د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په روانه صليبي جګړه كې به كوم لورى بريالى شي

Anonymous
12.03.2006

كله چې امريكي په عراق يرغل كاوه نو دنوموړي هيواد جمهوررييس ښاغلي بوش خپلوخلكوته وينا وكړه اووي ويل چې دابه نوې صليبي جګړه وي اوموږ به خپل مسؤليت ترسره كړو. خو بيا ژريي مشاورينو ورته وويل چې داهرڅه بايد په ډاګه نه كړي اوورسته يې خبري رسنيوته يې وويل چې ګواكې زما موخه صليبي جګړه له مسلمانانو سره جګړه نه وه. خوبيا يې په داتيره موده کې له خولي خبره ووته چې ما ځكه په عراق اوافغانستان يرغل وكړچي زما خداي ماته ويلي وه اوپه رسنيو کې داسې راغله چې ګواكي بوش دپيغمبري دعوه كړي.
دوه اوونى وړاندي هم دانګلستان دلومړي وزير ښاغلي توني بلير له خولي ووتل چې عراق اوافغانستان کې دجګړي لپاره مامذهبي رسالت ترسره كړ اوتاريخ ته زه مسؤله وم.
دغه رازپه اروپاكې دكارتونواوگڼو اسلامي ځد خپرونواوكړنو كيدل اوهم د۲۰۰۶ كال دفبروري په مياشت کې بيا داروپا ۱۲ تنو ليكوالو اومهموڅيرو چې په هغي ډله كې دسلمان رشدي نوم هم راغلي وه يوه اعلاميه صادره كړه چې ددوي له لوري لاسليك شوې وه په دي اعلاميه کې ويل شوي وه چې روانه صليبي جګړه بايد تونده شي دوى ويلي ؤ چې وروسته له فاشيزم اوكمونيزم نه اوس داسلام واردي چې دنړي خلك له دي شره څخه بايد خلاص شي اوپه مكررډول يې هغه كارتونونه بيا په همدي اعلاميه كې چاپ كړل چې په هغه كې داسلام دسترپيغمبر محمد (ص) سپكاوي شوى ؤ.چې نړېوالومطبوعاتو نوموړو پيښوته انعكاس هم وركړ. چې داټولې پيښې داڅرګندوي چې داسلام مخالفو ځواكونو په خپل څرګند اونا څرګند ايتلاف سره بله صليبي جګړه او په ځانګړې بڼې سره پيل كړې ده چې لاډير له ځانه بيخبره مسلمانان يې نه مني اوكوم غبرګون هم پرې نه ښيي.
هغه به پريږدوخوپوښتنې دادي چې په روانه جګړه كې به كوم لورى بريالى شي؟ آيا دبوش، بلير، اوسلمان رشدي پلويان كه خواره واره مسلمانان؟ آيا داروپااوامريكاډيرى عام وګړي به ددغوجګړو اودخپلو مشرانو پلوى وكړي كه نه؟ آيا مسلمانان به له ځانه خبرشي كه نه ؟ آيا بنسټ پاله افراطي او ترهګر اسلام دښمنه ځواكونه به دنړې دتاريخ په دي پړاوكې دځواك په ګدي كيني اوكه نه ؟ داهغه پوښتنې دي چې يو شميرو ته يې لاهمدااوس هم ځواب ويل شوى دى.
په امريكاكې خوهمدااوس شميرنې ښېې چې په عراق كې دجګړې پلويان ترمخالفينو لږ شوي اووروستې سروې ګانې خو تر۵۷ په سلوكې زيات دجګړې مخالفين ښيې. له بل لوري په اروپايي هيوادونو كې په دولتي كچه اودعام وګړو په كچه له لاريونو اوغبرګونونو داسې ښكاري چې دجګړې مخالفين ترپلويانو ډيردي. داروپا اوامريكاوګړي له آرام ژوند سره روږدي شوي دخپلو مشرانو له ځان غوښتونكو پريكړوسره ډيرموافق نه دي. خومشران يې اوس دتكنالوژې اواقتصاد له پلوه دومره ماړه شوي چې غواړې دخپلو بوختياوو اودځانګړې غريزې له كبله دنورې نړې دنيولو اوپه اصطلاح دخپل تاريخي اومذهبي مسؤليت داداكولو اودخپل راتلونكي لپاره دطبيعې زيرمو اواقتصادې سرچينو دموندولو په خاطران خپل يو شميرخلك قربانې كړي اوهم دنړۍ په نوروسيموكې دجګړي اوناآرامي اورونه بل كړي.
خوحقيقت دادي چې ددي نړۍ مالك داسې سترځواك دى چې ددنيادخلكوهرڅومره ځواكمنيدل دده په اراده اوغوښتنه كې كوم بدلون نشي راوستلاى.
كه دروانو حالاتو ظاهري بڼې ته وكتل شي نو دمسلمانانو مخالف لوري دومره په مادي ډگركې ځواكمن دى چې مسلمانان خوڅه كړې په خپلو زروي وسلوسره څوڅوځلې كولاي شي دځمكې دسرژوندى موجودات ختم كړي. خوداچې دالله اراده څه ده اوهغه څه غواړي؟ دابيلي خبري دي، اوهم تاريخ اوهم روانو جګړو داثابته كړي چې تل ريښتينې عقيده په مادي وسايلو په پايله كې بريالى شوې.
اودسلمان رشدي دملګروادعا چې وروسته له هيتلري فاشيزم اولينيني كمونيزم څخه بايد اسلام له مينځه يووړل شي هم په بشپړه توګه ناكامه اوبي بنسټه مفكوره ځكه ښكاري چې هيڅكله هم يو آسماني اوحقيقي دين چې پيړى پيړي پري تيريږي اوپه واروارپري ډيروځواكمونو يرغلونه كړي خوناكامه شوي ختميدلاي نه شي. كه په لنډ مهاله توګه يې سياسي ځواكمنې دبيلابيلو عواملو له كبله كمزوري شي خو بيرته هرومروځواكمنه كيږي. داځكه چې دا يوريښتينى آسماني دين دى. اودادفاشيزم اوكمونيزم په څيردانسان په لاس جوړې شوي مفكورې نه دي.
هغه كسان چې فكركوي له فاشيزم اوكمونيزم نه وروسته اوس داسلام واردي دوې خو فاشيزم اوكمونيزم نه يواځې له مينځه نه دې وړي بلكې هغه يې خپل كړي هم دى. دكمونيزم فلسفه پربي دينى ،اودفاشيزم فلسفه په قام پالنې استواره وه چې اوس په خپله دغو داسلام په اصطلاح له مينځه وړونكومدعيانو ځواكونو خپله كړى. هم له خپل پلرني اصيل دين څخه په عملي توګه وتلي اوهم يې توكم پالنه دومره زوروره شوي چې دانوروتوكمونو ته ان په خپلو هيوادوكې هم اهميت نه وركوي. نودغه كاذب مدعيان به په راتلونكي كې هم ناكامه وي اوان داسې انتظارهم كيدلاي شي چې دپوهي اومنطق په پرمختګ سره اوهم داسلام دين په حقانيت اودزمانې په هروخت كې ددې دين دتطبيق په وړتيادرلودسره كيدلای شي دهمدوي له مينځه ددي دين پيروان سرروباسي اودوې په همغه ځای كې دبشريت ددنيوي اواخروي سوكالتيا څخه برخمن كړي.


Anonymous
12.03.2006

منتظرصېب سلامونه :

اودسلمان رشدي دملګروادعا چې اسلام له فاشيزم سره مقايسه کړې يوتجارتي او بې سنجشه نظريه ده چې علمي اومنطقي بنياد نه لري ٠ دې که داسلام سره ضديت ونه لري نوخپل هندوييزم ته دی هم لږ نظر وکړي چې انسانان يې د خرافاتو ښکار کړي ، څوک غواګانو ته خدای وايي ، متيازې يې په سر بادوي او خوشيان يې خوري ، کله بيزوګانو ته سجدې کوي اوکله فيلانو ته ٠ دښځو حقوق او ژوند يې دهمدغو عقايدوښکارشوې اوداسې نو ر همدغه رازديهوديت او عيسويت په ګمزوريو ولی څه نه ليکي ؟ له همدغه ځايه څرګنده ده چې سلمان رشدي يو بې طرفه ليکوال نه بلکه يو مقرر شوې ايجنټ دې چې د شراوفساد اور ته لمن وهي ٠ د خندا اوشک خبره خو داده چې دې اسلام نه خوښوي خو په خپل ځان يې سلمان نوم ايښې .

بله داچې په دې ځای کی تاسوويلي چې دفاشيزم فلسفه په قام پالنې استواره وه٠ خو زما په نظر فاشيزم او قام پالنه دوه بېلې کته ګورۍ دي چې بايد يوه له بلې سر ګډه نه شي ٠ قام پالنه تل مثبت ارزول کيږي اوفاشيزم هيڅ کله مثبت نه ارزول کيږي ٠ په قامپالنې اوقام سوچه کوونه کې هم فرق شته ٠ په مترقي ناسيوناليزم او فاشيزم کی هم فرق شته اوددواړو په وظايفو او اهدافو کی هم فرق شته ٠
هرولسمشر ته د ټاکنې نه وروسته په خپل مذهبي دود اودستور سوګندورکول کيږي چې خپل ملت اوخپلی خاورې ته به خدمت کوي او خيانت به نه کوي ٠ دا پخپله د نشنليزم يوه بېلګه ده ٠ نودابه مناسبه نه وي چې سړې هر قام پال خوځښت ته د فاشيزم نوم ورکړي ٠

درنښت

ارچي


Anonymous
12.03.2006

د اسلام ساتونکی الله تعالی دی ، څوک يې له منځه نشي وړﻻی ، برعکس عيسويان به هم مسلمانيږي ، ځکه کله چې عيسی (ع) ځمکې ته راستون شي نو د محمد (ص) د امتي په توګه به اسلامي خلافت پر ټوله نړۍ رامنځته کړي .
صليبي جګړې اوس ځکه امکان نه لري چې پخپله لويديځوال پر دين باور او ايمان نه لري ، نود عيسوي دين له پاره اوس څوک نه جنګيږي . د ديکتاتورۍ پر ضد که چيرې اړونده ديکتاتوري د لويديځ د امنيت لپاره يو ګواښ جوړوی ، نو کيدای شي پر ضد يې وجنګيږي . دوی نشي کولی د يوه مذهب پر ځای دبل مذهب پر ضد جنګيږي  ددوی له پاره  هردين خپل اعتبار لری  اوکه نه  يو به هم اعتبار  ونه لري ،
  ځکه د اعتبارمعيار د معتقدينو ياپيروانو شته والی دی ٠او بس ٠  والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more