نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بې تقليده او ازاده ميډيا
ګران
13.03.2006
يادونه
دخيبر تلويزون دعامو پښتنواوپه خاصه توګه دافغانانو په منځ کې پوره باور ترلاسه کړى اوددى باور دلازياتيدلو په لاره کې خيبر ته پکار ده چې خپله تګلاره په سنجيدګۍ او دقت سره پرمخ بوزي خيبر دبې ساري کاميابيو ترڅنګ يو شميردرني تخنيکي او صحافتي غلطۍ هم کوي چې دميډيا په ډګر کې ددې (ټي وي) لپاره يوه ستره صدمه ده او دتلويزيون باور او حيثيت په کتونکو کې ددى سيمي په کچ کمزورى کوي دبيلګې په توګه هغوۍ دخبري سرويس په برخه کې دافغانستان دپيښو په اړه يولړ نه بښونکې غلطۍ کوي لکه دځايونو نومونه غلط اخستل ،داشخاصو نومونه ناسم لوستل او ديو شمير اهمو مسائلو په اړه ديو شمير نالوستواو معمولي خلکو سره دسياسي مبصرينو په تو ګه مرکي کول
دلته څو بيلګې وړاندې کول ضروري ګڼو :
څه موده وړاندي د(ټي وي )نيوز کاسټر دروزګان ولايت مرکز (ترينکوټ) ښار دکندهار ولايت ديوى ولسوالۍ په توګه ياد کړ هغه وخت هلته کومه پيښه شوي وه په بله ورځ ېې دطالبانو دمشر قومندان( ملا برادر) نوم په مسلسل ډول ملا( بردار )ياد کړ
اودې ته ورته يو لړ طباعتي ، صحافتي او تخنيکي ستونځي دهيرولو وړ نه دي که څه هم دا ټي وي په مسلسل ډول پرمختګ کوي خو ددې پر مختګ په جريان دمثبتو انتقادونواو ريدل ددوۍ لپاره ډير ضروري دي که څه هم دا اعتراضونه يوڅه ترخه هم وي .
تر ټولو اهمه خبره داده چې دافغانستان په اوسنيو حساسو مسائلو کې (خيبر )تلويزيون بايد په ډيره سنجيدګۍ دافغانستان دمسائلو په اړه خبرونه او تبصرى وړاندي کړي نه دافغانستان دحکومت ، نه دپاکستان دحکومت او نه هم دمغربي ميډيا په پټو سترګو پيروي وکړي بلکه دسيمي دولسونو دعامه ذهنيت او واقعيتونو په رڼاکې يو بې غرضه تګلاره ولري چې يوازي دحالاتو عکاسي وکړي
دافغانستان په پيچيده مسائلو کې دسياسي مبصرينو په توګه داسي څوک (انلاين )نه کړي چې بي سواده ناخبره او ياد کوم طرف راشن خور وي بلکې حد اقل دومره استعداد خو ولري چې په حالاتو سالمه اوبي طرفه تبصره وکولى شي پرون ددى تلويزيون په پرده دخبرې سرويس په منځ( نور رحمان )شيرزاد دافغانستان دورورستيو پيښو لپاره دپوهيالي مبصر په توګه راڅرګند شو چې نوموړي ديو ژورنالستيک نظر ورکولو پرځاي په قضاوت کولو شروع وکړه ژورنالست يوازې نظر ورکولى شي قضاوت نشي کولى او ياد خلکو دعامه رايي څرګندونه کولى شي
ډيره دافسوس خبره ده چې شيرزاد چې ترڅلورم صنف پوري ېې مکتب ويلى اودجلال اباد په ښار کې يو اخبار فروش پاته شوى دپير سفيد شاه همدرد دکورنۍ رشتې په برکت ېې په جلال اباد ښار کې په ٢٠٠٠پاکستانۍ کلداري دوحدت اخبار دخرڅولو لپاره يو وړوکى کيبن جوړ کړى وو او له کيبنه پس دوحدت لپاره په جلال اباد کې راپورټر شو اوس چې خيبر ترى دخبريال کار اخلي مونږ په دى اعتراض نه لرو خو دسياسي کتونکې په توګه هغه سټوډيو ته راوستل داد ټي وي دکمزوري سياسي ذايقى او کاذب تعقل معنى ورکوي او خيبر ټي وي دسياسي تحليل دشعبي د نيستۍ او پوره ناکامۍ په غم لړلي پيغام وړاندي کوي
نور رحمان ورور وار دواره ددولت پاليسي په خپله کمزوري غير فصيحه لهجه وړاندي کړه
دناستي سټايل دکفتګو انداز ېې هم ډير ضعيف ؤ داسي ښکاريده لکه دتورخم کوم يو دګنډو والا ئي چې ټي وي ته راوستى وي
نور رحمان وويل استشهادي ياځان مرګي حملى دهيواد ددښمنانواو خارجيانو کار دى نور رحمان ځکه ملامت نه دى چې هغه داسلام اباد، جلال اباد او کابل نه پرته دنوري اسلامي دنيا له اوسنيو حالاتو خبر نه دى دګل اغا، حاجي دين محمد او پير سفيد شاه دراشن تقاضا همدومره ده چې نور رحمان پوره کړه نور هغه په دى څه پوهيږي ؟چې دفدايي حملى هدف او ارزښت په اوسني دور کې څه دى او څوک ېې کوي
فلسطينيان هم خارجيان دي چې فدايي حمله کوي او عراقيان هم خارجيان او د چيچن ازادي غوښتونکي هم خارجيان دي !؟ ايا يو هم ددغو هيوادونو داخلي خلک نه دي ؟
که څوک واېې چې داد افغانانو کلتور نه دى نو قر باني دافغانانو ډير زوړ کلتور دى اما عياشي، فحاشي ،پردي عسکر راوستل ، کليسا جوړول ، دعيسائيت او يهوديت تبليغ عام کول او يا هم خپله خاوره دبل په اختيار کې ورکول داد افغانانو کلتور نه دى
افغانان څه وکړي دکوم قوم سياسي مبصر چې يو بي سواده اخبار فروش وي نو هغه قوم به دازادۍ او قربانۍ په قيمت څه وپوهيږي ؟.
دکوم هيواد واکمن چې دامريکايي استخباراتو په کيمپ کې شل کاله روزل شوى وي په هغه قوم کې به دخودۍ احساس څنګه پيدا شي ؟
دکوم هيواد مقننه ، اجرائيه او قضائيه قوى درى واړه چې دپرديو په لاس کې وي نو څوک به ېې له هيوادنه دفاع وکړي او څوک چې سالم قضاوت ولري نو څوک به دا قضاوت ومني او څوک چې ددى خاوري ددفاع لپاره سرونه قربانوي هغه بيا هم دهيواد دښمنان ګڼل کيږي نن په ميډيا کې دنور رحمان په څير نالوستى ليکوال او ژورنالستان تحليلګران دي چې قلم هم ورته پردي په لاس کې ورکړى او پيسي هم پردي په جيب کې وراچوي
که خارجيان وغواړي چې په افغانستان کې دامريکايانو په خلاف مقاومت وکړي نو بيا هغوۍ فدايي حملي ته اړتيا نه لري دومره وسايل اماده کولى شي چې دفدايي حملو نه پرته مقاومت ګرم وساتي نو ځکه استشهادي حملى ددي دليل دى چې حمله کونکي له الله نه پرته تر شا هيڅوک نه لري او دخپل قوي ايمان او عقيدى پر بنياددخپل تن په وينو دمسلمان قوم دازادۍ لپاره مبارزه کوي هو ! دنور رحمان په څير راشن خواره هيڅکله نشي کولى چې دازادۍ په لار کې دا ډول قرباني ورکړي ځکه ماده پرست خلک هيڅکله تر خپل ژوند نشي تيريدى ځکه چې ماديات دژوند لپاره وي او داخرت لپاره يوازي معنوي شتمني په کار ده
خبري سر چيني که دافغانستان دپيښو ريښتينى او دقيق تحليل ضروري ګڼي نو بايد له دومره سترو غلطيو نه ډډه وکړي او دسالم تحليل لپاره د مسلک او پوهى په بنياد کاري کدرونه ولټوي او تش دزور او زر دخاوندانوتبليغاتي لوډ سپيکرونه له ځانه جوړ نه کړي
په درنښت
١٣-٣-٢٠٠٦
لار ورکى مسافر