې ده، د وروسته لاملونه به يې زيات وي، خو تر ټولو جوته خبره دا ده چې: يا ورته چارواکو پاملرنه، نه ده کړې، يا هم د نورو مغرضو هېوادونو کلتوري ستم ځپلې ده. يوه بله بدمرغي دا ده چې تر اوسه پښتو د انټرنيټ او کمپيوټر ژبه نه ګڼل کېږي، په کمپيوټر او انټرنيټ کې لا، زياتې ستونزې ورپېښې دي.

نو پر دې بنسټ موږ ټولو پښتنو ادبپالو او فرهنګيانو ته په كار ده، چې خپلې مټې راونغاړو او خپل کلتور، ژبې او ټولنې ته د خدمت ملا وتړو.

دا يوه فطري غريزه او غوښتنه ده، چې د هرې ژبې ويونكي پر خپله ژبه وياړي، خبرې ورباندې کوي، خدمت ته يې چمتووالی نيسي او ودې ته يې زمينه برابروي.

هغه پوهونه راپوهونه، خبرې او ژباړه چې يوڅوک يې په خپله ژبه يې کولای شي، په بله ژبه يې نه شي کولای. له همدې امله هر څوك غواړي چې د ژبې خدمت يې وشي، چې دا د ستاينې او مننې وړ کار هم دی، ځکه چې هر څوک حق لري خپلې ژبې ته کار وکړي، خو خپلې ژبې ته کار کول، له نورو ژبو سره د تعصب مانا نه لري، يوې ژبې ته كار كول هغه وخت د غندنې وړ وي، چې کارکوونکي او پالونکي يې خپلې ژبې ته د خدمت په لاره کې نورې ژبې وغندي او تعصب ته لاس وغزوي.

زما په اند كه څوك غواړي چې خپلې ژبې ته د زړه له کومې خدمت وکړي، نو لاندېني ټکي دې له پامه نه غورځوي:

1-د ژبې لرغوني او اوسمهالي (معاصر) ادبي ارزښتونه دې رابرسېره شي، بيا دې نوي نسل ته وروپېژندل شي.

2-د ژبې او د ژبو د ويونكو ناوړه دودونه دې سم کړای شي، په ځانګړې توګه هغه دودونه چې د ژبې د وروسته والي لامل ګرځي.

3- دوديز او نوي وييونه، متلونه، شعر او نثر دې راټول بيا دې د نورو د ګټه اخيستنې لپاره خپاره شي. جلا- جلا قاموسونه، د ورځې جدي موضوعات او نور اړتيا وړ ادبي او ټولنيز توکي دې په خلکو کې دود شي.

4- معياري او ارزښتمنې ليکنې دې زياتې شي، په دې برخه کې دې له ډله ييزو رسنيو: راډيو، ټلوېزيون، انټرنيټ او مطبوعانو څخه کار واخيستل شي. البته هغه مطبوعات چې د انحصار له سيوري خلاص وي. دغه هڅه په ناپېيلو کلتوري او ادبي خپرونو کې ښه پايله ورکوي.

5- له نورو ژبو څخه دې ارزښتناك او مهم آثار راوژباړل شي.

6-په دې برخه کې دې له ټولو خپرنيزو وسيلو: راډيو، مطبوعاتو او نورو رسنيو څخه سمه استفاده وشي.

7- نوي، خو منل شوي، اسان، روان، ښکلي او فطري توري دې د ژبې د لا بډاينې لپاره دود شي.

8- هغه توري دې په ژبه کې پرېښودل شي، چې ځينې کسان يې له پرديو ژبو راغلي توري ګڼي، ځکه هېڅ يوه ژبه هم په لنډ وخت کې پوره سوچه کېدی نه شي، دا کار وخت ته اړتيا لري، زيات توري د ډېرې کارونې له کبله د دوو يا درېيو ژبو ترمنځ مشترك ګرځېدلي دي.

9- د ډېرکيو دوديزه ژبه دې رسمي او تعليمي ژبه شي او تعليم (زده کړه) دې په همدې ژبه شي، د ماشومانو تعلمي نصاب هم بايد په همدې ژبه وي، که چېرې ماشومان په نورو ژبو زده کړه وکړي، خپله مورنۍ ژبه هېروي، يوه ښه بېلګه يې په کابل کې هغه مېشت پښتانه دي، چې ماشومانو يې به دري ژبو ښوونځيو کې د زده کړې له کبله خپله مورنۍ ژبه هېره کړې ده.

10- ژبه بايد حكومتي ملاتړ ولري، بايد ټول حقوقي مسايل يې تر کتنې او څېړنې لاندې ونيول شي او هره ژبه، همدغه راز د ژبې ويونکو ته دې د هغوی روا حقوق ورکړل شي.

داسې نور ډېر لاملونه شته چې د يوې ژبې د پرمختګ پر لار ارزښمتن دي، خو زموږ د موضوع بنسټيز ټكى په انټرنيټ کې د خوږې ژبې (پښتو) دودونه ده، چې په اوسني وخت كې ځانګړى او ارزښتمن رول لري. خو دغه کار بايد په حکومتي کچه ترسره کېدای، له بده مرغه چې په افغانستان کې لا ملي حکومت نه دی راغلی، چې دغه ډول ملي مسايل تر څېړنې لاندې ونيسي، د ملي ژبې پر لارې پرته ستونزه او ربړه خو به پرځای پرېږدو.

تاسې پوهېږئ چې د نړۍ ټول حكومتونه د خپلې ملي ژبې د پراختيا او پرمختګ لپاره پوهنتونونه او نور پوهنيز منځي (مرکزونه) جوړوي، نړۍ ته خپل ملي اتلان ورپېژني، د خپل ملي کلتور مثبت اړخونه دودوي، ملي ژبه پالي، ان چې د ملي ژبې د پراختيا او پرمخيون لپاره زده کريځونه (کورسونه) جوړوي، ښوونكي، زده كوونكي او نور پوهان پالي، د خپلې ملي ژبې ټول ارزښتمن توكي په انټرنيټ او نورو ويبپاڼو کې خوندي كوي، دغه حکومتونه د دې پوهنيز (علمي) كار لپاره د دولت له بودجې څخه يوه برخه ورته بېلوي او د دغه ډول ګټور کار ټول لګښت پر خپله غاړه اخلي.

ګرانو لوستونكو ! لكه څنګه چې موږ ګورو زموږ ملي ژبې ته په حكومتي كچه هېڅ كار نه دى شوى او نه هم کېږي، خو موږ به دا هڅه وكړو چې د پښتو د ويونكو او پښتوپالو ځوانانو په مرسته دغه ارزښتمن کار ته ملاوې وتړو.

کېدی شي زموږ دا هڅې د سيند د يو څاڅكي په کچه ارزښت ونه لري، خو بيا هم څاڅکی- څاڅکی دريابېږي. نو زما او د ډېرو نورو وروڼو دا هيله وه او ده، چې پښتو دې ژر تر ژره په پراخه پيمانه پراختيا ومومي او د پښتو ادب ټولې برخې دې د انټيرنټ په لمن کې خوندي شي، چې د نړۍ له هرې برخې څخه پښتوميني وروڼه ترې ګټه اوچته کړي، چې هم نوی نسل له خپل کلتور، ادب او ټولنيزو رواياتو خبر شي، هم دغه کار د هېواد ملي يووالي ته په ګټه تمام شي.

دا د هر چا هيله ده چې په هېواد کې دې دننه او بهر پوهنيز او روزنيز منځي (مركزونه) پرانيستل شي، چې دا بهير ښه وده وکړي او ډېره پراختيا ومومي. خو له بده مرغه چې دغه کار ناشونی دی او ګومان کوم دا له زاڼو د کټوريو غوښتل دي.

په پښتو كې يو متل دى: (له يوه لاسه ټك نه خېژي) نوراځئ خپل لاسونه سره وركړو او د پښتو د ليلا حسن نور هم زيات كړو. راځئ چې د غفلت او لټۍ دوړې له ځانه وڅنډو او د خپلې خوارې او غريبې ژبې لپاره د کار او زيار ملاوې وتړو، دا ټکی بايد په پام کې وساتو، چې زموږ تر شا، نه بل هېواد ولاړ دی، چې موږ يې له کلتوري غنا څخه استفاده وکړای شو، نه هم بل څوک زموږ د ژبې خدمت کوي، دا دنده او مسئوليت زموږ د ټولو دی، چې د پښتو د ليلا څېرې- څېرې سالو راټول او دغه ښکلې ژبه د نړۍ سياله وګرځوو.

.....رنګ رنګ ګلونه راغلل د پښتو ادب په چول .............اوس وخت ايله د سترګو غړېدو راغلی دی .............................................................. حمزه بابا[/code:1:d03c0c243a]


تــــانــــــد شينواری
09.06.2003

[color=darkred:6c3e78fa0b]ښاغلي ثناخيل صا حب ډير ډير سلامونه او احترامونه مي ومنۍ.ستاسي لخوا وړاندي شوي دمحترم شيرولي شينواري او محترم صالح محمد(صالح) ليکلي مضمون مي ولوسته ، ډير په زړه پور ي او ارزښتمن دي[/color:6c3e78fa0b].[color=darkblue:6c3e78fa0b]مورني ژبې سره مينه او طبعاْ هغې ته چوپړ او خدمت دهر طبيعي انسان يوه طبيعي او فطري ځانګړتيا ده چه نن سبا په ټوله نړې کي ديو منل شوي او مثبت اصل په حيث پيژندل کيږي أن تر دې چه دملـــــــــــګرو ملتونو په سازمان کي دمورنې ژبې لپاره يوه ځانګړې څانګه پرانيستل شوي تر څو ټول خلـــــک دخپلوخپلو مورنيو ژبو ســـــــــــــــاتنې او وده ورکونې ته وهڅوي.
پښتو ژبي دخپل شته والي په تاريخ کي هم د خپلو او هم دپرديو له لاسه ډيرې ترخې ليدلي ، ناخوالی يي ګاللې او په ډيرو ستونزو او ربړو تر ننه رارسيدلي او دافسوس خبره خو داده چه دپښتو په زړه تر ټولو غټ غټ داغونه هغو خلکو ايښې کوم چه دي ژبي ته منسوب وو .که دا هرڅه پخواني افسانې وګڼو نو نن هم پښتو دخپل موجوديت ديو ستر ګواښ سره مخامخ ده او دهيلو او اميدونو ډکي سترګې يي خپلو بچيو يعني موږ او تاسي ته نيولی دی.د ساه پيژندنې علم دارڼه کړېده چه که چيرته موږځانته احترام ولرواودځان درناوي وکړونو نورو خلک هم په اتومات ډول موږ ته احترام او درناوی کوي اوکه موضوع چپه يعني برعکس وي نو نتيجه به يي هم چپه يعني نه احترام وي،عيناْ همدا اصل دخپلې ژبې په هکله هم د تطبيق وړ دي . د( يو) لاس دګوتو دشميرڅخه کمو ځيني پښـــــــتنو شاهانو نه په غير چه پښتو ته يي نسبي پاملرنه کړي نور ټول يي تر ننه پوري نه دا چه پښتوته يي خد مت ندی کړی بلکه نورو ژبو ته په افراطي توجه سره يي پښتو دومره سپکه کړې چه دپرديو خو لا څه کوي چه د ځينو خپلو شوق او علاقه يي هم له خپلي ژبې سره دمنځه وړې.هر ځاي کې چه ياست شاوخوا مو وګورۍد داسې خلکومثالونه کم ندي.ځکه نو راځي چه منتظر نشو چه زموږ اوسنې يا راتلونکې مشران به زموږ ژبي ته خدمت وکړي بلکه هر شخص په خپلو مادي او معنوي امکاناتو خپلې ژبې ته د خدمت ملا وتړو[/color:6c3e78fa0b].
[color=darkred:6c3e78fa0b]پرديو که دپښتنو د بي اتفاقي څخه په ګټه اخستلو ديو څه وخت لپاره دوي دصحني نه ليرې کړه نو په دي کار سره يي ډير پښتانه دغفلت له خوبه هم راويښ کړه اوکه دويښيدو دا لړی همداسې روانه وې نو ليرې به نه وي چه موږ دا نغمه په خوله کړو:
زموږ کشتې يي ډوبوله.....................خپل درياب يي طوفاني شو
زه يو ځل بيا د پورتني مضمون دليکوالو څخه ډيره مننه کوم .دهغوي دملي او مثبتو وړانديزونو دتاييد په لړ کي دا يو رښتيني خوځښت بولم او په نږدې راتلونکې کې دپښتو دليلا په بي حسابه ښايست کې هيڅ ډول شک نه کوم .[/color:6c3e78fa0b][color=darkblue:6c3e78fa0b]ستاسي هملاری اوستاسي دهڅو ستايونکی ..........تازه ګل شينواری[/color:6c3e78fa0b]


وحيدالله غازى خېل
10.06.2003

د هسک څښتن په وياړلى نامه!
که يې ښه پوره په حال باندې خبر شي خداېږو ته هم پرې وژاړې رقيبه
دا مهال د نړۍ يو ستر اتل قوم او په خپل هېواد کې توهين شوى پښتون قوم د نړۍ له ډېرو ملتونو وروسته پاتې دى، خو دې خوشباوره قوم تل د خپلو نورو قومونو سره د مشر ورور په حيث ژوند کړى هېڅکله يې تعصب ته لمن نه ده وهلي او دا بيلګه هغه وخت ښه ثابتيداى شي چې هر پښتون په فارسي پوهېږي خو نور په پښتو نه پوهېږي دوى ته پر پښتو خبرې کول شرم ښکارې دوى ته پښتو د دوزخ ژبه ښکارې دوى ته پښتانه بې فرهنګه ښکارې دوى ته پښتانه د تورې اتل او د قلم ....... خو حقيقت داسې نه دى پښتون هغه قوم دى چې له کندهاره تر ډهلي پورې يې امپراتورى وه پښتون هغه قوم دى چې له کابله تر اټکه يې حکومت و، خو بيا هم په ډېره خواشنۍ سره ويلى شو چې د چا د لاسه او ولې هغه د يو ليکوال خبره چې پښتنو ((اتقاق کړى چې اتفاق به نه کوو)) په هر حال د ډېرې خوښۍ او شکر ځاى دى چې له هېواده بهر له ميشو افغانانو سره د خپلې ژبې د خپل قوم غم شته او کار ورته کوي چې يو له هغوى څخه هم پر خپلو خلکو او هېواد مين ځوان شيرولي شينوارى دى.
ښاغلى شيرولي ته برياوي او خپل ولس ته دوعاګانې
په مينه او مننه
و.غازېخېل


naqalara
29.01.2004

:D
ma ta ba da pukhtoo lekalo chal khaye


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more