نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په اقغانستان کی د ډله ایزو رسنیو (رادیو ، تلویزیون ، ورڅپانو او .........) مالی لګښتونه د کوم لوری تاُمینیږي؟
daud
13.03.2006
په اقغانستان کی د ډله ایزو رسنیو (رادیو ، تلویزیون ، ورڅپانو او .........) مالی لګښتونه د کوم لوری تاُمینیږي؟
درنو او عزت منو وطنوالو ستړی مه شئ
په ټوله نړئ کی د ډله ایزو رسنیو لګښتی بودجه ددولتونو او یا دشخصی شرکتونو له لوری برابریږی ، ددولتی بودجی یوه ټاکلی برخه چه دمالیاتو ، ګمرکی محصولاتو او نورو ملی عوایدو څخه تشکیلیږی دډله ایزو رسنیو لکه رادیو ، تلویزیون ، مجلو ، ورځپاڼو او نورو ....... د مصارفو او مخارجو د پاره بیلیږی چه خپرونی یی هم ددولت د سیاست او تګ لاری سره په توافق کی سر ته رسیږی ،
مګر هغه خپرونی (خصوصاًً رادیویی او تلویزیونی خپرونی )چه د شخصی افرادو او یا سهامی شرکتونو له لوری تنظیم کیږی مالی لګښتونه یی د سوداګرئ او تولیدی شرکتونو د محصولاتو او تولیداتو د اعلانونو او یا د لیدونکیو په مستقیمه مالی ونډه سره تاُمینیږی او په دډول سره خپله تشراتی پالیسی په مخ بیایی ، مانا داچه هیڅوک لیونیان نه دی چه بی ګټی خپلی پیسی خرڅی کړی .
اوس پوښتنه داده چه دغه تلویزیونی سټیشنونه چه په افغانستان کی خپرونی کوی خپل مالی لګښت له کوم لوری پوره کوی ؟
په داسی یوه ټولنه کی چه ددولت بودجه یی په بهرنیو خیراتونو ولاړه ده ،افراد یی د لوږی ، تندی، فقر ، بی دوایی او بی کورئ سره لاس په ګریوان وی ، دټولنی غو څه برخه یی ( په سلو کی پنځه نوی ) د بی کارئ او بی روزګارئ د ستونزو سره مخامخ وی او طبعاًً د صنعتی محصولاتو د اخستو توان یی صفر وی او د بلی خوانه داخلی تولیدی شرکتونه او موُسسی هم وجود ونلری چه د خپلو محصولاتو د پیژندلو ،رواجولو او مشهورولو لپاره تیلویریونی اعلانونو او تشریحاتو ته مراجعه وکړی او تلویزیونی تشبث ددی لاری نه خپل مالی لګښت پوره کړی ،د شخصی تیلویزیونونو چلول او خپرونی کړل په دډول شرایطو کی او دهغی دمالی لګښتونو موضوع یوه معما ده چه پرانستل ،روښانول او سپینوالی ته یی شدید ضرورت دئ تر څو خلک پوه شی چه چا د څه له پاره د چا دپاره دکوم هدف له پاره او دکوم اقتصادی بنیاد په لرلو سره دی کارته ملا تړی ده ؟
دا کار ثوابی دئ او که شاته یی نور شوم غرضونه پراته دی ؟
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله
Anonymous
13.03.2006
زه فکر کوم چې په دې خو هر ړوند، کوڼ او ګوډ پوهيږی چې نه يوازی له تلويزيونی ستيشنو، بلکې په مجموع کې له افغانستان او د هغو له اوسنی تحميلی دولت سره هم دا پردۍ مرستې يوه هم بې غرضه او بې هدفه نه دی، خو چاره څه ده؟
همدا تلويزيونی ستيشنونه او راديويی خپرونی چې د خارجيانو له خوا تمويليږی، نو يوڅه خو به خامخا د هغوی د کلتوراو سياست په ګټه خپرونې کوی.
خبري رسنۍ
Anonymous
13.03.2006
له بي بي سي، آزادي راديو او امريكا ږغ څخه پرته چې مالي سرچينې يې څرګندې دي . د نورو مالي منابع ښايي قصداً پټې ساتل كېږي. خو مهمه دا نه ده چې څوك د دغو خبري رسنيو مصارف وركوي، مهمه دا ده چې تمويلوونكي ولې ورڅخه حساب نه غواړي او ولې ورڅخه انصاف نه غواړي؟انصاف د ژبو په انډول او د كيفيت په برخه كې.
مطبوعات
Anonymous
23.03.2006
قدرمنو ورونو او د قلم خاوندانو په سلامونو مونمانځم.
داود ورور ليکلي دي چې په افغانستان کې د دې دومره تلويزيونو او راډيو ګانو لګښت له کوم ځايه پوره کيږي؟
وروره دا خبره خو واضع ده چې داسې ادارې چې تبليغاتي جنبه ولري او د بادارانو په خوښه خپرونې ونه لري نو يوه اداره به هم تر يوې مياشتې زياتې خپرونې ونه لري. دا خبره ټولو ته مالومه ده چې په افغانسان کې تلويزيونونه او راډيوګانې په بهرني ملاتړ ولاړې دي. مثلاً که د روان کال بوديجه د يوې راډيو لپاره منظوره شوي وي او د بل کال لپاره يې د کال د ختميدو نه درې مياشتې وړاندې خبر ورکړ چې تاسې به نورخپل لګښتونه خپله پوره کوئ، نو زه باور لرم چې په هماغه ورځ به يې خپله اداره تړلي وي. دې خبرې ته به هم وار و نه کړي چې موږ سره خو لا د دريو مياشتو بوديجه شته..
يو ميلمه ورور ليکلي دي چې په راډيو ګانو اوتلويزيونونو کې د ژبې د حقوقو انډول په پام کې نه نيول کيږي.
بيخي پر ځای وايي. خو اصلي خبره دا ده چې دا ټول ارګانونه د نورو دسيسو تر څنګ ستا او زما د خوږې ژبې د له منځه وړلو په خاطر کار کوي او په همدې موخه ورسره نړيوال مرسته کوي. که اجازه وي نو زه ستاسې پام د يو امريکايي سناتور يو کالم ته راګرځوم چې په ١٩٩٢ع کال کې ما د هغه ژباړه په اردو ژبه لوستي وه. د هغه کالم نوم و ( بايد د افغانانو منصوبه بندي وشي) منصوبه بندي په دې مانا نه چې ګنې نور بچي دي نه راوړي، بلکې منصوبه بندي په دې مانا چې د پښتو وجود دې د نړۍ په مخ له منځه يوسي. کالم ليکونکی زياتوي چې دا قوم د ځمکې پر مخ يو خطرناک قوم دی او د نړۍ لويې لويې امپراتورۍ د دې قوم له لاسه تس نس شوي دي. د اسکندر اعظم نه واخله د مغولو تر يرغله او بيا د انګريزانو نه واخله تر شوروي اتحاده پورې ټولې امپراتورۍ د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو له لاسه ړنګې شوي دي او سبا ته امريکې ته هم سترګو کې ازغی جوړيدی شي.
امريکايي کالم ليکونکی د پښتنو د تجزيه کيدو فورمول دا رنګې وړاندې کړی و:
* يو ډېرۍ پښتانه دې په هيواد کې دننه بدنام او منفور کړی شي.
* يو شمير هغه پښتانه چې مسلکي پوهه ولري او علمي رشد يې کړی وي، په نورو پرمختللو هيوادونو کې دې ورته سيټيزن شيف وکړی شي.
* يو شمير ځوانان چې له نوې ټکنالوژۍ سره لږه آشنايي لري، په هيواد کې دننه دې په کار وګمارل شي او د ژوند زمينه دې ورته برابره کړي.
* يو شمير چې په هيڅ يو قالب کې نه راځي او مزاحمت کوي، سرکوب دې شي.
ورونو د کالم نګار پورتنيو وړانديزونو ته که لږ تم شوو او غور پرې وکړو نو هو به هو هماغسې وشول چې کالم نګار وړانديز کړی و.
مثلاً په موږ او تاسې همدې امريکايانو د پاکستنان د هغه وخت د کورنيو چارو د وزير جنرال بابر پر مټ په موږ او تاسې طالبان مسلط کړل او هغوی هغه څه وکړل چې په افغانستان کې خو د نورو ژبو ويونکې خو لا څه کوې چې پښتانه هم ترينه دوه سپيږمو ته راغلي وو چې په دې وجه يې يو ډېری شمير پښتانه بدنام او منفور کړل او داسې يې بدنام کړل چې تاريخ به هم پرې وشرميږي.
دوهم وړانديز يې دا و چې مسلکي کدرونه دې په نورو هيوادونو کې سيټيزن شيف کړی شي.
کله چې طالبانو واک ونيوه نو هغوی ډېر پښتانه چې حساب پرې کيدی شو دې ته مجبور کړل چې پاکستان ته هجرت وکړي او چې هلته يې د مهاجرينو لپاره نړيواله اداره وليده چې مسلکي کدرونه بهر ته ليږي، له يوې مخې اروپا، کاناډا او امريکا ته لاړل چې ما يې ډېر پيژندل چې د راتلو هيڅ خيال نه لري او که را هم شي نو د يو ډيموکراټ شخص په توګه او به له داسې نظر سره راشي چې په خپلې پښتو به شرميږي.
دريم وړانديز دا و چې ځوانان دې په هيواد کې دننه بسيا کړي. او دا دی موږ وليدل چې زما په څير په لکونو افغانانو ته په بهرنيو اينجوګانو کې د کار زمينه برابره شوې ده او په هر څه مو سترګې پټې کړي دي.
څلورم وړانديز يې دا و چې هغوی چې لارې ته نه سميږي او مزاحمت کوي سرکوب يې کړئ.
او دا هم موږ وليدل چې په ډېرو هغو سميو او ولايتونوکې چې پښتنو دي بمبارۍ يې پرې وکړې او ډېر بې ګناه پښتانه يې په کې له منځه يوړل او اوس هم دا د بمباريو لړۍ دوام لري.
خبره رانه په بله لاړه نه شي، ورونو د دې کالم کيسه مې ځکه وکړه چې زما زړه ته دا خبره لويدلې ده چې پښتانه د نړيوال سازش لاندې دليږي. او دا تلويزيونونه او راډيوګانې هم د دغې سازش يوه برخه ده. له دې لارې نه زموږ او ستاسې کلتوري ارزښتونه، له ګواښ سره مخامخ دي. ژبه مو په خطر کې ده. آزاد تلويزيونه او راډيو ګانې خو په ځای پريږده چې ستا ملي راډيو او تلويزيون هم ستا په ملي ترمينالوژۍ پورې ملنډې وهي. پوهنتون ته دانشګاه، پوهنځي ته دانشکده، سترې محکمې ته دادګاه عالي محصل ته دانشجو وايي او همداسې يې نور هم درواخله.
په اخيره کې تمه لرم چې څوک راته په آزاد فورم کې ښکنځلې ونه کړي او په اخلاقي معيارونو بحث مخ ته بوځو.
په درنښت ستاسې ورور
څارونکی
Anonymous
23.03.2006
ورڼو سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ!
په زړه پوري بحث دئ .لومړۍ خو دا وليکم چې د را ډيو ګانو او تلويزيونونو د خپرونو موخه مالومه ده او هغه د اذهانو تسخير دۍ . هر ه اداره د ذهنونو د تسخير لپاره ټاکلې پلانونه لري او خپلو لورو ته يې راکشوي . ښايې د يوشمير خپرونو موخي سياسي ، د يوشمير مذهبي ، د يوشمير اقتصادي او په دې ډولو نوري موخي چي يوشمير به يې مخامخ او يوشمير نوري به پيوندي وي .
دوهمه خبره دا ليکل غواړم چي ، په افغانستان کي د خپرونو قانون شته او په هغه کي يوه ماده داهم ده چي بايد د هري خپروني د تمويل منابع څرګندي وي ، که د هري خپروني په اړه پوښتنه پېداکيږي ، او يا يې د څرګندولو لپاره ليوالتيا وي ، نو زما په اند کېدای شي چي په نورو خپرونوکي د ليکنو او مقالو له لاري يې غوښتنه وشي .
دريمه خبر ه چي زه هم ورته سودايې شوم هغه د پښتنو په وړاندي د نړيوالو د توطئو مسله ده .لومړۍ خو داسي پوه سوم چي ښايې دا امريکايې ليکوال فرضي يا خيالي وي .دا ځکه چي نوم يې نه دي ياد شوئ . خير که دا منو چي داسي يوتن شته او داسي ېې ليکلي هم وي ، ښايې دا مانا ونه لري چي نو ټوله امريکا ئيان او ټوله نړۍ به د پښتنو پر ضد وي . يوه بله خبره هم وکړم او هغه دا ده چي دا يوازي افغانان نه دي چي د تاريخ په اوږدو کي يې د نورو بهرنيو يرغلګرو او جبارانو په وړاندي مبارزې کړيدي ، په نړۍ کي نور هيوادونه هم شته چي هم جګړه مار دي او هم يې تاريخ د ابر قدرتونو پر ضد زياتي پيښي ثبت کړيدي ، دا ددې مانا نه لري چي بايد نړۍ ورسره دښمني وکړي .
اوورستۍ خبره داده چي هرعمل او هره هڅه بايد له بده اړخه ونه وينو ، يوشمير به يې ښې هڅي وي او يو شمير بدي خو ويش په کار دۍ ، ښو ته د ښو ويل او بدو ته دبدويل په کار دي .
په درنښت
سرتير
Anonymous
30.03.2006
سرتير صاحب ښې چارې!
دا سمه ده چې په نړۍ کې به داسې قومونه او هيوادونه وي چې لويو امپراطوريو ته به يې ماتې ورکړي وي، خو داسې قوم په په دنيا کې نشته چې دوه مزبوت قانونونه د ېولري. پښتنو سره دوه قانونه دي، يو پرسپيڅلي اسلام د قوي عقيدې قانون او بل د پښتو قانون دی چې زرګونه کلونه يې په خپلو وګړو حکومت کړی او چې تر څو دنيا ودانه وي له اسلام سره جوخت به دا قانون په خپل ځان عملي کوي.
نو ګرانه غربيان او په تيره امريکايان له تا سره د اسلام قانو مني خو د پښتو قانون درسره نه مني. ليرې به نه ځو ګاونډيو ملکونو ته به تم شو چې زما اوستا د پښتو سره يې څه را اخيستي دي. ايران دې دومره له ژبې سره دښمني را اخيستې ده چې د معتصبو تاجکو ليکوالو په وسيله د ملي ترمينالوژي د له منځه وړلو په هڅو کې دي. پاکستان خو د پښتنو صوبې ته خپل حقوق نه ورکوي نو ما او تا به څه ښاد کړي او د پخواني روس جمهوريتونه خو درته مالوم دي چې زما ا ستا د هيواد تجزيې ته يې له تيرو څلويښتو کلونو راهيسې مټې رابډوهلې وې او اوس هم کرار نه دي ناست.
سر تيره وروره هيله ده چې خوابدی نه شې
ورور څارونکی
Anonymous
30.03.2006
ټولو ته سلامونه او په ځانګړي توګه ګران ورور څارونکي ته د سلام تر څنګ نيکي هيلي هم وړاندي کوم .
وروره ! زه د پښتو سره د دښمنۍ د شتون په اړه ستاسو سره پوره او بشپړ توافق لرم . خو دلته خبره د د پښتنو ، پښتو او نړۍ ترمنځ د دښمنۍ پر سر ده ، زه فکر کوم چي ټوله نړۍ د پښتنو او پښتو سره دښمني نه لري ، او که داسي وي ما نا يې داده چي په پښتو او پښتنو کي يو څه داسي شته چي نړۍ د هغوۍ سره بايد دښمني وکړي ، چي زه لا تر اوسه داسي کومي مسلې سره نه يم مخ شوۍ چي د نړۍ دښمني دي زموږ سره حتمي کړي .
زما په فکر د نړۍ دښمني د پښتو او پښتنو سره نه شته ، دا د هغو ځانګړو ډلو او کسانو دښمني ده چي پښتانه يې د خپل بادار په عنوان نه شي پيژندلای او نه غواړي وه يې پيژني ، او د دې تر څنګ هغه شمير کسان چي د افغانانو هيواد ته په سپکه ګوري نو پښتانه د هغوي خلاف دي ، بيا نو دا هم طبيعي خبره ده چي د هغو کسانو به هم د پښتنو او پښتو سره دښمني خامخا وي .
زه غواړم دا دوې پوښتني را يادي کړم : لومړۍ دا چي که نړۍ زموږ پښتنو دښمنه وي بيا موږ پښتانه او زموږ پښتو ولي ونه توانېدل چي د نړۍ په راز ځان پوه کړي او نړۍ د خپل ځان ملګرې کړي ؟
دوهم دا چي : په همدې اوسنيو حاکموحالاتو کي د پښتنو لپاره د نړۍ سره نظامي مقابله په کار ده او که د هيواد او اولس د سوکالۍ لپاره تدبير ؟
زما په ګمان دا پوښتني به زيات شمير ورڼو ته حل وي ، خو ښه ده چي زما د پوهيدلو لپاره هم وروڼه راته د خپل خيال حال ووايې .
په درنښت
سر تير
Abid
03.04.2006
ټولو دوستانو ته سلامونه او ښې چارې.
سرتيره وروره ته خو مې ځانګړي سلامونه ومنه. که څه هم د بحث موضوع
په ا فغانستان کی د ډله ايزو رسنيو (راديو ، تلويزيون ، ورځپانو او .........) مالی لګښتونه د کوم لوری تاُمينيږي؟
خو څارونکي ورور په کې د موضوع شاليدته تللی. زما په نظر څارونکی ورور هم دومره له موضوع نه نه دی بهر شوی. له پښتنو او پښتو سره په دښمنۍ کې يې لږ افراط کړی چې ټوله نړۍ يې په کې راکښلې ده. خو کيدای شي چې د څارونکی موخه له نړۍ نه لادينه قوتونه او د افغانستان ګاونډي هيوادونه وي چې له پښتنو سره او پښتو سره يې دښمني راخيستې ده. زه ستا سياسي بصيرت ته د شاعرانو په اصطلاح داد ورکوم او د څارونکی صاحب نه هم مننه کوم چې د يوه امريکايي ليکوال نقل قول يې دلته د سياسي مبصرينو په وړاندی راوړی دی.
په اخره کې غواړم چې ټول افغان له يارانو نه او په تيره بيا د دې فورم له چلوونکو نه مننه ورکړم چې له دې فورم نه يې د هغه چا لاسونه لنډ کړل چې په نمبر بدلو نومونو يې بد رد ليکل او کنځلې يې کولې. زما په نظر څارونکی هم کوم مستعار نوم دی فکر کوم چې دې فورم کې به بيا په نظر رانه شي.
Ajab
03.04.2006
[quote:57f5279378="Abid"]زما په نظر څارونکی هم کوم مستعار نوم دی فکر کوم چې دې فورم کې به بيا په نظر رانه شي.[/quote:57f5279378]
د دې مطلب دا دى چې دا هم ستا نوم دى :o :D :D :D :o
Abid
04.04.2006
ټولو دوستانو ته سلامونه
عجبه وروره دا خبره ما د دې لپاره ليکلې ده چې زما په خيال څارونکی مستعار نوم دی او فکر کوم چې ټول افغان ته د ننوتو شفر نه لري ځکه مې ليکلي دي او بله دا چې زه خوشحاله شوی يم چې بې له شفره څوک دا فورم خو لا څه کوې چې د ټول افغان ټولو فورمونو ته که هر څوک وي بايد چې د ټول افغان مسوولينو ته معلوم وي مطلب دا چې آزاد بحث فورم بايد وتړل شي.